اليګزانډر ډي سوټو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اليګزانډر ډي سوټو (جولای 28، 1840 – نومبر 11، 1936) يو اسپانوي الاصله امريکايی ډاکټر، بشرپال، او سوداګر و. نوموړی په «سيټل» کې لومړي روغتون، د مذهبي بنسټ له خوا تمويليدونکی لومړی «وای سايډ» روغتون د جوړولو له امله شهرت لري، چې د وروستي روغتون مشري نوموړي له 1898 څخه تر 1904ز کال پورې وکړه. په عيسی مسيح باور لرونکی پروټسټنټ، ډي سوټو د ډېرو بې وزلو، بې کورو، ناروغو، او روږدو کسانو مرسته کول غوښتل، او غوښتل يې داسې يوه سوداګري پيل کړي، چې د هغه د ګڼو بشرپالو پروګرامونو سره مرسته وکړای شي. د خپل سوداګريز مسلک د عروج پر مهال، ډي سوټو په چيلي، پيرو، اسپانيه، شمالي او سويلي امريکا، سويلي افريقا، او مکسيکو کې د کان کيندنو په سوداګريو کې ښکېل و. هغه د ډي سوټو پليسر کان کيندنې شرکت په شریکه جوړ کړی و، کوم چې د واشنګټن په «سنوهومش» ولسوالۍ له بل هر شرکت څخه زياتې کان کيندنې وکړې، او په الاسکا کې د اوبو لاندې کان کيدنې دود کونکی لومړی سوداګر و. د الاسکا هغه ځمکې چې د دې شرکت ملکيت و، په ټوله نړۍ کې غني او ډېرې مجهزې بلل کېدې، په کومه کې چې په 1903ز کال کې د تصفيه کولو تر ټولو ستر ماشينونه (له خټو د سيند د څنډو پاکول) او د حفاري بخاري ماشينونه موجود وو.

ډي سوټو د د لوېديځ ارام سمندر په کارولينا ټاپو کې زېږېدلی و، او په اسپانيه کې يې زده کړه کړې وه. نوموړی په 1862ز کال کې امريکا ته ولاړ، او د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال يې د امريکا د فدرالي سمندري ځواک کې د سمندري ځواکونو د جراح په توګه دنده تر سره کړه. نوموړي د «کاليستي» خوځښت يو مشر و. له 1870 څخه تر 1872ز کال پورې، ډيسوټو په سويډن کې و اوسېدو، چېرته چې هغه د پاچا پنځلسم چارلس د ډاکټر په توګه خدمات وړاندې کړل. وروسته هغه خپله دنده چيلي او پيرو ته انتقال کړه. په 1879 او 1880ز کلونو کې، نوموړي د ارام سمندرګي په جګړه کې د چيلي لپاره د پوځ د جراج په توګه کار وکړ. د ډي سټوټو ژوند هغه وخت بدل شو، کله چې هغه په جوارۍ کې لېوالتيا پيدا کړه، او له همدې امله په مورفين روږدی شو. نوموړی وژغورل شو، او «پروټسټن ازم» يې غوره کړ، د نيويارک د «کريټينټن» او «بليکر سټريټ» مسيحي تبليغي ماموريتونو او وروسته د «بووري» مذهبي تبليغي ماموریت غړی شو. په 1879ز کال کې، ډي سوټو په الاسکا کې د تبشير (د مسیحيت د تبليغ) د يو ماموريت مشري وکړه، دا ماموريت د واشنګټن په سيټل کې پای ته د رسېدو پر ځای، تر «کلونډايک» پورې ورسېد او ناکام شو، چېرته چې ډي سوټو د دې ښار لومړی روغتون جوړ کړ، او د خپل تبشير او بشرپالنۍ کار ته يې دوام ورکړ.

