امپيدوکلېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
امپيدوکلېس

امپدوکلس (۵۰۰_ ۴۳۵ تر ميلاد وړاندې) هغه فلسفي دى چې له مينه ناكې نړۍ څخه ليرې په يوه بې پايه اورشيندونكي غره كې وځلېد او ناڅاپه وسوځېد.

د امپدوكلس/ Empedocles مړينه، د لرغونې نړۍ يوه له شورماشوه ډكه پېښه وه، وايي چې نوموړي د اتنا (Etna) د اورغورځوونكي غره خولې ته ورټوپ كړل او ځان يې وسوځاوه. ځكه چې ځان يې خداى گڼلى و او غوره يې دا وگڼله چې ځان د خپلو بندگانو د گناهونو د بخښلو لپاره قرباني كړي. خلكو هغه مهال دا ځانوژنه رښتينې گڼله او په دې باور وو، چې ”فاني تن يې په اور كې ايرې شو، خو تلپاتې اروا يې د اور له لمبو سره يوځاى اسمانونو ته والوتله“. خو تر دې حقيقت وروسته پوه شول چې دا حيرانوونكې افسانه د امپدوكلس د پلويانو له خوا جوړه شوې وه. امپدوكلس د تاريخ يو عجيب شخصيت دى، كړنې او فكرونه يې د اورغورځوونكي غره د چاودنې د غږ په څېر وېروونكي او درانه دي. اپلاتون ويلي دي: "فلسفه هغه راز و نياز دى، چې اروا په كې اور اخلي". د شعر له وړانگو او د اندو خيال له يوازېتوب څخه رڼا اخلي. لومړني شاعران لكه: هومر ، اشيل او د "مزامير" ويونكي ټول فلسفيان وو. امپدوكلس هم د لرغونې نړۍ يو شاعر و. خو امپدوكلس په عين وخت كې يو ديني ښوونكى هم و. دا يوه پېښه نه وه، ځكه فلسفه نه يوازې له شعر سره اړيكي لري، بلكې له دين سره هم تړلې ده. دين د زړه فلسفه ده، او فلسفه د دين ماغزه. ديني مشران په ډېر ډاډ سره دا ادعا كوي، چې د كايناتو پر اسرارو او رمزونو پوه دي، خو فلسفيان بيا په دې هڅه كې دي، چې د ناپوهۍ په تياره لار كې عقلاني لارې ته ځان ورسوي. په دې منځ كې شاعر د ځينو سپرغيو په مرسته كله- كله دغه صحنه روښانوي. كه څه هم د امپدوكلس له ژوند او سفرونو څخه ډېر معلومات نه لرو، خو څه چې موږ ته راپاتې دي، كولاى شو، چې دى د نړۍ له مادي او معنوي پېښو پلټونكو څخه وشمېرو. (2) امپدوكلس په "سيسيلي" كې نړۍ ته سترگې وغړولې، نوموړى د ډيموكراسۍ د پلار په توگه يادېږي. هغه د خلكو د حقوقو غوښتونكى و، له ظلم او تېري څخه يې كركه كوله. وايي چې يوه ورځ يوې مېلمستيا ته وبلل شو، كوربه چې د يوې سياسي ډلې مشر او ځانغواړى سړى و، مېلمنو ته يې د شرابو څښلو لپاره بلنه وركړه، چا چې به د شرابو له څښلو ډډه كوله، نو پر هغه به يې له شرابو په ډك جام گوزار كاوه او ويل به يې: "چې نه يې څښې، بايد په كې ډوب شې". امپدوكلس هغه مهال څه ونه ويل، خو په سبا يې هغه سړى محكمې ته راوغوښت او د مرگ سزا يې ورواوروله. وروسته يې وويل: "پر خلكو فرمان چلول،د هغوى له خوښې پرته خلك كار ته اړ كول، ظلم او ناروا دى. ظلم او تېرى هغه زهرجن تخم دى، چې بايد له منځه يووړل شي". خلكو غوښتل چې امپدوكلس خپل پاچا وټاكي، خو هغه ونه منله او غوره يې دا وگڼله، چې د پخوا په څېر ښوونكى پاتې شي. دى د طب په پوهه كې ډېر لوى نوم لري، هغه مهال خلك په دې باور وو، چې هغه د ناروغانو د رغولو په برخه كې يو مرموز ځواك لري. وايي يوې ښځې ته يې چې يوه مياشت مخكې مړه شوې وه، ژوند وروباښه. هغه پر خپلو پلويانو گران و، ان تر دې چې خپل ستر مشر يې گاڼه. خو زورورو رقيبانو يې، هغه څوك چې د قدرت پر