الېتا جاکوبس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الېتا هنریټه جاکوبس (زوکړه: د ۱۸۵۴ زکال د فبروري ۹مه – مړینه: د ۱۹۲۹ زکال د اګست ۱۰مه) هالنډۍ طبیبه او د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې وه. نوموړې د لومړنۍ هغې مېرمنې په توګه چې په رسمي ډول یې د هالنډ په پوهنتون کې زده کړې وکړې، په هالنډ کې لومړنۍ ښځینه ډاکټره وه. نوموړې په ۱۸۸۲ زکال کې په نړۍ کې د امیدوارۍ څخه د مخنیوي لومړنی روغتون جوړ کړ او همدارنګه یې د هالنډ او نړۍ د ښځو په خوځښتونو کې ونډه واخیسته. هغې د داسې تبلیغاتي کمپاینونو مشري وکړه چې په موخو کې یې د فاحشه ګرۍ پر وړاندې د قواعدو له منځه وړل، د ښځو د کاري شرایطو غوره والی، د سولې ترویج او ښځو ته د رایو د ورکړې حقونه شامل کېدل.

جاکوبس د نوولسمې پېړۍ په نیمايي کې وزېږېده او هیله یې لرله چې د خپل پلار په څېر ډاکټره شي. د موجودو خنډونو سربېره نوموړې عالي زده کړو ته د لاسرسي په موخه مبارزه وکړه او په ۱۸۷۹ زکال کې یې د طبابت په برخه کې زده کړې بشپړې کړې؛ په دې سره نوموړې په هالنډ کې لومړنۍ ښځینه وه چې طبابت یې ولوست. هغې ښځو او ماشومانو ته د طبي پالنو په وړاندې کولو سره په کار کې د بوختو ښځو د روغتیا اړوند اندېښنې لرلې او دا یې تشخیص کړه چې د روغتیا په موخه د کافي ملاتړیزو قوانینو د نشتوالي له امله د هغوی اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ دی. هغې یو وړیا کلنیک جوړ کړ څو بې وزله ښځو ته د حفظ الصحې اړوند روزنه ورکړي او د ماشومانو پالنه وکړي؛ په ۱۸۸۲ زکال کې دغه کلنیک خپل خدمتونه د اطلاعاتو توزیع او همدارنګه د امیدوارۍ څخه د مخه نیونکو توکو ویشلو ته پراخه کړل. په داسې حال کې چې نوموړې تر ۱۹۰۳ زکال پورې طبي چارو ته دوام ورکړ، خو په مخ پر زیاتوالي ډول یې د ښځو لپاره د هوسا ژوند جوړونې په چارو تمرکز وکړ.

له ۱۸۸۳ زکال وروسته هغه مهال چې جاکوبس دولتي چارواکي د ښځو د حقونو اړوند موضوعاتو په برخه کې وننګول، د خپل ژوند په اوږدو کې یې هڅه وکړه څو هغه قوانینو ته بدلون ورکړي چې مساواتو ته یې د ښځو لاسرسی محدود کاوه. نوموړې په خپلو مبارزاتو کې د کارګرانو د استخدام په برخه کې د لازمي رخصتۍ قوانین رامنځته او په ۱۹۱۹ زکال کې یې د هالنډۍ ښځو لپاره د رایو حق ترلاسه کړ. جاکوبس چې د ښځو په نړیوال خوځښت کې یې ونډه لرله، د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو ته یې سفرونه وکړل، د ښځو د مسایلو اړوند یې ویناوې وکړې او همدارنګه یې ټولنیز – اقتصادي مسایل مستندسازي کړل. نوموړې د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو د نړیوالې ټولنې په تاسیس کې اساسي ونډه لرله او د سولې په خوځښت کې پام وړ فعاله وه. جاکوبس په نړیواله کچه د ښځو د حقونو او ځایګي په برخه کې د مشارکت له امله شهرت لري.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې ۱۸۵۷-۱۸۷۹[سمول]

