الایزا تایبېتس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الایزا تایبېتس الایزا ماریا لووېل ( ۱۸۲۳ـ ۱۸۹۸)  د کالیفورنیا د ریورساید ( کالیفورنیا کې یو بل ښار دی چې سانتا انا سیند په غاړه پروت دی) یوه پخوانۍ اوسېدونکې او د کالیفورنیا ریور ساید له بنسټ ايښودونکو څخه وه. مخکې له دې چې هغه سویل غاړې ته لاړه شی هغه په واشنګتن دي سي کې د خپلواکۍ د حقونو او عمومې رایې د حق په ګډون د  برمختللو تولنیزو موخو فعاله وه.  په روحانیت معتقده وه او په ريور ساید کې یې د ارواحو جلسې رهبري کړې. هغه له دې امله مشهوره شوه چې په بریالیتوب سره یې د واشنګتن د ناول  مالټو یوډول په کالیفورنیا کې په نورو ونو کې پیوند کړ.

هغې درې ځله واده وکړ، هغې له لوتر سي تایبت سره اړیکې درلودې او له هغه سره په ویرجینیا کې اوسېدله چې وروسته په کال ۱۸۷۰ کې له هغه سره له واشنکتن ډي سي څخه کالیفورنیا ته لاړه. دوی هلته واده وکړ او د کرهنې له لارې یې معیشت کاوه. د ناول مالټو د پېوند په اړوند د هغې بریالیتوب، د بزګرانو له خوا  دې ډول مالتې د ونې قبلولو  او له دې امله د سیتروس د صنعت چټکه پراختیا کې ، او په کالیفورنیا کې د مالټو د باغونو په تاریخې کلتورې لر لید کې مرسته وکړه.  [۱][۲]

پخواني کلونه[سمول]

د کال ۱۸۲۳ د اګست په ۵ په سینسیناتي کې زېږېدلي الایزا ماریا د اولیور او کلاریسا داونېس کوچني ماشوم و. د اوهایو له مخکښو ښځو ماریا له بوستون څخه سینسیناتي ته په کال ۱۸۱۲ کې مهاجرت کړی و او د هغې سفر په یوه سرپټي واګون او وروسته په یوه ماڼو کې و. د ماریا لووېل کورنۍ په سرحدې ښار ګوټي کې مشهوره شوه. د هغې پلاز څو څوکیو ته وټاکل شو ، لکه د ښارګوټی د شورا غړی، دښار د شورا غړي، د اور وژونکو د اتحاديې مشر ، هغه د نوي اورشلیم وزیر په ونومول شو او په ښار کې د اوبو اړونده کارونو، د وودوارد د ښوونځي او د ښکلو هنرونو د اکادمې د باور وړ شخص وټاکل شو.  [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د هغې مورنی تره قوماندان جان دونېس دترابلس د جګړې او د کال ۱۸۱۲ دجګړې  یو مشهور او ویاړ راوړونکی افسرو. هغه په جګړه کې په مدیترانې او وروسته په ارام سمندر کې هوایي قواوې رهبري کړې. د هغه بېړۍ چې یو اس اس پوتوماک USS Potomac نومیده  دا مریکا دسمندري قواوو لومړنۍ ابیړۍ وه چې تر نړۍ را وګرځېده. [۱۰][۱۱]

د لوویلس کورنۍ  په سینسیناتي کې د د نوي اورشلیم د سویدن بورګین د کلیسا غړي و، دا کلیسا د سویدني عالم او صوفي ایمانوېل سویدنبرګ په لیکنو ولاړه وه. د هغوی په ټولنه کې هوښیار، کلتورلرونکي او نفوذ لرونکې خلک شامل و چې له ښه ادبیاتو، موسیقۍ ، نقاشۍ، تیاتر او نورو هنرونو سره یې مينه درلوده. د د سینسینتاکي د کلیسا غړیو کې کاشف ویلیم او آر پي رېسور، خپرونکي بناجامین، مجسمه جوړوونکی هریام پوږرس، ګړۍ جوړونکی لومان واتسون، رسامه ماري مینیسیری بېک، ښوونکي الکساندر کینمونت، فریدریک ایکستين او ام ام کارل او دتیاتر استاذی سول سمیت شامل و. [۱۲][۱۳]

ودونه او کورنۍ[سمول]

الایزا تایبتس په ۱۸ کلنۍ کې له جیمز سمونس سره چې د ګازۍ قایق کپتان و د سینسیناتي د سویدن بورګین په کلیسا کې واده وکړ. د هغې زوی جیمز بي سمونس دهغې یوازينی زوی چې ځوانۍ کې ژوندی پاتې شو. [۱۴]

