الهام (حدس)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حدس هغه وړتیا ده چې پر مټ یې د ارادي یا هوښیارانه استدلال څخه پرته پوهه ترلاسه کېږي. د الهام یا حدس کلمه په بېلابېلو څانګو په ډول ډول مفاهیمو کې کارول کېږي، لکه، خو دې ته محدود نه: غیر ارادي پوهې ته مستقیم لاس رسی، غیر ارادي معرفت، باطني حس، د غیر ارادې بڼې معرفت ته باطني لید، د ارادي استدلال څخه پرته په ځانکړې توکه د یو شي د پوهېدو وړتیا. [۱][۲][۳][۴][۵]

د intuition یا الهام کلمه د لاتیني فعل intueri څخه لاس ته راځي چې معنی یې "په اند کې نیول دي" یا د وروستۍ منځنۍ انګلیسي د intuit له کملې څه چې معنی یې "فکر کول" دي، اخستل شوې ده.

عامیانه کارونه[سمول]

الهام یا حدس، د تجربې پر بنسټ د ننه احساس (په زړه کې ګرځېدل) په توګه، د سوداګریزو مشرانو لپاره د خلکو، دود او ستراتیژیو په اړه د قضاوت کولو لپاره ګټور ثابت شوی دی. دا ډول بېلګه دا اصطلاح د "په زړه کې ګرځېدو" مفهوم سره تشبیه کوي او کله چې شتون ولري د ارادي هوښیارانه کړنې څرګندونه کوي.  [۶][۷]

ارواپوهنه[سمول]

فرود[سمول]

د سیګموند فرود له قوله، پوهه یوازې د فکري وړتیا د کره مشاهدو له لارې ترلاسه کېدای شي او هغه د پوهې د حصول نورې ټولې لارې لکه، الهام، رد کړې او د دې موضوع په اړه د هغه موندنې د هغه د ذهن تحلیلي بدلون و. [۸]

جونګ[سمول]

د کارل جونګ د ضمیر د تیوري په بنسټ، چې په ۱۹۱۶ کال کې د رواني ډولونو په کتاب کې تشرېح شوې ده، الهام د یوې "غیر عقلاني کړنې" په توګه ګڼلی دی، چې په ډېر مستقیم ډول یې د احساس له خوا مخالفت کېږي، او په لږ ځواک یې د "عقلاني کړنو" له خوا مخالفت کېږي. جونګ الهام "له غیر ارادي لارې څخه د انګېرلو" په توګه تعریف کړ: یعنې د احساس - الهام یوازې د پیل د ټکي په توګه کارول، ترڅو د یو ډېر غیرارادي بهیر پر مټ د نظرونو، انځورونو، امکاناتو، د بند شوي وضعیت څخه د وتلو لارې مخ ته راوړي. [۹]

د جونګ وویل چې هغه کس چې په کې الهام، یوه "الهامي بېلګه"، برلاسی وي، د منطقي قضاوت پر بنسټ عمل نه کوي، بلکې د الهام په شدت باندې عمل کوي. د الهام یوه ظاهري بڼه، " چې له راتلونکي سره د ټولو اقلیتونو د طبیعي اتل"، په توګه ګڼل کېږي، د نوي هیله بښونکي خود  نا ثابتو احتمالاتو په لور درومي، چې ډېری وختونه په نوي احتمال پسې ځي مخکې له دې چې زوړ احتمال پایلې ته ورسېږي، چي د بدلون په دوامداره تعقیب د خپلې هوساینې څخه غافل وي. د الهام یوه باطني بڼه د غیر ارداي ذهن څخه د انځورونو په واسطه لارښوونه کېږي، تل د لرغونو بڼو د رواني نړۍ سپېړنه کوي، چې د پېښو د معنی د موندلو په لټه کې دي، خو ډېری وختونه پدې پېښو کې د ونډې په لوبولو سره علاقه نلري او د رواني نړۍ او یو کس ترمنځ د محتویاتو هېڅ اړیکه په نظر کې نه نیسي. جونګ فکر کاوه چې د الهام ظاهري بڼې دېری متشبثین، ریسک اخستونکي، فرهنګي انقلابیان دي، چې ډېری وختونه د یوې هیلې په بنسټ صرف نظر کوي تر څو د یو حالت څخه مخکې له دې چې را منځ ته شي یا خنډ شي، و تښتي - حتی په دوامداره توګه د نوو رومانتيکو امکاناتو لپاره مینه وال پرېږدي. د هغه د الهام باطني بڼې احتمالاً صوفیان، پیغمبران یا غیر عادي کسان دي، چې د نورو له نفوذ څخه د خپلو لیدونو د ساتنې او د خپلو د نظریات د پوهاوي او په معقول ډول د نورو لپاره د قانع کوونکي تر منځ په فشار سره مبارزه کوي - د دې لیدونو لپاره د اړتیا په توګه چې ریښتینې پایلې منځ ته راوړي. [۹]

