السي اینګلېس
الېزا موډ «ایلسي اینګلېس» (زوکړه د ۱۸۶۴ کال د اګست ۱۶مه-مړینه د ۱۹۱۷ کال د نوامبر ۲۶مه) یوه سکاټلنډۍ د طب ډاکتره، جراح، ښوونکې، د ښځو له خوا د رایې ورکولو د حق غوښتونکې او د سکاټلنډي ښځو د روغتون بنسټ اېښودونکې وه. هغه لومړنۍ ښځه وه چې د صربیانو د سپين شاهین نښان یې ترلاسه کړی و.[۱][۲][۳]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې[سمول]
اینګلېس د ۱۸۶۴ کال د اګست په ۱۶مه د بریتانیوي هند د نینیتال په هېل سټېشن ښارګوټي کې نړۍ ته راغله. اینګلېس ۸ خویندې وروڼه لرل او دویمه لور او درېیمه کشرۍ ماشومه وه. د هغې مور او پلار هریټ لووز ټامپسون او جان فوربس ډیوېډ اینګلېس (زوکړه ۱۸۲۰ – مړینه ۱۸۹۴) وو. پلار یې یو څارنوال و چې د ختيځ هند شرکت له طریقه یې د اوده دولت د لوی کمېشنر په توګه د هند په ملکي خدماتو کې کار کاوه، همدارنګه د هغې مورني نیکه هم. د اینګلېس مور او پلار د یوې لور زدهکړې هم د یو زوی په اندازه مهمې بللې او د هغوی بچیانو په هند کې زدهکړې کولې. ایلسي او خور یې اوا ۴۰ نانزکې/ګودیانې لرلې چې د هغو لکو «شړي/سرخکان» د درملنې لپاره یې کارولې چې هغوی یې پر مخ کښلې وې. [۴][۵][۶][۷]
د اینګلېس پلار مذهبي سړی و او په هند یې «د ځايي اقتصادي پراختیا د هڅونې، د ماشوموژنې پر وړنداې ویناوالۍ او د ښځو د زدهکړو د ترویج» په برخه کې له خپل موقف څخه کار واخیست. د اینګلېس مورنی نیکه ریو هېنري سیمسون په ابردین شایر کې د ګاریوخ کلیسا کشیش و. هغه د نسايي متخصص ښاغلي هنري سیمسون او په ښځینه طب کې د هغه د مخکینۍ همکارې ګرېس کاډل د تره لور وه. [۸][۹][۱۰]
د اینګلېس پلار (په ۵۶ کلنۍ کې) د ختيځ هند شرکت څخه تقاعد شو تر څو د تاسماني ایالت له طریقه ايډینبورګ ته راستون شي چېرته چې د هغې ځینې مشرانو خویندو وروڼو ژوند کاوه. اینګلېس خپلو خصوصي زدهکړو ته په اډېنبورګ (هلته یې د شارلوټ په زرغون میدان کې د ښوونځي نجونو ته له خصوصي باغونو څخه د ګټې اخیستنې مشري وکړه) کې دوام ورکړ او ښوونځی يې په پاریس کې پای ته ورساوه. د طب په څانګه کې د زدهکړو لپاره د اینګلېس پرېکړه د هغې د مور د وروستۍ ناروغۍ (سرې تبې) په بهیر کې له هغې څخه د پالنې او په ۱۸۸۵ کال کې د هغې د مړینې له امله کله چې هغې داسې احساس وکړ په اډینبورګ کې له خپل پلار سره پاتې کېدو ته اړه ده، ځنډنۍ شوه. [۱۱]
د ښځو لپاره د اډېنبورګ د طب پوهنځۍ د ډاکتر سوفیا جکس بلیک له خوا په ۱۸۸۷ کال کې پرانیستل شوه او اینګلېس خپلې زدهکړې هلته پيل کړې. د جکس بلیک د طریقو پر وړاندې د غبرګون او د هغې د دوو ملګرو ګرېس او جورجینا د اخراج له امله اینګلېس او د هغې پلار د ښځو د طبي زدهکړو لپاره د سکاټلنډ ټولنې په څارنه او مالي ملاتړ د اډېنبورګ د ښځو لپاره طبي کالج تاسیس کړ؛ چې په مالي ملاتړ کوونکو کې یې د هغې د پلار هندي ملګری ښاغلی وېلیم مویر هم شامل و او اوس مهال د اډینبورګ پوهنتون مدیر دی. د اینګلېس مالي ملاتړو هم د ښاغلې وېلیم مکاېون په لارښوونه د ګلاسکو په شاهي روغتون کې د ښځينه زدهکړیالانو لپاره کلینکي روزنه ترتیب کړه. [۱۲][۱۳]
هغې په ۱۸۹۲ کال کې درې ګونی سند ترلاسه کړ چې د اډېنبورګ د شاهي طبي کالج، د اډینبورګ د شاهي جراحي کالج او د ګلاسکو د جراحانو او ډاکترانو پوهنځۍ څخه یې اسناد ترلاسه کړل. هغه د ښځو ناروغانو د اړتیا وړ نه تخصص او د پالنې د ټیټ ستندرد په اړه اندېښمنه وه او په دې توګه یې د ښځو لپاره د الیزابیت ګرت انډرسون په نوي مخکښ روغتون کې په لندن کې او ورپسې یې په ډوبلین کې د زېږون په برخه کې د روټوندا په مخ پر ودې روغتون کې کار وکړ. هغې خپلهMBChM (د طب لیسانس او د جراحۍ لیسانس) درجه په ۱۸۹۹ کال کې وروسته له هغې ترلاسه کړه چې د ښځو لپاره یې خپل طبي کورسونه پرانیستل ترلاسه کړ. د دې کورسونو د پیل لپاره اډینبورګ ته د هغې راستنېدل په ۱۸۹۴ کال کې د مارچ په ۴مه په ۷۳ کلنۍ کې د هغې د پلار تر مړینې مخکې د هغه په ورستۍ ناروغۍ کې د هغه له پالنې سره هممهال وو. اینګلېس هغه مهال یادونه وکړه چې «هغه باوري نه و چې مړینه د درېدلو ځای دی، بلکې فرد به تر ابده ودې او زدهکړې ته دوام ورکړي». [۱۴]
