اقلیمي بدلون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په معاصرو اقلیمي بدلونونو کې نړیواله تودوخه چې د انسانانو له امله رامنځته کېږي او د ابو او ځمکې پر نمونو یې اغېزې دواړه شامل دي. د اقليمي بدلونونو دورې له پخوا هم وې خو اوسني بدلونونه د ځمکې په تاریخ کې تر بلې هرې پېژندل شوې پېښې چټک دي. اصلي لامل یې د ګل خانه‌يي ګازونو په ځانګړي ډول د کاربن دای اوکساید (CO2) او میتان انتشار دی. د انرژي د زیاتو کارلو لپاره د فوسیلي سوند‌توکو سوځول د دې انتشار لامل کېږي. کرنه، فولادجوړونه، سيمټ جوړونه او د ځنګلونو له لاسه ورکول اضافي سرچینې دي. د تودوخې لوړوالی هم د اقلیمي غبرګونونو لکه د لمر د وړانګو په مټ د واورین قشر له منځه تلل او د وچ‌کالۍ په مټ د زیامنوشویو ځنګلونو څخه د کاربن دای اوکساید انتشار دی. په ټوله کې دوی نړیوالې تودوخې ته پياوړتیا وربښي. [۱][۲][۳]

د وچې په تودوخه کې له نړیوال اوسط څخه دوه برابره چټک زیاتوالی راغلی. په داسې حال کې چې د تودوخې څپې او د ځنګلونو اور اخیستنه لا عامېږي، دښتې د پراختیا په حال کې دي. په شمالي قطب کې د تودوخې لوړوالي د دوامدارو کنګلونو له بېرته راګرځېدو، ذوب/ویلي کېدو او د سیندونو د کنګلونو د له منځه وړلو سره مرسته کړې. لوړې تودوخې همداراز د ځواکمنو توپانونو او د اوبو او هوا د نورو بدلونونو لامل کېږي. په داسې ځایونو لکه غرونو، مرجانې لویې ډبرو او شمالي قطب کې ډېری ډولونو د خپلې سیمې پرېښودلو یا انقراض ته اړ کېږي، ځکه د هغوی چاپېریال بدلون مومي. اقلیمي بدلونونه خلک د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ کوي چې د تودوخې لوړوالی، شدیده تودوخه، ډېرې ناروغۍ او اقتصادي زیانونه یې ګواښي. همداراز کولی شي د انسان د مهاجرت لامل شي. د روغتیا نړیوال سازمان د اوبو او هوا بدلونونه په یويشتمه پېړۍ کې د روغتیا پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ ګڼي. ان که چېرې د ګرموالي د کمولو لپاره هڅې بریالۍ هم وي، ځينې اغېزې به یې د پېړيو لپاره دوام وکړي. چې د سیندونو د سطحې لوړوالی او د سمندرونو ګرم‌والی اواسیدي‌والی په کې شامل دي.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

اوس‌مهال چې د تودوخې اوسنۍ سطحه د ساتني ګراد ۱.۲ درجې (فارنهایت ۲ درجې) ده، له دغو اغېزو څخه ډېری يې احساسیږي. د اقلیمي بدلونونو په اړه د دولتونو تر منځ هیئت (IPCC) د سانتي ګراد له ۱.۵ او له هغه څخه پورته درجو پورې د تودوخې له دوام سره تر دې د زیاتو اغېزو وړاندوينه کړې. اضافي تودوخه همداراز د ټيپېنګ پاینټونو/ tipping points (د اوبو او هوا د عطف ټکی چې د نه راګرځېدونکو بدلونونو لامل کېږي) د ډېرېدو ګواښ رامنځته کوي لکه د ګرین‌لنډ د کنګلي پوښ ذوب کېدل. د دغو بدلونو په ځواب کې باید د تودوخې د راکمولو لپاره او له تودوخې سره د سازګارۍ لپاره لازم اقدامات وشي. راتلونکې تودوخه د ګل خانه‌يي ګازونود انتشار په راکمولو او له اتموسفیر څخه یې د له منځه وړولو له لارې راکمولی شو. د دې چارې لپاره د لمر او باد څخه د ډېرې انرژۍ کار اخیستل او په ورو ورو د ډبروسکرو/سنګ ذغالو د انرژۍ له منځه وړل لازم دي. د نقلیه وسایلو، د کورنیو او ساختماني حرارتي پمپونو بدلول له حرارتي څخه برېښنايي ته د ګل خانه‌يي ګازونو انتشار ډېر محدودي. د ځنګلونو پياوړي کول او له زیانمنېدو څخه يې مخنیوی د کارین دای اوکساید په جذب کې مرسته کوي. ځینو ټولنو ښايي د ساحلي کرښې د غوره خوندیتوب، د طبیعي افتونو د ادارې او د محصولاتو پراختیا له لارې له اقلیمي بدلونونو سره توافق کړی وي. د توافق لپاره دا هڅې په خپله په‌خپل سر د تل پاتې، شدیدو او پراخو بدلونونو څخه مخنیوی نه‌شي کولی. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د پاریس د ۲۰۱۵ کال د پرېکړه‌لیک پر بنسټ، هېودانو په ټولیز ډول سره توافق وکړ چې د راکمولو د هلوځلو له لارې تودوخه د سانتي ګراد له دوو درجو په ټيټه کچه کې وساتي. دغه پرېکړه‌لیک ته ورکړل شویو تړونو سره سره د دې پېړۍ تر پایه به نړیواله تودوخه د سانتي ګراد ۲.۷ درجو ته ورسېږي. د سانتي ګراد ۱.۵ درجو کې د تودوخې محدودولو لپاره لازمه ده چې  تر ۲۰۳۰ کال پورې د ګل خانه‌يی ګازونو انتشار نیمايي کړی شي او تر ۲۰۵۰ کال پورې یې خالص انتشار صفر ته ورسوي.       [۱۸][۱۹]

اصطلاح پېژندنه[سمول]

د 1980 لسیزې څخه مخکې دا روښانه نه وه چې ایا د ګل خانه‌یي ګازونو تودوخه به د ایروسول پر سړښت غالبه وي که نه. وروسته ساینس پوهانو د اقلیم پر ناڅاپي سمونې د انساني اغیزو اصطلاح وکاروله. په 1980لسیزه کې د نړیوالې تودوخې او اقلیمي بدلونونو اصطلاحات عام شول، لومړنۍ یوازې سطحي تودوخې ته اشاره کوي او دویم د ګل خانه یي ګازونو بشپړه اغېزه پر اقلیم ښیي. نړیوالې تودوخې له هغه وروسته چې د ناسا د هوا او اوبو عالم/ پوه جېمز هانسن (James Hansen) په 1988 کال کې د امریکا متحده ایالتونو په مشرانو جرګه/ سنا کې یاده اصطلاح په خپله وینا کې وکاروله په نامتو اصطلاح بدله شوه. په 2000 لسیزه کې د اقلیمي بدلونونو اصطلاح خورا مشهوره وه. نړیواله تودوخه معمولاً دانسانانو په مټ د ځمکې د سیستم ګرموالي ته  اشاره کوي. په داسې حال کې چې د اوبو او هوا بدلون ښایي طبیعي یا انساني بدلونونو ته اشاره وکړي. دا دواړه اصطلاح ګانې تر ډېره د یو بل په ځای کارول کېږي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بېلابېلو رسنیزو څېرو، سیاستوالو او ساینس پوهانو د اوبو او هوا د کړکېچ یا د اوبو او هوا د بېړني وضعیت اصطلاحات غوره کړي چې د نړیوال ګرم‌والي په ځای د اقلیمي بدلونونو او نړیوالې تودوخې په اړه خبرې وکړي. د ګاردېن/ The Guardian  (بريتانوي ورځپاڼه) د پالیسۍ سرمنشي وویل چې دوی دا ژبه د خپل کتن‌پلاوي په تګ‌لاره کې ځای پر ځای کړې ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې موږ له علمي پلوه کره یو او په ورته حال کې له لوستونکو سره د دې اړینې موضوع په اړه په وضاحت سره اړیکه ټینګه کړو. په ۲۰۱۹ کال کې د اکسفورډ ژبې د اوبو او هوا بېړنی اقدامات د کال د کلیمې په توګه وټاکه او هغه یې د هغه حالت په توګه تعریف کړ چې د اقلیمي بدلونونو د راکمولو یا درولو په موخه بېړني اقدامات په کې لازم وي او د نه راستنېدونکو بالقوه چاپېریالي زیانونو څخه مخنیوی کوي.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د تودوخې کتل شوی لوړوالی[سمول]

