الکول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سريزه

دلوی څښتن تعالی (ج) حمد اوثنا وايم چې ماته يې الکولو اودهغوی خواص ترسر ليک لاندي موضوع باندي ديوڅه ليکلو توان اوتوفيق را کړ اودخپلي تحصيلې دوری هغه پړاو ته راورسيدم چې دخپل علمي استعداد نه په ګټه اخيستلوسره په نوموړې موضوع باندي مونوګراف وليکم څرنګه چې ديوې ټولني پرمختګ دعلم اوپوهې پوري تړلی دی په کومه ټولنه کې چې ښوونه او روزنه وجود ولري هغه ټولنه کولای شي پرمختګ وکړي .دپورته ذکر شوی موضوع تر سرليک لاندي ماته دننګرها ر پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځي دکيميا څانګې له خوا دلارښود استاد الحاج پوهندوی ګل اصغر(الوزي)تر لارښووني لاندي دليسانس د ديپلوم دتر لاسه کولوپه خاطر دنده وسپارل شوه ترڅوددي مونوګراف دليکلونه وروسته دسمينار په ډول ورڅخه دفاع وکړم چې دا موضوعات مي پکې ځای په ځای کړي دي دالکولي مرکباتومشتقات ،دالکولونوم ايښودنه،دالکولوفزيکی خواص،دالکولوکیمیاوي خواص اوتعاملات،دالکولولاس ته راوړل . مهم یوقیمته الکول ،نوري ایزومیري،څوقیمته الکول ،دالکولواغیزي دانسان دوجودپه مختلفوبرخو ،چې داټول موضوعات په پوره تفصيل سره په ډيروساده او بسيطوالفاظوسره واضح شوي دي اوددي موضوعاتو دراټولولولپاره مي له ډيرو ښواومعتبروداخلي اوخارجي کتابونوڅخه استفاده کړی ده . کيدای شي په دي مونوګراف کي له مانه ځيني تيروتني شوي وي تمه ده چې مابه وبښۍ په پای کې دمتعال څښتن تعالی (ج)څخه ددي غوښتونکی يم چې داسلام دسپيڅلي دين اوګران ازاد افغانستان لپاره دخدمت کولومصدر وګرځې.




الکول او دهغوۍ مشتقات الکول یوه عربي کلمه ده چې معنی يې دشرابوجوهردی .که په یوه الکان کې دهایدروجن یو اتوم دهایدروکسیل Hydroxyl په یو ګروپ تعویض کړو داړونده الکان یو قیمته الکول په لاس راځي لکه د څخه Methanol یا کاربینول . دایتان څخه ایتایل الکول یا ایتانول لاس ته راځي .

هغه کاربن چې د   ګروپ ورپورې نښتی وي او هغه دیو راډیکل پوري نښتی وي دprimaryاولي او که ددوه راډیکلو پوری نښتی وي دsecondary دوهمي او که ددری راډیکلو پوری نښتی وي د tertiary دریمي الکولوپه نوم یادیږی لکه :


دالکولو نوم اېښودنه : الکول په دوه طريقو نومول کیږی ۱- دایوپاک (iupac)دنوم ایښودنی په اساس : په دي طریقه کې لومړی دهایدروکاربنوهغه اوږدځنځیرچی دOHګروپ ورباندي نصب دی نومول کیږي اودنوم په اخیرکي د(Ol)وروستاړی اضافه کیږي دغه اوږدځنځیردهغه طرف نه شمیرل کیږي چې دOHلرونکی کاربن کوچنۍ عدداختیارکړی

دمثال په ډول  :


سایکلوالکان هم په همدي ډول نومول کیږي

                                                                             Cyclopentan      

په منشعب غیرمنشعب اوغیرمشبوع الکولوکې داوږدځنځیرشمیرنه دهغه طرف نه شروع کیږي چې دOHګروپ کاربن دالکایل دګروپ دوه ګوني اویادری ګوني اړیکې په پرتله کوچنۍ عدد ولري





که یوالکول دوه اویا دري دOHګروپونه ولری نود “Ol” پرځای diol اویا triol راځي





۲- معمولي نوم ايښودنه : دالکولودنوم ایښودنې بله طریقه د Alkyl alcoholسیستم دی . چې پدي طریقه کې لومړی دOHلرونکی الکایل ګروپ نومول کیږي اوورپسي “Alcohol”وروستاړی اضافه کیږي . دمیتانول پخوانی نوم کربینول (Carbinol)ده . CH3-OH Methyl alcohol CH3-CH2-OH Ethyl alcohol CH3-CH2-CH2-OH Propyl alcohol

                   Iso propyl alcohol     


                   Tertiary-Butyl alcohol     

الکول کیدای شي دمیتانول یاکربينول دمشتقاتوپه شان هم ونومول شي دمثال په توګه : دالکولوفزيکي خواص دالکولوخاصيتونوڅخه يوهم دادی چې هرڅومره يې زنځيراوږد وي په هماغه اندازه يې دايشيدوټکې پورته ځي نوپدې توګه لومړني الکول دمايع په حا لت اوهغه الکول چې زنځيريې اوږد وي دجامد په حالت دي . الکولونه په اوبوکې منحل دي مـګر انـحلا لېت يې په اوبـوکـې دزنــځير پـه اوږدوالي سره توپير کوي همدارنـګه هغه الکولونه چي1-4 پوريکاربن اتومـونه لري په اوبوکې ښه منحل دي،منځني الـکول چې دکاربن اتومونه ئې 5-11 پوري وي تيل ډوله ما يع دي په اوبو کي په يوه ټاکلې اندازه منـحل دي. هرڅومــــره چې زنځيراوږديږي په هماغه اندازه يې انحلاليت کمــيږي ديادولووړده چې الکانونه په اوبو کې نا منحل دي،داچې ولې الکول په اوبوکې منحل اوالکانونه غيرمنحل دي په لاندي توګه تشــريح کيږي . که الکول داوبو سره پرتله کړولـيدل کيـږي چې ددوی تر منــځ ورتـه والی شته دی ځکه چې دالـکول عمومي فورمول CnH2n+1-OHاوداوبــوفورمول HOHدی نوپدې توګه داوبو او الکولوترمنځ يوه اړيکه شته ده نوله همدي امله يوپه بل کې حليږي،په داسـي حال کې چې داوبو اوالکانونو دمقايسي څخه څرګنديږي چې ددوی ترمنځ هيـڅ ورته والی نشته يعنې د الکانونوعمـومي فورمول CnH2n+2 دی نوپـه دي توګه يوپه بل کې نه حل کيږي،همــدارنګه که چيري داالکولو اوالکانونودايشيدو ټکي سره پرتله شــي يوستر توپيرپه کې ليدل کيږي : دایشیدوټکی دهغه اړونده الکول دایشیدوټکی الکانونه 64.6Co CH3-OH -161.7Co CH4 78.4Co C2H5-OH -88.6Co C2H6 97.2Co C3H7-OH -42.2Co C3H8 داچې دالکولواوالکانونودايشیدوپه ټکوکې سره توپیردی چې دپل هايدروجني اړیکي پـــوري اړه لري چې په الکولونوکې شته ده .



