امریکایي فلسفه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


امریکایي فلسفه (انګلیسي: American philosophy) له متحده ایالاتو سره د تړلو فیلسوفانو فعالیت، اثار او دودونه دي. د فلسفې انټرنېټي دایرة المعارف کاږي چې که څه هم د امریکایي فلسفې "اصلي تعریفوونکې ځانګړنې نشته، خو بیا هم امریکایي فلسفې ته د دغه ملت د تاریخ په اوږدو کې د متحده ایالاتو ډله‌ییز هویت ته د انعکاس او بڼې ورکولو په توګه کتل کېدای شي."[۱]

۱۷مه پېړۍ[سمول]

د امریکایي فلسفې دود په نیو انګلنډ ایالتونو کې د تحصیل‌یافته پیوریتانانو (Puritans) له راتګ سره پیل شو. دوی د امریکا لومړنۍ فلسفه، مذهبي دود (پیوریټان پرووایډېنټلېزم -Puritan Providentialism) ته ننویسته او هم یې د فرد او ټولنې ترمنځ پر اړیکو ټینګار کاوه. دا د پخوانیو استعماري اسنادو لکه د کونیټیکټ ایالت بنسټیز حکمونه (۱۶۳۹) او د آزادیو اړوند د ماساچوسټ قوانینو په ټولګه (۱۶۴۱) کې بیان شوي دي.[۱]

د جان وینتروپ په څېر مفکرینو د شخصي ژوند په پرتله پر عامه ژوند ټینګار کاوه. باور یې دا و، چې پخواني د وروستیو په پرتله لومړیتوب لري، په داسې حال کې چې نور لیکوالان لکه راجر ویلیامز (د روډ آیسلنډ ایالت یو بنسټګر) په دې اند وو، چې مذهبي زغم په یوه ټولنه کې مذهبي تجانس او یووالي ته د رسېدو د هڅې په پرتله خورا اړین دی.[۲]

۱۸مه پېړۍ[سمول]

د ۱۸مې پېړۍ امریکایي فلسفه پر دوو برخو وېشل کېدای شي، لومړۍ نیمایي یې د اصلاح شوي پیوریټان کالوینیزم د الهیاتو په وسیله مشخصېږي چې د لویې بیدارۍ یا ویښتابه او هم د روشنګرۍ د طبیعي فلسفې تر اغېزې لاندې وو ، او دویمه برخه یې بیا د امریکا د روشنګرۍ د طبیعي اخلاقي فلسفې په وسیله مشخصېږي چې په امریکایي کالجونو یا پوهنتونونو کې تدرسېده. دوی "د ۱۷۵۰ او ۱۷۷۰ لسیزو د ګډوډیو په کلونو کې" د "متحده ایالاتو لپاره د یوه نوي فکري کلتور د جعل او تحریف" لپاره کارول شوي وو، کوم چې د اروپایي روشنګرۍ د امریکايي بڼې لامل شو چې د بنسټ ایښودونکو پلرونو له سیاسي فکر سره یې تړاو لري.[۳][۴]

۱۸مه پېړۍ د برېتانیا تر استعمار لاندې امریکا کې د فرانسیس بیکن او د روشنګرۍ د فیلسوفانو دیکارت، نیوټن، لاک، وولستون، او بارکلي د پېژندل کېدو شاهده وه. سامویل جانسون او جانتن اډوارډز، دوه هغه لومړني اصلي امریکایان وو چې د دغو فیلسوفانو تر اغېزې لاندې راغلل. دوی بیا د خپلو امریکایي الهیاتو او فلسفې د رامنځته کولو لپاره خپلې د روشنګرۍ نظریې تنظیم او پراخې کړې. دواړه په اصل کې هغه پیوریټان کنګریګشنلست (Puritan Congregationalist) خادمان وو چې د روشنګرۍ ډېری نوې لارښوونې یې منلې وې. دواړو په یېل پوهنتون کې زده‌کړې کړې وې او بارکلي بیا پر هغو ایډیالیسټانو نفوذ او اغېزې وښندلې چې د کالجونو پر بانفوذه مشرانو بدل شول. دواړه د امریکا د سیاسي فلسفې په پراختیا او د بنسټګرو پلرونو په کارونو او اثارو کې اغېزناکې څېرې وې. د اډوارډز اصلاح شوي پیوریتان الهیات د کالوینیستي عقیدې پر بنسټ ولاړ وو، خو جانسون بیا انګلیکن اسقفي یا پادري مذهب (د انګلستان کلیسا) ته ورواښت او خپله نوې امریکایي اخلاقي فلسفه یې د ویلیم وولسټون طبیعي مذهب پربنسټ جوړه کړه. د دغې پېړۍ په وروستیو کې، د سکاټلنډ طبیعي یا عام احساس ریالیزم د امریکایي کالجونو د فلسفې په نصاب کې د دغو دوو سیالانو د اصلي مکتبونو ځای ونیوه. دا بیا د کورنۍ جګړې تر وخته د امریکا په پوهتونونو کې غالبه فلسفه پاتې شوه.[۵]

