امور ۱۲۲۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امور ۱۲۲۱ یوه کوچنۍ سیاره‌وزمه ده چې کابو ۱ – ۲ کیلومیټره قطر لري او د دې ډلې د نورو سیاره‌وزمو لپاره د نمونې په توګه کارول کېږي او د دې نوم پر ایښودل کېږي. د امور د ډلې سیاره‌وزمې د سیاره‌وزمو تر هسکړۍ (asteroid belt) ځمکې ته نږدې دي او د ځمکې او مریخ د مدارونو په منځ کې پر لمر را څرخي. دا د مریخ تر مدار تېرېدای شي، خو د ځمکې تر هغې نه. امور په ۱۹۳۲ کې د یوجین جوزېف ډېلپورټ (Eugène Joseph Delporte) له خوا وموندل شوه.