عصري ارواه پوهنه[سمول]

په وروستي ارواپوهنه کې، الهام کولای شي د ستونزو او پرېکړو لپاره د د اعتبار وړل حل لارې تر پوښښ لاندې ونیسي. د بېلګې په توګه، د معرفت د بنسټیزې پرېکړه ماډل ښیي چې څنګه خلک کولی شي د ټاکنو د پرتله کولو پرته یوڅه ګړندۍ پرېکړې وکړي. ګاري کلین وموندله چې دوخت تر فشارلاندې، لوړو خطرونو، او د پارامترونو بدلون پر بنسټ، متخصصینو د ورته حالتونو د تشخیص او د الهام په بنسټ د ممکنه حل لارو د ټاکلو لپاره خپلې تجربه کارولې دي. په دې توګه، د معرفت د بنسټیزې پرېکړه ماډل د الهام او تحلیل یو ترکیب دی. الهام د یوې نمونې د ورته بڼې د موندلو بهیر دی چې په چټکۍ سره د عمل ممکنه لارې وړاندیز کوي. شننه د عملي لارو لپاره د ذهني انځور د را منځ ته کولو، د ارادي او قصدي بهیر بیاکتنه ده. [۱۰]

غریزه ډېری له الهام سره په ناسمه توګه تعبیر کېږي او د هغې اعتبار په یوه ځانګړي ساحه کې د تېرې پوهې او پیښو پر بنسټ ولاړ دی. د بېلګې په توګه، هغه څوک چې له ماشومانو سره ډیره تجربه ولري د دې په اړه ښه غریزه لري چې دوی باید په ځینو شرایطو کې له ماشومانو سره څه وکړي. دا په دې معنی نه ده چې یو څوک له ډیرې تجربې سره تل کره غریزه لري. [۱۱]

د الهام وړتیاوې په ۱۹۷۰ کالونو کې په ییل پوهنتون کې په کمي یا مقداري ډول تر آزموینې لاندې و نیول شوې. د غیر لفظي اړیکو د مطالعاتو پر مهال، څېړونکو یادونه وکړه چې ځینې موضوعات د تقویه کېدو څخه وړاندې د غیر لفظي څېرو د اشارو د تشخیص و وړتیا لري. د ورته طرحې په کارولو کې، دوی یادونه وکړه چې لوی الهامي موضوعات په چټکۍ سره پرېکړې را منځ ته کوي خو نشي کولای د هغوی لامل وپېژني. خو د هغوی د کره والي کچه، د غیر اداراکي موضوعاتو څخه توپیر نه درلود.[۱۲][۱۳]

د ډینیل کاهنیمن د موندنو له مخې، الهام هغه وړتیا ده چې پرته له اوږدو منطقي شخړو او شواهدو څخه په اتوماتيک ډول د حال لارې وړاندې کوي.  [۱۴]

فلسفه[سمول]

د ختیځ او لودیڅ فیلسوفانو دا مفهوم په ډېر تفصیل سره تر څېړنې لاندې نیولی دی. د ذهن فلسفه له دې مفهوم سره ښکېله ده.  

