الیکزانډر باین (مخترع)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الیکزانډر باین (مخترع)
الیکزانډر باین (مخترع)
الیکزانډر باین (مخترع)

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۸۱۰[۱]
مړینه 2 جنوري 1877 (66–67 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
الیکزانډر باین یو سکاټلینډی مخترع او انجنیر و، چا چې په لومړي ځل برېښنايي ساعت اختراع او د امتياز حق يې د ځان په نوم ثبت کړ. هغه د تیلیګراف ساعت اختراع کړی و، کوم چې د نړۍ په هر ځای کې د ډیرو بریښنایی ساعتونو د همغږي کولو ټیکنالوجي وه؛ دې ټولو ساعتونو به کټ مټ ورته وختونه ښودل. هغه همدارنګه د انځورونو د سکین کولو او په سلګونو میله لرې د ټیلیګراف د مزو له لارې د هغوی لیږدولو لپاره د کاپي کولو د ماشین اختراع هم کړې او د امنتياز حق يې درلود.

نوموړي د اورګاډي د تیلیګراف مزي د سکاټلينډ د ایډینبرګ او ګلاسکو تر منځ نصب کړل، څو پیغامونه ثبت، د اورګاډي خوځښت خوندي تنظیم، وخت په نښه، اشارې ولېږدوي او د مختلفو موقیعتونو معلومات پرینټ کړي. هغه د کیمیاوي ټیلیګراف ټیکنالوژي اختراع کړه چې کولای يې شول په یوه دقیقه کې تر ۱۰۰۰ تورو پورې د ټیلګراف لاین پیغامونه انتقال کړي، په داسې حال کې چې د مورس ټیلګراف یواځې په یوه دقیقه کې ۴۰ توري توليد کولای شول.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

باین د سکاټلینډ په «کایتنیس» کې واټین ته نیږدې په «هاوسټري» کې زیږدلی و. هغه د ۱۸۱۰ز کال د اکتوبر په يوويشتمه نیټه زیږیدلی و. د هغه پلار یو بزګر و. نوموړي د مارګیرټ په نوم یوه غبرګونې خور درلوده او په ټوله کې هغه شپږ خوندې او شپږ ورونه درلودل. باین په ښوونځي کې ښه ونه ځلېد او له همدې امله یې د سکاټلینډ په «ویک» کې د یو ساعت جوړونکي څخه روزنه تر لاسه کړه.[۲][۳]

باین د ساعت جوړولو هنر زده کړ او بیا لومړی د سکاټلینډ ایډینبرګ ته ولاړ. وروسته د ۱۸۳۷ز کال کې لندن ته ولاړ، چیرته چې هغه په «کلرکنویل» کې د ماهر کارګر په توګه کار تر لاسه کړ. هغه د بریښنا په اړه د خپلې پوهې د لا پراختیا په موخه د پولی تخنیک انسټیټیوټ او «اډیلیډ ګالري» کې درسونه تکرار کړل. وروسته يې بیا په ایډنبرګ کې د هانوور پر سړک د خپل کارځای جوړ کړ. [۲]

مسلک[سمول]

بریښنایی ساعتونه او د اورګاډي تیلیګراف[سمول]

په ۱۸۴۰ز کال کې، د هغه د اختراع د مخته وړلو لپاره د پیسو څخه ناهيلي باین د میکانیکس مجلې مدیر ته خپلې مالي ستونزې بیان کړې چې هغه «سر چارلیس ویټسټون» ته ورپېژانده. باین ویټسټون ته خپل نمونې وښودې، له چا څخه چې کله د هغه د اند په اړه وپوښتل شول، وويل چې هغه باید د دغه نظریو د پرمختګ په اړه نور زیات فکر ونه کړي، ځکه چې دغه نظریې کوم راتلونکی نه لري. درې میاشتې وروسته «ویټسټون» رویال ټولنې ته یو برېښنايي ساعت وښود او دعوه یې کوله چې دا د هغه خپله اختراع وه. که څه هم، باین لا دمخه د ۱۸۴۰ز کال په اکتوبر کې د دې لپاره د حق امتياز غوښتنه کړې وه او د لومړي بریښنایی ساعت اختراع او امتياز حق د ثبت په توګه یې د امتياز شمېره ۸۷۸۳ ترلاسه کړی وه. ویټسټون د باین د حق امتياز د مخنيوي هڅه وکړه، خو ناکام شو. کله چې ویټسټون د بریښنایی ټیلیګراف شرکت رامنځته کولو لپاره د پارلمان قانون تنظیم کړ، د اعيانو مجلس «باین» د شواهدو لپاره راوباله او بالاخره یې شرکت دې ته اړ کړ چې باین ته ۱۰۰۰۰ پونډه ورکړي او هغه ته یې د مدیر په توګه دنده ورکړه چې د ویټسټون د استعفا لامل وګرځېده.[۴][۵][۶]

