Jump to content

البرټ ګيليټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابراهم الفونس البرټ ګيليټن (29 جنوری 1761– 12 اګسټ 1849) یو جينيوايی الاصله امريکايي سياستوال، دیپلومات، توکمپوه او ژبپوه وو. ډېر ځله د امريکا د سويټزيرلينډي الاصله بنسټګر مشر په توګه بلل کېږي، هغه د متحده ایالاتو په لومړنیو کلونو کې یوه مخکښه څېره وه چې د نوي جمهوریت د مالي سیستم او بهرنيو پالیسیو په جوړولو کې یې مرسته کړې. ګيليټن د دیموکراتیک-جمهوري غوښتونکي ګوند مهم غړی و، چې د کانګریس په دواړو مجلسونو کې یې د پنسلوانیا استازيتوب کاوه، او په څلورو ولسمشريو کې یې ګڼې اغېزناکې دندې تر سره کړي دي، په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو د خزانې د وزير په توګه د تر ټولو اوږدې مودې لپاره د کار کولو پر مهال. هغه له علمي کړيو سره د خپلو مرستو له امله هم هم پېژندل کېږي، د بیلګې په ډول د نیویارک پوهنتون د بنسټګر او د امریکا د توکمپېژندنې ټولنې د شریک بنسټګر په توګه. [۱][۲]

ګيليټن د اوسمهال سويټزرلينډ په جینیوا کې زیږیدلی او فرانسوي يې د خبرو لومړۍ ژبه وه. د امریکایي اوښتون له ارمانونو څخه په الهام اخېستلو څخه په 1780ز لسيزه کې متحده ايالاتو ته کډوال او په ختيځه پینسلوانیا کې استوګن شو. هغه په 1789ز کال کې د پینسلوانیا د اساسي قانون کنوانسیون کې د یو استازي په توګه خدمت وکړ او د پنسلوانیا عمومي اسامبلۍ ټاکنې يې وګټلې. ګيليټن په 1793ز کال کې د متحده ايالاتو د سنا مجلس ټاکنې وګټلې، او د يو مخکښ فدرالزم ضد او د اليکسانډر هيميلټن د اقتصادي تګلارو د مخالف په توګه راڅرګند شو. په هر حال، هغه د تابعيت د اړينو شرايطو سره د سمون نه درلودلو له امله د ګوند د اکثريت رايو پر بنسټ ډېر ژر له دندې لېرې کړای شو؛ او بېرته پنسلوانيا ته ستون شو، ګيليټن د «ويسکي» پاڅون پر مهال د ډېرو قهرجنو کروندګرو په غلې کولو کې مرسته وکړه.

په 1795ز کال کې ګيليټن د استازو د مجلس ټاکنې وګټلې، او هلته يې د دې مجلس د مالي شونتياوو کميټه جوړه کړه. هغه د مالي موضوعاتو په برخه کې د ډيموکراتيک-جمهوري غوښتونکي ګوند مشر وياند شو، او د فدرالي اقتصادي پروګرام د مخالفت مشري يې وکړه.

ګيليټن له توماس جیفرسن سره د 1800ز کال د لانجمنو ولسمشريزو ټاکنو په ګټلو کې مرسته وکړه، او د یو ځيرک مالي مدیر په توګه د هغه د شهرت په پايله کې نوموړی د خزانې د وزير په توګه وټاکل شو. د جیفرسن په حکومت کې ګيليټن د دولت لګښتونه کم کړل، د دولت د لګښتونو لپاره یې د واک د وېش سيستم جوړ کړ او د لوزیانا پیرود (له فرانسې څخه د يادې سيمې رانيول) یې تمویل کړ. هغه د جیمز ماډیسن د ادارې له لارې د 1814ز کال تر فبرورۍ مياشتې پورې خپله دنده وساتله، او په ملي پور کې د کمښت د مشرۍ کولو پر مهال يې د هيميلټن د مالي سيستم ډېرې برخې ته دوام ورکړ.

ګيليټن په هغه امریکایي کمیسیون کې دنده ترسره کړه، کوم چې د «ګینټ» تړون سره موافقه وشوه، د دې تړون په پايله کې د 1812ز کال جکړه پای ته ورسیده. له جګړې وروسته، هغه د متحده ايالاتو د دويم بانک په تاسيس کې هم مرستندوی و.

