الیسیا ګارزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الیسیا ګارزا
الیسیا ګارزا
الیسیا ګارزا

د شخص معلومات
پيدايښت ۴ جنوري ۱۹۸۱
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

الیسیا ګارزا (چې د ۱۹۸۱ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۴مه نېټه زېږېدلې) د مدني حقونو امریکايۍ فعاله او لیکواله ده. اغلې ګارزا «د تور پوستو ژوند مهم دی» (Black Lives Matter) نړیوال غورځنګ له بنسټګرانو نه ده او له همدې امله مشهوره ده. ګارزا د روغتیايي خدمتونو، د زده‌کوونکو د خدمتونو او حقونو، د کورنیو کاریګرو د خدمتونو، د پولیسو د ناوړه چلند ختمولو، د نژاد پالنې ضد، د جنسیت بدلوونکو او رنګین ‌پوستانو د جنسیتي نابرابرۍ اړوند پروګرامونه تنظیم کړي دي. د ګارزا سرلیکنیزې مقالې په ګارډین (The Guardian)، نېشن (The Nation)، رولېنګ سټون (Rolling Stone) او ټروټ اوټ (Truthout) کې خپرې شوې دي. ګارزا دا مهال د کورینو کاریګرو په ملي اتحادیه کې ځانګړې پروژې مدیریت کوي او د «بلک فیوچرز لابراتوار» مدیره ده.

د ژوند لومړي وختونه او زده‌کړې[سمول]

ګارزا د ۱۹۸۱ ز کال د جنورۍ میاشتې په ۴مه نېټه د کلیفورنیا ایالت په اوکلنډ ښار کې له یوې مجردې مور نه وزېږېده. لومړي څلور کلونه یې په «سن رافایل» ښار کې تېر کړل او له خپلې افریقايي‌الاصله امریکايۍ مور او د هغې له غبرګوني ورور سره یې ژوند وکړ. تر هغه وروسته له خپلې مور او ناسکه یهودي پلار سره واوسېده او د «الیسیا شوارټز» په توګه په یوه داسې کورنۍ کې لویه شوه چې نژاد او مذهب په کې مختلط (ګډوډ) وو. ګارزا د یهودۍ په توګه پېژندل کېږي. کورنۍ یې لومړی په «سن رافایل» او بیا په «تیبورون» ښار کې اوسېده، هلته یې د عتیقه یا انتیک شیانو یو تجارت درلود، چې وروسته یې اته کاله کشر ورور «جوی» هم ورسره شریک شو. الیسیا په ۱۲ کلنۍ کې فعالیتونو ته مخه کړه او د امېندوارۍ د مخنیوي په اړه یې د ښوونځي په کچه د جنسي مسایلو زده‌کړې مخته یووړې. ګارزا په «کلیفورنیا سن ډیاګو پوهنتون» کې نوم‌ لیکنه وکړه او د محصلانو په روغتیايي مرکز او د محصلانو په اتحادیه کې یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. په کالج کې یې د خپلو زده‌کړو په وروستي کال د رنګین‌پوستو ښځو د لومړني کنفرانس په جوړېدو کې مرسته وکړه، دا د پوهنتون د کچې یوه غونډه وه چې په ۲۰۰۲ ز کال کې په «کلیفورنیا سن ډیاګو پوهنتون» کې جوړه شوه. ګارزا په ۲۰۰۲ز کال کې له انسان‌پېژندنې او ټولن‌پوهنې نه فارغه شوه.

