اناکونډا عملیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اناکونډا عملیات هغه پوځي عملیات و چې د ۲۰۰۲ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان د جګړې (۲۰۰۱- ۲۰۲۱ زکال) د برخې په توګه ترسره شول. په دغه عملیاتو کې د امریکا د استخباراتي ادارې افسرانو له خپلو متحدینو سره هڅه وکړه څو د القاعدې او طالبانو غړي له منځه یوسي. دغه عملیات د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ ختیځ ته د شاهي کوټ په دره او د ارمې په دنګو غرونو کې ترسره شول. دا د افغانستان د جګړې له پیل او د ۲۰۰۱ زکال په ډسمبر میاشت کې د تورې بوړې له عملیاتو وروسته تر ټولو لوی عملیات و. دا د افغانستان د جګړې په صحنه کې لومړني هغه عملیات و چې په مستقیمه توګه په کې ګڼ شمېر امریکايي ځواکونو ونډه واخیسته. [۱]

د درې د کنټرول په موخه د ۲۰۰۲ زکال د مارچ له ۲مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې ۱۷۰۰ امریکايي او ۱۰۰۰ افغان ملیشه سرتېرو له ۳۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ طالب او القاعده جنګیالیو سره جګړه وکړه. د القاعدې او طالبانو ځواکونو په غرونو کې د خپلو سنګرونو او همدارنګه د دغې غرنۍ سیمې له غونډیو څخه په امریکايي ځواکونو د راکټونو او درنو وسلو ډزې کولې. د طالبانو قوماندان مولوی سیف الرحمن منصور په دغه جګړه کې د کومکي طالب وسله والو مشري کوله. د متحده ایالاتو ځواکونو فکر کاوه چې د شاهي کوټ په دره کې د دوی د مخالفینو شمېر له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ کسانو پورې دی، خو وروسته اطلاعاتو وښووله چې هغوی له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې جنګیالي لرل. امریکايي ځواکونو ادعا وکړه چې لږ تر لږه ۵۰۰ جنګیالي یې وژلي، خو وروسته رسنیو وویل چې یوازې د ۲۳ تنو مړي موندل شوي – همدارنګه د جګړې منتقدینو څو ورځې وروسته څرګنده کړه چې دغه عملیات «تر ډېره د رسنیزو مبالغو پر مټ ترسره شول له دې چې د پوځي اړتیا له مخې ترسره شي». [۲]

مخینه[سمول]

د شاهي کوټ دره (چې نوم یې د پاچا د ځای په معنی دی) ۹ کیلومتره اوږدوالی او په خپلو تر ټولو لرې نقطو کې ۵ کیلومتره پلنوالی لري. دغه دره له دوه جلا برخو څخه جوړه ده، کوز شاهي کوټ او پورته شاهي کوټ چې دواړه نږدې یوبل ته موازي پراته دي. په کوز شاهي کوټ څو دنګ غرونه شتون لري چې پر ټولې درې واکمن دي. د شوروي افغان جګړې پر مهال د مجاهدینو رهبر مولوي نصرالله منصور د دغې درې مسئول و؛ هغه له بهرنیو جهادیانو وغوښتل څو په کوز شاهي کوټ کې ځای پر ځای شي. منصور دره پیاوړې کړه او په هغو کې یې د سنګرونو یو سیسټم رامنځته کړ او د جګړې موقعیتونه یې په کې په نښه کړل چې ډیری له دغو څخه د دغو عملیاتو پر مهال وکارول شول. مولوي نصرالله منصور له دې وروسته له طالبانو سره یوځای شو او له مړینې وړاندې د خپل یو جنګسالاره سیال سره له جګړې وروسته د پکتیا ولایت والي شو. د نصر الله منصور زوی مولوي سیف الرحمن منصور له کورنیو اړیکو څخه په ګټنې تر ۲۰۰۲ زکال پورې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ مخکښ قوماندان پاتې شو. [۳][۴]

د ۲۰۰۲ زکال په فبروري میاشت کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو استخباراتي افسر چې د امریکا له بووي ضربتي ځواکونو سره یې کار کاوه مالومات یې ترلاسه کړل چې د القاعدې پاتې جنګیالي د ګردیز سویل ته په ۶۰ مایلي فاصله کې د کوز شاهي کوټ په سیمه کې راغونډ شوي. کوز شاهي کوټ د پاکستان له هغو قبایلي سیمو سره پوله لري چې ګمان کېده د القاعدې ډیری جنګیالي له تورې بوړې څخه هلته تښتېدلي و. د پرمختللو عملیاتو د ځواکونو او د سي آی اې نورو افسرانو هم په دې اړوند د مالوماتو راغونډولو په موخه اړیکې ټینګې کړې وې. له سیمې څخه استخباراتي لومړنیو اطلاعاتو او بشري استخباراتي منابعو په شاهي کوټ کې د القاعدې او طالب جنګیالیو د قوي شتون شاهدي ورکوله. د دغو معلوماتو پر بنسټ له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ جنګیالیو په دغه دره کې ژمی تیراوه او په ډېر احتمال سره پسرلنیو عملیاتو ته په چمتوالي بوخت و. استخباراتي سینګالونو په سیمه کې د با ارزښته اهدافو د شتون څرګندويي کوله چې په دغو کې جلال الدین حقاني او سیف الرحمن منصور هم شامل کېدل. د جنوري او فبروري په میاشتو کې په شاهي کوټ دره باندې د افغان ملیشه ځواکونو څخه په ګټنې د عملیاتو طرحه جوړه شوه چې د متحده ایالاتو د ځانګړو افسرانو مشورتي ټیمونه هم ورسره و. تورن جنرال فرانکلین ال. هاجینبک ته چې د غرنیو ګډو ځواکونو قوماندان و د دغو عملیاتو مشري ور وسپارل شوه. د عملیاتو په طرحه کې په دره باندې برید او همدارنګه په ختیځو غرونو کې د پوځي واحدونو ځای پر ځای کول شامل و څو د پاکستان خاورې ته د جنګیالیو له تېښتې مخه ونیسي. تمه دا کېدله چې دغه جنګیالي به د تورې بوړې د عملیاتو په څېر چې څو میاشتې وړاندې ترسره شول د برید له امله تېښتې ته مخه کړي او مخه نیونکي پوځي واحدونه به په آسانۍ سره وکولای شي هغوی کلابند کړي. [۵][۶]

