الکترولیت محلول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
                                  سريزه 
              (هل يستوى الذين يعلمون والذين لايعلمون ) 

ژباړه : آيا برابر دي هغه کسان چې لوستي دي د هغه کسانو سره چې نالوستي دي . دايو معلوم حقيقت دې چې ديوې ټولنې پرمختګ د علم او پوهې پورې تړلې دى،په کومه ټولنه کې چې ښوونه او روزنه وجود ولري هغه ټولنه کولاي شي چې دپرمختګ په لور يو بل ګام اوچت کړى ښوونه او روزنه بې له درسي وسايلو څخه مينځ ته نه شي راتلاې د دغه درسي وسايلوله جملې څخه عصري کتابتونونه ،مجهز لابراتوارونه او نور درسي مواد که دمسلکي متخصيصنو لخوا تهيه او ټولنې ته وړاندې شي ،نو ټولنه کولاې شي چې په سالمه توګه مخ په وړاندې لاړه شي چې د ننې ورځى ساينس او د ټکنالوژئ دپرمختګ له کبله د بشري ټولنې زياتې ستونزې او مشکلات حل شوي دي او همدارنګه ساينس نور هم د پر مختګ په لوري روان دى ،د ژونديو موجوداتو او انسانانو د لا زياتو هوسايني او آرامتيا لامل ګرځي . کيميا هم د ساينسي علوموو يوه لويه برخه جوړوي چې د د‌ې علم په برکت داوسنۍ نړۍ عصري طب ،کرنيز ماشين الات ،درمل جوړول او کيمياوي صنعتي ټکنالوژيکي سيستمونه تر ډيره حده په پښودرولي دي .او د انسانانو د ډاډ وړکرځيدلي دي او د ټولنيزو پرګنو اړتياوؤ ته يي مثبت ځواب ورکړي څرنګه چې دلوړو زده کړو وزارت دلايحې او مقرراتو مطابق هر محصل ته د څلورکلنى دورې په اخري سمسترپه پاې کې د اړونده ډيپارټمنټ لخوادنده سپارل کيږي .نو ماته هم دکيميا بيولوژي ډيپارټمنټ لخوا دمحترم استاد پوهنيار معصوم خان (قيومي ) دسالمې لارښوونې په اساس دالکتروليت مرکباتو دسرليک لاندى موضوع راکړل شوى ده او هم ددي موضوع اړونده برخي لکه :محلولونه ،الکتروليت ،محلول برقي هدايت ،الکترولتيکي محلولوکې کيمياوي تعاملات ،قوي ،متوسط،او ضعيف الکتروليتونه او داسې نور سرليکونه په لنډ ډول راټول کړي ددى .موضوع په ليکلو کې مې د منل شوو اونړيوالو کتابونو څخه استفاده کړې ده او د امکان تر حده پورې مې کوشش کړى دې چې په روانواو ساده جملو کې موضوع ترتيب او تهيه کړم .

دښوونې او روزنې دپوهنځي دقدرمنو استادانو څخه او په ځانګړي توګه د کيميا او بيولوژي ډيپارټمنټ له استادانو څخه په پښتني مينه مننه کوم چې زما په علمي روزنه کې خپله افغاني اواسلامي وجيبه ښه څرګنده کړې په تيره بيا دخپل قدرمند لارښود استاد پوهنيار معصوم خان (قيومي ) څخه د زړه له تله مننه کوم .چې له ماسره يې دمونوګراف په اصلاح او ترتيب کې نه ستړى کيدونکي هلې ځلې کړي دي د سپڅيلي  څښتن تعالى  څخه ډير شکر ګذار يم چې د دې ليکنې توفيق يې راکړ چې داتحفه دکيميا دڅانګي ګرانو محصلينو ته ډالۍ کوم هيله من يم چې دلوستونکو داستفادې وړ وګرځي او په اخره کې سپيڅلي رب ته لاس په دعا يم .دقران عظيم الشان له سيوري لاندې داسلام دمقدس دين دسرلوړئ اودافغانستان دپاکې خاورې دبچيانو د روزلو لپاره د ټولو استادانو او په شمول د خپل ځان د تل لپاره سرلوړي او کاميابي غواړم .

