الفا سنتوري (الفا قنطورس)
الفا سنتوري په سويلي قنطورس فلکي غونچه (د ستورو غړوسکه) کې يو درې ګونی ستوريز نظام دی. له درې ستورو څخه جوړ شوی دی چې دا دي: Rigil Kentaurus (الفا سنتوري A)، Toliman (B) او Proxima Centauri (C). Proxima Centauri همدا راز لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی چې 4.2465 نوري کاله واټن لري (1.3020پارسيک) (Parsec د فلکي اجسامو تر منځ د واټن معلومولو يوه اندازه ده چې د درې اعشاريه شبږ ويشت نوري کاله برابره ده).[۱]
الفا سنتوري A او B لمر ته ورته ستوري دي (په ترتيب سره G او K طبقه)، او دوی په شریکه سره د دوه ګونو ستورو نظام جوړوي چې هغه الفا سنتوري AB دي. په غړېدلو سترګو (له کومې وسيلې يا الې پرته)، دواړه مهمې برخې د یو ستوري په توګه ښکاري، چې ظاهري د ځلادرجه يې -0.27 ده. دا په ستوريزه غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه ستوری دی، او د شپې په اسمان کې درېيم روښانه ستوری دی، چې یوازې له سيريوس او کانوپوس څخه وورسته زیات ځلېږي.
الفا سيتوري A د لمر د روښنايۍ په نسبت 1.1 زيات کتله او 1.5 برابر زياته ځلا لري، به داسې حال کې چې الفا سنتوري B کوچنی او يخ دی، د لمر د په نسبت يې کتله 0.9 ځله او د روښنايي يې 0.5 ځله کمه ده. دا جوړه د يو شریک مرکز په شا او خوا کې څرخېږي، د کوم مداري موده چې 79 کاله ده. د دوی بيضاوي مدار غېر عادي او عجيب او غرب دی، په همدې بنسټ د A او B تر منځ واټن د 35.6 فکلياتي واحدوونو (AU) کې بدلون لري، يا د پلوټو او لمر تر منځ واټن تقريباً 11.2 AU، يا د زحل او لمر تر منځ د واټن په اندازه.[۲][۳]
الفا سنتوري C يا Proxima Centauri، يوه کوچنۍ کمزورې سره رنګه لنډۍ (Class M) ده. که څه هم په غړېدلو سترګو نه لېدل کېږي، Proxima Centauri لمر ته تر ټولو نږدې ستوری دی، چې واټن يې 4.24 نوري کاله (1.30PC) دی، چې له Alpha Centauri AB څخه يو څه نږدې دی. اوسمهال، د Proxima Centauri او Alpha Centauri AB تر منځ واټن شا اوخوا 13000AU (0.21 نوري کاله) دی، چې د نيپتون د مدار د نيمايي قطر شا اوخوا 430 برابره زيات دی.[۴]
Proxima Centauri دوه تايید شوې سيارې لري چې هغه: په 2006ز کال کې د اوسېدو وړ سيمه کې کشف شوې د Proxima b په نوم د ځمکې په اندازه يوه سياره ده، او Proxima d يوه نومانده فرعي ځمکه ده، چې دې ستوري ته ډېره نږدې څرخېږي، او په 2022ز کال کې اعلان شوې ده. په 2019ز کال کې موندل شوې يوه کوچنۍ نيپټون 1.5 AU په واټن لېرې Proxima c ده، چې په اړه يې توافق نه شته. شونې ده چې په Alpha Centauri A کې د اوسېدو وړ سيمه کې نوماند نيپټون په اندازه ستوری موجود وي، په داسې حال کې چې تر اوسه په طبيعيت کې د ستورو په اړه نامعلومه ده، او شونې ده چې د کشف د طريقې يوه مصنوعه (خپله جوړه شوې) وي. Alpha Centauri B د کومې معلومې سيارې لرونکې نه ده: Bb سياره، چې په څرګند ډول په 2012ز کال کې موندل شوې وه، وروسته ناسمه ثابته شوه، او تر اوسه کومه بله سياره نه ده تايید شوې.[۵][۶][۷][۸]
د نوم اصل او نوم اېښودل[سمول]
α Centauri (چې په لاتيني ټکو کې الفا سينتوري بلل کېږي) په 1603ز کال کې د «جوهان باير» له خوا ورکړل شوي سيستم نوم دی. د دې دوديز نوم « Rigil Kentaurus» دی، کوم چې د عربي نوم رجل القنطورس لاتينې شوې بڼه ده، معنا يې ده د قنطور پښه. دا نوم ډېر ځله د « Rigil Kent» يا ان د Rigil په توګه لنډيز کېږي، په داسې حال کې چې وروستی نوم Rigel (Beta Orionis) لپاره ډېر پېژندل کېږي.[۹][۱۰][۱۱]
په اروپايي سرچينو کې موندل شوی بديل نوم، Toliman د اټکل تر مخې د عربي نوم الظليمان دی، د کوم معنا چې ده (دوه نارينه) شترمرغ، کوم نوم چې زکريا القزويني په Lambda او Mu Sagittarii اېښي و، همدا راز په سويلي نيمه کره کې دي. [۱۲]
