الین ویلکنسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الین سیسلي ویلکنسون (زوکړه: د ۱۸۹۱ زکال د اکتوبر ۸مه – مړینه: د ۱۹۴۷ زکال د فبروري ۶مه) د بریتانیا کارګر ګوند ته اړونده سیاستواله وه چې له ۱۹۴۵ زکال څخه یې د خپلې مړینې تر مهاله د پوهنې د وزیرې په توګه خدمت وکړ. نوموړې د خپل سیاسي ژوند په لومړیو کې له جارو ټاکنیزې حوزې څخه د پارلمان استازې شوه او وروسته له هغې په یوې ملي څېرې واوښته چې لندن ته یې د جارو ښار د بېکاره وګړو لاریون رهبري کړ او د هغوی لپاره یې د کاري زمینې برابرولو غږ جګ کړ. په داسې حال کې چې دغه مهال د دوی لاریون بریالی نه و، خو د ۱۹۳۰مې لسیزې پر مهال دغه لاریون له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بېکارۍ او ټولنیز عدالت په برخه کې د لیدلورو د رامنځته کولو په موخه یو نمونوي انځور وړاندې کړ.

ویلکنسون د منچسټر په یوه بې وزله، خو هیله لرونکې کورنۍ کې وزیږېده او په ډیر لږ عمر کې یې سوسیالېزم ومانه. د منچسټر له پوهنتون څخه له فراغت وروسته هغه د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتنې د سازمان د غړې او وروسته د کارګري اتحادیې د افسرې په توګه په کار بوخته شوه. ویلکنسون په ۱۹۱۷ زکال کې د روسیې له انقلاب څخه په الهام د بریتانیا له کمونېست ګوند سره یوځای شوه او انقلابي سوسیالېزم ته یې تبلیغ وکړ، په داسې حال کې چې د کارګر ګوند له اړخه سیاسي واک ته د رسېدو په موخه د قانوني لارو چارو موندلو په لټه کې وه. نوموړې په ۱۹۲۴ زکال کې د کارګر ګوند په استازولۍ د ختیځ میډلزبرو څخه د پارلمان استازې وټاکل شوه او د ۱۹۲۶ زکال له عمومي اعتصاب څخه یې ملاتړ وکړ. له ۱۹۲۹ زکال څخه تر ۱۹۳۱ زکال پورې د کارګر ګوند په حکومت کې نوموړې د عامې روغتیا د وزیر د ځانګړې پارلماني منشي په توګه دنده ترسره کړه. دغه مهال نوموړې د پارلمان له ځوانې غړې او فعالې، جیني لي سره اړیکې ټینګې کړې. په ۱۹۳۱ زکال کې له میډلزبرو څخه پارلمان ته په لار موندو کې په پاتې راتلو سره وړاندې له دې چې په ۱۹۳۵ زکال کې د جارو څخه پارلمان ته لار ومومي، یوه فعاله خبریاله او لیکواله شوه. نوموړې د هسپانیا د کورنۍ جګړې پر مهال د جمهوري غوښتونکي حکومت له پیاوړو مدافعینو څخه وه او د جګړې له ډګر څخه یې څو ځله لیدنه وکړه.

ویلکنسون د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د چرچیل د جګړې په ائتلاف کې تر ډېره د هاربرټ موریسون تر مشرۍ لاندې د کورني امنیت په وزارت کې د مرستیالې په توګه خدمت وکړ. هغې د کارګر ګوند د مشر په توګه د کلمنت آتلي په ټاکنه کې د موریسون له هڅو ملاتړ وکړ. له دې سره وروسته له هغه چې آتلي له جګړې وروسته کابینه جوړه کړه، ویلکنسون یې د پوهنې وزیره وټاکه. دغه مهال د هغې روغتیايي حالت چندان ښه نه و ځکه چې د کلونو لپاره یې له کچې زیات کار کړی و. د وزارت پر مهال د دې پر ځای چې راډیکال عالي ښوونځي رامنځته کړي، هغه چې د کارګر ګوند ډیری غړو ورسره لیوالتیا لرله، خو هغې خپله اصلي دنده دا وګڼله چې د جګړې د ائتلاف پر مهال رامنځته شوی د ۱۹۴۴ زکال د پوهنې قانون پلی کړي. هغې خپله ډیره انرژي په دې ولګوله چې د زده کړو د پرېښودو عمر له ۱۴ څخه ۱۵ ته زیات کړي. د ۱۹۴۷ زکال د سخت ژمي په لومړیو کې په برونشي (سینه او بغل) ناروغۍ اخته او د پریمانه درملو د کارولو له امله مړه شوه، چې بیا طبي څېړنو هم د هغې د مړینې لامل تصادفي اعلان کړ. 