گدۍ ناست وو، امپدوكلس د خپل هېواد د دود او كلتور دښمن گاڼه، هغوى څو ځله هڅه وكړه، چې دى ووژني، خو كله چې په دې كار بريالي نه شول، هغه يې له خپل هېواد څخه وشاړه. امپدوكلس وروسته له دې چې له سيمه ييز سياست څخه لاس واخيست او د يوه گوښه گير، دغه راز پېښې پلټونكي انسان بڼه يې غوره كړه. هغه به ويل: هستي او نېستي، مړينه او ژوند په حقيقت كې يو بې هدفه خوځښت دى، چې د "مينې" او "كركې" په شان د دوو قطبونو ترمنځ روان دى. خوايا دا خوځښت په حقيقت كې بې هدفه و؟ ايا د هستۍ پر بهير يو ازلي قانون واكمن نه دى؟ امپدوكلس گومان كاوه، چې دغسې يو قانون يې موندلى، دغه تصور يې په هغه شعر كې رااخيستى، چې د طبيعت په باره كې يې ويلى دى. (3) امپدوكلس تر ميلاد 450 كاله وړاندې ژوند كاوه. په هغه وخت كې يې داسې پوهنيز وسايل، چې هغه ته د رښتينولۍ لار وښيي نه وو. نړۍ ته به يې په ناڅرگند نظر كتل. خو بيا يې هم ځينې داسې نظريې وړاندې كړې، چې نن لا خلك هغو ته درناوى لري. دى له لومړنيو كسانو څخه و، چې د اټم نظريې، د توكو د كيمياوي تركيب چې د نړۍ د پيدايښت لامل دى، دغه راز د ژوند لپاره د سرښندنې، د ژوند سمبول او د نسب د پايښت په اړه لارښوونې او اشارې لري. اوس به د هغه فلسفې ته يو ځغلنده نظر واچوو: امپدوكلس به ويل: نړۍ له څلورو توكو څخه جوړه شوې ده، خاوره، اوبه، باد او اور. دا څلور توكي په هرڅه كې چې په نړۍ كې شته، پيدا كېږي. ټول شيان په پرله پسې ډول په بدلون كې دي، پيدا كېږي وده كوي او له منځه ځي. دا يوازې عنصرونه او توكي دي، چې پايښت لري. د وگړو او څيزونو جوهر هېڅكله هم له منځه نه ځي او هغه څه چې موږ يې د مرگ او نېستۍ په نوم پېژنو، په حقيقت كې يوازې د عنصرونو بدلون دى. په دې توگه ژوند تلپاتې دى. مړينه نه شي كولاى، ژوند له منځه يوسي. ژوند مثبت شتوالى لري، خو مرگ منفي. په دې توگه ژوند تلپاتې دى، نه له مرگ څخه زېږي، نه د هغه په واسطه ختمېږي. د هستۍ پاى نېستي نه دى، بلكې يو وجود د بل وجود د ژوندي كېدو لامل دى. مړينه د نېستۍ په مانا نه دى، بلكې يوه بله هستي زېږوي. امپدوكلس د شرقي فلسفيانو غوندې پر تناسخ ايمان درلود او ويل به يې چې: موږ په پرله پسې توگه ژوندي كېږو او له هغو عنصرونو سره، چې زموږ وجود ورڅخه جوړ شوى دى، يوه او بل لوري ته شړل كېږو. هغه څېره چې په بل ژوند كې يې غوره كوو، په حقيقت كې د تېر ژوند له صفتونو او ځانگړنو سره اړيكي لري. چا چې په گناه خپل لاسونه په وينو لړلي دي، بايد دېرش زره كاله له نېكمرغه كسانو څخه ليرې وي او دا ټوله موده دې په بېلابېلو څېرو او كالبوتونو كې ستونزمن ژوند وكړي. دا تپل شوي ژوندونونه به تر هغو له يوه بدن څخه بل ته انتقالېږي، چې سخت چلندونه په نرمو چلندونو واوړي. جگړه غوښتنه په سوله غوښتنه واوړي او كركه په مينه بدله شي. تر هغه وخته چې اروا مو په كراره نه شي او له يوه بدن څخه بل بدن ته درومي، هېڅكله به كراره ورځ ونه مومو. "توند باد هغه سيند ته وړي، سيند يې خاورو ته غورځوي، خاوره يې سوځوونكي لمر ته ورسپاري او لمر يې د باد لوري ته ورخوشې كوي، دا ټول عنصرونه اروا مني او يو په بل پسې يې بېرته وركوي". امپدوكلس احساس كاوه چې په خپله دى په اروا كې لالهانده او