اینګلېس وروسته ومنله چې «زه چې هر څه یم، هر څه مې چې ترسره کړي، د ټولو لپاره د خپل پلار احسانمنده یم». [۱۵]
دنده[سمول]
طبي تمرین[سمول]
اینګلېس په ۱۸۹۴ کال کې اډینبورګ ته راستنه شوه، له طب پوهنځي څخه يې خپل سند ترلاسه کړ او د ښځو په طبي کالج کې استاده شوه او ورپسې يې له جسي مک لارن مک ګرګور سره چې د طب زدهکړیاله وه یو درملتون پرانیست. د ښځو او ماشومانو د طبي سرچینو کموالي ته په پام سره هغوی په پیل کې د جورج په څلورلارې کې د یو ښوونیز مرکز او د قابلګۍ سرچینې تر څنګ د بېوزله ښځو لپاره د هاسپېس په نوم یو زېږنتون پرانیست. هاسپېس وروسته له یو تصادف د عمومي خدماتو او همدارنګه زېږنتون سره له یوې عملیات خونې او ۸ بسترونو سره د کاکبرن سړک ته څېرمه په رویال مایل کې په ۲۱۹ سړک کې په نوي ځای کې خپل خدمات وړاندې کړل، چې د ایلسي اینګلېس په یاد جوړ شوي روغتون سلف شو. اینګلېس په ۱۹۱۳ کال کې متحده ا یالاتو (مشیګان) ته سفر وکړ تر څو د زیږوني روغتون یو نوی ډول وویني. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
اینګلېس غالباً پهخپل فیس سترګې پټولې او سمندري سیمو کې یې د خپلو ناروغانو د رغېدو لپاره پیسې ورکولې، د ماشومانو ګوزن د ماشومتوب د دوران یوه خاصه ناروغي وه چې هغه یې په اړه اندېښمنه وه. اینګلېس د برونتسفیلډ په روغتون کې سلاکاره وه چې د ښځو او ماشومانو لپاره تر ټولو نږدې روغتون و او هاسپېس هم په ۱۹۱۰ کال کې ورسره یوځای شوه. [۲۰][۲۱]
د اینګلېس جراحي مهارتونه د هغې د همکار لهخوا داسې تشخیص شوي چې «غلې، ارامه او ټوله وه او هېڅکله مغشوشه نه وه، په خپلو سنبالولو کې ماهره وه او له هر بېړني وضعیت سره یې د تعامل وړتیا لرله.»[۲۲]
اینګلېس څه موده له خپلې طبي همکارې او د رایې د حق لرونکې فلورا موري سره په اړیکه کې وه او ژوند یې ورسره وکړ. [۲۳]
د رایې د حق غورځنګ[سمول]
د ښځو د لاس رسي وړ طبي مراقبتونو له سټندردونو څخه د هغې نارضایتۍ هغه د رایې د حق غورځنګ له طریقه د سیاسي فعالیتونو لور ته بوتله. هغې په داسې حال کې چې د طب په څانګه د خپل سند ترلاسه کولو ته کار کاوه په ۱۸۹۰ لسیزه کې د ښځو د رایو د حق لپاره د اډېنبورګ د ملي ټولنې منشي وه، چې مالي ملاتړ یې د هغې د پلار پر غاړه و. [۲۴][۲۵]
اینګلېس د ښځو د رایې ورکولو د حق ټولنو د ملي اتحادیې (NUWSS) له مشرې میلیسنت فاوست سره چې د ټول هېواد په کچه لویو پېښو کې به یې وینا کوله له نږدې کار وکړ. اینګلېس په ۱۹۰۶ کال کې د سکاټلنډي ډلو لپاره همهغه څه وه چې مېرمن فاوست د انګلیسانو لپاره وه؛ کله چې هغوی هم په ورته کال کې ځانته یو فېدراسیون رامنځته کړ، ایلسي يې منشي وه. اینګلېس په ۱۹۰۶ کال کې د سکاټلنډ د ښځو د رایې د حق فېدراسیون له رامنځته کېدو څخه تر ۱۹۱۴ کال پورې د افتخاري منشي په توګه کار وکړ. [۲۶][۲۷]
اینګلېس په ۱۹۰۷ کال کې د اډېنبورګ په اوک هال کافۍ کې د NUWSS په یوه غونډه کې وینا وکړه، چې کریستال مک میلان او الیس لو د نورو ویناوالو په توګه په کې برخه اخیستې وه. له نیوزیلنډ څخه جسي سکاټ هم ویناکوونکې مېلمنه وه، هلته ښځو له مخکې د رایې حق درلود. [۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې[سمول]
- ↑ The National Archives. "The Discovery Service". discovery.nationalarchives.gov.uk (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Serbian White Eagle: Scotswoman as the first woman recipient", Aberdeen Journal, 15 April 1916 الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ Ewan, Elizabeth; Innes, Sue; Reynolds, Siân; Pipes, Rose, المحررون (2006). "Inglis, Elsie Maude". The Biographical Dictionary of Scottish Women. Edinburgh: Edinburgh University Press. د کتاب پاڼي 177–178. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780748632930. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Knox, William (2006). Lives of Scottish Women: Women and Scottish Society, 1800–1980. Edinburgh: Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 141. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ Knox, William (2006). Lives of Scottish Women: Women and Scottish Society, 1800–1980. Edinburgh: Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 141. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Simson/Inglis graves Dean Cemetery
- ↑ Jeffery, Roger (28 June 2019). India In Edinburgh: 1750s to the Present (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-000-55661-2. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ Ewan, Elizabeth; Innes, Sue; Reynolds, Siân; Pipes, Rose, المحررون (2006). "Inglis, Elsie Maude". The Biographical Dictionary of Scottish Women. Edinburgh: Edinburgh University Press. د کتاب پاڼي 177–178. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780748632930. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ Balfour, Frances (1919). Dr. Elsie Inglis. New York: George H. Doran Company (Nabu Public Domain Reprints). د کتاب پاڼې 182. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781141571468. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Inglis, Lucy (8 November 2014). "Elsie Inglis, the suffragette physician". The Lancet (په انګلیسي ژبه کي). 384 (9955): 1664–1665. doi:10.1016/S0140-6736(14)62022-5. ISSN 0140-6736. PMID 25473677. S2CID 4421593. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 6 February 2014 باندې). The legacy of Elsie Inglis – Edinburgh's shame. The History Company.
- ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ "Bruntsfield Hospital". Historic Hospitals. 26 April 2015. د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Inglis, Lucy (8 November 2014). "Elsie Inglis, the suffragette physician". The Lancet (په انګلیسي ژبه کي). 384 (9955): 1664–1665. doi:10.1016/S0140-6736(14)62022-5. ISSN 0140-6736. PMID 25473677. S2CID 4421593. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Jennings, Rebecca (2007). A Lesbian History of Britain: Love and Sex Between Women Since 1500 (په انګلیسي ژبه کي). Greenwood World Pub. د کتاب پاڼې 101. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84645-007-5. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 May 2020 باندې). Greatest Scot? The many talents of Dr Elsie Inglis. The National.
- ↑ Leah Leneman, 'Inglis, Elsie Maud (1864–1917)', Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, 2004 accessed 6 June 2015
- ↑ Lovejoy, Esther Pohl (1957). Women Doctors of the World. New York: Macmillan. د کتاب پاڼې 288. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Lawrence, Margot (1971). Shadow of Swords: A Biography of Elsie Inglis. Great Britain: Northhumberland Press Limited. د کتاب پاڼې 81. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 5 February 1909 باندې). [{{{url}}} General notices]. The Scotsman.
- ↑ (په 11 February 1909 باندې). [{{{url}}} Edinburgh NUWSS]. Women's Franchise.
- ↑ Inglis, Lucy (8 November 2014). "Elsie Inglis, the suffragette physician". The Lancet (په انګلیسي ژبه کي). 384 (9955): 1664–1665. doi:10.1016/S0140-6736(14)62022-5. ISSN 0140-6736. PMID 25473677. S2CID 4421593. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)