       همدارنګه دايتانولواواوبوترمنځ پل  هایدروجني اړیکه په لاندي ډول ده

www.google.com پل هايدروجني اړيکه يوځانګړي اړيکه ده چې داکسـيجن اوهايدروجن دمتقابلي اغيزي له امله رامنځ ته کيږي،ددي اړيکې د درلودلوله امله ماليکولونه يو بل ته نيږدي کيږي اودا ډول اړيکې په جامــدومرکباتو کې ټينـګي وي مګر دبخارپه وخت کې اوپه غیرقطبي محلولونو او رقيقومـحلولونـوکې دمونومير(Monomer)په حالــت وي . پل هايدروجــني اړيــکه5-7Kcal/mol انرژي لري دا اړيکه نه يوازي په الکولو کې وي بلکې په اکســيـجن،نايتروجن،اوفلورين لرونکومرکبونوکې هم وي کله کله کلورين اوسلفر هم د پل هايدروجني اړيکې درامنځ ته کيدوسبــب کيږي. دځينوالکولوفزيکي خواص کثافت gr/cm3 داېشدوټکې C0 دوېلې کيدوټکې C0 فارمول نوم

0,79 64,7 -98 CH3-OH Methanol

0,79 78,3 -117 CH3-CH2-oH Ethanol

0,80 97,2 -127 CH3-CH2CH2-O H Propanol

078 82,2 -88,5 CH3-CH(OH)-CH3 Isopropanol

دالکولوکیمیاوي خواص اوتعاملات دالکولوقلوي اوتیزابي خواص: دالکولودهایدروکسي دګروپ اکسیجن دناپیلي جوړه الکترونوپه لرلوسره دپروتون اکسپتورproton acceptor) )خواص لري یعني پروتون پرځان نصب کوي د(lewis) قلوي


که چیري دHClګازدمطلق ایتانولومحَلل ته ورتیرشي نودایتایل اوکزونیوم کلورایدمالګه حاصلیږی

دغه مالګي یواځي په هغه محلول کې ثابتي دي چې اوبه ونلري اونشوکولی چې دغه مالګي په خاص ډول جداکړوځکه چې په چټکۍ سره هایدرولیزکیږي . الکول دالقلي فلزواودمځکنیوالقلي فلزوپه مقابل کې دتیزاب په حیث عمل کوي اوالکولات حاصلیږي .

داوبوسره دالکولاتودتعامل څخه دويم ځلي اړونده الکول په لاس ر اځي .

                                            برسيره پردې الکولونه دفا ســـفورهلوجنيدونوپه مقابل کې دخپله ځانه ورته عمل ښا ئې اوددې امله په عضوې کيميا کې دهايدروکسيل دګروپ دتبـديليدو لپاره فاسفوردهلوجن لرونـکې مرکبودهلوجن څخه ګټه اخلې. 
                   

دالکولوتحمض(Oxidation) اولي الکول دتحمض کوونکوموادو(پرمنګنات Mno4 په قلوي ،دای کرومات ایون په تیزابي محلول کې )په الدیهایداودکاربن په تیزابوباندي تحمض کیږي.

هغه مرکب چې د يو کاربن پوري يې دوه د OH ګروپه نښــتي وي هغه مرکب ثا بت نه دی او د همدي سببه يو ما ليکول اوبه دخپله ځانه څخه خارجوي او په ثا بت حا لت راځي د الديهايدونو جوړيد ل د اوکسديشن په لومړني پړاو کې په لاندي ډول هم کيږي چې ددي د اکسديشن د دوهمي مرحلې له مخي هم تېزاب په لاس راځي . په منځنۍ مرحله کې اسیت الدیهاید ددوامداره تقطیرپه واسطه دتعامل دچاپیریال څخه جدا کیدلۍشي . الدیهایدداولي الکولودتحمض(اکسدیشن) څخه دمسوداکسايدپه موجودیت اوتودوخي په لوړه درجه کې هم حاصلیږي . ددوهمي الکولوداکسدیشن څخه کیتون لاس ته راځي .


دالکولو نکلیوفیلي تعویضي تعامل دهلوجنوسره دالکولواوهایدروجن هلوجنيدو دنکلیوفیلي تعامل په نتیجه کې دالکولود(OH) ګروپ د هلوجن په واسطه عوض کیږي اوالکایل هلوجنیدجوړیږي .



دالکولودیهایدریشن : دالکولودهایدروکسيل (OH) په ګروپ باندي یوپروتون نصب کیږي اوداوبودخارجیدو وروسته کربوکتیون (Carbokarion) منخ ته راځي . په کربوکتیون باندي دنکلیوفیلي تعویضي تعامل په واسطه دهلوجنیدانیون نصب کیږي اوالکایل هلوجنیدحاصلیږي .اویا دبیتا(β)پروتون جداکیږی اودایلیمینشن تعامل ترسره کیږي چې الکین لاس ته راځي .