د خزانې په وزارت کې د يوې بلې دورې په رد کولو سره، ګيليټن له 1816 څخه تر 1823ز کال پورې په فرانسه کې د سفير په توګه کار وکړ، او واک ته د «بربن» د بيا رسېدو په موده کې يې د اړيکو د ښه کېدو هڅه وکړه، چې کم بريالی و.

د 1824ز کال په ټاکنو کې، ګيليټن د دیموکراتیک-جمهوري غوښتونکي د کانګريس د مجمع له خوا د ولسمشر د مرستیال څوکۍ ته نوماند شو، خو هغه کله هم دا دنده نه غوښته، او بالاخره د ولسي ملاتړ د کمښت له امله له نوماندۍ تېر شو. په 1826 او 1827ز کلونو کې، هغه په برتانيه کې د سفير په توګه دنده تر سره کړه، او د لسو کلونو لپاره د «اوريګون» سيمې د شريک نيواک د غزولو په څېر، يې د ګڼو تړونونو پر سر مذاکرات وکړل.

هغه له دې وروسته له سیاست څخه لاس واخیست او خپل پاتې ژوند یې مختلفو مدني، بشري او علمي خدمتوونو ته وقف کړ. له 1831 څخه تر 1839ز کال پورې، هغه د ملي بانک د نیویارک نمایندګۍ لومړی رئیس شو، او په 1842 ز کال کې يې د «جان رسل بارټلیټ» سره يوځای امريکايي توکم پېژندونې ټولنه جوړه کړه؛ د شمالي امریکا د اصلي ژبو په اړه د هغه څېړنو نوموړي ته د "امريکايي توکم پېژندنې پلار" لقب ورکړ. ګيليټن په ولسي ژوند کې فعال پاتې شو، په داسې حال کې چې د مريتوب او مالي غېر مسئوليت سره يې ښکاره مخالفت کاوه، او د ازاد تجارت او فردي ازادۍ پلوی و.  [۳]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

ګيليټن د 1761ز کال د جنورۍ په نهه ويشتمه نېټه په جینیوا کې زیږیدلی و، او تر 1785ز کال پورې د جینیوا جمهوریت اوسیدونکی و. د هغه پلار يو شتمن شخص و چې «جين ګيليټن» نومېدو، مور يې «سوفي البرټاین رولاز» نومېده. د ګيليټن کورنۍ د جینیوا په جمهوریت کې خورا زیات اغېز درلود، او د کورنۍ زیاتو غړو په قضايي قوه او پوځ کې لوړې دندې درلودلې. «جین ګيليټن» چې یو بريالی سوداګر و، په 1765ز کې مړ شو او ورپسې د 1770ز کال په اپریل کې «سوفي» مړه شوه. دا مهال چې ګيليټن يتيم و، د «ميډيم ويزل پيکټيټ» تر سرپرستۍ لاندې ونيول شو، څوک چې د دې کورنۍ ملګری او د «ګيليټن» د پلار لرې خپلوان و. [۴][۵][۶]

د 1773ز کال د جنوري په میاشت کې، ګيليټن د جینیوا ممتازې اکاډمۍ ته د زده کړو لپاره واستول شو. کله چې هغه په اکاډمۍ کې و، د «جین-جاکوس روسو» او «ولټير» د فلسفې او تر څنګ يې د فرانسوي سياسي اقتصاد ژوره مطالعه وکړه؛ هغه د جینیوا د دودپالنې څخه ناخوښه وو. د روښان فکرۍ د يو محصل په توګه، هغه د انساني طبیعت په نجابت، او دا چې کله انساني طبيعيت له محدوديتونو څخه ازاد کړای شي، نو وبه کولای شي چې په فيزیکي او اخلاقي نړۍ کې د ستاينې وړ وړتياوې او سترې پايلې څرګندې کړي. د متحده ایالاتو ديموکراتيکو روحياتو نوموړی جذب کړ او هغه د کډوالۍ پرېکړه وکړه. [۷][۸][۹]

