الکولي مشروبات (شراب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دالکول، الکحل (Alcohol) توری په اصل کي له عربي ژبې څخه اخیستل شویدی، اوپه عربي ژبه کي درانجووکاڼی اویاهم ومیده رانجوته ویل کيږي، چې داتوری دشرابولپاره د۱۶۷۲ میلادی کال راهیسی استعمالیږي، اواوس وهغه څښاک ته استعمالیږی چې دالکولودخاندان څخه یوالکول پکښې وی دبېلګې په ډول سره ایتانول چې دانشه هم لری.

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر[سمول]

دالکحل(شراب) پېژندنه:[سمول]

دالکول، الکحل (Alcohol) توری په اصل کي له عربي ژبې څخه اخیستل شویدی، اوپه عربي ژبه کي درانجووکاڼی اویاهم ومیده رانجوته ویل کيږي، چې داتوری دشرابولپاره د۱۶۷۲ میلادی کال راهیسی استعمالیږي، اواوس وهغه څښاک ته استعمالیږی چې دالکولودخاندان څخه یوالکول پکښې وی دبېلګې په ډول سره ایتانول چې دانشه هم لری.

الکحل: درانجووکاڼی ته ویل کيږي، اوهرهغه شی ته ویل کيږي چې په سترګوکي دشفاء لپاره اچول کيږي. داکېدای شی چې ددې لپاره دالکولو(شراب) لپاره استعمال شوی وي چې یوخوئې دشرابوعام نوم په الکحل بدل کړ اوبل داچې وخلکوته به دوی (دشرابوجوړونکو اوخرڅونکو) ویل چې لکه څرنګه چې رانجه دسترګولپاره شفاء ده همداسی الکحل دانسان وبدن ته کيمیاده، چې داهرڅه اوس برعکس دی، اوالله جل جلاله دادشیطان په عملوکي داخل کړاووټول امت مسلمه ته ئې داامروکړ چې دانجس دی اوځانونه ورڅخه لیری کړی، چې اوس ئې وموږته دالله جل جلاله ددې امرفلسفه معلومه شوه چې یقیناپه شرابوکي چې څومره ناروغیانې، کړاوونه ، بدمرغیانې اوبدبختیانې نغښتې دي،دهغه تصورانسان نشی کولای ددُنیوي ناورین څخه علاوه دآخرت سزاخولانوره ده.

دالکحل کيمياوي تعريف:[سمول]

الکول هغه عضوی مرکب دی چې یودهایدروکسیل وظیفوي ګروپ (OH) ولری البته پرته دهغه حالت څخه چې د(OH) ګروپ په یوه اروماتیکه کړۍ پوری نښلېدلی وي ځکه په دې صورت کي یادشوی مرکب دفنول په نوم یادیږي، الکول له دې کبله چې له (OH) ګروپ سره نښلېدلی کاربن ئې له یو، دوه یادرې نوروکاربني اتومونوسره وصل شوی دی په اولیه، ثانویه او ثالثه ډولونوباندی ویشل کيږی، همدغه راز د(OH) ګروپونو دشمېر پراساس موهایدریک، دای هایدریک اوترای هایدریک ډولونه لري، دوه وروستی حالتونه ئې ددایوال اوترایول ترنامه لاندی مطالعه کيږي.

شراب په انګليسي ژبه کي:[سمول]

وشرابوته په انګلیسي ژبه کي واین (Wine) وايی، چې داتوری دجرمنی ژبې له (Winam) څخه اخیستل شویدی،دجرمنی ژبې داتوری دلاتیني ژبې د(Vinum) څخه اخیستل شویدی ، چې ددې لاتیني توری معنی شراب ده اودالاتینی توری بیاد(Vine) څخه اخیستل شویدی چې وانګوروته ویل کيږي، لکه څرنګه چې قوي شراب دانګوروڅخه جوړېدل نوځکه سرچینه ئې همداتوری دی.

شراب په عربي ژبه کي:[سمول]

په عربي ژبه کي ورته (خمر) وایی چې خمرومطلق پټېدوته وایی، وپورڼی ته په دې (خمار) وایی چې دابدن پټوي لکه په سورت نورکي چې راغلی دی ،اوشرابوته په دې (خمر) ویل کيږي چې عقل پټوي، داځکه چې شراب یونشیي څښاک دی. وفي الحديث: (والخمر ما خامر العقل) البخاري 10/39. قال: فيه دليل واضح على بطلان قول من زعم أن الخمر إنما هي من عصير العنب، أو الرطب، بل كل مسكر خمر. انتهى. په حدیث شریف کي راغلی دی هرهغه شی چې عقل پټوئ هغه شراب دی، چې داهغه ګمان رددی چې ځینی خلک ئې کوي چې هغه دادی چې شراب دانګورویاخرماڅخه جوړیږی، بلکې هرهغه شی چې مستې راولئ، عقل پټوئ اونشه راولئ هغه ټول حرام دی. (خمر) : یعنی پټول، دانګوروشرابواوهرنشه کوونکي شی ته ویل کيږی، داځکه چې داشراب عقل پټوئ اومستې راولئ. خُمار: دشرابومست اونشه یی ته ویل کيږي المخمور: وهغه چاته ویل کيږي چې په شرابومست اوبې هوښه وي.

شراب اوالکحل دتاريخ په پاڼوکي:[سمول]

دالکحل اوشرابواستعمال دمیلادڅخه مخکي (۲۰۰۰-۶۰۰۰) کلونوپوری رسیږي، په هغه وخت کي شراب یواځی جنګیالیو استعمالول اودائې دانګورو، ورجو، ګنی اونورومېووڅخه لاسته راوړل، اوهغه سیمه چې دلومړی ځل لپاره دشرابواستعمال پکښې دودشودځینومؤرخینوپه اندهندوستان اوچین دی خو ځینی بیاپه دې آنددی چې دلومړی ځل لپاره شراب په لرغونی مصرکي دودشول دوی دااستدلال کوئ چې کله په مصرکي دتوحیدټغرټول شو اوشرک وده وکړه نوهغه چاچې به دخدایی دعوه کړې وه هغه به داوربشو شراب دخپل ځان لپاره جوړول اودابه ئې اړین ګڼل؛چې دیو تر۱۷ ډوله څخه زیات شراب به ئې جوړول، چې ورو وروبیادشرابوخوړل په هره خوښۍ کي دوداورواج شول. په لرغونی بابل کي دشرابواستعمال په (۲۷۰۰) ترمیلاده مخکي وو، په لرغونی یونان کي (۲۰۰۰) ترمیلاده مخکي وو، په ایران چې کومې دشرابومرتبانې پیداشوی دي دهغوموده (۵۰۰-۵۴۰۰) ترمیلاده مخکي ښودل شوېده؛په چین کي چې کومې مرتبانې موندل شویدي دهغونېټه (۷۰۰۰) ترمیلاده مخکي اټکل شوېده؛ ځینی بیاپه دې آنددی چې شراب دلومړي ځل لپاره په جورجیاکي (۸۰۰۰) کاله مخکي پیداشوی وه، اوشواهدئې شته چې وروسته بیاپه لرغونی یونان، مصر، بابل اوپه تدریجي ډول سره په ټوله نړۍ کي خپاره شول. دځینوڅېړنکوپه آندشراب دلومړی ځل لپاره (۸۰۰۰) کاله مخکي په جورجیا کي، (۷۰۰۰) کاله مخکي په ایران کي او(۶۰۰۰) کاله مخکي په ارمنیستان کي جوړشویدي.

شراب په يهوديت اوعيسايت کي:[سمول]

