الي ویزل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الي ویزل (د زیږون پر مهال یې نوم الیزر ویزل و؛ زوکړه: د ۱۹۲۸ زکال د سپټمبر ۳۰مه – مړینه: د ۲۰۱۶ زکال د جولای ۲مه) رومانیايي الاصله امریکايي لیکوال، پروفیسور، سیاسي فعال، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی او د هلوکاسټ څخه ژوندی پاتې شوی کس و. هغه ۵۷ کتابونه لیکلي چې ډیری یې په فرانسوي او انګریزي ژبو دي؛ په دغه کتابونو کې د شپې (Night) په نامه اثر هم شامل دی چې د اجباري کار په شویتس او بوخن والت کمپونو کې یې د یوه یهودي بندي په توګه د خپل ژوندانه تجارب په کې بیان کړي. [۱][۲][۳]

نوموړی په بوسټون پوهنتون کې د انساني علومو ښوونکی و، چېرې چې د هغه په ویاړ د یهودي مطالعاتو په برخه کې د الي ویزل مرکز پرانیستل شو. هغه د یهودي موخو او بشري حقونو په برخه کې هڅې کولې او په واشنګټن ډي سي کې یې د هلوکاسټ د یاد ژوندي ساتونکي موزیم (United States Holocaust Memorial Museum) په جوړولو کې مرسته وکړه. د خپلو سیاسي فعالیتونو په ترڅ کې یې په یو شمېر سیمو لکه په سویلي افریقا، نیکاراګوا، کوسوو او سوډان کې د ظلم او استبداد د قربانیانو د حقونو لپاره مبارزه کوله. هغه په ۱۹۱۵ زکال کې په ښکاره ډول د ارمنیانو نسل وژنه وغندله او د خپل ژوندانه په اوږدو کې د بشري حقونو پیاوړی ملاتړی پاتې شو. په ۲۰۰۲ کې د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هغه د «مهم امریکايي یهودي» په توګه توصیف کړ. [۴]

ویزل په ۱۹۸۶ زکال کې د سولې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د نوبل نارویژۍ کمیټې هغه «بشریت ته پیغام راوړونکی» وباله. دغې کمېټې همدارنګه ټینګار وکړ چې د ویزل ژمنتیا هماغه مهال د یهودي وګړو له ستونزو سرچینه اخیسته، خو هغه خپلې هڅې تر دې کچې پراخې کړې چې ټول ځپل شوي وګړي یې په کې راونغاړل. نوموړی د نیویارک د بشري حقونو د بنسټ یو له بنسټګرو غړو څخه و او د خپل ژوندانه پر مهال په هغو کې فعال پاتې شو. [۵][۶][۷]

لومړنی ژوند[سمول]

الي ویزل د رومانیا هېواد د کارپات غرونو په لمن کې د مارامورش ښار په سیګت (اوس مهال سیګتو مرمتسیه ښار دی) برخه کې وزیږېد. نوموړی د سارا فیګ او شلومو ویزل زوی و. د دوی کورنۍ ډېری مهال په کور کې دننه په ییدېش ژبه خبرې کولې، خو له دې سره یې په جرمني، هنګري او رومانیايي ژبو هم خبرې کولای شوې. د ویزل مور سارا د هسیدي یهود او بزګر، ډوډي فېګ لور او ورته د نږدې کلي بوکسکو څخه وه. ډوډي په خپله سیمه کې فعال او باور وړ کس و. [۸][۹][۱۰]

د ویزل پلار شلومو په خپل زوی کې پیاوړی انساني حس رامنځته کړ، هغه یې وهڅاوه چې عبري ژبه زده کړي او ادبیات ولولي، په داسې حال کې چې مور یې د تورات لوستلو ته هڅاوه. ویزل خپله ویلي چې پلار یې د عقل استازولي کوه، په داسې حال کې چې مور یې بیا ایمان ترویج کاوه. ویزل ته دا ویل شوي و چې د هغه نسب خاخام شلومو اسحاق (راشي) ته رسېږي چې د خاخام یشیاهو بن ابراهیم هوروویتز ها-لوي لمسی دی. [۱۱][۱۲]