په درنښت

       بــــــاز مـــــــحمد (بــــابــــر)
کيميا او بيولوژي دڅانګې د څلورم ټولګي  محصل





                                               لړليک 

ګڼه سرليک مخ ١- سريزه ١ ٢- محلولونه ٤ ٣- محلول اجزاوې ٤ ٤- محلول ډولونه ٥ ٥- الکتروليت محلولونه ٥ ٦- الکتروليتي محلولوکې کيمياوي تعاملات ٧ ٧- قوي الکتروليت ٨ ٨- ځينومرکباتو ډيسوسيشن دانفکاک درجه ٩ ٩- قوي الکتروليتونه ١٠

         ١٠-             متوسط الکتروليتونه                                                                            ١١
          ١١-            ضعيف الکتروليتونه                                                                             ١١
          ١٢-            الکتروليت دانفکاک درجه                                                                  ١٢
          ١٣-             الکتروليت  دانفکاک ثابت                                                                ١٤
          ١٤-            ايونونو فعاليت                                                                                     ١٥
          ١٥-            محلونونو ايوني قوه                                                                             ١٦
           ١٦-          فعاليت ضريب                                                                                      ١٨
             ١٧-         هايدروجن دايون اوهايدروکسيل مشخصات اوداوبو انفکاک  ٢٠
             ١٨-        پايله                                                                                                       ٢٩
              ١٩-        اخځليکونه                                                                                         ٣٠


محلولونه Solution محلولونه : دټولو ژونديو موجوداتو انسانانو، .حيواناتو،اونباتاتو لپاره حياتي ارزښت لري . که چيرته يو امتحاني نل ترنيمايي پورې داوبو څخه ډک کړو اوبيا په کې دچاى دکاشوغي دڅلورمې برخي په اندازه دخوړومالګه واچوو اوبيا يي ښه وښوروو نومعلومه به شي چې دمالګې ذري په اوبو کې حليږي اويو متجانس مخلوط جوړوي . چې هره برخه کې يوډول کيمياوي او فزيکې خواص لري چې دغه ډول مخلوط ته محلول وايي نوکولاي شوچې محلول داسي تعريف کړو . محلول هغه متجانس مخلوط دى چې په ټولو برخو کې يو شان کيمياوي اوفزيکي خواص ولري اودنوموړي مخلوط دشاملو موادواندازي تناسب دټاکلوحدودوترمنځ دتغير وړ وي دمحلول اجزاوې

    يومحلول دوه برخو درلودونکې دي چې يوته يي حل کوونکي اوبل ته حل کيدونکې ويل کيږي .
مثال : که چيرته يواندازه بوره په اوبو کې واچوو اوبيايي ښه وښوروو بوره په اوبو کې حل اويومحلول به  جوړ کړي، بوره منحله مواداو دسپرسي محيط دي چې بوري ته حليدونکې Solute ماده او اوبوته حلوونکې  Solventماده وايي نوليکلاي شو چې 

محلول =محلِل +محلَل يا Solution = Solvent+Solute

     هغه مرکبونه چې دمحلول يا دمذابي په صورت کې دبريښنا دجريان په واسطه په ايونونوتجزيه شي دالکتروليت په نوم ياديږي.


دمحلول ډولونه

    محلولونه په دوه ډوله ويشل کيږي .

١_ الکتروليت محلول ٢_ غيري الکتروليت محلول دموادوحل کوونکي ډولونه همدارنګه حل کوونکې مواد په دوه ډوله ويشل کيږي. ١_ قطبي ٢_ غيرقطبي ١_ قطبي حل کوونکې هغه حل کوونکي دي چې الکتروليت مرکبونه په خپل ځان کې حلوي لکه : اوبه ٢_ غيرقطبي حل کوونکي هغه حل کوونکي دي چې غير الکتروليت مرکبونه په ځان کې حلوي لکه :عضوي محللات، بنزين ،ايستر اوداسي نور الکتروليت Electrolyte

    ټول هغه مرکبونه چې په اوبو اوياپه بل قطبي محلل کې برق ته جريان ورکړي دغه مرکب ته الکتروليت مرکب وايي. 

دمحلول برقي هدايت : په غير قطبي حل کوونکې کې دغير الکتروليت موادو محلول برق نه تيروي اوپه قطبي حل کوونکو کې الکتروليتي مواد مرکب برق ته جريان ورکوي نوله دي څخه معلوميږي چې الکتروليت مرکب په محلول کې دايونو په حالت وي چې دايونو په واسطه برق جريان پيدا کوي . الکتروليت محلولونه :

   په اوبو اونوروقطبي محلولونو کې د (تيزاب ،قلويات ،مالګې )محلولوته الکتروليت محلولونه وايي .

ايوني کرستل دحل کيدو په وخت کې دمحلل دماليکول مثبت قطب په کرستل کې منفي ايون ته دمحلل ماليکول منفي قطب په کرستل کې مثبت ايون ته نږدي کيږي ،د محلل ماليکولونو او د کرستل دايونونو تر مينځ متقابل جذب په نتيجه کې کرستلي جالۍ ړنګ کيږي ،او ايونونه محلول ته داخليږي او په محلول کې هر ايون دمحلل دماليکولو په واسطه سلويټ کيږي او په دي ترتيب دکرستلي الکتروليت محلول جوړيږي .

