الیزابېت باګریف - سپرانسکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الیزابېت باګریف – سپرانسکي (همدارنګه الیزاوېتا میخائیلوفونا سپرانسکا؛ په روسي ژبه: Елизавета Михайловна Сперанская؛ زوکړه: د ۱۷۹۹ زکال د سپټمبر ۱۶مه – مړینه: د ۱۸۵۷ زکال د اپرېل ۴مه) روسۍ اشرافي مېرمن او لیکواله وه. نوموړې د روسي چارواکي میخائیل سپرانسکي او د هغه د انګریزې مېرمنې الیزابېت سټیفنز یوازنۍ ماشومه وه. له دې امله چې مور یې د دې د دوه کلنۍ په عمر مړه شوه؛ د خپلې انۍ الیزا سټیفنز (کورنی نوم یې پلانتا) له خوا را لویه او همدارنګه یې له خپل پلار سره زده کړې وکړې. په زده کړو کې یې تاریخ، موسیقي، لوست، ادبیات او ژبې – انګریزي، فرانسوي، جرمني، ایټالوي، لاتین او روسي – شاملې وې. هغه د خپل نازک روغتیايي حالت له امله د ماشومتوب دوره په بېلابېلو ځایونو له دې ډلې په سن پترزبورګ، کیف او نووګورد ولایت کې تېرې کړې، ورته مهال به د خپل پلار لیدو ته هم ورتله چې له ۱۸۱۲ زکال څخه تر ۱۸۲۱ زکال پورې له پلازمېنې څخه تبعید کړای شوی و. دې په ۱۸۱۹ زکال کې د تدریس په دولتي ازموینه کې له بریا وروسته د ماشومانو روزنې ته مخه کړه.

سپرانسکا په ۱۸۲۲ زکال کې د چرنیګوف له والي شهزاده الکساندر فرولوف- باګروف سره واده وکړ. دوی دواړو درې ماشومان لرل چې تر ټولو کوچنی یې د دوه کلنۍ په عمر ومړ. د دوی دواړو جوړه تر ډېره مناسبه نه وه ځکه چې دا ښکلې میلمه پاله او د میلمستیاوو د سالون جذب کوونکې وه، خو شهزاده ځاني خودی او لږ خبرې کوونکی و. د سوداګري او شخصي چارو په برخه کې د فرولوف- باګروف پاتې راتلل لامل وګرځېدل چې دوی دواړه په ۱۸۳۸ زکال کې له یو بل سره برخلافه شي او بیا همداسې له یو بل ناخوښه پاتې شول. هغې خپل جواهرات وپلورل څو د خپلې سوداګرۍ پورونه ورکړي؛ همدارنګه یې پلار اړ شو چې د اوکراین په ویلیاکا بوریمکا کې د خپل جایداد د له لاسه ورکولو څخه د مخنیوي په موخه یو ځل بیا د فرولوف- باګروف د پورونو اړوند خبرې وکړي. سپرانسکا په خپلو ستونزو باندې د برلاسي کېدو په موخه سفرونو ته مخه کړه او له یو شمېر اروپايي ښارونو له دې ډلې یې د هالنډ له استراحت ځای اسخیفنینګن، په بایرن کې د ګرمو اوبو له کلي، په اتریش کې له ویانا او سالز بورګ، په سویس کې له لوسرن او همدارنګه د ایټالیا له ګڼ شمېر برخو لیدنه وکړه. سپرانسکا په ۱۸۲۸ زکال کې لیکوالۍ ته مخه کړه او د خپلو ماشومانو لپاره یې کیسې او ډرامې لیکلې، سربېره پر دې یې د خپلو سفرونو پر مهال اشعار هم لیکل.

