امونيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امونيا د نايټروجین او هايډروجن یو غېر عضوي مرکب دی چې فارموله يې NH3 ده. امونیا چې يو پیاوړی غبرګ «هايډرايډ» او تر ټولو ساده «پينکټوجن هايډرايډ» دی، يو بې رنګه ګاز دی چې ځانګړی تېز بوی لري. د بيالوژۍ له پلوه، دا یوعام نايټروجني فضله مواد دي، په ځانګړي ډول د اوبو په ژونديو موجوداتو کې او دا د نړۍ د ۴۵٪ خوراک او سرې د مقدمې په توګه کار کولو سره د ځمکنيو ژوندي موجوداتو د خوراکي اړتياوو برخه کې څرګنده ونډه لري. کابو ۷۰٪ امونيا په بېلا بېلو بڼو او جوړښتونو کې د سرې د جوړولو لپاره کارول کېږي، لکه يوريا او ډايمونيم فاسفيټ. په سوچه بڼه کې امونيا نېغ په نېغه په ځمکه کې هم عملي کېږي. اټکل شوی چې په انسانانو کې کابو ۴۰٪ نايټروجين په اصل کې د صنعتي امونيا د توليد څخه منځ ته راځي. په دې ډول، د دې په اهميت کې مبالغه ممکنه نه ده.[۱][۲]

امونيا همدا راز نېغ په نېغه يا بالواسطه د درمل جوړولو د ډېرو مصنوعاتو د ترکيب لپاره يوه جوړونکې ماده هم ده او په ډېرو سوداګريزو پاکونکو مصنوعاتو کې کار ځینې اخيستل کېږي. دا په بنسټيز ډول د هوا او اوبو دواړو د ښکته په لور لېږدېدو څخه راټولېږي.

که څه هم په طبيعي ډول عام دی – هم په ځمکه او هم د لمریز نظام په بهرنيو سيارو کې – او په پراخه کچه کارول کېږي، امونيا په خپلې غليظې بڼې کې هم سوځونکی او هم خطرناک دی. په ډېرو هېوادونو کې دا د زیاتې خطرناکې مادې په توګه ډلبندي شوی دی او د هغو کارخونو له خوا د راپور ورکولو د جدي شرايطو پورې مشروط دی، کومې کارخونې چې دا ماده په زیاته اندازه توليد، زېرمه يا استعمالوي.[۳]

په ۲۰۱۸ز کال کې د ا مونيا نړيوال صنعتي توليد ۱۷۵ ميلیونه ټنه و چې په ۲۰۱۳ز کال کې يې د دې موادو له توپير سره کوم د پام وړ بدلون نه درلود، ياد کال کې يې هم توليد ۱۷۵ ميليونه ټنه و. په ۲۰۲۱ز کال کې، دا توليد ۲۳۵ مليونه ټنه ته ورسېد چې ډېره کمه برخه يې په متحده ايالاتو کې جوړ شوي وو. صنعتي امونيا يا د مايع په توګه (عموماً په اوبو کې ۲۸٪ امونيا) پلورل کېږي او يا د کېکاږل شوي يا يخ کړای شوي «اينهايډروس» مايع (هغه مایع چې اوبه نه لري) امونيا په توګه چې په ټانکر لرونکو موټرو يا په بالونونو کې لېږدول کېږي. [۴][۵][۶][۷][۸]

د بنسټيزو اصولو په موخه، له هايډروجن او نايټروجن عناصرو څخه د امونيا توليدول ستونزمن دي، کوم چې د لوړې کچې فشار او د لوړې کچې تودوخې ته اړتيا لري. د «هيبر» پروسه د شلمې پېړۍ په پيل کې ايجاد شوه چې په کرنه کې يې انقلاب راوست.

NH3 د يو اتموسفير په فشار سره – په ۲۲.۲۴ سانتيګراد (۲۸.۱۲ فارنهايت) تودوخه خوټکېږي، په همدې بنسټ دا مايع بايد تر فشار لاندې يا د تودوخې په ښکته درجه کې زېرمه شي. کورنۍ امونيا يا امونيم هايډرو اکسايډ په اوبو کې د NH3 محلول دی. د دا ډول محلول راټولېدل د Baumé مقياس (ډبلوالي/کثافت) په واحدونو کې اندازه کېږي، په داسې حل کې چې ۲۶ درجې Baumé (نږدې ۳۰٪ (په وزن کې) امونيا په ۱۵.۵ سانتيګراد يا ۵۹.۹ فارنهايت کې) د عام لوړ غلظت (کثافت/ارتکاز/راټولېدل) سوداګريز توليد په توګه دی.[۹]

ارپوهنه[سمول]