په محلول کې ايويونه په کرستل کې ايونونه


غيري کرستلي مواد چې قطبي ماليکولونه لري دمحلل دقطبي ماليکولوترتاثير لاندې په مثبت اومنفي ايونونو انفکاک کوي .لکه :په اوبو کې (HCl) الکتروليتي انفکاک داسې صورت نيسي



په الکتروليتي محلولو کې کيمياوي تعاملات

    دالکتروليتي محلول په منځ کې کيمياوي تعامل په لاندي حالاتوکې ممکن وي 

١_ که دتعاملاتو حاصلات رسوب وکړي.

 ماليکولي معادله عبارت ده له :


ايوني معادله عبارت ده له :



پايله


٢_ که دتعامل د حاصلاتو څخه يوياڅو مرکبونه ضعيف الکتروليت وي ماليکولي معادله يې په لاندي ډول ده.


او ايونى معادله يې عبارت ده له،


                                پايله

٣_که دتعامل حاصلاتوڅخه يوياڅوګازات وي . ماليکولي معادله يې عبارت ده له :


ايوني معادله يې عبارت ده له


                     پايله               

قوي الکتروليت :

    قوي الکتروليت ديو الکتروليت ډيسوسيشن دمساوي توازن په پيښې پورى اړه لري په دى مانا چې يو الکتروليت کيداى شي چې مختلف ډول په مختلفه پيمانه ډيسوسيشن وکړي دا د الکتروليت په ډول اوپه عين حال کې دالکتروليت په ګاټوالي اوتودوخې پورې اړه لري د ډيسوسيشن شووماليکولونو شميردډيسوسيشن دګراد (الفا) په مرسته معلوميږي د ډيسوسيشن ګرا د (الفا)کيداي شي چې په يوه برخه دوه برخي اويافيصدي باندي ټاکل کيږي 



د مثال په ډول  يو نارمل دمالګې تيزاب په ١٨ سانتي ګريد کې ددومره برق تيرولو توان لري

چې هغه ٠،٧٨او يا٧٨ فيصده ډيسوسيشن دګرادسره مساوي دي ډيسوسيشن ګراد څخه کولاي شوچې دبرق دتيرولو توان ځان ته معلوم کړو ځکه چې دبرق تيرولو توان دمحلول په ګاټوالي په ازاد ډول سره دايونونوپه حرکت پوري اړه لري. چې په لاندي جدول کې مونږته دځينو الکتروليتي مرکباتو لکه دتيزابو اوالقليو دډيسوسيشن ګراد يونارمل محلول په ١٨ سانتي ګريد کې راښي دځينومرکباتود ډيسوسيشن (Dissociation )د انفکاک درجه :

               نوم	                فارمول	 ډيسوسيشن ګراد%
ښوري تيزاب	 

72%

مالګې تيزاب	  
             78%
ګوګړو تيزاب 	                 
     51%          
فاسفورس تيزاب	                    

17%

سرکې تيزاب	         

0,4%

پوتاشيم هايدرواکسايد	                   

77% سوډيم هايدرواکسايد 73% امونيم هايدرواکسايد 0,4%

          دډيسوسيشن درجه دمحلول درقيق والي په لوړيدوسره لوړيږي دمثال په توګه سل فيصده (%١٠٠) دګوګړوتيزاب نږدي هيڅ ايون نه لري نوهرڅومره چې دګوګړوتيزاب داوبو په مرسته باندي رقيق کيږي نودهغه اندازه دتجزيه شوو ماليکولو شميريې ډيريږي دګوګړو تيزابو په رقيق والي سره دګوګړوتيزابو دبرق تيرولو توان اوهم يي درابطه کولو ميل په مقابل دغير نجيبه فلزونو کې ډيريږي دتودوخي په لوړيدوسره دډيسوسيشن ګراد هم لوړيږي په دي اساس دلوړيدو دحرکي انرژي دماليکولو تجزيه پرايونونو لوړيږي نوپه پورته ذکرشوي اساس سره دالکتروليت دبرق دتيرولو توان دتودوخي په لوړيدوسره لوړيږي که چيرته وغواړو چې دمختلفو الکتروليتو نو دډيسوسيشن ګراديودبل سره مقايسه کړو نوبايد چې ګاټوالي اوتودوخه يې دنوموړي الکتروليتو سره مساوي وي 

الکتروليتونه دتفکيک ددرجي په اساس په دريو ګروپو ويشل شويدي لومړي ګروپ: قوي الکتروليتونه :

    دقوي الکتروليتونو دتفکيک درجه د٠،١ څخه تر٠،٠١ نارمل محلولونو له %٣٠ څخه ډير وي لکه      تيزابونه اوهمدارنګه ځيني قلوګاني لکه :

اوپه اوبو کې منحلي مالګې دقوي الکتروليتونوجملي څخه دي هغه الکتروليتونه چې په محلول کې په مکمل ډول تجزيه کيږي دقوي الکتروليتونو په نوم ياديږي



دوهم ګروپ:

متوسط الکتروليتونه :
    هغه الکتروليتونه چې دتفکيک درجه يي دقوي اوضعيف الکتروليتونو ترمنځ وي دمتوسطه الکتروليتونوپه نوم ياديږي .




