الله(ج) په مسیحیت کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په مسیحیت کې الله(ج)  ابدي او عالي ذات دی، چې ټول شیان یې پیدا کړي او دی یې ساتونکی دی. عیسویان په وحدانیت (الله(ج)  یو دی) باور لري، په کوم کې چې دواړه  صفات، لکه: د الله متعال یا افضل صفت، چې (په بشپړ ډول خپلواک اوله مادي نړۍ نه جلا دی) او د پایښت صفت، چې (په مادي کائناتوکې ښکېل دی) شامل دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د الله(ج)  په اړه ابتدايي عیسوي نظریات د پولین په رسالو او لومړنیو عیسوي عقایدو کې بیان شوي، چې د یوه الله( ج) او د عیسی(ع) د الهیت ښکارندوي کوي. که څه هم ځینې لومړي عیسوي مذهبونه، لکه: یهودي او عیسوي ابیسینیانو، د عیسی (ع) پر عروج نیوکه درلوده، خو د ډېری غیر یهودي عیسویانو له خوا بیا د عیسی او د خدای د یووالي مفهوم منل شوی و او په دې توګه يې د ابتدايي عیسویت او یهودیت د وېش یو اړخ رامنځته کړ، ځکه چې د خدای په اړه غیر یهودي عیسوي نظریات، د وخت له دودیزو یهودي تعلیماتو نه توپیر درلود.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د خدای (ج) صفات او څرنګوالی د عیسویت له لومړیو ورځو راهیسې تر بحث لاندې دی. په دی اړه په دویمه پېړۍ کې ایرینیوس لیکلي: « د خدای  په عظمت کې هر څه شامل دي». په اتمه پېړۍ کې، جان دمشق د خدای اتلس صفتونه په ګوته کړي وو، چې په پراخه کچه منل شوي. د وخت په تېرېدو سره ځینې عیسوي الهیات پوهانو په انجیل کې د یو لړ بیانونواو ځینو نورو دیني دلایلو پر بنسټ، د خدای د صفاتو سیستماتیک لیستونه جوړ کړل. په انجیل کې«د خدای پاچهي»یوه نامتو جمله ده او په داسې حال کې چې د پوهانو ترمنځ اتفاق دی، چې دا د عیسی (ع) د تعلیماتو استازیتوب کوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مخینه[سمول]

عیسویان، له یهودانو او مسلمانانو سره په ګډه، ابراهیم (ع) د هغه چا په توګه پېژني، چې خدای هغه ته ځان ښکاره کړی. داسې انګیرل کېږي، چې ابراهیم (ع) لومړی کس و چې توحید (یو خدای)یې ومانه او له خدای سره یې ایډیالي اړیکه درلوده. ابراهیمي مذهبونه په دې باور دي، چې خدای په پرله پسې توګه د زرګونو کلونولپاره د ابراهیم (ع) له اولادونو سره اړیکه درلوده. دواړه عیسویان او یهودیان په دې باور دي، چې دا تړون په عبراني انجیل کې ثبت شوی او ډېری عیسویان یې د زاړه عهد په توګه پېژني. د مسیحیت په دودیزو تفسیرونو کې، خدای ته تل د مذکر ضمیر کارول شوی دی.[۲۱][۲۲]

په مسیحیت کې د الله (ج) نومونه[سمول]

په عیسوي الهیات پېژندنه کې د خدای نوم تل ارزښت لري، چې د الهی وحی پر بنسټ او د الهی اصل په توګه ګڼل کېږي. د خدای نوم ته درناوی، یو له لسو حکمونو نه دی، چې نه یوازې د خدای د نوم له ناسم استعمال نه مخنیوي کوي، بلکې د خدای نومونو ته د ستایلو امر هم دی، دواړه د نیکو اعمالو او ستاینې له لارې دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

په انجیل کې د خدای لپاره ډېر نومونه یاد شوي، چې په زاړه عهد کې یې مهم هغه یې په دې ډول دي: لوی او برلاسی خدای، الشدای، او یاهو او بیا په نوي عهد کې، تیویس،کریوس او پاټر (پلارپه یوناني ژبه کې).[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

صفات او طبیعت[سمول]

