الینور فرانسېس هلین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الینور فرانسېس «ګلو» هلین (کورنی نوم یې فرانسېس؛ زوکړه: د ۱۹۳۲ زکال د نومبر ۱۹مه – مړینه: د ۲۰۰۹ زکال د جنوري ۲۵مه) امریکايي ستورپوهه وه. نوموړې د ناسا په جې پي ال (Jet Propulsion Laboratory) لابراتوار کې ځمکې ته د نږدې آسماني اجسامو د تعقیب کولو اصلي څېړونکې وه. (یو شمېر منابع بیا د هغې نوم الینور کې هلین بولي).

هلین د کوچنیو سیارو او ګڼ شمېر لکۍ لرونکو ستورو مخکښه کشف کوونکې وه چې په دغو کې ۱۱۱پي/ هلین – رومان – کروکېټ، ۱۱۷پي/ هلین – رومان- الو او ۱۳۲پي/ هلین – رومان – الو، لکۍ لرونکي مهالیز ستوري شامل دي. نوموړې د هغو آسماني اجسامو د کشف ویاړ لري چې اوس مهال د ۴۰۱۵ ویلسون هارینګټون د کوچنۍ سیارې او همدرانګه د ‍۱۰۷ پي/ ویلسون – هارینګټون د لکۍ داره ستوري په نومونو شهرت لري. په داسې حال کې چې ویلسون او هارینګتون له دې څخه څو لسیزې وړاندې و، خو د هغوی مشاهداتو د دغه جسم لپاره کوم مدار وه نه موند، په داسې حال کې چې د هغې بیاځلي کشف یې مدار هم وموند. هلین ۹۰۳ لکۍ لرونکي ستوري او ګڼ شمېر کوچنۍ سیارې کشف او یا یې هم د هغو په کشف کې مرسته کړې.[۱]

ژوند لیک[سمول]

هلین د فرېډ او کې فرانسېس یوازنۍ ماشومه وه. د پنځه کلنۍ په عمر دا په پولیو (د ماشومانو فلج) ناروغۍ اخته شوه او له همدې امله څو میاشتې بستر شوه. [۲]

هلین په اوکسېډنټل کالج کې ځمک پوهنه ولوسته او په ۱۹۵۴ زکال کې ترې فارغه شو. هغې له ران هلین سره واده وکړ او د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې یې په کار پیل وکړ، چېرې چې هغې او بروس سي. موري د سپوږمکیو څېړنیز لابراتوار د سپوږمۍ په سطحه باندې د مصنوعي سپوږمیو د راښکته کېدو لپاره د چمتوالي په موخه تاسیس کړ.[۳][۴]

هلین له دریو لسیزو څخه زیاته موده د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت او همدارنګه په جي پي ال لابراتوار کې کار وکړ. د سپوږمۍ په خولو باندې د هغې څېړونو د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې د ځمکې له سیارې سره د نږدې آسماني اجسامو اړوند لیوالتیا را وپاروله او له همدې امله هغې د پالومار رصد خانې څخه د پالومار سیارې په نامه د ځمکې له مدار څخه د تېرېدونکو اجسامو اړوند سروې پیل کړه. دغه پروګرام لامل وګرځېد چې په زرګونو آسماني اجسام له دې ډلې ۲۰۰ هغه کوچني سیاره ډوله اجسام چې د ځمکې د مدار لور ته یې زیات تمایل درلود، ۲۰ لکۍ لرونکي ستوري او همدارنګه ځمکې ته نږدې شاوخوا ۳۰ سلنه آسماني اجسام کشف شي. هلین د شمېت له ۱۸ اینچي تلسکوپ څخه په ګټنې د ۱۹۷۳ زکال د جولای په ۱۴مه خپل لومړنی کوچنی سیاره ډوله جسم کشف کړ. [۵]

