اناکزیمېنډر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له تېلېز څڅه وروسته د ايونيا دويم فيلسوف انېكزېمنډر ؤ. اناكزېمېنډر د تېلېز وطندار او زده كوونكې ؤ. دې له تېلېز څخه تقريبا ۴۰ كاله وروسته زېږېدلې ؤ (نو پدې ډول دده د فكر و نظر وخت بايد چې له ۵۴۰مخزېږد كال څخه پيل شي). دده په اړه چې كوم مالومات نن سبا ترلاسه كېږي د هغو مفكرينو څخه دي، چې له ده څخه وروسته زوكړو فېلسوفانو څخه ترلاسه شوي دي. د لرغونيو پيرونو رواياتو مطابق ده يو كتابگوټې وليكله، مگر له بدقسمتۍ څخه يې هغه كتابگوټې ضايع شو. دې يو ذهني او تخليقي مفكر ؤ، او په جغرافيه او ستورپېژندنې په علومو كې يې ځانگړې ځاى درلود. دې لومړنې كس ؤ، چې د گردې نړۍ نقشه يې جوړه كړې وه.