د عیسویت له لومړیو ورځو راهیسې د خدای د صفاتو او طبیعت د نظریاتي بنسټونو په اړه بحثونه روان دي. په دویمه پېړۍ کې، ایرینیوس ددې مسئلې په اړه تحقیق کړی او ځینې ځانګړتیاوې یې بیان کړې دي. د بېلګې په ډول: د څلورم کتاب په ۱۹چپټر کې د کفر خلاف داسې وايي:« د خدای عظمت له هېڅ شي کم نه دی بلکې د هغه عظمت ټول شیان لري».[۳۵][۳۶][۳۷]

د ایرینیوس په اند: د خدای صفات په درېوو بنسټونو ولاړ دي: صحیفه، غالب تصوف او تقوی،خونن ورځ بیاله خدای سره تړلي صفات په بایبل کې د بیانونو پر بنسټ ولاړ دي.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

په اتمه پېړۍ کې، جان دمشق په خپل کتاب (د ارتودوکس عقیدې توضېح) کې د خدای لپاره اتلس صفتونه په ګوته کړي. دا اتلس صفتونه د وخت (لکه تلپاتې کېدل)، فضا (بې بریده)، ماده یا کیفیت پر بنسټ  پر څلورو ګروپونو وېشل شوي او دا لیست تر نننۍنیټې اغېزناک ثابت شوی دی، یو څه برخه په مختلفو عصري فورمولونو کې په ځینو شکلونو کې ښکاري. په ۱۳مه پېړۍ کې توماس ایکیناس یوازې د اتو ځانګړتیاوو په لنډ لیست تمرکز وکړ، د بېلګې په توګه؛ سادگي، بشپړتیا، ښه والی، هر اړخیزه، بې ثباتي، ابدیت او یووالی.

د خدای دوه صفتونه، چې د ځمکې پر سر د خدای شتون ته اشاره کوي، په نړۍ کې د هغه پر ښکېلتیا باندې اعتراف کوي. د تعالیاو پایښت صفتونه دي. د خدای تعالی د صفت معنا دا ده، چې خدای ابدي او لامحدود ذات دی، د پیدا شوې نړۍ اود انساني پښو له لارې نه کنټرولېږي. پایښت په دې معنا دی، چې خدای د نړۍ په چارو کې ښکېل دی او عیسوي تعلیماتو، د اوږدې مودې لپاره د هغه پاملرنه د بشري چارو پر وړاندې تصدیق کړی دی. په هر حال، د پینتیستیک مذهبونو برعکس، په مسیحیت کې د خدای وجود د پیدا شویو کائناتو ماده نه ده. په دودیز ډول، ځینې الهیات پوهان، لکه: لوئیس برخوف د فعلي صفاتو (هغه چې انسانان یې هم لري) او ذاتي صفاتو (هغه چې په یوازې خدای پورې اړه لري) ترمنځ توپیر کوي. ځینې نور الهیات پوهان، لکه: ډونلډ میکلیوډ په دې اند دی، چې ټول وړاندیز شوې ډلبندۍ مصنوعي او بې بنسټه دي.

قضاوت[سمول]

عبرانیان د خدای د قضاوت په اړه « خدای د هر څه لپاره قاضي دی» دې ته اشاره کوي او دا مفکوره، چې ټول انسانان به بالاخره «محکمه» شي د عیسوي تعلیماتو یو لازمي عنصر بولي. د نوي عهد یو شمېر آیتونه د بېلګې په توګه: (جوهان ۲۲:۵او د رسولانو کړنې ۴۲:۱۰) او وروستني اعتباري اعترافونه ښیي، چې د قضاوت دنده عیسی (ع) ته سپارل شوې.[۴۶][۴۷]

د جوهان۲۲:۵ په وینا: پلار (خدای)د هېڅ چا په هکله قضاوت نه کوي، بلکې هغه د هر شي قضاوت خپل زوی ته ورکړی. د رسولانو کړنې ۴۲:۱۰بیا ژوندي شوي عیسی ته اشاره کوي لکه: «عیسی (ع) د خدای له خوا ټاکل شوی، چېد ژوندیو او مړو قضاوت وکړي».[۴۸][۴۹]

سرچینې[سمول]