دفسخ په ورځ هرنراوهره ښځه بایدضرورڅلورپیالې شراب وڅیښئ، چې په یهودیت کي دالویه قربانی ده، دوی دخپل سپېڅلی کتاب وروسته داسی وایی: وخدای ته دی حمدوي، زموږخدای، دمخلوقاتوپاچا او پیداکوونکي دمېوواوشرابو. په عیسایت کي هم شراب یوځانګړی ځای لري، چې په اوسنی بایبل کي شته، ټول عیسایان (کاتولیکان، پروتستان، انګلکن، میتودستان اوارترودوکس) وشرابوته تقدس لري داځکه چې په بایبل که دروندځای لري لکه: زه به بیاترهغې دانګورواوبه ونه څیښم ترڅوچې دخپل پلارپه بادشاهۍ کي له تاسوسره تازه دانګورواوبه ونه څیښم. (متی ۲۶ باب ۲۹، لوقا: ۲۲ باب :۱۹، مرقوس ۱۴ باب: ۲۲- ۲۶، کورنتیان ۱۱باب: ۲۳- ۲۵) خوپه عیسایت کي دادشرابوپه هکله حکم هم ضداونقیض دی چې په لاندی حوالوکي به درته ښه جوته شی: په دریمه ورځ دخلیل(ګلیل) په قانانومی ځای کښې یوواده وو، دعیسی مورهم هلته وه اوعیسی اودهغه مریدان هم هلته میلمانه وه چې شراب خلاص شول نودعیسی موروهغه ته وویل ددوی سره شراب نشته ، عیسی ځواب ورکړ چې مورې زمااوستائې په څه؟ زماوخت لانه دی راغلی، دهغه مورخادمانوته وویل: هرڅه چې دی درته وایی هغه کوی. هلته دډبری شپږمنګیان پراته وه، دادیهودیانوددستورمطابق دپاکيدولپاره وي، اوپه هریوه کي ددوونه تردرومنو پوری ځای وو،عیسی خادمانوته وویل چې دامنګیان داوبونه ډک کړي اوهغوی ترخولی پوری ډک کړل، او هغه حکم ورته وکړچې یوڅه تری اوباسی اودمیلمستیامشرته ئې یوسی، اوهغوی هم دغسی وکړل مشراوبه وڅیښلئ اوهغه شراب شوی وې ... دخلیل(ګلیل) په ښارکي دعیسی دالومړنۍ معجزه وه. (یوحنا دویم باب ۱: ۱۲) که دبایبل ودی څرګندونوته وګورونو داسی جوتیږی چې په عیسایت کي شراب له هم دغه ځای څخه دوی(عیسایی نړۍ) روابولی چې دادعیسی علیه السلام لومړۍمعجزه وه دبایبل په اند. ددنیادحرام کاروسره ناسته پاسته مه کوی.... نوماخوپه حقیقت کي تاسوته دالیکلی وه چې که څوک ځانته وروروایی اوحرام کاریاحرصناک یابُت پرست یاښکنځل کونکي یاشرابی یاظالم وی نودهغه سره ناسته پاسته مه کوی بلکې دداسی کس سره ډوډۍ لاهم مه خورئ ځکه چې په بې ایمانانو دحکم کولوزماڅه کاردی؟(اول خط دکورنتیانوپه نوم ۵ باب ۹: ۱۳) که دبایبل ودې څوکرښوته ځیرشونه داپه ښکاره معلومیږی چې شراب دحرامکاره اوبی دینه سړی کاردی، اوشراب خوره ئې دبُت پرسته، ظالم سړی سره مشابه کي اوحتی ناسته پاسته، اودشرابي سره ډوډۍ خوړل منع دی، نواوس دی عیسایی نړۍ داتناقض لیری کړی، ایاداکولای شی؟ اودائې په وس کي ده؟ اوودې ته چمتودی چې پردې څیړنه وکړی؟ نه هیڅکله نه، اوس دبایبل ونوروبرخوته راځوچې دشرابویوځای غندنه کوی اوبل ځای جواز ورکوی. دغه شان دی دبوډیوښځوچال چلنددی دنیکانووی هغوی دی تورلګوونکې اوزیات شراب څیښونکې نه وې.(خط دتیطوس په نوم دویم باب ۳) دلته بیالږشراب پروانه کوی اوزیات ښه نه دی، دبایبل په وینا اوحکم سره. دوی دی دوه ژبې اوشرابیان اودناجایزې ګټې لالچیان دی نه وي، داځکه چې دایمان رازپه پاک زړۀ کي قایم کيږی. (اول خط دتیموتیوس په نوم ۳ باب ۸) دلته بیاشراب خوره کسان دهغوکسانوپه فهرست کي راغلل چې هغه دوې ژبې لری(دوه مخي اومنافقان دی) اودهغوکسانوسره یوځای دی چې حرام خوره دی، چې دلته بیادشرابوبدبیان شول، اوددې څخه ښکاره شول چې داڅومره بدکار، جرم اوبی حیایی ده. آینده لپاره یواځی اوبه مه څیښی بلکې دخپلې معدې اواکثره ناجوړه کيدوله کبله لږشراب هم ورسره استعمالوی. (اول خط دتیموتیوس په نوم ۵باب۲۳) دلته بایبل خلک ودې ته هڅوی چې تاسی شراب ددې لپاره وڅیښئ چې دادناروغیولپاره درمل دی، څومره خندوونکې ده؟؟؟ دبایبل لیکونکي په هغه وخت په دی نه پوهیدی چې شراب به ومعدې ته په کومه کچه سره زهروي اوشراب دمعدې دسرطان سبب ګرځی، دمعدې دتیزابیت سبب ګرځی، دمعدې دزخم سبب ګرځی اوداسی نور... خدای وتاسی ته اسمان........ اوډیرې غلې اوشراب درکړیدی. (پیدایش ۲۷ باب ۲۸) هغه خپل کالی په شرابوکي اوپوښاک دانګوروپه اوبوکي پریمنځئ اودهغه سترګې دشرابوله کبله سرې اودهغه غاښونه دشیدوله کبله سپین شول. (پیدایش ۴۹باب ۱۱) یعقوب دغلواوشرابوپرځمکه وو. (استثناء ۳۳باب ۲۸) بیاخدای وخپلوخلکوته وویل چې وتاسوته غلې، شراب اوتیل درکوم اوتاسی په دې مړوم. (یُوایل ۲باب ۱۹) اودخدای نعمتونه یعنی غلې، شراب، تېل، غوایی، پسونه اووزې...(یرمیاه ۳۱باب ۱۲) اودغروڅخه نوی شراب... (عاموس ۹باب ۱۳) شراب اوشیدې بی زرواوبې قیمته رانیسی. (یسعیاه ۵۵باب ۱) اوشراب چې دانسان زړۀ خوشحاله کوي،اوروغن چې دانسان څهره ځلوي. (زبور ۱۰۴: ۱۴- ۱۵) زمازړۀ هغه وخت ډیرخوشحاله کيږی چې کله غله اوشراب پریمانه وي.( زبور۴: ۷) اوهمدارنګه دشرابوستاینه،اوبحث په ډیروځایوکي راغلی دی لکه: اعداد۱۸باب ۱۲، احبار۲۳باب ۱۲، خروج ۲۹باب ۴۰، استثناء ۱۴باب ۲۳) دادبایبل دلیکوالانوبېل بېل نظرونه دی، اوهریوه دخپل فکرڅخه څه لیکلی دی، نوځکه اختلاف پکښې دی اووعقل مندانسان ته به داښه معلومه شی چې دادحضرت عیسی علیه السلام کلام نه دی اونه هم دالله جل جلاله کلام دی،اونه هم دحوارییونوکلام دی داځکه چې دیوه انسان په خبروکي دومره تناقضات نشته،اوکه پیداشی نوخلک به ئې ایسته وغورځوی، نودیوه پیغمبراوالله جل جلاله په کلام کي خوددې سوال نشته چې داسی تحریفات ، خرافات اوتناقضات دی پکښې وي. دیوښه لیکوال دااصول دی چې په شی نه پوهیږي نودهغه په هکله څه نه لیکئ، خودبایبل لیکوالان برعکس په هیڅ شی نه پوهیدل اوهرڅه ئې لیکلی دی، دوی دانه ګڼل چې ساینس به داسی پرمختګ وکړی چې دازموږټولې ویناوې به ردکړی، که موږبایبل اوساینس وګورونوداسی به ووایوچې په بایبل کي داسی قانون، مفروضه اوکرښه نشته چې اوسنی ساینس دی تصدیق کړی برعکس ټوله ئې ردکړی دی، که موږدفرانسوی لیکوال موریس بوکایی کتاب (بایبل قرآن اوساینس) وګورونه داسی به په پوه شوچې قرآن کریم دساینس سرچینه ده اوبرعکس دبایبل هره خبره دساینس سره په ټکرکي ده، چې په ساینس کي نیمګرتیانشته بلکې بایبل نیمګړی دی، چې پردې باند دبنده په کتاب (ایابایبل دخدای کتاب دی؟) پوره تفصیل وګورئ. قرآنکریم وشرابوته (رجس) پلیت اومردارویلی دی، دهغه هرډول استعمال ئې حرام کړی اوبل لورته بایبل بیاداښه بولی، ستاینه ئې کوی اوخپل پیروان ودې ته هڅوي چې شراب وڅیښئ، اوس به عقل، پوهه اوساینس دافیصله کوی چې کوم یودخدای کتاب دی؟؟؟ ځواب ئې ډیرساده دی، چې دساینس څیړونکي داوایی چې اسلام یواځنی الهی دین دی، اوداحق دین دی چې دا تر لمر سپینه اوروښانه ده. الکحل(شراب) په اسلام کي يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ‌ وَالْمَيْسِرِ‌ ۖ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ‌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ‌ مِن نَّفْعِهِمَا ۗ وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّـهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُ‌ونَ ﴿٢١٩﴾ البقره: ۲۱۹ ژباړه: پوښتنه کوی دوی له تانه (ای محمده!) (له حکمه دڅښلو) دشرابواو(له کولود) قمارنه، ووایه (ای محمده! دوی ته) په دې دواړوکښې ګناه لویه ده اوګټې دی له پاره دخلقواوګناه ددې دواړوډېره لویه ده له ګټې ددې دواړونه. په اسلام کي دشرابوحرمت په څومرحلوکي: داسلام په پیل کي دنوروجاهلوطریقورواجواودودوسره ـ سره دشرابوڅښل هم عام دودؤ، کله چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ومدینې منورې ته هجرت وکړنوهلته شراب څیښل اوخمار(قمار) کول یوه عامه خبره وه، خلکوددې دواړووظاهري اولږګټوته کتله اونورونقصانوته ئې نه کتل اوتوجه ئې نه وه؛ ومدینې منورې ته په رسېدوسره وصحابه کراموته ددې دواړوشیانودبدوالې ژوراحساس وشو دبیلګې په ډول سره حضرت عمرفاروق رضی الله عنه اومعا‌ذبن جبل رضی الله عنه اونوروصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته وویل چې شراب اوخمار(قمار) دانسان عقل اومال ټوله بربادوي، نو ستاسوحکم په دې اړه څه دی.؟نوداپورتنی ایات نازل شو، په دې ایات کي ورته جوته شول چې په شرابو اوخمارکي څه لږظاهرې ګټې شته خوپه اصل کي دانقصانات اوخرابیانې ډېرې لری اونقصانونه ئې ترګټوډېردي داځکه چې شراب عقل له مینځه وړي چې عقل دانسان دټولوکړونو، کمالاتواوشرافت ریښه اوبنسټ دی، داعقل دی چې انسان له بدوکاروڅخه ژغورئ اوکله چې پرعقل ئې پرده ولویږي نوبیادټولوناوړوکړونوورپرانستل شو، چې دا دژوندیو ریښتنی حقیقت اوواقعیت دی. په دې ایات کي شراب نه شوه حرام بلکې نقصانات ئې بیان شول اودې ایات مبارک ومسلمانانوته مشوره ورکړل چې داښه شی نه دی داځکه ترګټې ئې تاوان زیات دی،چې وروسته صحابه کرام پردووډلوووېشل شول؛ یوې ډلې دامشوره ومنل اوشراب ئې پرېښودل اوځینو صحابه کراموداشراب څیښل اواستدلال ئې داؤچې حرام شوی نه دی،یوه ورځ حضرت عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه یوه بلنه کړيوه اودخوراک وروسته شراب وڅیښل شول، دلمانځه لپاره یوامام ترمخه شو چې (قُل یایهاالکفرون.....) سورت ئې غلط کړ، چې ددوهم ځل لپاره داایات نازل شو: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَ‌بُوا الصَّلَاةَ وَأَنتُمْ سُكَارَ‌ىٰ سورت النسآء: ۴۳ ژباړه:ای هغه کسانوچې ایمان موراوړی دی مه نژدې کيږي تاسی لمانځه ته حال داچې تاسی مست یاست (له نشې) ترهغه پوری چې پوه شی تاسی پرهغه شی چې تاسی ئې وایاست. دادشرابوپه هکله دوهم ایات وچې الله جل جلاله نازل کړ، چې په دې ایات کي دلمانځه پرمهال دشرابواستعمال حرام کړل شول، اوپه نورووختونوکي ئې لادجوازموقع ده، ځینی صحابه کرام په دې پوه شول چې کو م شی چې ولمانځه ته نقصان رسوئ نودهغواستعمال پکارنه دی ، خوبیاهم په عاموحالاتوکي شراب څیښل کېدل؛ لکه دعتبان بن مالک رضی الله عنه په یوه میلمستیاکې دډوډۍ څخه وروسته شراب وڅیښل شول دنشې په حالت کې دشعراوشاعرۍ بیان پیل شوسعدبن ابی وقاص رضی الله عنه په یوه قصیده کي دانصاروبداودخپل قوم ښه ئې بیان کړل، یوه انصاری زلمی رضی الله عنه ته قهراوغصه ورغله اوداوښ دزامې په هډوکي ئې سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه وویشتئ ، چې ډېرسخت ئې ژوبل کړ، حضرت سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته حاضرشواودانصاری زلمی ګیله ئې ورته وکړل نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم دادُعاوکړل: اللهم بَیِّن لنافی الخمربیاناً شافیاً ای خدایه!وموږته دشرابوپه هکله ښکاره بیان اوقانون راکه چې دشرابوپه هکله ددریم ځل لپاره داایات نازل شو: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ‌ وَالْمَيْسِرُ‌ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِ‌جْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ﴿٩٠﴾ سورت المائدة: ۹۰ ژباړه:ای هغه کسانوچې ایمان مو راوړی دی بېشکه هم داخبره ده چې شراب اوخمار(قمار) اوبتان اوغشي (دفال، داڅلورواړه ټول) پلیت دی له کاردشیطان څخه دی نوځان وساتئ تاسی له دې څخه له پاره ددې چې نجات ومومئ تاسی. له دې څخه وروسته څلورم ایات نازل شواوددې دحُرمت فلسفه بیانوی: إِنَّمَا يُرِ‌يدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ‌ وَالْمَيْسِرِ‌ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ‌ اللَّـهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ ﴿٩١﴾ سورت المآئدة: ۹۱ ژباړه:بېشکه چې همداخبره ده، غواړی شیطان چې واچوی په منځ ستاسی کښې عداوت (دښمنې) اوبغض(کينه) (په څښلو) دشرابوکښې او(په کولود) خمارکښې اوواړوی تاسی له یاده دالله اوله لمانځه څخه نوایا تاسی منع کېدونکي(اوښتونکي له دی بدوکارونو؟ بلکې واوړی)

فائده:[سمول]

په دغودواړوایاتونوکي دشرابواوخماردحُرمت تائیداوتاکيد په لس ډوله شوی دی: ۱: داچې جمله ئې په ((انما) سره پیل شوې ده تاکيدفائده کوي. ۲: دبت پرستۍ په شان ئې وفرمایل. ۳: پلیت ئې وبلل. ۴:دشیطان عمل ئې وباله. ۵: داجتناب امرئې ترې صادرکړ. ۶: داچې اجتناب ئې دخلاصون سبب دی. ۷: داچې دبغض، عداوت اوکينې موجب دی. ۸: داچې دخدای له ذکراویادڅخه ګرځوونکي دي. ۹: داچې حصاروونکي دی له لمانځه. ۱۰: داچې صریح امرصادرشوی دي چې دشرابوله څښلواوخماروکولوڅخه واوړي. دشرابوبندېدل په تدریجي ډول سره صورت ونیوی، داځکه چې دعربولپاره ئې پرېښودل ناشونی وو، اودانسان تروس هم تېره وه، نوځکه په درومرحلوکي شراب بندشول؛ نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته (اُمُّ الخبايث) یعنی دټولوناوړوریښه، او(اُمُّ الفواحش)یعنی دټولوبې حیاکارونوریښه، ویلی دي اوهمدارنګه دنسائی په یوه حدیث کي راغلی دی چې شراب اوایمان نشی سره یوځای کېدلای، اودترمذی په یوه حدیث کي دشرابوپه هکله ئې پرلسوکسانولعنت ویل شوی دي دشرابودحکم اودصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعين جذبه دلومړی حکم سره سم هغوصحابه کراموچې شراب ئې دخپلوځانولپاره ایښی وه، هغه ئې دخاوروسره خاورې کړل، دحضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه بیان دی چې کله نبی کریم صلی الله علیه وسلم اعلان وکړ چې شراب حرام دی دچاپه لاسوکي چې دشرابولوښی وه هغه ئې ټول وغورځول، دشرابومنګیان اوخُمان ئې ټوله دکوروڅخه دباندی مات کړل؛ حضرت انس رضی الله عنه په یوه مجلس کي ساقی ؤ، ابوطلحه، ابوعبیده بن جراح، ابی بن کعب اوسهیل رضی الله عنهم اجمعین هم هلته موجودوه کله چې ئې دشرابودحرمت اعلان واورېدی نوټول خُمان اومنګیان ئې مات کړل اوټول شراب ئې توی کړل. په ځینوروایاتوکي راځی چې په دغه مهال دشرابوجامونه دخلکووشونډانوته رسېدلی هم وه، چې ټول ئې وغورځول، په هغه ورځ دمدینې منورې په کوڅوکې شراب دباران داوبوپه شان بهېدل، اووروسته چې به باران وشونودشرابودرنګ اوخوند احساس هرچاکولای شوای. دمدینې منورې په ښارکي چې کوم شراب دتجارت لپاره پراته وه دهغوټولودټولېدو حکم نبی کریم صلی الله علیه وسلم وکړ، چې صحابه کراموهغه راټول کړل اوپخپله نبی کریم صلی الله علیه وسلم پخپلومبارکولاسونوسره دشرابومنګیان اوخُمان مات کړل اوپاته نوروصحابه کراموله منځه یووړل، یوه صحابی چې دشام څخه ئې دشرابوتجارت کاوه، هغه شراب چې ئې دشام څخه راوړی وه هغه ئې پریوه غونډۍ کښېښودل ، بیائې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دشرابودحکم په اړه پوښتنه وکړل، نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې هغه ټول توی که!هغه صحابي هم په ډېره مینه سره هغه له منځه یووړل اوټول ئې توی کړل. تفسیرمعارف القرآن، ټوک ۱، پاڼه ۱۹۵ـ ۲۰۵)

شراب په احاديثوکي:[سمول]