جاکوبس د کال ۱۸۵۴ د فبرورۍ په ۹ د هالند په ساپمیر سیمه کې د انا دې جونګ او ابرهام جاکوبس په کور کې وزېږېده. هغه له یولسوما شومانو څخه اتم ماشوم و چې یهودي نسب ته ورته یوه کورنۍ کې وزېږېده. د هغې پلاریو ډاکټر و چې له همدې امله جاکوبس له کوچني عمر څخه له طبابت سره مینه پېدا کړه. هغې د کلي په ښوونځې کې زده کړه پيل کړه او دستنې په واسطه د اوبدلو کار کاریې زده کړ او په کال ۱۸۶۷ کې یې خپلې زده کړې بشپړې کړې. په هغه وخت کې د ښځو لپاره پرته له ځوانو ښځو  ته تدریس نور د زده کړې فرصتونه نه و. هغې په یو له نوموړو کې ځان شامل کړ دوه هفتې هلته لاړه خو هلته تګ یې احمقانه او د وخت ضایع کول وبلل. د دې لپاره چې هغه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، هغې د جامه جوړونکې په توګه کار پيل کړ او په کور کې به یې زده کړې کولي چې هلته د هغې مور هغې ته فرانسوي او جرمني ژبې ورزده کولې ، له دې برسېره دهغې پلار هغې ته لاتینه ژپه او یوناني ژبه تدریسوله. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د دې هيلې درلودل چې د پلار په څېرډاکتره شي، جاکوبس له یو شمېر ننګونو سره مخ کړه  ځکه په نولسمې پېړۍ کې زده کړې د ښځينه زده کوونکو لپاره پرانستې نه وې. د هغې د کورنۍ یوې ملګرې لیوي الی کوهن  چې مسلک یې حفظالصحه وه له هغه وروسته چې په کال ۱۸۷۰ کې پوه شوه چې یوه ښځه کولای شي چې ازموینه ورکړي جاکوبس  وهڅوله چې مرستیاله فارمسیسته شي. جاکوبس د ازموینې لپاره چمتو شوه، هغې له پلار ، له ورور چې یو فارمسېست و  او له کوهن څخه زده کړه وکړه او د کال ۱۸۷۰ په جولای کې دا ازموینه تېره کړه او دپلوم یې تر لاسه کړ. هغه وروسته د کوهن او سامویل سیګموند روسینستین چې د پوهنتون رئیس وه له خوا وهڅول شوه تر څو د ګرونینګن پوهنتون کې د شمولیت د ازموینې   لپاره دوه کاله د چمتووالي زده کړې وکړي. هغې له جې دبلیو اې رېنسن څخه چې په ساپمیر کې د ریکس هېګېر برګر سکول د ملي عالي ښوونځې رئیس و اجازه واخیسته چې په یوه ټولګي کې کښېني چې په دې سره هغه لومړنۍ ښځینه زده کوونکې وه چې یوه عالي ښوونځي ته حاضرېدله. کله چې هغه پوهه شوه چې یو نارینه زده کوونکي چې د فارمسۍ ازموینه یې تېره کړې وه د خپل دپلوم په اساس پوهنتون کې منل شو و ، نو جاکوبس په پټه د هالند د وزیرانو شورا رئیس جان ردولف توربېک ته په دې اړه ولیکل او له هغه یې اجازه وغوښته چې پوهنتون کې د شاملېدو د ازموینې تر تېرولو د مخه خپلې زده کړې پیل کړي. هغې ته توربېک له خوا د یوه کال ازموېښټې زده کړیالې په توګه مشروطه منظوري ورکړل شوه.  [۵][۷][۶][۴][۱][۸][۹][۱۰][۴][۵][۱۱]

د کال ۱۸۷۱ د اپرېل په ۲۰ جاکوبس پوهنتون ته شامله شوه او په دې بوهه شوه چې د زده کړې لپاره د نورو ښځو هڅونه د دې په کړنه پورې اړونده ده. د څو میاشتو په لړ کې چې د جاکوبس پلار خبر شو چې تیوربکس مرګونی ناروغ دی نو هغه تینګار وکړ چې دهغه لور ته باید اجازه ورکړل شي چې له ازماېښتي دورې څخه پرته په پوهنتون کې ثبت شی. د کال ۱۸۷۲ د اپرېل په ۱۲ د تیور بېکس له مړينې لږ موده وروسته ، جاکوبس د یوې رسمې خبرتیا د ترلاسه کولو له لارې د یوې طبې زده کړیالې په توګه په پوهنتون کې ومنل شوه. د ناروغۍ د دورو سره سره، هغې د کال ۱۸۷۷ د اپرېل په ۱۲ دجواز اخیستنې مقدماتي ازموینه تېره کړه او د کال ۱۸۷۸ د اپرېل په ۳ یې وروستۍ ازموینه تېره کړه. وروسته له هغه چې هغې په کال ۱۸۷۸ کې د عمومي طبي کارکوونکې په توګه د کار کولو جواز تر لاسه کړ هغې د خپلې دوکتورا د تېزس په لیکلو پیل وکړ چې په مغزو کې د رواني او پتالوژيکې علایمو په ځای کېدلو په باره کې و. په دې وخت ماغزه دومره دېر د مطالعې وړ نه و او د مغزو فیسولوژي د دېزرتشن لپاره هومره د ټاکلو وړ موضوع نه وه. د کال ۱۸۷۹ د مارچ په ۸ د فارغېدو په مهال جاکوبس لومړنۍ ښځه وه چې یوه هالندي پوهنتون کې زده تر سره کړې، یوه لومړنۍ هالندۍ ښځه وه چې د طب په برخه سند تر لاسه کړي او لومړنۍ ښځه وه چې د طب په برخه دوکتورا تر لاسه کړي.   [۹][۴][۱۱][۴][۴][۱۲][۶][۱۳][۱۴][۱۵]