د څوګونو خپلواکو ابزارو د معلوماتو ټولګه ښيي چې د اوبو او هوا سیستم د تودوالي/ګرم‌والي په حال کې دی. له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۲۰ پورې لسیزه کې د تودوخې درجې له صنعت څخه مخکې د بنسټېزې کرښې (۱۸۵۰-۱۹۰۰) په پرتله د سانتي ګراد   ۱.۰۹ درجې توده شوې ده. د سطحې تودوخه په هره لسیزه کې شاوخوا د ساتني ګراد ۰.۲ درجې لوړيږي. او په ۲۰۲۰ کال کې له صنعتي کېدو څخه مخکې پړاو په پرتله يې ۱.۲ درجې لوړوالی موندلی. له ۱۹۵۰ کال څخه د سړو شپو او ورځو شمېر راټیټ شوی او د تودو شپو او روځو شمېر زیات شوی دی.    [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د نولسمې او اتلسمې پېړۍ په منځنۍ برخه کې لږ خالصه تودوخه وه، د هغه پړاو لپاره معلومات له اقلیمي لاملونو لکه ونو او کنګلي هستو څخه ترلاسه کېږي. دا اطلاعات ښيي چې طبیعي بدلونونه د صنعتي انقلاب لومړنۍ اغېزې جبرانوي. د تودوخې سنجولو ریکارډونه شاوخوا د ۱۸۵۰ کال له پیل راهیسې تر نړیوال پوښښ لاندې راغلي. د تودوالي او سړښت تاریخي بېلګې لکه د منځنیو پېړیو انومالۍ /ګډوډۍ (Medieval Climate Anomaly) او د کوچنيو کنګل کېدونو دورې په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله نه دي پېښې شوې. د تودوخې درجه ښايي دومره لوړه شي لکه څوره چې د شلمې پېړۍ په وروستيو کې په محدودو سیمو کې لوړه وه. له تاریخ څخه مخکې د نړیوال ګرم‌والي ناڅاپي پېښې لکه د پالیوسين-ایوسین (Paleocene–Eocene Thermal Maximum) اعظمي تودوخې شته وې. په هر حال د تودوخې په درجه کې ترسترګو شوی مدرن لوړالی او د کاربن دای اوکساید غلظت دومره چټک دی چې د ځمکې په تاریخ کې ان ناڅاپه جیوفزیکي پېښې هم یاد نرخ ته نه شي رسېدلی.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

د ګرم‌والي شواهد د هوا د تودوخې له اندازه کولو څخه د نورو پراخو کتنو په مټ پیاوړي کېږي. د شدیدو وروښتونو، واورې او ځمکني کنګلونو ویلې/ ذوب کېدلو په فریکونسي او شدت کې زیات‌والی او د اتموسفیر په نم‌جنتوب/رطوبت کې زیات‌والی شته و. بوټو او څارویو هم په توافقي ډول له ګرم‌والي سره سازښت کړی. د مثال په ډول بوټي د پسرلي په موسم کې زر ګلان سپړي. بل کلیدي شاخص تر اتموسفیر پورته سړښت دی چې ښيي ګل خانه‌يی ګازونه تودوخه د ځمکې سطحې ته نژدې په دام کې اچوي او فضا ته یې د خپرېدو محنیوی کوي. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. IPCC SR15 Ch1 2018, p. 54
  2. Our World in Data, 18 September 2020
  3. IPCC AR6 WG1 Technical Summary 2021, p. 59
  4. IPCC SRCCL 2019, p. 7; IPCC SRCCL 2019, p. 45
  5. USGCRP Chapter 9 2017, p. 260.
  6. IPCC SROCC 2019, p. 16
  7. EPA (19 January 2017). "Climate Impacts on Ecosystems". مؤرشف من الأصل في ۲۷ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۱۹. Mountain and arctic ecosystems and species are particularly sensitive to climate change... As ocean temperatures warm and the acidity of the ocean increases, bleaching and coral die-offs are likely to become more frequent. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cattaneo et al. 2019; UN Environment, 25 October 2018.