ویزل د بئاترس او هیلدا په نومونو دوه مشرې خویندې او د تزیپورا په نامه یې یوه کوچنۍ خور لرله. بئاترس او هیلدا له جګړې ژوندې راووتې او دوی له ویزل سره د فرانسې په یتیم خانه کې یوځای شوې. دوی بالاخره شمالي امریکا ته کډه وکړه، چې بائترس بیا د کاناډا د کیوبیک ایالت مونترال ته ولاړه. تزيپورا، شولومو او سارا د هلوکاسټ پر مهال ووژل شول.

له جګړې وروسته د لیکوالۍ مسلک[سمول]

فرانسه[سمول]

وروسته له هغه چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده او ویزل خوشی شو، نوموړی د بوخن والت کمپ څخه له پاتې نورو ۱۰۰۰ ماشومانو سره یوځای د فرانسې اکیوس ته یووړل شو چېرې چې د فرانسې یهودي بشرپاله سازمان (Œuvre de secours aux enfants) د بېرته پیاوړتیا یو مرکز جوړ کړی و. ویزل له هغې کوچنۍ ډلې سره یوځای شو چې له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ ماشومان په کې شامل و او د کوشر امکاناتو او په لوړه کچه مذهبي اعمالو غوښتونکي و؛ دوی په آمبلوی کمون کې د جودیت همندینګر تر پالنې لاندې په یوه کور کې ساتل کېدل. دغه مرکز بیا وروسته په تورني کې پرانیستل شو او تر ۱۹۴۷ زکال پورې یې فعالیت درلود. [۱۳][۱۴]

له دې وروسته ویزل پاریس ته ولاړ او د سوربن په پوهنتون کې یې د فرانسوي ژبې له زده کولو سربېره ادبیات، فلسفه او ارواه پوهنه ولوستل. هغه به د فیلسوف مارتین بوبر او هستي پالونکي ژان پل سارتر لکچرونو ته غوږ نیو او شپه به یې هم د فئودور داستایوفسکي، فرانتس کافکا او توماس مان د آثارو په لوستلو تېروله. [۱۵]

د ۱۹ کلنۍ په عمر یې خبریالۍ ته مخه کړه او په فرانسوي ژبه به یې لیکنې کولې، همدارنګه یې د عبري ژبې درس ورکاوه او د موسیقۍ د ډلې د لارښود په توګه یې هم کار کاوه. هغه د Tsien in Kamf  اخبار په ګډون اسرائیلي او فرانسوي اخبارونو ته لیکنې کولې.[۱۶][۱۷]

په ۱۹۴۶ زکال کې ویزل وروسته له دې چې خبر شو په اورشلیم (د بیت المقدس ختیځ) کې کېنګ ډېوېډ هوټل بمبارد شوی، هڅه یې وکړه چې د ارګون په نامه پټ یهودي خوځښت سره مل شي، خو بریالی نه شو. په ۱۹۴۸ زکال کې هغه د ایرګون د نشریاتو لپاره له عبري ژبې څخه ییدېش ژبې ته مقالې ژباړلې، خو هیڅکله هم له دغه سازمان سره یوځای نه شو. په ۱۹۴۹ زکال کې نوموړي د لارشه (L'arche) په نامه فرانسوۍ ورځپاڼې د خبریال په توګه اسرائیلو ته سفر وکړ. له دې وروسته په پاریس کې د یدیعوت اخرونوت په نامه د اسرائیلي اخبار خبریال وټاکل شو او بیا د هغو ګرځنده نړیوال خبریال هم شو. [۱۸][۱۹]

