Jump to content

اليګزانډرينا کينټاکوزينو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اليګزانډرينا "ډيډينا" کينټاکوزينو (چې په Pallady يې شهرت درلود، همدا راز په اليګزانډرينا ګریګوري کينټاکوزينو يې هم شهرت درلود؛ 20 سپتمبر 1876-1944) يوه رومانيايۍ سياسي فعاله، بشرپاله او ديپلوماته وه، نوموړې په خپل هېود کې د 1920 او 1930ز لسيزې يوه له مخکښو ښځمنپالانو څخه شمېرل کېده. نوموړې د رومانيايي ښځو د ملي شورا او رومانيايي ښځو د ټولنې يوه رهبره وه، د ښځو د نړيوالې شورا د مرستيالې مشرې په توګه يې کار کړی، د ملتونو په ټولنه کې يې د ښځو نړيوال ايتلاف او همدا راز د رومانيې استازولي کړې. په هر حال، د نوموړې ښځمنپال باورونه او نړيواله پېژندګلو د هغې د ملي محافظه کارۍ، له نژادي اصلاح څخه د هغې د ملاتړ او بالاخره د نوموړې له فاشزم سره په ټکر کې شول.

کينټاکوزينو د رومانيې د اشرافیه ټولنې غړې وه، د يو شتمن زميندار «ګریګوري ګيورجي» سره له واده وروسته، کينټاکوزينو د "شهزادګۍ" لقب خپل کړ. د نوموړې د خواص پالنې او ښځمنپالنې هغه د لوړې طبقې خېراتي ادارې SONFR سره يوځای کړه، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د همدې ادارې رئيسه شوه. نوموړې د جګړې پر مهال رنځورپاله وه، د جګړې د يادښتونو د نوښتونو غږ پورته کونکې شوه (د Mărășești د مزار لپاره تر ډېره بريده مسئوله).

د رومانيايي ښځو په ملي شورا کې له ښکېلتيا وروسته، نوموړې په يو شرکتي چوکاټ کې د ښځو د رايې ورکولو د محدود حق پلوۍ وه، د ليبرال ښځو ملاتړ يې له لاسه ورکړ، خو تر څنګ يې له فاشستو سياستوالو سره اړيکې جوړې کړې. د رومانيايي ښځو په ټولنه کې د کينټاکوزينو تګلارې د دويمې نړيوالې جګړې د فاشستو حکومتونو په قانون جوړونه کې راڅرګندې شوې، چې پيل يې د ملي رنسانس محاذ سره وشو.

نوموړې د انقلابي فاشست «ايرن ګارډ« (Iron Guard په رومانيه کې ښو وسله وال خوځښت و) سره خواخوږي درلوده، چې د هغې زوی «اليکو» هم له هغې سره تړاو درلود، کينټاکوزينو د 1941ز کال په لومړيو کې خپل ملاتړ د Ion Antonescu حکومت ته بدل کړ. نوموړې چې مخکې يې د ملتونتو ټولنې ته د هسپانوي کورنۍ جګړې څخه د شويو زيانونو راپور ورکړی و، د 1941ز کال د اوډيسا د ټولوژنې له امله په «اينټونيسکو» نيوکه دلوده. دا د نوموړې وروستی عام مقصد و. د «اينټونيسکو» له سقوط يو څه موده وروسته، په پرتليز ډول په ناڅرګنده توګه، کينټاکوزينو مړه شوه.

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

اليګزانډرينا پيليډي، چې په خپل کورني نوم «ډيډينا» هم پېژندل کېده، د «Ciocănești» په سيمه کې زېږېدلې وه، کوم چې اوس د «Dâmbovița» ولسوالۍ یو کلی دی (خو په 1876ز کال کې، لا هم د Ilfov ولسوالۍ برخه وه). د معلوماتو تر مخې د هغې د زېږېدو نېټه د 1876ز کال د سپتمبر شلمه ده، خو يو شمېر سرچينې په تېرېوتنې سره دا 1877 يا 1881ز کال ښيي. [۱][۲]

نوموړې له زېږېدو سره سم د لوړې طبقې «بوير» غړې وه: پلار يې، ډګرمن «تيودور پيلاډي» (1847-1853-1916)، د مولداوي له ختيځې سيمې (او پخواني ايالت) سره اړيکه لرونکی رئیس و، د رمانيې په ځمکنيو ځواکونو کې يې يو حيثيت خپل کړی و؛ مور يې، چې د هغې نوم هم اليګزانډرينا و (1845/1848-1881)، د والاچيا سره اړيکه درلودونکې «کريټزوليسکو بوايريس» وه، او د زياتې ځمکې وارثه وه. د پيلاډي د مور په واسطه، اليګزانډرينا د يو بل «بوير» کور له زوزات څخه وه، چاچې په Ciocănești کې يوه ماڼۍ درلوده (بوير Boyar يوه د لوړ حيثيت لرونکې فرقه وه).[۳][۴]