ختیځه فلسفه[سمول]

په ختیځ کې الهام تر ډېره له دین او روحانیت سره تړلی دی او له بېلابېلو دیني متنونو څخه بېلابېلې معناوې شتون لري.  [۱۵]

هندوییزم[سمول]

په هندوییزم کې د ویدیک او نورو نامعلومو لارښوونو د تفسیر لپاره ډول ډول هڅې شوې دي.

د سری اوروبیندو په اند، الهام د تشخیص پر بنسټ د پوهې په قلمرو کې راځي؛ هغه په ​​انسانانو کې رواني سطحه (چې اکثرا په سنسکرت کې جادویي وړتیا ورته ویل کېږي) تشرېح کوي چې دوه بېل ماهیتونه لري، لومړی یې د رواني تجربو نښه کول دي چې د حسي معلوماتو له لارې رامنځ ته کېږي (ذهن چې د بهرنۍ نړۍ څخه د خبرتیا په لټه کې دي). دوهم ماهیت هغه عمل دی چې  له ځان څخه د خبرتیا په لټه کې دی، په پایله ې داده چې انسان له خپل شتون څخه خبر دی یا له غوسه کېدو او د نورو احساساتو څخه خبر دی. هغه دوهم ماهيت د تشخیص پربنسټ علم بولي. هغه وموندله چې اوس مهال د تکامل په پایله کې ذهن له ځانګړي فیزیولوژيک فعالیت او د هغې له غبرګون سره ځان عادت کړی، لکه څرنګه چې دا د بهرنۍ مادي نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو لپاره د هغې د عادي تګلارو په توګه ګڼل کېږي. د پایله کې، کله چې موږ د بهرنۍ نړۍ په اړه د پوهې په لټه کې وو، برلاسۍ عادت د حسونو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو په بنسټ د شیانو په اړه حقیقتونو د رسېدل دي. خو، د تشخیص پر بنسټ پوهه، چې موږ یې اوس مهال یوازې د انسان د شتون په اړه پوهاوی ورکوو، د خپل ځان څخه هه خوا نوره هم وغځول کېدای شي چې په پایله کې يې الهامي پوهه منځ ته راځي.

هغه وموندله چې الهامي پوهه د زړو انسانانو (ویدیک) لپاره عامه وه او وروسته د هغه ځای دلیل ونیو چې اوس مهال زموږ الهام، فکرونو او عملونو ته بڼه ورکوي له ویدیک څخه تر میتافزیک فلسفي پورې او وروسته د تجربوي ساینس په پایله کې را منځ ته شوي دي. هغه وموندله چې دا بهیر، چې خورا غوره ښکاري، په حقیقت کې د پرمختګ یوه دایره ده، ځکه چې یو ټيټ پوهاوی د یوې لوړې کچې له کار څخه د ډیر څه د اخیستلو لپاره ملاتړ کېږي. هغه وموندل کله چې په ذهن کې ځان-خبري په خپل ځان او بهرني (نور) باندې پلي کیږي، د ځان – څرګنتیا د روښانه تشخیص لامل کېږي، دلیل هم روښانه ادارکي پوهې ته خپل ځان بدلوي.  کينډۍ:Sfnp[۱۶]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp

اوشو په دې عقیده و چې د انسانانو شعور (پوهاوی) له لومړني حیواني شعور څخه ځیرکتیا او الهام ته په ترتیب سره وده کوي ، او انسانان په دوامداره توګه په داسې شعوري حالت کې ژوند کوي چې اکثرا د دې حالتونو ترمنځ د هغوی د نږدېوالي پر بنسټ حرکت کوي. هغه دا هم وایي چې د الهام په حالت کې ژوند کول د انسانیت له بنسټیزو موخو څخه دی.[۱۷]