دشرابوحُرمت لکه څرنګه چې په قرآنکریم کي په سختۍ سره بیان شوی دي په همدې ډول سره په احادیثومبارکانوکي هم په شدت سره منعه شویدی اوداسی داحادیثوکتاب به نه وی چې دشرابو دحُرمت پوره بحث پکښې نه وی شوي؛ ترپنځوسوپه زیاتو احادیثوکي دشرابوحرمت راغلی دی، دبخاری شریف په ۲۸ احادیثو کي ۳۹ ځله شراب راغلی ؛ دمسلم شریف په ۵۳ احادیثو کي ۷۲ ځلی شراب راغلی ، دترمذی په ۲۸ احادیثو کي ۵۰ ځلی شراب راغلی دموطا‌ء امام مالک رحمة الله علیه کي په ۱۰ احاديثو کي ۱۷ ځلی شراب راغلی دی اوداسی نور..یوڅه احادیث ددې لیکنې په مختلفوبرخوکي ذکرشوی دی اوڅه زه اوس غواړم چې ذکرئې کړم. ۱: وعن عایشة قالت سُئل رسول الله صلی الله علیه وسلم عن البتع وهونبیذالعسل فقال کل شراب اسکرفهوحرام (متفق علیه) له عایشې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د(بتع) په اړوند پوښتنه وشوه اودادعسلونبیذدی نووئې فرمایل چې هرهغه دڅښلوشی چې نشه راولی هغه حرام دی. ۲: وعن ابن عمرقال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم کل مسکرخمروکل مسکرحرام ومن شرب الخمرفی الدنیافمات وهویُدمنهالم یتب لم یشربهافی الاخرة. (رواه مسلم) له ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلی ئې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هرنشه راوستونکي شی خمر(عقل پټونکي دی) دی، اوهرنشه راوستونکي شی حرام دی اوچاچې په دنیاکي شراب وڅیښل اوهغه ئې همیشه څیښل اوتوبه ئې ونه ایستل اومړشو هغه به ئې په آخرت کي نه څیښئ. ۳: وعن جابران رجلاقدم من الیمن فسال النبی صلی الله علیه وسلم عن شراب یشربونه بارضهم من الذرة یقال له المزرفقال النبی صلی الله علیه وسلم اومسکرهوقال نعم قال کل مسکرحرام ان علی الله عهدالمن یشرب المسکران یسقیه من طینة الخبال قالوایارسول الله وماطینة الخبال قال عرق اهل الناراوعصارة اهل النار(رواه مسلم) له جابررضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلی ئې دی چې دیمن څخه یوسړی راغی هغه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دشرابودڅښلوپوښتنه وکړه هغه په یمن کي څیښل اوهغه به له جواروجوړیده هغه ته ئې (مزر) ویل نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې ایاهغه نشه لرونکي دی؟ هغه وویل چې هو! نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې په الله تعالی باندی داوعده ده چې کوم سړی نشه راوستونکي شی څیښئ نوالله تعالی به په هغه (طینة الخبال) وڅیښئ، اصحابوکرامورضی الله عنهم اجمعین عرض وکي چې یارسول الله صلی الله علیه وسلم (طینة الخبال) څه شی دی؟رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې داددوږخیانوخوله ده،اویاددوږخیانوزوي دی. ۴: وعن وآئل الحضرمی ان طارق بن سویدسال النبی صلی الله علیه وسلم عن الخمرفنهاه فقال انما اصنعهاللدوآءفقال انه لیس بدوآء ولکنه دآء.(رواه مسلم) له وآئل حضرمی رضی الله عنه نه روایت دی چې طارق بن سُویدله نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه دشرابوپه هکله پوښتنه وکړل نبی کریم صلی الله علیه وسلم ئې دڅیښلومنعه وفرمایل، طارق وویل چې زه ئې ددارودرمل په توګه څیښل غواړم نونبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دا(شراب) درمل نه بلکې ناروغې ده. ۵: عن عبدالله بن عمرقال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من شرب الخمرلم یقبل الله له صلوة اربعین صباحافان تاب تاب الله علیه فان عادلم یقبل الله له صلوة اربعین صباحا فان تاب تاب الله علیه فان عادلم یقبل الله له صلوة اربعین صباحافان تاب تاب الله علیه فان عادفی الرابعة لم یقبل الله له صلوة اربعین صباحا فان تاب لم یتب الله علیه وسقاه من نهرالخبال. (رواه ترمذی ورواه النسآئی وابن ماجه والدارمی عن عبدالله بن عمرو) له عبدالله ابن عمرنه روایت دی چې ویلی ئې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې څوک چې شراب وڅیښئ الله تعالی دهغه څلویښت ورځې لمونځ نه قبلوی، که چیری توبه وکړی نوتوبه ئې قبلوی، که ئې ددوهم ځل لپاره شراب وڅیښل نوالله تعالی دهغه څلویښت ورځی لمونځ نه قبلوی اوکه چیری ئې توبه وکړل نوالله تعالی ئې توبه ورقبلوی، که ئې بیاوڅیښل نوالله تعالی ئې څلویښت ورځې لمونځ نه قبلوی اوکه چیری ئې توبه وکړل نوالله تعال ئې توبه قبلوی اوکه چیری ئې په څلورم ځل شراب وڅیښل نوالله تعالی ئې دڅلویښتوورځولمونځ نه قبلوی اوکه چیری ئې توبه وکړه نوالله تعالی ئې توبه نه قبلوی اوپه ده باندی به ددوږخیانوزوي وڅیښل شی. ۶: وعن جابران رسول الله صلی الله علیه وسلم قال مآاسکرکثیره فقلیله حرام. (رواه الترمذی وابوداود وابن ماجه) دجابررضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دکوم شی زیات څیښل نشه راولی دهغه لږڅیښل هم حرام دی. ۷: عن ام سلمة قالت نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن کل مسکرومفتر.(رواه ابوداود) دام سلمه رضی الله عنهاڅخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دهرنشه راوستونکي اوهرمفتر(په قوت کي سستی راوستونکي) منعه وفرمایل. ۸: وعن دیلم الحمیری قال قلت یارسول الله انابارض باردة ونعالج فیهاعملاشدیداوانانتخذمنه شرابامن هذاالقمح نتقوی به علی اعمالناوعلی بردبلادناقال هل یسکرقلت نعم قال فاجتنبوه قلت ان الناس غیرتارکيه قال ان لم یترکوهم قاتلوهم.(رواه ابوداود) ددیلم حمیری رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلی ئې دی چې ماوویل چې ای دالله رسول صلی الله علیه وسلمه! موږدیخی سیمی استوګن یوموږپکښې سخت کارکواوموږدغنموشراب جوړوو موږپخپلوکارونوکښې په دې قوت زیاتوواودخپلی علاقی دیخنۍ نه ځان ژغورو، نورسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ایاهغه نشه راوستونکي دی؟ماورته وویل هو! نوبیائې راته وفرمایل چې ځان ورڅخه وساتی، ماورته وویل چې خلک ئې نه پریږدی، نونبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل که چیری خلک ئې نه پریږدی نودهغوی سره جنګ وکړی. ۹: وعن عبدالله بن عمروعن النبی صلی الله علیه وسلم قال لایدخل الجنة عآق ولاقمارولامنان ولامدمن خمر(رواه الدارمی) دعبدالله بن عمرورضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دموراوپلارنافرمانی کونکي، قمار(خمار) کوونکي، احسان زیاتونکي اوهمیشه شراب څیښونکي به وجنت ته داخل نشی. ۱۰: حدثنااحمدبن صالح حدثناابن وهب قال اخبرنی یونس عن ابن شهاب قال سمعت اباسلمة بن عبدالرحمن ابن المسیب یقولان قال ابوهریرة ان النبی صلی الله علیه وسلم قال لایزنی الزانی حین یزنی وهومؤمن ولایشرب الخمرحین یشربهاوهومؤمن ولایسرق السارق حین یسرق وهومؤمن. (بخاری) احمدبن صالح ابن وهب یونس ابن شهاب ابوسلمه بن عبدالرحمن اوابن مسیب دواړودحضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت کوی، چې هغه وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې زناکوونکي زنانه کوی په داسی حال کي چې هغه مؤمن وی، اوشراب څیښونکي شراب نه څیښئ په داسی حال کي چې مؤمن وی، اوغلاکونکي غلانه کوی په داسی حال کي چې هغه مؤمن وی. ۱۱: وقال هشام بن عمارحدثناصدقة بن خالدعبدالرحمن بن یزیدبن جابرحدثناعطیة بن قیس الکلابی حدثناعبدالرحمن غنم الاشعری قال حدثنی ابوعامراوابومالک الاشعری والله ماکذبنی سمع النبی صلی الله علیه وسلم یقول لیکونن من امتی اقوام یستحلون الحروالحریروالخمروالمعازف ولینزلن اقوام الی جنب علم یروح علیهم بسارحة لهم یاتیهم یعنی الفقیرلحاجة فیقولواارجع الیناغدافیبیتهم الله ویضع العلم ویمسخ اخرین قردة وخنازیرالی یوم القیمة(بخاری کتاب الاشربه) هشام بن عماروایی چې ته صدقه بن خالد په واسطه دعبدالرحمن بن یزید بن جابر، عطیه بن قیس کلابی، عبدالرحمن بن غنم اشعری، ابوعامریاابومالک اشعری بیان کوی، اوپه خدای چې هغه درواغ نه وایی اوهغه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل، ډیرژربه زماپه اُمت کي داسی خلک پیداشی چې زنا، وریښم، شراب اوباجې به حلال ګڼی اوځینی قومونه به داسی وی چې دغره برابربه اوسیږی اوکله چې ماښام دخپلی رمې سره واپس راځی هغه وخت به دوی ته فقیردڅه ضرورت لپاره راشی نوهغوی به ورته ووایی چې سباسحرراشه نوالله تعالی به دشپې هغوی هلاک کړی اوغربه ورباندی راوغرځوی اوپاته خلک به دبیزواوخنزیزانوپه بڼو سره مسخ کړی اودوی په ترقیامته پوری په دغه حالت کښې وي. دټولواحادیثونقل کول اودلته راوړل ناشونی کاردی، داځکه چې زښته ډیراحادیث دشرابوپه هکله شتون لری، همدومره کفایت کوی انشآ‌ء الله تعالی.

دشرابودحرام کولوفلسفه[سمول]

ښکاره خبره ده چې وانسان ته دژوندژواک دلاسته راوړلو په دوران کي داولادوتربیت اودمدني سیاست په ښه قائم ساتلوکي دعقل ولارښوونې ته ډېره اړتیاده، اوکه چیری یو سړی دشرابوعادی وي نوله ده څخه ددې کړونوتوقع ناشونې اوبې معنا ده، داځکه چې دنشې په حالت کي له ده څخه ډول ډول فسادونه اوجنګونه کيږي اوځینی خلک نفسي خواهشاتودومره لیونیان کړی وي چې ددې فسادونوهیڅ پروانلری اودشرابوڅخه علاوه په نورونشوهم روږدوي ، چې له همدې کبله دده دژونددلوازماتوپه نظام کي ډېره خالیګاه وي. دیوې ټولنې دافریضه ده چې هیڅوک پرې نږدی چې په داسی نشواخته شی، چې په شریعت کي ددې دحرمت اواصلیت دافلسفه ده. حجة الله البالغه، ټوک ۱، مخ ۴۳۴ لیکوال: حضرت شاه ولی الله محدث دهلوي رحمة الله علیه

شراب ولی حرام دی؟[سمول]