پليني، د طبيعي تاريخ په خپل XXXI کتاب کې، د روم په «سايرينيکا» ايالت کې د توليدېدونکي مالګې يادونه کوي چې «هيمونياکم» نومېږي، کومې ته چې د جيوپيټر امون له عبادتځای (يوناني Ἄμμων امون) سره د نږدې والي له امله دا نوم ورکړل شوی دی. په هرحال، هغه تفصيلات چې «پليني» د مالګې په اړه ورکړي دي، هغه د امونيم کلورايډ د ځانګړتياوو سره سمون لري. د « Georgius Agricola's De re metallica» په انګليسي ژباړه کې «هربرټ هوور» د تبصرې تر مخې، داسې برېښي چې دا عامه سمندري مالګه وي. په هر حالت کې، همدې مالګې په پايله کې امونيا او امونيم مرکباتو ته خپل نوم ورکړی دی. په «سيوا» رغياڼه (په صحرا کې اباده سیمه) کې د امون الهامي عبادتځای ته راتلونکو رومي زايرينو د بېلا بېلو ککړتياوو له امله له بام او ديوالونو څخه يو سپین کريستال مواد راټول کړل. دا سپين کرستال مالګه «د امون مالګه» (سالټ امونيکا) بلل کېده. «جوزف پريسلي» مشاهده کړل چې کله دا مالګه د چونې سره غبرګون ښيي، نو له هغې څخه يو ډول بخار وځي چې دې بخار ته د «امونيا» نوم ورکول کېږي.[۱۰][۱۱][۱۲]

طبيعي منځ ته راتګ[سمول]

امونيا کيمياوي مواد دي چې په طبيعيت کې په کمه اندازه موندل کېږي په داسې حال کې چې د نايټروجني ژوي او د بوټو له مادې څخه توليد شوي وي. امونيا او امونيم مالګې همدا راز د باران په اوبو کې هم په کمه اندازه موندل کېږي، په داسې حال کې چې امونيم کلورايډ (sal ammoniac) او امونيم سلفيټ په اورشيندو سيمو کې موندل کېږي؛ د امونيم بايوکاربونيټ کريسټالونه په «پاتاګونيا ګوانو» کې موندل شوي دي. د ګوردو پټ امونيا د تيزابو د زياتېدو د منځه وړلو لپاره دي. امونيم مالګې په ښېرازه ځمکو او سمندري اوبو کې وېشل شوي موندل شوي دي.[۱۳][۱۴]

امونيا همدا راز په ټول لمريز نظام کې د مريخ، مشتري، زحل، اورانوس، نيپټون او پلوټو په سيارو کې موندل شوي دي، په نورو ځايونو کې یې دا شامل دي: په کوچنيو، يخي اجسامو باندې لکه پلوټو، امونيا کولای شي د جيولوژيکي مهم کنګل کېدو ضد په توګه عمل وکړي، همدا راز د اوبو د مخلوط په توګه کار کوي او امونيا کولای شي په ۱۷۳K (منفي ۱۰۰ درجې سانتيګراد – منفي ۱۴۸ درجې فارنهايت) کمې درجې سره د ويلې کېدو نقطه ولري، خو په هغه صورت کې که چېرې د امونيا غلظت پوره لوړ وي او په همدې بنسټ له داسې اجسامو سره مرسته کوي چې په ډېرې ښکته تودوخې درجه کې داخلي بحرونه او فعاله ځمکه وساتي، کوم به چې يواځې له اوبو سره ممکن وو. هغه مادې چې امونيا لري، يا هغه چې دې ته ورته دي، «امونياکل» بلل کېږي.[۱۵][۱۶]

خصوصيات[سمول]

امونيا يو بې رنګه ګاز دی چې عموماً تېز بوی لري. له هوا څخه سپک دی، ډبلوالی يې له هوا څخه ۰.۵۸۹ ځلې زيات دی. د ماليکولونو تر منځ د هايډروجین د پیاوړو نښلېدو له امله په اسانۍ سره مايع کېدای شي؛ دا مايع په منفي ۳۳.۱ سانتيګراد (منفي ۲۷.۵۸ فارنهايت درجه) خوټکېږي او په منفي ۷۷.۷ سانتيګراد (منفي ۱۰۷.۸۶ فارنهايت درجه) درجه کې په سپين کريسټال ډول کنګل کېږي.[۱۴]

جامد

د کريسټال انډول مکعب دی، د «پېرسون» نښه يې cP16، د خلا ګروپ يې P213 No.198، شبکه يي ثابت يې 0.5125 nm دی.[۱۷]

مايع

مايعه امونيا د «ايونايز» (په ایون پوښل کېدل) کېدو پياوړې ځواک لري، کوم چې د دې د ۲۲ د لوړ ε ښودنه کوي. مایعه امونيا د بخار د يو زيات لوړ معيار «انتالپي» (حرارتي) بدلون لري (23.35 kJ/mol, cf. اوبه 40.65 kJ/mol، ميتان 8.19 kJ/mol، فاسفاين 14.6 kJ/mol) او په همدې بنسټ دا په لابراتوارونو کې په موصليت نه لرونکو لوښو کې له اضافي يخوالي پرته کارېدای شي. مايعه امونيا د يو ويلې کېدونکي په توګه وګورئ.