کله چې د هالند هېواد په ورځپاڼو کې دهغې د لاس ته راوړنو په اړه خبرونه خپاره شول، نو جاکوبس ګڼ شمېر د مبارکۍ پیغامونه تر لاسه کړل. د مبارکۍ یو بیغام د کارل ویکتور ګریتسې له خوا چې یو ټولنيز سمونپال و تر لاسه شو چې هغه یې هڅولې وه او د هغې په استاذولۍ یې  نورو ښځینه ډاکټرانو ته ور پېژندلې وه. د جاکوبس د پلار له نه منلو سره سره، هغې له ویکتور ګریتسې سره مکاتبې پېل کړې که څه هم هغوی تر څو کلونو پورې یو بل سره ونه ليدل. له فراغت څخه وروسته، د لندن په مختلفو روغتونونو کې د ښځينه ډاکټرانو سره له لېدنو کتنو خپله زده کړه نوره هم غښتلې کړه چې  په دې روغتونونو کې د ګریت اورموند ستریت روغتون، د ښځو لپاره د لندن طبي ښوونځی او د ښځو لپاره نوی روغتون شامل و چې هلته جاکوبس له الیزابت ګارېت اندرسون په انګلند کې لومړنۍ ښځینه طبي کارکوونکې او د هغې له خور میلیسینت ګارېت فاوسېت سره وليدل. دا دواړه ښځې په ټينګه سره د ښځو لپاره د رأیې د حقونو په مبارزه کې او د زېږون د مخنیوي په څېر په ښځو پورې نورو ټولنیزو مسایلو کې ښکېل وې. هغې همدارنګه له خپلو همفکرو سمونپالو سره لکه اني بېسنت، چارلس برادلف، چارلس رابرت ، جورج دریسدل او الایس ویکري سره چې د ټولنیزو سمونونو په باره کې د هغې په مفکوره اغیزه درلوده ولیدل.[۴][۱۱][۱۱][۹][۴][۱۶][۱۷][۱۸]

فعالیت (۱۸۸۸ – ۱۹۰۳ زکال)[سمول]

د جاکوبس مېړه ګریټسن په ۱۸۸۸ زکال کې د امستردام د لیبرال مترقي ټاکنیز بنسټ په تاسیس کې ونډه لرله او د امستردام د ښاري شورا غړی وټاکل شو. هغه په کلکه سره د عمومې رایې له حق، اجباري زده کړو او د حد اقل معاش او د کار د حد اکثر کاري ساعتونو په ګډون یې له ټولنیزو اصلاحاتو څخه ملاتړ کاوه. په ۱۸۹۲ زکال کې نوموړي د راډیکال اتحادیې په تاسیس کې مرسته وکړه؛ دا په هالنډ کې لومړنی سیاسي ګوند و چې ښځې یې د غړو په توګه ومنلې. هغې له خپل مېړه سره په فعاله توګه په دغه ګوند کې ونډه لرله چې د نړیوالې رایې د حق سربېره یې د کلیسا او دولت ترمنځ د جلاتوب ملاتړ هم کاوه. له دې امله چې دوی داوړو غوښتل ماشوم ولري، پرېکړه یې وکړه چې په رسمي ډول واده وکړي؛ همدا و چې د ۱۸۹۲ زکال د اپرېل په ۲۸مه نېټه یې په رسمي بڼه واده وکړ. جاکوبس له واده وروسته د خپل پخواني نوم څخه ګټنه کوله او د ۱۸۹۳ زکال د سپټمبر په ۹مه یې زوی وزیږېد؛ له دې سره د دوی ماشوم د قابلې د ناسمې پاملرنې له امله یوازې یوه ورځ ژوندی پاتې شو. په داسې حال کې چې نوموړې د ۱۸۹۴ زکال پر مهال د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې ټولنې (Vereeniging voor Vrouwenkiesrecht) یو له بنسټګرانو څخه وه خو د ماشوم له زیږون وروسته د جراحۍ د عملیاتو له امله یې ونشو کولای د هغو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي. نږدې همدغه مهال و چې نوموړې د بې وزلو خلکو پر مخ خپل وړیا کلنیکونه هم وتړل. [۴][۱۹][۲۰][۲۰][۲۱][۲۲][۲۱][۲۳][۱۹]

