انتروپوسین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انتروپوسین چې فونوتیکي سمبول او تلفظ یې (اېن في ترافسین، اېن في تېراپي-/ ان-تیرا-پي-سین، ان-تراپي-//ˈænθrəpəˌsiːn, ænˈθrɒpə-/ AN-thrə-pə-seen, an-THROP-ə-) دی، د ځمکې وړاندیز شوې جیولوژيکي دوره ده چې لرغونتیا یې د ځمکې پېژندنې او ایکوسیستم پر مخ د انسان د پام وړ اغېزو ته ورګرځي، خو ډېره محدوده نه، چې اتنروپولوژیک اقلیمي بدلونونه په کې شاملېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د ۲۰۲۲ ز کال تر اپرېل پورې نه د سټراټیګرافي نړیوال کمیسیون (ICS)، نه هم د جیولوژیکې علومو نړیوالې اتحادیې (IUGS) په رسمي توګه دا اصطلاح د جيولوژیکي عصر د پېژندل شوې فرعې برخې په توګه تصویب کړه. که څه هم د انټروپوسین کاري ګروپ (AWG) د ځمکې د طبقاتو د پېژندنې د ICS کوانترۍ فرعي کمیسون (SQS) د ۲۰۱۶ ز کال په اپرېل کې د انتروپوسین دورې د تعریف لپاره د زرین وږي رسمي وړاندیز(GSSP) ته د ځمکې پېژندنې په مهالني مقیاس (GTS) کې رایه ورکړه او د ۲۰۱۶ ز کال په اګست کې يې دا سپارښتنه د ځمکې پېژندنې نړیوال کانګرېس ته وړاندې کړه. AWG د ۲۰۱۹ ز کال په مې میاشت کې ICS ته په ۲۰۲۱ ز کال کې د رسمي وړاندیز د وړاندې کولو په ګټه مثبته رایه ورکړه، چې د ځمکې د طبقاتو د پېژندنې بالقوه نښګر یې د شلمې پېړي په منځنۍ برخه کې ځای پر ځای کول. دغه مهالنۍ دوره د لوی سرعت (Great Acceleration) له پیل سره سمون لري، چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته یوه مهالنۍ دوره ده چې په ترڅ کې يې ټولنیز اقتصاد، اتومي عمر او د ځمکې د سیستم تمایلات په ډراماتیک ډول لوړيږي.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د انتروپوسین د پیل لپاره بېلابېلې نېټې وړاندیز شوې، چې د کرنیز انقلاب له پیل څخه له ۱۲۰۰۰-۱۵۰۰۰ ز کاله مخکې د ۱۹۶۰ ز لسیزې په وروستیو پورې اړه لري. د تصویب پروسه لا هم روانه ده او په دې توګه د مشخصې نېټې پرېکړه پاتې ده، خو د ۱۹۵۰ ز لسیزې په بهیر کې د اتمي بمونو د ازمېښت په پایله کې په لوړه کچه د راډیونيکلوټایدونو راغورځېدلو د نورو په پرتله زیات پام ځان ته وراړولی او د انتروپوسین احتمالي پیل په ۱۹۴۵ کال کې د لومړي اتومي بم له چاودنې یا په ۱۹۶۳ کال کې د اتومي وسلو د ازموینې د مخینوي تړون څخه تعینوي.    [۱۶]

عموميات[سمول]

د ولادمیر ورناډسکي له خوا د انتروپوسین لپاره لومړنی مفهوم نوسفیر و، نوموړي په ۱۹۳۸ ز کال کې د «جیولوژیکي ځواک په توګه ساینسي فکر» کتاب لیکلی. د شوروي اتحاد ساینس پوهانو د انتروپوسین اصطلاح د ۱۹۶۰ ز لسیزې په پیل کې کارولې چې تر ټولو وروستۍ جيولوژیکې دورې یعنې کوانترۍ ته اشاره کوي. ایکولوژست یوجین اېف سټومر بیا وروسته په ز ۱۹۸۰ ز لسیزه کې "انتروپوسين" په بل مفهوم سره کارولی او دا اصطلاح په ۲۰۰۰ز  کال کې د اتموسفیر د کیمیاپوه پاول. جې. کروتزېن له خوا چې په ۲۰۰۰ز کال کې يې د ځمکې پر اتموسفیر د انسان اغیزې په پام کې نیولې وي په پراخ ډول مشهوره شوه. وروستۍ پېړۍ دومره مهمې دي چې یوه نوې جيولوژیکې دوره رامنځته کوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۲۰۰۸ ز کال کې د لندن د ځمکې پېژندنې ټولنې د ځمکې د طبقاتو د پېژندنې کمیسیون د ځمکې پېژندنې د دوران د رسمي وېش د عنصر په توګه د انتروپوسین د جوړولو وړاندیز په پام کې ونیوه. ډېری کمیسیونونه دې پایلې ته رسېدلي چې دا وړاندیزونه وړ دي او باید وارزول شي. د ځمکې پېژندنې د بېلابېلو ټولنو د پوهانو خپلواکو کاري ډلو د دې پر تعینولو چې انتروپوسین به په رسمي ډول د ځمکې په مهالني مقیاس کې ومنل شي او که نه کار پیل کړی. [۲۱][۲۲][۲۳]