د 1780ز کال په اپریل کې، ګيليټن له خپل ټولګیوال «هینري سیري» سره په پټه جینیوا پریښوده. د نامتو امریکایانو (د بنجامین فرانکلین په ګډون) د سپارښتنې د ليکونو په درلودلو سره چې د ګيليټن کورنۍ تر لاسه کړي وو، دا ځوانان د مۍ په مياشت کې له فرانسې ووتل، او د «کيټي» په نوم په يوه امريکايي بېړۍ کې سپاره شول. د جولای په څوارلسمه نېټه دوی «کيپ اين» ته ورسېدل، او د اسونو په سپرلۍ سره د دېرش ميله سفر په کولو او يوه ورځ وروسته بوسټن. [۱۰]

په بوسټن کې د يورنګه ژوند څخه ستړي ګيليټن او سيري د يوې سويسۍ ښځې په ملګرتيا په «ماکياس» کې د مېشتېدو لپاره روان شول، کومه سيمه چې د «مين» سرحد په شمال ختيځه وروستۍ برخه کې موقعيت لري. په «ماکیاس» کې، ګيليټن د راکړې ورکړې يوه سوداګري اداره کوله، په کومو کې چې هغه ډول ډول توکي او موادو سودا کوله. نوموړي په خپل شا او خوا کې له ساده ژوند او طبيعي چاپېريال څخه خوند اخيست. [۱۱][۱۲]

په «ماکياس» کې د خپلې سوداګرۍ له پرېښودو وروسته، ګيليټن او سیري د 1781ز کال د اکتوبر په مياشت کې بېرته بوسټن ته راغلل. د «پیکټیټ» هغو ملګرو چې متحده ايالاتو ته د ګيليټن له سفر څخه خبر و، د هارورډ کالج قانع کړ، چې ګيليټن ته د فرانسوي ژبې د ښوونکي په توګه دنده ورکړي.

د ګيلیټن په نوي انګلستان کې ژوند خوښ نه شو، او د دې پر ځای يې غوره وګڼله چې په «ټرانس-اپيليشن ويسټ» کې کروندګر شي، کومه سيم هچې هغ همهال د امريکايي اتسوګنځای سرحدي سيمه وه.

نوموړی د «جين سيوري» نوم د ځمکو د يو فرانسوي سوداګر ژباړن او شريکوال شو، او د متحده ايالاتو په ډېرو برخو کې په دې موخه سفرونه وکړل، تر څو شاړې لويديځې ځمکې راونيسي.

په 1785ز کال، نوموړی هغه مهال امريکايي تبعه شو، چې د ويرجينيا ايالت ته يې د وفادارۍ لوړه وکړه، او د کانفدراسيون د مادو د پنځمې مادې تر مخې د تابعيت لپاره د جوړو شويو قوانينو شرايط يې پوره کړل.

ګيليټن راتلونکی کال د پام وړ پيسې تر لاسه کړې، او دا پيسې يې د پنسلوانيا په «فايټي» ولسوالۍ کې د څلور سوه جريبه (ايکړه) ځمکې د رانيولو لپاره وکارولې. [۱۳]

نوموړي په خپله نوې ځمکه يو ډبرين کور جوړ کړ او د «فرينډشيپ هيل» په نوم يې ونوماوه. ګيليټن د يو شرکت شريک بنسټګر و، کوم چې د دې لپاره جوړ شوی و، تر څو متحده ايالاتو ته سويسي اوسېدونکي راجلب کړي، خو شرکت ونه شول کولای ډېر خلک راجلب کړي. [۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Dungan 2010، م. titlepage.
  2. Wiener, James Blake (January 29, 2021). "Albert Gallatin: A Swiss Founding Father". Swiss National Museum - Swiss history blog (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه November 4, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Wiener, James Blake (January 29, 2021). "Albert Gallatin: A Swiss Founding Father". Swiss National Museum - Swiss history blog (په انګليسي ). لاسرسي‌نېټه November 4, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Albert Gallatin". National Park Service. خونديځ د اصلي څخه September 3, 2018. لاسرسي‌نېټه August 31, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Albert de Gallatin Archived July 25, 2020, at the Wayback Machine., and Gallatin Archived July 25, 2020, at the Wayback Machine. (family) in the Historical Dictionary of Switzerland.
  6. Stevens 1888، م. 1.
  7. Stevens 1888، م. 2.
  8. McGraw 2012، مم. 180–182.
  9. Adams 1879، م. 16.
  10. Stevens 1888، مم. 11–12.
  11. Stevens 1888، م. 16.
  12. McGraw 2012، مم. 184–185.
  13. McGraw 2012، مم. 188–189.
  14. McGraw 2012، مم. 190–192.