شراب دټولوپلیتو اوناوړوکړونوموراوریښه ده(اُمُّ الخبائث)، دټولوبدمرغیواونقصانونومورده، چې ضرراوتاوان ئې وروح اوبدن دواړوته رسیږي،دشرابوتراغیزولاندی مال ، دولت اوشتمنې اواولاددواړه راځی، ښه اوبدئې تراغیزولاندی راځی؛ داځکه چې دشرابوپه څیښلوسره عقل دفکر، تدبیراوحکمت څخه خالی کيږي، چې په دغه خت کي عقل دپروړوارزښت نه لری ، برعکس عقل ولیونتوب، بغاوت اوبغض ولورته لمن وهی چې دادټولوبدبختیومورګرځی؛ کله داناورین ددوووروڼوترمنځ، کله دپلاراوځوی ترمنځ، کله ددوستانوترمنځ اوکله هم دخوږوملګروترمنځ صورت نیسی، چې دادرحمت پرځای یولعنت دی. دادشرابوټولنیزاړخ دی، بل په دې شراب حرام دی چې شراب انسان دخدای دذکرڅخه ګوښه کوي اوغافله کوی ئې، دلمانځه څخه ئې لیری کوي، حال داچې لمونځ داسلام ستن هم ده، بل تاوان دشرابودادی چې زړۀ دالله دذکر، نوراوحکمت څخه خالی کوي داځکه چې شراب دشیطان یوعمل دی، چې دانسان شتمنې اوبدن ټوله فاسدوي اوشرابي دتل لپاره په دې هڅه کي وي چې څوک ووژنی، دچاشی غلاکي، زناوکړي اوداسی نور... حکمة التشریع وفلسفه الجزء الاول مخ، ۲۶۹ لیکوال: فضیلة الاستاذ الشیخ علی احمدالجرجاوی رئیس جامعة الازهرالعالمیه داسلام دمبارک دین څخه مخکي په عربوکي شراب څیښل ډیرارزښت مندشی ؤ، په هرکورکي اوپه هرځای کي غریبو، مسکينانو، نرو، ښځو، سردارانواوغلامانوټولوڅښل تردې اندازې پوری چې کله به یوسړی مړکېدی نوواولادته به ئې داوصیت کوی چې هره ورځ زماپرقبرباندی یومنګی شراب تویوی؛ خوکله چې الله جل جلاله حرام کړل نوپه مکمل ډول سره دټولوورڅخه داسی نفرت وشوچې بیائې هغه توی کړل، په قرآنکریم کي داشراب په درومرحلوکې بندکړل شول، په احادیثوکي هم ددې دحرمت زښته بیان شوی دی، دبېلګې په ډول سره: وَلاَیَشربُ الخَمر حِینَ یَشربهَا وَهُوَمُؤمِنٌ (بخاری) کله چې شراب خوره شراب څښئ نودی مومن نشی پاته کېدای. یعنی په دې حدیث شریف کي داجوته شوه چې ایمان اوشراب نشی سره یوځای کيدای، که مومن ؤنوشراب نه څښئ اوکه ئې شراب څیښل نومومن نشی کېدلای، چې لب لباب ئې دادی چې شراب دایمان سرمایه له منځه وړی اوهغه ختموی اودایمان دښکلې ونې ریښې له منځه وړي. وبل لورته دشرابولپاره سزاهم ټاکل شوې ده په حدیث شریف کي راځی: اِذاشَربُواالخَمر فَاجلِدُواهُم ثُمّ شَربُوافَاجلِدُوهُم ثُمّ اِن شَربُوافاجلِدُوهُم ثُمّ اِن شَرِبُوافَاقتُلُواهُم. (ابودا‌ؤد) که چیری خلک شراب څیښئ په دوروباندی ئې وواهی، که ئې بیا وڅیښل بیائې وواهی، که ئې بیا وڅیښل بیائې وواهی اوکه ئې بیاوڅیښل نووئې وژ نی. دشرابودحرمت په لومړیووختوکي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ډېرټینګارکاوی، تردې چې که ئې شراب نه پرېښودل نو دهغه سزادقتل وه، چې وروسته بیادادشرابوسزا(قتل) منسوخه شوه اواوس ئې سزا(۸۰) دورې دي. دشرابوڅخه ځکه نفرت په کاردی چې داتاوانونه پکښې نغښتی دی: ۱: کله چې یوانسان شراب وڅښئ نووروسته دنشې په حالت کي دی، چې په دغه وخت کي داانسان دحقائقوڅخه لیری وي اودهرڅه څخه په واټن کي شی، ودی نشیی انسان ته هرڅوک په صفرکي معلومیږی داځکه چې هرڅوک ورته هیڅ ښکاری له همدی کبله ودې نشیي ته خلک احمق وایی اوله ده څخه نفرت کوی؛ له همدې کبله دی ددښمنۍ اوبغض اصلی محوراوټکي ګرځی. ۲: لکه څرنګه چې الله جل جلاله وانسان ته ترټولونعمتونوغوره نعمت عقل ورکړیدی ، اوداعقل دی چې انسان ئې دلوړواخلاقو څښتن ګرځولی دی اووبل لورته ئې عقل همداانسان دټولو رذیلو اخلاقوڅخه پرڅنډه کړیدی اوحال داچې دنشې په حالت کي داښکلی نعمت (عقل) خپله جنازه پورته کوی اوانسان دعزت څخه وذلت ته ځئ اودجنت اوښوکړونوڅخه وناوړوافعالو اودجهنم وکندی ته ځان لاهوکوی؛ داځکه چې کله داشرابی عقل دلاسه ورکړی نودی ظلم کوی، ګناه کوی، تیری کوی، غلاکوی، زناکوی اوداسی نور.... نوهمداوجه وه چې دجاهلیت په دوره کې عقلمندو خلکوشراب نه څیښل لکه دعباس بن مرداس کيسه. ۳: وانسان ته دشرابوبل لوی نقصان اوزیان دادی چې شراب دانسان واخلاقو، عزت اووقارته زیان رسوی، پرعزت ئې تورداغ ایږدی، دانسان دشرافت کمیس ورڅیری کوی؛ داځکه چې موږشرابیان وینوچې په کوڅوکې لالهانده ګرځی اویاکوم چې معززه دی وهغوټولوته خلک دلاندوسپوپه سترګه هم نه ګورئ، له دوی څخه نفرت اوکرکه خپل طبعي عکس العمل بولی، اوبل لورته دوی داسی کارونه کوی چې هغه په ټولنه کې کرغیړن دی یووړوکې بېلګې ئې داده لکه خپل ځان ځړول اویاهم بل څوک وژل چې دانو(خسرالدنیاوالاخرة) یعنی دنیا اوآخرت ئې دواړه خراب شول. ۴:دطب له نګاه څخه دشرابوناروغیانې اوتکلیفونه له شماره وتلی دی لکه سرطان، اعصابی کړاوونه، بدهضمې، دمعدې التهاب، لېونتوب،فلج(ګوزڼ)، استرخاء، صرع، دحافظې کمزورې، دحافظې زوال، دسترګوددیدزوال، اوږدمهاله نزله، اوداسی نورې لاعلاجه ناروغیانې.... ددې ټولوبدبختیوپه درلودلوسره الله جل جلاله شراب حرام کړل.

اسلامی حدوداوران کافلسفه[سمول]

(شراب نوشی) مرتب: سیدمحمدمتین هاشمی سابق ډایریکټردیال سنګهـ ټرسټ لائبریری لاهور دشرابوهرډول اوپه هره اندازه سره حرام دی: هرڅومره چې لږ شراب وڅیښل شی هغه هم حرام دی، که څه هم نشه رانه ولی، داځکه چې ددې څخه خونداخیستل کيږي اوبیادزیاتوشرابودڅیښلوخواهش ورسره زیات اوپیداکيږي وبل لورته دزیاتوشرابودڅیښلوڅخه نه منع کيږي داځکه چې ورسره عادي شي اووروسته دشرابواستعمال ورته دومره عادی شي چې حرام اوګناه ئې نه بولی، شراب که نشه ولری اوکه ئې ونلری؛ که لږوی اوکه ډېروي داټول په اسلام کي حرام دی ، دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په روایت کي راځی چې کوم سړی چې شراب څکي، یائې خرڅوي، یائې رانیسی(دتجارت لپاره)، یائې نستیږي (جوړوی)، یائې دنستیږوباعث ګرځی، یائې ساقی وی(لکه په اوسنی وخت چې په هوټلانوکي ئې وخلکوته ایږدی)، هغه سړی چې داشراب وبل چاته وړی اوپورته کوی ئې دبل چالپاره(چې مرادورڅخه ترانسپورت والا دی اویاهغه خلک چې ترترانسپورته پوری ئې وړی اویاهم هغه مزدوران دی چې ترپلورنځیوپوری ئې رسوي)، اوهغه سړی ته چې شراب راوړل کيږی( چې ددې څخه موخه هغه پلورونکي، یاهغه ایجنسۍ ده ) پردې ټولوخلکوباندی دخدای لعنت دی؛ چې موخه ورڅخه داراوځی چې دشرابوهرډول کار، پلورل، پېرودل، وړل، رانیول، څیښل، جوړول اونور... داټول حرام دی، چې په دې کي نه حیله شته اونه هم بهانه؛ دااصل دی چې دهرهغه شی چې په حرامیدوکي مصلحت وی نودهغه شی محوه کول اولیری کول والله جل جلاله ته منظوردي، نوځکه شریعت دهغه شی دحرام والی حکم صادروي اووخلکوته دااړینه ده چې خلک داحرام شی رواج اودودنکړی، اوددې کاروبارهم ونکړی اوپه داسی ځایونوکي روزګارهم ونکړی داځکه چې داهرڅه دمصلحت اوشریعت خلاف کاردی. په یوه حدیث شریف کي راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل :چې شراب ددووشیانوڅخه جوړیږي دخُرما اوانګورو څخه، لکه څرنګه چې په هغه وخت ددې دووشیانوڅخه شراب جوړېدل عام وه نوځکه ئې بیان راغلی دی، یووخت دنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه داوربشواوعسلودشرابوپه هکله پوښتنه وشوه نوفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هره نشه راوستونکي شراب دی اوداحرام دی، یعنی که داشراب دانګورووي، که داوربشووي، که دعسلووي اوکه دخُرماوي اوداسی نور... په یوه بل حدیث شریف کي راځی چې امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې هرنشه راوستونکي خمر(شراب اویاعقل پټوونکي دی) نوځکه هره نشه راوستونکي حرام دی، هرهغه شی چې لږه اوډېره نشه ولری داټول حرام دي؛ دصحابه کرامورضی الله عنهم اجمعین په وخت داپنځه ډوله شراب وه: ۱: دانګوروشراب. ۲: دخُرماشراب. ۳: دعسلوشراب. ۴: اوربشوشراب. ۵: دغنموشراب داهم دصحابه کراموقول دی چې په کوم وخت کي چې دشرابو دحرمت حکم نازل شو دانګوروشراب ډېرلږوه، په عمومی ډول سره دنیم پوخته (نیمې پخ شوی) خُرماشراب عام وه، نوکله چې دشرابوحرمت راغی نوهغه دخُرمادشرابومنګي اودنورو شرابو خُمان داټول مات کړل شول، په هرهغه شی کي چې نشه وي اوعقل لیری کوی هغه ټول حرام دی. په حدیث شریف کي داهم راځی چې زماپه اُمت کي به ځینی خلک دشرابونوم بدل کړی اوبل نوم به ورته وضع کړي اوڅیښئ به يي ، یوچادنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې موږشراب دسُرکې سره استعمالوو داڅنګه دی؟ نومصطفی صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې داحرام دی. یوبل چادنبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې زه داشراب ددارو اودرمل لپاره استعمالوم داڅنګه دی؟ فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته ځواب ورکړ دادرمل نه دی، بلکې دامرض دی. مطلب داچې دشرابوپه څیښلوکه هیڅ عذراوحیله نشته. حجة الله البالغه ټوک ۲، مخ ۱۰۴۱ـ ۱۰۴۵ لیکوال: حضرت محدث دهلوی شاه ولی الله رحمة الله علیه شراب به ترداسی نامه لاندی څيښل کيږی خلک به وايی چې دابې ضرره اوحلال دی: دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کي راځی چې زمادامت یوه ډله خلک به شراب په دې حلال کړی چې نوم به ئې وربدل کړی. نن ورځ داموږوینوچې پردې موضوع باندی کتابونه لیکل شویدی اوخلک دااستدلال کوی چې ددې څیښاک نوم خوپه قرآن کي نشته، نوځکه ددوی په ګمان داحلال دی، دبیلګې په ډول سره بیر(Beer) دوی ورته وایی چې دایواځی داوربشواوبه دی، اودنورومعمولی مشروباتوپه شان داهم یو عام څیښاک دی نوځکه داحلال دی؛ داهغه څه دی چې په پورتنی حدیث کي ذکرشول اوددې ذکرنبی کریم صلی الله علیه وسلم کړیدی ۱۴ پیړۍ مخکي اوداهرڅه اوپه هرنامه چې دی داټول حرام دی. Discourses on Islamic Way of Life Vol. 7, page: 243 By: Justice Muhammad Taqi Usmani

=شراب ځکه حرام دی؟؟؟[سمول]

لکه څرنګه چې مخکي په انساني ټولنه کې شراب دټولوعذابونواومصیبتونوسرچینه وه نواوس هم شراب په هم هغه اندازه سره ناوړه او(اُم الخبائث) دی، په نړۍ کې په لکونوانسانان ددې شرابودکړاوونواوبدبختیوښکاردي، دټولنې ډېرمسائیل داسی دي چې شرابوخراب اوویجاړ کړیدي؛ دشرابولپاره داثبوت کافی دی چې په لکونوخلک دهمدې ناوړه عمل له کبله په ذهنی اوروانی ناروغیواخته دي. دانسان په زړۀ اودماغ کي یونظام شته چې (نفس لوَّامة) ورته وایی، چې ددې نظام دنده داده چې انسان له بدواوناوړو کړونو څخه وژغورئ، کله چې یوانسان شراب څیښئ نوهمدغه نظام چې انسان کنترولوي له منځه ځی اوانسان بیاداسی خوځښتونه کوي چې دانسانیت خلاف وي، دبیلګې په ډول سره بیادی دخپل موراوپلارخلاف ناوړه الفاظ استعمالوی، بولی اونورڅه په کالوکي کوي اوداسی نور... خودی دانه محسوسوی چې داغلط کاردی. دامریکا دمتحده ایالاتودعدل اوانصاف محکمې یوه سروې کړيده اووایی چې په ۱۹۹۶ میلادی کال کي دزناباالجبر(دزورزنا)۲۷۱۳ پیښې ثبت شویدی، دازیات هغه زناکاره دی چې دشرابودنشې په حالت کي وه، پرښځوباندی دنورزورزیاتی زیات لامل شراب دی. په امریکاکي ۸٪ سلنه امریکایان دمحرماتوسره (دبیلګې په ډول سره دمور، خور، لور، خواښې، مږور اوداسی نور...) جنسی اړیکې لري، چې په هرو۱۱ یوولسوکسانوکي یوامریکایی په دې ګناه اخته دی، چې په دې پیښوکې یویادوه دشرابودنشې په حالت کي وي، ددې څخه علاوه دایډز په شان مهلکه ناروغې هم دشرابو له کبله په نړۍ کې خپریږي. دشرابوله کبله زیات مرګونه واقع کيږي، چې داشمېره هرکال زیاتیږي اواوس ان ترلکونوپوری رسیږي زه نه غواړم چې پردې په تفصیل سره رڼاواچوم خولنډه یادونه ئې اړینه بولم. ۱: شراب دینې(ځیګر) دناروغۍ سبب ګرځی. ۲: دمعدې دنل دسرطان سبب ګرځی. ۳: دمعدې دنل، دمعدې اوینې دسوخت سبب ګرځی. ۴: دزړۀ عضلات له منځه وړی، فشارزیاتوی، دزړۀ شریانونه ختموئ دزړۀ ددردونو اونوروناروغیو سبب ګرځی. ۵: دماغ فلجوی اوله کاره ئې غورځوی. ۶: حافظه له منځه وړی. ۷: ذهنی اختلال منځته راوړی، دهشت اونورمصیبتونه اجابوي. ۸: دوینې سره کُرویات تخریبوي، فولک اسید کموی چې د(اینمیا) سبب ګرځی. ۹: دوینې سپین کُرویات هم کموی. ۱۰: دبدن دمدافعې نظام له منځه وړي اویاهم کمزوری کوي يی. ۱۱: دسږوسوخت، سیل(ټی بی) اودسږونوری ناوړه ناروغیانې دشرابوله کبله دي. ۱۲: شراب دقی سبب کيږي، چې هغه عضلات چې تنفسی نالۍ ژغورئ هغه فلجیږي، چې کله دادمرګ سبب هم ګرځی. ۱۳: شراب پرښځوباندی په ځانګړی ډول سره اغیزې کوی، چې ترټولوپرهغوښځوباندی اغیزې کوي چې حامله وي، اوپرنوی ماشوم پوره اوژورې اغیزې کوي. ۱۴: دپوستکي ټولې ناروغې دشرابوله کبله دی. ۱۵: دوېښتیانورژېدل، ګنجتوب، دنوکانوماتېدل اونورې ناوړه ناروغی دشراب له کبله دي. Replies to the Most Common Questions asked by Non- Muslims. Question # 11 By: Dr. Adul Karim Zaker Niak