ډي سوټو د خپل تبشير د پروګرامونو د مالي مرستې لپاره نورې سوداګريزې چارې هم پيل کړې وې. نوموړی د الاسکا په لور د اورګاډي پټلۍ د يوې طرحې تر څنګ د کان کيندنې په خپلې سوداګرۍ کې هم ښکېل و. په ابتدايي ډول يوازې د هغه د کان کيندنې سوداګري بريالۍ وه، ځکه چې د «سنوهومش» په ولسوالۍ کې د ګرینايټ فالس کان نوموړي ته ګټه کوله. د ډي سوټو دا پرېکړه چې د الاسکا په ستره پروژه کې بيا پانګونه وکړي، که څه هم په لومړي سر کې ډېره هيله بښونکې وه، وروسته تېروتنه ثابته شوه. ډي سوټو په بريا سره د پانګونې ډېره مهمه پانګه تر لاسه کړه، او الاسکا ته يې د اوبو لاندې کان کيندنې لپاره تر ټولو نوي وسايل ورسول، خو د سوداګرۍ دا نظر ناکام شو، ځکه چې د هغه د کان کيندنې د شرکت له ځمکې څخه ډېر سره زر راونه وتل. په ډي سوټو د ناسم مديرت تور پورې شو، او د څو نورو ناکامو هڅو وروسته، نوموړي د کان کيندنو سوداګري خوشې کړه، او طب ته راستون شو. په 1910ز کال کې، نوموړي د کينګ ولسوالۍ د يوې طبي دندې لپاره هڅه وکړه، خو ناکام شو، او له هغې وروسته سويډن ته ولاړ، چېرته چې هغه له 1910 څخه تر 1915ز کال پورې د ناروی د پاچا لپاره د ډاکټر او غذايي ماهر په توګه خدمات وړاندې کړل. وروسته، نوموړی بېرته نيويارک ته راستون شو. په 1936ز کال کې، د پنځه نوي کلنۍ په عمر، کله چې هغه په يوه تفريحي خصوصي بېړۍ «سنتور» کې د غذا د متخصص په توګه کار کاوه، نوموړی د بروکلين د ګووانوس خليج کې د غورځېدو له امله مړ شو.

په 1920ز لسيزه کې، د ډي سوټو او وي سايډ تبشيري ماموریت او روغتون په ياد کې، د سيټل په واشنګټن سټريټ د عامو بېړيو د درېدو په ځای کې يوه تاریخي دړه او د لنګر نښه نصب کړای شوې وه.

ابتدايي ژوند او کورنۍ[سمول]

ډي سوټو د 1840ز کال د جولای په اته ويشتمه نېټه په کيرولين ټاپوګانو کې زېږېدلی و، چې هغه مهال يوه اسپانوي مستعمره وه. د هغه پلار «فرنينډو ډي سوټو» و چې د بارسيلونا سره نږدې په ډي سوټو شتمنۍ کې په 1791ز کال کې زېږېدلی و، مور يې اتريشۍ »هيډوګ ليونورا ډي سوټو» ( نوموړې په 1862ز کال کې مړه شوې وه) وه. د اليګزينډر پلار د اسپنايې په پوځي ځواکونو کې جنرال و، او یو مهال، د اسپانيې د جګړې وزير و. نوموړي د کارولينا د ټاپوګانو د والي په توګه هم کار کړی، او وروسته د «پورټو ريکو» مرستيال والي و، او وروسته بيا په اتيا کلنۍ کې تر تقاعد پورې د ديپلومات په توګه دنده تر سره کړه.  فرنينډو ډي سوټو په يو سل او يوولس کلنۍ کې ومړ.[۱][۲][۱][۳][۱][۴][۵][۶][۷]

د کورنۍ د شفاهي تاريخ سره سم، اليګزينډر ډي سوټو د هرنينډو ډي سوټو کودی و، څوک چې يو مشهور اسپانوي لوڅاو و، او د مسيسيپي سمندر يې کشف کړی و. تر 1906ز کال پورې، ډي سوټو د هرنينډو د پنځو ژونديو بچيانو څخه يو و، د هغه د ورور په ګډون، څوک چې په روم کې یو کاتوليک پادري و، یوه خور، چې په اسپانيه کې اوسېده، او دوه تربوران.[۸][۹][۱۰][۱۱][۶][۴][۱۲][۱۳][۱۳]

زده کړه[سمول]

ډي سوټو د خپلې زده کړې ابتدايي کلونه د جيسټ په يو کالج کې د بارسلونا سره نږدې په «Sant Quintí de Mediona» کې تېر کړل.[۱۴][۱۵][۶]

