Jump to content

اقلیمي حساسیت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اقلیمي حساسیت هغه معیار دی چې څرګندوي د ځمکې سطحه د یو څرګند عامل وروسته چې په اقلیمي سیسټم کې د بدلون لامل ګرځي څومره ګرمه یا سړېږي، د بېلګې په توګه ښيي چې د کاربن ډای اکساید د غلظت د دوه چند والي له امله اتومسفیر څومره ګرمېږي. له تخنیکي پلوه اقلیمي حساسیت د شعاعي اغېز (radiative forcing) پر وړاندې په نړیواله کچه د ځمکې د سطحې په تودوخه کې په منځنۍ کچه بدلون دی، چې ځمکې ته د راتلونکې او له هغو څخه د وتونکې انرژۍ ترمنځ د توپیرونو څخه سرچینه اخلي. اقلیمي حساسیت په اقلیم پوهنه کې یو کلیدي معیار دی او د هغو اقلیم پوهانو د څېړنو مرکزي نقطه جوړوي چې غواړي د انساني فعالیتونو له امله د نړیوال ګرمښت پایلې درک کړي. [۱][۲][۳]

د ځمکې سطح په مستقیم ډول په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید او همدارنګه د نایتروجن اکساید او میتان په څېر د نورو ګلخانه یي ګازونو د زیاتوالي له امله ګرمېږي. ورته مهال د ځمکې د سطحې ګرمښت بیا په خپل نوبت سره په اقلیمي سیسټم ثانوي اغېز لري؛ د بېلګې په توګه په اتومسفیر کې د اوبو بخار زیاتېږي چې دا خپله هم یو ګلخانه یي ګاز دی. ساینس پوهان په کره بڼه نه پوهېږي چې اقلیمي غبرګونونه څومره قوي دي؛ له همدې امله دا ستونزمنه ده چې په یوازې توګه دې د ګلخانه یي ګازونو د غلظت له مخې د ګرمښت کره کچه مالومه کړای شي. که چېرې مالومه شي چې اقلیمي حساسیت د علمي ارزونو په اټکلونو کې لوړ ځایګی لري بیا نو د پاریس د هوکړې موخې ته رسېدل ستونزمنه چاره کېږي چې هڅه کوي د نړیوالې تودوخې زیاتوالی له ۲ سانتي ګراد درجو (۳.۶ فارنهایت درجې) څخه په کمه کچه کې وساتي. [۴]

اقلیمي حساسیت دوه اصلي ډولونه لري چې یو یې لنډ مهالی «اقلیمي تېرېدونکی غبرګون» دی، چې ښيي په نړیوال ګرمښت کې په منځنۍ کچه اټکل شوی زیاتوالی هغه مهال رامنځته کېدای شي چې په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید د غلظت کچه دوه چنده شي. بل ډول یې هم اوږد مهالی «تعادلي اقلیمي حساسیت» دی، دا چې د کاربن ډای اکساید د غلظت د دوه چند توب له امله په نړیوال ګرمښت کې په منځنۍ کچه اټکل شوی زیاتوالی ثابته بڼه ومومي. اقلیمي حساسیت د دریو کړنلارو پر مټ اټکل کېږي: د صنعتي مهال را وروسته د تودوخې او د ګلخانه یي ګازونو د زیاتوالي مستقیم مشاهدات، په غیر مستقیمه بڼه د اټکل شوې تودوخې او یا هم د ځمکې د تاریخ د ډېرو پخوانیو وختونو له نورو اندازه کوونکو لارو چارو څخه ګټنه او همدارنګه د کمپیوټرونو پر مټ د اقلیمي سیسټمونو د بېلابېلو اړخونو کمپیوټري موډل جوړونه.