له دې واده څخه يې ټول څلور بچيان وزېږېدل، خو اليګزانډرينا يوازينۍ وه چې په کوچنيوالي کې ژوندۍ پاتې شوه. له «ماريا سټامټياډ» سره د يوې يارانۍ په پايله کې، «تيوډور پليډي» د «Alexandru Teodor "Al. T." Stamatiad» (په 1885ز کال کې زېږېدلی و) په نوم يو زوی درلود، چې په راتلونکي کې سمبولسټ شاعر خپرونکی شو. د اليګزانډرينا د پلار کورنۍ يو شمېر نور مهم فکري شخصیتونه هم پیدا کړل: تيوډور ايانکو پيلاډي، چې ماډرنسټ انځورګر و، او اداکاره لوسيا سټرډزا-النډرا، د ډګرمن پيلاډي د ورور بچيان وو، او په دې ډول د اليګزانډرينا او Al. T. Stamatiad د تره بچيان کېدل.[۵][۶][۷]

په 1881ز کال کې د خپلې مور له مړينې وروسته، د پنځه کلنې اليګزانډرينا پالنه د هغې ترور «ايليزا ګيکا» وکړه، او د اليزا مېړه Vladimir M. Ghica په اولادتوب ونيوله. د ګيکا په پيسو، نوموړې وکولای شول چې له هېواده بهر په فرانسه کې زده کړې وکړي. په 1899ز کال يا په دې شا اوخوا کې، کله چې اليزا ګيکا مړه شوه، اليګزانډرينا پيلاډي-ګیکا د رومانيې په پلازمېنه بخارست کې اوسېده، چېرته چې نوموړې د هيله من سياستوال «ګریګور ګيورګي کينټاکوزينو» سره واده وکړ، څوک چې په سيمه ييزه کچه د « Griguță Cantacuzino» په نوم يا په مسخره يي ډول د «Prensul» (پرنسلنګ) په نوم پېژندل کېدو. وروسته د هغې بشپړ نوم په اليګزانډرينا ګريګور کينټاکوزينو (کله کله په لنډيز سره د Alexandrina Gr. Cantacuzino په بڼه لیکل کېږي) واوښت، ځکه چې د هغې د مېړه نوم د نوموړې د کورني نوم په توګه ورسره يوځای شو. [۸][۹][۱۰][۱۱]

دې واده کينټاکوزينو لوړې ټولنې ته ورسوله، د کوم له امله چې نوموړې د محافظه کار ګوند له اشرافيه ټولنې سره هم په اړيکه کې شوه. د کينټاکوزينو کورنۍ، چې د «فانياريوټ» له اصل څخه وه، د مولداويا او والاچيا په سياسي چارو کې ډېره اغېزناکه وه. د هغې خسر قاضي، محافظه کار، پخوانی لومړی وزير «ګورګه ګريګور کانتاکوزينو» (1913-1833) و. نوموړی همدا راز د رومانيې په سلطنت کې يو له زیاتو ځمکو لرونکو څځه و، چې عامو خلکو د نابابل (نواب) په نوم پېژندو. اوښی يې «Mihail G. "Mișu" Cantacuzino» (1867-1928) و، د عدليې وزير او يوې داخلي محافظه کارې څانګې رهبر و. [۱۲][۱۳][۱۴]

کينټاکوزينوانو د شهزاده د لقب ادعا درلوده، که څه هم دا لقب د رومانيې د قانون تر مخې بې ګټې ګڼل شوی و، خو له اليګزينډرينا سره يې مرسته وکړه چې خپل ځان د "شهزادګۍ کينټاکوزينو" په سليقه برابر کړي.[۱۵]

د تاريخ پوه «ماريان پروټانو» په وينا، اليګزينډرينا د سينګار او لقبونو شوقي راټولونکې وه، چا چې د نسب پېژندنې مطالعه په دې موخه وکړه، چې د بېلا بېلو اشرافيه کورنيو سره د وينې اړيکې پیدا کړي. د هغې د کورنۍ د شتمنۍ په نښو کې د بخارست د لومړي خصوصي ملکيت له موټرو څخه يو شامل دی.[۱۶][۱۷]

د SONFR پيل[سمول]

