الياس پارېش لاوجوی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
الياس پارېش لاوجوی
الياس پارېش لاوجوی
الياس پارېش لاوجوی

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ نومبر ۱۸۰۲[۱][۲][۳]
مړینه 7 نومبر 1837 (35 کاله)[۱][۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الياس پارېش لاوجوی
الياس پارېش لاوجوی

الياس پارېش لاوجوي “Elijah Parish Lovejoy” (۹، نومبر، ۱۸۰۲ – ۷، نومبر، ۱۸۳۷) د پروتستانت د مشايخو کليسا پورې تړلی وزير، ژورنالېست، د ورځپاڼې مدير او د غلامۍ د له منځه وړنې پلوی و. د يوې پارېدلې ډلې له لورې د نوموړي له وژلو څخه وروسته په متحده ايالتونو کې د غلامۍ د مخالفت کولو له امله د غلامۍ د له منځه وړنې پلوی سرښندونکی شو. د بيان او مطبوعاتو د ساتونکي په توګه يې هم احترام کېده. [۴][۵][۶]

لاوجوی په نوي انګلېنډ (New England) کې وزېږېد او له ننني “Colby College” څخه فارغ شو. دا چې د استادۍ له مسلک سره ناخوښ و، ژورنالېزم ته يې مخه وکړه او لويديځ ته د تګ پرېکړه يې وکړه. په ۱۸۲۷ ز کال کې سينټ لويس ميسوري “St. Louis, Missouri” ته ورسېد. د ميسوري د ۱۸۲۰ ز کال روغې جوړې له امله ياده سيمه د يوې ناخپلواکه (غلامه) سيمې په توګه متحده ايالتونو کې ننوتې وه. لاوجوی يوه ورځپاڼه خپرولو ته چمتو (ايډيټ) کړه، مګر په پرېنسټون پوهنتون “Princeton University” کې وزارت لپاره د زده کړو په موخه د يو څه وخت لپاره بېرته ختيځ ته ستون شو. سينټ لويس ته په بېرته تګ کې يې د سينټ لويس څارونکی “St, Louis Observer” [ادارې] بنسټ کېښود، چې نوموړی په کې په زياتېدونکي ډول د غلامۍ او د غلامۍ ساتونکو پياوړ ګټو خورا ګواښوونکی شخص شو. له ګواښونکو او خونړيو بريدونو سره د مخامخ کېدلو له امله پارېش لاوجوی چې د سيند په اوږدو کې په ايلينويس “Illinois” کې الټون “Alton” ته لاړ شي، چې يو خپلواک ايالت و. مګر الټون هم د مسيسيپي سيند په اقتصاد پورې تړلی او په خورا بد ډول د غلامۍ ضد او پلويو نظريو باندې وېشل شوی و.

نوموړی په الټون کې د غلامۍ پلوې پارېدلې ډلې له لورې د يو بريد پر مهال په نه رغيدونکي ډول وويشتل شو. يادې پارېدلې ډلې غوښتل هغه ګودام له منځه يوسي، چې د وېنتروپ سارجينټ ګېلمېن “Winthrop Sargent Gilman” او بنجامن ګوډفري “Benjamin Godfrey” ملکيت و او د لاوجوی د چاپي مطبعې او د غلامۍ د له منځه وړلو پلوي توکي يې درلودل. د جان کوېنسي ادامس “John Quincy Adams” په وينا يادې مړينې «دې هېواد ته لکه د زلزلې داسې ټکان وکړ». د بوسټون ريکارډر “Boston Recorder” وليکل چې دا پېښې د ځمکې له هرې برخې څخه راوتلې پارېدلې غوصه يا قهر و، چې په دې هېواد کې يې د ليکزينګټن له جګړې “Battle of Lexington” راهيسې ساری نه درلود. جان براون “John Brown” چې کله د لاوجوی د وژنې په اړه خبر شو، په عام ډول يې وويل: «دلته، له خدای څخه مخکې د دې ګواهانو په شتون کې، له دې وخته زه خپل ځان د غلامۍ له منځه وړلو ته ځانګړی (وقف) کوم». لاوجوی زياتره وختونه د غلامۍ د له منځه وړلو د پلوۍ او ازادو مطبوعاتو له امله سرښندونکی يا شهيد ګڼل کېږي او د نوموړي څلی يا يادګار “Lovejoy Monument” په ۱۸۹۷ ز کال په الټون کې اباد شو. [۷][۸][۹][۱۰]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