شخصي ژوند[سمول]

مالاچي ګارزا[سمول]

ګارزا په ۲۰۰۳ ز کال کې په «بې برېج» سیمه کې د یوې محاصرې په جریان کې د خلکو تر منځ «مالاچي ګارزا» ولید چې امنیتي دنده یې اجرا کوله. څو اونۍ وروسته یې «د یووالي او نجات مکتب» (School of Unity and Liberation) په اړه یو ایمېل ترلاسه کړ. دا چې کله انټریو ته ورغله، انټریوکوونکی (مالاچي) څلوېښت دقیقې وځنډېد. ګارزا د «یربا بوینا د هنرونو مرکز» د ۲۰۱۶ ز کال په غونډه کې وویل: "یوه شل دقیقه‌يي مرکه یا انټریو پر څلور ساعته خبرو اترو بدله شوه. کله چې له هغه ځایه را ووتم، له ځان سره مې وویل چې: «د ژوند له ملګري» سره مې ولیدل. په ۲۰۰۸ ز کال کې یې له مالاچي سره واده وکړ او «ګارزا» تخلص یې ځان ته غوره کړ. ګارزا د ۲۰۲۱ ز کال په سپټمبر میاشت کې وویل چې: دوی دواړو تر ۱۷ کلونو وروسته خپله اړیکه پای ته ورسوله.[۱][۲][۳][۴]

کاري مخینه[سمول]

د تور پوستو ژوند مهم دی[سمول]

اغلې ګارزا له «اوپال ټومټي» او «پاټریس کالرز» سره یوځای «د تور پوستو ژوند مهم دی» یا (Black Lives Matter) هشټک جوړ کړ. کله چې د «ټرایون مارټین» د قتل په قضیه کې «جورج زیمرمن» د ۲۰۱۳ ز کال په جولای میاشت کې بې‌ګناه وپېژندل شو، ګارزا پر خپله فېسبوک‌پاڼه ولیکل: "زه لا هم د تور پوستو د ژوند کم اهمیت ته حیرانېږم... زموږ ژوند مهم دی." کالرز د ګارزا دغه خبره له «#BlackLivesMatter» هشټک سره خپره کړه. ګارزا «ټرایون مارټین» ته د خپل کشر ورور «جوی» ورته‌والي هم غمجنه کړه او احساس یې کاوه چې جوی هم د هغه پر ځای وژل کېدای شوای. «د تور پوستو ژوند مهم دی» غورځنګ د پولیسو له‌خوا د تور پوستو له وژلو، د متحدو ایالتونو په جنايي حقوقي سیستم کې له نژادي توپيرونو او ډله‌ييزو زندانونو سره لا ډېر چټک شو. دغه غورځنګ پښې ټینګې کړې او د ګارزا پوسټ د میسوري ایالت په فرګوسن ښار کې د «مایکل براون» په وژل کېدو سره د احتجاجونو تر پیلېدو وروسته ډېر مشهور شو. [۵][۶][۷][۸][۹]

شهرت[سمول]

ګارزا د هغو احتجاج‌کوونکو له ډلې وه چې په ۲۰۱۴ ز کال کې یې د کیلفورنیا ایالت په اوکلنډ ښار کې «BART» ټرېن ودراوه. ګارزا د دغه احتجاج تر پای ته رسېدو وروسته د مدني حقونو د رهبرانو یو نوی نسل رامنځته کړ. ګارزا دا مهال د «روټ مجلې» د ۱۰۰ اغېزناکو تور پوستو اشخاصو په نوملړ کې اووه‌وېشتمه تر ټولو بانفوذه افریقايي‌الاصله امریکايۍ ښځه ده. ګارزا په ټوله امریکا کې د اتحادیې له تالارونو نیولې ،د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسیون تر دفترونو پورې په هر ځای کې خلکو ته ویناوې کړې دي. [۱۰][۱۱]

سیاسي فعالیتونه[سمول]

د ۲۰۱۶ز کال ولسمشریزې ټاکنې[سمول]

ګارزا پر «ډونالډ ټرمپ» د نیوکو تر څنګ پر بارک اوباما او هیلاري کلېنټن هم نیوکې کړې دي او وایي: "دوی له تور پوستو نه د رایې اخیستنې لپاره استفاده کوي، خو کله چې بریالي شي، بیا د تور پوستو لپاره هېڅ کار نه‌کوي. دوی له تور پوستو نه استفاده کوي. دوی له موږ نه یوازې د عکسونو لپاره کار اخلي." ګارزا د کلیفورنیا په لومړنیو ډیموکراټیکو ټاکنو کې «برني سنډرز» ته رایه ورکړه، خو ژمنه یې وکړه چې خپل ټول وس به وکاروي "تر څو ډاډه شي چې ډونالډ ټرمپ به مو مشري نه‌کوي"، دې په عمومي ټاکنو کې هیلاري کلېنټن ته رایه ورکړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۲۰۲۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې[سمول]