په ۱۸۴۲ زکال کې هغه مهال چې د ویلیاکا بوریمکا مدیریت ور تر غاړې شو، ښوونځي، یتیم خانې، د وربشو د اوبو (بیر) او د تقطیر کارخونې، د خښتو بټۍ، د نجارۍ دوکانونه، کارخونې او ژرندې یې جوړې کړې او د دغې سیمې روغتون یې بېرته تنظیم کړ. هغې په کار بلد کسان راوستل څو په دغو شرکتونو کې د کار کولو په موخه کلیوالي وګړي وروزي. سپرانسکا له څلور کاله نه ستړیا منونکو چارو ترسره کولو، د یوازني پاتې زوی له مړینې او همدارنګه یې د خپلې لور له واده وروسته وړاندې له دې چې د مصر او سپېڅلې ځمکې زیارت ته ولاړه شي؛ بروکسل، ورپسې د سویس بازل او جینوا او د فلورانس له لارې هم ونیس او تریسته ته ولاړه. سپرانسکا له دې امله چې نه یې غوښتل د هغې زوم، شاهزاده رودیون نیکولاویچ کانتاکوزون د هغې د املاکو مدیریت ترلاسه کړي، په ۱۸۴۷ زکال کې اوکراین ته راوګرځېده او د راتلونکو دریو نورو کلونو لپاره یې د ویلیاکا بورمیکا مدیریت پر غاړه واخیست تر دې چې روغتیا یې حالت یې خراب شو. دې د درملنې په موخه وینا ته سفر وکړ او لار یې برابره کړه څو لور او زوم یې د املاکو مدیریت پر غاړه واخلي او ګټه یې بیا له دې سره وویشي. پر ځای یې هغوی هڅه وکړه دغه املاک وپلوري او خپل پورونه پرې راکم کړي، ځکه چې پوهېدل هغه په سفر کې ده او همدارنګه د خپلې ناروغۍ له امله نشي کولای د دوی له چارو سره مخالفت وکړي.

سپرانسکا د خپلو حقوقي او فزیکي ستونزو څخه د فکر بدلولو په موخه په یوه مشهور سالون کې د کوربنې په توګه رول ولوباوه او همدارنګه یې د باګریف سپرانسکي (یا باګریف سپرانسکا) په کورني نوم لیکوالۍ ته مخه کړه. دې له ۱۸۵۲ زکال څخه تر ۱۸۵۷ زکال پورې ۳۲ اثار ولیکل چې ډیری یې په فرانسوي او جرمني ژبو وو. په دغو کې مذهبي موضوعات، د سفر کولو لارې چارې، د روسیې په سترواکۍ کې د هغې د ژوندانه کیسې، ناولونه، ډرامې او د ماشومانو کتابونه شامل وو. لیکنو یې د اروپايي مخاطبینو ترمنځ پام وړ محبوبیت درلود او د یاکوب فیلېپ فالمیرایر او پروسپر مریمه په څېر لیکوالانو ورته پام وکړ. باګریف سپرانسکي د ۱۸۵۷ زکال په اپرېل میاشت کې په ویانا کې مړه شوه. هغه او پلار یې د کنټ لئو تولستوی په کلاسیک رمان، سوله او جګړه کې د نامطلوبو کاریکاتورونو پر مټ توصیف شول، خو معاصرو څېړونکو بیا د پلار او لور ترمنځ د تبادله شوو لیکونو پر مټ له هغوی څخه د تولستوی دغه انځور رد کړی دی. د نوولسمې پېړۍ پر مهال او همدارنګه د شلمې پېړۍ په لومړیو کې نوموړې د ګڼ شمېر بیوګرافیکي لیکنو موضوع وګرځېده، په داسې حال کې چې په وروستیو کلونو کې یوځل بیا د هغې له ژوند او چارو سره لیوالتیا زیاته شوې ده.

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

الیزاوېتا میخائیلوفونا سپرانسکا د ۱۷۹۹ زکال د سپټمبر میاشتې په شپاړلسمه نېټه د روسیې سترواکۍ ته په اړوند سن پترزبورګ ښار کې د الیزابت جین (کورنی نوم یې سټیفنز) او میخائیل سپرانسکي په کورنۍ کې وزیږېده. مور یې د انګریزۍ مېرمنې، الیزا پلانټا سټیفنز لوره وه چې د خپل کشیش پلار هنري سټیفنز له مړینې وروسته په ۱۷۸۹ زکال کې له خپلې مور سره روسیې ته راغلې وه. الیزا د کونټیس کاترین شووالوا د پالونکې په توګه خدمت وکړ او د هغې ماشومانو الیزابت، ماریان او فرانسېس ته یې اجازه ورکړه چې له خپلې مور سره یوځای ژوند وکړي. سټیفنز په داسې حال کې چې له اندرو سامبورسکي سره د اوړي په کور کې په زده کړو بوخته وه په ۱۷۹۷ زکال کې یې له میخائیل سپرانسکي سره ولیدل. سپرانسکي د الکساندر نوسکي له پوهنتون څخه فارغ شوی و او دغه کال یې دولتي دنده اخیستې وه. دوی دواړو د ۱۷۹۸ زکال په وروستیو کې واده وکړ، خو سټیفنز د ۱۷۹۹ زکال په نومبر میاشت کې د خپلې لور له زیږون دوه میاشتې وروسته د سل ناروغۍ له امله مړه شوه. [۱][۲][۱][۳][۴][۵][۶]