د باین بله اختراع د تیلیګرافي ساعتونو لپاره وه. دا تیلیګرافي ساعتونه د ۱۸۳۷ز او ۱۸۴۰ز کلونو تر منځ پرمختللي او جوړ شوي وو. دا تیلیګرافي ساعتونه په ۱۸۴۰ز کال کې عملي استعمال ته وړاندې شول او د امتياز غوښتنه یې وکړه. د اممتياز حق د تر لاسه کولو نیټه يې د ۱۸۲۱ز د جنورۍ مياشتې يوولسمه وه او د «جان باروایس» چې د کرونومیټر (د وخت اندازه کوونکی) جوړونکی، او الیکزانډر باین ميخانيک په نومونو وه. دا د هغه مرکزي بریښنایی ساعت تشریح کوي، کوم چې يوه عقربه کاروي چې د بریښنایی مقناطیسی ټکانونو په مټ ښورېږي چې د نړۍ په بیلابیلو نقطو کې د بریښنایی ساعتونو په سیسټم کې نورو ټیلیګرافی ساعتونو ته هم لیږل شوي وو. دغه ماهر ساعت په واشنګتن ډي سي کې د سمیتسونین انسټیټیوټ کې یا د انګلستان په لندن کې د شاهي ګرینویچ رصدخانه کې موقعیت لري. په دې ټکانونو سره دا مرکزي ساعت د دې لامل ګرځي چې په سیسټم کې نور ټول ساعتونه یوځای په همغږي توګه سره لکه د یو ساعت په څیر وګرځي. [۷]

باین وروسته د ۱۸۴۳ز کال په حق امتيازاتو کې دې ته وده ورکړه، په دې کې د "ځمکې بیټرۍ" څخه د اړتیا وړ بریښنا ترلاسه کولو وړاندیز شامل و، کوم چې د زنک او مسو له تختو جوړ و چې په ځمکه کې د يو گز (۰.۹ متر) په واټن  په وچ شوي لندبل کې ښخ شوي وو. هغه په خپله لمر دې ته برابر کړ چې خپل ټیلګرافی ساعتونه د ګرینویچ له معياري وخت سره برابر کړي. په نصف النهار لیکه کې د شیشې یوه قوي عدسه او د هغې شاته د تودوخې بریښنایی ستنه نصب شوې وه چې بریښنایی بیټرۍ یې جوړه کړې وه. عدسه په داسې شکل سره ځای پر ځای شوې وه چې څومره ژر چې لمر د ځای پر نصف النهار لیکه کږیده د هغې وړانګې داسې جوړې شوې وې چې د بریښنایی بیټرۍ په پای په قوي توګه وغورځي، کوم چې وروسته د بریښنایی کرنټ محرک تولیداوه. دغه محرک بیا وروسته په سيستم کې ټولو ساعتونو ته لیږل کیده او هغوی ټول یې په سملاسي ډول د صحیح ګرینویچ معياري وخت ته برابرول. [۸][۹]