ګارزا «د تور پوستانو د تاریخ میاشت» په جشن کې د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو په اړه ۲۰۰ زده‌کوونکو ته وینا وکړه. اغلې ګارزا د دې په اړه وغږېده چې: «د تور پوستو ژوند مهم دی» غورځنګ څه ډول د سپین پوستانو ضد، د قانون د اجرا ضد او ترهګریز سازمان بلل کېږي. ګارزا په دې وینا کې د «زرغون نیو ډیل» طرحې ملاتړ وکړ، د رای ورکوونکو مخنیوی یې وغانده او د رای ورکوونکو د لا ډېرې ونډې غوښتنه یې وکړه. ګارزا د ډیموکراټانو په لومړنیو ټاکنو کې د «الیزابت وارن» ملاتړ وکړ.[۱۷][۱۸]

سرچینې[سمول]

  1. #YBCA100 ALICIA GARZA + MALACHI LARRABEE-GARZA ON BEING PARTNERS IN LOVE & ACTIVISM (په انګلیسي ژبه کي), د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Jelani Cobb (March 7, 2016). "The Matter of Black Lives". The New Yorker. مؤرشف من الأصل في June 13, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 13, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Marlene Wagman-Geller (2018). Women Who Launch: Women Who Shattered Glass Ceilings. Mango Media. د کتاب پاڼې 138. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781633536968. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Lady Don't Take No: Soledad O'Brien - Many Talents, Few F*cks on Apple Podcasts". Apple Podcasts (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dalton, Deron (May 4, 2015). "The Three Women Behind the Black Lives Matter Movement". Madame Noire. مؤرشف من الأصل في December 10, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 15, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په March 4, 2015 باندې). Meet the woman who coined #BlackLivesMatter.
  7. (په July 19, 2015 باندې). #BlackLivesMatter: The Birth of a New Civil Rights Movement.
  8. Sands, Darren (June 21, 2017). "What Happened To Black Lives Matter?". BuzzFeed News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في December 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Baptiste, Nathalie (February 9, 2017). "The Rise and Resilience of Black Lives Matter". The Nation (په انګلیسي ژبه کي). ISSN 0027-8378. مؤرشف من الأصل في November 16, 2019. د لاسرسي‌نېټه December 8, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "The Bay Area Roots of Black Lives Matter". SF Weekly (په انګلیسي ژبه کي). 2015-11-12. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The Root 100 - The Most Influential African Americans In 2020". The Root. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Givens, Orie (July 22, 2016). "Queer Black Lives Matter Founders Put 'Terrorist' Trump Among 'Worst Fascists in History'". The Advocate. مؤرشف من الأصل في August 3, 2016. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Black Lives Matter Co-Founder: Obama Overlooked Black Women". Black Lives Matter. January 18, 2016. مؤرشف من الأصل في August 5, 2016. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Valentino, Steven (January 16, 2016). "Alicia Garza Says No to Hillary". WYNC. مؤرشف من الأصل في August 4, 2016. د لاسرسي‌نېټه August 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Harris-Perry, Melissa. "The #BlackLivesMatter Movement Won't Support Hillary Clinton". The Root. Gizmodo Media Group. د اصلي آرشيف څخه پر جون 7, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه جولای 20, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 21 October 2016 باندې). Today, Brittany Packnett officially and publicly endorsed Secretary Hillary Clinton for president.. Elle.
  17. Faurot, Tyler (2019-02-27). "Black Lives Matter Co-Founder Alicia Garza Speaks to Crowd of Hundreds on Movement, 2020 Election". UCSD Guardian (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في December 24, 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په February 20, 2020 باندې). Black activist group gives its first presidential endorsement to Elizabeth Warren.