اناندا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اناندا (څلورمه-پنځمه مخزېږديزه پېړۍ) د بودا ابتدايي ملګری (چوپړوال/خادم) و، او د هغه د لسو اصلي زده کونکو له ډلې يو و. د بودا د ډېرو شاګردانو په منځ کې، انندا د تر ټولو ښه يادښت درلودلو له امله څرګند و. د بودا د ابتدايي « Sutta-Piṭaka» ډېری عبارتونه، د لومړي بودايي شورا پر مهال د بودا د تعليماتو د نوموړي ټولګې ته منسوب دي. له همدې امله، نوموړی د «دهاما» د خزانچي په توګه پېژندل کېږي، «دهاما» د بودا لارښوونو ته ويل کېږي. په لومړيو بودايي متنونو کې، اناندا د بودا د کاکا زوی و. که څه هم لومړي متنونه د اناندا د ابتدايي ژوند په ډېرو برخو موافق نه دي، خو بيا په دې موافق دي چې اناندا د يو راهب په توګه ګومارل شوی و، او دا چې « Puṇṇa Mantānīputta» د هغه ښوونکی شو. د بودا په رهبانيت کې شل کاله، اناندا د بودا خدمتګار شو، کله چې بودا هغه د دې کار لپاره وګومارلو. اناندا خپلې دندې په ډېرې خوارۍ او پاملرنې سره تر سره کړې، او د بودا او عامو خلکو تر منځ يې د يو منځګړي او همدا راز د «saṅgha» (د رهبانيت ټولنه) په توګه کار وکړ. نوموړی په خپل پاتې ژوند کې له بودا سره ملګری و، نه يوازې د يو مرستيال، بلکې د يو منشي او وياند په توګه يې هم کار کاوه.

پوهان د اناندا د ژوند د ډېرو پېښو او تاريخي حيثيت په اړه د شکونو ښکار دي، په ځانګړي ډول د لومړۍ شورا په اړه، او په دې اړوند اتفاق لا هم نه شته. یو دوديز روايت له لومړيو متنونو، تبصرو، او له قانونيت وروسته تاريخونو څخه اخيستل کېدای شي. اناندا د « bhikkhunīs» (ښځينه درويش) په ترتيب جوړولو کې مهمه ونډه تر سره کړه، کله چې هغه د دويمې رضاعي مور « Mahāpajāpati Gotamī»، له خوا له بودا څخه غوښتنه وکړه، چې هغې ته د ټاکل کېدو اجازه ورکړي. اناندا همدا راز د هغه د ژوند په وروستي کال کې له هغه سره ملګری و، او په همدې بنسټ د ډېرو اصولو او اساساتو شاهد و، چې بودا له خپلې مړينې مخکې ويلي وو، د هغه مشهور اصل په ګډون، چې بودايان د هغه لارښونې او نظم د خپلې پناه په توګه خپل کړي، او دا چې هغه به نوی مشر ونه ټاکي، د بودا د ژوند وروستی پړاو هم ښيي چې اناندا د بودا له شخصیت سره ډېر تړاو درلود، او هغه د بودا مړينه په ډېر غم سره وليده.

د بودا له مړينې سملاسي وروسته لومړۍ غونډه وشوه، او اناندا د غونډې له پيل کېدو مخکې  فکري تنوير (د فکر روښانتيا) تر لاسه کړ، کوم څه چې يو شرط و. نوموړي د غونډې پر مهال د بودا د ژوندي د يادګر په توګه تاریخي دنده تر سره کړه، د بودا ډېرې ويناوې يې ولوستې، او د هغې د دقت کتنه يې وکړه. د همدې غونډې پر مهال، نوموړی د «Mahākassapa» او نورو «سنګا» له دې امله توبيخ کړ، چې هغه ښځو ته د ګومارل کېدو په اجازه ورکولو يا په مهمو شيبو کې په بودا د پوهېدو يا د هغه درناوي کولو کې ناکام شوی و. اناندا د خپل ژوند تر پايه ښوونې ته دوام ورکړ، او د نورو تر څنګ يې خپلو زده کونکو « Sāṇavāsī» او « Majjhantika» ته خپل روحاني ميراث ولېږدولو، چا چې وروسته په دويمه او درېيمه غونډه کې مخکښې دندې تر لاسه کړې. له بودا شل کاله وروسته اناندا مړ شو، او په هغه سمندر کې ستوپې (يادګارونه) دنګې کړای شوې، چېرته چې هغه مړ شوی و.

اناندا په بودايي دين کې يو له تر ټولو خوښې وړ شخصيتونو څخه دی. هغه د خپل یادښت، هوښيارتيا او همدردۍ له امله شهرت درلود، او ډېر ځله د همدې موضوعاتو له امله د بودا له خوا ستايل شوی و. نوموړي د بودا د يوې پاڼې په توګه کار وکړ، په هر حال، بيا هم هغه دنياوي مينه درلوده او لا هم يې هم فکري تنوير نه و تر لاسه کړی، يعنې د بودا په خلاف. په سنسکرتي متني روايتونو کې، اناندا د «دهاما» د سرپرست په توګه بلل کېږي، په روحاني نسب کې يې ځای درلود، له «Mahākassapa» څخه يې ښوونې تر لاسه کولې او بيا يې خپلو زده کونکو ته لېږدولې. اناندا د راهباتو د نظم په منځ ته راوړلو کې د هغه د ښېګڼو له امله د منځنيو پېړيو په ابتدايي پړاو کې د «bhikkhunīs» له خوا هم درناوی کېږي. په وروستيو وختونو کې، موسيقار «رچرډ ويګنر» او هندوستاني شاعر رابندرنات ټاګور په خپلو اثارو کې د اناندا په اړه له کيسو څخه متاثره دي.

