الکترونیګاټیویټي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الکترونیګاټیویټي چې په انګلیسي کې ورته (electro negativity)وایي، دعناصرو داتومونو یو خاصیت ده.


داچې څنګه خاصیت ده راځو تفصیلي بحث ته: اکترونیګاټیویټي یا داتومونو دالکترون جذبولو میل  داتومونو هغه خاصیت ده چې ښيې کوم اتوم پردي(بېګانه)الکترونونه ځانته را جذبوي او هم په   خپلو الکترونونو تر کومه حده کنترول لري چې له ځانه سره یې وساتي.

د عناصرو په دوراني جدول کې تر ټولو لوړترین برقي میل لرونکی عنصر(الکترو نېګاتیف عنصر) فلورین نومېږي چې په اووم اصلي ګروپ (دهلوجنونو ګروپ) کې موقعیت لري.

په دوراني جدول کې د بريښنایي منفیت- (الکترونیګاټیویټي)  تناوب په دې ډول ده: د ګروپونو په اوږدو کې له ښکته لوري پورته خواته د عناصرو بریښنایي منفیت زیاتېږي ځکه همدا عناصر د لږو مدارونو( انرژیکي سویو) لرونکي دي؛ همدارنګه د دورو(پېریودونو) په اوږدو کې بریښنایي منفیت له چپې خوا څخه ښي لوري ته زیاتیږي ځکه په عین دوره (پېریود) کې دانرژیکي سویو شمېر تغیر نه کوي خو دمنفي او مثبتو ذراتو (الکترونونو او پروتونونو) شمېر ډېرېږي چې له امله یې قوي جذب رامنځته کېږي، او ددې امکان کمېږي چې الکترون له لاسه ورکړي برعکس د الکترون اخیستلو میل یې ډېریږي.