امیر رزاق امیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امیر رزاق امیر (۱۹۵۵ز - ۲۰۲۱ز) د پښتو ژبې یو نومیاتي شاعر او لیکوال وو.نوموړی په درګۍ ملاکنډ خیبر پښتونخوا ایالت کې زېږېدلی و.

امیر رزاق امیر
خدای خدمتګار، شاعر او لیکوال
د شخص معلومات
زېږېدنه ۱۹۵۵ میلادي کال
د مړينې نېټه ۸م جون ۲۰۲۱ میلادي کال
تابعیت خیبر پښتونخوا
پلرنی ټاټوبی درګۍ ملاکنډ
ګوند عوامي نشنل ګوند
عملي ژوند
تعليم ماسټري(شپاړسم)
کار/مسلک خدای خدمتګار شاعر او لیکوال
کاروونکي ژبه(ي) پښتو، اردو

مخینه[سمول]

امير رزاق امير په کال ۱۹۵۵م کې په درګۍ کلي کې زېږيدلې وو هم هلته ستر شوی وو. شاعري يې د پنځم ټولګي نه پیل کړي وه۔ د معاش ګټلو په عرض سعودي عرب، بحرېن او کوېت ته هم تللی وو او هلته يې هم خپلې ادبي هلې ځلې دوامداره ساتلې وې.

زدکړې[سمول]

نوموړي خپلې لومړۍ زدکړې په خپل کلي کې کړې وې خو مالي حالت یې ناسم وو ځکه مزدورۍ ته اړ شو خو بیا یې هم نوموړي د خوارو مزدورو ترڅنګ د خپلو زدکړو لړۍ دوامداره ساتلې وه او تر شپاړسم ټولګي پورې یې زدکړې بشپړې کړې وې.

دندې[سمول]

نوموړی د برېښنا له دولتي شرکت واپډا نوکرۍ نه تقاوت (ريټايرډ) شوی وو،

د شاعرۍ صنف[سمول]

پښتو ژبه کې چې د طنز و مزاح ډېر کمی دی، امیر رزاق امير هم د طنز و مزاح يو منلی نوم وو.په شاعرۍ کې زيات د غني خان، اجمل خټک او نورو ليکوالانو نه متاثره وو. اميررزاق امير هم د غني خان په څېر د پښتنو په ژوند ژواک تنقيد برای اصلاح د مزاح په انداز کې کړی دی. د نوموړي د سندرې، غزل، چاربېتې، افسانې او نثر ليکلو يو ځانګړې انداز درلود .

د نوموړي مشهور مزاحیه نظم[سمول]

د نوموړي مشهور مزاحیه نظم "ښارې ناپرسان" وو.

چاپ اثار[سمول]

نوموړي څلور کتابونه ليکلي وو چې دوه د شاعرۍ ټولګې دي

۱.خيالونه تصويرونه

۲.څړيکه

او پاتې دوه يې د نثر کتابونه دي.

ناچاپ اثار[سمول]

شاغلي امیر رزاق امیر په يوه مرکه کې وويلي وو چې ډېرې ليکل يي اوس هم ناچاپه پراته دي، په قلار قلار به يې چاپ ته وړاندې کوي خو له بده مرغه مرګ موقع ور نه کړه.

مړینه[سمول]

شاغلي امیر رزاق امیر پر ۸ م جون ۲۰۲۱ میلادي کال په خپل پلرني کلي درګۍ ملاکنډ کې ساه ور کړه او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.

سرچینې:[سمول]

۱. نظم ښار ناپرسان

https://www.facebook.com/1966305580123774/posts/4399519486802359/

۲.د نوموړي مړینې اړوند راپور https://www.voadeewanews.com/amp/5920639.html#aoh=16282535398887&csi=1&referrer=https%3A%2F%2Fwww.google.com&amp_tf=From%20%251%24s

۳.د ارواښاد اړوند راپور https://www.facebook.com/Ameerrazaqameer/videos/574436543527265/