هلین په ۱۹۸۰ زکال کې له جې پي ال (JPL) سره کار پیل کړ چېرې چې نوموړې د ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال د INAS سروې تنظیم او د هغو اړوند یې همغږي رامنځته کړه؛ نوموړې په خپلې دغې چارې سره په ټوله نړۍ کې د آسماني اجسامو اړوند لیوالتیا راوپاروله. هغې د خپلو لاسته راوړنو له امله د ناسا د ځانګړو خدمتونو مډال ترلاسه کړ. [۶]

هلین له پالومار څخه په نږدې ۲۵ کلونو کې د PCAS انځوریز لټون د پروګرام له ترسره کولو وروسته ځمکې ته د نږدې آسماني اجسامو د لټون (NEAT) نوی او پرمختللی پروګرام له برېښنايي حسګرونو څخه په ګټنې چې په یو لوی ډیافراګم لرونکي تلسکوپ کې نصب شوي و، پیل کړ. نوموړې د دغه پروګرام اصلي څېړونکې وه چې له جې پي ال څخه یې ترسره کاوه او په ۱۹۹۷ زکال کې یې د جې پي ال عالي جایزه ترلاسه کړه. همدارنګه یې د NEAT د ډلې لپاره د ناسا د ډله ییزو لاسته راوړنو جایزه هم ترلاسه کړه.

د NEAT پروګرام له ۱۹۹۵ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې لومړنی خپلواکه مشاهداتي پروګرام و؛ په دغه ځای کې د جې پي ال هېڅ پرسونل شتون نه درلود، یوازې د هغو سنزپارک کمپیوټر شتون درلود چې د شپې پر مهال یې مشاهداتي چارې ترسره کولې او د هرې ورځې پر سهار به یې ترلاسه کړي معلومات د څېړنیزې ډلې د ارزونې او تائید په موخه جې پي ال ته لېږل. یاد پرګرام له ۲۶۰۰۰ څخه زیات آسماني اجسام له دې ډلې ځمکې ته نږدې ۳۱ کوچنۍ سیارې، د اوږدې دورې لرونکي دوه ځانګړي لکۍ لرونکي ستوري، تر ټولو غیر عادي پېژندل شوی پي ډبلیو ۱۹۹۶ کوچنی سیاره ډوله جسم (اي = ۰.۹۹۰۱۲۹۴۰) چې په یوه اوږده دوره (۴۱۱۰.۵۰ ژولیان کال) کې حرکت لري او د لکۍ لرونکي ستوري په څېر مدار (نیمه اصلي محور ۲۵۶.۶۰۱ ستوریز واحد)؛ کشف کړل.

هلین په ۲۰۰۲ زکال کې له ناسا تقاعد او د ۲۰۰۹ زکال په جنوري میاشت کې مړه شوه.

د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ د انستیتیوت رصد خانې د ۲۰۱۰ زکال د سپټمبر میاشتې په ۲۸مه نېټه د ایلینور او رونالډ هلین د ګډو چارو د ستاینې په موخه د هلین یادګاري ورکشاپ جوړ کړ. د پالومار رصد خانې د ۲۰۱۳ زکال په سپټمبر میاشت کې هغې ته اړوند د شمېت په ۱۸ اینچي تلسکوپ باندې د هغې د ترسره کړو چارو یو نندارتون پرانیست.

جایزې او ویاړونه[سمول]

له مریخ څخه تېرېدونکې کوچنۍ سیاره ۳۲۶۷ ګلو چې په ۱۹۸۱ زکال کې د اډوارډ بویل له خوا کشف شوه، د هغې په مستعار نوم ونومول شوه. د دغې کوچنۍ سیارې نوی رسمي نوم د ۱۹۸۷ زکال د فبروري په ۱۳مه د مینور پلنېټ په نامه مرکز له خوا خپور شو.