په امریکا کې د روشنګرۍ د دورې پیل[سمول]

په امریکايي مستعمرو کې د پوهنتوني زده‌کړو لومړني ۱۰۰ کلونه په نیو انګلنډ ایالتونو کې د ویلیم ایمز د پیوریتان الهیاتو او "د پیټروس راموس د شپاړسمې پېړۍ منطقي مېتودونو" تر تسلط لاندې وو. وروسته بیا په ۱۷۱۴م کال کې له انګلستان څخه د ۸۰۰ ټوکه کتابونو مرسته، چې د انګلیس استعمار د رسمي استازي جیرمیاح ډامر لخوا راټول شوي وو، یېل پوهنتون ته ورسېده. دغو کتابونو هغه موضوعات هم رانغاړل چې د "نوې زده‌کړې" په نوم مشهور شول، چې پکې د "لاک، دیکارت، نیوټن، بویل، او شکسپیر اثار" او د روشنګرۍ دورې د نورو هغو لیکوالانو اثار شامل وو، چې د پیوریتان یېل او هاروارډ پوهنتونونو استادانو او فارغانو تر هغه وخت نه پېژندل. د کنیکټیکټ ایالت د ګیلفورډ ښارګوټي یوه اتلس کلن فارغ شوي محصل او ځوان امریکايي سامویل جانسون، چې تازه یې د لارډ فرانسیس بیکن د "زده‌کړې یا علم پرمختګ" اثر موندلی او لوستی و، په لومړي ځل دا کتابونه پرانیستل او مطالعه یې کړل. جانسون په خپله بیوګرافي کې لیکلي: "دا ټول پر وچو ځمکو د سېلاب د راتللو په څېر وو" او "هغه ځان داسې وموند لکه یو څوک چې د ماښام له پیکه رڼا څخه ناڅاپه د لمرینې ورځې بشپړې رڼا ته راووځي." هغه اوس هغه څه چې په یېل پوهنتون کې یې زده کړي وو، داسې ګڼل چې "د یو څو کوچنیو انګلیسي او هالنډي سیستمونو له زده‌کړه‌ییزو یا مکتبي جالونو پرته چې اوس په کوڅو کې په سختۍ سره راټولېدای شي، نور هېڅ هم نه وو."[۶][۷][۸][۹]

جانسن بیا په ۱۷۱۶م کال کې په یېل پوهنتون کې استاد وټاکل شو. هغه هلته د روشنګرۍ د ښوونیز نصاب تدریس پیل کړ او په دې توګه په امریکا کې روشنګري پیل شوه. د یوې لنډې مودې لپاره د هغه یو زده کوونکی یو پنځلس کلن ځوان جاناتن اډوارډز و. په دغو کلونو کې د یېل پوهنتون دغو دوو تکړه او نامتو محصلینو، چې دواړه یې پام وړ مفکرین او بیا د پوهنتونو رئیسان هم شول، د زړو زده‌کړو او نوو زده‌کړو ترمنځ د سازګارۍ د نشتوالي د ستونزې بنسټیز ماهیت روښانه کړ. خو هر یوه یې د ارادې د آزادۍ په مقابل کې د قضا او قدر، د پرهېزګارۍ له لارې د نېکبختۍ په مقابل کې د ازلي یا موروثي ګناه، او د ماشومانو د زده‌کړو په مسایلو کې خورا متفاوت نظرونه لرل.[۱۰]

