الکترومقناطیسي وړانګې او روغتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الکترومقناطیسي وړانګې په دوو ډولونو وېشل کېدی شي: آیونیز کوونکې وړانګې او ناآیونیز کوونکې وړانګې، د واحد فوټون د وړتیا پربنسټ چې له ۱۰ څخه ډېر الکترون ولټ انرژي لري ترڅو اتومونه آیونیز کړي یا کیمیاوي بانډونه مات کړي. اوچت ماوراء بنفس او لوړې فریکونسۍ لکه د ایکس ورانګې یا د ګاما وړانګې آیونیز کوونکي دي او دوی خپل ځانګړي خطرونه رامنځته کوي: د وړانګو زهري کونه وګورئ.  [۱]

د وړانګو ترټولو عام روغتیایي خطر د لمر سوځېدنه ده، چې متحده ایالاتو کې په کال کې تقریباً د ۱۰۰۰۰۰ او ۱ مېلیون تر منځ د پوستکي نوي سرطانونه رامنځته کوي.   [۲][۳]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د سرطان د څېړنې نړیوالې ادارې (IARC) په ۲۰۱۱ کال کې د راډیوفریکوینسۍ الکترومقناطیسي ساحې طبقه بندي کړې، چې ممکن د انسان لپاره سرطان رامنځته کوونکې وي (B۲ ګروپ).[۴]

خطرونه  [سمول]

د الکترومقناطیسي ساحو څخه ډایالټریک تودوخه کولی شي بیولوژیکي خطر رامنځته کړي. د بېلګې په توګه، د آنتن شاوخوا کې درېدل یا لمس کول، پداسې حال کې چې د لوړې برېښنا لېږدونکي په فعالیت کې وي، د سوځېدنې لامل کېدی شي (دا میکانیزم د مایکرووېو تنور د میکانیزم سره مشابه دی).  [۵]

د تودوخې اغېزه د الکترومقناطیسي انرژۍ د ځواک او فریکونسۍ او همدارنګه سرچینې ته د فاصلې معکوس مربع سره بدلون کوي. سترګې او بیضې په دې ناحیو کې د وینې جریان د کموالي له امله د راډیو فریکوینسي تودوخې سره ډېرې حساس دي، که داسې نه وی د تودوخې زیاتوالی یې له منځه وړی شوی.  [۶]

د راډیويي فریکوینسي انرژي د کثافت په ۱ – ۱۰ ملي ولټ\سانتي متر مربع  یا  لوړو کچو کې کولی شي په  نسجونو کې د اندازې کېدو وړ تودوخې لامل شي. د معمولي راډیويي فریکوینسي انرژي کچې چې عام خلکو ورسره مخ کېږي، د پام وړ تودوخې رامینځته کولو لپاره د اړینو کچو څخه زیاتې ټیټې دي، خو د لوړ ځواک راډیويي فریکوینسۍ سرچینو ته نږدې د کار ځانګري چاپېریالونه ممکن د خطر سر مخ خوندي حدودو څخه تجاوز وکړي. د تودوخې د اغېزې اندازه د جذب ځانګړی میزان یا SAR دی، چې واحد یې واټ پر کیلوګرام (W/kg) دی. IEEE او زیاتره ملي دولتونو د SAR پر بنسټ، عمدتاً د ICNIRP لارښودونو پر بنسټ د الکترومقناطیسي انرژۍ د بېلابېلو فریکونسیو سره د مخ کېدو لپاره د خوندیتوب محدود رامنځته کړي، چې د حرارتي زیانونو پر وړاندې له خلکو څخه ساتنه کوي.  [۷][۶][۸]

د ټيټو کچو سره مخ کېدل[سمول]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)  په ۱۹۹۶ کال کې یو څیړنیر کار پیل کړې ترڅو د EMR مختلفو سرچینو سره د خلکو د ورځ زیاتېدونکي مخ کېدو له امله روغتیايي اغېزې مطالعه کړي. د روغتیا نړیوال سازمان/ د سرطان څېړنې نړیواله ادارې په ۲۰۱۱ کال کې د راډیويي فریکوینسي الکترومقناطیسي ساحې د مغزي تورمور (glioma) د زیات خطر پر بنسټ طبقه بندي کړې، چې ممکن د انسان لپاره سطان رامنځته کوونکي وي (B۲ ګروپ)، دا ترمور د مغزي سرطان یو وژونکي ډول دی، چې د بېسیم تلیفون کارولو سره تړاو لري.  