هغه له دې وروسته یوه روحانیت پلوه شوه  او کله چې په هیواد او نړې کې د نولسمې پېړۍ په منځ کې روحانیت پلوي توب ( د روح د اصالت عقیده چې وایې د مړه روح له ژوندو سره خبرې کوي) پراخ شو نو د هغې پلار اولیور مووېل په سینسینتاکي کې د روحانیت پلوو ټولنې رئیس شو. د هغې د خور کلارا مووېل سميت   دیوه مهر شوی لیک په اړوند جان رېدموند په نامه یوه روحاني ډاکتر له خوا  و ړاندوېنه وشوه  چې هغه د دې کورنۍ په اړوند په خپل یوه کتاب کې لیکنه وکړه او تېبتس یوه کامله شوې او فاضله وسیله وبلل شوه.  [۱۵][۱۶][۱۷]

د تایبېتس بل مېړه جیمس نېل نومېده چې یو سوداګر و چې په شفا ورکوونکي رابط باندې مشهور و. روحیاتي برجسته استاد توماس ګژلس فورستر او دهغه کورنۍ له جیمس او الایزا لو وېل نیل سره په کال ۱۸۶۰ کې داوهایو په کلیفتون کې اوسېدل. [۱۸][۱۹]

په کال ۱۸۶۱ کې نېلس له خپأ پلار سره نیویارک ته وکوچېد . هلته د هغې زوی جیمس سامون د جیمس بي لو وېل به نامه د نیویارک په دولتې پلیو قواوو کې په اوه لس کلنۍ کې شامل شو. هغه خپله درې کلنه نظامي دوره پوره کړه او په ویاړ سره د کنډک د پوست د مسؤل په توګه رخصت کړل شو. [۲۰][۲۱][۲۲]

جنوبي امریکا[سمول]

له جګړې وروسته الایزا ریویل له سوداګر لوتر سي تایبېتس سره ښکېل شوهو هغه دوه ځله پخوا واده کړی و او څو ماشومان یې در لودل او د غلامۍ د له منځه وړلو طرفدار و. دهغه زوی جیمز سمون د لوتر له مشرې لور هارېت سره واده وکړ او له خپل مور او پلار سره لاړل. تایبتس د امریکا جنوب ته لاړل خو هلته د محلي خلکو له خوا په دې و شړل شول چې هغوی یې خورجينې لرونکي متقلبین بلل. [۲۳][۲۴]

په کال ۱۸۶۷ کې د ویرجینیا فریدریکبرګ ته ولېږدېدل او هلته یې یوه محلي مغازه پرانستله. لوتر د رادیکال جمهوري غوښتونکي په توګه کمپیان پیل کړ. هغه د ځمکې د معاملاتو د مامور په توګه کار کاوه اویو سابات ( د عیسویانو لپاره د رخصتۍ ورځ) یو ښوونځی د له غلامۍ څخه د دازادشوو نارینه وو او د هغوی ماشومانو لپاره  د بلک په تعمېدي کلیسا کې تأسیس کړ ځکه له غلامۍ ازادو شوو خلک د زده کړې لپاره لیوال و.   [۲۵]

تایبتس د ځمکې د پراختیا په یوه پلان کاروکاوه او موخه یې په ۳۰۰۰۰ اکر( د پراخوالي واحد چې ۴۰۴۷ متر مربع کېږي)  ځمکه کې له فریدریکسبرګ څخه بهر د یوې کالونۍ جوړول و. هغه اراده درلوده چې د هر توکم خلک باید اجازه ولري چې ملکیت واخلي . کله چې تایبتس له فریدریکسبرګ څخه شړل کېدل، له غلامۍ یوې ازادې شوې ښځې له هغوی څخه وغوښتل چې د هغې ځوانه لور نایسي هم ځان سره بوځي ځکه هغې باور درلود چې نور ځایونه به د نجونو لپاره ښه وي.  د یوېشتمې پېړۍ اسناد ښیي چې نایسي د الایز د زوی جیمز او په وېرجینیا کې دیوې تورپوټکې ښځې لور وه. [۲۶][۲۷][۲۸]

په واشنګتن دي سي کې الایزا او لوتر تایبېتس له جوزفاین اېس ګریفینګز ( یو امریکایی سمونپال وه چې د غلامۍ په ضد یې مبارزه کوله) او د کانګرس د غړې بنجامین اېف بوتلر او نورو ترقي غوښتونکو سره د عمومي رأیې د حق، د آزادۍ د حقونو او نورو ټولنیزو مسایلو په اړوند کار وکړ. [۲۹]