سپرانسکي چې د خپلې مېرمنې له مړینې څخه زیات کړېدلی و، ځان یې په خپل کار کې په شدیده توګه بوخت کړ. هغه خپله لور ولېږله چې د سټیفنز کورنۍ له پخوانۍ پالونکې سره ژوند وکړي چې د اپتکارسکي ټاپو مخامخ یې په ویبورګسکایا خاک ریزه سیمه کې ژوند کاوه. هغه په ۱۸۰۱ زکال کې هغه مهال له خپلې خواښې څخه مرسته وغوښته، چې ده د روسیې د نوي تزار، الکساندر په کابینه کې «د عدلیې وزارت د مرستیال، د فنلنډ د والي، د ځانګړې دولتي شورا د غړي او همدارنګه د بهرنیو چارو د وزیر» په توګه خدمت کاوه. دغه مهال الیزا په ویانا کې وه چې لور یې مړه شوه. د هغې پالونکې الکساندرا شووالوا هم په ۱۷۹۷ زکال کې د دیتریششتاین له شهزاده فرانتس جوزف سره واده وکړ او د دوی له کوره کډه شوه. الیزا په ۱۸۰۱زکال کې سن پترزبورګ ته راوګرځېده او د سپرانسکا کورنۍ کور ته لاړه څو له ماشومې سپرانسکا څخه پالنه وکړي. [۱][۱][۷][۱][۸][۹][۱۰][۷]

مړینه او میراث[سمول]

باګریف سپرانسکي د ۱۸۵۷ زکال د اپرېل په ۴مه نېټه په ویانا کې د غوږونو د عفونت، شدید سرخوږي او یا هم د سل ناروغۍ له امله مړه او د سېنټ مارکس په هدیره کې خښه کړای شوه. د ویلیاکا بورمیکا ملکیت یې لور ماریا ته په میراث ورسېد چې بیا هغې هم په ۱۸۸۷ زکال کې د مړینې تر مهاله هلته ژوند وکړ. په ۱۸۷۲ زکال کې د سپرانسکي د زوکړې د لسیزې په مناسبت په سن پترزبورګ کې یو لړ مراسم ونیول شول؛ د هغې لور ماریا له دې سره چې مېړه یې مخالف و په بریالۍ توګه یې وکولای شول له تزار دویم الکساندر څخه تائید ترلاسه کړي څو د سپرانسکي تخلص د خپل زوی میخائیل رودیونوېچ کانتاکوزون (زیږون ۱۸۴۷ زکال) په نوم کې اضافه کړي. میخائیل له الیزابت سیکارد سره واده وکړ او د هغوی مشر زوی میخائیل بیا په ۱۸۹۹ زکال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر، یولیسیز سایمن ګرانټ له لمسۍ جولیا ډنټ ګرانټ سره واده وکړ. د دوی د کورنۍ املاک په ۱۹۱۸ زکال کې د اوکراین شوروي د جګړې پر مهال د بلشویکانو له خوا لوټ او وسوزول شول. هغه مهال چې دغه سیمه په ۱۹۱۹ زکال کې په شوروي اوکراین واوښته، دوی له دې ځایه تېښتې ته اړ شول چې په پیل کې کیف او بیا له هغه ځایه قسطنطنیې، مالتا او بالاخره پاریس ته ولاړل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ Solodyankina 2010، ص. 21.
  2. Moore 2009، صص. 115–116.
  3. Sozinova 2020، ص. 418.
  4. Korff 1861، ص. 1: 72.
  5. Raeff 1957، صص. 9, 15.
  6. Talbot 2017، ص. 102.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Raeff 1957، ص. 21.
  8. Raeff 1957، ص. 28.
  9. Blackwood 1874a، ص. 158.
  10. Korff 1861، ص. 1: 78.
  11. Die Neue Zeit 1857، ص. 3.
  12. Cantacuzène-Speransky 2004، صص. 23, 50-52, 58.
  13. Cantacuzène-Speransky 2004، صص. 63–64.
  14. Cantacuzène-Speransky 2004، صص. 308, 336, 342–346.
  15. Cantacuzène-Speransky 2004، صص. 27, 299–303.
  16. The Baltimore Sun 1899، ص. 2.
  17. Rummel 1895، ص. 312.
  18. Cantacuzène-Speransky 2004، صص. 23, 101.
  19. Der Tagesbote aus Böhmen 1857، ص. 5.
  20. Duret 1867، ص. 127.
  21. Oettinger 1866، ص. 100.