  1. Theokritoff, Elizabeth (2010) [2008]. "Part I: Doctrine and Tradition – Creator and creation". In Cunningham, Mary B.; Theokritoff, Elizabeth (المحررون). The Cambridge Companion to Orthodox Christian Theology. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 63–77. doi:10.1017/CCOL9780521864848.005. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139001977. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Young, Frances M. (2008). "Part V: The Shaping of Christian Theology – Monotheism and Christology". In Mitchell, Margaret M.; Young, Frances M. (المحررون). The Cambridge History of Christianity, Volume 1: Origins to Constantine. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 452–469. doi:10.1017/CHOL9780521812399.027. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139054836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Cross, F. L.; Livingstone, E. A., المحررون (2005). "Doctrine of the Trinity". The Oxford Dictionary of the Christian Church (الطبعة 3rd Revised). Oxford and New York City: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1652–1653. doi:10.1093/acref/9780192802903.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280290-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schnelle, Udo (2005) [2003]. "Part II: The Basic Structures of Pauline Thought – Theology: God as the Father of Jesus Christ". Apostle Paul: His Life and Theology (الطبعة 1st). Ada, Michigan: Baker Academic. د کتاب پاڼي 395–400. LCCN 2005025534. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781441242006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Weinandy, Thomas G. (2019) [2015]. "Part I: Catholic Teaching – God, the Creation, and the History of Salvation: The Incarnation". In Ayres, Lewis; Volpe, Medi Ann (المحررون). The Oxford Handbook of Catholic Theology. Oxford and New York City: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 167–182. doi:10.1093/oxfordhb/9780199566273.013.7. LCCN 2018965377. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199566273. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Louth, Andrew (2007). "The Place of Theosis in Orthodox Theology". In Christensen, Michael J.; Wittung, Jeffery A. (المحررون). Partakers of the Divine Nature: The History and Development of Deification in the Christian Traditions. Madison, New Jersey and Vancouver, British Columbia: Fairleigh Dickinson University Press. د کتاب پاڼي 32–44. LCCN 2006017877. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8386-4111-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Del Colle, Ralph (2001) [1997]. "Part II: The content of Christian doctrine – The Triune God". In Gunton, Colin E. (المحرر). The Cambridge Companion to Christian Doctrine. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 121–140. doi:10.1017/CCOL0521471184.009. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139000000. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kelly, J. N. D. (2006) [1950]. "Part II: Creeds and Baptism". Early Christian Creeds (الطبعة 3rd). London and New York City: Continuum International. د کتاب پاڼي 30–61. doi:10.4324/9781315836720. S2CID 161264947. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315836720. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Chapter 23: 1 Corinthians". The Blackwell Companion to the New Testament. (2010). Chichester, West Sussex: Wiley-Blackwell. 413–433. DOI:10.1002/9781444318937.ch23. ISBN 9781444318937. 
  10. Bernard, David K. (2019) [2016]. "Monotheism in Paul's Rhetorical World". The Glory of God in the Face of Jesus Christ: Deification of Jesus in Early Christian Discourse. 45. Leiden and Boston: Brill Publishers. د کتاب پاڼي 53–82. ISSN 0966-7393. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-39721-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hurtado, Larry W. (2015) [1988]. "Introduction: Early Christology and Chronology – Chapter 5: The Early Christian Mutation". One God, One Lord: Early Christian Devotion and Ancient Jewish Monotheism (الطبعة 3rd). London and New York City: T&T Clark. د کتاب پاڼي 1–16, 97–130. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780567657718. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hurtado, Larry W. (2005). "How on Earth Did Jesus Become a God? Approaches to Jesus-Devotion in Earliest Christianity". How on Earth Did Jesus Become a God? Historical Questions about Earliest Devotion to Jesus. Grand Rapids, Michigan and Cambridge, U.K.: Wm. B. Eerdmans. د کتاب پاڼي 13–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2861-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. ("Clementine Homilies," xvi. 15)
  14. "TRINITY". Jewish Encyclopedia. JewishEncyclopedia.com. 
  15. Irenaeus of Lyons by Eric Francis Osborn (26 November 2001) کينډۍ:ISBN pages 27-29