د ويلې کېدو ځانګړتياوې

امونيا په اوبو کې په اسانۍ سره حل کېدای شي. په يو اوبه ييز محلول کې، دا خوټکېدای او را ايستل کېدای شي. په اوبو کې د امونيا د تر ټولو زيات راټولېدو (یو تغذيه شوی محلول) کثافت (ډبلوالی) په يو ساتني متر مکعب کې ۰.۸۸۰ ګرامه دی او عموماً د « .880 ammonia» په توګه پېژندل کېږي.

سوځېدل (احتراق)

امونيا په اسانۍ سره نه سوځي او نه سوځېدلو ته دوام ورکوي، پرته له هوا ته د تنګو مخلوطو سون توکو په حال تکې، کوم چې له ۱۵-۲۵٪ هوا څخه جوړ وي. کله چې له اکسيجن سره مخلوط شي، نو دا د زېړبخون شین رنګ لمبې په لرلو سره سوځي. بلېدل يې هغه مهال منځ ته راځي، کله چې کلورين په امونيا کې منتقل شي او نايټروجين او هايډروجين کلورايډ جوړوي؛ که کلورين په ډېره اندازه موجود وي، نو زيات چاودېدونکي نايټروجين ټرايکلورايډ (NCl3)  هم جوړوي.

تجزيه

د تودوخې په لوړه درجه او د مناسبې تېزونکې مادې د شتون پر مهال، يا مسلسل حجم او لوړې درجې تودوخې (لکه، ۱۱۰۰ سانتيګراد (۲۰۱۰ فارنهايت)) لرونکي فشار لرنکي لوښي کې، امونيا د دې په جوړونکو اجزاوو کې تجزيه کېږي. د امونيا تجزيه تر يو بريده اينډو ترميک (تودوخه لرونکی/تودوخه جذب کونکی) پروسه ده، کومه چې 23 kJ/mol (5.5 kcal/mol) امونيا ته اړتيا لري او له دې څخه هايډروجين او نايټروجين ګاز تر لاسه کېږي. امونيا د تيزابي سون توکو د حجرو لپاره د هايډروجين د وسيلې په توګه هم کارېدای شي، په هغه حالت کې چې هغه امونیا لرې کړای شي چې غبرګون يې نه وي ښودلی (غېر انفعالي امونيا). روتينيم او پلاټينيم تېزونکي تر ټولو زيات فعال دي، په داسې حال کې چې پیاوړي شوي Ni تېزونکي کم فعال و.[۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Hannah, Ritchie. "How many people does synthetic fertilizer feed?". Our World in Data. Our World in Data. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ammonia Technology Roadmap – Analysis". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "40 C.F.R.: Appendix A to Part 355—The List of Extremely Hazardous Substances and Their Threshold Planning Quantities" (PDF) (الطبعة 1 July 2008). Government Printing Office. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۵ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  4. "Mineral Commodity Summaries 2020, p. 117 – Nitrogen" (PDF). USGS. 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Nitrogen (fixed) - ammonia statistics". USGS. 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Global ammonia annual production capacity". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Mitsubishi Heavy Industries BrandVoice: Scaling Ammonia Production for the World's Food Supply". Forbes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. R. Norris Shreve; Joseph Brink (1977). Chemical Process Industries (الطبعة 4th). د کتاب پاڼې 276. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-07-057145-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) See also Gas carrier and Bottled gas.
  9. "Ammonium hydroxide physical properties" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۷ نومبر ۲۰۰۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Pliny the Elder, The Natural History, BOOK XXXI. REMEDIES DERIVED FROM THE AQUATIC PRODUCTION, CHAP. 39. (7.)—THE VARIOUS KINDS OF SALT; THE METHODS OF PREPARING IT, AND THE REMEDIES DERIVED FROM IT. TWO HUNDRED AND FOUR OBSERVATIONS THERE UPON". www.perseus.tufts.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hoover, Herbert (1950). Georgius Agricola De Re Metallica - Translated from the first Latin edition of 1556. New York: Dover Publications. د کتاب پاڼې 560. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0486600062. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Siwa, Egypt". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kirschbaum, B; Sica, D; Anderson, F. P. (1999). "Urine electrolytes and the urine anion and osmolar gaps". The Journal of Laboratory and Clinical Medicine. 133 (6): 597–604. doi:10.1016/S0022-2143(99)90190-7. ISSN 0022-2143. PMID 10360635. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Chisholm 1911، ص. 861.
  15. Shannon, Francis Patrick (1938) Tables of the properties of aqua-ammonia solutions. Part 1 of The Thermodynamics of Absorption Refrigeration. Lehigh University studies. Science and technology series
  16. An ammonia-water slurry may swirl below Pluto's icy surface. Purdue University (9 November 2015)
  17. Hewat, A. W.; Riekel, C. (1979). "The crystal structure of deuteroammonia between 2 and 180 K by neutron powder profile refinement". Acta Crystallographica Section A. 35 (4): 569. Bibcode:1979AcCrA..35..569H. doi:10.1107/S0567739479001340. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. White, Alfred H.; Melville, Wm. (April 1905). "The Decomposition of Ammonia at High Temperatures". Journal of the American Chemical Society (په انګلیسي ژبه کي). 27 (4): 373–386. doi:10.1021/ja01982a005. ISSN 0002-7863. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)