د ۱۸۸۰ زکال او د ۱۸۹۰مې لسیزې په ډېری مهال کې جاکوبس خپل ډیر وخت طبي چارو، راډیکال سیاستونو، مقالې لیکنې او له ګریټسن سره سفرونو ته ځانګړی کړ. هغې په سوشیال ویکبلاډ مجله کې یو شمېر داسې مقالې خپرې کړې چې په هغو کې یې د امیدوارۍ څخه د مخنیوي له لارو چارو دفاع کړې وه. په ۱۸۹۴ زکال کې نوموړې په یو شمېر ورځپاڼو کې د هټیوالو د روغتیا اړوند تبلیغاتي کمپاین پیل کړ او د هغوی پر وړاندې یې موجودې ستونزې بیان کولې؛ راتلونکی کال یې د امستردامر ورځپاڼې لپاره د فاحشه ګرۍ او جنسي ناروغیو اړوند مقاله ولیکله. [۴][۲۱][۲۱][۲۱][۲۴][۲۵][۲۶]

نوموړې په ۱۸۹۹ زکال کې د ښځو د نړیوالې شورا په دویم کانګرس کې چې په لندن کې جوړ شوی و، ګډون وکړ. دغې چارې پر هغې پام وړ اغېز وکړ او د ښځو لپاره یې د رایو ورکولو د حق په ترلاسه کولو بشپړ تمرکز وکړ ځکه چې دغه چاره یې په نورو برخو کې د ښځو پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړو یوازنۍ لار وبلله. همدا و چې تر ۱۹۰۰ زکال پورې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې ټولنې (VvVk) د غړو شمېر شاوخوا ۲۰۰۰۰ تنو ته ورسېد. [۲۱][۶][۶][۲۱][۲۲][۲۷]

د شلمې پېړۍ په پیلېدو د ۱۹۰۰ زکال په مۍ میاشت کې جاکوبس له ارنولډ آلترینو سره د هالنډي نارینه او ښځینه روغتیا پالونکو لپاره د امکاناتو د زیاتوالي ټولنه (Nederlandsche Vereeniging tot Bevordering der Belangen van Verpleegsters en Verplegers) جوړه کړه چې موخه یې د روغتیا پالونکو لپاره د ټولنیزو اقتصادي امکاناتو پراختیا وه. له ۱۹۰۲ زکال څخه تر ۱۹۱۲ زکال پورې نوموړې د روغتیا پالنې د نړیوالو چارو اړوند مقالې ولیکلې او د نوسوکوموس په نامه یې د دغې ټولنې د مجلې مشري وکړه. د ۱۹۰۰مې لسیزې په لومړیو کې جاکوبس د ښځو او اقتصاد په نامه د شارلوټ پرکیینز ګیلمن اثر او همدارنګه د الویو شراینر د ښځو او کار په نامه اثر په څېر د فیمنېستي نظریې لرونکي اثار وژباړل چې په ۱۹۱۰ زکال کې یې خپاره کړل. په ۱۹۰۱ زکال کې هغې او ګریټسن راډیکال اتحادیه پرېښوده او د آزاد فکر لرونکې دیموکراتیکې اتحادیې (Vrijzinnig Democratische Bond) له بنسټګرانو سره مل شول. (له دې سره هم جاکوبس له راډیکال اتحادیې سره اړیکه وساته او له ۱۹۲۱ زکال څخه یې تر ۱۹۲۷ زکال پورې د هغو په مدیره پلاوي کې خدمت وکړ). جاکوبس په مرتب ډول په سوشیال ویکبلاډ مجله کې د ښځو د کاري شرایطو اړوند مقالې خپرولې؛ بالاخره د ښځو د کار اړوندې ملي ادارې د اصلاح شوي قانون مسوده ترتیب کړه او له امله یې نوموړې په ۱۹۰۳ زکال کې جایزه ترلاسه کړه. جاکوبس په ۱۹۰۳ زکال کې له خپلو طبي چارو تقاعد شوه او له هغو وروسته یې خپل ډیری مهال د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې ته ځانګړی کړ؛ هغې د خپلو هڅو لګښتونه د خپلې شخصي کتابتون د کتابونو له پلورلو څخه پوره کول. [۲۱][۶][۲۱][۲۱][۲۸][۲۹]