الياس پارېش لاوجوی البيون، مېن “Albion Maine” ته نږدې د خپل پلار د نيکونو په سرحدي رعيتي کور کې زېږېدلی و، چې هغه وخت د ماساچوستس يوه برخه وه. نوموړی د اليزابيت (پاټټي) لاوجوی “Elizabeth (Pattee) Lovejoy” او دانيل لاوجوی “Daniel Lovejoy” د نهو ماشومانو تر ټولو مشر زوی و. د لاوجوی پلار يو علمي يا مذهبي خطيب يا مبلغ او بزګر و او مور يې د کور مېرمن او پرهېزګاره عيسوۍ وه. دانيل لاوجوی خپل زوی د خپل نږدې ملګري او پند ورکوونکي يا ناصح الياس پارېش په وياړ ونوماوه. الياس پارېش هغه وزير و، چې په سياست کې يې هم ونډه درلوده. دا چې پلار يې په خپله زده کړې نه درلودې، نو ځکه يې خپل زامن الياس “Elijah”، دانيل “Daneil”، جوزف کامميټ “Joseph Cammett”، اووېن “Owen” او جان “John” زده کړو ته وهڅول. الياس ته يې د ژوند په لومړيو کې د خپل مور له لورې د تورات او نورو مذهبي متنونو لوستل تدريس شوي وو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په دولتي ښوونځيو کې د لومړنيو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته لاوجوی په “Monmouth” کې شخصي اکاډمي او “China Academy”’ کې ګډون وکړ. دا چې نوموړي په لاتين او رياضياتو کې پوره مهارت درلود، ځکه يې په ۱۸۲۳ ز کال د دويم کال د زده کوونکي په توګه په واټرويلي کالج “Waterville College” کې (چې اوس “Cobly College” دی) نومليکنه وکړه. په ياد پوهنځي کې زده کړو ته د دوام په موخه يې د وزير بنجامين ټاپپېن “Benjamin Tappan” مالي ملاتړ تر لاسه کړ. لاوجوی د پوهنځي د سپارښتنو پر بنسټ له ۱۸۲۴ څخه په ۱۸۲۶ ز کال کې تر خپل فراغت پورې د (Latin School) په نوم د کوبلي اړوند عالي ښوونځي د سرښوونکي په توګه خدمت وکړ. ياد ښوونځي وروسته د “Coburn Classical Institute” په نوم پېژندل کېده. [۱۲][۱۵][۱۶][۱۷]

لويديځ ته سفر[سمول]

نوموړي د ژمي او پسرلي پر مهال په “Maine” کې په “China Academy” کې تدريس وکړ. دا چې له تدريس څخه خوښ نه و، نو د امريکا سويل يا لويديځ لور (شمال لويديځې سيمې:Northwest Territory) ته د تګ فکر وکړ. په “Waterville College” کې د نوموړي پخوانيو استادانو ورته لارښوونه وکړه، چې هغه به په لويديځ (چې اوس يې د امريکا منځنی لويديځ بولي) کې د خدای تر ټولو غوره خدمت وکړي. [۱۸]