دشرابوعذاب[سمول]

په یوه متفق علیه حدیث شریف کي راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې شرابخوره جنت ته نه ځی. په یوه بل حدیث شریف کي راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چې دبتانودعبادت څخه ترممانعت وروسته الله تعالی دهرڅه مخکي دشرابودڅښلواوپه خلکوکي دلعنت دویلوڅخه منع کړی یم. په بل حدیث شریف کي راځی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایی چې هغه ډله چې په دنیاکي پریوه نشه کونکي شی راټول شی نوالله جل جلاله به هغوی دقیامت په ورځ راجمع کړی، هغوی به پخپلوکي یوبل سره ملامتوی اووایی به چې ای فلانکيه! الله دی تاته زماله لوری بده سزادرکړی داځکه چې هم تازه ودغه مقام ته ورسولم دوهم سړی به هم داسی ووایی. فخرالموجودات امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم وویل چاچې په دنیاکې شراب وڅیښل الله تعالی به دقیامت په ورځ په هغه دمارانوزهروڅیښی چې دهغه دڅښلوڅخه مخکي به دهغه دمخ غوښه توی شي اوکله چې ئې وڅیښئ نودبدن ټوله غوښه اوپوستکي به ئې ولویږی اوپه دې سره به شرابیانوته تکلیف رسیږی. شراب څښونکي، شراب جوړونکي دشرابودیوه ځای څخه بل ځای ته وړونکي دشرابو اخیستونکي اوخرڅونکي ټول په ګناه کي برابردی، الله تعالی ددوی لمونځونه، حجونه اوروژې نه قبلوی ترڅوچې توبه ونه باسی؛ که هغوی بې له توبې څخه مړه شول نوهغوی ته الله تعالی دشرابو دهرغوړپ په مقابل کي دجهنم سزاورکوی، هره نشه حرامه ده اوهرډول شراب حرام دی. ابن ابی الدنیارحمة الله علیه څخه نقل دی چې دیوه داسی سړي سره مي ملاقات وشوچې په نشه مست ؤ اوپرخپلولاسوئې بولې کولې اوداودس کونکي په شان ئې خپل لاسونه په متیازوپرېولل اوویل به ئې (الحمدلله الذی جعل الاسلام نوراً والمآء طهوراً)ثناء اوصفت وهغه ذات ته دی چې اسلام ئې رڼاوګرځوی اواوبه ئې پاکې. دجاهلیت په زمانه کې عباس بن مرداس ته وویل شول چې ته ولی شراب نه څیښئ؟ چې په دې سره به ستاعقل تیزشی؛ هغه ځواب ورکي زه پخپلولاسونوجهالت وخپلې ګیډې ته نشم اچولای اونه داخوښوم چې سهاردخپل قوم په مخ کي دسردارپه توګه واوسم اوماښام ته دکم عقل په توګه مشهوره شم. بیهقی دحضرت ابن عمرڅخه روایت کړیدی چې داسلام سترپېغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل: دشرابوڅخه ځان وساتی ستاسوڅخه مخکي یوعابدشخص ‌ؤ چې دخلکوڅخه به جلا اوسېدی، یوې ښځې وغوښتل چې هغه ګمراه کړی، خپل یوخادم ئې ورولیږئ اوهغه ئې وځانته راوغوښتئ هغه ته ئې وویل موږتادیوې شاهدۍ لپاره غواړو،عابددهغې کره ورغی دهرې دروازې څخه چې به دننه کيدی نوهغه دروازه به یوې ښځې بندوله تردې چې دښځې کوټې ته ورسېدی ددغی بدکارې ښځې سره یوهلک اویودشرابولوښی هم وو هغې ورته وویل چې ماته دکومی ګواهۍ لپاره نه بلکې ددې لپاره می راغوښتی ئې چې دغه هلک ووژنی اوزما سره جماع وکړي که دادواړه کارونه نشی کولای بیاشراب وڅیښه اوکه تاانکاروکي نوزه به چیغې اوشورجوړکړم اوتابه رسواکړم عابدمجبوره شووشرابوڅیښلوته ئې غاړه کښېښوده، عابدچې یوه پیاله وڅيښله اودبلې پیالې غوښته ئې هم وکړل چې په دې ترتیب سره ئې څوپیالې وڅښلې اوکله چې سخت نشه اومست شونو دهغې ښځې سره ئې زناهم وکړه اوهغه هلک ئې هم وواژه؛ ځکه نودشرابوڅخه ځان وساتی په خدای قسم چې ایمان اودائمي شراب څیښل په یوه سینه کې نشی یوځای کېدلای. مکاشفة القلوب، ۹۱ باب، لیکوال: حجة الاسلام زین الدین امام غزالی رحمة الله علیه

دشرابودڅيښلوسزاپه شريعت کي:[سمول]

په شریعت کي دشرابووڅښونکي ته ۸۰ اتیادورې ټا کل شویدی، داچې ولی په اسلام کي دشراب خوړه لپاره ۸۰ دورې ټاکل شویدی ددې ځواب لاندی موندو: که چیری دیوه انسان عمرسل کاله وي،نوښکاره خبره ده چې په لومړیو۱۵ کلونوکي عقل پوره نه وی نوځکه شریعت تر۱۵ کلنۍ وروسته یو انسان مکلف کوي، اوهمدارنګه ترسلوکلونومخکي هم دانسان عقل اودماغ ډېرضعیفه اوکمزوری وي، نوچې کله ۵+۱۵=۲۰، نوځکه هلته پاته ۸۰ کاله کيږی اوودې انسان ته دهرکال په بدله کي یوه دوره وهل کيږي اوودې شراب خوره ته په دې سزاورکول کيږی چې کله عقل پوره شی نوبیادخدای داحکاموعملی کول فرض اواړین دی، داچې دی شراب څښئ نوعقل ویجاړوی اودی دسزالایق شوداځکه چې له ده څخه هرڅه پاته دی. سائنس اوراسلام، ص ۱۵۳ لیکوال: دطرابلس نامتومحقق علامه حسین آفندی رحمة الله علیه (الرسالة الحمیدیه) اردوژباړه: مولاناسیدمحمد اسحاق علی صاحب رحمة الله علیه. زیرنګرانی حکيم الامت حضرت مولانا اشرف علی تهانوی رحمةالله علیه مع رساله: حضرت مولاناقاری محمدطیب رحمة الله علیه مهتمم مدرسه دارالعلوم دیوبندهندوستان دشراب خوره، قمارکونکي اوبی لمانځه سړي څخه ليری والی پکاردی سوال: دشراب څیښونکي، قمارکونکي اوبی لمانځه سړی سره روابط اوتعلقات ساتل څنګه دی؟ ځواب: دشراب خوره، قمارکونکي اوبی لمانځه سړي سره روابط او تعلقات ساتل ښه کارنه دی دداسی خلکوڅخه دتنبیه اوروزنې په موخه اونیت لیری والی پکاردی. (کفایت المفتی)ټوک ۹، پاڼه، ۹۰-۹۱، لیکوال : مفتی اعظم مولاناکفایت الله دهلوی (رح)

دشرابودمرداروالی اوحراموالی څخه منکرکافردی:[سمول]