  9. IPCC AR5 SYR 2014, pp. 13–16; WHO, Nov 2015: "Climate change is the greatest threat to global health in the 21st century. Health professionals have a duty of care to current and future generations. You are on the front line in protecting people from climate impacts – from more heat-waves and other extreme weather events; from outbreaks of infectious diseases such as malaria, dengue and cholera; from the effects of malnutrition; as well as treating people that are affected by cancer, respiratory, cardiovascular and other non-communicable diseases caused by environmental pollution."
  10. IPCC SR15 Ch1 2018, p. 64
  11. IPCC SR15 Summary for Policymakers 2018, p. 7
  12. IPCC AR6 WG1 Technical Summary 2021, p. 71
  13. NASA, Mitigation and Adaptation 2020
  14. United Nations Environment Programme 2019, Table ES.3; Teske, ed. 2019, p. xxvii, Fig.5.
  15. United Nations Environment Programme 2019, Table ES.3 & p. 49; NREL 2017, pp. vi, 12
  16. IPCC SRCCL Summary for Policymakers 2019, p. 18
  17. IPCC AR5 SYR 2014, SPM 3.2
  18. United Nations Environment Programme 2021, p. 36
  19. IPCC SR15 Ch2 2018, pp. 95–96; IPCC SR15 2018, SPM C.3; Rogelj et al. Riahi; Hilaire et al. 2019
  20. NASA, 5 December 2008.
  21. Weart "The Public and Climate Change: The Summer of 1988", "News reporters gave only a little attention ...".
  22. Joo et al. 2015.
  23. NOAA, 17 June 2015: "when scientists or public leaders talk about global warming these days, they almost always mean human-caused warming"; IPCC AR5 SYR Glossary 2014, p. 120: "Climate change refers to a change in the state of the climate that can be identified (e.g., by using statistical tests) by changes in the mean and/or the variability of its properties and that persists for an extended period, typically decades or longer. Climate change may be due to natural internal processes or external forcings such as modulations of the solar cycles, volcanic eruptions and persistent anthropogenic changes in the composition of the atmosphere or in land use."
  24. NASA, 7 July 2020; Shaftel 2016: " 'Climate change' and 'global warming' are often used interchangeably but have distinct meanings. ... Global warming refers to the upward temperature trend across the entire Earth since the early 20th century ... Climate change refers to a broad range of global phenomena ...[which] include the increased temperature trends described by global warming."; Associated Press, 22 September 2015: "The terms global warming and climate change can be used interchangeably. Climate change is more accurate scientifically to describe the various effects of greenhouse gases on the world because it includes extreme weather, storms and changes in rainfall patterns, ocean acidification and sea level.".
  25. Hodder & Martin 2009; BBC Science Focus Magazine, 3 February 2020
  26. The Guardian, 17 May 2019; BBC Science Focus Magazine, 3 February 2020
  27. USA Today, 21 November 2019.
  28. Oxford Languages 2019
  29. EPA 2016
  30. IPCC SR15 Ch1 2018, p. 81.
  31. IPCC AR6 WG1 Summary for Policymakers 2021, p. SPM-5
  32. WMO 2021، ص. 6.
  33. IPCC AR5 WG1 Summary for Policymakers 2013, pp. 4–5
  34. IPCC SR15 Ch1 2018, p. 57; Hawkins et al. 2017, p. 1844
  35. IPCC AR5 WG1 Ch5 2013, p. 386; Neukom et al. 2019
  36. IPCC AR5 WG1 Ch5 2013, pp. 389, 399–400
  37. IPCC SR15 Ch1 2018, p. 54.
  38. Kennedy et al. 2010, p. S26. Figure 2.5.
  39. Loeb, Norman G.; Johnson, Gregory C.; Thorsen, Tyler J.; Lyman, John M.; Rose, Fred G.; Kato, Seiji (2021). "Satellite and Ocean Data Reveal Marked Increase in Earth's Heating Rate". Geophysical Research Letters. American Geophysical Union (AGU). 48 (13). Bibcode:2021GeoRL..4893047L. doi:10.1029/2021gl093047. ISSN 0094-8276. S2CID 236233508 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Global Warming". NASA JPL. 3 June 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۲۰. Satellite measurements show warming in the troposphere but cooling in the stratosphere. This vertical pattern is consistent with global warming due to increasing greenhouse gases but inconsistent with warming from natural causes. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. IPCC AR4 WG2 Ch1 2007, Sec. 1.3.5.1
  42. Kennedy et al. 2010, pp. S26, S59–S60; USGCRP Chapter 1 2017, p. 35.