ژوند[سمول]

مخینه، ماشومتوب او زده کړې[سمول]

لومړني کلونه[سمول]

الن ویلکنسون د ۱۸۹۱ زکال د اکتوبر په ۸مه د منچسټر د چارلټون – آن – مېډلاک په کورال سټریټ کې وزیږېده. نوموړې د پنبې د راټولونکي او وروسته د بیمې د یوه شرکت د استازي ریچارډ ویلکنسون او د هغه د مېرمنې الین ووډ دریمه ماشومه او دویمه لور وه. [۱]

الین د شپږ کلنۍ په عمر زده کړو ته مخه کړه او د هغې په خبره «په هغه چټل ښوونځي کې چې پنځه ټولګي یې په یوه خونه کې لرل» په زده کړو یې پیل وکړ. د ماشومتوب د مهال د ناروغیو له امله نوموړې د دوه کلونو لپاره په کور کې پاتې شوه، خو له دغه مهال څخه یې په ګټنې، لوستل زده کړل. ښوونځي ته په بېرته ګرځېدو هغې چټکه وده لرله او د ۱۱ کلنۍ په عمر یې د آردویک په عالي لیسه کې د زده کړو بورس ترلاسه کړ. هغې چې تر ډېره ریښتونی او سرکشه خوی درلود دلته له دوه کالو زده کړو وروسته د سټریټفورډ روډ د نجونو عالي ښوونځي ته تبدیل شوه، هغه تجربه چې بیا دې وروسته د وحشتناکې او نه کنټرول کېدونې چارې په توګه توصیف کړې. هغې د خپل پلار په هڅونې د ارنست هکل، توماس هاکسلي او داروین د اثارو په لوستلو سره په ښوونځي کې د زده کړو نیمګړتیاوې پوره کولې. [۲][۳][۴][۵]

دغه مهال تدریس یو له هغو محدود شمېر دندو څخه و چې د کارګرې طبقې تحصیل یافته نجونو ورته لاسرسی درلود. الین په ۱۹۰۶ زکال کې د ۲۵ پونډه په ارزښت د تدریس په برخه کې د ټرینېنګ بورس ترلاسه کړ. نیمايي اونۍ یې د منچسټر په ورځني روزنیز کالج او نیمه نوره اونۍ یې د اوسولډ روډ په ابتدايي ښوونځي کې تدریس وکړ. په ټولګي کې د هغې چلن د زده کوونکو د لیواله کولو په موخه و، د دې پر ځای چې پر هغوی باندې زده کړې تحمیل کړي؛ له همدې امله یې له خپلو آمرینو سره مکرر جنجالونه لامل وګرځېدل هغه په دې فکر کې شي چې د تدریس په برخه کې راتلونکې نه لري. د تدریس پر مهال هغې له مطالعې سره لېوالتیا ومونده او له ورځنیو مسایلو سره ښکېل شوه، همدا و چې د رابرت بلچفورډ د اثارو له لارې له سوسیالېزم سره بلده شوه. دغه مهال هغه د دین اړوند له یو شمېر پوښتنو سره مخ وه، همدا و چې سوسیالېزم ورته یو جذاب او په موقع برابر ځای نیونکی وګرځېد. د ۱۶ کلنۍ په عمر د خپلواک کارګر ګوند له لانګ سایټ څانګې سره یوځای شوه او د دغې څانګې په لومړۍ غونډه کې له کاترین بروس ګلاسیر سره بلده شوه او د هغې صلیبي ډوله سوسیالېزم ورباندې پام وړ اغېز وکړ. دیرش کاله وروسته ویلکنسون خپل همکار جورج میډلټون ته وویل چې ګلاسیر «زه په سوسیالیستي خوځښت کې شامله کړم... د هغې نه تسلیم کېدونکي شجاعت ته فکر کول ما متواضعه کوي». ویلکنسون د ښځو د رایو د حق د مدافعې، هانا میچل سره لیدو وروسته دغه مهال د ښځو د حقونو اصلي موضوع یا د رایې د ورکړې حق ته مخه کړه. په داسې حال کې چې په لومړیو کې هغه په ورځنیو چارو لکه د اعلامیو په ویشلو او د پوسټرونو په نصب کوله بوخته وه، خو په میچل باندې یې پام وړ اغېز وکړ چې وروسته یې د «ځلاندې او استعداد لرونکې» په توګه توصیف کړه. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د پوهنې وزیره[سمول]