ناارامه دى: _ زه په خپله يو وخت وړوكى ماشوم وم. يو وخت هم يو بوټى او الوتونكى رانه جوړ و. د حيوان او كب په قالب كې ننوتى وم، زه د خداى له خوا شړل شوى يم. ځكه چې "كركې" او ناپاكۍ ته مې سر ټيټ شوى دى. (4) دا ټكى موږ د امپدوكلس اصلي فلسفې ته وركاږي. د هغه په اند "مينه" او "كركه" بشپړه فرمانروايي ده او ټول شيان تر دغو دوو كانونو راگرځي. كركه بېلتون راولي او مينه يووالى. كركه چې دويم نوم يې دښمني ده، جگړې او ناخوالې زېږوي او مينه چې د دوستۍ په نوم يې هم پېژندلاى شو، د سولې لارښوونكې ده. د كركې او نفرت ټوله هڅه دا ده چې موږ د ژوند له كانون څخه بې برخې كړي. خو مينه د ژوند مركز دى او موږ ته د خوښۍ زېرى راكوي. تاريخ تل د دې دواړو ځواكونو د جنگ- جگړو شاهد دى. ملتونه هم د وگړو په څېر ژوندي عناصر دي، چې په يووالي اومينه پايښت مومي، ژوند كوي او غوړېږي، خو وروسته نفاق او كركه هغوى يو له بله بېلوي او بيا مينه له پاشلو توكو څخه نور ملتونه جوړوي، پيدا كېږي، مړه كېږي او په بېلابېلو بڼو بيا ژوندۍ كېږي. په همدې ډول د نړۍ ټول تركيبونه: انسان، حيوان، ښار، هېواد او ملتونه تل زېږي، سره وېشل كېږي، بڼه بدلوي او په نوې جامه كې رامنځته كېږي. وايي چې دوه حريفان: مينه او كركه تل د ژوند پر سر قمار وهي. امپدوكلس وايي: د ده دوره د كركې عصر دى، "خو په دې طلايي دوره كې به بشر يوازې د مينې ستاينه كوي". د نېكمرغۍ په دې پړاو كې به د جگړې او كركې يوه وړه بېلگه هم نه وي پاتې. ځمكه به په وينو سره نه شي او انسان به د حيواناتو د غوښو له خوړلو څخه لاس واخلي. امپدوكلس د مينې او كركې په دې لانجه كې موږ په شك كې پرېږدي. بايد ووايو چې د هغه ډېرې ليكنې تر موږ نه دي رارسېدلي، څه چې زموږ لاسته رارسېدلي، لږ دي. خو دا لږ څه چې په لاس كې شته، كولاى شي وښيي چې وروستى برى د مينې په برخه دى. هغه نظر چې امپدوكلس يې د بشپړ انسان او طلايي دورې په اړه لري، د نوموړي غوره فلسفي نظريه "پيغمبري خوبونه" دي. امپدوكلس د غريزې له مخې د بدلون نظريه درلوده او له "ډاروين" څخه، چې تر ده 2500كاله راوروسته راغلى، وړاندې تللى دى. دا سمه ده چې په هغه وخت كې دا نظريه خامه او د منلو وړ نه وه، خو له ټولو سره- سره د انسان د بشپړتيايي طبيعت تجربې يې څرگندولې. طبيعت د بېلابېلو ژونديو موجوداتو زېږنده دى، چې نيمگړي غړي لري، ځينې له غاړې بې برخې دي او د ځينو سر له غاړې پرته، په تنه پورې نښتى دى، يا هم اوږه نه لري... وروسته هغوى اړ كوي چې خپل ځانونه له چاپېريال سره سم كړي او يا له منځه لاړ شي. يوازې هغه كسان د ژوند له حق څخه برخمن شول، چې د دې كار پر ترسره كولو بريالي شول. له دې امله نيمگړي حيوانات د وخت په تېرېدو سره خپله بڼه سموي او بيا هم همدا وخت دى، چې دوى ته انساني مقام وركوي. دا ټول بدلونونه د يووالي او توافق زمينه برابروي، چې هغو موجوداتو ته د ژوند حق وركړل شي، چې له چاپېريال سره يې جوړ جاړى كړى دى. غوره ژوند د سترو پاچايانو دى، هغه توازن چې انسان يې د خدايانو ژوند ته رسوي، د مينې ځواك دى. انسان چې كله له يوه بدن څخه بل بدن ته انتقال مومي، د شاعرانو، فلسفيانو، ډاكټرانو او اولياوو په بدن كې راڅرگندېږي. همدارنگه لوړو