یو درېيم نوم چې کارول کېږي هغه Bungula دی. د دې ټکي اصل نه دی معلوم، خو کېدای شي چې دا له يوناني توري بيټا (β) او لاتيني ټکي ungula «د ژوي پښه» څخه اخیستل شوی وي.[۱۳]
Alpha Centauri C په 1915ز کال کې « Robert T. A. Innes» کشف کړی وه، چا چې وړانديز کړی و چې په دې دې Proxima Centaurus نوم کېښودل شي، له لاتيني ژبې څخه، «سينټورس ته تر ټولو نږدې [ستوری]. د Proxima Centauri نوم وروسته په پراخه کچه استعمالېدو، او دا اوس د نړيوالې فلکياتي اتحاديې (IAU) له خوا د منل شوي مناسب نوم په توګه ثبت شوی دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
په 2016ز کال کې، د IAU د ستورو د نومونو په اړه کار کونکې ډلې، له يو څخه د زياتو نظامونو پر ځای د انفرادي اجزاوو د ستورو څخه د مناسب نوم اېښودلو د پرېکړې په کولو سره، د Rigil Kentaurus نوم تر Alpha Centauri A پورې محدودول تايید کړل، او د Proxima Centauri نوم د Alpha Centauri C پورې محدود کړل. د 2018ز کال د اګست د مياشتې په لسمه نېټه، IAU د Toliman نوم د Alpha Centauri B لپاره تايید کړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
ليدل[سمول]
په غړېدليو سترګو (له کومې الې او وسيلې پرته)، Alpha Centauri AB د يو واحد ستوري په توګه ښکاري، کوم چې د سنټورس په سويلي غونچه (برج) کې تر ټولو روښانه دی. د دوی ظاهري زاويه يي جلاوالی نږدې په اتيا کلونو کې 2 او 22 قوسونو تر منځ دی (غړېدلې سترګې د 60 قوسونو په اندازه تفکيک لري)، خو د مدار په ډېره اندازه کې، دواړه په اسانۍ سره په دوربينونو يا کوچنیو تيليسکوپونو د تفکيک وړ دي. په −0.27 ظاهري اندازې سره (د A او B اندازې لپاره يو ځای شوی)، الفا سنتوري يوه د لومړۍ-اندازې ستوری دی او يوازې له سيريس او کينوپس څخه ډېر کمزوری (تت) دی. دا د Pointers يا The Southern Pointers بهرنی ستوری دی، ځکه دا بلل کېږي چې Beta Centauri (Hadar/Agena) څخه تېرېدونکې ليکه، چې شا اوخوا څلور اعشاريه پنځه درجې لوېديځ ته ده، د Crux ستوريزې غونچې– سويلي صليب- ته اشاره کوي. Pointers په اسانۍ سره حقيقي سويلي صليب د False Cross په نوم پېژندل کېدونکې کمزوري (تت) ستوري څخه جلا کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
تقريباً د نهه ويشت درجې سويلي عرض البلد په سويل کې، الفا سنتوري دايروي دی او کله هم له افق څخه لاندې نه راځي. تقريباً نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد په شمال کې، الفا سنتوری کله هم نه راپورته کېږي. الفا سنتوری د سويلي افق سره نږدې موقعيت لري، کله چې نهه ويشت درجې شمالي عرض البلد څخه د استوا خط پورې ليدل کېږي (په مکسيکو کې هرمسيلو او چيهواهوا ښار سره نږدې، ګيلوسټن، ټيکساس، اوکالا، فلوريډا او لانزاروټ، د اسپنايې د کينري جزيرې)، خو يوازې د هغې د اوج په شا اوخوا کې (اوج يعنې نصف النهار ته رسېدل) د لنډې مودې لپاره. دا ستوری هر کال د اپريل په څلورويشتمه نېټه په سيمه ييزه نيمه شپه او د جون په اتمه نېټه به سيمه يیز وخت د شپې نهه بجې خپل اوج ته رسېږي.[۲۹][۳۰]
لکه چې له ځمکې څخه ليدل شوي دي، Proxima Centauri د Alpha Centauri AB سويل لوېديځ ته دوه اعشاريه دوه درجو کې دی، کوم چې د سپوږمۍ د زاويه يي قطر نږدې څلور برابره دی. Proxima Centauri د کم شمېر ستورو په ميدان کې 11.1 عام ظاهري مقدار د زيات سور رنګه ستوري په توګه راڅرګندېږي، د کوم د ليدلو لپاره چې د منځنۍ کچې تيليسکوپ ته اړتيا ده. د تغېر موندونکو ستورو بڼې په 4.2 په عمومي کيټلاک کې د V645 Cen په توګه ثبت شوی دی، دا د UV Ceti ډول بلېدونکی (لمبې وهونکي) ستوری په غېر متوقع ډول د بصري اوږدو څپو د 0.6 اندازې په سرعت سره ځلېدای شي، او بيا له څو دقيقو وروسته تتېږي، ځينې شوقي او مسلکي فلکيات پوهان په منظم ډول د نوري يا راډيو تيليسکوپونو په استعمال سره د چاودنو څخه څارنه کوي. د 2015ز کال د اګست په مياشت کې، د دې ستوري تر ټولو سترې شغلې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې د اګست په ديارلسمه نېټه په B ليکه (اسماني رنګه روښانه سيمه) کې، له عادي څخه 8.3 ځلې زيات ځلېدونکی شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