اليګزانډرينا او ګريګور درې زامن درلودل، چې ټول د 1900 او 1905ز کلونو تر منځ، مخکې تر دې زېږېدلي وو، چې مور او پلار دواړه يې خپلې ولسي دندې پيل کړي. په 1910ز کال کې، اليګزانډرينا د رومانيې له ارتودوکس بشرپالې ټولنې، د رومانيايي ښځو ملي ارتودوکس ټولنې (Societatea Ortodoxă Națională a Femeilor Române, SONFR) سره يوځای شوه. په داسې حال کې چې نوموړې عموماً د بنسټګرې غړې په توګه بلل کېږي، شونې ده چې دا ټولنه د 1893ز لسيزې په لومړيو کې د مختلفو نومونو په لرلو سره موجوده وه، په داسې حال کې چې ايکټرينا کينټاکوزينو، د ګيورګي مېرمنه د هغې رئيسه وه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د SONFR مرکزي هسته د اليګزانډرينا کينټاکوزينو په ګډون د لوړې طبقې د ښځو يوه ډله وه، چې د نورو تر څنګ « Zoe Râmniceanu, Elena Odobescu, Anastasia Filipescu, Maria Glagoveanu, Sultana Miclescu» او « Zetta Manu» هم پکې شاملې وې. لکه چې له نوم څخه يې څرګندېږي، SONFR د رومانيې د ښځمنپالنې په محافظه کار حق ولاړه ټولنه وه، چې "د مېندو او مېرمنو په توګه يې د ښځو دوديزو دندو ته پياوړتیا ورکړه"، او په بشپړ ډول غېر سياسي وه. په هر حال، دا  ټولنه ډېر ژر په ګڼو نږدې پروژو کې شامله شوه، لکه د بوکووينا د ټرانسلوينيا او د اتريش-هنګري په نورو برخو کې د رومانويانو په منځ کې د تبلیغاتو خپرول، او د مجري کېدو (Magyarization) پر ضد د اعتراض د ليکونو خپرول.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

که څه هم "نواب" او نورو مرکزي محافظه کارو د SONFR مالي ملاتړ کړی و، دا ډول ايډيالوژيکو دريځونو د پوهنې وزير «سپيرو هيريټ» د ملي ليبرال پروګرام غږونه پورته کول، چا چې SONFR ته خپل بشپړ ملاتړ واندې کړ. د عايد د  دا ډول سرچينو په  درلودلو سره، چې د بانک د پورونو او خصوصي بسپنو له خوا يې ملاتړ کېدو، SONFR د نجونو دوه ښوونځي، 17 وړکتونونه (چې لومړی يې په دوروبانتي کې و)، او 22 عامه کتابتونونه جوړ کړل. د SONFR يوه اندازه پانګه نېغ په نېغه په ټرانسلوانيا او نورو سيمو کې د رومانيې د بزګرانو ټولنې لپاره د ځمکو په رانيولو کې ولاړه، په داسې حال کې چې ښوونځي د چرنووټز، ګيکا او مارکوواک په څېر لېرې پرتو سیمو کې جوړ شوي وو.[۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Cheșchebec (2006), p.89
  2. کينډۍ:In lang Marian Pruteanu, "Discursuri despre femeie în România dintre cele două războaie mondiale" Archived February 20, 2014[Date mismatch], at the Wayback Machine., in Alin Ciupală, Despre femei și istoria lor în România, Editura Universității București, Bucharest, 2004 (e-book version Archived 9 March 2014 at the Wayback Machine. at the University of Bucharest; retrieved 8 March 2014)
  3. Cheșchebec (2006), pg. 89; Ion, pg. 276
  4. Ion, pg. 276. See also Călinescu, pg. 702
  5. Cheșchebec (2006), p.89
  6. Călinescu, pg. 702, 1016
  7. Călinescu, pg. 702
  8. Ion, pg. 276. See also Cheșchebec (2006), pg. 89
  9. Ion, pg. 276
  10. Șerban Cioculescu, Caragialiana, Editura Eminescu, Bucharest, 1974, pg. 378. کينډۍ:OCLC
  11. Cheșchebec (2006), p.89
  12. Bacalbașa, pg. 131; Cheșchebec (2006), pg. 89
  13. کينډۍ:In lang Simona Lazăr Tudor Cireș, "Un secol de la moartea lui George Grigore Cantacuzino, zis Nababul" Archived 9 March 2014 at the Wayback Machine., in Jurnalul Național, 23 March 2013.
  14. Bacalbașa, pp. 7-8, 134, 136, 138
  15. Cheșchebec (2006), pp. 89-90 (see also Călinescu, pg. 702), hyphenates the word "Princess" when used in reference to Alexandrina Cantacuzino.
  16. Ciupală, caption to Illustration 18
  17. کينډۍ:In lang Marian Pruteanu, "Discursuri despre femeie în România dintre cele două războaie mondiale" Archived February 20, 2014[Date mismatch], at the Wayback Machine., in Alin Ciupală, Despre femei și istoria lor în România, Editura Universității București, Bucharest, 2004 (e-book version Archived 9 March 2014 at the Wayback Machine. at the University of Bucharest; retrieved 8 March 2014)
  18. Cheșchebec (2006), p.89
  19. کينډۍ:In lang Marian Pruteanu, "Discursuri despre femeie în România dintre cele două războaie mondiale" Archived February 20, 2014[Date mismatch], at the Wayback Machine., in Alin Ciupală, Despre femei și istoria lor în România, Editura Universității București, Bucharest, 2004 (e-book version Archived 9 March 2014 at the Wayback Machine. at the University of Bucharest; retrieved 8 March 2014)
  20. Cheșchebec (2006), p.90; Ciupală, p.89
  21. Filitti, p.6
  22. Ciupală, p.86, 89, 137
  23. Ciupală, p.94; Filitti, p.6
  24. Bucur (2003), p.64
  25. Ciupală, p.87-88
  26. Filitti, p.6
  27. Ciupală, p.90-94
  28. Ciupală, p.89-90