دالکولوڅخه دايسترجوړول : دالکولواومعدني تیزابواویادکاربن دتیزابودتعامل څخه ایسترجوړیږي . دغه تعاملونه رجعي دي یعني دتعامل کوونکوموادو(الکول اوتیزاب) اوپه تعامل کې دحاصل شوو موادو (ایستراواوبه)ترمنځ ډینامیکي تعادل منځ ته راځي . که چیري دتعامل دچاپیریال څخه اوبه ددوامداره تقطیرپه واسطه جداشي نوډینامیکي تعادل له منځه ځي اوایسترحاصلیږي . هغه تعا ملونه چې په الکولوکې سرته رسېږي دهرڅه دمخه دهغه دهايدروکسيل ګروپ په فعاليت پوری اړه لري چې داګروپ هم لکه داوبو دلېوېس (Lewies)تېزابو اوهمدارنګه ديوقلوي په شان تعامل کوي دالکولوتېزابي کيدل دلومړنـــي الکولو څخه ددريمـي الکولو په لوري کمزوري کېږي . دالکولو دهايدروکسيل ګروپ په عمومي توګه دوه ډوله کيمياوي تعاملات ښيې. ١-هغه تعاملات چې په هغه کې دکاربن اودهايدروکسيل دګروپ داکسيجن ترمنځ اړيکه وشليږي لکه:

    الف)                     

ب)



  ج)                                                      
                                                                                        

د)

٢-هغه تعاملات چې په هغه کې دهايدروکسيل دګروپ HاوOترمنځ اړيکه وشليږي لکه: الف)دالکولاتوجوړېدل

دالکولونواکسديشن د K2Cr2O7او KMnO4 اودهغوی ديهايدروجنيشن دپلاديم Pd دکټلست په موجوديت کې ترسره کيږي . په دي ځای کې اکسديشن داسي سر ته رسيږي چې د نوموړو ا لکولو څخه يوما ليکول هايدروجن بيلیږي اوAccepter او يا د H2 نیوونکي صورت نيسي لکه :


د دريمي الکولواکسيديشن بيخي امکان نلري ځکه چې دمخه مووويل دکاربن- کاربن تر منځ باېد اړيکه ونه شليږي،نوپدي توګه دالکولونوداکسديشني تعاملاتو څخه دلومړني ، او دوهمي ،الکولونو په تشخيص کې ګټه اخیسـتل کيږي داسې چې داولي الکولو څخه الديهايد اوتیزاب اوددوهمې الکولوڅـخه کيتون اودریمی یې هيڅ نه اکسدیشن کیږي . دالکولو عمومي لاسته راوړنه ۱- دالکايل هلوجنيدونودهايدروليز څخه دالکولولاسته راوړنه

X دهلوجن څخه نمايندګي کوي پورتنـی تعامل دکوټي په تودوخه کې ډير سست دی مونږ کولی شو HX دتعامل د محيط څخه ديوه قلوي په وســيله خارج کړواوپه دي توګه زيات الکول په لاس راوړلی شو.په بله طريقه چې زيات الکول په لاس راوړوپه پورتني تعامل کې داوبو په عوضAgOHڅخه ګټه اخيستلی شو.


۲-د اسيت الديهايد د هايدرو جنيشن څـخه100-130Co درجو اودNiپه موجودیت کې دیوه کټلست په توګه ايتانول په لاس راځي .


۳-دالکينونوسره داوبوتعامل دالکايل سلفوريک اسيد دجوړيدو وروسته مګرپه دريمه طريقه کې هغه الکين چې اوږد زنځيرولري ګټه ځيني اخيـستل کيږي په هغه صورت کې دوه ډول ډول مواد په لاس راځي دمثا ل په توگه:


دياد ولووړده چې ددويمي طريقي په وسيله لومړني الکولونه په لاس نشــــــــې راوړلې،دايتين داستعمال څخه پرته ځکه چې په لومړني الکولونوکې دOHګروپ په وروستي اتوم نښتي او دداسي مرکب جوړيدل په دوهمه طريقه نا ممکن دی . ٣-دH2په وسيله دهغه مرکب ارجاع څخه چې دکاربونيل ګروپ ولري .




هغه نيمګړتيا چې په دي طريقه کې شته ده هغه داچې دريمي الـــــکول پدي طريقه په لاس نشي راتلی ٤-دګرينيارد سنتيز: په دي طريقه کې هم دکاربونيل لرونکو مرکباتو څخه په لاندي توګه ګټه اخيستل کېږي .

ددي طريقي په وسيله داچې هرډول الکول په لاس راځي دخپلي خوښی سره سم الکولونه په راوړلی شو. لاس





دمیتانول اوایتانول تخنیکی استحصال : په تخنیک کې میتانول دکاربن مونواکسایداوهایدروجن څخه دتودوخي په لوړه درجه اولو ړ فشارکې حاصلیږي په دي تعامل کې دZn/Cr2O3 څخه دکتلست په توګه استفاده کیږي .

میتانول ډیرمهم محلل دی اودډیروعضوي مرکباتوداستحصال لپاره دمیتانول څخه کار اخیستل کیږي . دمیتانولوڅښل اویادمیتانولوبخاردډیروخت لپاره تنفس کول دړندیدو سبب ګرځي . دمیتانولودایشیدوټکی 64.5Co ده ایتانول په ډیره زیاته پیمانه داستلین دکتلستي هایدریشن څخه جوړیږي . پدي تعامل کې لومړی اسیت الدیهایدتولیدیږي چی دهغې دکتلستي هایدروجنیشن څخه ایتانول لاس ته راځي .


ایتانول هم دمیتانول په څیردعضوي محلل په حیث اوهم په لوړه پیمانه دعضوي مرکباتو داستحصال لپاره استعمالیږي . ایتانول په ټولو الکولي مشروباتوکي وجودلري اودایشید و ټکی 1011mbarفشارلاندی 78.3Coده .

    د اېتا نولو استحصال دالکولي تخمرپه واسطه 

دګلوکوز دالکولي تخمرڅخه دخمیري په موجودیت کې ایتانول حاصلیږي . داعملیه د لاندي ساده عمومي معادلې په واسطه تشریح کیدلۍ شي .


دایتانولواستحصال دکربونیل مرکباتودارجاع څخه په تخنيک کې ايتانول د ايتلين د غاز د جذبیدو څخه چې د انـشقاق په عمليه کې توليديږي په غليظو H2SO4 د تودوخي په 100Co درجو کې په لاس راوړي داســې چې په دي عمليه کې Diethyl sulfate اوEthyle hydrogen sulfate تولیدیږي .


Diethyl Sulfate نوموړی جوړ شوی مخلوط دهغه دمعادلواوبوسره په ګرم حالت کې هايدروليز کوي اونوموړي جوړ شوي ايتا نول د تقطير په وسيله سره بيلوي اودايـتا نولو په خواکې لږه اندازه ايتر هم توليديږې .