د ۱۸۲۷ ز کال په می مياشت کې د خپل سفر لپاره د پيسو تر لاسه کولو په موخه بوسټن ته لاړه او د خپل منزل په توګه د “Illinois” په خپواک ايالت کې مېشت کېده. نوموړي د کار نه موندلو له امله يې تر “Illinois” پوری پلی تګ پيل کړ. د جون مياشتې په نيمايي کې په نيويارک ښار کې د کار موندلو په موخه تم شو. هغه په پای کې له “Saturday Evening Gazette” ورځپاڼې سره د ورځپاڼې ګډون کوونکي لاسي پلورونکي په توګه دنده تر لاسه کړه. د نږدې پينځو کالونو لپاره يې ګډون کوونکو باندې ورځپاڼې وپلورلې. [۱۹][۲۰]

په داسې حال کې چې له خپلو مالي ستونزو سره يې مبارزه کوله، د “Waterville College” رئيس جيريميا چاپلېن “Jeremiah Chaplin” ته يې ليک وليکه، چې خپل حالت يې په کې بيانوه. چپلېن ورته د هغه د اړتيا وړ پيسې ولېږلې. مخکې له دې چې لويديځ ته خپل سفر پيل کړي، لاوجوی يو شعر وليکه، چې وروسته د نوموړي د مړينې وړاندوينه کوونکی وګڼل شو: [۱۹][۲۱]

زه لاړم چې ګام واخلم

لويديځې درې، چې د سروې غمجنه ونه يې

به ناڅاپه زما پر مزار (د تابوت يا مړي ايښودلو ځای) باندې ژر نه راتاوېږي

زما د زوکړې ځمکې، زما د زېږون خاورې، د خدای په امان

الياس پارېش لاوجوی

ميسوري کې دنده[سمول]

لاوجوی په ۱۸۲۷ ز کال د ميسوري سينټ لويس ته راورسېد، چې په یو ناخپلواک (غلام) ايالت کې هغه ستر بندر دی، چې له الينويز “Illinois” خپلواک ايالت سره خپله تر ټولو اوږده ګډه پوله لري. که څه هم سينټ لويس د غلامۍ يو لوی بازار درلود، مګر خپل ځان يې له مستعمره سويل سره لږ او د «لويديځ لارې» او د امريکا د سرحدې سيمې په توګه يو څه زيات ثابت کړ. [۲۲]

نوموړي په سينټ لويس کې له خپل يو ملګري سره په په لومړيو کې د يو ښوونځي چارې پر مخ وېوړې، چې دوی په ختيځ کې له علمي او هنري ټولنو څخه وروسته جوړ (موډل) کړ. که څه هم د سيمه ييزو ورځپاڼو مديرانو په خپلو ورځپاڼو کې د لاوجوی د شعرونو خپرول پيل کړل، مګر په تدريس کې يې لېوالتيا لږه شوه. [۲۳][۲۴]

سينټ لويس تايمز (Saint Louis Times)[سمول]

لاوجوی به ۱۸۲۹ ز کال د سينټ لويس ټايمز له ټي جی ميلر “T. J. Miller” سره ګډ (همکار) ايډيتر شو، چې د متحده ايالتونو د ولسمشر لپاره د هنري کلی “Henry Clay” نوماندۍ ته يې وده ورکړه. په ټايمز کې کار کولو هغه د ورته فکر لرونکې ټولنې مشرانو ته وروپېژنده، چې زياتره يې د امريکا د استعمار ټولنې (American Colonization Society) غړي وو. دوی افريقا ته د ازادو امريکايي تور پورستو د لېږلو ملاتړ وکړ او دا چاره يې خپل هېواد ته د بېرته ستنېدنې يو ډول وګڼه. د فريدريک دوګلاس “Fredrick Douglass” په ګډون د امريکا د استعمار ټولنې (ACS) مخالفينو زياتره افريقايي الاصله امريکايانو په اړه يادونه وکړه، چې د څو نسلونو لپاره اصلي زيږېدلي [د هېواد اوسېدونکي] دي او ويې انګېرله چې دوی بايد په راتلونکي کې متحده ايالتونو کې واوسېږي. د لاوجوی په نويو اشنايانو کې د سنيټ لويس نامتو وکيلان او د غلامانو باداران لکه ايډوارډ بېټس “Edward Bates” (چې وروسته د ولسمشر ابراهم لينکلن تر مشرۍ لاندې د متحده ايالتونو لوی څارنوال و)، هامېلټن ار ګمبېل “Hamilton R. Gamble” ، د ميسوري سترې محکمې وروستی رئيس يا قاضي القضات او د هغه ورور ارچيبېلډ ګمبل “Archibald Gamble” وو.  [۲۵][۲۶]