دريم ګروپ : ضعيف الکتروليتونه : غـــــــــــــــير عــــــــــــــضوي تيزابـــــــــــــونه لکه : اوهمدارنګه امونيم هايدرواکسايد دضعيف الکتروليتونو له جملي څخه د‌ى ضعيف الکتروليتونه په محلول کې په مکمل ډول تفکيک نه کوي اوهمدارنګه ضعيف الکتروليتونو دتفکيک درجه د ٠،١ څخه تر٠،٠١نامل محلولونو کې له دي ٣٠% څخه زيات تجاوزنه کوي، لکه تيزابونه اوامونيم هايډرواکسايد اونوري عضوي قلوي ګاني اوتيزابونه دضعيف الکتروليتوله جملي څخه دي بايد داخبره زياته کړو چې په محلول کې دالکتروليت دغلظت په زياتيدوسره دانفکاک درجه کميږي لکه چې غليظ کې دهايدروجن دمثبت ايونو مقدارتقريبا صفر دي نوځکه دګوګړوغليظ تيزاب داوسپني سره تعامل نه کوي اوپه همدي لحاظ داتيزاب داوسپنوپه ټانکېوو کې انتقال اوساتل کيږي.


دالکتروليت انفکاک درجه دتجربو له مخي معلومه شوي ده چي الکترولتيکې ايونايزيشن د قطبي محلل او د ماليکولونو اودحل شوي مادي دزرومتقابل عمل له مخي صورت نيسي په محلول کې الکتروليتيکي تجزيه دالکتروليت دماليکولونو اومحلل له قطبي ماليکولونو (اوبه ) دپيچلي فزيکي اوکيمياوي متقابل عمل له مخي صورت نيسي، که دسوديم کلورايد کرستل په اوبو کې واچووهغه وخت هغه ايونونه چې دهغوي په سطحه قرار لري داوبو ماليکولونه خپل لوري ته کشوي داوبوماليکول منفي قطبونه دسوديم دايونونوخواته اومثبت قطبونه يي دکلورين ايون طرف ته جذبيږي که چيرته ايونونه داوبو ماليکولونه خپل طرف ته جذب کړي په دي صورت کې داوبوماليکولونه په عين قوت سره ايونونه خپل لوري ته جذبوي اوپه عين وخت کې داوبوکش شوي ماليکولونه داوبودنوروماليکولونوسره حرکت په وخت کې ټکر کوي چې دغه ټکرونه په کرستلونو کې دايونونوداهتزازي حرکت سره دکرستلونو څخه دايونونو دجلاکولواو دهغوي ليږدولو لپاره محلول کافي دي دلومړي طبقي وروسته دوهمي طبقي ايونونه محلول ته داخليږي په همدي ډول په تدريجي شکل کرستل حل کيږي اوپه پاي کې دحل شوو مالګوتجزيه چې کرستلونه ايوني جوړښت لري په دي ډول تجزيه کيږي په عمومي شکل په اوبو کې سوديم کلورايد دانحلال عمليه دټيپک ايوني رابطي لرونکي دي کولاي شوچې په لاندي بڼه ېي وليکو.

          دقطبي ماليکولونو چې قطبي کوولانسي رابطي لرونکې دهغوي تجزيوي جريان په بل ډول دي داوبو ماليکولونه چې دقطبي ماليکولوپه انجامونو پوري جذبيږي دهغوي دقطبونو دانشعاباتو سبب ګرځي دانفکاک دعملي دمقدار ډاينامي لپاره دانفکاک درجه اودانفکاک ثابت ډير زيات اهميت لري دالکتروليت دانفکاک درجه (d)په ايونونو باندي دتجزيه شوى ماليکولونه (n)اودالکتروليت دعمومي ماليکولونه (N) چې محلول ته داخليږي دنسبت سره مساوي ده.
دالکتروليتونو دانفکاک درجه دمحلولونو دغلظت پوري اړه لر ي دغلظت په کميدوسره هغه زياتيږي ځکه چې دغلظت په کميدوسره په محلول کې دايونومتقابل عمل صورت نيسي ، چې دماليکول دجوړيدوسبب کيږي معمولا دانفکاک درجه په(0,1N)محلولونو کې پيدا کوي په مشابه ډول اليکتروليتيکي انفکاک دثابت په واسطه مشخص کيداي شي څرنګه چې داعمليه يورجعي عمليه ده نودلته کيداي شي چې دکيمياوي تعادل قوانين وکارول ش(MA) مادي لپاره چې دلاندي معادلي په مطابق تجزيه کيږي 