پوړيو ته خېژي، چې د سترو پاچايانو مقام او يا هم له هغو سره گډون دى. دا بدلون چې له حيوانيت څخه انسانيت او بيا په سترې پاچايۍ ختمېږي، يو ډول تدريجي نفس پاكول دي. امپدوكلس وايي: په اوسني ژوند كې پر خپل نفس واكمن واوسه. له كينې او كركې څخه ځان وساته او د غوښې خوراك غوره مه گڼه. له "ارس"/Ares څخه چې د جگړو خداى دى مخ واړوه او د مينې خداى ته د قدر په سترگه گوره. انسان، حيوان او الوتونكي موجودات خپل دوستان وگڼه. كه په اوسني ژوند كې څه په لاس نه درځي او نهيلى يې، هڅه وكړه، چې په راتلونكي ژوند كې د مينې او سولې خوا ونيسې او زيار وباسه چې د حكمت شته ترلاسه كړې. كله چې د نفس پاكۍ ته ورسېږې، نو د روڼاندۍ صفت به په تا كې وروزل شي او دا د كمال وروستى پړاو دى. په دې مقام كې ستا د سترگو ليد ډېرېږي، ځكه "ټول هغه څه چې د انسان د ژوند په لسو- شلو دورو كې منځته راځي، وينې يې". امپدوكلس نه د فيلسوف په بڼه، بلكې د پيغمبرۍ په جامه كې اعلان كوي: "يارانو! زه د هغه څه پر رښتينولۍ ډاډه يم، چې وايم يې". او باور لري چې په پاى كې د نفس د پاكۍ مقام ته رسېدلى دى. "د خپل ژوند په بېلابېلو دورو كې، كله چې بدرنگو او ناولو مرحلو ته رسېدلى، په چيغو- چيغو يې ژړلي او پښېمانه شوى دى". خو اخر رښتينې لاره مومي او د كركې جامه له تن څخه باسي، دغه راز الهي مقام ته لاره پيدا كوي. "نور نو ستاسو په منځ كې تلپاتى مشر يم. فنا او زوال به هېڅكله ما ته لاره ونه مومي". هر چېرې چې گام ږدي، د پلويانو د مينې سترگې وراوړي. "بېشمېره ډلې په ما پسې روانې دي او پوښتي چې د جسم د ښه والي او د اروا د خلاصون لارې كومې دي؟". د امپدوكلس ژوند همداسې تېرېده. يوه ستر مشر د بنيادمانو په منځ كې ژوند كاوه، خلكو ته به يې شفا وربخښله. زده كړه يې وركوله او له ناپوهۍ څخه يې ژغورل. "پوهېږم چې زما خبرې د هغو وگړو لپاره چې زړونو ته يې كركې او نفرت لاره موندلې، د باد په څېر دي". او خواست يې كاوه چې، له وژنې، نيونې او وينو تويونې څخه لاس واخلي. "آيا دېته مو پام دى، چې څنگه د يو بل وينې څښئ او يو بل سره څيرئ؟" او هغوى ته به يې د "برخليك له څرخ" څخه د تېښتې لاره ښووله، چې په دې توگه د بشر ازلي ساتندوى درك كړي. "هغه سپېڅلې اروا د ارزښتمنو فكرونو په رڼا كې غوړېږي او څرگندېږي". دا و د اروپا د لومړني فيلسوف شاعر امپدوكلس د تعليماتو لنډيز. د نوي مذهب پيغمبر، ډيموكراسي ده. هغه اعلان وكړ چې موږ ټول له يوه جوهره پيدا شوي يو. د جگړه غوښتنې له كبله، له يوه بدن څخه بل ته ننوځو او په پاى كې د سولې ځواك سيده لاره موږ ته راښيي. د دې اوږدې لار پايله ټولو ته يو ډول ده. ټول پيل او اصليت ته ستنېږو، چې ترې ولاړ شوي هم يو. ټول د شهود مقام ته رسېږو او له حق سره مله كېږو. هغه څه چې تېر شول، د امپدوكلس ځانوژونكې افسانه به يو مذهبي تمثيل وگڼو، چې په ډېر اغېزناك ډول دا عقيده څرگندوي، چې له درد او كړاو څخه مو خلاصوي، د ازموينې اور ته تگ، هغه ور دى، چې د ژوند پر لوري پرانيستل كېږي. امپدوكلس، په پاى كې وشړل شو، دا شړنه، د خلكو قتل او شهيدول، د ښو كسانو شكنجه، ټول بې ثبات حركتونه او هغه ناروا ده، چې له كركې سرچينه اخلي او د ازلي مينې پرضد راپاڅېدلي دي.