الرژي یا کلک غبرگون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرژي يا د وجود غبرګون زموږ د ښونځي مخې ته ښایسته ګلان کرل شوې وي، يو وخت يې له خوا سره تېرېدم ساعت نیم به لا نه وو تېرشوی چې وجود مې يو دم خارښت شروع کړ، سور واوښت، د وجود ځينې برخې مې وپړسيدې درد يې شروع کړ، ډ‌ېر نارامه شوم فکر مې وکړ چې د کالو لاندې مې کومه مضره خزنده ننوتي، ولاړم یخې اوبه مې په ځان واړولي خو له اوبو سره مې ستونزه نوره هم زیاته شوه، نژدې ډاکټر ته لاړم، په رګ کې يې پيچکاري راته وکړه په څو دقیقو کې مې وجود بیرته عادي حالت را وګرځېد، هغه وخت زه نه پوهېدم خو ډاکټر اطمنان راکړ پوه يې کړم چې ستا وجود د ځينو څيزونو په وړاندې غبرګون ښودلی چې دا غبرګون ته الرژي يا حساسیت په نوم يادېږي.

الرژي او حساسيت پخوا د طب کتابونو دوه بیلا بیلې پديدې يادولی خو په دې ورستیو کې طب پوهانو ويلي چې دواړه په يوه مانا استعماليږي.

الرژي، حساسیت يا د وجود ناڅاپې غبرګون، د وجود د دفاعي سيستم د فعالیت په مانا دی، چې دا فعالیت وجود د بیلابیو اجنبي او ناروغي منځ ته راوړونکو څېزونو په وړاندي ښيې.

په بله مانا؛ حساسیت يا الرژي د وجود يوه نورماله او ضروري پروسه ده، چې د وجود دساتنې او ژغورنې لپاره ارزښت لري.

سره له دې چې يوه نورماله او با ارزښته پروسه ده خو په ځينو خلکو کې کله کله دا طبعې پروسه له خپل نارمل کچې څخه زیاتوالی مومي او په وجود کې د یو لړ عذاب رسوونکو نښو نښانو د منځ ته راتلو سبب ګرځي.

د وجود دا غبرګون ساري نه دی خو په ځینو کورنيو کې زیات لېدل کېږي چې د هرې کورنۍ په ارثيت باندې دلالت کوي.

کله به مو څوک لېدلې وي يا به په خپله له داسې حالت سره مخ شوې ياست چې د ګلانو سره د نژدې ګرځېدو يا د غومبسې، مچۍ، او ميږي په واسطه چيچل کېدو په وخت کې مو په وجود کې درد، سوروالی، او پړسوب منځ ته راغلی وي، دا نښې په ګوته کوي چې د څه شې په واسطه وچيچل شوو او یا مو وجود لږ تر لږه له خطر سره مخ دی، دې ته نورمال طبعي غبرګون يا reaction هم ويل کېږي.

که چېرته موږ د څه شې په واسطه وچيچل شو يا مو بدن د زیان رسوونکو موادو په وړاندي غبرګون ونه ښيې نو کېدای شې و نه پوهېږو چې له خطر سره مخ يو يا د څه شې په واسطه وچېچيل شوو، په دې توګه زهر وجود ته په پراخه پيمانه داخليږي چې د ډېرو بدو پایلو د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي، کله چې خبر و نه اوسو يا مو د زیان رسوونکو موادو په وړاند وجود غبرګون ونه ښود آن د ځيګر او بډوډو د ناروغيو د رامنځ ته کېدو امکان شته.

مګر ځينې خلک بیا ډېر کله د دې مضرو موادو په وړاندې غير طبعي غبرګون لري چې د شديد پړسوب سوروالی او درد سبب شې کله هم د سالنډي نس درد، ګانګې د وينې د فشار سقوط او آن دمرګ لامل هم وګرځي.

ډېری کسان په طبعې ډول د وجود په داخل کې په غير طبعې توګه د حساسیت د عواملو د توليد ستونزي لري خو ډېر کم شمېر بیا د خارجې عواملو په مقابل کې شديد يا غير طبعې حساسیت لري

الرژي په څو ډوله ده؟

هغه ناروغۍ چې په الرژي پورې اړوندې دي يا هغه نارغۍ چې په وجود کې د الرژي د منځ ته راتلو له امله منځ ته راځې په لاندي ډول ډي سالنډي allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis, eczema,urticaria,migraine Allergic conjunctivitis اونور………

ايا الرژي تر موسم پورې اړوند ده ؟

يو شمېر هغه ناروغۍ چې د الرژي په منځ ته راتلو پورې اړه لري ډېری يې د موسم د بدلېدو (تودوخې، ګرد، باد و باران، د ګلانو شيره، لوګی او سګريټ) همدارنګه د ويروسې امراضو د زیاتوالی او يو شمېر نورو عواملو سره نژدې تړاو لري.

ځينې وخت الرژي کېدای شې عمر پورې هم تړاو ولري:

الرژي په عمر پورې تړلي يوه داسې پروسه ده چې ډېر کله په ماشومانو او تنکيو ځوانانو کې ليدله کېږي، ځو انان هم او د پاخه عمر کسان هم وسره په ژوند کې يو ځل ضرور مخ کېږي چې کېدای شې د عمر په تېرېدو سره څه ناڅه ښه والی و مومي

څنګه کوای شو پوه شو چې يو کس يا پخپله الرژي لرو.؟

که چېرته نورو کسان مو ولېدل چې له الرژي شکایت کوي نو دا بسنه کوې چې پوه شئ چې الرژي منځ ته راغلې ځکه د الرژي په تشخیص کې د ناروغ شکایټ ډېر کله بسنه کوي الرژي په ګوته کړي.

خو له دې سره سره د هغو کسانو لپاره چې له الرژي شکايټ کوي يو لړ ازموينې سره ته رسېږي چې په لاندي ډول دي:

د وينې معاینات

د وينې معاینات ((RAST&IgE)) او د پوستکې د الرژي ازموينې تر څو معلومومه کړو چې ناروغ کس له څه شې سره حساس دی او د څه په وړاندې يې وجود عکس العمل ښيې. څنګه د الرژي درملنه کېدای شې: په څه ډول د الرژي درملنه کېدای شې: دلته يواځې دې پوزې دحساسيت ددرملنئ په هکله معلومات لیکو د پوزې حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي

١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:

topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others. دپوزې جراحي کومه پايله نه لري.

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه antihistamine په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه( RAST,IgE) سرته رسول کېږي

او يا دپوټکي دحساسيت ټست، چه دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو لخوا سرته رسې، کولی شي چه د حساسيت عامل يا عوامل يې په مرسته وپيژندل شې کله چه دحساسيت عامل يا عوامل معلوم شيي، د متخصص (allergolog) دلارښونئ سره سم، د پيژندل شوي عامل شيره (extract)چه دطبابت په بازار کی شته، په خورا لږ مقدار په هره اونئ يا د دوو اونيو په ترڅ کې يوځل، ناروغ ته د پيچکاري (injection)په ذريعه، د ١٨ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي (desensitisation) داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل ډول شفا مومي.