اليزابېت فريمېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اليزابېت فريمېن
اليزابېت فريمېن
اليزابېت فريمېن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۷۴۴[۱]
مړینه 28 ډيسمبر 1829 (84–85 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی[۴]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
اليزابېت (۱۷۴۴ – ۱۸۲۹ز، د ډسمبر ۲۸مه) د Bet، Mum Bett يا Mumbet په توګه هم پېژندل کېږي، لومړنۍ افريقايي الاصل امريکايي مينځه وه چې په Massachusetts کې يوه د خپلواکۍ غوښتنې دوسيه ثبت او وګټله. د ماساچوست د سترې قضايي محکمې حکومت د فريمېن په خوښه د ماساچوست دولت د ۱۷۸۰ ز په اساسي قانون سره غلامي ناقانونه وګڼله. د نوموړې غوښتنه (Brom او Bett v. Ashley ۱۷۸۱ز) د ماساچوست سترې قضايي محکمې په استناف نشريه يا کتنه کې د Quock Walker د خپلواکۍ غوښتنې په نوم ذکر شوې وه. کله چې محکمې د دولت تر اساسي قانون لاندې د Walker د خپلواکۍ ملاتړ وکړ، يادې پرېکړې په ماساچوست کې په ضمني ډول غلامي پای ته ورسوله.

«هر وخت، هر هغه وخت چې زه مينځه وم، که چېرې يوه دقيقه خپلواکي راته وړانديز شوی وی او راته ويل شوی وی چې د دقيقې په پای کې بايد مړه شم، نو ما به منلی وی، چې يوازې يوه دقيقه د خدای پر ځمکه يوه خپلواکه ښځه اوسم. ما به داسې کړی وی». - اليزابېت فريمېن[۵]

ژوند ليک[سمول]

فريمېن يوه نالوستې وه او د خپل ژوند هيڅ ليکلی ثبت يې نه دی پرېښی. د هغې لومړنۍ تاريخچه د معاصرو دورو له ليکنو او تاريخي ثبتونو (سوابقو) نه ترکيب شوې ده، چې نوموړې ورته خپله کیسه کړې او يا يې په نامستقيم ډول اورېدلې ده. [۶][۷]

فريمېن د نيويارک په Claverack سيمه کې د Pieter Hogeboom په کرونده کې نږدې ۱۷۴۴ ز کې غلامۍ کې وزېږېده، چې په همدې ځای کې ورباندې د Bet نوم کېښودل شو. کله چې د Hogeboom لور Hannah د ماساچوست د Sheffield له هستوګن John Ashley سره واده وکړ، Hogeboom نږدې اووه کلنه Bet خپلې لور حنا او خاوند ته يې ورکړه. فريمېن له دوی سره تر ۱۷۸۱ ز پورې پاتې شوه، چې د دې پر مهال هغوی د کوچنۍ Bet په نوم يو بچی درلود. ويل کېږي چې هغې واده کړی دی، که څه هم په اړه يې هيڅ سند يا ثبت نه شته. د هغې د خاوند (چې نوم يې نامعلوم دی) په اړه ويل کېږي، چې د امريکا په انقلابي جنګ کې له خدمت نه بېرته هيڅ نه دی راګرځېدلی.

بېټ Bet په خپل ټول ژوند کې د ځان يوه پياوړې روحيه او حس ښکاره کړی دی. نوموړې له Hannah Ashley سره شخړه رامنځته شوه، چې د نيويارک مستعمرې په ټينګ هالنډي کلتور کې روزل شوې وه. Bet په ۱۷۸۰ ز کې په يو ګرم شوي بېل سره پر يوې خدمتګارې نجلۍ باندې د Hanna د بريد مخنيوی وکړ؛ اليزابېت فریمېن (بېټ) خپل ځان د يادې نجلۍ لپاره ډال کړ او په خپل مټ يې ژور ټپي شو. همدا چې ټپ روغ شو، بېټ هغه د خپلې بې رحمه درملنې د ثبوت په توګه ناپوښل شوی (ښکاره) پرېښود. Catharine Maria Sedgwick د اليزابېت وينا داسې رانقلوي: «اغلې بيا هيڅکله پر Lizzy باندې لاس پورته نه کړ. ما ټول ژمی بد مټ [د درد له امله] درلود، مګر آغلې له دې نه بدتر درلود. ما هيڅکله ټپ پټ نه کړ او کله چې خلکو راته د آغلې په مخ کې کې وويل ـ بيټي ولې! لاس دې څه شي خوږ کړی دی؟ نو ما يوازې ځواب ورکړ: له آغلې نه وپوښتئ! څوک مينځه وه او څوک ريښتينې مېرمن؟».