مخینه

[سمول]

ځمکې ته د انرژۍ په توګه د لمر د وړانګو د رسېدو او بېرته له ځمکې څخه فضا ته د تودوخې د غبرګون چټکتیا باید تعادل ومومي، که چېرې داسې وه نه شي د ځمکې د سیارې ګرمونکې ټوله انرژي کېدای شي په هر یو مهال کې زیاتوالی او یا هم کموالی ومومي چې له امله یې په ټولیزه توګه ځمکه ګرمه او یا هم سړېږي. د رسېدونکې او وتونکې انرژۍ د کچې ترمنځ د نه تعادل محرک شعاعي اغېز یا نوري اجبار بلل کېږي. ګرمه سیاره، تودوخه په چټکۍ سره فضا ته منعکسه کوي او له همدې امله د لوړې تودوخې او زیرمه شوې انرژۍ ترمنځ نوی تعادل رامنځته کېږي. ورته مهال د سیارې ګرمښت هم ضربه واردونکې اغېزې لري چې د غبرګون یا فیډبک په یوه شدت ورکوونکې کړۍ کې زیاته تودوخه رامنځته کوي. اقلیمي حساسیت هغه معیار دی چې څرګندوي شعاعي اغېز په تودوخه کې په کومه کچه د بدلون لامل ګرځي. [۵]

شعاعي اغېز

[سمول]

شعاعي اغېز (radiative forcing) په معمول ډول د متر مربع مساحت له مخې د واټ پر حساب (W/m2) ټاکل کېږي چې اوسط کچه یې د ځمکې په تر ټولو لوړه سطحه کې چې د اتومسفیر څخه د پورته سطحې (تروپوپاز) په توګه تعریف کېږي، محاسبه کېږي. د دغه اغېز کچه ځانګړي فیزیکي محرک ته اړوندېږي او یوې ځانګړې پام وړ مهالیزې دورې ته په نسبت ورکولو سره د خپلې اړوندې ګټنې لپاره تعریف کېږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

شعاعي اغېز په نړیواله تودوخه کې د اوږد مهاله بدلونونو لامل ګرځي. ګڼ شمېر عوامل د شعاعي اغېز په رامنځته کېدو کې ونډه لري: د ګلخانه یي اغېزو له امله لاندې خوا ته د تشعشعاتو زیاتوالی، د سیارې په مدار کې د بدلونونو له امله د لمر د وړانګو په لوېدو کې بدلونونه، په لمریزه ځلا کې بدلونونه، په هوا کې د معلقو ذراتو مستقیمې او غیرمستقیمې اغېزې (د بېلګې په توګه د ورېځو د پوښښ پر مټ په البېډو کې بدلونونه) او همدارنګه د ځمکې څخه د ګټنې په ډول کې بدلونونه (ځنګل وهنه او یا هم د منعکس کوونکي یخي پوښ له منځه تلل). په معاصرو څېړنو کې د ګلخانه یي ګازونو له امله رامنځته کېدونکی شعاعي اغېز په سمه توګه واضح شوی.[۱۱][۱۲][۱۳]

کلیدي شمېرې

[سمول]

په اتومسفیر کې د کاربڼ ډای اکساید کچه د ۱۸مې پېړۍ له کچې څخه چې ۲۸۰ پي پي ام (ppm یا parts per million) وه په ۲۰۲۰ زکال کې ۴۱۵ پي پي ام ته زیاته شوه. دغه زیاتوالی له صنعتي انقلاب څخه راپیل شو هغه مهال چې انسانانو د ډبرو د سکرو په څېر د فوسیلي سون توکو سوزولو ته مخه کړه. له دې امله چې کاربن ډای اکساید یو ګلخانه یي ګاز دی، مانع ګرځي چې د ځمکې له اتومسفیر څخه تودوخه ووزي. په ۲۰۱۶ زکال کې په اتومسفیر کې د کاربن ډای اکساید کچې د صنعتي انقلاب له مهال سره په پرتله ۴۵٪ زیاتوالی درلود، په داسې حال کې چې د کاربن ډای اکساید د زیاتوالي په پایله کې د غیرخطي اغېزو له امله د شعاعي اغېز کچې په ورته دوره کې له ۵۰٪ څخه زیات زیاتوالی درلود. په اتلسمه پېړۍ کې د صنعتي انقلاب له را پیلېدو وروسته تر ۲۰۲۰ زکال پورې د ځمکې تودوخې څه باندې یوه سانتي ګراد درجه (شاوخوا دوه فارنهایت درجې) زیاتوالی درلود. [۱۴][۱۵]

ټولنیز اهمیت

[سمول]

