اناکونډا پلان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اناکونډا پلان هغه پوځي طرحه وه چې د امریکا د کورنۍ جګړې په پیل کې د اتحادیې د پوځ له خوا د کنفدارسیون د ځواکونو د ماتولو په موخه ترسیم شوه. دغه طرح چې وړاندیز یې د اتحادیې د ځواکونو مخکښ جنرال وینفیلډ سکاټ وکړ، د سوېلي بندرونو په کلابندۍ یې ټینګار درلود او د میسيسیپي د سیند لاندنۍ برخې ته په مخکې تګ سره یې په دوه برخو باندې د سوېل د ویش موخه لرله. له دې امله چې دغې کلابندۍ نسبتا غیرفعاله بڼه لرله، د اتحادیې د یو شمېر هغو جنرالانو له ملنډو سره مخ شوه چې د جدي غبرګون ښوولو پلویان و او هغه یې د اناکونډا (یو ډول مار دی) له هغه تاو خوړلو سره تشبیه کړه چې د قرباني ساه بندوي. په دغه طرحه کې د مار انځور د ټولو پام ځانته واړوه او د دغه پلان نوم یې هم د هغه له مخې وټاکه. [۱]

د کورنۍ جګړې په پیل کې د سکاټ وړاندیز شوې ستراتیژۍ له سوېل سره د جګړې په موخه دوه مهمې ځانګړنې لرلې. لومړی دا چې د جلا شوو ایالتونو ټول بندرونه باید په کلکه تړل شوي وای. دویم دا چې له ۸۰ زرو کسانو څخه جوړ یو پیاوړي پوځ باید کنفدارسیون ته د ننوتو په موخه د میسیسیپي له سیند څخه د لویې لارې په توګه ګټنه کړې وای. [۲]

د پلان ریښه[سمول]

اناکونډا هم په خپل اصل او هم د هغې کړنلارې له مخې چې د جګړې په ډګر کې یې لوبوله منطقي پرمختګ یې درلود. د دغه ډول محاصرې وړاندیز له وړاندې څخه لینکولن کړی و. د فورت سامتر له بمبار یوه اونۍ وروسته چې د جګړې د پیل نښه وه د ۱۸۶۱ زکال د اپرېل په ۱۹مه هغه اعلان وکړ چې له سوېلي کارولینا څخه تر تکزاس پورې د جلا شوو ایالتونو ټول بندرونه به کلابند شي. وروسته له هغه چې ویرجینا او شمالي کارولینا جلا شول د هغو ساحلي کرښې هم په دغې کلابندۍ کې شاملې شوې. دغه اجرایوي فرمان د جګړې تر مهاله لغو نشو او په دې توګه د سکاټ د طرحې پرته جلا خپلواکې کلابندۍ شتون درلود. [۳]

د جلاتوب د خوځښت په لومړیو ورځو کې د میسوري، کنټاکي، مریلنډ او ډېلاوئیر سرحدي ایالتونو وضعیت ناڅرګند و له دې سره چې دوی ټولو د غلامانو ساتل مجاز ګڼل. له ډېلاوئیر پرته نور ټول ایالتونه په کلکه د سوېل پلویان و او مشترکې ګټې یې لرلې. میسوري په کورني کړکېچ کې ښکېل و او داسې جګړه یې ترسیم کړې وه چې خلک یې له ژونده غورځول، مریلنډ د ګڼ شمېر مخالفو ډلو د کسانو په بندي کولو سره په اتحادیه کې وساتل شو؛ همدارنګه کنټاکي هڅه وکړه چې له شمال او سوېل دواړو سره په مرستې نه کولو ځان په سوله کې وساتي؛ هغه هم که چېرې شمال او سوېل دواړه هوکړه وکړي چې کار به ورسره نه لري. [۴]

له دې امله چې کانګرس د پاڅونونو د ځپلو په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړو ته د اجازې ورکولو په موخه کومه غونډه جوړه نه کړه د جنګ لپاره د پوځ د راغونډونې مسئولیت د وفاداره ایالتونو د حکومتونو پر غاړه واچول شو. په دغه چاره کې اوهایو تر ټولو ډېر فعال و؛ جورج بی. مک کللن چې په پیل کې په پام کې وه د دغه ایالات د ملیشه ځواکونو د قوماندان په توګه خدمت وکړي د ټولو داوطلبه ځواکونو عمومي قوماندان وټاکل شو. د څو اونیو په ترڅ کې هغه مهال چې ایالتي ملیشه وګړي په ملي خدمتونو کې ځای پر ځای شول د اینډیانا او ایلینوی ملیشه کسان هم د هغه د قوماندانۍ تر چتر لاندې راغلل. نوموړي د قدرت د دغه ځایګي د ترلاسه کولو له امله احساس وکړ جنرال وینفیلډ سکاټ ته لیک ولیکي، همداو چې هغه ته یې د ۱۸۶۱ زکال د اپرېل په ۲۷ مه لیک ولېږه او په هغو کې یې ورته خپله ستراتیژي تشرېح کړه. هغه د کنفدراسیون په مرکز ریچمونډ ښار کې د یو چټک پاڅون د ترتیب وړاندیز وکړ چې له هغه ځایه یې د کاناوا د سیند پر لور هدایت کړي. بل پلو، که چېرې کنټاکي اتحادیه پرېږدي په دغه ایالات کې یو سراسري پاڅون رامنځته او نشویل ونیسي، له دې وروسته به «شرایطو ته په کتو اقدام کوي». [۵]