جان ايشلي (John Ashley) يو بېل روزل شوی وکيل، شتمن ځمکوال، سوداګر او په ټولنه کې يو مشر و. د هغه کور د زياتره سياستپوهانو د بحثونو ځای او د Sheffield Resolves د سندرې ويلو ممکنه درک و، چې د خپلواکۍ اعلاميه يې له وخته مخکې کړه.

فريمېن په ۱۷۸۰ ز کې يا د ماساچوست نوی تصويب شوی اساسي قانون، چې د Sheffield په يوه عمومي غونډه کې يې ولوست، واورېد او يا يې کله ناکله په کور کې د پېښو په اړه خپلې ماسټر؟ خبرې واورېدلې.

ټول نارينه خپواک او مساوي زېږېدلي دي او څرګند طبيعي، بنسټيز او ناليږديز (نا انتقالي) حقونه لري، چې له منځه يې کېدای شي د خپل ژوند او آزاديو د خوند اخيستلو او ترې نه د دفاع  حق په پام کې نيول وي؛ چې هغه د شتمنۍ (جايداد) غوښتل، لرل او ساتل دي؛ په سپيڅلي ډول د دوی د خونديتوب او خوښۍ غوښتل او تر لاسه کول. د ماساچوست اساسي قانون، لومړۍ ماده

له يادو ويیوکو نه هڅول شوې بېټ د Theodore Sedgwick له شورا نه چې د مرئيتوب د لغوه کولو پلوی ځوان وکيل و، وغوښتل چې په محکمه کې د خپلواکۍ لپاره په غوښتنليک وړاندې کولو کې ورسره مرسته وکړي. د Catharine Sedgwick د دليل له مخې فريمېن ياد وکيل ته وويل: «پرون مې چې ولوستل وپوهېدم چې ټول نارينه مساوي پيدا شوي دي او هر نارينه د خپلواکۍ حق لري. زه د دام يا بند مخلوق نه يمه، ايا قانون به ما ته زما آزادي را نه کړي؟ له ډېر بحث او سلامشورو نه وروسته Sedgwick د هغې Brom او د Ashley د مرئيانو قضيه ومنله. نوموړي د Tapping Reeve مرسته وغوښتله. Reeve د Litchfield Law School بنسټګر و، چې ياد ښوونځی د حقوقو په برخه کې د امريکا له لومړنيو ښوونځيو نه دی چې د Connecticut په Litchfield کې پروت دی. دوی دواړه په ماساچوست کې د غوره [تکړه] وکيلانو له ډلې نه وو او Sedgwick وروسته د متحده ايالتونو د سناتور په توګه هم خدمت وکړ. Arthur Zilversmit وړانديز کوي چې يادو وکيلانو کېدای شي، دا دواړه عرض کوونکي د دې لپاره غوره کړي وي، چې د نوي دولت تر اساسي قانون لاندې د مرئيتوب حالت وازمايي. [۸]

د Brom او Bett v. Ashley قضيه، د ۱۷۸۱ ز په اګسټ کې د ستر بررينګټون (Great Barrington) د عامو غوښتنو د عالي محکمې پر وړاندې واورېدل شوه. Sedgwick او Reeve استدلال وکړ چې: د اساسي قانون دا شرط يا مقرره چې «ټول نارينه خپلواک او مساوي زېږېدلي»؛ په ګټور ډول په دولت کې مرئيتوب له منځه يووړ. کله چې منصفه هئيت د Bett په خوښه پرېکړه وکړه، نو هغه لومړنۍ افريقايي الاصله امريکايي مېرمنه وه چې د ماساچوست دولت تر اساسي قانون لاندې خپلواکه اعلان شوه. [۹]

نوموړي منصفه هئيت بنسټ کېښود چې «... Brom او Bett د ذکر شوې John Ashley د قانوني تور پوستو د اصلي حکم د جوړولو په وخت کې نه دي او نه وو». محکمې د دېرش شلينګ [بریتانوي د سپينو زرو سیکه چې دوولس پنسه کېږی] د ويجاړۍ اجوره وټاکله او دواړو عرض کوونکو ته يې د هغوی د کار لپاره د غرامت په توګه انعام ورکړله. Ashley په بنسټيز ډول د پرېکړې غوښتنه وکړه، مګر يوه مياشت وروسته يې غوښتنه بې پايلې شوه، چې په څرګند ډول يې د مرئيتوب پر اساسي قانونيت باندې د محکمې د پرېکړې کول وروستي او اجباري و. [۱۰][۱۱]