لوتر تایبېتس په کال ۱۸۷۰ کې له واشنګتن دي سي څخه کالیفورنیا ته لاړ اوهلته مېشت شو چې وروسته ریور ساید وبلل شو. الایزا خپل فعالیت ته په تېره د ښځو لپاره د انتخاب د حق په هکله دوام ورکړ. د ښځو لپاره د انتخاب د حق فعالینو استدلال کاوه چې د امریکا اساسي قانون لا له پخوا ښځو ته مدني حقوق ورکړي دي. په کال ۱۸۷۰ کې د یوه لنډ وخت لپاره د کولمبیا د حوزې اتباعو ته مدني حقوق ورکړل شول. په واسنکتن دي سي کې د ښځو له خوا درأیې د ورکولو فعالینو استدلال کاوه چې هغوی د امریکا اتباع و نو له همدې امله د قانون په بنسټ ورته مدني حقونه ورکړل شول. [۳۰][۳۱]

په کال ۱۸۷۱ کې، اویا ښځو  په واشنګتن دي سي کې قانون تر ازموینې لاندې ونیو. هغوی د راجستر تر دفتر پورې مارش وکړ چې د رأیې اچولو لپاره ځانونه راجستر کړي خو رد شولې. فریدریک دوګلاس ( یوامریکایي سمونپال، د غلامۍ ضد شخصیت ، لیکوال او زمامدار و) له دې ډلې سره چې تایبتس، بېلوا لاکوود ( لومړنۍ ښځه چې سترې محکمې ته حاضره شوه، ښوونکې سارا سپنسر، داکتر سوسن اې اېدسون د رئیس ګارفیلد ډاکتر، مخکښ جولیا ارچي بالد هولمېس، لیکوال اي دي اي ان سوتورت او له غلامۍ څخه خلاص شوو سړیو د بیرو بنسټ ايښودونکی جوزفاین اس کرفینګ پکې شامل و ملګری شو. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په ټاکنو کې دوی هڅه وکړه چې رأیه ورکړي خو د رأیې اچولو له حوزو څخه رد کړل شول. د هغوی د آزموینې قضیې چې د راجستر د بورد مسؤل په وړاندې د  سپنسر له خوا وه او  او د ټاکنو د قاضیانوپه وړاندې د وېبستر له خوا وه د کولمبیا په ستره محکمه کې واورېدل شوې. ښځو چې سوسن بي انتوني ( د ښځو د حقونو فعاله په امریکا کې) او ویرجینیا ماینور ( د ښځو د حقونو فعاله په امریکا کې) په ګډون  په دې ډول په ټوله امریکا کې مظاهرې وکړې او قانون یې له مدني سرغړونې سره ترازماېښت لاندې ونیو. ماینور د هاپرسېټ په وړاندې ( دا د امریکا په ستره محکمه کې یوه قضیه ده چې له مخې یې محکمه حکم کوي چې تابعیت د رأیې  ورکولو حق نه تاییدوی) دکال ۱۸۷۵  قضیه کې، محکمې په رسمي توګه تابعیت د رأیې ورکولو له حق څخه جلا کړ. [۳۷][۳۸][۳۹]

کالیفورنیا[سمول]