په تخنيک کې د ايتلين دهايدريشن Hydration څخه په اســاني سره د تودوخي په 300درجو او د فشار لاندي د فوسفوريک اسیدپه موجوديت کې د يوه کتلـست په توګه ايتا نول په لاس راځي .


 مهم يو قيمته الکولونه

۱-ميتانول Methanol)) ميتا نول يې د لومــــړي ځل لپاره د لرګو د وچ تقطير څخه په لاس راوړی، دتقطير په دي عمليه کې د ميتا نول برسيره د سوځيدو وړ غا زونه لکه هايدروجن ، کا ربن مونو اکسايد او ايتلين هم توليد يږي او د تقطير وروسته د لر ګو د سکرو ، قير ډوله ما يع د تقطير څخه پا تي کيږي ،د لرګي تقطېر شوي مواد لا ندي مرکبات لري. مېتا نول 3-15% استيک اسېد 10% اسيتون او اسيت الديهايد 5%او همدارنګه په تقطير کې د استيک اسيد ميتا يل ايستر او د لرګو قير هم موجود وي د ميتا نولو زوړ نوم د لرګو الکول دی . استيک اسيد د ميتا نولو څخه د Ca(OH)2 په اچولو سره بيلوي دا ســــي چې په دې کا ر سره (CH3 COO)2Ca لاندي کيني د ميتا نولو او د اســيتونو د بيلولو لپاره څرنګه چې د ايشيدوټکي يې سره نږدي دي (64,6- 65,2) نو د تدريجې تقطير څخه ګټه اخستل کېږې .

په صنعت کې ميتانول په زياته پيمانه سره دکاربن مونواوکسايداوهاېدروجن څخه د تودوخي  په 400 درجو سانتي ګريد او 200 اتموسفېره فشا ر کې د ZnOاو یاCr2O3 په         موجو دېت کې په لاس راوړې .

مېتا نول تر ټولو الکو لونو ساده الکول دي ، يو بي رنـګه ماېع ده چې ډېره زياته زهرناکه ده او د موادو لپاره ښه حلونکې ماده ده او په اسـاني سره په آبي رنګه وړانګه سوځي ،څرنګه چې میتانول زهرناک دي دخوړلو څخه يې بايد ځا ن وساتل شي . داسي که چېرې د هغوې10 ګرامه وخوړل شي د انسان دړندوالې اوکه 25 ګرامه ېې وخوړل شي دانسان د مړيني سبب کېږې ، ميتا نول تر ٩٩% پورې د هغه د محلل څخه د تدريجې تقطير په وسيله خالص په لاس راتلي شې . د مطلقه ميتا نولو دلاس ته راوړلو لپاره د ٩٩% ميتا نول سره داسي کارکوي چـــې په نوموړو ميتانولوباندي دمګنيزيم پوډر اچوي ،مګنيزيم ميتيلات په الـــکولو کې حليږي جوړشوی مګنیزیم میتیلات دهغواوبوپه وسېله چې په الکولوکې موجودوي په مګنيزيم اکسايد کې نا منحل او ميتانول با ندي ټوټه کيږي لکه :

د ميتا نولو د تشخيص لپاره دبوريک اسيد سره د تعامل څخه ګټه اخلي


       چې توليد شوی ایستر په شین رنګه وړانګه سوځې .             

په الکولي مشروباتو کې د الکولو مقدار په لاندي ډول دی : بير  % 3-6په سلو کې واين 8-11% په سلو کې براندي 30-50% په سلوکې ۲- ایتانول اوخواص يې د تقطير په وســــيله بی اوبو ايتا نول هيڅکله په لاس نه راوړل کيږي ځکه چې د تقطير په وسيله 95.6% ايتا نول او 4.4%اوبه چې د ايشيدو يو ثابت ټـکی لري ،دمطلقه الکولو دلاس ته راوړلو لپاره په صنعت کې داســي کار کوي چې د نظر وړ الکولو باندي لومړی هغه بنزین چې د ایشیدو ټکي یې 80.1C0 وي اچوي او روسـته یې تقطیرکوي اوپه دي توګه د الکولوټولي اوبه پدي مرحله کې تقطير يږي او وروسته دتودوخې په 68 سانتی ګریددرجو کې د بنزين او الـکولو يو Binary مخلوط تقطيريږي چې په دي توګه په پای کې سوچه اوخالص الکول دتودوخې په 78.4درجو کې تقطیریږي د بنزین په عوض ترای کلوروايتلین هم استعمالیدی شي،د1% اوبو د منــــــځه وړلو لپاره د مګنيزيم د برادې لکه څرنګه چې په ميتا نولو کې و څيړل شو ګټه اخســتل کيږي،ايتانول هغه مايع ده چې داوبو په شان ده او یو ځانـــګړی بوی لري چې په یوه خفیفه ابي وړانګه سوځي . د ايتا نول څخه د عضوي موادو د حلوونکي په توګه او همدارنګه د عضـــوي مرکبا تو په سنتیز کې د لومړني موادو په حیث ګټه اخیستل کيږي الکول هم د عضــــوي مرکباتو په سنتيز کې استعمالیږي مګر د عالي الکولو زهریت د ایتانولو په نســبت زیات دي ،عالي الکولونه لکه لاوریل الکول Lauryl Alcohol CL2H25OH د پودري صـــابونو په جوړولوکې د لومړني موادو په حیث استعماليږي .

نورې ايزوميري کله چې مونږ (1) 2- Methyl Butanol مرکب تر څیړني لاندي نیـسو لیدل کيږي چې دا مرکب دپولاريزشــوي نورسطحه په یوه ټاکلي زاویه کږوي اوددي څخه داسي معلومیږي چې دا مرکب ضیایې او نوري فعالیت د خپله ځانه ښئي .