شونې ده چې الفا سنتوري د سیمه ييزې پوکاڼۍ د G-cloud په داخل کې وي، او د هغې سره تر ټولو نږدې معلوم سيستم دوه ګونی قهوه يي کوچنی سيستم دی چې د Luhman 16 په نوم پېژندل کېږي او 3.6 نوري کاله (1.1PC) لېرې دی.[۳۵][۳۶]
سرچينې[سمول]
- ↑ "IAU Working Group on Star Names (WGSN)". International Astronomical Union. د لاسرسينېټه ۲۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Kervella, Pierre; Thevenin, Frederic (15 March 2003). "A Family Portrait of the Alpha Centauri System". European Southern Observatory Press Release: 5. eso0307, PR 05/03. Bibcode: 2003eso..pres...39.. http://www.eso.org/public/news/eso0307/.
- ↑ کينډۍ:Citation-attribution
- ↑ Kervella, P.; Thévenin, F.; Lovis, C. (January 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Proxima's orbit around α Centauri"]. Astronomy & Astrophysics 598: L7. doi:10.1051/0004-6361/201629930. Bibcode: 2017A&A...598L...7K.
- ↑ Faria, J. P.; Suárez Mascareño, A. et al. (January 4, 2022). "A candidate short-period sub-Earth orbiting Proxima Centauri". Astronomy & Astrophysics (European Southern Observatory) 658: 17. doi:10.1051/0004-6361/202142337. Bibcode: 2022A&A...658A.115F. https://www.eso.org/public/archives/releases/sciencepapers/eso2202/eso2202a.pdf.
- ↑ Artigau, Étienne; Cadieux, Charles; Cook, Neil J.; Doyon, René; Vandal, Thomas et al. (June 23, 2022). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Line-by-line velocity measurements, an outlier-resistant method for precision velocimetry"]. The Astronomical Journal 164:84 (3): 18pp. August 8, 2022. doi:10.3847/1538-3881/ac7ce6. Bibcode: 2022AJ....164...84A.
- ↑ Wagner, K.; Boehle, A. et al. (10 February 2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Imaging low-mass planets within the habitable zone of α Centauri"]. Nature Communications 12 (1): 922. doi:10.1038/s41467-021-21176-6. PMID 33568657. Bibcode: 2021NatCo..12..922W. Kevin Wagner's (lead author of paper?) video of discovery
- ↑ Rajpaul, Vinesh; Aigrain, Suzanne; Roberts, Stephen J. (19 October 2015), "Ghost in the time series: no planet for Alpha Cen B", Monthly Notices of the Royal Astronomical Society, 456 (1): L6–L10, arXiv:1510.05598, Bibcode:2016MNRAS.456L...6R, doi:10.1093/mnrasl/slv164, S2CID 119294717 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Paul Kunitzsch; Tim Smart (2006). A Dictionary of Modern Star Names: A Short Guide to 254 Star Names and Their Derivations. Sky Pub. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-931559-44-7. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Davis, George R. Jr. (October 1944). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The pronunciations, derivations, and meanings of a selected list of star names"]. Popular Astronomy 52 (3): 16. Bibcode: 1944PA.....52....8D.