سوال: په جنګ ورځپاڼه ۴ سپتمبر۱۹۸۱ په اسلامی پاڼه کې یوې ښځې لیکلی دی چې شراب حرام نه دی په دې سلسله کښې هغوی دقرآن پاک حواله هم ورکړیده چې هغه زه لفظ په لفظ وایم: خلک تاسونه دشرابواوقمارپه اړوندمعلوموی تاسوورته وفرمایاست چې په دې دواړوکښې دغټې ګناه خبرې هم دی اودخلکولپاره ګټه هم ده، دشریعت داحکاموپه رڼاکښې ووایاست چې شراب حرام دی اوکه نه؟ اوکه حرام دی نودهغه څخه انکارکولووالاڅنګه دی؟ ځواب: دکوم مضمون په اړه چې تاسوپوښتنه کړیده په هغه کښې دشرابودحرمت څخه انکارنه دی شوی بلکې تاسوغلط پوه شوی یاست، شراب بالکل حرام دی دفقه حنفی په مشهورکتاب هدایه کښې دشرابو(خمر) دااحکام لیکلی دی: ۱: شراب دخپل ذات له کبله حرام دی، ددې دحرمت مدارپه نشې باندی نه دی، دځینوخلکوداوینا ده چې داپخپله حرام نه دی بلکې ددې نشه حرامه ده، چې داکُفردی، داځکه چې دادالله دکتاب نه انکاردی، دالله جل جلاله کتاب وشرابوته (رجس) ویلی دی او(رجس) نجاست اوپلیتۍ ته وایی، یعنی شراب دخپل ذاتي نجاست له کبله حرام دی اوپه سُنت متواتره کښې فخرالموجودات صلی الله علیه وسلم شراب حرام ګرځولی دی چې په دی باندی داُمت اجماع ده. ۲: شراب دمتیازو(بولو) په شان غلیظ نجاست (سخته پلیتې) ده داځکه چې ددی نجاست په قطعي دلایلوسره ثابت دی. ۳: هرهغه څوک چې شراب حلال ګڼی هغه کافردی، داځکه چې هغه ددلیل قطعي نه منکردی. ۴: دمسلمان په حق کښې شراب یوبی ارزښته شی دی، داځکه چې که دمسلمان سره شراب وی اویوڅوک داضایع کړی نوپه دی کښې هیڅ نیول نشته. ۵: ددې یوڅاڅکي هم حرام دی، اوپه دی باندی حدجاری کيږی. ۶: دڅیښلوڅخه علاوه ددې څخه نوری ګټې اوفایدې اخیستل هم حرامې دي. ۷: ددې په خرڅولوچې کومی پیسې ولاسته راځی هغه هم حرامې دي. ستاسومسائل اودهغوحل، ټوک ۷ پاڼه ۱۶۹، ۱۷۰ لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهید رحمة الله علیه Alcohol the final enemy of civilization الکحل(شراب) دانسانيت ترټولوبدترين دښمن دی دروغتیااوپاکوالې نړیوال وتلی اومشهوره ډاکټرپروفیسرهرش (Hirsch) یوکتاب ولیکي چې پر(شرابوبندیز) نومیږی اوده په امریکاکي ۱۵ کاله په دې هکله مبارزه هم وکړل خوسوکاله اوبری نه شو اویائې لږترلږه کنترول کړی وبل لورته الحمدلله داسلام مبارک دین ۱۴ پېړۍ مخکي ددې استعمال حرام اومنع کړل؛ نوځکه دالکحلواستعمال په یوه اسلامي ټولنه اویاهم دمسلمانانولپاره یولعنت اودټولوناوړی کړونومحوردی. که موږوکيمیاپوهنې (Chemistry) ته ولاړشونوالکحل(شراب) دیوشی دحل کولولپاره یومضبوط محلول دی چې پخپل ځان کي هرشی حلوي، په ځانګړې ډول سره غوړ (Fat) چې له همدې کبله دالکحلواستعمال یوانسان دعادی حالت څخه باسی اوپرانسان باندی دومرې اغیزې کوې چې پایلې ئې ډېرې ناوړه دي یاپه ساینسي ډول سره الکحل(شراب) دانسان دشکرې (sugar) دهضم لړۍ دجراثیمواوبکتریاوله کبله صورت نیسی، چې دایوه کيمیاوي پروسه ده چې ودې ته زهرجن کيمیاوي خوراک ویل کيږي، چې دازهردالکحلوپه ځانګړتیاپوری هم تړاولري؛ خوالکحل چې په هره فیصدی سره وي دانسان لپاره زهردی اوپه ساینسي ډول سره یقینی خبره ده چې الکحل پرینې (Liver) باندی څومره اغیزې کوي چې انشآ ‌ءالله وروسته به ورباندی رڼاواچوو، زړۀ (Heart) له فعالیته غورځوي اوداسی نورچې په پوره تفصیل سره به انشآء الله ورباندی رڼاواچول شي. که دالکحلو(شرابو) په یوه ټکي کي تعریف وشی نو لیکوچې شراب یوه زهرجنه کيمیاوي ماده ده، چې دانسان دژوندداښکلې پاڼې رژوي اودمرګ اودذلت وکندې ته ئې غورځوي؛ په اصل کي شراب کوم غذايي ارزښت نه لری البته کله چې وڅیښل شی نومیتابولیزم صورت نیسی یعنی دانسان لپاره انرژې چمتوکيږي اوانسان چې هرڅه خوړلی وي هغه ټول میتابولایزډ(Metabolized) کيږي چې دائې یوه ظاهرې اووړوکې ګټه ده. دالکحل(شراب) اغيزې پرانسان باندی دالکحل(شرابو) اغيزې دهاضمې پرنظام باندی: ترټولولومړی دشرابواغیزې دخولې څخه پیل کيږي، په خوله کي یوډول ژوندۍ بکتریاوې شته چې فلورا(Flora) نومیږي؛ چې ددې بکتریاووپه شتون کي جراثیم په خوله کښې ژوندنشی کولای، دالکحل (شراب) په څیښلوسره ددې ګټورو بکتریاو واغیزې ورو ورو کمیږي اوبالاخره له فعالیته وځی چې ددې بکتریاوودله مینځه وړولوسره دوریوزخم (Gum Infection)، دخولې سوخت اودخولې نورې ناوړه ناروغۍ پیداکيږی اوپیل کيږي اوپاته دی نه وي چې دشرابوعادي سړی ډېرژرغاښونه دلاسه ورکوي اوغاښونه ئې خرابیږي، دخولې څخه وروسته دخوراک دنل (Esophagus) ته خبره ولاړه ده، خوله ددې نل سره نښتې ده اوډېرې د ندې ترسره کوي؛ دخوراک نل په (Mucous Membrane) مخاطې غشا‌ء باندی پوښل شوی دي چې دالکحلو(شرابو) دڅیښلوله کبله دامخاطې غشاء کمزورې کيږي اوخپل حالت اوقوت دلاسه ورکوي چې پایلې داورڅخه راوځی چې دالکحلو(شرابو) دخوړلوسره لومړی خوله اوبیادخوراک نل خپله کډه کوي، کارپریږدی، سوخت اوزخمونه پکښې جوتیږي اوله فعالیته وځی؛ ترټولولوی ناورین خولادادی چې الکحل(شراب) دخولې اودخوراک دنل(سرې غاړې) دسرطان سبب هم ګرځی، کله چې روغتیاپالانوداحس کړل چې شراب هغه یواځنی شی دی چې دخولې اودخوراکي نل دسرطان سبب ګرځی نوپه نړیواله کچه سره ئې په ۱۹۸۰ میلادی کال کښې دالکحلو (شرابو) دکمولواوبندولوپوره هوډوکړچې په نتیجه کښې پلانونه جوړاوپه عملی کېدوئې پیل وکړ. په دریم ځل چې کله الکحل(شراب) ومعدې ته رسیږي هلته (Gastritis) پیداکوي یعنی دمعدې دمخاط التهاب، وبل لورته الکحل(شراب) لیپید(Lipid) له مینځه وړي، لیپیدونه څه شی دی؟ ليپيدونه په بدن کي په اسانۍ سره زېرمه کيږي اودسوون دسرچینې دحجروي برخودجوړیدنګ دمهموتوکواوهمدغه رازدحجرې دبیولوژیکوفعالیتونولپاره دمهموتوکوپه توګه مطرح کيږي، یاپه بل عبارت لیپیدونه یعنی په وینه که شحمی اسیدونه. دزیاتودسرطان دمتخصصینوپه اندچې الکحل(شراب) دوینې دسرطان سبب هم ګرځی، له دې څخه وروسته الکحل(شراب) داثناعشره کلمې ډېرې ژراغیزمنې کوي، ودې کلموته په دې اثناعشره کلمې (Duobenum) وایی چې ددې کلمواوږدوالی ۱۲ ګوتې کيږي، چې دادکوچنیوکلمولومړۍ برخه تشکيلوي؛ داله دې کبله ډېرې ژراغیزمنې کيږي چې ډېري نازکې دي اوهرډول کيمیاوي اغیزې ورباندی چټک بریدکوي؛ داکلمې دهضمېدو لپاره دځانګړولعابوصلاحیت لري، چې دالکحلو(شرابو) په استعمال سره داهرڅه داوبوسره لاهوکيږي، دهضمې نظام له ستونځوسره مخامخ کيږي اوحتی الکحل(شراب) دتریخی (Bile) پرصفراء باندی هم ژورې اغیزې کوي، نوله همدې کبله په عام ډول سره دشراب څیښونکودهضمې نظام خراب اودستونځو سره لاس اوګرېوان وي، کله ئې هضمیه خرابه، کله ئې معده سوخت کوي، کله دمعدې دګیس سره لاس اوګرېوان وي، کله دمعدې په زخم اخته وي اوکله هم دمعدې په سرطان اخته شی. یوه بله ستونځه چې دهضم سره تړلې ده هغه دزیات هضم خبره ده چې دچاغښت سبب ګرځی، چې داچاغښت دومره خطرناکه وي چې دحجروپه مابین (Interstices) کي شحمیات پیداکوي چې په پایله کي داشحمیات دزړۀ دعضلاتی دیوال دنسجونوالتهاب (Myocardic Tissue) پیداکوي چې داومرګ ته ښه راغلاست دی داځکه چې دادزړۀ لپاره یوه ډېره خطرناکه ناروغې ده. که یوڅوک دزړۀ معمولی تکلیف ولری اویائې هم ونلري اویوڅاڅکي الکحل(شراب) وڅیښی نوددې مطلب دادی چې دی دخپل ښکلی ژوندهیڅ پروانه لري اوخپل ځان پخپله دهلاکت وکندې ته غورځوي؛ الکحل(شراب) پرپښتورګوهم ژورې اغیزې لري، پښتورګي خرابوي اوله فعالیته ئې غورځوئ که هغه دالکحلو(شرابو) هرډول وي که (Beer) بیروي، که (Spirit) سپرایټ وي اوکه (Wine) واین (عام شراب) وي، که دلیمو اویابلې مېوې سره ګډوی اوکه نه وي تاوان ئې یوشانته دی. دالکحل(شراب) اغيزې پراعصابي نظام باندی شراب داعصابووهغووړواوباریکودرځوته داخلیږی چې لیپید(Lipid) ئې ساتنه کوي، چې تاوان به ېې داشی چې الکحل(شراب) داعصابوپه برقي اړیکو(Electrical Communication) کي خلل پیداکوي؛ لومړۍ اغیزه ئې داده چې الکحل(شراب) دخوړلووروسته یودم پردې بریښنايي اړیکوباندی اغیزې کوي هغه اړیکې پرېکوي ، چې په نتیجه کي شرابي په دې نه پوهیږي چې څه کوي اوڅه نه کوي، چې دیوه حیوان په شان ئې ټول حرکات اوسکنات وي اوبل ئې پراعصابو باندی اوږدمهالې اغیزې دی چې الکحل(شراب) هره ورځ څه ناڅه واعصابی نظام ته تاوان رسوي، چې دااوږمهاله ناروغۍ ددې څخه عبارت دی: ۱: (Alcohol Withdrawal Delirium) دادالکحلوله کبله روحی اختلال دی چې دتوهمونو، بې بنسټه زړۀ خوښیو، هیجان، دبې قرارۍ اودچاپیریاله سره داړیکودنشتوالې یوه ناروغې ده، ددې څخه علاوه په دې ناروغۍ کي اضطراب، ذهنی پرېشانې اونورې ناوړې اغیزې ملې دي. ۲: (Amnesia) دحافظې داختلال ناروغې، چې حافظه کمزورې کيږي اوکارپرېږدي. ۳: (Termen) یادبدن دلړزېدوناروغۍچې په دغه وخت کي اعصاب ډېرتکان خورئ اودبدن موازنه له مینځه ځی نوځکه ټول بدن لړزیږي؛ په لنډډول سره الکحل(شراب) داعصابودهرډول داعصابودالتهاب (Polyneuritis) سبب ګرځی ، په دې ناروغیو کي ځینی داسی دی چې ددائمي لېونتوب سبب هم ګرځی، اوپاته دی نه وي چې ځینی ناروغۍ خوان دمرګ لامل هم ګرځی. الکحل(شراب) په ځانګړي ډول سره نوی تولیدشوی ژونکې (Reproductive Cells) ډېرې اغیزمنې کوي وهغوته داخلیږي اوپوره نقصان وررسوي، چې پایلې داراوځی چې په راتلونکو نسلونوکي موروثې ناروغۍ زېږوي؛ یعنی ددې سړي داولاد ذهانت، دماغ اوحافظه به نیمګړي وي اوبل داچې ددې سره (Dystrophy) یعنی هرډول اختلال چې دتغذیې دنیګړتیا یا ستونزوپه اثرمینځته راځی ، سبب هم ګرځي. ۲: دشرابواغيزې پرځيګر(ينه) باندی ځیګر(ینه) دانسان په بدن کي دلابراتوارحیثیت لری، اودالکحل(شرابو) دهرې زهرجنې زرې حس ډېر ژرکولای شي، چې دینې دخرابوالی سبب ګرځی اودشرابواغیزې پرینې باندی پردووبرخوویشو: ۱: دالکحل(شراب) له کبله دینې حجرې(ژونکې) تخریبیږي، فعالیت پرېږدی له همدې کبله هغه دندې چې ینه (Liver) ئې دانسان په بدن کي وسرته رسوي هغه په ټپه دریږي. ۲: الکحل(شراب) دځیګرټول کيمیاوي کړنې په ټپه دروي اودینې په حرکاتوکي یوډول اوښتون راولی، په دغه وخت کي دانسان بدن دینې څخه ورسپارل شوې دندې غواړي اوبل لورته ینه ئې نشی اجرا‌ء کولای، اووروسته ینه ترزیات فشارلاندی راځی په پایله کي الکحولک سیروزیز(Alcoholic Cirrhosis) صورت نیسی، چې ددې ناروغې معنی داده چې دالکحل(شراب) له کبله دینې بین البینی التهاب ، ومینځته راځی چې په دغه وخت کي ینه خرابیږي اوله فعالیته غورځی ؛ که دالکحل(شراب) اغیزې په یوه ټکي کي راونغاړونووبه وایوچې الکحل(شراب) دینې هرډول فعالیت په صفرکي ضربوي. دینې دفعالیت څخه مطلب دادی چې ینه هغه اجزاء پیداکوي چې وینه (Blood) ورڅخه جوړیږی، کله چې دافعالیت ودرول شی نوشرابي دوینې دکمښت(Anemia) دناروغې ښکارشی، که څه هم دشرابي انسان مخ سورمعلومیږی ، خوهغه نظام چې وینه جوړوي (Bone Marrow) یعنی دهډوکي مغزهغه تباه او بربادیږي. بله دنده چې ینه ئې لری هغه دمدافعې نظام دی، چې هغه مختلف ډولونه ګلوبین دی، په ځانګړي ډول سره امنوګلوبین (Immune Globulin) چې په داپه شریانوکي کمیږي اودداسی خلکو د مدافعې نظام ناروغیوپه مقابل کي ډېرکمزوری وي، اوهره ناروغې په اسانۍ سره حمله پرکولای شي؛ دشرابونورې اغیزې هم شته چې یوتربله خطرناکې دي، چې ترټولوخطرناکې دادی چې کله الکحل(شراب) یودم ددې ټول خوځښت دروي، چې دادانسان دمرګ لامل ګرځي. ‍ ۳: دالکحل اغيزې دوينې پردوران (Blood Circulation) باندی: الکحل(شراب) پروینه باندی دوه ډوله اغیزې لري، لومړی دینې په ذریعه اودوهم دزړۀ په واسطه، الکحل دزړۀ پرمخاطی غشاء، دیوالواونسجونوباندی ژورې اغیزې کوي، چې یوه اغیزه ئې داده چې دوینې شحمیات تحلیل کوي، په وینه کي ضعف پیداکوي اوخرابوی ئې چې د(Arteriosclerosis) ناروغې ومینځته راځی، داکومه ناروغې ده؟ دادناروغیویوه ډله ده چې دشریانونوددېوال په پنډوالی او دهغودالاستیک ځانګرتیاپه له مینځه تللوسره نومول کيږي اوداناروغې درې ډولونه لري، ارتروسکلروز، ارتریوسکلروزمونکرګ اوارتریولوسکلروز، چې ددې ناروغیوسره دشریانودوینې لوړفشار(Hypertension) جوخت دی، ددې ناوړواغیزوڅخه علاوه الکحل(شراب) په استعمال سره دوینې په جریان کي دتعادل ټکي له مینځه ځی، چې ددې سره دزړۀ تکانونه وده مومی او په زړۀ کي دشحمیاتوذرې سره یوځای کيږي ، چې داپخپله وزړۀ اوهم واعصابي نظام ته ناوړه پایلې لري اوورته زهردي؛ اکثره وخت چې دشرابیانومرګ وي نوهغه هم یادینې له کبله وي اوکله هم دزړۀ له کبله وي. ددې اغیزوڅخه علاوه الکحل(شراب) دښځې پرتخمه (Ovum) اوپرژواک ژونکې (Egg Cell) باندی هم ناوړه اغیزې کوي چې ددې پایلې داراوځی چې دشراب خوړونکوخلکوماشومان په موروثي ډول سره ددماغي اویادزړۀ دکمزورۍ سره لاس اوګرېوان وي چې داناروغې دشرابوعادي خلکوپه نسلونوکي ترڅو پېړیو پوری پاته کيږی اوجریان لري اوپاته دی نه وی چې ساینس پوهانودداسی ستونځوګراف تر۴۰ سلنه زیات بولی. ۴: دالکحل اغيزې پرټولنه (Society) باندی: ۱: لکه څرنګه چې مخکي بیان شول چې الکحل(شراب) واعصابي نظام ته کلکه صدمه اوتکان ورکوي نوله همدې کبله په ټولنه کي دشراب خوره انسان دنوروخلکوسره په وړه خبره باندی شخړه کوي ، په ټولنه کي ستونځې ایجادوي چې بیاداشرابی ځان قابوکولای هم نشی. ۲: لکه مخکي چې ورباندی رڼا واچول شول، دشراب خوره انسان خپل ځان په واک کي نه وي نوله همدې کبله زیات وخت دی په کورنۍ کې په جنجالونوبوخت وي، کله خپل ځان وولی، کله دکورنۍ بل غړی وولی، کله بل څوک ودې ته وهڅوي چې دده کارورخلاص کړی، کله بیاطلاقونه اچوي اوداسی نور... لنډه داچې ټوله کورنۍ اوټولنه ورسره په یوه کړکېچ کي بوخت وي. ۳: دکارګرواومزدورانوهغه طبقه چې الکحل(شراب) څیښئ، ددوی داکارکه په دفتراویا کوم شرکت کي وي دوی داورسپارل شوې دنده نشی وسرته رسولای، چې پایله ئې داده چې دوی صرف خوشی وخت تېروي اوټولنه په یوه کړاوکي اچوي ، داځکه چې دوی ددولت اویاهم دملت له لوری په یوه کارګومارل شوی دي اوحال داچې دوی ئې نشی کولای، نوتردې خیانت؟؟؟؟ ۴: دالکحل(شرابو) په عادی کېدوسره دانسان څخه دخپل خواږه ژوند ټولې ورځې شپې ترخې شي، دټولنې پرمختګ ورڅخه پاته، دکورنۍ جوړښت اوسوکالې ورڅخه پاته، دملت چوپړورڅخه پاته، اسلامي فرایض ورڅخه پاته، ورورولې ورڅخه پاته، خواخوږې ورڅخه پاته، غمشریکې ورڅخه پاته اوحتی ټولنه اوخپل نژدې خپلوان ورڅخه په یوه واټن کي وي؛ ایاداژوندرحمت دی اوکه لعنت دی؟؟؟؟ دالکحل(شراب) اغيزې دسلنې % له قراره ـ (0.1-1)% سلنه پوری ددماغ پرمخکنۍ برخې باندی اغیزه کوي، له همدې کبله دشراب خوره انسان ددماغ کمزورې حس کوي اودتنفس په اخیستلوکي څه ستونځې ورته مخی ته راځی. -(0.1-2)% سلنه ددماغ پرهغه برخه اغیزه کوي چې کارکوي، چې له همدې کبله دی خپل کارپه پوره توګه نشی وسرته رسولای. - (2-3)% سلنه اغیزې ئې دبصرې(دلیدوپرحس) باندی دي، له همدې کبله دشرابی درنګونوتوپیرنشی کولای اوکه ئې کوي نوورته ګرانه وي، وبل لورته دهرشی وانځورته ډېردقیق ګوری داځکه چې سترګې ئې ښه عکاسي نشی کولای. - (15-35)% سلنه دبدن پرهډوکوکوي، چې کله دالکحلو(شرابو) عادي انسان تګ کوي اویاهم کارکوي نودبدن توازن ئې ختم وي. - (35-45)% سلنه پرټوله دماغ باندی اغیزې کوي، چې په دغه حالت کي دانسان ټوله حرکات اوسکنات دعادی حالت څخه وځی اوده ته(شرابی) خپل بدن بېګانه ښکاري. - (4-5)% سلنه ددماغ پرفعال مرکز باندی اغیزې کوي، چې ددې اغیزوله کبله دی په هیڅ نه پوهیږي اوکله همداحالت دده دمرګ سبب ګرځی. په فرنچ پاراډوکس (French Paradox) کي راغلی دی چې دالکحل(شراب) څخه داناروغۍ مينځته راځی: ۱: (Heart Failer) هارټ فېلریعنی دزړۀ عدم کفایه، دزړۀ درېدل ۲: (Coronary Heart Disease) دزړۀ دشریانویوډل ناروغې ۳: (Saturated Fat) ددې ناروغۍ له کبله په انسان کي په پریمانه توګه سره مشبوع شحمی اسیدونه پیداکيږي. ۴: (Lung Cancer) دسږو سرطان ۵: (Streptococcus)سټرپټوکوکس، یوډول ناروغې ده ۶: (Cirrhosis of Liver) چې دادینې یوډول ناروِغې ده چې مخکي ورباندی رڼاواچول شول. ۷: (Alzheimer*s Diseases) دنامعلومولامولونوله کبله ددماغ ناروغیانې. ۸: د(Hippocampus) خرابوالی، دادجانبي بطن دلاندینۍ څانګې په غولي کي راوتلتیاده چې دلمبیک سیستم له وظیفوي جزونو څخه شمېرل کيږي. ۹: (Asthma) نفس تنګې، داځکه چې په ټولوشرابوکي سلفیټ (Sulphites) شتون لري. ۱۰: دبرطانې دښځويوڅېړنيزمرکز(The Million Women Study) وايی چې الکحل(شراب) په ښځوکي ددې سرطانوسبب ګرځی: - (Breast Cancer) دتیودسرطان - (Liver Cancer) دینې(ځیګر) دسرطان - (Pharynx Cancer) دحنجرې سرطان پروفیسر (Valerie Beral) وایی چې دایوه خیالي، پوچه اوبې ځایه خبره ده چې ځینی خلک وایی چې (شراب ستالپاره ښه دي).بلکې دازهراو خپل ځان دذلت ومرګ ته سپارل دی. دالکحل(شراب) اغيزې پربدن باندی