له دې امله چې د اقلیمي بدلون د کمښت اقتصادونه د خالص صفر کچې ته د کاربن له رسولو سره زیاته اړیکه لري، د اقلیمي حساسیت اټکل پر اقتصاد او پالیسۍ جوړونه پام وړ اغېزې لرلی شي. یوې څېړنې ښوولې چې د اقلیمي غبرګون د لېږد لپاره د قطعیت د شتون د ارزښت نیمايي کول به لامل وګرځي چې په ټریلیونونو ډالر سپما شي. ساینس پوهان په راتلونکي کې په تودوخه باندې د ګلخانه یي ګازونو د اغېزو د زیاتوالي په کره اټکلونو ډاډمن نه دي، ځکه چې د اقلیمي حساسیت زیاتوالی د تودوخې د پام وړ زیاتوالي په معنی دی او دا اړینه بولي چې اقلیمي اقدامات په ډېر احتیاط ترسره شي. که چېرې مالومه شي چې په لوړه سطحه کې اقلیمي حساسیت هماغه ډول دی چې ساینس پوهان یې اټکل کوي، بیا نو د ۲ سانتي ګراد درجو تر کچې پورې د هوا په تودوخه کې د زیاتوالي څخه د مخنیوي په موخه د پاریس د هوکړې ټاکل شوې موخه نه شي ترلاسه کېدلای او د تودوخې زیاتوالۍ بیا حد اقل له دغې کچې اوړي. یوې څېړنې ښوولې چې که چېرې تعادلي اقلیمي حساسیت (اوږد مهالی معیار) له ۳.۴ سانتي ګراد درجو (۶.۱ فارنهایت درجو) څخه لوړ وي، د ګلخانه یي ګازونو خپراوی په کافي چټکه کچه نشي راکمېدلی څو د ۲ سانتي ګراد درجو موخه پوره کړي. هر څومره چې اقلیمي سیسټم د ګلخانه یي ګازونو په غلظت کې د بدلونونو په نسبت حساس وي، بیا نو ډېر احتمال شتون لري چې په څو لسیزو کې به تودوخه د اوږد مهالې اوسط کچې څخه ډېره زیاته او یا هم ډېره کمه شي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. "What is 'climate sensitivity'?". Met Office (په انګليسي). Archived from the original on 7 May 2019. نه اخيستل شوی 2020-02-14.
  2. PALAEOSENS Project Members (November 2012). "Making sense of palaeoclimate sensitivity" (PDF). Nature. 491 (7426): 683–691. Bibcode:2012Natur.491..683P. doi:10.1038/nature11574. hdl:2078.1/118863. PMID 23192145. S2CID 2840337. Archived (PDF) from the original on 15 August 2017. نه اخيستل شوی 24 September 2013.
  3. "Climate sensitivity: fact sheet" (PDF). Australian government. Department of the Environment. Archived (PDF) from the original on 12 February 2020. نه اخيستل شوی 12 February 2020.
  4. Tanaka, Katsumasa; O'Neill, Brian C. (2018). "The Paris Agreement zero-emissions goal is not always consistent with the 1.5 °C and 2 °C temperature targets". Nature Climate Change (په انګليسي). 8 (4): 319–324. Bibcode:2018NatCC...8..319T. doi:10.1038/s41558-018-0097-x. ISSN 1758-6798. S2CID 91163896.
  5. PALAEOSENS Project Members (November 2012). "Making sense of palaeoclimate sensitivity" (PDF). Nature. 491 (7426): 683–691. Bibcode:2012Natur.491..683P. doi:10.1038/nature11574. hdl:2078.1/118863. PMID 23192145. S2CID 2840337. Archived (PDF) from the original on 15 August 2017. نه اخيستل شوی 24 September 2013.
  6. Climate Change: The IPCC Scientific Assessment (1990), Report prepared for Intergovernmental Panel on Climate Change by Working Group I, Houghton JT, Jenkins GT, Ephraums JJ (eds.), chapter 2, Radiative Forcing of Climate Archived 2018-08-08 at the Wayback Machine., pp. 41–68
  7. National Research Council (2005). Radiative Forcing of Climate Change: Expanding the Concept and Addressing Uncertainties. The National Academic Press. doi:10.17226/11175. ISBN 978-0-309-09506-8.
  8. Butler J. and Montzka S. (2020). "The NOAA Annual Greenhouse Gas Index (AGGI)". NOAA Global Monitoring Laboratory/Earth System Research Laboratories.
  9. "Direct observations confirm that humans are throwing Earth's energy budget off balance". phys.org. 26 March 2021.