۱۹مه پېړۍ[سمول]

په ۱۹مه پېړۍ کې په امریکا کې رومانتیزم وده وکړه. د رومانتیزم امریکايي بڼه ټرانسنډنټلیزم وه او دا یو ستر امریکایي نوښت ګڼل کېږي. په ۱۹مه پېړۍ کې همدا راز د پراګماتېزم د مکتب وده هم ولیدل شوه، او ترڅنګ یې د جورج هولمز هاویسون په مشرۍ یوه کوچني هېګیلي فلسفي غورځنګ هم وده وکړه چې مرکزیت یې په لویس ښار کې و، که څه هم د امریکايي پراګماتېزم نفوذ له دغه کوچني هېګیلي غورځنګ څخه خورا زیات و.[۱۱]

د ماديزم په اړه په نورو غبرګونونو کې د جوسیا رایس "هدفي یا عیني ایډیالیزم"، او د بورډن پارکر بوون "شخصیتیزم یا شخصیت‌پالنه" چې کله کله "بوسټن شخصیتېزم" هم بلل کېږي، شامل دي.

داروینېزم په امریکا کې[سمول]

د چارلس داروین "د موجوداتو د انواعو ریښې" تر نوم لاندې اثر کې چې په ۱۸۵۹م کال کې خپور شو، د تکامل د تیورۍ خپرېدو پر امریکايي فلسفه خورا زیاته اغېزه وکړه. جان فیسک او چانسي رایټ دواړو له تکاملي لیدلوري څخه د فلسفې د بیا پراختیا او درک لپاره لیکل او استدلال کړی. دوی دواړو غوښتل چې په دارویني اصطلاحاتو کې پر اخلاقو او ذهن پوه شي او د تکاملي ارواپوهنې او تکاملي اخلاقیاتو لپاره یوه الګو وټاکي.[۱۲]

۲۰مه پېړۍ[سمول]

پاراګماتېزم چې په ۱۹مه پېړۍ کې په امريکا کې پيل شو، د ۲۰مې پېړۍ په پيل کې له نورو فلسفي مکتبونو سره مل شو او بالاخره د یوې مودې لپاره د هغوی تر سیوري لاندې راغی. په ۲۰مه پېړۍ کې پروسس فلسفه (process philosophy) راښکاره شوه، چې د ساینسي نړۍ-لید او د البرټ انشټاین د نسبیت تیورۍ تر اغېزې لاندې وه. د ۲۰مې پېړۍ په منځ کې بیا په امریکا کې د ژبې د فلسفې او تحلیلي فلسفې د شهرت زیاتوالی ولیدل شو. وجودېزم (Existentialism) او ښکارند-پوهنه (phenomenology)، چې په ۲۰مه پېړۍ کې په اروپا کې خورا مشهورې وې، په امریکا کې یې هغسې شهرت​​ ترلاسه نه کړ لکه څنګه یې چې د اروپا په اصلي ټاټوبي (continental Europe) کې درلود.[۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ "American philosophy" at the Internet Encyclopedia of Philosophy Retrieved on May 24, 2009
  2. "Religious Tolerance" – Freedom: A History of US: PBS.com Retrieved September 9, 2009
  3. Hoeveler, J. David, Creating the American Mind:Intellect and Politics in the Colonial Colleges, Rowman & Littlefield, کينډۍ:ISBN, 2007, p. xi
  4. Hoeveler, p. xii
  5. Hoeveler, p. 127
  6. Ahlstrom, Sydney Eckman, A Religious History of the American People, Yale University Press, 1972, p. 295
  7. Ellis, Joseph J., The New England Mind in Transition: Samuel Johnson of Connecticut, 1696–1772, Yale University Press, 1973, p. 34
  8. Schneider, Herbert and Carol, Samuel Johnson, President of King's College: His Career and Writings, Columbia University Press, 4 vols., 1929, Volume I, p. 7
  9. Schneider, Volume I, p. 6.
  10. Ahlstrom, p. 296
  11. "American philosophy" at the Internet Encyclopedia of Philosophy Retrieved on May 24, 2009
  12. "Pragmatism" at IEP Retrieved on July 30, 2008
  13. "American philosophy" at the Internet Encyclopedia of Philosophy Retrieved on May 24, 2009