الخون هونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الخون هونان، (په باختري ژپه: αλχον(ν)ο الخونو) چې د الخونو، الکسون، الخان، الاخانا او والکسون په نوم هم یادېږي، کوچیاني وګړي وو چې په ۴مه او ۶مه پېړۍ کې یې په منځنۍ آسیا او سویلي آسیا کې دولتونه را منځ ته کړل. د دوی موقعیت په لومړي ځل په پاروپامیسوس کې یاد شوي، او ورپسې د سوېل ختیځ په لور، په پنجاب او مرکزي هند، همدارنګه تر ایران او کاسامبي پورې خوځېدلي. د هند په نیمه وچه کې د الخون یرغل کېداري هونان، چې له دوی شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې موجود وو، له منځه یوړل شو او د ګوپتا سترواکۍ په نسکورېدو کې یې مرسته وکړه، یعنې،  کلاسیک هند ته يې د پای ټکی کېښود.  [۱][۲]

د هونان قوم له لوري په هند یرغل، په دې نیمه وچه کې د یاوانا (هندو-یونانیانو)، ساکا (هندو-سیتیانو)، پالوا (هند-پارثیانو) او کوشانا (یوزي) له خوا د یرغلونو څخه څو پېړۍ وروسته ترسره شو. د الخون سترواکي په مرکزي او سوېلي آسیا کې د څلورو سترو هونا دولتونو دریمه برخه وه. له الخون وړاندې  کیداریان وو او ورپسې په باختر کې هفتالیانو او په هندوکش کې د نېزاک هون د دوی ځایناستي شول. د هند په نیمه وچه کې د الخون پاچاهانو نومونه د دوی د پراخو سکو، بودایي آثارو او یو شمېر یادګاري لیکنو څخه پېژندل شوي.

د اوږدې مودې لپاره الخون د هیفتالیانو د یوې برخې یا فرعي څانګې په توګه یا د هغوی د ختیځې څانګې په توګه انګېرل کېدل، خو اوس د جلا وګړو په توګه انګېرل کېږي. [۳][۴][۵]

هویت[سمول]

نوم[سمول]

په هند کې د معاصرو څېړونکو له قوله، الخون یو د هون قوم برخه وو، چې اصل او نسب یې نانندریز دی. د کاسامبي یوه مهر چې له تورمانا سره تړاو لري، د هناراجا ("هونا پاچا") لقب له ځانه سره لري. تورمانا په ریستال لیکنه کې د هونا (( Hūṇā په توګه هم بیان شوې ده. [۶][۷][۸][۹]

داسې انګېرل کېږي چې هونان هغه خلک وو چې په معاصرو ایراني سرچینو کې د Xwn، Xiyon او ورته نومونو پېژندل شوي، چې وروسته بیا د Xionites یا Chionites په رومي بڼه لیکل شوي. هونا زیاتره له هونز سره اړوند ګڼل کېږي چې په ورته دوره کې له مرکزي آسیا څخه د اروپا په لور یرغل یوړ. په پایله کې، د متن سر سم، د هون کلمه درې لږ متفاوتې معناوې لري: 1) د اروپا هونان؛ 2) د هونا په قوم  پورې تړلې ډلې چې په شمالي هند یې یرغل وکړ، 3) د هون په څېر خلکو لپاره یوه مبهمه اصطلاح. الخون هم اساساً د دوهمې معنې په پربنسټ، او همدارنګه د دریمې معنې له عناصرو سره، د "هونانو" په نوم یادېږي. [۱۰][۱۱]