  16. Global Dictionary of Theology by William A. Dyrness, Veli-Matti Kärkkäinen, Juan F. Martinez and Simon Chan (10 October 2008), کينډۍ:ISBN, pages 352-353.
  17. Christian Doctrine by Shirley C. Guthrie (1 July 1994) کينډۍ:ISBN
  18. Hirschberger, Johannes. Historia de la Filosofía I, Barcelona: Herder 1977, p.403
  19. Dictionary of Biblical Imagery by Leland Ryken, James C. Wilhoit and Tremper Longman III (11 November 1998) کينډۍ:ISBN pages 478-479
  20. Divine Government: God's Kingship in the Gospel of Mark by R. T. France (10 Mar 2003) کينډۍ:ISBN pages 1-3
  21. Firestone, Reuven (2015). "Abraham and Authenticity". In Blidstein, Moshe; Silverstein, Adam J.; Stroumsa, Guy G. (المحررون). The Oxford Handbook of the Abrahamic Religions. Oxford and New York City: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 3–21. doi:10.1093/oxfordhb/9780199697762.013.9. LCCN 2014960132. S2CID 170382297. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-969776-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Christiano, Kevin J.; Kivisto, Peter; Swatos, Jr., William H., المحررون (2015) [2002]. "Excursus on the History of Religions". Sociology of Religion: Contemporary Developments (الطبعة 3rd). Walnut Creek, California: AltaMira Press. د کتاب پاڼي 254–255. doi:10.2307/3512222. JSTOR 3512222. LCCN 2001035412. S2CID 154932078. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-1691-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Systematic Theology by Louis Berkhof (24 September 1996) کينډۍ:ISBN pages47-51
  24. Mercer dictionary of the Bible by Watson E. Mills, Roger Aubrey Bullard 1998 کينډۍ:ISBN page 336
  25. The Ten Commandments: Interpretation: Resources for the Use of Scripture in the Church by Patrick D. Miller (6 August 2009) کينډۍ:ISBN page 111
  26. Theology of the New Testament by Georg Strecker (2000) کينډۍ:ISBN page 282
  27. کينډۍ:Bibleverse
  28. کينډۍ:Bibleverse
  29. Ten Commandments by Arthur W. Pink (30 December 2007) کينډۍ:ISBN pages 23-24
  30. John 11-21 (Ancient Christian Commentary on Scripture) by Joel C. Elowsky (23 May 2007) کينډۍ:ISBN page 237
  31. کينډۍ:Bibleverse
  32. کينډۍ:Bibleverse
  33. کينډۍ:Bibleverse
  34. Wiersbe Bible Commentary by Warren W. Wiersbe (1 November 2007), کينډۍ:ISBN, page 274.
  35. (Book IV, Chapter 19
  36. Irenaeus of Lyons by Eric Francis Osborn (26 November 2001) کينډۍ:ISBN pages 27-29
  37. Christian Doctrine by Shirley C. Guthrie (1 July 1994) کينډۍ:ISBN
  38. Book 1, Chapter 8
  39. Global Dictionary of Theology by William A. Dyrness, Veli-Matti Kärkkäinen, Juan F. Martinez and Simon Chan (10 October 2008), کينډۍ:ISBN, pages 352-353.
  40. Global Dictionary of Theology by William A. Dyrness, Veli-Matti Kärkkäinen, Juan F. Martinez and Simon Chan (10 October 2008), کينډۍ:ISBN, pages 352-353.
  41. Theokritoff, Elizabeth (2010) [2008]. "Part I: Doctrine and Tradition – Creator and creation". In Cunningham, Mary B.; Theokritoff, Elizabeth (المحررون). The Cambridge Companion to Orthodox Christian Theology. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 63–77. doi:10.1017/CCOL9780521864848.005. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139001977. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Young, Frances M. (2008). "Part V: The Shaping of Christian Theology – Monotheism and Christology". In Mitchell, Margaret M.; Young, Frances M. (المحررون). The Cambridge History of Christianity, Volume 1: Origins to Constantine. Cambridge and New York City: Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 452–469. doi:10.1017/CHOL9780521812399.027. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139054836. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Cross, F. L.; Livingstone, E. A., المحررون (2005). "Doctrine of the Trinity". The Oxford Dictionary of the Christian Church (الطبعة 3rd Revised). Oxford and New York City: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 1652–1653. doi:10.1093/acref/9780192802903.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280290-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Manual Of Christian Doctrine by Louis Berkhof (1 August 2007), کينډۍ:ISBN, pages 19-23.
  45. Donald Macleod, Behold Your God (Christian Focus Publications, 1995), pages 20-21.
  46. Introducing Christian Doctrine (2nd Edition) by Millard J. Erickson (1 April 2001) کينډۍ:ISBN pages 391-392
  47. Systematic Theology Vol 2 by Wolfhart Pannenberg (27 October 2004) کينډۍ:ISBN pages 390-391
  48. Theological Dictionary of the New Testament (Volume III) by Gerhard Kittel and Gerhard Friedrich (Jun 1966) کينډۍ:ISBN pages 936
  49. The Oxford Companion to the Bible by Bruce M. Metzger and Michael David Coogan (14 October 1993) ISBN page 157