نوموړی يو ډاکټر او جراح شو. په مادريد کې د اسپانيې له پوهنتون څخه يې په طب کې د دوکتورا سند تر لاسه کړ، او وروسته د المان په هايډلبرګ کې د زده کړو لپاره ولاړ، چېرته چې هغه د قانون دوکتورا سند تر لاسه کړ. په 1870ز کال کې يې د سويډن په «اپسالا» کې زده کړې وکړې.[۳][۵][۱]

مسلک[سمول]

ابتدايي پوځي، ملکي او طبي مسلک (1862-1880)[سمول]

په 1862ز کال کې، دوه ويشت کلن ډي سوټو د اسپانوي پلاوي (ديپلومات) په توګه د امريکايي بحري تخنيکونو د مطالعې په موخه امريکا ته ولاړ. نوموړي د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال، د متحده ايالاتو په سمندري ځواکونو کې د جراح په توګه کار وکړ. په 1867ز کال کې، ډي سوټو په الاسکا کې د جراح په توګه کار وکړ. په 1868ز کال کې نوموړی بېرته اسپانيې ته ولاړ او د »کارلسټ» خوځښت يو فعال وګرځېد. هغه په اسپانيه کې د 1870ز لسيزې تر لومړيو پورې پاتې شو، تر دې چې د کار او زده کړې لپاره سويډن ته ولاړ.[۱][۸][۶][۱۳][۱][۸][۹][۱۰][۱۶]

له 1870 څخه تر 1872ز کال پورې، ډي سوټو د سويډن په «اپسالا» کې د جراح او پروفيسر په توګه کار وکړ، او د پاچا چارلس پنځلسم (چا چې له 1859 خه تر 1872ز کال پورې واکمني کړې) لپاره يې د ډاکټر په توګه خدمات وړاندې کړل. د 1872 او 1875ز کلونو تر منځ، ډي سوټو خپل طبي فعاليت چيلي او پيرو ته ولېږداوه. په 1879 او 1880ز کال کې، نوموړي د ارام سمندرګي په جګړه، او د چيلي او بوليويايي-پيرويي ايتلاف تر منځ د شخړې پر مهال د چيلي د پوځ د جراح په توګه کار وکړ. د 1870ز لسيزې په وروستيو کې، ډي سوټو د تاش (قطو) لوبو او جوارۍ کې لېوالتيا پيدا کړه، او د المان په برلين کې يې د لنډې مودې لپاره د جوارۍ د مرکز د مدير په توګه کار وکړ. په 1880ز کال کې، ډي سوټو لندن ته ولاړ، له هغه ځايه امريکا ته ولاړ او په نيويارک کې مېشت شو.[۱][۱۲][۶][۸][۹][۱۰][۱][۱۷]

جواري او په نشه روږديتوب (1880-1890)[سمول]

ډي سوټو په 1880ز کال کې په نيويارک کې د استوګنې پر مهال جواري کوله. هغه همدا راز د مورفين په استعمال روږدی شو. وروسته هغه نور هم لېرې لوېديځ ته ولاړ او د کولوراډو د کان کيندنې په مرکزونو کې يې جواري وکړه.[۱۴][۸][۹][۱۰][۱۸][۱][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ ۱٫۷ ۱٫۸ Prosser 1903، v.II, p. 47.
  2. Tewkesbury 1974.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bagley 1916، v.I, p.331.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Standard Union; Dec 3, 1928.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hunt او Kaylor 1917، v.I, p. 268.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ Devine 1905، ص. 287.
  7. Herbert 1960.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ ۸٫۴ Boston Daily Globe; Oct 18, 1897.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ ۹٫۳ Philadelphia Times; Oct 24, 1897.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ Newark Daily Advocate; Oct 27, 1897.
  11. Seattle Daily Times; Aug 3, 1900.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Brooklyn Times Union; Nov 12, 1936.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Morning Oregonian; Oct 20, 1906.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Seattle Post-Intelligencer; Oct 28, 1900.
  15. Warren 1980، ص. 127.
  16. Seattle Daily Times; Nov 7, 1904.
  17. Savannah morning news; Dec 17, 1892.
  18. Philadelphia Times; Nov 7, 1897.
  19. New York Times; Apr 20, 1903.
  20. Page 1960.