ادوایتا ویدانتا (چې د فکر یو مکتب دی) الهام د یوې تجربې په توګه ګني چې پر مټ یې کس له برمهني تجربې سره سره اړیکه نیولی شي.[۱۸]

بوداییزم[سمول]

بوداییزم الهام د سمدستي پوهې لپاره په ذهن کې یوې فاکولتې په توګه ګني او د الهام اصطلاح د ارادي (هوښیارانه) فکر له ذهني بهیر څخه هاخوا ګڼي، ځکه چې ارادي فکر نشي کولی په اړینه توګه نمیه ارادي معلوماتو ته لاسرسی ومومي، یا دا ډول معلومات یوې ارتباطي بڼې ته واړوي. په زین بوداییزم کې ډول ډول کړنلاري رامنځ ته شوي دي چې پر مټ یې د یو کس الهامي وړتیا وده کوي، لکه کوانز – چې په حل کول یې د کوچني روښانتیا (ساتوري) حالتونو لامل کېږي. د زین بوداییزم په برخو کې الهام د جامع او د یوازې ذهن، یا تبعیضي ذهن په توګه ګڼل کېږي. [۱۹][۲۰][۲۱]

لوېدیځه فلسفه[سمول]

په لوېديځ کې الهام د یوې ځانکړې تحصیلي برخې په توګه نه ګڼل کېږي، خو دا موضوع د ډېرو فلسوفانو په آثارو کې پراخه بڼه لري.

لرغونې فلسفه[سمول]

د الهام لومړنۍ یادونې او تعریفونه تر افلاطون پورې رسېږي. هغه په خپل کتاب، جمهوریت، کې هڅه کړې ده چې د الهام د انسان د استدلال د بنسټیزې وړتیا په توګه تعریف کړي ترڅو د حقیقت د ریښتیني ماهیت باندې پوهه تراسه شي. د هغه په خپلو آثارو مینو او فایدو کې، الهام یوې مخکې شته پوهې په توګه تشریح کوي چې په "ابدي روح" کې شتون لري، او د یوې داسې پدیده په توګه یې ګڼي چې پر مټ یې یو کس د مخکې شته پوهې په اړه معلومات ترلاسه ته راوړي. هغه د ریاضيکي حقیقتونو بیلګه وړاندې کوي، او دا په ګوته کوي چې دوی د دلیل له مخې نه دي را منځ ته شوي. هغه استدلال کوي چې دا حقایقو د هغه پوهې په کارولو سره تر لاسرسه کیږي چې له مخکې په غیر فعاله بڼه شتون لري او زموږ د الهام وړتیا ته د لاسرسي وړ ده. د افلاطون لخوا دا مفهوم کله ناکله د خاطرې په نوم هم یادیږي. دا څیړنه وروسته د هغه د فکري ځایناستو له خو چې نوي افلاطون پلوه یادېږي، پر مخ لاړه.  [۲۲][۲۳]

اسلام[سمول]