د انتروپوسین اصطلاح په غیر رسمي ډول په علمي برخو کې کارول کېږي. د امریکا جیولوژیکي ټولنې د ۲۰۱۱زکال په خپلې کلنۍ غونډه کې وویل: ارکیان (د ژوند لومړنۍ دوره) تر انتروپوسین پورې: تېر مهال د راتلونکې کلۍ ده. نوې دوره د پيل کره اوموافقه نېټه نه لري، خو د جيولوژیکي شواهدو پر بنسټ له صنعتي انقلاب سره د پیل نېټې د تثبیت لپاره یو وړاندیز شته چې نږدې په ۱۷۸۰ز لسیزه کې د بخار د ماشین اختراع ده. نور پوهان نوې اصطلاح له پخوانیو پېښو لکه د کرنې لوړېدل او د ډبرمهال (له میلاد څخه ۱۲۰۰۰ مخکې) له انقلاب سره تړوا لري. د نسبي انساني اغېزو شواهد- لکه د ځمکې څخه کار اخيستل، ایکوسیستمونه، د ژوو تنوع او د ډولونو انقراض/ورکېدل – د پام وړ دي. پوهان فکر کوي چې انساني اغېزو د ژوند د تنوع ودې ته د پام وړ بدلون (یا یې درولې) ورکړی. هغه کسان چې د مخکینیو تاریخونو په اړه بحث کوي، د ځمکې پېژندنې د شواهدو پر بنسټ په دې باور دي چې انتروپوسین وړاندیز ښايي له میلاد څخه مخکې د ۱۴۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ ز کلونو پورې په لومړیو کې شوی وي. دا چاره د دې لامل شوې چې نور پوهان داسې وړاندیز وکړي چې «د انتروپوسین وړاندیز باید زرکونه کاله مخکې ته وروګرځي» چې دا چاره اساساً د هولوسن له اوسنۍ اصطلاح سره مترادفه ده.      [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ۲۰۱۵ زکال په جنورۍ کې د انتروپوسین د نړیوالې کاري ډلې له ۳۸ غړو څخه ۲۶ کسانو یوه مقاله خپره کړه چې د ۱۹۴۵ ز کال د جولای په ۱۶ یې د تثلیث ازمويښت د نوې وړاندیزي دورې د پیل د ټکي په توګه وړاندیز کړ. که څه هم د پام وړ اقلیت شمېر د څو بدیلو تاریخونو څخه ملاتړ کوي. د ۲۰۱۵ کال د مارچ راپور ۱۶۱۰ یا هم ۱۹۶۴ز کال د انتروپوسین د پیل د نېټې په توګه وړاندیز کړ. ځينې نور څېړونکي د انتروپوسین د فزیکي لایو متمایزو ځانګړنو ته په اشاره داسې وړاندیز کوي چې پيل او اغېزه د وخت په بهیر/اوږدو کې پراختیا مومي او له یوې شېبې یا د پیل له تاریخ سره نه شي ساده کېدلی. [۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  2. کينډۍ:Cite Collins Dictionary
  3. کينډۍ:Cite Dictionary.com
  4. (په 14 October 2014 باندې). With their mark on Earth, humans may name era, too.
  5. Waters, C.N.; et al. (8 January 2016). "The Anthropocene is functionally and stratigraphically distinct from the Holocene". Science. 351 (6269): aad2622. doi:10.1126/science.aad2622. PMID 26744408. S2CID 206642594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 30 November 2015 باندې). What is the Anthropocene?.
  7. Castree, Noel (2015). "The Anthropocene: a primer for geographers" (PDF). Geography. 100 (2): 66–75. doi:10.1080/00167487.2015.12093958. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  8. Ellis, Erle (2018). Anthropocene: A Very Short Introduction. 1. Oxford University Press. doi:10.1093/actrade/9780198792987.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198792987. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "International Chronostratigraphic Chart". International Commission on Stratigraphy. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "What is the Anthropocene? – current definition and status". quaternary.stratigraphy.org. Subcommission on Quaternary Stratigraphy, Working Group on the 'Anthropocene'. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 29 August 2016 باندې). The Anthropocene epoch: Scientists declare dawn of human-influenced age. The Guardian.
