البانيان کې عام وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


البانيان کې عام وژنه له هغو جرمونو څخه جوړه شوې ده، چې البانيا کې د يهودانو پر واندې ترسره شوي دي، په داسې حال کې چې دا سيمه د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال تر ايتالوي او الماني اشغال لاندې وه. د جګړې په موده کې نږدې ۲۰۰۰ يهودانو البانيا کې د پناه غوښتنه وکړه. له دې ډېری يهودي کډوالو سره د ځايي اوسېدونکو له خوا ښه چلند وشو، له دې حقيقت سره سره چې البانيا لومړی د فاشيست ايټاليا او وروسته د نازي المان له لورې نيول شوې وه. البانيايانو زياتره وختونه يهودي کډوالو ته په غرنيو کليو کې پناه ځايونه ورکړل او دوی يې ادرياتيک بندرونو ته ولېږدول، چې له هغې ځايه ايټاليا ته وتښتېدل. نور يهودان په ټول هېواد کې د مقاومت له خوځښتونو سره يو ځای شول.

د هغو ۵۰۰ يهودانو لپاره چې کوسو کې يې ژوند وکړ، ياد ازمايښت بېخي بېل و او نږدې ۴۰ سلنه يې له جګړې څخه ژوندي پاتې نه شول. د ۱۹۴۳ زکال سپټمبر کې د ايټاليا په کلابندۍ سره، المان البانيا ونيوله. په ۱۹۴۴ ز کال کې يوه البانيايي “Waffen-SS” فوځي ډله يا فرقه د اس اس سکندربېګ د وافين غر ۲۱ فرقه (21st Waffen Mountain Division of the SS Skanderbeg) په نوم جوړه شوه، چې د کوسو هغه ۲۸۱ يهودان يې ونيول او المانيانو ته يې ورکړل، چې په وروستيو کې د بيرګين-بيلسين په نوم د تمرکز پنډغالي ته ولېږدول او زياتره يې هملته ووژل شول. د ۱۹۴۴ زکال وروستيو کې المانيان له البانيا څخه ووېستل شول او هېواد د اينور هوګزا “Enver Hoxha” تر مشرۍ لاندې يو کمونيستي دولت شو. نږدې ورته وخت کې متفقينو له البانيا سره د کوسو په يو ځای شويو سيمو او لويديځه مقدونيه کې د يوګوسلاويا پارتيزانو له لورې ماتې وخوړه، چې وروسته يې دا سيمې بېرته له يوګوسلاويا سره يو ځای کړې.

د عام وژنې پر مهال د متفقينو تر لاس لاندې البانيا کې نږدې ۶۰۰ يهودان وژل شوي وو. البانيا کې د المانيانو له لورې د يوې کورنۍ پينځه يهودان وژل شوي وو، چې دا د جګړې په دوره کې وژل شوي يوازيني اصلي يهودان وو. البانيا له جګړې څخه د يهود وګړو په درلودلو سره د پيل په پرتله يوولس برابره لويه راپورته شوه، چې د شمېر له مخې يې نږدې ۱۸۰۰ يهودان درلودل. ډېری دا يهودان په وروستيو کې اسرائيل ته کډوال شول. څو سوه تنه مخکې له دې چې دوی هم اسرائيلو ته کډوال شي، د ۱۹۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې د کمونيزم تر نسکورېدنې پورې البانيا کې پاتې شول. په دې اړه هيڅ يوه پوهنيزه سرشمېرنه نه شته، چې ولې البانيا کې د يهودي ژوندي پاتې شويو کچې د کوسو په پرتله په خورا چټکۍ سره توپير درلود. ځينو پوهانو استدلال کړی دی، چې د بيسا په نوم د درنښت دوديز کود يا د قوانينو ټولګې ونډه ولوبوله، چې د البانيا د کتلور مهمه برخه ده. نورو پوهانو وړانديز کړی دی، چې د توپير لاملونه ۱۹۴۱ – ۱۹۴۳ ز کالونو کې د ايټاليا د اشغالګر چارواکو د خپلوۍ نرمي يا زړه سوی، ۱۹۴۳ – ۱۹۴۴ زکالونو کې البانيا کې د نورو هېوادونو په پرتله په بشپړ ډول د يهودانو پلټلو کې د الماني پاتې راتلل او همدا راز پر باندنيو وګړو باندې د کوسو د البانيايانو بې باوري وو. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د البانيا ۷۵ اتباع د ياد ياشيم “Yad Yashem” له لورې د ملتونو منځ کې د رښتيني وګړو “Righteous Among the Nations” په توګه پېژندل شوي دي.