MA M+A

دتعادل دانفکاک ثابت دلاندي معادلي له مخي محاسبه کيږي


دلته د او ايونونو مولري غلظتونه او(MA)دنه تجزيه شوي ماليکولونو غلظت افاده کوي ترټولو دمخه الکتروليت انفکاک درجه داليکتروليت په طبيعت پوري اړه لري، دمالګو تيزابو اوقلوياتو په عين غلظت سره دمختلفو اوبلنو محلولونو دانفکاک په ايونونو باندي په مختلفو درجوصورت نيسي .دمثال په ډول که دHCl او محلولونه واخلو دHClدانفکاک درجه په عين محلول کې %٩٢ اودسرکي تيزاب (١،٣) %ده الکتروليتونو په باره کې همداچلن داامکان راکوي چې اليکتروليتونه په قوي اوضعيفو ويشو.


داليکتروليت دانفکاک ثابت : لکه چې مخکې مو وويل ضعيف الکتروليتونه مکمل انفکاک نه کوي او دداسي موادو انفکاک يو رجعي جريان دي چې دتودوخي په معينه درجه کې دغه جريان تعادل حالت نيسي مثلا دسرکي دتيزابو دالکتروليتيکي انفکاک په پام کې نيسو.


په پورتني افاده کې (KD )د الکتروليت دانفکاک ثابت اولوي قوس } {کې دموادو دتعادل حالت غلظتونه [ ] ليکل کيږي که دسرکي تيزابو لومړني غلظت Cموله وي دتعادل برقرار کيدو ترلحضي پوري ددغه تيزاب موله تفکيک شوي وي نودتعامل په وخت کې ليکلي شو چې.





په اخري افاده کې ديوالکتروليت دانفکاک درجه اوانفکاک ثابت ارتباط ښي په ضعيف الکتروليتو کې 1) ، ( نودضعيفوالکتروليتونولپاره ليکلي شو) c = KD ( له دغي افادي څخه معلوميږي چې که الکتروليت غلظت کميږي نودالکتروليت انفکاک درجه لوړيږي يعني دالکتروليت انفکاک زياتيږي پورتنۍ معادلي د استوالددرقت قانون بيانوي دايونونوفعاليت : دايونونوفعاليت هغه موثر غلظت ته ويل کيږي چې دهغه په واسطه ايونونه په کيمياوي تعاملاتوکې برخه اخلي په دي ترتيب دايونوفعاليت حقيقي غلظت نه بلکي شرطي غلظت دي دايون فعاليت (a) اوحقيقي غلظت ترمنځ معينه رابطه موجوده ده دلاندي معادلي په واسطه ښودل کيږي F.c a=

مثلا M                   0,1 

دمالګي تيزاب په) HCl ( محلول کې دهايدروجن غلظت 0,0814 دي .دفعاليت قيمت داپه ګوته کوي چې په کيمياوي تعاملاتو کې دهايدروجن دايونوغلظت 0,0814 دي سره له دي چې دهايدروجن حقيقي غلظت دفعاليت ضريب يې محاسبه کوو الکتروستاتيک قوتونوتاثير Fa قيمت په واسطه ښودل کيږي مثلا که Fa قيمت له يو څخه کم شي) ( په محلول کې الکتروستاتيک قوتونوتاثير ډير دي په داسي محلولو کې ايونونه ازادحرکت نه شي کولاي که دهايدروجن د ايونونوفعاليت ضريب له يو سره مساوي شي (Fa =1) دايونونودفعاليت دهغو حقيقي غلظت سره مساوي دي (a=c) په دي حالت کې يواځي ضعيف الکتروليتونو په محلولو کې اوپه ډير رقيق قوي الکتروليتوکې ليدل کيږي همدارنګه دفعاليت ضريب دپردي ايونونوپه غلظت پوري چې په محلول کې موجود دي هم اړه لري دالکتروليت الکتروستاتيک قوتونو تاثير دايونونو ترمنځ دايوني قوو په واسطه په محلول کې ارايه کيږي .

دمحلولونو ايوني قوه (M)

دقوي الکتروليتونو دتيوري پرمختيا ددي سبب شوه چې دايوني قوي قانون دامريکايي (G.N.lewis) ليوس او M.Rendle رينډل په واسطه (1921) م کال کشف کړي دي داقانون داتوضيح کوي چې ديوالکتروليت دفعاليت ضريب په ټولو رقيقو محلولونو کې يوشان ايوني قوه لري ديومحلول ايوني قوه( M)دټولوايونونو دغلظتونو مجموعه ضريب دايونونودچارچ په مربع اوتقسيم په دوه باندي داسي ښيو .


