Jump to content

اقتصادي پرمختیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اول فصل

[سمول]

        داقتصادي پرمختيا تصور      

[سمول]

Concept of Economic Progress

داقتصاد له نقطې نظره نړۍ په دوه ګروپونو ويشل شويده چې په لومړى ګروپ کې پرمختللي هېوادونه شامل دي چې د هغوى د ســــــــړي ســر عايد زيات دي او هغوى ته د ژوند ټولې اسانتياوې موجودې دي اودژوند سطحه يي لوړه ده لكه امريكا ،كاناډا،جرمني برتانيه،روسيه،جاپان اوداسي نور.[۱]

.اوپه دويم ګروپ کې پرمختيايي هېوادونه شامل دي چې دهغوى د سړي

سرعايد کم د‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ى او د ژوند د اسا نتياو څخه بې برخې دي دغه هېوادونه د غربت او نېستۍ له مشکلاتوسره مخ دي د دې لپاره چې دغه مشکلات له منځه لاړ شي نو داسې پروګرامونه او

پالېسۍ بايد جوړې کړاى شي چې د هغوى د اقتصادي پرمختيا باعث وګرځي چې په دغه

ډله هېوادونوکې چېن،ايران،سعودې عرب،هندوستان،پاکستان اوداسې نور شامل دي

علاوه لدې څخه هغه هېوادونه چې د اقتصادي پرمختيا په لوري مېل نلري وروسته پاتې هېوادونه بلل کېږي لکه بوتان،نيپا ل،سوماليه،ايتوپيا اوداسې نور.1[1]

د نوي عصر اقتصاد پوهانو پر وړاندې دټولو څخه لويه ستونزه دا ده چې داسې اصول او

عملي طريقې پيدا کړي چې د هغې په کومک سره وروسته پاتې هېوادونه(Backward countries

د پر مختګ په لور روان شي او همدا رنګه د هغوى په ملي عايد کې به زياتوالۍ راشي او خلک به ارام او سوکاله ژوند تير کړي په موجوده وخت کې د نړۍ د نفوسو پنځمه برخه

خلك د غربت د خط  poverty line)) لاندې يعنې په اوسط ډول د ورځې يو ډالر عايد باندې ژوند تېروي نهه څلوېښت (49) هېوادونه نه يوازې دا چې غريب دي بلکه د انديښنې خبره دا ده چې د غريبو او غني هېوادو تر منځ تفا وت مخ په زيا تېدو روان دى د دې نه داسې معلومېږي چې په موجوده وخت کې د نړۍ کلنۍ مجموعي توليد درې تريلين ( Trillion) ډالره دى چې  د هغې 80 % صرف د نړۍ 20 %  نفوسوپه تصرف کې راځي هغه سا زمان چې د اقتصادي تعاون او پرمختيا ( Organization for economic cooperation and development (

په منطقو کې موجود دى چه پدې کې داهيوادونه شامل دي:امريکا،کاناډا،بلجيم،فرانسه،ايټاليا، انګلستان،ناروې،سويډن اوجاپان

اودنړۍ دتوليد20% برخه دنړۍ باقيمانده نفوس ته ورکول کيږي چه دغه خلک دژوند داوليه ضرورتونوڅخه هم محروم دي اوهمدارنګه داستوګنې دځاى،تعليم،تفريح اودصحت دمناسبو اسانتيا ؤ سره نا اشنا دي اوهمدارنګه دبې وسۍ ،بې سوادۍ ،بيکارۍ اومرضونو سره لاس اوګريوان دي هغوى داسې دنيستۍ اوغربت ژوند تيروي چې دغربي بډايو هيوادو خلک يې تصور هم نشي کولاى.

“Most of the world’s people live in poverty beyond the imagination of people in rich western countries” (S.FISCHER)[2]


نوپدې اساس اقتصادپوهان غور اوفکر کوي چې په څه شان سره اقتصادي پرمختيا رفتار ته سرعت ورکړل شي چې خلک دغربت څخه خلاصون ومومي  .

داقتصادي پرمختيا تيوري

[سمول]