د ساري ناروغیو څېړنې د EM د څرګندتیا او د ځانګړو روغتیا اغیزو ترمنځ په ساحه کې احصایوي اړیکو ته ګوري. له ۲۰۱۹ کال راهیسې، د اوسني کار زیاتره برخه د سرطان په اړه د EM د ساحې څېړنه تر پوښښ لاندې راولي. داسې خپرونې شته چې د کمزورو غیر حرارتي الکترو مقناطیسي ساحو (بایو الیکترومقناطیس وګورئ) د پیچلو بیولوژیکي او عصبي اغېزو د شتون ملاتړ کوي، چې د ضعیف ELF الکترو مقناطیسي ساحې او ماډل شوي RF او مایکر موجونو ساحې په کې ګډون لري.  [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Cleveland Jr, Robert F.; Ulcek, Jerry L. (August 1999). Questions and Answers about Biological Effects and Potential Hazards of Radiofrequency Electromagnetic Fields (PDF) (الطبعة 4th). Washington, D.C.: OET (Office of Engineering and Technology) Federal Communications Commission. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Siegel RL, Miller KD, Jemal A (January 2020). "Cancer statistics, 2020". CA: A Cancer Journal for Clinicians. 70 (1): 7–30. doi:10.3322/caac.21590. PMID 31912902. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cleaver JE, Mitchell DL (2000). "15. Ultraviolet Radiation Carcinogenesis". In Bast RC, Kufe DW, Pollock RE, et al. (المحررون). Holland-Frei Cancer Medicine (الطبعة 5th). Hamilton, Ontario: B.C. Decker. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-55009-113-1. مؤرشف من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 31 May 2011 باندې). IARC Classifies Radiofrequency Electromagnetic Fields As Possibly Carcinogenic to Humans. International Agency for Research on Cancer.
  5. Barnes, Frank S.; Greenebaum, Ben, المحررون (2018). Biological and Medical Aspects of Electromagnetic Fields (الطبعة 3). CRC Press. د کتاب پاڼې 378. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1420009460. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Cleveland Jr, Robert F.; Ulcek, Jerry L. (August 1999). "Questions and Answers about Biological Effects and Potential Hazards of Radiofrequency Electromagnetic Fields" (PDF). OET Bulletin 56 (الطبعة Fourth). Office of Engineering and Technology, Federal Communications Commission. د کتاب پاڼې 7. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Standard for Safety Level with Respect to Human Exposure to Radio Frequency Electromagnetic Fields, 3KHz to 300GHz". IEEE STD. IEEE. C95.1-2005. October 2005. مؤرشف من الأصل في ۰۷ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. International Commission on Non-Ionizing Radiation Protection (April 1998). "Guidelines for limiting exposure to time-varying electric, magnetic, and electromagnetic fields (up to 300 GHz). International Commission on Non-Ionizing Radiation Protection" (PDF). Health Physics. 74 (4): 494–522. PMID 9525427. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ نومبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  9. "What are electromagnetic fields? – Summary of health effects". World Health Organization. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Delgado JM, Leal J, Monteagudo JL, Gracia MG (May 1982). "Embryological changes induced by weak, extremely low frequency electromagnetic fields". Journal of Anatomy. 134 (Pt 3): 533–551. PMC 1167891. PMID 7107514. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Harland JD, Liburdy RP (1997). "Environmental magnetic fields inhibit the antiproliferative action of tamoxifen and melatonin in a human breast cancer cell line". Bioelectromagnetics. 18 (8): 555–562. doi:10.1002/(SICI)1521-186X(1997)18:8<555::AID-BEM4>3.0.CO;2-1. PMID 9383244. مؤرشف من الأصل في ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Aalto S, Haarala C, Brück A, Sipilä H, Hämäläinen H, Rinne JO (July 2006). "Mobile phone affects cerebral blood flow in humans". Journal of Cerebral Blood Flow and Metabolism. 26 (7): 885–890. doi:10.1038/sj.jcbfm.9600279. PMID 16495939. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pall ML (September 2016). "Microwave frequency electromagnetic fields (EMFs) produce widespread neuropsychiatric effects including depression". Journal of Chemical Neuroanatomy. 75 (Pt B): 43–51. doi:10.1016/j.jchemneu.2015.08.001. PMID 26300312. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)