په دې معادله کې دځانګړوايونونوهغه مولاري ي غلظت چې په محلول کې موجود دى او د دايونونو چارجونه افاده کوي . مثلاَ ايوني قوه په

محاسبه کړو. a جز حل:


b- جزحل:


مثال :


ايوني قوه په او په مخلوط کې محاسبه کړۍ؟

حل:





دايوني قوي (M) په زياتيدو دفعاليت ضريب کميږي په لاندي جدول کې



په لاندې جدول کې دفعاليت دضريب قيمتونه دځيني ايونونو لپاره چې مختلف چارچونه لري افاده شوي دي .

                                                دفعاليت ضريب Fa
 څلور چارجه ايون	  درى چارجه ايون	   دوه چارجه ايون	ا   يوچارجه ايون	ا   ايونيک قوه

0,678 0,802 0,903 0,975 0,0005 0,58 0,73 0,870 0,964 0,001 0,45 0,640 0,805 0,945 0,0025 0.25 0,44 0,67 0,900 0,01 0,1 0,32 0,55 0,855 0,025 0,06 0,24 0,45 0,81 0,1 0,03 0,08 0,24 0,76 0,2

ايونيکې قوه اودفعاليت ضريب په رياضيکې ارتباط په يو محلول کې د(P.Debye) او(E.Hiickel) پوهانو په واسطه په 1923 م کال وموندل شو دهغه ارتباط دمحلول دغلظت په مختلفو فارمولونو کې افاده شوي دي دهغوي دمحلولونو لپاره چې غلظت يي (0,01M) تر(0,05M) نورماله پوري وي دفعاليت ضريب يي F) ( په دي فارمول کې محاسبه کيږي

هغه محلولونه چې غلظت يي له (0,1) څخه تر) (0,5 نورمال پوري وي (F) محاسبه په لاندي فارمول سره کيږي

په ډيروغليظو محلولونو کې منحل الکتروليت دمحلل له ماليکولونو سره تعامل کوي دايونونو ديسوسنيشن صورت نيسي اوپوليميرک ماليکولونه جوړوي نوپه دي هکله (F) محاسبه کول مغلق کيږي مثال :هايدروجن دايونونو) ( فعاليت په (0,1M) دسرکي په تيزابو کې اويوليټر (0,05M) سوديم اسيتات کې محاسبه کړي دقوي الکتروليت يعني (CH3COONa) په نظر کې نيولوسره دسرکي تيزابو ديسوسيشن په دي ډول دي

په دي معادله کې دغلظت دقيمتونو په عوض فعاليتونه ليکو

K دترموډيناميکي ثابت په نامه ياديږي دسرکي دتيزابو داثابت      مساوي له   1, 74.10 سره ده پورتني معادله حلوو 
  
دغير ايوني ماليکولونو دفعاليت ضريب  
سره  مساوي ده اودهغوي غلظت سره مساوي ده هغه درياضي له نظره داسي افاده کيږيa=F.c=1.c=c  ديادولو وړ ده چې داحالت په قوي الکتروليت محلولونو کې چې ډيررقيق شوي وي هم ليدل کيږي همدارنګه دفعاليت ضريب دټولو پردي ايونونو په غلظت پوري هم اړه لري الکتروستاتيک دجذب قوي تاثير دايوني قوي په واسطه ليدل کيږي .

دهايدروجن دايون اوهايدروکسيل (PH,POH) مشخصي اوداوبو انفکاک: کيمياوي تعاملات هغه تعاملات چې په تحليلي کيمياکې صورت نيسي معمولا داوبوپه محيط کې قرارلري ددي سببه لازمه ده چې داوبو خواص په غورسره مطالعه شي اوبه يوضعيف الکتروليت دي اوپه ډير کم مقدار ايونايز کيږي

دهايدروکسويم ايون په عوض (H) استعمالوو دهايدروجن ايونونه په محلول کې په ازاده توګه موجود نه وي بلکي داوبو له ماليکولو سره دهايدرونيم ياهايدروکسونيم) O H ( ايون اوOH ايون منځته راوړي ولي داسانه ليکلو په خاطر(H) په شکل ليکل کيږي




دH اوOH ايونوغلظت چې دخالصواوبوبرقي هدايت په اساس په محاسبه شوي مساوي دي.

اوبو دايونايزيشن يابرقي تفکيک يورجعي تعامل دي اونورورالکتروليتونوپه شان دکتلي دعمل قانون په هغه باندي تطبيق کيږي

ديوليټراوبو کتله په  25C له (998gr) سره مساوي ده دااعداد داوبوپه ماليکولي کتلي باندي تقسيموو اودهغوي دمولونوشمير محاسبه کوو

وروستۍ معادله په دې شکل هم ليکلى شو

دذکرشوي معادلي څخه معلوميږي چې هرڅومره[H]او[OH]دايونونوغلظت بدلون وکړي دهغوي دضريب حاصل په اوبواوياداوبو رقيق محلول کې بدلون نه کوي داوبو دايونونودضريب حاصل په نامه ياديږي دهرمحلول خواص ياتعامل کولاي شو چې دهايدروجن غلظت په واسطه توزيح کړو د OH دايونوغلظت دتيري شوي معادلي په مرسته محاسبه کوو