له جګړې څخه وروسته راتلونکو لسو کلونو کې ویزل د هلوکاسټ پر مهال د خپلو تجاربو اړوند نه بحث وکړ او نه یې هم څه ولیکل. هغه په ۱۹۵۲ زکال کې د ادبیاتو په برخه کې د سولې د نوبل جایزې له ګټونکي فرانسوا موریاک سره له لیدنې وروسته په خپل دغه دریځ کې بدلون راووړ؛ دوی دواړه بیا ډېر نږدې ملګري هم شول. موریاک یو معتقد عیسوي و چې د فرانسې د مقاومت په جګړه کې یې ونډه لرلې وه. هغه ویزل د «مړو څخه د را ژوندي شوي لازروس» سره پرتله کړ. موریاک هغه اړ کړ څو د خپلو لیدلو ناخوالو په لیکلو پیل وکړي. [۲۰][۲۱][۲۲]

ویزل د لومړي ځل لپاره خپل ۹۰۰ پاڼې د خاطراتو کتاب د نړۍ چوپه پاتې شوه (Un di velt hot geshvign) تر عنوان لاندې په ییدېش ژبه ولیکه چې لنډیز یې په بونس ایرس کې خپور شو. ویزل د دغې خطي نسخې لنډیز په ۱۹۵۵ زکال کې د La Nuit تر عنوان لاندې په فرانسوي ژبه هم ولیکه. دغه اثر په ۱۹۶۰ زکال کې د شپې (Night) تر عنوان لاندې په انګریزي ژبه وژباړل شو. د دغه اثر له ابتدايي خپرېدو وروسته څو ځله چاپ او وپلورل شو؛ ورته مهال یې د بیاکتنه کوونکو پام هم ځان ته واړوه چې له امله یې له ویزل سره تلویزیوني مرکې او همدارنګه د سائول بلو په څېر نورو لیکولانو سره ناستې ترسره شوې.[۲۳][۲۴]

د یاد اثر د شهرت د زیاتوالي له امله بالاخره په ۳۰ ژبو وژباړل شو او یوازې په متحده ایالاتو کې ۱۰ میلیونه ټوکه وپلورل شو. یو مهال د فلمونو ډایرکټر اورسن ولز وغوښتل چې له هغو څخه سینمايي فلم جوړ کړي خو ویزل دغه چاره رد کړه ځکه چې احساس یې کاوه چې که چېرې خاطرات یې د کلماتو ترمنځ له چوپتیا پرته وویل شي، خپله معنی له لاسه ورکوي. [۲۵][۲۶]

متحده ایالات[سمول]

په ۱۹۵۵ زکال کې ویزل د یدیعوت اخرونوت اخبار د بهرني خبریال په توګه نیویارک ته کډه وکړه. هغه په ۱۹۶۹ زکال کې له ماریون ارسترروز سره واده وکړه چې هغې بیا د ده ګڼ شمېر آثار وژباړل. دوی دواړو د شلومو الیشا ویزل په نوم یو زوی درلود چې د خپل پلار نوم یې ورباندې اېښی و. [۲۷][۲۸][۲۹]