د ضيايې فعاليت دا خاصيت په ټولو مرکباتو کې ليدل کيږي چې پدي ډول مرکباتو کې دکاربن يو اتوم د څلور اتومه کاربنو سره چې مختلفو ګروپونو سره نښتی وي،د کاربـــــــن هغه اتوم چې د څلورو ډول ډول پاتې شونو سره نښتې وې د Asymetric کاربون په نوم ېادېږې . هر مرکب چې ديو Asymetricکاربن اتوم لرونکی وي دوه نوري ايزوميري لري چې يو يې پولاريز شوی نورد ښی خوا ته (+) په یوه ټاکلی زاويه اوبل يې پولاريزشوی نورپه کېڼه خوا (-)په يوټاکلي زاويه کږوې دا ډول نوري ايزوميري ګاني په اينه کې دشي اود شي د تصــوير په شان وي داسې چې هغوې ېو په بل باندې نه تطبېقېږې د ژورې څېړنې لپاره د پورتنې مرکب فضاېې جوړښت د تتراېدرپه جوړښت کې تر څېړنې لاندې نېسې .



ليدل کيږي چې پورتني شکلونه د ايني د مخی د شي او د تصوير په حالت ښېې.

که چيري د نوموړو ايزوميري ګانو يو شان مخلوظ ولرو پدي صــورت کې پولاريز شوی نور هيڅکله نه کږيږي ، ځکه که د ماليکولونو يو شـــان پولاريز شوی نور په ښې خوا کږوي په هماغه اندازه ما لېکولونو نوموړې نور په چپه خوا کږوي دا ډول مخــــــــلوط د ريسميټ Racemate په نوم ياديږي . په همدي توګه د الـکانونو د ګروپ اړونده الکولونه شته دي او د الکانول Alkanol په نوم ياديږي او د الکــــينونو اړونده الکولونه د الکينول Alkinol په نوم ياديږي .


Aldehyde

په هغه مرکب کې چې کاربن د OH ګروپ او هم جوړه اړيــــکه يې په يوه کاربن پوري نښــتی وي دا ډول مرکب ثا بت نه وي او خود بخوده په بل مرکب تبديليږي لکه پورتنی مثال د الکا ينونو الکولونه هم شته دي چې د الکاېنول Alkinol په نوم ياديږي لکه :

         Propenol

دا چې د الکولونو ګروپ په تخنيک او صــــــــــنعت کې زيات اهميت نلري د هغه د زياتو تشرېحا تو څخه تيريږو او هغه الکولونه تر څيړني لاندي نيسو چې د OH زيات ګروپونه لري او د څو قيمته الکولو په نوم هم ياديږي . څو قېمته الکولونه که په مشبوع هايدرو کاربونو کې د کاربن د څو اتومـــونو يو يو هايدروجن په يو ،يو OH تعويض شوی وي پدي حالت کې مونږ څو قيمته الکول ورته وايو ، تر ټولو ساده او ترټولو مهم څوقيمته الکول عبا رت دي له :

                                                        Propane -1,2,3- triol  يا Glycerol ګلیسرین 
                Ethan-1,2- dioleیا   Glycole     ګلایکول           

څومره چې د OH ګروپونه زياتيږي په هماغه اندازه يې په اوبو کې انـحلاليت زياتيږي په داسي حال کې چې انحلاليت يې په ايترو کۍ کميږي . د ګلا ېکول استحصال ۱ -ګلا يکول د الکايل هلوجنيد او KOH د تعامل څخه يې په لاس راوړلي شو لکه :



۲-په صنعت کې ګلايکول په لانديني طريقی سره په لاس راوړی ،د کلوريني اوبو څخه د ايتلين غاز تيروي لومړي ايتلين کلورهيدرين جوړيږي ددي مرکب څخه دســـــــــوديم , هايدروجن کاربونيت د اوبلن محلول د هايدروليز له امله ګلايکول لاس ته راځي ،ګلايکول هغه مايع ده چې د ايشيدو ټکی يې 197سانتي ګريد درجه ده ، او په دي توګه هم په لاس راځې





ګلسېرېن (1,2,3-Propanetriol) Glycerol  

د مهمو الکولونو د ډلي څخه دی چې خوږ خوند لري او پولي هايدروکسيلي الکول دی . د ګلسيرين د لاس ته راوړني ډيره پخوانۍ صنعتي طريقه د وازدو او تيلو د هايدروليز د طريقي څخه عبارت ده او په اوسني وخت کې يې مهمه صنعتي طريقه د پروپيلين څخه استحصالوي . پروپيلين د مختلفو طريقو څخه په ګلسيرين تبديلوي . او ډيره معموله طريقه د پروپيلين د اکسديشن څخه عبارت ده چې هغه هم د اکســـيجن په اتموسفير کې او د تودوخې په370 درجو سانتي ګريد او Cu د کټلــــسټ په توګه( 6 ) نمره مرکب په لاس راځي وروســته هغه ارجاع کوي او اليل الکول ( 3 ) په لاس راځۍ او الېل الـــکول د H2O2 د اغيزي له امله ګلاسيد الکول (Glycidol) ( 7) او وروسته د ها يدروليز له امله په ( 5) مرکب يعني په ګليسرين داسي تبديليږي . او همدا رنګه د ګليسرين دالديهايد سره د هايدروجن پر اکسايد د اغيزي له امله اکرولين او ګليسرين الديهايد په ګليسرين با ندي د کټلسټ په وسيله د هايدروجنيشن له امله په لاس راځي .




ګليسرين کيدای شي د استلين او فارم الديهايد څخه د پورته وروستي طريقي سره سم په لاس راشي . دالکولواغیزی په بدن د اسلام مبارک دين د بشریت د روحي اعلاج سره سره د هغه جسماني اعلاج هم راوړی . د اوامروپه ادا کولو سره چې یو مسلمان ته څومره ګټه رسيږي، هغومره ګټه ورته د نواهیو په پريښودوهم رسيږي . هغه بيله خبره ده چې مونږ باید د اوامرو ادا کول او د نواهیو پريښودل د دنیوي ګټو لپاره ونکړو بلکي هدف به مو د الله رضا وي او دنیوي ګټې به په خپله رارسيږي . په خیر القرون کې د اوامرو او نواهیو په اړه تعامل بيل ؤ. هلته به چې کله د یو کار د کولو (امر) او یا دپريښودلو (نهې) په اړه حکم راغی نو صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین به د رسول الله (ص) نه دهغي دحکمتونواوګټوپوښتنه نه کوله او د الله متعال د حکم په حیث به يې ادا کول مګر د نن زماني انسان ځان ته عقلاني انسان وايې او په هر کار کې د هغې ګټې نظر کې نیسي. که په ظاهره ورته کومه ګټه ښکاره نه شي، چې کيدای شي د ده د خپلي لږپوهې په وجه وي، نو هغه کار سرته نه رسوي . د دغسي مسلمانانو د فکر بدلولو لپاره او د عامه مسلمانانو د یقين د لا زياتېدو لپاره باید په دې اړه تر خپله خپله وسه کار وکړای شي . شرابو د حرمت قرآني دلیل: په قرآنکريم کې د شرابو د حرمت په اړه واضح حکم موجود دی : یا ایها الذین آمنوا انما الخمر و المیسر و الانصاب و الازلام رجس من عمل الشیطان، فاجتنبوه لعلکم تفلحون. ژباړه: اې مؤمنانو! بې شکه شراب، قمار، بتان او د فال کتلو غشي، مرداري او د شيطان د کارونو له جملې څخه دي، نو ډډه ترې وکړئ تر څو کامیاب شئ. (۱)

