Jump to content

امبروز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ميلان امبروز (شاو خوا 339-397)، څوک چې سينټ امبروز بلل کېږي، يو الاهيات پوه او سياستوال و، چا چې له 374 څخه تر 397 پورې د ميلان د راهب (اسقف/د مسيحيانو مذهبي مشر يا ملا) په توګه کار کړی دی. نوموړي په څرګند ډول د يو ولسي شخص په توګه ځان ښودلی، چا چې د «ارين ازم» او بې دينۍ «کفر» پر ضد  رومي مسيحيت په شدت سره دود کړ. نوموړي د ليکنو يوه د پام وړ ټولګه تر شا پرېښې، په کومه کې چې تر ټولو مشهور يې اخلاقي تبصره « De officiis ministrorum» (377–391)، او تفسيري « Exameron» (386–390) شامل دي. د هغه د نوې موسيقي مذهبي سرودونو پر جوړولو سربېره، تبليغ، د هغه کارونو، او د هغه ادبي اثارو نوموړی د څلورمې پېړۍ د تر ټولو ډېرو اغېزناکو کليسايي شخصيتونو څخه يو ګرځاوه.[۱]

کله چې په 374ز کال کې نوموړی په غېر اټکلي ډول د خلکو د هڅونې په پايله کې د ميلان د اسقف په توګه وټاکل شو، هغه مهال امبروز په ميلان کې د ايميلیا ليګوريا د رومي والي په توګه دنده تر سره کوله. د اسقف په توګه، نوموړي د ارين ازم پر ضد پياوړی دريځ غوره کړ، او د سترواک لومړي تيوډویيس او ميګنس ميکسمس تر منځ په شخړه کې يې د درېمګړيتوب هڅه وکړه. روايتونه امبروز ته د يو مذهبي سرود د چمتو کولو وياړ ورکوي، کوم چې د امبروزي سندرې په نوم پېژندل کېږي، همدا راز د « Te Deum» سندرې د جوړولو د سرود نسبت هم هغه ته کېږي، په داسې حال کې چې اوسني پوهان دا دواړه نسبتونه ردوي. د مشهور « Veni redemptor gentium» په ګډون لږ تر لږه د څلورو ستاينو په اړوند د امبروز ليکوالۍ خوندي دي؛ دا د امبروزي سرودونو بنسټيزه برخه جوړوي، په کومو کې چې نور هم شامل دي، چې کله کله يې هغه ته نسبت کېږي. نوموړي همدا راز د «هيپو» په اګسټين (354-430) باندې هم د پام وړ اغېز درلود، د چا سره يې چې مرسته وکړه،تر څو مسيحيت ومني.

لوېديځ مسيحيت امبروز د کليسا د خپلو څلورو دوديزو ډاکټرانو څخه د يو په توګه پېژندلی دی. نوموړی د کاتوليکې کليسا، ختيځې ارتودوکس کليسا، انګليکي عشاء، او مختلفو لوتري ډلو له خوا د يو اسقف په توګه پېژندل کېږي، او د ميلان د اسقف او شاتو مچيو د پالونکو د سرپرست په توګه د هغه درناوی کېږي.

مخينه او مسلک

[سمول]

د امبروز په اړه افسانې د هغه د ژوند لیک له ليکل کېدو ډېر مخکې په سترواکۍ کې خپرې شوې وې، له همدې امله د نويو تاريخ پوهانو لپاره دا ستونزمنه ده چې د هغه واقعي کردار وپېژني، او د هغه چلند د لرغوني پړاو په مناسب ځای کې کېږدي. ډيری په دې موافق دي چې هغه د خپل وخت يو تشخص و. په دې سره امبروز په حقيقي معنا يو روحاني سړی ګرځي، چا چې د مخالفينو پر ضد د خپلې عقيدې خبره وکړه، يو اشرافيه ګرځي، چا چې د رومي والي ډېرې رويې او طريقې پر ځای وساتلی، او همدا راز د بې وزلو يو مرسته کونکی زاهد ګرځي.[۲][۳][۴]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