د ۱۸۴۱ز کال په دیسمبر کې، باین له دويم بريدمن تاماس رايټ ار اين سره يو ځای، د بریښنا په کارولو سره د اورګاډي پټلۍ د اورګاډو مديريت کې د مرستې لپاره د يوې طريقې حق امتياز وړاندې کړ. په دې کې تر ټولو مهم ځای کړای شوی اند د ستنې د تيليګراف بدلون په اړوند د هغه طرحه وه چې له دې مکې د «امپير، ويټسټون» او نورو له خوا جوړه شوې وه: د بریښنایی مقناطیس تر اغیز لاندې د محرکې مقناطیسي ستنې له خوا د سیګنالونو رامنځته کولو پرځای، هغه یې د یو ثابت مقناطیس د ستنو تر منځ د حرکت وړ کړۍ په ځنډولو سره جوړ کړ. یو ورته مفهوم د «سر ویلیم تامسن» د سیفون په ثبت کې هم روښانه شوی. باین همدارنګه وړاندیز وکړ چې د کړۍ د ثبت پیغامونه د دوی په چاپ کولو سره جوړ کړي، دا هغه اند و چې نوموړي له دې وورسته نورو نمونو کې وده ورکړه. د باین ټیلیګراف د لومړي ځل لپاره د ایډینبرګ او ګلاسګو د اورګاډي په پټليو کې د ۱۸۴۵ز کال د دیسمبر په مياشت کې استعمال شو، کومه چې په ۱۸۴۲ز کال کې پرانيستل شوې وه. د ۱۸۴۶ز کال د جنوری په میاشت کې هغه د سټاکټون او ډارلینګټون د اورګاډي پټلۍ مدیران قانع کړل چې د هغه تیلیګراف د سیلډون تونل د شمال او سويل تر منځ نصب کړي. دغه وسایل د ۱۸۶۵ز کال تر سپتمبر پورې کارول کیدل. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۸۴۶ز کال د ديسمبر په دوسمه نیټه، باین چې هغه مهال يې په اډینبورګ کې ژوند کاوه، د کیمیاوي ټیلګراف د اختراع حق واخیست. هغه لیدلي و چې مورس او نور ټیلګرافونه د دوی د خوځنده برخو د میخانیکي ځنډ له امله په نسبي ډول سست وو او پوهېدلی  و چې د سیګنال جریان د امونیم نایټریټ او پوټاشیم فیروکینایډ په مخلوط کې په ډوب شوي کاغذي تختې په غورځېدو سره د لوستلو وړ نښو جوړولو لپاره کارېدای شي، له کوم څخه چې د جريان په تېرېدو سره د شنه رنګ يوه نښه وي. پر کاغذ د نښو جوړولو چټکتيا دومره تېزه وه چې د لاس اشاره له هغې سره برابره نه وه او له همدې امله باین د سوري لرونکي کاغذ تړانګې په کارولو سره د اتوماتیک سیګنال کولو طریقه رامنځته کړه. دغه مفهوم وروسته د ویټسټون له خوا په خپل اتوماتیک لیږدونکي کې کارول شوی و. د باین کیمیاوي ټیلګراف د پاریس او «لیل» ترمنځ و ازمایل شو، او په دوه پنځوس ثانیو کې یې د ۲۸۲ تورو سرعت ترلاسه کړ، د مورس ټیلګراف کې یو لوی پرمختګ و، کوم چې یواځې په یوه دقیقه کې شاوخوا څلوېښت توري ورکولای شول. د دې مفکورې پراختیا وروسته وښودله چې دا په یوه دقیقه کې د ۱۰۰۰ کلمو کار کولو وړتیا لري.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Alexander Bain
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ McNeil 2002، ص. 63.
  3. Campbell 2011، ص. 19.
  4. (په 22 July 1961 باندې). Alexander Bain Inventor of First Electric Clock.
  5. (په 29 March 1851 باندې). Science and Art.
  6. Winston 2010، ص. 221.
  7. (په 20 December 1848 باندې). Telegraphing Time-Electric Clocks-when invented.
  8. (په 20 December 1848 باندې). Telegraphing Time-Electric Clocks-when invented.
  9. Desmond 2016، ص. 11.
  10. Lamont 2001، ص. 97.
  11. Briggs 1896، ص. 9.
  12. Mudie 1841، ص. 32.
  13. Wheen 2011، ص. 26.