په ۱۹۹۱ زکال کې یو اس اس هلین د لومړي ځل لپاره په سټار ټرېک شپږ: نه کشف شوي هېواد (Star Trek VI: The Undiscovered Country) نومي فلم کې انځور شوه. دغه بېړۍ «په بې مخینې ډول د ګڼ شمېر کوچنیو سیارو او لکۍ لرونکو ستورو د کشف له امله» د نوموړې په نوم ونومول شوه. [۷]

په ۱۹۹۲ زکال کې هلین له اوکسېډنټل کالج څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه، چېرې چې نوموړې وړاندې زده کړې کړې وې.[۸]

هلین ته د ناسا د ځانګړو خدمتونو مډال ورکړل شو. په ۱۹۹۸ زکال کې هغې د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځینه مشاهیرو تالار ته هم لار ومونده.[۹][۱۰]

د هلین له خوا کشفیات[سمول]

د مینور پلنېټ په نامه مرکز له خوا هلین ته له ۹۰۰ څخه د زیاتو کوچنیو سیارو د کشف او د هغو په کشف کې د همکارۍ اعتبار ورکړل شوی؛ په دغو کې لومړنۍ دوه اتېن کوچنۍ سیارې: ۲۰۶۲ آتېن او ۲۱۰۰ را-شولم شاملېږي چې ځمکې ته د نږدې اجسامو د نوي مداري ګروپ د پیدا کېدو لامل ګڼل کېږي.

نوموړې همدارنګه لاندې نور آسماني اجرام هم کشف کړي دي:

  • اپولو کوچنۍ سیارې؛ د نورو په خوا کې یې د بېلګې په ډول ۲۱۳۵ اریستائوس، ۳۳۶۰ سېرینکس، ۴۰۳۴ ویشنو، ۴۱۹۷ مورفیس، ۴۶۶۰ نیوروس، ۴۷۶۹ کاسټالیا او ۶۴۸۹ ګلویکا،
  • آمور کوچنۍ سیارې لکه ۳۷۵۷ اناګولای، ۳۹۸۸ هوما، ۴۰۵۵ مګلان، ۴۹۵۷ بروسماری، ۵۶۵۳ کاماریلو، ۷۳۳۶ سونډرز او ۸۰۱۳ ګورډن مور،
  • د مشتري درې تورجانونه چې ۳۲۴۰ لائوکوئون په کې شامل دی،
  • د ۹۹۶۹ برېل په څېر له مریخ څخه تېرېدونکي اجسام،
  • د اصلي کمربند په سلګونو نورې کوچنۍ سیارې لکه ۴۸۹۷ ټام همیلټون.

د هلین له خوا په کشف شوو لکۍ لرونکو ستورو کې بیا:

  • ۱۱۱پي/ هلین – رومان – کروکېټ
  • ۱۱۷ پي/ هلین – رومان – الو
  • ۱۳۲ پي/ هلین – رومان – الو
  • ۱۵۱ پي/ هلین
  • ۱۵۲ پي/ هلین – لاورنس او
  • کوچنۍ سیاره/ مهالیز لکی لرونکی ۴۰۱۵ ویلسون – هارینګټون ستوری شاملېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "Eleanor Helin". www.planetary.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lee Siegel (February 7, 1993). "20-Year Quest Makes Astronomer No. 1 in Finding Doomsday Asteroids : Space: Eleanor (Glo) Helin has spent decades showing why it is important to seek out what was once called 'the vermin of astronomy.' The thrill of the hunt is what spurs her on". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lori Ferguson. "Guardians of the galaxy". Occidental Magazine. Spring 2017: 30–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lee Siegel (February 7, 1993). "20-Year Quest Makes Astronomer No. 1 in Finding Doomsday Asteroids : Space: Eleanor (Glo) Helin has spent decades showing why it is important to seek out what was once called 'the vermin of astronomy.' The thrill of the hunt is what spurs her on". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lee Siegel (February 7, 1993). "20-Year Quest Makes Astronomer No. 1 in Finding Doomsday Asteroids : Space: Eleanor (Glo) Helin has spent decades showing why it is important to seek out what was once called 'the vermin of astronomy.' The thrill of the hunt is what spurs her on". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lori Ferguson. "Guardians of the galaxy". Occidental Magazine. Spring 2017: 30–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Eleanor Helin Exhibit". www.astro.caltech.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Eleanor Helin Exhibit". www.astro.caltech.edu. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lori Ferguson. "Guardians of the galaxy". Occidental Magazine. Spring 2017: 30–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Eleanor Francis Helin". WITI. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)