امبروز په 339ز کال کې په يوه رومي مسيحي کورنۍ کې زېږېدلی و. امبروز په خپله  په خپل 49 شمېره لیک کې ليکلي دي چې هغه دري پنځوس کلن و، د کوم ليک نېټه چې 392 ته رسېږي. نوموړي په اګسټا ټريورم (اوسني ټرير) کې د رومي ولايت «ګيليا بيلجيکا» په پلازمينه کې خپل ژوند پيل کړ، کومه سيمه چې د هغه مهال شمال ختيځه «ګال» وه، او اوس د المان په « Rhineland-Palatinate» کې موقعيت لري. پوهان په دې موافق نه دي چې د هغه پلار څوک و. کله کله د هغه پلار د « Aurelius Ambrosius» په نوم پېژندل کېږي، څوک چې د «ګال» يو «پراتوري» (پراټوري د لرغوني روم د حکومت يوه دنده وه) حاکم و؛ خو ځينې پوهان د هغه پلار د « Uranius» په نوم يو چارواکی بولي، چا چې د 339ز کال د فبرورۍ د مياشتې په درېيمه نېټه يو شاهي اساسي قانون تر لاسه کړی و (په 339 کې د واکمني کولو درې سترواکانو څخه په يو لنډ اقتباس کې قسطنطين دويم، قسطنطيوس دويم يا کونسټنس، د Codex Theodosianus په XI.5 کتاب کې). هغه څه چې باوري دي هغه دا دي چې امبروز په «ټرير» کې زېږېدلی و، او دهغه پلار يا پريټوري حاکم و يا د هغه د ادارې يوه برخه وه.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د يو ماشوم په ډول، د امروز په اړه يوه افسانه وايي چې د شاتو د موچيو يو سيل (ډله) د هغه په مخ کېناسته، کله چې هغه په خپله زانګو کې پروت و، او تر شا يې د شاتو يو څاڅکی پرېښی و. ويل کېږي چې د هغه پلار دا د نوموړي د راتلونکي د فصاحت او بلاغت د يوې نښې په توګه بللې وه. د شاتو موچۍ او د شاتو کندو اکثر د دې اسقف په نښو کې راڅرګندېږي.[۱۲]

د امبروز مور يوه ځيرکه او پرهېزګاره ښځه وه. شونې ده چې هغه د رومي کورنۍ « Aurelii Symmachi» يوه غړې وه، چې په دې سره امبروز د ويناوال (خطيب) « Quintus Aurelius Symmachus» تربور و. دې کورنۍ په خپل تاريخ کې يو شهيد (باکره سوټيرس) پیدا کړی و. امبروز د مور او پلار په درې بچيانو کې تر ټولو کشر و. د هغه خوندې وروڼو کې يو يې «سيټرس» و چې د امبروز د « De excessu fratris Satyri» موضوع وه، او دويم يې «مارسيلينا» وه، چا چې د 352 او 355 تر منځ کلونو په کومه موده کې پېغلتوب (باکره ګي/هغه څوک چې د مذهبي عقیدې له امله واده نه کوي) غوره کړې وه؛ پاپ لايبيريس خپله هغې ته ټيکری ورکړی و. د امبروز د خور او ورور دواوړ هم د سپېڅلو په توګه احترام کېدو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د امبروز د ژوند په لومړي کوم وخت کې، د هغه پلار مړ شو. په وروسته نامعلومه نېټه، د هغه مور له خپلو درې بچيانو سره له ټرير څخه وتښتېده، او دا کورنۍ روم ته ولېږدېده. په دې ځای کې امبروز ادب، قانون او ویناوالي ولوستل. وروسته هغه د خپل پلار په پل پل کېښود او په دولتي خدمت کې داخل شو. پريټوري حاکم « Sextus Claudius Petronius Probus» لومړی هغه د قضايي سلاکار په توګه وټاکه، او وروسته د 372 په شا او خوا کې يې هغه د ليګوريا او ايميليا والي وټاکه، چې مرکز يې په ميلان کې و.[۱۹][۱۵][۲۰][۸][۲۱][۲۲]

د ميلان اسقف

[سمول]