لفظ[سمول]

اناندا لفظ (आनन्द) په پالي او سنسکرت کې د نېکمرغۍ او خوشالۍ معنا لري. پالي تبصرې وايي چې کله انندا وزېږېد، د هغه خپلوان په دې ډېر خوشاله وو. په هر حال، له «Mūlasarvāstivāda» روايتونو څخه متنونه وايي، له دې امله چې اناندا د بودا د فکري تنوير په ورځ زېږېدلی و، له همدې امله په ښار کې د ډېرې خوشالۍ چاپېريال و، - له همدې امله دا نوم کېښودل شو.[۱]

روايتونه[سمول]

پخواني ژوندونونه[سمول]

د متنونو تر مخې، په پخواني ژوند کې، اناندا د بودا د خدمتګار ګرځېدو هيله ښودلې وه. نوموړي دا هيله د يو پخواني بودا په زمانه کې ښکاره کړې وه، چې « Padumuttara» بلل کېدو، له اوسني عصر څخه څو زمانې مخکې نوموړي د « Padumuttara Buddha» له خادم سره وليدل او په راتلونکي ژوند کې يې د هغه په څېر ګرځېدو هيله څرګنده کړه. د ډېرو ښو کارونو له کولو وروسته، هغه خپله پرېکړه « Padumuttara Buddha» ته وويله، چا چې تايید کړه چې په راتلونکي ژوند کې به د هغه هيله رښتيا شي. په ډېرو ژوندونونو کې د زېږېدو او بیا زېږېدو، او د ډېرو ښو کارونو له کولو وروسته، نوموړی د اوسني ګوتم بودا په زمانه کې د اناندا په توګه وزېږېد.[۲]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

اناندا په هغه زمانه کې زېږېدلی و، په کومه کې چې بودا (پخوانی سدهاتا شهزاده) موجود و، چې پوهان يې په پنځمه او څلورمه مخزېږدېزه پېړۍ کې بولي. روايتونو کې راغلي چې اناندا د بودا تربور و، د هغه پلار د Suddhodana ورور و، څوک چې د بودا پلار و. په Pāli او Mūlasarvāstivāda متني روايتونتو کې، د هغه پلار Amitodana نومېدو، خو Mahāvastu وايي چې د هغه د پلار نوم Śuklodana و – دواړه د Suddhodana وروڼه دي. Mahāvastu کې دې ته هم اشاره شوې ده چې د اناندا د مور نوم Mṛgī و، په پالي روايت کې راغلي دي چې اناندا په هغه ورځ زېږېدلی و، په کومه ورځ چې شهزاده سدهاتا زېږېدلی و، خو د Mūlasarvāstivāda متنونه او له هغې وروسته د Mahāyāna روايتونه وايي چې اناندا په هغه ورځ زېږېدلی و، کله چې بودا فکري تنوير تر لاسه کړ (کله چې شهزاده سدهاتا 35 کلن و)، او له همدې امله له بودا څخه ډېر کشر و. په ډېرو ابتدايي بودايي متنونو کې په مثالونو سره د وروستي روايت تاييد شوی دی، په کومو کې چې اناندا له بودا څخه کشر ښکاري، لکه هغه فقره په کومه کې چې بودا اناندا ته وايي چې زوړوالی څه دول د هغه په بدن او ماغزو اغېز کړی دی. په پالي متن کې له يو ايت څخه هم دا تايید شوې ده، چې د Theragāthā په نوم يادېږي، په کوم کې چې اناندا وايي چې هغه د پنځه ويشتو کلونو لپاره زده کونکی و، له کوم وروسته چې هغه نور تر پنځه ويشتو کلونو پورې د بودا په وړاندې حاضري ورکړه.[۳][۴] [۱] [۱] [۵][۶][۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Witanachchi 1965، ص. 529.
  2. Witanachchi 1965، ص. 535.
  3. "Ananda". Holy People of the World: A Cross-cultural Encyclopedia. (2004). ABC-CLIO. ISBN 1-85109-649-3. 
  4. Powers, John (2013). "Ānanda". A Concise Encyclopedia of Buddhism. Oneworld Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78074-476-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gyatso, Janet (2014). "Female Ordination in Buddhism: Looking into a Crystal Ball, Making a Future". In Mohr, Thea; Tsedroen, Jampa (المحررون). Dignity and Discipline: Reviving Full Ordination for Buddhist Nuns. Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86171-830-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hirakawa 1993، ص. 85.
  7. Malalasekera 1960، Ānanda.
  8. Keown 2004، ص. 12.