په خنثي محيط کې دهايدروجن مثبت ايون دهايدروکسيل منفي ايونو غلظت ته ډير دي


يا


په قلوي محيط کي دهايدروجن دايونوغلظت نسبت په هايدروکسيل ايونوغلظت ته ډير دي يعني


                                             يا                                            

اوهمدارنګه په لنډتوګه ليکلاي شو

په خنثى محلول کې په تيزابې محلول کې په قلوې محلول کې

معمولا په عمل کي دمحلول محيط دهايدروجن دمثبت ايون دغلظت په واسطه نه ښودل کيږي بلکي د(PH) په واسطه مشخصيږي اودهغه دهايدروجن دايونونودغلظت دمنفي لوګاريتم څخه عبارت دي


په خنثى محيط کې په قلوې محيط کې په تيزابې محيط کې


 10-13 10-14                                                                             

10-1 10-2 10-3 10-4 10-5 10-6 10-7 10-8 10-9 10-11 10-12 قلوي محيط خنثي محيط تيزابي ميحيط

همدارنګه (POH) دلاندي فامول په واسطه محاسبه کولاي شو


که چيرته دپورتني معادلي څخه لوګاريتم واخلو وبه لرو چې) PH+POH=14(25c په خالصواوبو کې د(H) او(OH)غلظت ډيريږي اوله 10دفعاليت ضريب هم په داسي اوبو کي مساوي1) (سره دي يعني PH=POH=7په همدي لحاظ د(H) او(OH) دايونونوفعاليت دهغودغلظت سره يوشان دي


په ضعيفوالکتروليتو کې PH اوPOH پرته دايونونودفعاليت په نظر کې نيولوسره محاسبه کيږي ځکه چې د(H)او(OH)ايونونودفعاليت ضريب تقريبا(1)ته نږدي دي دقوي الکتروليتونوپه هکله قوي تيزابونه اوقوي قلوي ګاني .دمحلول ايوني قوه له صفر څخه ډيره ده له دي کبله دهايدروجن دايونونودفعـــــاليت ضريب (1)سره نه شي مساوي کيدلي نوځکه که چېري دهايدروجن دايونودفعــــاليت څخه صرف نظر وشي غلطه نتيجه به لاس ته راشي په داسي مواردو کې د PHفعاليت له ضريب څخه استفاده کولوسره محاسبه کيږي .



داوبو انفکاک يوه اندوترميک پروسه ده دحرارت مصرفولوپه واسطه سرته رسيږي له دي کبله له لي شيټيلر (L.Chatelier) پرنسيپ په مطابق دحرارت دزياتوالي په اثرداوبوانفکاک دايونونودتشکيل خواته صورت نيسي په نتيجه کې Kwقيمت هم ډيريږي مثلا دحرارت زياتوالي له داوبودايونونودضرب حاصل 500 واريي ډيريږي..






         حرارت                                Kw =                 =       

0,33. 0,11.

0 

0,54. 0,3. 10 0,68. 0,46. 15 0,83. 0,69. 20 1,0. 1,0. 30 1,2. 1,48. 40 1,45. 2,09. 50 2,34. 2,95. 60 3,09. 5,5. 70 5,0. 25, 80 7,4. 38,0. 90 7,41. 55,1. 100

په لاندې جدول کې Kw  قيمتونه په مختلفو درجو دحرارت کې. 




لاندې جدول د هايدروجن او دهايد روکسيل دايونونو دمحاسبي فارمول په تيزابي او قلوي محلولو کې راپه ګوته کوي . الکتروليت


اوبه

قوي تيزاب قوي قلوي ضعيف تيزاب

ضعيف قلوي

دهايدروجن دايونونومحاسبه کول ديوقيمته تيزابونوپه محلولونو کې قوي يوه قيمته تيزابونه مثلاHcl , HNO اوداسي نورپه مکمل ډول په لاندي توګه ښودل کيږي


دقوي يوقيمته تيزابونو په محلول کې دهايدروجن دايونونوغلظت تقريبادتيزاب دغلظت سره مساوي دي يعني [H]+=CHAN

دهغه تيزاب يااسيدڅخه نمايندګې کوي چې غلظت يي gr/mole

مثال: په 0,05N دمالګې په تيزابوکې دهايدروجن د ايونونوغلظت سره برابر قبلوو {H+}= CHCl = 0,05N = 0,05gr/mole = 5.10-2gr ion/L PH = -log [H+] = -log 5 .10-2 = - (-2+log5) = 2 –log5

= 2 –log5 .log5 = 0, 70 =>PH = 2 – 0, 7 = 1, 3

B-دهايدروجن دايونونو غلظت محاسبه کول په يو قيمته ضعيف تيزابو په محلول کې ديوقيمته ضيف تيزابو لپاره دتفکيک او ثابت معادلې ليکو: HAN [H]++[AN]-


دتفکيک شويو ماليکولونو غلظت په ( x ) اونه تفکيک شويو ماليکولونوغلظت په افاده کوو

داچې دتفکيک شويو ماليکولو غلظت نسبت د تيزابو عمومي غلظت څخه په محلول کې ډير کم دي چې کولاي شو د(x) دقيمت نه صرف نظر وکړو.