مخکی ددي څخه چې دالکولو په تاوانونوخبری وکړو نودموضوع دښه پوهیدولپاره لاندي تعریفونو ته نظرکوو. ۱-هایپوکسیا: د انسان دوجود غړو ته د اکسیجن نه رسيدل د هایپوکسیا په نامه یاديږي . چې کېدای شي د تنفسي سیستم د خراب وظیفوي حالت په نتیجه کې منځ ته راشي، یعني کله چې تنفسي سیستم ونه شي کولای په درسته توګه له وینې نه کاربن دای اکساید وباسي او اکسیجن ورداخل کړي همدارنګه د قلبي وعایوي سیستم خراب وظیفوي حالت (چې نه شي کولای پاکه یا اکسیجن لرونکې وینه اعضاؤ ته ورسوي او ناپاکه یا کاربن دای اکساید لرونکې وینه له اعضاؤ راټوله کړي) هم د هایپوکسیا سبب کيږي ځکه د داوړو په سبب د انسان د وجود غړو او بلآخره د غړو حجراتو ته اکسیجن لږ رسيږي یا هم نه رسيږي او مایتوکاندریا نه شي کولای چې حجرې ته د انرژي ضروري واحد یعنې ATP په کافي مقدار تولید کړي . همدارنګه هايپوکسیاډېرنورعلتونه هم لري چې د موضوع د اوږديدو لپاره تري صرف نظر کوم. ۲-مایتوکاندریا:د انساني حجراتو په داخل کې یو مهم ساختمان دی چې د حجرې د ژوند او فعالیتونو لپاره ضروري انرژي ATP د همدې پواسطه توليديږي . ATP د انرژي واحد دی چې حجرات یې د خپلو فعالیتونو سرته رسولو لپاره مصرفوي مایتوکاندریا د انرژی د تولید فابریکه ده او که د یوې حجرې مایتوکاندریا له خرابي سره مخ شي نو حجره خپل ژوند له لاسه ورکوي او مړه کيږي . مایتوکاندریا د انرژي د توليد لپاره اکسیجن ته ضرورت لري چې له هوا څخه د تنفس په واسطه اخيستل کيږي او د وینې د دوران په واسطه د وجود ټولو غړو او بیا حجراتو ته رسيږي . که یوې حجرې ته اکسیجن ونه رسيږي او یا اکسیجن ورته ورسيږي خو مایتوکاندریا د دې توان ونه لري چې له هغې نه د حجرې دفعالیت لپاره ضروري انرژي تولید کړي، نو هغه حجره له منځه ځي او د حجراتو له منځه تګ د مربوطه عضو (غړي) د تخریب سبب کيږي . یعنې په عمومي توګه ویلای شوچې که دهایپوکسیاپه وجه مایتوکاندریا ته اکسیجن ونه رسېږي،اویامایتوکاندریاتخریب شي ددواړوپه سبب د ATP تولید له منځه ځي. دالکولواغیزه په مایتاکوندریا: الکول په مایتوکاندریا مستقیم زهري تاثیرات لري، چې د مایتوکاندریا د داخلي غشاء د تخریب سبب کيږي او د مایتوکاندریا مترکس Matrix ته پروتونونه داخلوي . د مایتوکاندریا د تخریب په نتیجه کې حجره نه شي کولای چې د ژوند لپاره ضروري انرژي لاس ته راوړي او له مرګ سره مخ کيږي.لکه چې مخکې وویل شول حجرې ته د اکسیجن نه رسيدل (هايپوکسیا) او د مایتوکاندریا تخریب دواړه د انرژي ATP د تولید پروسه له منځه وړي او مربوطه غړي له تخریب سره مخ کيږي . جالبه دا ده چې الکول په یو نه يو ډول د هايپوکسیا سبب هم کيږي او د مایتوکاندریا تخریب هم منځ ته راوړي. دالکولواغیزه په زړه:دزړه دعضلي یوې برخي ته چې سب اندوکارد نسج (Sub Endocardial Tissue) نوميږي ، په نورمال حالت کې هم له نورو برخو نه لږه وینه رسيږي. هايپوکسیا او یا هم د عضلې حجراتو د مایتوکاندریا تخریب (د الکولو په واسطه) د دي برخې د تدریجي مرګ (انفارکشن) سبب کيږي، ځکه خو په شرابیانو کې د زړه تکلیفونه ډير عام دي .


دالکولو اغیزه په اعصابو: الف) داعصابوپه لومړی برخه حمله کوي اودمحرکی برخی اړیکه دتصمیم نیوونکی برخی څخه پری کوی . ب) بیا د اعصابوپه مینځنی برخه حمله کوي چې دانسان کنترول اوصبرله منځه وړي . ج) په پای کې داعصابوپه جرړواغیزه کوي چې دزړه زربان،دوجودتودوخه،فکر،د نظر کمیدل ،دخبروبندیدل،دتنفس بندیدل،داعصابوغیرمتوازن کیدل،دحافظي غیرمتوازن کیدل ، دا شتهاخرابوالی،غصه کیدل،غیراجتماعي کیدل،دفشارګډوډي ،پریشانی ،ویره ،دماغي خلل،اوګډوډخوبونه لیدل ،سردرد ،IQکمیدل،لیونتوب،میرګي،اوهمدارنګه د ډیر استعمال په نتیجه کې دمړیني باعث کیږي . د) په دماغ اصغر (چې یوه وظیفه يې د توازن ساتل دي) منفي تاثیرات لري . الکول د خپل ټیټ مالیکولي وزن له امله له وینې څخه په آسانۍ سره دماغو ته نفوذ کوي او د حجراتو مایتوکاندریا تخریبوي . څرنګه چې د دماغ هره برخه د انساني وجود د اعضاؤ مختلف سیستمونه کنترولوي نو د مربوطه برخي د حجراتو تخریب د همغه سیستم د وظایفو د اختلال سبب کيږي . که دا تخریب په تنفسي مرکز کې سرته ورسيږي نو د تنفسي سیستم فعالیت خرابيږي او نه خو د وینې څخه کاربن دای اکسایدخارجیږي او نه ورته اکسیجن رسيږي چې دا خپله د هايپوکسیا سبب کيږي . که په قلبي وعایي مرکز کې تخریب سرته ورسيږي نو د وجود اعضاؤ ته وینه نه رسيږي چې په دي ډول د اکسیجن کميدل بیا هم د هایپوکسیا سبب کيږي .

