امروزيه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

امروزيه (imrozia) د پاکستان هيواد يوه فلمي اداکاره، هغي تر ډېره په پښتو او پنجابي ژبه فلمونو کې کار کړئ دئ، او وسمهال شاوخوا ٧٠ کاله عومر لرې. آغلې امروزيي په شاوخوا ۵۸ فلمونو کې کار کړی دی خو يواځي او يواځي يي په ٢ پښتو فلمونو کې مخکښه کردار تر سره کړې، دې تر ډيره په فلمونو کې د يوې نڅاګرې رول تر سره کړې دي. ددې نڅا د الزام فلم په هغه برخه کې کي ډيره مشهوره سوه، کله چې نعمت سرحدي د فلمي غدار په په توګه د خپلو ملګرو سره ولاړ وي او دا پر دي سندره (خانيه بيا به يې ودانه نه کې، د ځان د مينې دنيا ورانه نه کې) سندره باندې نڅا کوي.  تر اوسه دا معلومه نه ده چې ددې د قوم معلومات څه دي، خو ددې خبرې امکان سته چي هغه يو پنجابی وه ځکه چې تر ډېره په اردو ژبه خبرې کوي. هغه د پښتنو په ټولنه کې هم هغه مهال وپيژندل سول کله چې يې د بدرمنير او نعمت سرحدي سره د سړي خور او پټ ښامار په څېر فلمونو لوي رولونه ترسره کړل.

د هغې فلمونه[سمول]

نور[سمول]