پورتني قيمتونه د انفکاک په معادله کې وضع کوو .

C. دهايدروجن دايونونودغلظت محاسبه کول دڅوقيمته ضعيف تيزابونوپه محلول کې ضعيف تيزابونوپه څومرحلوکې د ديسوسيشن ياتفکيک کيږي مثلا

 1- 
2

دڅوقيمته ضعيف تيزابونوپه محلولونو کې يواځي تفکيک لومړي مرحله په نظر کې نيول کيږي مثلا ځکه چې په اکثره مواردو کې دتفکيک لومړۍ مرحله ( ) نسبت دوهمي مرحلي ته ( ) زر واري ډير دي . D – هايدروکسيل دايونونو او POH محاسبه په قوي قلوي کې ( ) غلظت او POH محاسبه کول د ه غلظت اوPH په شان په محلولونو کې صورت نيسي. قلوي په ( K+OH) د هغه غلظت او د انفکاک ثابت يې سره ښودل کيږي ،د قوي قلوي په محلول کې د دايونونو غلظت په او د انفکاک ثابت يې سره ښودل کيږي د قوي قلوي په محلول کې دايونو غلظت دقلوي عمومي غلظت سره مساوي دي .




پايله

    محلولونه ،چې دټولوژونديو موجوداتو،انسانانو،حيواناتواو

نباتاتو لپاره حياتي ارزښت لري.محلولونو ددوه اجزاو درلودنکي دي،چې يو ته يې حل کوونکې او بل ته يې حل کېدونکې وايي .دغه محلولونه په دوه برخو ويشل کېږي ،چې يو يې الکتروليت محلول اوبل يې غير الکتروليت محلول دى. ټول هغه مرکبونه ،چې په اوبو کې او ياپه بل قطبي محلل کې برق ته جريان ورکړي دغه مرکب ته الکتروليت مرکب وايي يعنې الکتروليت محلول هغه محلول ته وايي ،چې دبرق جريان ورڅخه تيريداى شي .دالکتروليت محلول په منځ کې کيمياوي تعاملات صورت نېسي که چيرته دتعاملاتو حاصلات رسوب وکړي نو ماليکولي معادله يې عبارت ده له : دالکتروليتونو له جملې څخه يو هم قوي الکتروليت دى ،چې دغه قوي الکتروليت ديو الکتروليت (Dissociation) دمساوي توازن په پيښي پوري اړه لري په همدي ترتيب الکتروليتونه دتفکيک د درجي په اساس په دريو ګروپو ويشل شوي دي چې عبارت دي له قوي الکتروليتونه ،متوسط الکتروليتونه او ضعيف الکتروليتونه دقوي الکتروليتونوو د تيوري پرمختيا د دي سبب شوه چې دايونې قوي قانون د امريکايي((G,N,Leuis او (M,Rendle) عالمانو په واسطه په ١٩٢١ م کال کې کشف کړى داقانون دا توضيح کوي چې ديو الکتروليت دفعاليت ضريب په ټولو رقيقو محلولوکې يو شان ايوني قوه لري . دهايدروجن ايون او د هايدروکسيل مشخصات او د اوبو انفکاک ټول هغه تعاملات چې په تحليلي کيميا کې صورت نيسي معمولا داوبو په محيط کې قرار لري له دي امله اوبه يو ضعيف الکتروليت دي او په ډير کم مقدار ايونايز کېږي .



تقريظ دمحترم بازمحمد(بابر) د تهيه شوي موضوع د(الکتروليت مرکباتو) دسرليک لاندي دپيل څخه تر پايه په غور او دقت سره ولوستله او په علمي الفاظو ليکل شوي ده اوهمدارنګه الکتروليت مرکبات په کې په ښه څيړنيز ډول تشريح شوي دى اونوموړي خپله موضوع د معتبرو اوغوره منابعو څخه لاس ته راوړي ده دغه علمي رساله دکيمياد څانګي مينوالو ته يو ګټور اثر بولم زه دموضوع تائيدوم دمحترم بازمحمد (بابر) ته د سپيڅلي رب څخه ورته د ژوند په ټولو چارو کې سرلوړي او کاميابي غواړم .

په درنښت


پوهنيار معصوم خان (قيومي )