الیزا کالیفورنیا تهلاړه اوهلته په ریور ساید کې له مخکښو ښځوڅخه وه او پیل کې یې له خپل زوی او دهغه د مېرمنې هارېت چې د لوتر تایبېت مشره لور وه ژوتد کاوه. په کال ۱۸۷۰ د مخکښو کسانو منځ کې یو شمېر ازاد فکره او معنویت لرونکې خلک و او آلیزا او لوتر بلاخره په خپل منځ کې عادلانه سوله وکړه او له مخې یې خپله اړیکه تنظیم کړه. [۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. California State Parks, California Citrus State Historic Park. (Sacramento: 2002)
  2. U.S. Congress. House, Congressman Ketnner of CA Remarks on the Washington Navel Orange Anniversary Celebration, Cong. Rec. 63rd Cong. 2d Sess. (3 Sep. 1914), 3.
  3. May Lovell Rhodes and Thomas D. Rhodes, 1924 A Biographical Genealogy of the Lovell Family in England and America, Asheville, N.C.: Biltmore Press, 75.
  4. Rhodes and Rhodes, 1924, pp. 202–06.
  5. Charles Theodore Greve, Centennial History of Cincinnati and Representative Citizens, Vol 1, (Chicago: Biographical Pub., 1904), passim
  6. See also Charles Cist, Cincinnati in 1841, (Cincinnati: The Author, 1841)
  7. The Cincinnati directory containing the names, profession and occupation of the inhabitants ..., (Cincinnati, Ohio: Oliver Farnsworth, 1819)
  8. Annals of the New Church, (Philadelphia: Academy of the New Church, 1898), 396, 412.
  9. Ophia D. Smith, "Frederick Eckstein: The Father of Cincinnati Art," Bulletin of the Historical and Philosophical Society of Ohio, 9 (October 1951): 274.
  10. John Downes, Naval Historical Center website. Accessed 4 March 2008.
  11. 'Potomac', Hazegray Online. Accessed 4 March 2008.
  12. Smith, "Adam Hurdus", p. 113.
  13. Smith, "Adam Hurdus", p. 120
  14. Esther H. Klotz, "Eliza Tibbets And Her Washington Navel Orange Trees," in Riverside Municipal Museum, A History of Citrus In the Riverside Area, rev. ed. (San Bernardino: Franklin Press), pp. 13–14.
  15. Klotz, 14 citing Illustrated History of Southern California, (Chicago: Lewis, 1890).
  16. G. A. Redman, M.D., Mystic Hours; Or, Spiritual Experiences (New York: Charles Partridge, and Boston: Bela Marsh), 1859, 284–89.
  17. Emma Hardinge Britten, Modern American spiritualism, (New York: The author, 1870) 352–53. See also Redman, 284–89.
  18. Britten, 355.
  19. United States. 1860 Federal Census, 8th Ward Cincinnati, Hamilton, Ohio, p. 164, lines 34–40.
  20. Klotz, 14
  21. Film Number M551 roll 85 Service Record card 683b-684. Service Card James B. Lovell Archived August 14, 2008, at the Wayback Machine., Civil War Soldiers and Sailors, National Park Service, Accessed 4 March 2008.
  22. Log book of the 132nd Infantry, 1864, available at NARA, College Park, Maryland.
  23. Klotz, 15.
  24. 'Eliza Tibbets' Archived 2011-07-21 at the Wayback Machine., Evergreen Memorial Historic Cemetery, accessed 13 October 2014
  25. 'Luther C. Tibbets,' Spirit of the South; or, Persecution in the name of law, as administered in Virginia, (Washington, D.C.: 1869). Text online at Library of Congress, American Memory
  26. 'Luther C. Tibbets,' Spirit of the South; or, Persecution in the name of law, as administered in Virginia, (Washington, D.C.: 1869). Text online at Library of Congress, American Memory
  27. Tom Patterson, 'Whatever Became of Nicey, Riverside's First Black Resident?,' Riverside Sun
  28. 'Eliza Tibbets' Archived 2011-07-21 at the Wayback Machine., Evergreen Memorial Historic Cemetery, accessed 13 October 2014
  29. E. C. Stanton, Susan B. Anthony, Matilda Joselyn Gage, History of Woman Suffrage, vol. 3, 808 – 113.
  30. Angela G Ray, Cindy Koenig Richards. "Inventing Citizens, Imagining Gender Justice: The Suffrage Rhetoric of Virginia and Francis Minor", Quarterly Journal of Speech, 93, 4, November 1, 2007, 375–402.
  31. "The Ladies Hold A Meeting", National Republican, April 19, 1871.
  32. Women Who Voted, 1868 to 1873, Cady and Stanton online, accessed 4 Mar 2008
  33. Ann D. Gordon, ed. The Selected Papers of Elizabeth Cady Stanton and Susan B. Anthony, (New Brunswick, N.J.: Rutgers, 1997), 649.
  34. Voter Names, Cady and Stanton online, accessed 4 Mar 2008
  35. "Justice For Women", (Washington, D.C.) Daily Morning Chronicle (April 15, 1871)
  36. Gordon, 650.
  37. "The Ladies Hold A Meeting;" Gordon, 649.
  38. Ray & Richards, 375.
  39. Spencer v. Board of Registration, 1 McA. 369. Stanton, et al. 1997, The Selected Papers, p. 813.
  40. 'Eliza Tibbets' Archived 2011-07-21 at the Wayback Machine., Evergreen Memorial Historic Cemetery, accessed 13 October 2014
  41. Klotz, 13, quoting Robert Hornbeck, 1913, Robidoux's Ranch in the '70's (Riverside, California: Press, 1904).