  10. Feldman, D.R., W.D. Collins, P.J. Gero, M.S. Torn, E.J. Mlawer, and T.R. Shippert (2015-02-25). "Observational determination of surface radiative forcing by [[:کينډۍ:Chem]] from 2000 to 2010". Nature. 519 (7543): 339–343. Bibcode:2015Natur.519..339F. doi:10.1038/nature14240. PMID 25731165. S2CID 2137527. {{cite journal}}: URL–wikilink conflict (help)سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  11. "Explained: Radiative forcing". MIT News. Archived from the original on 25 August 2019. نه اخيستل شوی 2019-03-30.
  12. Climate Change: The IPCC Scientific Assessment (1990), Report prepared for Intergovernmental Panel on Climate Change by Working Group I, Houghton JT, Jenkins GT, Ephraums JJ (eds.), chapter 2, Radiative Forcing of Climate Archived 2018-08-08 at the Wayback Machine., pp. 41–68
  13. Myhre et al. 2013; Larson, E. J. L.; Portmann, R. W. (2019-11-12). "Anthropogenic aerosol drives uncertainty in future climate mitigation efforts". Scientific Reports (په انګليسي). 9 (1): 16538. Bibcode:2019NatSR...916538L. doi:10.1038/s41598-019-52901-3. ISSN 2045-2322. PMC 6851092. PMID 31719591.
  14. Myhre, Gunnar; Myhre, Cathrine Lund; Forster, Piers M.; Shine, Keith P. (2017). "Halfway to doubling of CO2 radiative forcing" (PDF). Nature Geoscience. 10 (10): 710–711. Bibcode:2017NatGe..10..710M. doi:10.1038/ngeo3036. Archived (PDF) from the original on 26 April 2019. نه اخيستل شوی 13 February 2020.
  15. Watts, Jonathan (2018-10-08). "We have 12 years to limit climate change catastrophe, warns UN". The Guardian (په انګليسي). ISSN 0261-3077. Archived from the original on 11 August 2019. نه اخيستل شوی 2020-02-13.
  16. Hope C (November 2015). "The $10 trillion value of better information about the transient climate response". Philosophical Transactions. Series A, Mathematical, Physical, and Engineering Sciences. 373 (2054): 20140429. Bibcode:2015RSPTA.37340429H. doi:10.1098/rsta.2014.0429. PMID 26438286.
  17. Freeman MC, Wagner G, Zeckhauser RJ (November 2015). "Climate sensitivity uncertainty: when is good news bad?" (PDF). Philosophical Transactions. Series A, Mathematical, Physical, and Engineering Sciences. 373 (2055): 20150092. Bibcode:2015RSPTA.37350092F. doi:10.1098/rsta.2015.0092. PMID 26460117. S2CID 13843499. Archived (PDF) from the original on 22 February 2020. نه اخيستل شوی 22 February 2020.
  18. Dyke, James (2019-07-24). "Opinion: Europe is burning just as scientists offer a chilling truth about climate change". The Independent (په انګليسي). Archived from the original on 25 July 2019. نه اخيستل شوی 2019-07-26.
  19. Nijsse, Femke J. M. M.; Cox, Peter M.; Huntingford, Chris; Williamson, Mark S. (2019). "Decadal global temperature variability increases strongly with climate sensitivity" (PDF). Nature Climate Change (په انګليسي). 9 (8): 598–601. Bibcode:2019NatCC...9..598N. doi:10.1038/s41558-019-0527-4. ISSN 1758-6798. S2CID 198914522. Archived (PDF) from the original on 6 May 2020. نه اخيستل شوی 8 March 2020.
  20. Tanaka, Katsumasa; O'Neill, Brian C. (2018). "The Paris Agreement zero-emissions goal is not always consistent with the 1.5 °C and 2 °C temperature targets". Nature Climate Change (په انګليسي). 8 (4): 319–324. Bibcode:2018NatCC...8..319T. doi:10.1038/s41558-018-0097-x. ISSN 1758-6798. S2CID 91163896.