د پورته دواړه تخریباتو په وجه د وجود د حجراتو مایتوکاندریا ته اکسیجن نه رسيږي او د انرژي تولید پروسه زیانمنه کيږي . که د تنفسي سیستم یا قلبي وعايي سیستم د بيکاره کيدو په وجه د وجود ټول اعضا د اکسیجن له کمي سره مخ شي نو دا حالت د عمومي هايپوکسیا یا Global Hypoxia سبب کيږي او له پنځه دقیقو څخه ډېر دوام یې د وجود حیاتي اعضاء په غیر رجعي ډول تخریبوي، یعنې داسې تخریب چې بیرته نه جوړيږي . ځکه خو شرابیان د مختلفو عصبي ناروغیو، حتی دليونتوب ښکار کيږي او خپل توازن هم ورو ورو له لاسه ورکوي . غوسه، ډار، تهیج او د وجود رپېدل هم په کې ليدل کېږي.

www.google.come دالکولو اغیزه په وینه : په وینه کی د HDl ډیرول،وینه غوټه کیدل،دوینی دبهیدنی ډیریدل دوینې دفشارلوړیدل اوکمخونی رامنځ ته کیدل دوینی دجریان په سیستم کی ګدوډی،اونوردوینی ناروغی رامنځ ته کوی .



دالکولو اغیزه په پښتورګو

د پښتورګو دواړه وظیفوي برخي کارتکس او میدولا د هايپوکسیا په وجه او د مایتوکاندریا د تخریبيدو په وجه بيکاره کيږي ځکه خو شرابیان د ګردو په دایمي تخریب (رینل فیلیر) اخته کېږي.            

دالکولو اغیزه په پانقراس په پانقراس د الکولو تخريبي تاثیرات په لومړي پړاو کې د پانقراس د التهاب او وروسته د پانقراس د یوې برخې یا مکمل تخريب سبب کيږي چې د حبن (د خېټې په داخلي خالیګاه کې د مایعاتو تجمع)، د کولمو د تکلیفونو او شکر مرض سبب کېدای شي.


دالکولو په واسطه دجګردخرابوالی مراحل : الف)شحمی جګر:چی جګرلویږی ددی مرض دمعالجي یواځینی لاره داده چې دالکولو استعمال بندشی . ب)زخمي جګر:دجګرزخمی کیدل معالجه یی امکان لری خوانساج يې زخمی پاتي کیږي . ج) سروسزجګر:دجګرحجرات له منځه وړي چې دغه مرض بیامعالجه نلري همدارنګه دالکولوداستعمال په نتیجه کې دجګرهیپټایټس ،اودجګرسرطان رامنځ ته کوی . دالکولوداستعمال په وجه 90%دجګرله منځه ځي .





www.google.com د الکولو تاثیرات په نورو دواګانو:د دوا پيژندنې (فارمکولوژي) له نظره ځینې مواد د دواګانو تاثیرات زیات، یا هم کموي . الکول هم یو له دغو موادو څخه دی . د الکولو دوامداره استعمال د60%سلنې دواګانو استقلاب (میتابولیزم) سریع کوي چې په نتیجه کې مربوطه دواګاني له وجود نه زر خارجيږي او د مرض په رغيدو کې مؤثرې نه واقع کيږي . له بله اړخه یو ځل دالکولوخوړل د همدې 60% سلنې دواګانو استقلاب (میتابوليزم) بطي کوي او په نتیجه کې مربوطه دواګانې له معمولې مودې نه ډير وخت په وجود کې پاته کيږي چې دا حالت هم وجود لپاره خطرناک کيدای شي. یادي شوي 60% سلنې دواګانې، د دواګانو څو سوه انواع تشکیلوي چې مختلف انتي بیوتیکونه او د ورځني استعمال دواوې پکې شاملې دي


په عمومي توګه دالکولو لوی تاوانونه

دپانکراس تکلیف،په انساجوکې دشکر مرض  ډیریدل، لیونتوب،دزړه دعضلی کمزوری  کیدل،په نارینه اوښځوکې دجنسي غړوکمزوری کیدل،یعنی په نارینه ؤکې دمنیو دتولید کمیدل اوپه ښځوکې دتخمي له منځه تلل ،بی وخته زیږیدنه ،او دسینونه غټیدل ،Aids ایډز ، دکولموزخم،اودکولموسرطان،دزړه لویدل،درد،حافظه دلاسه ورکول،دزړه ضربان زیاتیدل ، دتکثري سیستم کمزورتیا،په ښځوکي دسینو سرطان، خونریزي، دپښتورګو  ناروغي ،داعصابو غیرمتوازن کیدل،غیرمتوازنه حافظه،دماغي ګډودي،دخولي ،ستوني، او   مرۍ سرطان،کم خوني،دزړه تکلیف، دجګرهیپټایټس،دمعدي دبندونو درد اوروماتیزم او همدارنګه  نوری خطرناکی ناروغی رامنځ ته کوي  






www.goole.com په عمومي توګه دالکولوکوچني تاوانونه دنظرتغیر،غصه کیدل ،غیراجتماعی کیدل ،پریشانی ،ویره ،دوزن ډیریدل ،سردرد ،دستوني ويني کیدل،دشکرخطر،دهډوکودمنرالونودکثافت زیاتیدل ،د ها ضمي په سیستم کې اخلال،سوی تغذیه کیدل،دپوستکي ناروغي،کمزوری درد ،رپیدل ،دوجودپه مختلفو