شاليد[سمول]

له عثماني دورې څخه مخکې[سمول]

د البانيا د ۱۹۳۰ زکال سرشمېرنې له مخې البانيا کې ۲۴ يهودانو ژوند کاوه. په ۱۹۳۷ز کال کې يهودي ټولنې ته چې وروسته يې شمېر نږدې ۳۰۰ تنو ته ورسېد، د پاچا زوګ “Zog” له لورې هېواد کې په رسميت وپېژندل شول. له جګړې څخه وړاندې البانيايي يهودانو په پراخه کچه د هېواد سويلي برخه کې ژوند وکړ، چې زياتره يې د فلوري ‘Vlore’ ښار کې وو، چې د ۱۶ پېړۍ نږدې درېیمه برخه يهودان وو. د يهودي ټولنې شمېر په البانيايي ډېره کي کوسو کې، چې د ګاونډ يوګوسلاويا برخه وه، نږدې ۵۰۰ تنو ته ورسېد. د عثماني دورې په وروستيو کې د البانيا ملي نظريې په داسې ډول وده کړې وه، چې له هيڅ يو مذهب سره يې د نه تړون ادعا وکړه او هېواد کې د بېلابېلو عقيدو يا باورونو تر منځ يې پخلاينه په نښه کړه. ۱۹۱۲ زکال کې د البانيا له خپلواکۍ څخه وروسته د هېواد حکومت د مذهبي پخلاينې د يوې نظريې پلي کول پيل کړل او دا د زوګ تر واکمنۍ لاندې هغه مهال په نښه شوه، چې د «ټولو باورونو» برابري په قانوني ډول ومنل شوه او ستر مذهبي راز راز والي (تنوع) وده وکړه. [۱][۲][۳][۴]

د ۱۹۳۰ ز لسيزې پر مهال يهودي ټولنه په زياتېدونکي ډول البانيايي ټولنه کې يو ځای شوه او د ۱۹۳۷ زکال د اپرېل په ۲ نېټه د حکومت له لورې هم په رسميت وپېژندل شوه. زوګ نور هم مخکې لاړ او البانيا ته له يهودي کډوالۍ سره يې مرسته وکړه او او هم يې د يهودي نويو راتلونکو په يو ځای کېدنه کې مرسته وکړه. په ۱۹۳۴ز کال کې البانيا لپاره د امريکا سفير هيرمان بيرنسټين چې په خپله هم يهودي و، وکتل چې البانيا کې له يهودانو سره د دې له امله توپيري چلند نه کېږي، چې «دا د اروپا په کچه له خورا لږو سيمو څخه ده، چې مذهبي تبعيض او کرکه په کې نه شته. د نازيزم په راپورته کېدنې سره يو شمېر الماني او اتريشي يهودانو البانيا کې پناه واخېسته او برلين کې د البانيا سفارت د ۱۹۳۸ زکال تر پايه پورې يهودانو ته د و‎ېزو ورکولو ته دوام ورکړ؛ دا يو داسې وخت و چې بل هېڅ اروپايي هېواد د دې کار کولو ته زړه نه ښه کاوه. بيرنسټين د البانيا حکومت په هڅولو کې يوه ګواښونکې ونډه ولوبوه، چې يهودانو ته د ګرځندويې او سفر وېزې ورکړي. له ۱۹۳۳ ز کال څخه راوروسته د بيرنسټين هڅې د دې لامل شوې، چې زياتره يهودان له المان او اتريش څخه د دې له امله په تېښته شول، چې نازي ګوند واک پياوړی کړ، چې ځينو يې البانيا د سفر د يو ټکي په توګه کاروله، چې له همدې ځايه متحده ايالتونو، ترکيې يا سويلي امريکا ته تښتېدل. [۵][۶][۷]

ايټالوي نيونه (اشغال)[سمول]