په اسلام کې مختلف پوهان شتون لري چې د الهام (چې په عربې کې  حدس ورته ویل کېږي، چې د  په سمه توګه د نښه کولو په معنی ده ) له اصطلاح څخه ډول ډول تفسیرونه لري او کله ناکله د الهامي پوهې وړتیا د نبوت سره تړل کېږي. شهاب‌الدین سهروردی په خپل کتاب کې د روښانتیا فلسفه (اشراق) کې د افلاطون له آثارو څخه په پیروي دا وموندله چې الهام هغه پوهه ده چې د روښانتیا له لارې ترلاسه کېږي، په ماهیت کې تصوفي ده، او همدارنګه د سم قضاوت کولو لپاره د تصوفي فکر (مشاهدې) وړاندیز کوي. همدارنګه ابن سینا چې د افلاطون د افکارو تر اغیز لاندې تللی و، د الهام وړتیا د "پیغمبرۍ وړتیا" په توګه ګڼي او دا د هغه پوهې په توګه تشریح کوي چې پرته له دې چې په ارداي ډول را منځ ته شي، ترلاسه کړي. هغه وموندل چې عادي پوهه د تقلید پر بنسټ ولاړه ده، په داسې حال کې چې الهامي پوهه په معنوي یقین ولاړه ده.  [۲۴][۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. "intuition". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "intuition". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Epstein, Seymour (30 November 2010). "Demystifying Intuition: What It Is, What It Does, and How It Does It". Psychological Inquiry. 21 (4): 295–312. doi:10.1080/1047840X.2010.523875. S2CID 145683932. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Aurobindo, Sri (1992). The synthesis of yoga. Pondicherry: Sri Aurobindo ashram trust. د کتاب پاڼي 479–480. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9415-2465-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Intuition and consciousness – Rosenblatt AD, Thickstun JT. Psychoanal Q. 1994 Oct;63(4):696-714.
  6. "Australian Elite Leaders, Intuition and Effectiveness". epubs.scu.edu.au. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Anthony J. Pinizzotto, PhD, Edward F. Davis, MA, and Charles E. Miller III Emotional/rational decision making in law enforcement (Federal Bureau of Investigation), Free Online Library, 2004.
  8. Walker Punerr, Helen (January 1992). Sigmund Freud: His Life and Mind. Transaction Publishers. د کتاب پاڼي 197–200. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412834063. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ C.G. Jung. Psychological Types. Bollingen Series XX, Volume 6, Princeton University Press, 1971.
  10. Klein, Gary. Intuition At Work. Random House, NY, NY. January 2003.
  11. Eugene Sadler-Smith. Inside Intuition. 2008.
  12. AJ Giannini, ME Barringer, MC Giannini, RH Loiselle. Lack of relationship between handedness and intuitive and intellectual (rationalistic) modes of information processing. Journal of General Psychology. 111:31-37 1984.
  13. AJ Giannini, J Daood, MC Giannini, R Boniface, PG Rhodes. Intellect versus intuition--dichotomy in the reception of nonverbal communication. Journal of General Psychology. 99:19-24, 1978.
  14. Kahneman, Daniel. "Studies of the psyche: intuition" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Leaman, Oliver (2000). Eastern Philosophy: Key Readings. London: Routledge. د کتاب پاڼي 5–40. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-17357-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Aurobindo, Sri (1992). The synthesis of yoga. Pondicherry: Sri Aurobindo ashram trust. د کتاب پاڼي 799–800. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-9415-2465-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. osho, Bhagwan (April 2007). Intuition: Knowing Beyond Logic. New York: osho international foundation. د کتاب پاڼي 10–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-312-27567-9. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. M. Indich, William (1995). Consciousness in Advaita Vedanta. varanasi: Motilal banarisdas. د کتاب پاڼي 8–10. د کتاب نړيواله کره شمېره 81-208-1251-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Humphreys, Christmas (21 November 2005). A Popular Dictionary of Buddhism. London: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-203-98616-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Conners, Shawn. Zen Buddhism – The Path to Enlightenment. Texas: El paso trust. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-934255-97-1. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  21. "Buddha, by Ajahn Sumedho". Buddhism now. 7 August 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Kemerling, Garth (12 November 2011). "Plato: Education and the Value of Justice". Philosophy Pages. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Klein, Jacob (1989). A Commentary on Plato's Meno. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 103–127. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-226-43959-3. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lawson, Todd (23 September 2005). Reason and Inspiration in Islam: Theology, Philosophy and Mysticism in Muslim Thought. London: I.B touris co ltd. د کتاب پاڼي 210–225. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85043-470-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Kalin, Ibrahim (April 2010). Knowledge in Later Islamic Philosophy: Mulla Sadra on Existence, Intellect, and Intuition. London: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 155–160. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199739585. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)