- ↑ R.H. Allen, Star Names and their Meanings
- ↑ ظليم ذ, in Edward William Lane, An Arabic–English Lexicon
- ↑ R.H. Allen, Star Names and their Meanings
- ↑ Innes, R. T. A. (October 1915). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Faint Star of Large Proper Motion"]. Circular of the Union Observatory Johannesburg 30: 235–236. Bibcode: 1915CiUO...30..235I.
- ↑ Innes, R. T. A. (September 1917). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Parallax of the Faint Proper Motion Star Near Alpha of Centaurus. 1900. R.A. 14h22m55s-0s 6t. Dec-62° 15'2 0'8 t"]. Circular of the Union Observatory Johannesburg 40: 331–336. Bibcode: 1917CiUO...40..331I.
- ↑ کينډۍ:Cite dictionary
- ↑ Alden, Harold L. (1928). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Alpha and Proxima Centauri"]. Astronomical Journal 39 (913): 20–23. doi:10.1086/104871. Bibcode: 1928AJ.....39...20A.
- ↑ "Bulletin of the IAU Working Group on Star Names, No. 2" (PDF). International Astronomical Union. October 2016. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. د لاسرسينېټه ۲۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "IAU Working Group on Star Names (WGSN)". International Astronomical Union. د لاسرسينېټه ۲۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "WG Triennial Report (2015–2018) – Star Names" (PDF). د کتاب پاڼې 5. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۲. د لاسرسينېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Naming Stars". IAU.org. د لاسرسينېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "IAU Catalog of Star Names". International Astronomical Union. د لاسرسينېټه ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Moore, Patrick, المحرر (2002). Astronomy Encyclopedia. Philip's. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-540-07863-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Van Zyl, Johannes Ebenhaezer (1996). Unveiling the Universe: An Introduction to Astronomy. Springer. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-540-76023-8. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ . [{{{url}}} Astronomical Objects for Southern Telescopes]. Cambridge University Press
- ↑ Moore, Patrick, المحرر (2002). Astronomy Encyclopedia. Philip's. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-540-07863-9. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Norton, A. P.; Ed. I. Ridpath (1986). Norton's 2000.0: Star Atlas and Reference Handbook. Longman Scientific and Technical. د کتاب پاڼي 39–40. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Mitton, Jacquelin (1993). The Penguin Dictionary of Astronomy. Penguin Books. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780140512267. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Norton, A. P.; Ed. I. Ridpath (1986). Norton's 2000.0: Star Atlas and Reference Handbook. Longman Scientific and Technical. د کتاب پاڼي 39–40. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ James, Andrew. "'The '"Constellations : Part 2 Culmination Times"'". Sydney, New South Wales: Southern Astronomical Delights. د لاسرسينېټه ۰۶ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Matthews, R. A. J.; Gilmore, Gerard (1993). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Is Proxima really in orbit about α Cen A/B?"]. Monthly Notices of the Royal Astronomical Society 261: L5–L7. doi:10.1093/mnras/261.1.l5. Bibcode: 1993MNRAS.261L...5M.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ Page, A. A. (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Mount Tamborine Observatory"]. International Amateur-Professional Photoelectric Photometry Communication 10: 26. Bibcode: 1982IAPPP..10...26P.
- ↑ "Light Curve Generator (LCG) – aavso.org". aavso.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ جولای ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسينېټه ۰۷ جون ۲۰۱۷. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Linsky, Jeffrey L.; Redfield, Seth; Tilipman, Dennis (November 2019). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Interface between the Outer Heliosphere and the Inner Local ISM: Morphology of the Local Interstellar Cloud, Its Hydrogen Hole, Strömgren Shells, and 60Fe Accretion"]. The Astrophysical Journal 886 (1): 19. doi:10.3847/1538-4357/ab498a. 41. Bibcode: 2019ApJ...886...41L.
- ↑ Boffin, Henri M. J. et al. (4 December 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Possible astrometric discovery of a substellar companion to the closest binary brown dwarf system WISE J104915.57–531906.1"]. Astronomy and Astrophysics 561: L4. doi:10.1051/0004-6361/201322975. Bibcode: 2014A&A...561L...4B.