اليگارشي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اليگارشي دغه لغت د يوناني ژبې له ״اليگاركيا״ څخه اخيستل شوى چې معنا يې د يوې كوچنۍ ډلې حکومت دى. البته دغه ډله د ټولنې لوړ پوړې غړي دي او د اكثريت نظارت نه مني. په عمومي مفهوم، د يوې كوچنۍ، محدودۍ، استثمارگرې، د نفوذ څښتنې او بډايه ډلې سياسي او اقتصادي تسلط او نفوذ ته اليگارشي وايي. دغه ډله له دولتي قدرت څخه په استفادې، ناراض خلك چې د ټولنې اكثريت تشكيلوي او له دې قدرت څخه د خپلو شخصي منافو له پاره كار اخلي. افلاطون اليگارشي د حكومت ډير فاسد شكل بولي او د ارستوكراسۍ فساد يې گڼي. په موجوده وخت كې كله چې له اليگارشۍ څخه نوم واخيستل شي، مقصد يې له مالي اليگارشۍ څخه دى چې عبارت له هغو انحصاراتو څخه دى چې د امپرياليزم شكل يې نيولى دى.