برخو زوی اوداني پیداکیدل،په رګوکی دوینی غوټه کیدل،ویروسی ناروغی ، استفراغ ، دسترګوپړسوب،ستړیاګنګس کیدل،اونوری خطرناکي ناروغي رامنځ ته کوي 


پایله الکول یوه عربي کلمه ده چې معنی يې دشرابوجوهردی .که په یوه الکان کې دهایدروجن یو اتوم دهایدروکسیل Hydroxyl په یو ګروپ تعویض کړو داړونده الکان یو قیمته الکول په لاس راځې لکه  : د څخه Methanol دالکولونومول په دوه طريقو کیږی دایوپاک (iupac)دنوم ایښودني په اساس اوپه معمولي طريقه دالکولونودخاصيتونوڅخه يوهم دادی چې هرڅومره زنځيراوږد وي په هماغه اندازه يې دايشيدوټکی پورته ځي نوپدي توګه لومړنې الکولونه دمايع په حا لت اوهغه الکولونه چې زنځيريې اوږد وي دجامد په حــــــــــــــالت دي . دلاندينې جوړښت په وسيله څرګند وو چي الکولونه دضـــعيفه تېزابونو دډلي څخه دي

هغه تعا ملونه چې په الکولوکې سرته رسيږي دهرڅه دمخه دهغه دهايدروکسيل په فعاليت پوري اړه لري .چې دوه ډوله تعاملات سرته رسوي . ۱-هغه تعاملات چې په هغه کې دکاربن اودهايدروکسيل دګروپ داکســــيجن ترمنځ اړيکه وشليږي . ۲-هغه تعاملات چې په هغه کې دهايدروکسيل دګروپ HاوOترمنځ اړيکه وشليږي . دالکولونو عمومي لاسته راوړنه په لاندي طریقوصورت نیسي . ١-دالکايل هلوجينيدونودهايدروليزڅخه ۲-دالکينونوسره داوبوتعامل دالکايل سلفوريک اسيد دجوړيدووروسته ٣-دH2په وسيله دهغه مرکب ارجاع څخه چې دکاربونيل ګروپ ولري

٤-دګرينيارد سنتېز: پديطريقه کې هم دکاربونيل لرونکو مرکباتو څخه په لاندي توګه ګټه اخيستل کيږي .

په تخنيک کې ايتانول د ايتلين د غاز د جذبيدو څخه چې د انـــــشقاق په عمليه کې توليديږي که په مشبوع هايدرو کاربنو کې د کاربن د څو اتومـــونو يو يو هايدروجن په يو ،يو OH تغويض شوي وي پدي حالت کې مونږ څو قيمته الـــــکول ورته وايو . د ګلا يکول استحصال په لاندي ډول صورت نیسي . ١-ګلا ېکول د الکايل هلوجنيد او KOH د تعامل څخه يې په لاس راوړلی شو. ګلیسرین د مهمو الکولونو د ډلي څخه دی خونديې خوږ دی او پولي هايدروکسيلي الکول دي د ګلسيرين د لاس ته راوړني ډېره پخواني صنعتي طريقه د وازدو او تيلو د هايدروليز د طريقي څخه عبارت ده او په اوسني وخت کې يې مهمه صنعتي طريقه د پروپيلين څخه استحصالوي دالکولو اغیزی په بدن باندی .: په نتیجه کې ویلای شو چې د الکولو یعنې شرابو څکل سره له دې چې یو حرام کار دی او د حد جاري کېدو سبب کيږي، په روغتیا هم ډير منفي تاثیرات لري او د وجود د حیاتي اعضاؤ د داسي تخریباتو سبب کيږي چې غربي ساینس پوهانو په ننی طبی کتابونوکی لیکلی دي. چی دهغی دجملی څخه مودبدن په ځینی برخودالکولواغیزي څیړلي دي لکه : اعصابو،زړه،وینه،جګر،معده،پښتورګی،اوهمدارنګه پدی موضوع کی مودالکولواغیزي په نورودواګانوباندي هم څیړلي دي .








وړانديزونه څرنګه چی الکول په اسلام کی یوحرام کاردی نومونږته پکارده چی خلکوته دالکولوپه باره کی داسلام اوساینس له نظره معلومات ورکړو اوهغوۍ يي په ضررونو باندي پوه کړو  دحکومت څخه می غوښتنه داده چی دالکولوپه وارداتوکلک بندیزونه ولګوی ، اوهرڅوک چی الکول استعمالوی بایددهغوی ته داسلامی اصولومطابق سزاورکړي .  استادان هم باید ددي ناوړه مادي داستعمال اغیزي په ډیر روښانه ډول سره خپلو شاګردانو ته وښيي اوهغوۍ ورباندي وپوهوي  دالکولو په ضررونوباندي وخت په وخت غونډي جوړي شي اوعامه پوهاوی شاګردانو ته ورکړل شي  ددي مضري مادي په ضررونو باندي نوي شوي څيړني دمعتبرومنابعو لکه نیټ . خارجی کتابونه راټول او په پښتو یادري ژبو وژباړل شي ترڅو دافغانانو پوهه په دي برخه کي زیاته شي.  ددیني علماوو څخه هم هیله لرم چي دالکولو په حرمت باندي زیات تاکید وکړي اوداخروي عذابونوڅخه يي ټول خلک خبرشي .






اخځلېکونه ١- قرآن مجید، سورة مائدة، آیت ۹۰ ٢- حکيمي ،محمدغوث ،۱۳۸۷هــ ش .عضوي کيميا،انتشارات سعيد. (مخونه) (۹۹-۱۱۰) ٣- نهالګر،شیرمحمد،۱۳۸۵هـ ش.عمومی عضوې کیمیا،ميهن کتاب پلورنځی. (مخونه )( ۱۳۶-۱۵۵)

۴-ولیزی ،ګل حسن ،۱۳۹۱هـ ش .الیفاتیک کیمیا،دلوړوزده کړووزارت
(مخونه ) (۱۴۹-۱۵۵)

۵-هېله من،فرمان الله،١٣٨٧هـ ش.الېفاتېک کېمېا،،دلوړوزده کړووزارت، (مخونه ) (۱۹۶-۲۰۰) ۶-USMLE Step 1, Lecture Notes Pharmacology, KAPLAN Medical, 2010, Page