په 374ز کال کې د ميلان اسقف « Auxentius» څوک چې يو ارين و، مړ شو، او اريانو د هغه پر ځای ناستي اختلاف درلود. امبروز کليسا ته ولاړ، چېرته چې ټاکنه کېده، تر څو د يوې بلوا مخه ونيسي، چې په دې بحران کې يې پېښېدل ممکن برېښېدل. د هغه وينا په دې غږ ودرول شوه چې "امبروز اسقف!"، کوم غږ چې ټولې غونډې پورته کړ.[۲۳]

که څه هم امبروز د عقيدې له اړخه د يو «نيکين» مسيحي په توګه پېژندل کېدو، خو بيا هم هغه د ارين لپاره د منلو وړ بلل کېدو، ځکه چې هغه د اريانيانو د عقايدو په برخه کې د بسپنې ښودنه کړې وه. په لومړي سر کې هغه په سختۍ سره د اسقف د دندې د منلو څخه انکار وکړ، د کوم لپاره چې هغه احساسوله چې هغه په هېڅ ډول چمتو نه دی: په پرتليز ډول امبروز يو نوی مسيحي و، چې تر اوسه نه د تعميد غسل ورکړل شوی و، او نه يې په الاهياتو کې منظمه روزنه لېدلې وه. امبروز د يو ملګري کور ته وتښتېد، هڅه يې کوله چې پټ شي. کله يې چې د سترواک «ګريټان» له خوا ليک تر لاسه کړ ، په کوم کې چې د روم له خوا د سپېڅلو دندو لپاره د وړ افرادو د ټاکلو د مناسبيت ستاينه شوې وه، د امبروز کوربه هغه خوشې کړ. په يوه اونۍ کې، هغه ته د تعميد غسل ورکړل شو، وټاکل شو، او د ميلان د نوي اسقف په توګه يې درناوی پيل شو. دا په لوېديځ کې لومړی ځل و، چې د لوړ پوړو چارواکو د لوړې مرتبې يو غړي د اسقف دنده ومنله. [۸][۲۴]

د یو اسقف په توګه، نوموړي په سملاسي ډول زاهدانه ژوند غوره کړ، خپلې پيسې يې په بې وزلو ووېشلې، خپله ټوله ځمکه يې وقف کړه، يوازې د خپلې خور مارسيلينا لپاره يې چاره برابره کړه. په دې سره د هغه موقف لا پسې لوړ شو، دا په خلکو کې د هغه شهرت و، کوم څه چې هغه ته په خپل ټول مسلک کې د پام وړ سياسي ګټه ورسوله. د اسقف په توګه د امبروز د غېر متوقع ټاکنې وروسته، د هغه ورور سيټيرس ميلان ته د تګ لپاره له دولتي چوکۍ څخه استعفا وکړه، چېرته چې نوموړي د اسقف د چارو لنډ مهالی مديريت په غاړه واخيست.[۱۰]

سرچينې

[سمول]
  1. McKinnon 2001.
  2. Ramsey 2002، مم. ix-x, 1-2.
  3. Smith 2021، م. 5.
  4. Ramsey 2002، م. ix.
  5. Cvetković 2019، م. 46.
  6. Cvetković 2019، م. 44–46.
  7. Barnes 2011، مم. 45–46.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ Attwater او John 1993.
  9. Greenslade 1956، م. 175.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Loughlin 1907.
  11. Cvetković 2019، م. 44.
  12. Thornton 1879، م. 15.
  13. Santi Beati (په اېټاليايي), Italy
  14. Mediolanensis 2005، م. 6.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Cvetković 2019، م. 52.
  16. Cvetković 2019، م. 55–57.
  17. Barnes 2011، م. 50.
  18. Grieve 1911، م. 798.
  19. کينډۍ:CE1913
  20. McSherry, James (2011). Outreach and Renewal: A First-millennium Legacy for the Third-millennium Church. Cistercian studies series, 236. Collegeville, Minnesota: Liturgical Press. p. 19. ISBN 9780879072360. An accomplished orator and legal advocate, Ambrose was appointed to the Judicial Council by Probus, Praetorian Prefect of Italy.
  21. Sparavigna 2016، م. 2.
  22. Cvetković 2019، م. 49.
  23. Butler 1991، م. 407.
  24. Lietzmann 1951، م. 57.