د مک کللن لیک د سکاټ د خوښې وړ وګرځېد او د هغه لیک یې ولسمشر ته وسپاره، دغه چاره ښيي چې د هغه له خوا وړاندې شوي پلان د سکاټ فکر جلب کړ، خو په دې معنی نه و چې دا بشپړ سم دی. لومړی دا چې کاناوا په اوبو کې د لېږد را لېږد لپاره مناسب نه و او له همدې امله په ریچمونډ کې د پاڅون چمتوالی باید د ځمکې له لارې نیول شوی وای، بل داچې سرتېرو، آسونو او تجهیزاتو ته د زیان اوښتو ګواښ شتون درلود. له دې څخه پام وړ دا چې لویدیځه ویرجینیا (دغه مهال لویدیځه ویرجینیا له ویرجینیا نه وه جلا شوې) لا هم د اتحادیې پیاوړې ملاتړې وه. د سکاټ د پخلي له مخې د هر اوو وګړو څخه پنځه یې له جلاتوب سره مخالف و. که چېرې دلته د جنګ وړاندیز کېده ډیری خلک ناخوښه کېدل ځکه چې هم یې د دوی دښمنان او هم یې ملګري د جګړې له ګواښ سره مخ کېدل. همدغه استدلال د کنټاکي اړوند هم صدق کاوه. تر ټولو ناوړه یې دا چې د جګړې وړاندیز کنفدارسیون په پارچه پارچه توګه تر خپل واک لاندې راوړه، په داسې توګه چې په سرحدي ایالتونو تر نورو ډېر فشار راتله، « د دې پر ځای چې (نږدې) ټول یوځلي په اوهایو کې د هغو د وصل له نقطې څخه د ميسیسیپي ټول بندرونه وتړي او دغه سیند ته د بېړیو د ننوتو مخه ونیسي». [۶]

د سکاټ د اناکونډا د پلان بنسټ د پاڅون په ځپلو کې تر ټولو تائید وړ و. د دغې طرحې اړوند له زیات فکر وروسته هغه خپل وړاندیز د ۱۸۶۱ زکال د می په دریمه مک کللن ته د لیک په لېږلو وړاندې کړ. دویم لیک یې د مۍ په ۲۱مه ولېږه او د هغه د طرحې وروستۍ بڼه په کې وړاندې شوه.

سکاټ ونشو کولای خپل ستراتیژیک لیدلوری په دولت باندې ومني. هغه چې عمر یې خوړلی و او کمزوری شوی و؛ د کال له پای وړاندې تقاعد کېده. په دې سره جورج بی. مک کللن د هغه ځای ناستی شو.

ارزونه[سمول]

په داسې حال کې چې د امریکا د کورنۍ جګړې له پای څخه یوه نیمه پېړۍ تېرېږي، خو لا هم د اناکونډا د طرحې اهمیت تر یوې کچې بحث وړ دی. دا څرګنده ده چې د دغې طرحې پر بنسټ د جګړې ډول تر ډېره له وینې بهېدو مخه نیوله، هماغه ډول چې جنرال سکاټ په خپل لومړني وړاندیز کې د هغو ژمنه کړې وه. ډیری تاریخ لیکونکي دغې طرحې ته د هماغه مهال د پېښو په دوره کې د ستراتیژۍ د اساسي اصلاح په سترګه ګوري. ورته مهال حد اقل یو تاریخ لیکونکی په کلکه له دې انکار کوي چې تر اوسه پورې داسې هېڅ منسجمه ستراتیژي نه ده موندل شوې چې سوېل دې هغه مهال د هغو له مخې په آسانۍ تسلیم شوی وای. رونا ریډ ادعا کوي چې په واشنګټن کې مرکزي دولت ونشو کولای د جګړې په ډګر کې په قوماندانانو باندې خپله اراده تحمیل کړي، له همدې امله دغه جګړه د هغو خپلواکو لښکرکشیو ټولګه وه چې هر جنرال د خپلې خوښې او هوس له مخې ترسره کړه. د هغه پر باور اناکونډا په هغو پېښو باندې وروسته تحمیل شوی مفهوم و چې د ترسره کېدو پر مهال یې کوم نظم شتون نه درلود. [۷]

د هغو تاریخ لیکونکو لپاره چې ادعا کوي یوې عقلاني طرحې شتون درلود، دغه بحث هم د همدغې طرحې په څېر دوه برخې لري. د دغو عملیاتو اهمیت چې له مخې یې د میسیسیپي سیند نیول کېده او په پایله کې د میسیسیپي د اړوندو لویدیځو برخو لار پرې کېده. نږدې ټول معاصر تاریخ پوهان په دې یوه خوله دي چې د اتحادیې لویدیځ عملیات حد اقل دومره مهم و لکه څومره چې په ختیځ کې و. له دې امله چې د ۱۸۶۳ زکال له نیمايي وړاندې په لویدیځ کې جګړه کېدای شي د چمتوالي او یا د ویکسبرګ د نیولو په موخه د محاصرې په توګه په پام کې ونیول شي، اناکونډا پلان نافذ ګڼل کېدای شي.[۸]

سرچينې[سمول]

  1. Wolfe, B. Anaconda Plan. (2011, May 9). Retrieved from Encyclopedia Virginia Web. 17 Oct. 2015
  2. ORA I, v. 51/1, pp. 369–370, 387
  3. ORN I, v. 4, pp. 156–157, 340.
  4. Virginia, also a border state, had already seceded by the time the Anaconda was proposed.
  5. ORA I, V. 51/1, pp. 338–339.
  6. ORA I, v. 51/1, p. 339.
  7. Reed, Rowena, Combined operations in the Civil War.
  8. Anderson, Bern, By sea and by river, pp. 230–231.