د "الخون" نوم په عمومي ډول دوی ته د باختري اتل د پخوانۍ سکې څخه ريښه اخلي، چې دوی په ساده ډول د ساساني سکې څخه تقلید وکړ او هغه ته یې په باختري لیکدود د "الخونو" ( ، αλχονο، همدارنګه αλχοννο) نوم (د یوناني لیکدود لږ بڼه) او د خپلې قبیلې، تمغا سمبول، اضافه کړ. لوی شمېر اصلي سکې لکه د خینګیلا سکې هم د تمغا سمبول سره یوځای د "الخونو" یادونه له ځان سره لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له فلسفي اړخه، په "الخونو" (αλχονο) کې  کېدای شي ال د آرین لپاره او خونو د هونانو لپاره ترکیب وي، که څه هم دا یوه فرضیه پاتې شوې ده. بله ریښه پېژندنه وایي چې ال کیدای شي د روښانه سور رنګ لپاره ترکي اصطلاح، او خونو د هونانو لپاره وي چې معنی یې "سره هونان" دی، چې سور رنګ د دښتو د کوچیانو تر منځ د سوېل سمبول دی. [۱۸][۱۹]

ظاهر[سمول]

الخون وګړي عموما د خپلو اوږدو کوپړیو په واسطه پېژندل کېدل، چې دا څېره یې د کوپړۍ د قصدي تغییر په پایله کې اخیسته چې ښایي دا د دوی د "ټولنیز هویت" استازیتوب وکړي. د الخون هون په سکه کې د واکمنانو په زیاتره انځورونو کې په ښکاره ډول اوږده کوپړۍ لیدل کېږي، او تر ټولو ډېره د خینګیلا په سکه کې تر سترګو کېږي. دا اوږده کوپړۍ، چې په ښکاره ډول ویاړ څرګندوي، دوی د نورو وګړو، لکه د دوی مخکیني کیدارانو، څخه بېلوي. د دوی په خپلو سکو کې، د ساسانیانو د تاجونو پر ځای، چې په سیمه کې رواج وو، کوپړۍ انځور کړې. دا کار د بیابانونو د نورو وګړو تر منځ، په ځانګړې توګه په هونانو کې، او په اروپا کې، چېرته چې هونانو پخپله معرفي کړ، هم تر سترګو کېږي.  [۲۰][۲۱]

الخون وګړي، په یو بل توکمیز دود کې، بې ږیرې ښودل شوي، چې زیاتره یې برېتونه پرېښودل، ترڅو د ساسانیانو د سترواکۍ له بڼې سره چې عموماً بې ږیرې وو، توپیر شي.[۲۲]

انګېرل کېږي الخون وګړو سمبولي ظاهر په سیمه کې  فیشني وي، لکه څنګه چې د زابلستان د افسانوي پاچا، ایراني اتل رستم، په پنجیکنټ کې د ۷ پېړۍ په دیوالي نښان له اوږدې کوپړۍ سره ښودل شوي.[۲۳][۲۴][۲۵]

سمبولیزم[سمول]