لومړی : لنډمهالې اغيزې (Short Term Effects) : ۱: یوڅه لږه اندازه الکحل هم انسان اراموی، اویوڅه لږه اندازه ئې بې هوښه کوي هم، چې ددې څخه مطلب دادی چې الکحل(شراب) که څه هم لږه اندازه وي هغه دانسان دفکراوقوت شعورکمزوری کوي چې په دغه وخت کي دماغ بې حسه وي اودیوشی ادراک ښه نشی کولای. ۲:دالکحل(شراب) اغيزې پردماغ باندی

دالکحل بله اغېزه ددماغ پرهغه برخه باندی ښه جوتیږی چې ورته ددماغ دقضا‌‌ء برخه ورته وایی، چې دابرخه دښواوبدوتمیزکوي، دابرخه انسان کنترلوي اومتوجه کوي ئې چې ودې ته (Judgment)  ویل کيږي؛ چې په دغه وخت کي دشرابو عادي انسان په هیڅ نه پوهیږي اوهرڅه کوي داځکه چې دښواوبدو بېلوالی نشی کولای اودبدن دقضاء نظام ئې ویجاړ دی.

یوه وړوکې بېلګه ئې داده چې په نړۍ کې تر۴۵٪ زیات سلنه موټروانان چې شراب څیښی له همدې کبله ټکرونه کوي داځکه چې دوی دافکرکوي چې دوی ډېرښه اواهسته روان دي ، خوبرعکس ددوی تېزوالی ودې کچې ته رسېدلی وي چې اخرئې موټرترکنتروله ووځی اوټکروکي چې خپل ځان هم ووژنی اودنوروژوندهم ختم کړي. ۳:دالکحل(شراب) اغيزې پررګونوباندی:

(Vaso-Dilation) داهغه ناروغې ده چې دوینې درګونوقطرپکښې زیاتیږي، چې له همدې کبله دوینې جریان په سرعت سره صورت نیسی، اوله همدې کبله دشرابي مخ تل سورجوتیږي، چې په دې ډول سره دده دبدن زیاته تودوخه ضایع کيږي.

۴:دالکحل (شراب) اغيزې پرزړۀ باندی:

(Nausea and Vomiting) دزړۀ  بدوالی اوخواګرځی، چې داهم دتل لپاره دشرابی سره مله وي.

۵:الکحل(شراب) دمرګ سبب ګرځي:

(Unconsciousness, Coma and Death) بې هوښې، دکوماحالت اوبالاخره مرګ، دالکحل اوشرابودخوړلوسره داعادي خبره ده چې فلانکي شراب خوړلی وه اومړشو، پخپل وطاق، کور اویادفترکي؛ دامرګ ځکه راځی کله چې ۵۰۰ ملی ګرامه الکحل  د(100cm3)سل سانتی مترمکعب وینې سره یوځای شی نوپه همدغه مهال مرګ مینځته راځی، داځکه چې الکحل ددماغ هغه برخه چې دتنفس سیستم (Respiratory System) کنترولوی هغه له مینځه ځی اونسان خفه شي، سائې بنده شي، نوځکه ژوندئې رخصت اومرګ ورته راشی.