پرېکړه دا وشوه چې په دغو عملیاتو کې تر ډېره د متحده ایالاتو د پوځ له پیاده ځواکونو ګټه وشي. په دغو کې د ډګروال فرانک ویرسینسکي تر مشرۍ لاندې د هوايي پوځ د ۱۰۱مې لوا د پیاده ځواکونو د ۱۸۷م ټولي (Rakkasans) او د ډګرمن پل لاکامرا تر مشرۍ لاندې د ۱۰مې غرنۍ لوا د ۸۷ پیاده ټولي سرتېري شامل و. د طرحې له مخې دغه ځواکونه د CH-47D شینوک چورلکو له خوا په سیمه کې کښته کېدل چې شپږو AH-64A اپاچي چورلکو یې ملتیا کوله او همدارنګه یې د هغوی د کوزېدو لپاره د زمینې د مساعدولو او د ځای د امن کولو دنده لرله. د ټاکل شوي پلان له مخې د ځواکونو ملاتړ د توپخانې پر ځای د متحده ایالاتو هوايي ځواک ته وسپارل شو. د دغو ځواکونو هوايي ملاتړ تر ډېره پورې د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک د واحدونو او همدارنګه د فرانسې د هوايي ځواک د میراژ ۲۰۰۰ډي جېټ الوتکو له خوا کېده. ورته مهال افغانانو دوه ځلې په دغه دره کې د شوروي ځواکونو ته ماته ورکړې وه او داځل یې هم تمه لرله چې ورته لاسته راوړنه به ولري. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ارزونه[سمول]

دغه عملیات له هماغه پیله له ستونزو سره مخ شول. امریکايي ځواکونه د دې پر ځای چې له درې بهر راکوز شي د درې د ننه راکوز او د القاعدې او طالبانو د سنګرونو په مابین کې راګیر شول. د شدیدو ډزو له امله دوه شینوک چورلکې له منځه ولاړې او یو شمېر نورو ته هم شدید زیان واوښت. امریکايي ځواکونو د هوايي ملاتړ د لرلو له امله پر هغوی برلاسي و او بلاخره وتوانېدل څو جنګیالیو ته درانه تلفات واړوي او هغوی له دغې درې بهر کړي.

د اناکونډا عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته امریکايي ځواکونو او ورسره په خوا کې افغان ملیشه ډلو وکولای شول د القاعدې او طالبانو ډیری غړي له شاهي کوټ درې وباسي. په دغو عملیاتو کې د امریکايي ځواکونو ۸ سرتېري ووژل شول او ۷۲ نور ټپیان شول. ورته مهال ګڼ شمېر افغان ملیشه وسله وال هم د دغو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول. داسې اټکل وشو چې د القاعدې او طالبانو د تلفاتو شمېر له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو پورې دی چې امریکايي قوماندانانو د زیات شمېر او افغان اړخ بیا د هغو کم شمېر تائید کاوه.

د امنیتي چارو کارپوه بیل روجیو استدلال کوي چې القاعدې «د دغې جګړې په ترڅ کې ماته وخوړه، [خو] هغوی په بشپړه توګه مات نه شول». [۱۲]

د اناکونډا له عملیاتو وروسته د امریکايي او بریتانوي ځواکونو ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې د سټار اینډ سټریپس (Stars and Stripes) په نامه امریکايي ځواکونو او د هغوی کورنیو ته اړوندې مجلې په څرګنده توګه د بریتانیا په سلطنتي ځواک باندې له دې امله نیوکه وکړه چې هغوی د القاعدې او طالبانو پر ضد له دغې جګړې «خالي لاس» راووتل او ادعا یې وکړه چې په دغو عملیاتو کې د هغوی همکاري «ناهیلې کوونکې» وه. دغه اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې په ګڼ شمېر رسنیو کې راپورونه خپاره شول، اسامه بن لادن کېدای شي په خپل وخت د امریکايي ځواکونو د نه را رسېدو له امله له دغه ځایه تښتېدلی وی.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Naylor, Sean. "Not a Good Day to Die" Penguin Group (New York), 2014:
  2. Stephen Tanner, Afghanistan: A Military History, Page 317
  3. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.50-51
  4. Bill Roggio (په 17 March 2021 باندې). Taliban celebrates 2002 battle in which it defended Al Qaeda. Long War Journal.
  5. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.50
  6. Steve Call (2007). Danger Close: Tactical Air Controllers in Afghanistan and Iraq. Texas A&M University Press. د کتاب پاڼي 57–86. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58544-624-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.52
  8. Holmes, Tony. "F-14 Tomcat Units of Operation Enduring Freedom", 2013
  9. Naylor, Sean. "Not a Good Day to Die" Penguin Group (New York), 2014:
  10. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.29-31 p.52
  11. Robert H. McElroy. "Fire Support for Operation Anaconda" (PDF). Field Artillery. Fort Sill. September–October 2012. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bill Roggio (په 17 March 2021 باندې). Taliban celebrates 2002 battle in which it defended Al Qaeda. Long War Journal.
  13. Biddle, Stephen (2006). Military Power: Explaining Victory and Defeat in Modern Battle. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400837823. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)