د ښځو د رایو حق (۱۹۰۳ – ۱۹۱۹ زکال)[سمول]

جاکوبس په ۱۹۰۳ زکال کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې ټولنې مشره وټاکل شوه او دغه څوکۍ یې د ۱۶ راتلونکو کلونو لپاره وساتله. نوموړې په ۱۹۰۴ زکال کې له خپل مېړه سره برلین ته سفر وکړ څو د ښځو د نړیوالې شورا په کانګرس کې ګډون وکړي؛ په دغه غونډه کې د رایو غوښتونکو هغه ښځو سره مل شوه چې له یادې شورا څخه جلا شوې وې او موخه یې لرله څو د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې نړیواله اتحادیه جوړه کړي. د غونډې په پای ته رسېدو سره دوی دواړو متحده ایالاتو ته سفر وکړ او د سفر پر مهال یې له څو هېوادونو څخه لیدنه وکړه. هغې له امریکا او د هغو اړوند د لیکونو (Brieven uit en over Amerika) تر عنوان لاندې اثر ولیکه چې په ۱۹۰۶ زکال کې یې خپور کړ. ګریټسن د سفر پر مهال ناروغ او په ۱۹۰۵ زکال کې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو. د ګریټسن له مړینې وروسته ورته د رامنځته شوې اروايي ستړیا څخه په رغېدو نوموړې بیاځلي په ۱۹۰۶ زکال کې د ښځو د رایو د حق لپاره مبارزه پیل کړه او د کري چپمن کټ سره یې یوځای د اطریش – هنګري له سترواکۍ لیدنه وکړه. [۲۱][۲۱][۶][۳۰][۱۱]

په ۱۹۱۴ زکال کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل کېدو لږ وروسته د خپل هېواد بې پلویتوب ته په پام نوموړې په هاګ کې د ښځو د نړیوال کانګرس جوړولو ته کار وکړ. دغه غونډه د نړۍ له ټولو برخو څخه د ښځو په استازولۍ له جګړې سره د مخالفت په موخه د بحثونو او ناستو په موخه جوړه شوه چې له شیکاګو څخه د سولې غوښتونکې جین آدامز له خوا یې مشري وشوه. [۲۴][۶][۲۱][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Jacobs 1996، ص. 9.
  2. Jacobs 1996، صص. 8–9.
  3. Jacobs 1996، ص. 7.
  4. ۴٫۰۰ ۴٫۰۱ ۴٫۰۲ ۴٫۰۳ ۴٫۰۴ ۴٫۰۵ ۴٫۰۶ ۴٫۰۷ ۴٫۰۸ ۴٫۰۹ Bosch 2018.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Haire 1928، ص. 172.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ ۶٫۵ ۶٫۶ ۶٫۷ Feinberg 2009.
  7. Jacobs 1996، ص. 13.
  8. Bosch 1997، ص. 41.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Windsor 2002، ص. 107.
  10. Jacobs 1996، ص. 11.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ ۱۱٫۴ Bosch 2008، ص. 637.
  12. Dekkers 2018.
  13. Pyenson 1989، ص. 161.
  14. Jacobs 1996، ص. 30.
  15. Jacobs 1996، ص. 15.
  16. Rappaport 2001، ص. 329.
  17. Jacobs 1996، ص. 20.
  18. Jacobs 1996، ص. 19.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Voerman 2002.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Jacobs 1996، صص. xv, 118.
  21. ۲۱٫۰۰ ۲۱٫۰۱ ۲۱٫۰۲ ۲۱٫۰۳ ۲۱٫۰۴ ۲۱٫۰۵ ۲۱٫۰۶ ۲۱٫۰۷ ۲۱٫۰۸ ۲۱٫۰۹ ۲۱٫۱۰ ۲۱٫۱۱ ۲۱٫۱۲ de Wilde 2018.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Bosch 2017، ص. 173.
  23. Jacobs 1996، صص. 187–188.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Rappaport 2001، ص. 330.
  25. Jacobs 1996، ص. 67.
  26. Jacobs 1996، ص. 120.
  27. Leijenaar 2004، ص. 89.
  28. Sharistanian et al. 1976، ص. 200.
  29. Publications for Nurses and Carers Foundation 2016.
  30. Jacobs 1996، صص. 133–134.
  31. Rappaport 2001، صص. 330–331.
  32. Harper 1908، ص. 72.