لاوجوی کله ناکله هغه غلامان وګومارل، چې د څښتنانو له لورې هغه ته په ورځپاڼه کې د کار کولو په موخه په اجاره ورکړل شوي وو. د يادو غلامانو له ډلې يو هم ويليم ويلس براون “William Wells Brown” و، چې وروسته يې خپله تجربه په يو يادښت کې بيان کړه. براون “Brown” لاوجوی په اړه وايي، چې «نوموړی يو ډېر ښه سړی او په پرېکړه کې هغه تر ټولو غوره او پوه استاد و، چې ما وار له مخه هيڅکله نه درلود. زه د هغه او د چاپ دفتر کې زما د ګورمانې د هغه لږې زده کړې سخت پوروړی يم، چې د غلامۍ پر مهال مې تر لاسه کړه. [۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6p55zbq — subject named as: Elijah Parish Lovejoy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Elijah-P-Lovejoy — subject named as: Elijah P. Lovejoy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2427 — subject named as: Elijah Parish Lovejoy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Dillon, Merton L. (February 2000). "Lovejoy, Elijah Parish". American National Biography. Oxford University Press. doi:10.1093/anb/9780198606697.article.1500423. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Merriam, Allen H. (November 1987). Elijah Lovejoy and Free Speech. ERIC – Institute of Education Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Rabban, David M. (November 1992). "The Free Speech League, the ACLU, and Changing Conceptions of Free Speech in American History". Stanford Law Review. 45 (1): 71. doi:10.2307/1228985. JSTOR 1228985. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Brown 1916، ص. 101.
  8. Brown 1916، ص. 98.
  9. Brown 1916، صص. 97–98.
  10. Appleton's، ص. 34.
  11. Van Ravenswaay, Charles (1991). St. Louis: An Informal History of the City and Its People, 1764-1865. Missouri History Museum. د کتاب پاڼي 276–277, 279–280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Lovejoy and Lovejoy، صص. 18–19.
  13. Dillon، ص. 3.
  14. Lawson and Howard، ص. 528.
  15. Dillon، ص. 6.
  16. Lovejoy and Lovejoy، ص. 23.
  17. Dillon، ص. 5.
  18. Dillon، ص. 7.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Dillon، ص. 10.
  20. Dillon، ص. 9.
  21. (په 1870-12-15 باندې). Rev. Elijah P. Lovejoy: A biographical sketch. Bangor Daily Whig and Courier.
  22. VanderVelde, Lea (2014). Redemption Songs: Suing for Freedom Before Dred Scott. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199927296. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Van Ravenswaay, Charles (1991). St. Louis: An Informal History of the City and Its People, 1764-1865. Missouri History Museum. د کتاب پاڼي 276–277, 279–280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 1870-12-15 باندې). Rev. Elijah P. Lovejoy: A biographical sketch. Bangor Daily Whig and Courier.
  25. Douglass, Frederick (2015). Kaufman-McKivigan, John R.; Levine, Robert S.; Stauffer, John (المحررون). The Heroic Slave – A Cultural and Critical Edition. Yale University Press. doi:10.12987/9780300210569-019. S2CID 246119905 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Appletons'، ص. 34.
  27. Brown, William W. (1847). Narrative of William W. Brown, a Fugitive Slave, written by himself. Boston. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)