امير پولاد سوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امير پولاد سوری (130 هـ ق ) کې د غور شاوخواسيمې واکمن ، د جهان پهلوان امير کروړ غوري پلار او دی په تاريخ کې په څو نومانو ياد شوی دی . دده يو نوم امير پولاد سوری ، بل ېې امير پولاد غوري يا غورياخېل ياد شوی چې په ريښتيا هم د ننني افغانستان د غور ولايت اوسېدونکی و . امير پولاد سوري د غور ولايت سيمه واک او جرگه مار مشر پاتې شوی . دی د ملک شنسب بن خرنک له اولادې څخه يو ننگيالی افغان امير و چې ېې د غور پر غرونو حکمراني درلوده . ده خپل د سيمې د خلکو په دفاع کې او د خپلو پلرو د نوم ژوندي ساتنې په موخه د وخت د بني اميه په مقابل کې د ابی مسلم خراساني مرستې ته راووت څو خپله سيمه له يرغله وساتي او ابو مسلم خراساني يوازې پاتې نشي . ابی مسلم خراسانی چې د ال عباس ټبر څخه و امير پولاد څخه مرسته غوښتې وه . لکه څنگه چې ابی مسلم د (۷۴۷ زېږيز ) په شاوخوا کې راپاڅېدلی و ، نو د امير پولاد د امارت نېټه هم په هغه وختونو کې ټاکل شوېده ده . د امير پولاد غوري د اسارت مرکز د غور په مندېش کې مېشت و . او د غور نور غرونه هم دده تر ولکې لاندې و . د امير پولاد تر مړينې وروسته د غور امارت د هغه د ورور زامنو ته پاتې شو .

سرچينې

  • د افغانستان نوميالي ( عبدالرووف بېنوا ) مخ ۴۹۲ ـ ۴۹۳ مخ .
  • ۱ـ طبقاث ناصری ـ ۱/ ۳۲۴ مخ
  • ۲ـ افغانستان بعد از اسلام ـــ ۱/ ۱۳۲
  • ۳ـ پټه خزانه ــ ۲۹ مخ .