الکلیم نیازي خصوصي ښوونځی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الکلیم نیازي خصوصي ښوونځي، بنسټ په خوست ولایت مرکز ډیری د حیات اباد په کلي کې د سیمې مخورو مشرانو او علماءو لخوا کېښودل شو، یاد ښوونځي نوم د نیازي قوم مخور مشر مرحوم حاجي زرګرخـان زوی، حاجي کلیم خان په نوم ونومول شو، شیخ محمد یعقوب حقاني په کال ۱۳۹۳ هـ شـ کې له پاکستان هیواد راستون شو او لویه هیله یې وۀ چې سیمه کې یو خصوصي ښوونځی ولري ترڅو سیموالو ته له همدې لارې علمي اساسي خدامات وړاندې کړي چې بلاخیره په کال ۱۳۹۴ شیخ محمد یعقوب نیازي همدا فکر بنسټ کېښود، دا په داسې حال کې چې شمل ډیري سیمه کې نیږدې رسمي خصوصي ښوونځی نه ول په همدې سره یوه لویه تشه ډکه شوۀ، دې همدې بنسټ په اېښدلو سره په سیمه کې یو لوی بدلون راغلو.

یاد ښوونځی یوه ځانګړینه دا دۀ چې د ډیري شمل سیمې ډیر اوسیدونکي کوچیان دي چې د اوړي موسم کې له خوست ولایت څخه پکتیا ولایت ابده کي سیمې ته کوچ کوي چې یاد ښوونځی هم یاده سیمه کې د اوړي موسم فعالیت کوي او پکتیا ابده کي سیمه کې یې منظم تعمیر جوړ کړی او تر ډیره یې مهمې اړتیاوې پوره کړې دي.

یاد ښوونځی د ښې او منظمې رهبري په برکت لومړی سر کې متوسطه امر واخیست او دوهم کال لیسې دورې ته ارتقاء وکړه چې اوس تر یولسم ټولګي زده کوونکو روزنه او پالنه کوي.