بله تګلاره چې الخون هونانو د مخکینیو کیدارانو څخه د خپل هویت د توپیر او جلاوالي لپاره کاروله، د یو ځانګړي سمبول یا تمغا کارول و چې په مکرر ډول د دوی په سکو او مهرونو کې څرګندېږي:  [۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Rezakhani, Khodadad (2017). ReOrienting the Sasanians: East Iran in Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب پاڼي 105–124. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781474400305. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Alchon Huns....established themselves as overlords of northwestern India, and directly contributed to the downfall of the Guptas" in Neelis, Jason (2010). Early Buddhist Transmission and Trade Networks: Mobility and Exchange Within and Beyond the Northwestern Borderlands of South Asia (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 162. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789004181595. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Rezakhani, Khodadad (2017). ReOrienting the Sasanians: East Iran in Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب پاڼي 105–124. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781474400305. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Note 8: It is now clear that the Hephtalites were not part of those Huns who conquered the land south of the Hindu-Kush and Sind as well in the early 6th century. In fact, this latter Hunnic group was the one commonly known as Alkhon because of the inscriptions on their coins (Vondrovec, 2008)."
  5. Rezakhani, Khodadad (2021). "From the Kushans to the Western Turks". King of the Seven Climes (په انګلیسي ژبه کي): 207. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Michael Maas (29 September 2014). The Cambridge Companion to the Age of Attila. New York: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 286. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-316-06085-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gupta, Parmanand (1989). Geography from Ancient Indian Coins & Seals (په انګلیسي ژبه کي). Concept Publishing Company. د کتاب پاڼي 174–175. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170222484. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Tewari, S.P.; Ramesh, K.V. (1983). JOURNAL OF THE EPIGRAPHICAL SOCIETY OF INDIA. 10. THE EPIGRAPHICAL SOCIETY OF INDIA, DHARWAR. د کتاب پاڼي 98–99. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Salomon, Richard (1989). "New Inscriptional Evidence For The History Of The Aulikaras of Mandasor". Indo-Iranian Journal. 32 (1): 4 and 27. doi:10.1163/000000089790082971. ISSN 0019-7246. JSTOR 24654606. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ahmad Hasan Dani; B. A. Litvinsky; Unesco (1 January 1996). History of Civilizations of Central Asia: The crossroads of civilizations, A.D. 250 to 750. Paris: UNESCO. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-3-103211-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hyun Jin Kim (19 November 2015). The Huns. Abingdon-on-Thames: Routledge. د کتاب پاڼې 50. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-34090-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Alemany, Agustí (2000). Sources on the Alans: A Critical Compilation (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 345. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004114424. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Braarvig, Jens (2000). Buddhist Manuscripts (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة Vol.3). Hermes Pub. د کتاب پاڼې 257. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788280340061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "CNG: Feature Auction Triton IX. [Medieval] HUNNIC TRIBES, Alchon Huns. Anonymous Issue imitating Khosrau II. Mid 7th century AD. AR Drachm (3.36 g, 3h)". www.cngcoins.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Khingila with the word "Alchono" in the Bactrian script (αλχονο) and the Tamgha symbol on his coins CNG Coins.
  16. Rezakhani, Khodadad (2017). ReOrienting the Sasanians: East Iran in Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 199. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781474400312. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Khingila with the word "Alchono" in the Bactrian script (αλχονο) and the Tamgha symbol on his coins CNG Coins.
  18. Alemany, Agustí (2000). Sources on the Alans: A Critical Compilation (په انګلیسي ژبه کي). BRILL. د کتاب پاڼې 346. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004114424. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kim, Hyun Jin (2015). The Huns (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317340904. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Bakker, Hans T. (12 March 2020). The Alkhan: A Hunnic People in South Asia (په انګلیسي ژبه کي). Barkhuis. د کتاب پاڼي 17, 46 Note 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-93194-00-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. ALRAM, MICHAEL (2014). "From the Sasanians to the Huns New Numismatic Evidence from the Hindu Kush". The Numismatic Chronicle. 174: 274. ISSN 0078-2696. JSTOR 44710198. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rezakhani, Khodadad (15 March 2017). ReOrienting the Sasanians: East Iran in Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 109 and 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4744-0030-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Rezakhani, Khodadad (15 March 2017). ReOrienting the Sasanians: East Iran in Late Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 124. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4744-0030-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Hermitage Museum". Hermitage Museum. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "It is possible that the Sogdian aristocratic culture of that time preserved some memory of the glorious days of Khingila, the first Hephthalite conqueror of India. The profile of Rustam, shown on different paintings at Pendzhikent, is very distinct from the other depictions in the Sogdian art, and resembles the Hephthalite prototypes. The portraits feature narrow skulls, V-shaped eyebrows, hooked noses and heavy jaws, and thus closely resemble some portraits of Khingila on the coins(Grenet 2002, 218-219)." Kurbanov, Aydogdy (2014). "THE HEPHTHALITES: ICONOGRAPHICAL MATERIALS" (PDF). Tyragetia: 317–334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bakker, Hans T. (12 March 2020). The Alkhan: A Hunnic People in South Asia (په انګلیسي ژبه کي). Barkhuis. د کتاب پاڼي 17, 46 Note 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-93194-00-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)