نوموړي په متحده ایالاتو کې له ۴۰ زیات کتابونه ولیکل چې ډیری دغه کتابونه هلوکاسټ ته اړوند غیرداستاني ادبیات او ناولونه و. نوموړي د لیکوال په توګه ګڼ شمېر ادبي جایزې ترلاسه کړې او د هغه لیکوال په توګه ګڼل کېده چې د شخصي لید له مخې یې د هلوکاسټ په بیانولو کې مهمه ونډه لرله. له همدې امله یو شمېر تاریخ پوهان د معاصرې معنی له مخې د هلوکاسټ د اصطلاح د جوړولو اعتبار هم ده ته اړوند بولي، په داسې حال کې چې هغه احساس نه کاوه چې دغه کلمه دې په کافي کچه هغه تاریخي واقعه توصیف کړای شي. نوموړي په ۱۹۷۵ زکال کې له لیکوال لئونارد فین سره یوځای د مومنټ (Moment) په نامه یوه مجله تاسیس کړه. [۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Recording of Elie Wiesel saying his name at TeachingBooks.net
  2. "NLS Other Writings: Say How, U-X". National Library Service for the Blind and Physically Handicapped (NLS) - Library of Congress. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په January 16, 2006 باندې). Winfrey selects Wiesel's 'Night' for book club.
  4. Distinguished Speaker Series, March 3, 2003
  5. "Elie Wiesl". Human Rights Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر July 25, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Human Rights Foundation Lauds OAS Discussion on Venezuela". Latin American Herald Tribune. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The Nobel Peace Prize for 1986: Elie Wiesel". Nobelprize.org. October 14, 1986. د اصلي آرشيف څخه پر October 16, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 17, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Liukkonen, Petri. "Elie Wiesel". Books and Writers (kirjasto.sci.fi). Finland: Kuusankoski Public Library. د اصلي آرشيف څخه پر January 7, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Life and Work of Wiesel". Public Broadcasting Service. 2002. د لاسرسي‌نېټه August 15, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Elie Wiesel Biography and Interview". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Fine 1982:4.
  12. Wiesel, Elie, and Elie Wiesel Catherine Temerson (Translator). "Rashi (Jewish Encounters)". کينډۍ:ISBN. Schocken, January 1, 1970. Web. October 27, 2016.
  13. Niven, William John (2007). The Buchenwald Child: Truth, Fiction, and Propaganda. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1571133397. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Schmidt, Shira, and Mantaka, Bracha. "A Prince in a Castle". Ami, September 21, 2014, pp. 136-143.
  15. Snodgrass, Mary Ellen. Beating the Odds: A Teen Guide to 75 Superstars Who Overcame Adversity, ABC CLIO (2008) pp. 154–156
  16. Snodgrass, Mary Ellen. Beating the Odds: A Teen Guide to 75 Superstars Who Overcame Adversity, ABC CLIO (2008) pp. 154–156
  17. Sternlicht, Sanford V. (2003). [[[:کينډۍ:Google books]] Student Companion to Elie Wiesel] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Westport, Conn.: Greenwood Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-313-32530-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Wiesel, Elie; Franciosi, Robert (2002). Elie Wiesel: Conversations. University Press of Mississippi. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781578065035. Interviewer: Why after the war did you not go on to Palestine from France? Wiesel: I had no certificate. In 1946 when the Irgun blew up the King David Hotel, I decided I would like to join the underground. Very naively I went to the Jewish Agency in Paris. I got no further than the janitor who asked: "What do you want?" I said, "I would like to join the underground." He threw me out. About 1948 I was a journalist and helped one of the Yiddish underground papers with articles, but I was never a member of the underground. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Elie Wiesel". JewishVirtualLibrary.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Fine, Ellen S. Legacy of Night: The Literary Universe of Elie Wiesel, State Univ. of New York Press (1982) p. 28
  21. Wiesel, Elie. Night, Hill and Wang (2006) p. ix
  22. Snodgrass, Mary Ellen. Beating the Odds: A Teen Guide to 75 Superstars Who Overcame Adversity, ABC CLIO (2008) pp. 154–156
  23. Naomi Seidman (Fall 1996). "Elie Wiesel and the Scandal of Jewish Rage". Jewish Social Studies. 3:1: 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Andrew Grabois (February 25, 2008). "Elie Wiesel and the Holocaust". Beneath The Cover. د اصلي آرشيف څخه پر April 30, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 29, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Elie Wiesel, Holocaust Survivor And Nobel Laureate, Dead At 87", Huffington Post, July 2, 2016
  26. Ravitz, Jessica (May 27, 2006). "Utah Local News – Salt Lake City News, Sports, Archive – The Salt Lake Tribune". Sltrib.com. د اصلي آرشيف څخه پر November 3, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Elie Wiesel". JewishVirtualLibrary.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Elie Wiesel". JewishVirtualLibrary.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Telushkin, Joseph. "Rebbe", pp. 190–191. HarperCollins, 2014.
  30. Wiesel:1999, 18.