ویلکنسون له مارګاریت بانډفیلډ وروسته دویمه ښځه وه چې د بریتانیا کابینې ته یې لار ومونده. نوموړې د پوهنې د وزیرې په توګه په ۱۹۴۴ زکال کې د جګړې د ائتلاف له خوا د ښوونې او روزنې د تصویب شوي قانون پلي کول خپله اصلي دنده بلله. د دغه قانون له مخې ټولو ته وړیا منځنۍ زده کړې وړاندې کېدلې او له ۱۹۴۷ زکال وروسته یې د زده کړو د پرېښودو عمر هم له ۱۴ کلنۍ څخه ۱۵ کلنۍ ته زیات کړ. [۲۰][۲۱]

د وزارت پر مهال د ویلکنسون په نورو اصلاحي چارو کې په ښوونځي کې د وړیا شېدو ورکړه، د ښوونځیو په خوراکي خدمتونو کې غوره والی، د پوهنتوني زده کړو لپاره د بورسونو د شمېر زیاتوالی او د ټولنیزو کالجونو پر مټ لویانو ته د نیم مهالو زده کړو د فرصت برابرول شاملېږي. نوموړې د ۱۹۴۵ زکال په اکتوبر میاشت کې جرمني ته ولاړه څو د دې اړوند وپوهېږي چې څه ډول کېدلای شي د جرمني له منځه تللی ښوونیز نظام بیاځلي فعال شي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ناروغي او مړینه[سمول]

ویلکنسون د خپل ژوند په اوږدو کې له ساه لنډۍ (برونشي استما) رنځېده او دغه ناروغي یې د پریمانه کار او په زیاته کچه د سګرټو د څکولو پر مټ لا زیاته کړه. د جګړې پر مهال هغه تر ډېره ناروغه وه چې په ۱۹۴۶ زکال کې پراګ ته د سفر پر مهال له ګرځېدو پاتې شوه. د ۱۹۴۷ زکال د جنوري په ۲۵مه نوموړې د بریسټول اولډویک د تیاتر د ښوونځي په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ. د ۱۹۴۶ – ۱۹۴۷ زکال ژمی ډیر سوړ و او دغه مراسم هم په بیرونۍ فضا کې نیول شوي وو. له مراسمو لږ وروسته هغه په سینه او بغل ناروغۍ اخته او د فبروري په ۳مه په لندن کې په خپل کور کې د کوما په حالت کې وموندل شوه چې بیا د ۱۹۴۷ زکال د فبروري په ۶مه د پډېنګټون په سینټ ماري روغتون کې مړه شوه. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Bartley, p. 1.
  2. کينډۍ:Cite ODNB
  3. Wilkinson 1938, p. 402.
  4. Bartley, p. 2.
  5. Vernon, pp. 4–5.
  6. Wilkinson 1938, p. 407.
  7. Wilkinson 1938, p. 403.
  8. Vernon, p. 6.
  9. Jackson, p. 19.
  10. Bartley, pp. 3–4.
  11. Wilkinson 1938, p. 405.
  12. Vernon, pp. 7–8.
  13. Wilkinson 1938, p. 408.
  14. Jackson, p. 24.
  15. Bartley, pp. 3–4.
  16. Letter from Wilkinson to Middleton, quoted by Bartley, p. 5.
  17. Vernon, p. 23.
  18. Debenham, pp. 221–24.
  19. Mitchell, p. 193.
  20. Bartley, pp. 123–24.
  21. کينډۍ:Cite conference
  22. Bartley, pp. 125–26.
  23. Vernon, p. 203.
  24. Rubinstein, David (Spring 1979). "Ellen Wilkinson Re-Considered". History Workshop. 7 (7): 161–69. doi:10.1093/hwj/7.1.161. JSTOR 4288230. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Subscription
  25. Perry, pp. 376–378.
  26. کينډۍ:Cite ODNB
  27. Vernon, pp. 231–33.
  28. Bartley, p. 131.
  29. Vernon, p. 233
  30. Vernon, pp. 231–33.