د اروپا لږ پرمختللی هېواد البانيا د ۱۹۳۰ز لسيزې په اوږدو کې د ايټاليا د اقتصادي او سياسي حاکميت تر لاس لاندې (تابع) و. د ۱۹۳۹ز کال د مارچ په ۲۵ ايټالوي ديکتاتور بينېټو موسوليني زوګ ته د اوربند وړانديز وکړ او ورڅخه يې پر البانيا باندې د يو ايټالوي فوځي قيموميت د منلو غوښتنه وکړه. زوګ ونه منله او د اپرېل په ۷ نېټه ايټاليا په البانيا باندې بريد وکړ او زوګ يې له دندې څخه ګوښه کړ. له دې څخه لږه موده وروسته يو نيمه حکومت ودرول (نصب) شو، چې مشري يې د البانيا تر ټولو شتمن او پياوړي ځمکوال شفقت ويرلاسي ‘Shefqet Verlaci” کوله. “Also formed” د البانيا «ملي جرګه» وه، چې په چټکۍ سره يې له ايټاليا سره د اقتصادي او سياسي اتحاديې په ګ؛ټه رايه وکاروله او په دې ډول يې هېواد د ايټاليا قيموميت جوړ کړ. د نائب السلطنة جنرال فرانسيسکو جېکوموني له لارښوونې سره سم د ايټاليا نيواکګرو چارواکو البانيا ته د يهودي کډوالۍ مخه نيونکي قوانين پلي کړل او په هېواد کې د اوسېدونکو ټولو باندنيو يهودانو د شړلو امر يې وکړ. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ايټاليا د نيونې په يوه مياشت کې دننه د البانيا فاشيست ګوند “Albanian Fascist Party” جوړ شو. دې ګوند هغه قوانين پلي کړل، چې ګوند سره د يهودانو د يو ځای کېدلو مخنيوی يې کاوه او هغوی يې د زده کړو په څېر مسلکونو څخه بې برخې کړل. ياد ګوند چې له توکميزو البانيايانو او البانيا کې له استوګن ايټالويانو څخه جوړ شوی و، د ايټاليا د فاشيست ګوند د څانګې په توګه و او له غړو څخه يې غوښتل کېدل، چې موسوليني ته د ژمنتيا لوړه وکړي. له ټولو البانيايي ملکي خدمت کونکو څخه ګوند سره د يو ځای کېدلو غوښتنه کېدله او ياد ګوند په ټول هېواد کې يوازينی قانوني سياسي ګوند شو. د دويمې نړيوالې جګړې په پرمختګ سره ايټاليا نيول شوې البانيا ته اجازه ورکړه، چې د البانيا ګاوند البانيايي مېشتې سيمې ځان سره وتړي (يو ځای کړي) او ستره البانيا “Greater Albania” جوړه کړي، چې دا هم تر څار یا قيموميت لاندې هغه سيمه وه، چې د کوسو زياتره برخه او د لويديځ مقدونيه هغه برخه يې راونغاړله، چې د ۱۹۴۱ ز کال په اپرېل کې يوګوسلاويا باندې د متفقينو له بريد څخه وروسته له ياد هېواد څخه بېله شوې وه. که څه هم په رسمي ډول تر ايټالوي واکمنۍ لاندې کوسو کې البانيايي وګړو ته د سيمې واک ورکړل شوی و او د البانيايي ښوونځيو پرانېستلو ته هڅول شوي وو، چې د يوګوسلاويا حکومت له لورې يې مخه نيول شوې وه. دوی ته د ايټالوي چارواکو له لورې تابعيت او د البانيا بېرغ د پورته کولو اجازه هم ورکړل شوې وه. ايټالويانو په سلګونو زره سرتيري په سترې البانيا کې ځای پر ځای يا تم کړل. نږدې ۲۰۰۰۰ ايټالوي سرتېري او ۵۰۰۰ پولیس او پوله ساتي ځواکونه يوازې کوسو کې ځای پر ځای شوي وو. د دې تر څنګ ۱۲۰۰۰ سرتېرې او ۵۰۰۰ پوليس او پوله ساتې په البانیا پورې د ننۍ شمالي مقدونيه تړل شويو سيمو کې تم کړای شول. د ایټاليا نيواکګرو چارواکو خبرداری ورکړ، چې د يوګوسلاويا په نيول شويو سيمو کې به د يو ايټالوي سرتېري د وژلو يا ټپي کولو له امله لږ تر لږه لس يرغمل وويشتل شي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Fischer 2007، صص. 95–101.
  2. Duijzings 2002، صص. 61–62.
  3. Mojzes 2011، ص. 93.
  4. Scheib.
  5. Elsie 2010، ص. 218.
  6. Fischer 2007، صص. 95–97.
  7. Green 2 April 2013.
  8. Fischer 1999، صص. 21–57.
  9. Perez 2013، ص. 26.
  10. Bideleux او Jeffries 2007، ص. 31.
  11. Bideleux او Jeffries 2007، صص. 30–31.
  12. Rodogno 2006، ص. 345.
  13. Tomasevich 2001، ص. 152.
  14. Ramet 2006، ص. 141.
  15. Judah 2002، صص. 27–28.
  16. Fischer 1999، صص. 45–46.
  17. Frank 2010، ص. 97.
  18. Lemkin 2008، ص. 102.