  12. "Results of binding vote by AWG". Anthropocene Working Group. International Commission on Stratigraphy. 21 May 2019. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ جون ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Subramanian, Meera (21 May 2019). "Anthropocene now: Influential panel votes to recognize Earth's new epoch". Nature. doi:10.1038/d41586-019-01641-5. PMID 32433629. S2CID 182238145. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Meyer, Robinson (16 April 2019). "The cataclysmic break that (maybe) occurred in 1950". The Atlantic. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Anthropocene". The Geological Society. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Subramanian, Meera (21 May 2019). "Anthropocene now: Influential panel votes to recognize Earth's new epoch". Nature. doi:10.1038/d41586-019-01641-5. PMID 32433629. S2CID 182238145. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Doklady: Biological sciences sections, Volumes 132–135, Akademii͡a nauk SSSR الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Full citation needed
  18. Ogden, M. (29 February 2016). "'The Anthropocene' viewed from Vernadsky's Noosphere". LaRouche PAC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Dawson, Ashley (2016). Extinction: A radical history. OR Books. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1944869014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 11 May 2011 باندې). Confronting the 'Anthropocene'.
  21. (په 30 November 2015 باندې). What is the Anthropocene?.
  22. Zalasiewicz, Jan; et al. (2008). "Are we now living in the Anthropocene?". GSA Today. 18 (2): 4–8. doi:10.1130/GSAT01802A.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Zalasiewicz, J.; et al. (2010). "The new world of the Anthropocene". Environmental Science & Technology. 44 (7): 2228–2231. Bibcode:2010EnST...44.2228Z. doi:10.1021/es903118j. hdl:1885/36498. PMID 20184359. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ehlers, Eckart; Moss, C.; Krafft, Thomas (2006). Earth System Science in the Anthropocene: Emerging issues and problems. Springer Science+Business Media. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783540265900. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "2011 GSA Annual Meeting". Geological Society of America. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Zalasiewicz, Jan; et al. (2008). "Are we now living in the Anthropocene?". GSA Today. 18 (2): 4–8. doi:10.1130/GSAT01802A.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Crutzen, P.J.; Stoermer, E.F. (2000). "The 'Anthropocene'". Global Change Newsletter. 41: 17–18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Sahney, S.; Benton, M. J.; Ferry, P. A. (2010). "Links between global taxonomic diversity, ecological diversity and the expansion of vertebrates on land". Biology Letters. 6 (4): 544–547. doi:10.1098/rsbl.2009.1024. PMC 2936204. PMID 20106856. ... it could be that without human influence the ecological and taxonomic diversity of tetrapods would continue to increase in an exponential fashion until most or all of the available ecospace is filled. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Pimm, S.L.; Jenkins, C.N.; Abell, R.; Brooks, T.M.; Gittleman, J.L.; Joppa, L.N.; Raven, P. H.; Roberts, C.M.; Sexton, J.O. (2014). "The biodiversity of species and their rates of extinction, distribution, and protection" (PDF). Science. 344 (6187): 1246752. doi:10.1126/science.1246752. PMID 24876501. S2CID 206552746. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۶. The overarching driver of species extinction is human population growth and increasing per capita consumption. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Vignieri, Sacha (2014). "Vanishing fauna". Science. 345 (6195): 392–395. Bibcode:2014Sci...345..392V. doi:10.1126/science.345.6195.392. PMID 25061199. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R.; Barnosky, Anthony D.; García, Andrés; Pringle, Robert M.; Palmer, Todd M. (2015). "Accelerated modern human–induced species losses: Entering the sixth mass extinction". Science Advances. 1 (5): e1400253. Bibcode:2015SciA....1E0253C. doi:10.1126/sciadv.1400253. PMC 4640606. PMID 26601195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Payne, Jonathan L.; Bush, Andrew M.; Heim, Noel A.; Knope, Matthew L.; McCauley, Douglas J. (2016). "Ecological selectivity of the emerging mass extinction in the oceans" (PDF). Science. 353 (6305): 1284–1286. Bibcode:2016Sci...353.1284P. doi:10.1126/science.aaf2416. PMID 27629258. S2CID 206647288. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Doughty, C.E.; Wolf, A.; Field, C.B. (2010). "Biophysical feedbacks between the Pleistocene megafauna extinction and climate: The first human-induced global warming?". Geophysical Research Letters. 37 (L15703): L15703. Bibcode:2010GeoRL..3715703D. doi:10.1029/2010GL043985. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 16 January 2015 باندې). Was first nuclear test the start of new human-dominated epoch, the Anthropocene?. University of California, Berkeley
  35. Lewis, Simon L.; Maslin, Mark A. (March 2015). "Defining the Anthropocene" (PDF). Nature. 519 (7542): 171–180. Bibcode:2015Natur.519..171L. doi:10.1038/nature14258. PMID 25762280. S2CID 205242896. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  36. Edgeworth, Matt; Richter, Dan de B.; Waters, Colin; Haff, Peter; Neal, Cath; Price, Simon James (1 April 2015). "Diachronous beginnings of the Anthropocene: The lower bounding surface of anthropogenic deposits" (PDF). The Anthropocene Review. 2 (1): 33–58. doi:10.1177/2053019614565394. ISSN 2053-0196. S2CID 131236197. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)