اوږدمهالې اغيزې (Long Term Effects) ۱: (Cirrhosis of the Liver)، کله چې الکحل څیښل کيږي اودالړۍ دوام ولري نوشراب دومره انرژې تولیدوي چې بیاونورواړینوخوراکي توکوته اشتیانه وي نو مطلب داچې وبدن ته نوراړین توکي اوویټامینونه نه رسیږي چې له دې سره ینه پړسیږي اوتقسیمیږي چې دادینې یوه خطرناکه ناروغې ده اومرګونی حالت رامینځته کوي چې ژړی پخپله صورت نیسی اوپردې باندی مخکي هم رڼاواچول شول. ۲: (Gastritis): الکحل مستقیماپرمعدې، وړوکلمو، لویوکلمواوپانکراس باندی اغیزې کوي، دپانکراس دنده داده چې انسولین تولیدوي اودانسولینودنده داده چې دوینې شکره (Sugar) کنترولوي اوالکحل دوینې شکره لوړه خېژوي چې پانکراس مجبوره دی چې ډېرانسولین تولیدکړي ترڅودالکحل څخه پیداشوې شکره کنترول کړي، کله چې انسولین زیات شي دشرابوعادی انسان دوینې دلږې شکرې سره لاس اوګرېوان شی اودهایپوګلای سیمیا(Hypogly Caemia) ښکارشی، چې داناروغې دعصبی حالتونو، دبدن دتودوخې ددرجې دکمښت، سردردې، ګنګستیا اوځینی وختونه دکومادبرسیره کېدوسبب هم ګرځی؛ پاته دی نه وي چې پانکراس دډېرفعالیت له کبله خپله دنده پرېږدي چې بیادیابت (Diabetes) په ناروغې اخته کيږي. ۳: پرزړۀ ئې اغيزې (Effects on the Heart): الکحل(شراب) پرزړۀ باندی مختلفې اغیزې لري، چې ځینی وختونه داناروغیانې په هیڅ ډول نه کنترولیږي؛ که موږدفرانسې هیوادته وګورونو دابه راته جوته شی چې دفرانسویانودزړۀ ناروغیانې دټولې اروپاڅخه زیاتې دي داځکه چې په فرانسه کې ترټولې اروپازیات شراب څیښل کيږي، الکحل په وینه کي HDLs (High-Density Lipoproteins) کموي، دالیپوپروتینونه څه شی دی؟ دادلیپیدونواوپولیپوپروتینونوڅخه جوړمرکب دی چې دهغه دشته والی په واسطه په وینه کې وازګې لیږدیږي. چې ددې په کمولوسره دزړۀ دوره راځی اودمرګ سبب ګرځی. ۴: دزړۀ ناروغيانې اودزړۀ فشار: (High Blood Pleasure and Heart Diseases) ډېروڅېړنوداجوته کړېده چې الکحل فشار ډېرلوړوي، اوحال داچې لوړفشاروزړۀ ته جدي خطردی اودزړۀ دډېروناروغیانوسبب ګرځی، چې کله هم په دغه مهال کي زړۀ خپله د نده پرېږدي؛ دزړۀ دناروغیوپه تاریخ پاڼوکې لوړفشار(Hypertension) دزړۀ سره ډېرنژدې اوورسره جوختی اړیکې لري، نوځکه که چیری فشارلوړیږي نوزړۀ ته به ئې هم صدمه رسیږي؛ چې زیات وخت لوړفشارومرګ ته ښه راغلاست دی. ۵: دخولې، ستونی اودبدن دنوروغړوسرطان : (Cancer of mouth, throat and body organs) دالکحل(شراب) داستعمال یوه بله غمیزه داده چې دخولې دسرطان سبب ګرځی، ددې سره جوخت دمرۍ، دحنجرې، دلویوکلمو، وړوکلمواوینې دسرطان سبب هم ګرځی، ددې څخه علاوه الکحل لکه مخکي چې رڼاورباندی واچول شول په ښځوکي دتیودسرطان (Breast Cancer) سبب هم ګرځی؛ ساینس پوهانو داثابته کړېده چې دپورته بیان شوی غړودسرطان یواځنی سبب الکحل(شراب) دي، په ساینس کي والکحل ته(دسرطان دنماینده) کلمه هم استعمالیږی، نوځکه والکحل ته (Cancer-causing agent) ویل کيږي، ځکه چې دی(الکحل) وکارسینوژن (Carcinogens) ته وده ورکوي،دکارسینوژن معنی داچې هرهغه شی چې دسرطان دپنځېدولامل ګرځی، چې همداسبب دی چې الکحل دسرطان ژونکې (حجرې) تولیدوي، وده ورکوي. ۶: اعصابی کړاوونه اوددماغ خرابوالی : (Brain Damage and Neurological Problems) الکحل په مستقیم ډول سره پراعصابی نظام باندی اغیزې کوي، چې په دې اغیزوکې نخاعی طناب (Spinal-cord) هم شامل دی، ددې څخه علاوه په دې اغیزوکي ټول اعصابی نظام داخل دی؛ چې ترټولولومړی الکحل(شراب) دحافظې کارخلاصوي، دزده کړې توان اوقابلیت راټیټوي دادراک اوشعورمزي رالنډوي، چې پایلې ئې لېونتوب اومرګ دی. د(۲۰ـ۳۰)٪ سلنه پوری الکحل دعقل دزوال دناروغۍ (Dementia) سبب ګرځی ۷: دويټامينونواومنرالونوکمښت : (Vitamin and Mineral Deficiencies) هغه خلک چې الکحل څیښئ دوی دویټامینواومینرالودکمښت سره په جدي ډول سره لاس اوګرېوان دي، داله دې کبله چې اشتیاه نه وي اوبل لورته دهضمې نظام نشی کولای چې داړتیا وړ ویټامینونه اومینرالونه جذب کړي، په عام ډول سره الکحل د (B1) تالمین ویټامین کموي چې په عمومي ډول سره دمغزو ناروغې (Encephalopathy) رامینځته کوي چې حافظه خپله کډه کوي اودمغزودفعالیت برخه په ټپه دریږي؛ دتالمین دکمښت له کبله داحساس دنشتوالې ناروغې (Apathy) اودحافظې داختلال ناروغې (Amnesia) ډېرژرصورت نیسی لکه مخکي چې هم رڼاورباندی واچول شول. الکحل په بدن کي کلسیوم (Calcium) هم کموي، چې دکلسیوم دکمښت له کبله هډوکي کمزوری کيږي اوله همدې کبله هرشرابی په ځانګړي ډول سره دهډوکودغیرنارمل دکثافت په ناروغې (Osteoporosis) اخته کيږي. ۸: رواني اغيزې (Psychological Effects): الکحل(شراب) دنوروستونځو، کړاوونو، تکلیفونو اوناروغیو سره ـ سره درواني مشکلاتو هم په پوره ډول سره ستره کيلی ده،چې موخه می داده چې الکحل دهیجان ، ډاراواصطراب (Anxiety) اوژورخفګان (Depression) سبب هم ګرځی؛ چې روانې ناروغیوله کبله انسان خوب نلری، دماغ ئې کارنه کوي، دتشددښکارشي، ظلم کوي، قتلونه ورته عادي ښکاری اوکله هم ځان وژنه ورته عادي ښکاری، داخوډېریوعادی کاردی چې په کوراوکلی کي خفګان جوړکاندی، کله وخپلی کوروالاته طلاقونه واچوی اوداسی نور... . ۹: الکحل دډېرچاغښت (Obesity) سبب ګرځی: الکحل په ځانګړي ډول سره دبدن دکتلې ضریب (Body Mass Index(BME)) غټوي، چې داچاغښت وانسان ته زهراومرګونی دی داځکه چې چاغښت وزړۀ ته، وفشارته اونوروناوړوناروغیوته ښه راغلاست اوهرکلی دی. ۱۰: جنسي کړاوونه (Sexual Problems): دالکحل په لنډمهاله اواوږدمهاله اغیزوکي جنسي فعالیت شامل دی، چې لنډمهاله اغیزې ئې په نراوښځوکې یوشانته دي، چې مطلب ئې دادی چې په هره اندازه چې الکحل لږیاډېروڅیښل شی په انسان کي جنسی رجحان راپاروي؛ چې ددې لړۍ په جریان سره نراوښځه وداسی حالت ته رسیږی چې په جنسی اړیکوکي ورته ډېرې ستونځې ورته مخی ته راځی، چې بیابه خپلې مشروع جنسی اړیکې په ډېرتکلیف سره ساتی، په نارینه ئې اغیز دادی چې دهغه دمخصوصې الې حساس والی وغیرنارمل حالت (Erectile Dysfunction(ED)) ته راځی، چې دانارینه بیاپه ډېره مشکله سره دجنسی اړیکوجوګه کيږي اوپرښځه ئې دنورو اغیزو سره ـ سره دهغې میاشتنی ناروغې (حیض) سره ویجاړوي، چې له دې کبله بیاحمل صورت نه نیسی. ۱۱: دعضلاتو ناروغې (Muscle Diseases): الکحل پرټولوعضلاتوباندی په مستقیم ډول سره ژورې اغیزې کوي په ځانګړي ډول سره پرسپینوعضلاته رشتوباندی، چې دازموږپه ژوندژواک کي حیاتی رول لری، اوداعضلات زموږټول حرکات لکه ځغاستل، لوبی کول، غورځېدل اونور... داټول کنترولوی خودالکحل په څیښلوسره داعضلات کمزوری کيږی ، چې وروسته بیاداعضلات نشی کولای چې خپلې دندې ترسره کړي. ۱۲: دپوستکي مشکلات (Skin Problems): الکحل پرپوستکي(پوټکي) باندی په څولاروسره اغیزې کوي، چې داکله دپوستکي دډېروناوړوناروغیوپه شان هم راڅرګنده شی، لکه څرنګه چې موږمخکي وویل چې الکحل ویټامینونه کموی، چې ددې کمښت په ترڅ کي ویټامین اې (A) هم له مینځه ځی، دویټامین اې دنده داده چې دپوستکي مقاومت دبکتریاوو په مقابل کي ټینګ وساتی، پوستکي دخرابوالی څخه ژغورئ اودپوستکي هغه برخه چې اغیزمنه شوې وي هغه رغوي، نوچې ویټامین اې کمیږي نوددې مطلب دادی چې دپوستکي مقاومت ختم شو اوبیادپوستکي نوې ژونکې نه جوړیږي، که داپه یوه ټکي کي راونغاړونو (Collagen) تولیدودریږي اودپوستکي هغه ژونکې چې مړې وي دهغوپرځای نورې ژونکې نه راځی نوله همدې کبله پوستکي مات، ګونجې ګونجې اوخراب جوتیږي، چې په دغه مهال پرپوستکي میکروبونه اوبکتریاوې ډېرژراغیزې کوي چې پایلې ئې تردې هم ناوړې دي. ۱۳: الکحل زهردی (Alcohol is Poison): دامریکاپه متحده ایالاتوکي پردې باندی څېړنې شویدی اودائې ثابته کړېده چې الکحل زهردی، اوهرکال په زهرهاووخلک وژنی، داڅېړنې ښی چې ۵۰۰۰۰ زره کسان دالکحل (شراب) داستعمال له کبله خپل ژونددلاسه ورکوي، اولږترلږه په هره اونۍ کې یو سړي خپل ژونددلاسه ورکوي. دامریکاپه متحده ایالاتوکي شرابی موټروانان په هرو۳۹ دقیقوکي یوسړي وژنی، اوپه هره دوودقیقوکي یوسړی زخمی کوي. الکحل (شراب) اوښځه (Woman and Alcohol) پرښځه باندی دالکحل اغیزې یوڅه وڅېړل شوې اواوس غواړوچې پرپاتی برخه ئې رڼاواچوو. ښځه نسبت ونرته دالکحلوپه استعمال کي ډېره دخطرپه دائره کي ده، داځکه چې ښځه په ظاهري جوړښت کي ترنرکوچنۍ ده ،اودنرپه نسبت ئې غوړزیات دی، له همدې کبله الکحل نه تجزیه کيږي اووبل لورته ښځه دنارینه وپه نسبت لږاوبه لری چې له همدې کبله الکحل په ښځه که نه رقیق کيږي، اوهرهغه ناروغې چې ونارینه وته دالکحل داستعمال له کبله پیښیږي وښځوته دهغومشکلاتوڅوځلی زیات دی. ۱:الکحل اوحمل (Alcohol and Pregnancy): الکحل علاوه له دې څخه چې پرښځه ډېري اغیزې کوي، بلکې پرهغه ماشوم هم مستقیما اغیزې کوي چې دمورپه ګېډه کي وی، چې الکحل ددې ماشوم پراعصابي نظام اوماغزو باندی ډېرې ناوړه اودایمي اغیزې کوي. په ۱۹۷۰ میلادی کال کي دواشنګټن په پوهنتون (University of Washington) کي پردې باندی څېړنې وشوې اوپه څېړنوکي داجوته شول چې دداسی ماشوم وده دمورپه ګېډه کي ترژورواغیزولاندی ده، اوداسی ماشوم په غیرعادی حالت کي پیداکيږي، هغه غیرعادی حالت ئې دادی چې غړي ئې کمزوری وي، وزن ئې کم وي، پوستکي ئې خراب وي اوداسی نور... نوځکه عموماډاکټران وهغومیندوته چې دشرابوعادی وي دتل لپاره داتوصیه کوي چې دحمل پرمهال شراب ونه څیښئ. ۲: دالکحل استعمال وېښتيان رژوي: دنوروناوړوناروغیوڅخه علاوه الکحل دښځې ښکلا اوځلاچې وېښتیان دی هغه هم له مینځه وړی اورژوي ئې. داچې دښځې وېښتیان دښځې لپاره څومره ساینسی ارزښت لری پردې موضوع باندی په راتلونکولیکونوکي ورباندی رڼااچوو. انشآ‌ءالله ۳: الکحل دتيودسرطان (Breast Cancer) سبب هم ګرځی.


لمنلیکونه:[سمول]

  1. قرآنکریم
  2. صحیح البخاری
  3. صحیح المسلم
  4. ابوداو
  5. نسایی
  6. ابن ماجه
  7. دارمی
  8. المنجد
  9. بهیج طبی سیند
  10. مفردات الفاظ القرآن،
  11. سان العرب
  12. التعریقات
  13. مختارالصحاح
  14. القاموس المحیط
  15. تفسیرمعارف القرآن، ټوک ۱، پاڼه ۱۹۵ـ ۲۰۵)
  16. حجة الله البالغه، ټوک ۱، مخ ۴۳۴ لیکوال: حضرت شاه ولی الله دهلوي رحمة الله علیه
  17. حکمة التشریع وفلسفه الجزء الاول مخ، ۲۶۹لیکوال: فضیلة الاستاذ الشیخ علی احمدالجرجاوی رئیس جامعة الازهرالعالمی
  18. اسلامی حدوداوران کافلسفه(شراب نوشی) مرتب: سیدمحمدمتین هاشمی سابق ډایریکټردیال سنګهـ ټرسټ لائبریری لاهور
  19. مکاشفة القلوب، ۹۱ باب، لیکوال: حجة الاسلام زین الدین امام غزالی رحمة الله علیه
  20. سائنس اوراسلام، ص ۱۵۳ لیکوال: دطرابلس نامتومحقق علامه حسین آفندی رحمة الله علیه (الرسالة الحمیدیه)
  21. اردوژباړه: مولاناسیدمحمد اسحاق علی صاحب رحمة الله علیه.
  22. زیرنګرانی حکيم الامت حضرت مولانا اشرف علی تهانوی رحمةالله علیه
  23. مع رساله: حضرت مولاناقاری محمدطیب رحمة الله علیه مهتمم مدرسه دارالعلوم دیوبندهندوستان
  24. ستاسومسائل اودهغوحل، ټوک ۷ پاڼه ۱۶۹، ۱۷۰ لیکوال: حضرت مولانامحمدیوسف لدهیانوی شهید رحمة الله علیه
  25. (کفایت المفتی)ټوک ۹، پاڼه، ۹۰-۹۱، لیکوال : مفتی اعظم مولاناکفایت الله دهلوی (رح)
  26. اُم الخبائث
  27. قرآن کي ساینسی انکشافات
  28. بایبل(دعیسایانواویهودومقدس کتاب)
  29. The Science of Drinking: How Alcohol Affects Your Body and Mind. Rowman & Littlefield. ISBN 1442204095.
  30. Roy J. Mathew, M.d., Roy J. Mathew (2002) The True Path: Western Science and the Quest for Yoga. illustrated. Basic Books
  31. Health, Dwight (1995). International handbook on alcohol and culture. Greenwood Publishing Group. p. 131. ISBN 0313252343
  32. "Stone Age Had Booze" Popular Science, May 1932
  33. McGovern, Patrick E. (2003). Ancient Wine: The Search for the Origins of Viniculture. Princeton: Princeton University Press. p. 314. ISBN 0691070806.
  34. Discourses on Islamic Way of Life Vol. 7, page: 243 By: Justice Muhammad Taqi Usmani
  35. Forbes, Robert James (1970). A short history of the art of distillation: from the beginnings up to the death of Cellier Blumenthal. BRILL. ISBN 9789004006171.
  36. Taylor, F. Sherwood (1945). "The Evolution of the Still". Annals of Science 5 (3): 186. doi:10.1080/00033794500201451. ISSN 0003-3790
  37. Sarton, George (1975). Introduction to the history of science. R. E. Krieger Pub. Co.. p. 145.
  38. Holmyard, Eric John (1990). Alchemy. Courier Dover Publications. p. 53.
  39. Industrial Engineering Chemistry (1936) page 677
  40. Tom Stevenson (2005) Sotheby’s Wine Encyclopaedia Dorling Kindersley ISBN 0-7513-3740-4, p237"
  41. Bert L. Vallee, "Alcohol in the Western World", Scientific American June 1998
  42. Jack S. Blocker et al. (eds.): Alcohol and Temperance in History. An International Encyclopedia, Santa Barbara 2003 (esp. on the period after 1800, which is not mentioned in this article).
  43. Replies to the Most Common Questions asked by Non- Muslims By: Dr. Adul Karim Zaker Niak
  44. Thomas Hengartner / Christoph M. Merki (eds.): Genussmittel, Frankfort 2001 (esp. the article on alcohol by Hasso Spode).
  45. http://en.wikipedia.org
  46. Merriam Webster*s Collegiate Dictionary10th Edition 2000