له پرېکړې نه وروسته ‌Bett د Elizabeth Freeman نوم تر لاسه کړ. که څه هم Ashley له هغې نه یې وغوښتل چې د هغه کور ته واپس شي او د مزدورۍ لپاره کار وکړي، مګر هغې د مدافع وکيل Sedgwick په کورنۍ کې کار کول غوره کړل. نوموړې تر ۱۸۰۸ز پورې د هغه د کورنۍ لپاره مشرې نوکرې او د Sedgwick د کوچنيانو د روزونکې په توګه کار وکړ، چې يادو کوچنيانو فريمېن ته Mumbet [نوم دی] ويل. د Sedgwick کوچنيانو د Catharine Sedgwick په ګډون چې يوه پېژندل شوې ليکواله شوه او د خپلې روزونکې د ژوند په اړه يې يوه کيسه وليکله. د دې وخت پر مهال د Sedgwick په کورنۍ کې د Agrippa Hull په نوم يو بل نوکر هم کار کاوه، چې يو آزاد تور پوستی و او د انقلابي جنګ پر مهال يې د کلونو لپاره له باغي (سرغړونکو) ځواکونو سره خدمت کړی و. [۱۲]

له هغه وخت نه چې فريمېن خپله خپلواکي تر لاسه کړه، په پراخ ډول وپېژندل شوه او د يوې رغوونکې، نوکرې او نرسې په توګه د مهارتونو لپاره يې غوښتنه زياته شوه. وروسته له هغې چې د Sedgwick بچيان ستر شول، فريمېن په Stockbridge کې پر Chilly Hill باندې خپلې لور، لمسيانو او کړوسيانو ته نږدې خپل کور ته لاړه.

مړينه[سمول]

د فريمېن ريښتينی عمر معلوم نه و، مګر د هغې د قبر پر شناخته باندې يو اټکل د هغې عمر نږدې ۸۵ کلونه ټاکي. نوموړې د ۱۸۲۹ ز په ډسمبر کې مړه شوه او په Stockbridge کې د Sedgwick د کورنۍ په يوه ټوټه ځمکه کې ښخه شوه. فريمېن د Sedgwick په ځمکه کې [چې د هديرې لپاره يې بېله کړې ده؟] يوازينۍ ناسيجويک [په دې کورنۍ پورې يې اړه نه لرله] مېرمن ده.

سرچینې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w98rj9 — د نشر نېټه: ۱۳ سپټمبر ۲۰۲۰
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w98rj9 — subject named as: Elizabeth Freeman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/16476373 — subject named as: Elizabeth Freeman
  4. دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Notable Black American Women
  5. Sedgwick, Catharine Maria (1853). "Slavery in New England". Bentley's Miscellany. London. 34: 417–424. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Piper, Emilie; Levinson, David (2010). One Minute a Free Woman: Elizabeth Freeman and the Struggle for Freedom. Salisbury, CT: Upper Housatonic Valley National Heritage Area. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9845492-0-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rose, Ben Z. (2009). Mother of Freedom: Mum Bett and the Roots of Abolition. Waverly, Massachusetts: Treeline Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9789123-1-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Zilversmit, Arthur (October 1968). "Quok Walker, Mumbet, and the Abolition of Slavery in Massachusetts". The William and Mary Quarterly. Omohundro Institute of Early American History and Culture. 25 (44): 614–624. doi:10.2307/1916801. JSTOR 1916801. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Massachusetts Constitution, Judicial Review, and Slavery – The Mum Bett Case". mass.gov. 2011. د لاسرسي‌نېټه July 4, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Transcript of Case No. 1, Brom & Bett vs. John Ashley Esq., Book 4A, p. 55. Inferior Court of Common Pleas, Berkshire County, Great Barrington, MA, 1781, transcribed by Brady Barrows at Berkshire County Courthouse, 1998.
  11. Zilversmit, Arthur (October 1968). "Quok Walker, Mumbet, and the Abolition of Slavery in Massachusetts". The William and Mary Quarterly. Omohundro Institute of Early American History and Culture. 25 (44): 614–624. doi:10.2307/1916801. JSTOR 1916801. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Nash, Gary B. (July 2, 2008), "Agrippa Hull: revolutionary patriot", Black Past. Retrieved March 12, 2012.