Theory of economic progress


له هر څه مخکې اړيو د پرمختيا ، اقتصادي پرمختيا او پرمختيايي هېوادو يا·پرمختيايي اقتصاد په هکله خبرې وکړو. د اقتصادي پرمختيا په هکله بيلا بيل تعريفونه شته چې له هغو څخه يو يې هم په يوازېتوب قناعت بښونکى نه دى. په اقتصادي علمي اثارو او بحثونو کې بېلا بېل اصطلاحات لکه اقتصادي وده ، اقتصادي پرمختيا ، پرمختګ ، اقتصادي ترقي ، اقتصادي رفاه او داسې نور شته ان داچې زياتره وخت دا ټول په مترادفه توګه يو د بل پرځاى راوړل کيږي! خو ګڼ شمېر اقتصاد پوهان وايي چې د پورته اصطلاحاتو ترمنځ د معنى له پلوه توپير شته د بيلګې په توګه شوپتر وايي چې اقتصادي پرمختيا د پرمختللي اقتصادي مسائلو سره اړيکي لري ، يعنې اقتصادي پرمختيا په ساکن حالت کې د لنډې مودې بدلون دى چې هغه پخواني تعادلي حالت له منځه وړي ، حال دا چې اقتصادي وده د اوږدې مودې دوامداره او تدرېجي بدلون دى چې د وګړو په پس اندازونو کې د يوه عمومي زياتوالۍ څخه رامنځ ته کيږي. هره اقتصادي پرمختيا د اقتصادي ودې لرونکې وي خو هره اقتصادي وده حتماً د اقتصادي پرمختيا محتوى نه وي. دا ځکه چې اقتصادي وده يو اړخ لري ، هغه د ټولوملي توليداتوGeneral National Production (GNP)( مجموعي توليد) يا د هيواد په سطحه ټول محصول  د کلني زياتوالۍ سلنه (فيصده) ده .حا ل دا چې اقتصادي پرمختيا ، په اقتصادي جوړښت کې د بدلون سربېره هر سياسي ، اجتماعي ،کلتوري او نور بدلونونه هم رااخلي نو ځکه ويل کيداى شي چې اقتصادي وده پرته د اقتصادي پرمختيا ممکنه ده ، مګر اقتصادي پرمختيا پرته له اقتصادي ودې ناممکنه ده .                                                                                                       

اقتصادي پرمختيا يوه پراخه نمونه (اصطلاح) ده او د اقتصادي ودې د نمونې (اصطلاح) په پرتله پراخه مانا لري. د اقتصادي ودې اصطلاح يوازې د کمي شاخصونو ښودونکې ده ، لکه د ملي عايد حجم ،سرانه کلنۍ عايد زيرمې او نور. خو اقتصادي پرمختيا د کمي شاخصونو سربيره ، کيفي شاخصونه او د وګړو د ژوند

نور بيلا بيل اړخونه هم را اخلي لکه د ژوند د وسايلو او اسبابونو چمتووالۍ ،په کورونو کې ديخچا ل ، تلويزون ،  بريښنا ، روغتيا، اوبو ، تليفون او نورو چمتوالۍ ، د کورونو کوټو (اطاقونو) شمير او داسې نور. ځينې پوهان وايي چې د ژوند د سطحې د معلومولو  د پرمختيا له پاره د يو معيار په توګه يوازې د سړي سر کالنۍ ګټه کافي نه ده بلکې د وګړو د ژوند نور ټول اړخونه هم پکې وشميرل شي . لکه د ښونې او روزنې شرايط روعتيايې اسانتياوې ، ښه ترانسپورت، کلتوري او فرهنګي اسانتياوې او داسې نور همدارنګه اقتصادي وده د اقتصادي ترقۍ سره توپير لري پدې                                                                                       

 مانا چې اقتصادي وده(Economic Growth) دملي عايد زياتوالۍ اواقتصادي ترقي(Economic Progress) د سرانه عايد سره سروکار لري . کله چې مونږ د اقتصادي ترقۍ څخه خبرې کوو، نو د خلکو د ژوند د ښه والي په مانا ده چې  منځوي بريد ورته ټاکل کيداى شي . ددغو دوه توپيرونو يوه اړتيا ده .د بيلګې په توګه کله چې د وګړو زياتوالۍ د محصولا تو له زياتوالۍ څخه زيات وي، ، نو ښکاره خبره ده چې د وګړو د ژوند کچه به ټيټه وي . دا هم بايد په ياد وساتو چې ممکن ځينې وخت په يوه ټولنه کې د وګړو د ژوند کچه ټيټه وي . خو د ژوند نورو ډګرونو کې ژوره پرمختيا شوې وي، داسې وخت کې بايد داسې پرمختګونه د سړي سرګټې څخه څارنه وشي .

له همدې امله مونږ کولاى شو مادي کلتور او معنوي کلتور نمونې هم وکاروو ! هغه شمير چې پرمختياد تخنيکي او اقتصادي عواملو پورې تړي د مادي کلتور پلويان او هغه چې فرهنګي ، ټولنيز، سياسي او نور پرمختګونه ضروري بولي د معنوي کلتور پلويان نومول شوي دي ، خو ښه به داوي چې ووايو : د ټولنې د پرمختګ لپاره دواړه عوامل ضروري دي . د کلتوري عواملو ښه ګڼل د مادي عواملو په پرتله يا د مادي عواملو غوره ګڼل د کلتوري عواملو په پرتله په

بيلا بيلو وختو کې ، بيلا بيلو ټولنو کې د هغو ځانګړو شرايطو پورې اړه لري . که چېرې د ژوند يو اړخ غوره وګڼل شي او بل هير شي دا به لويه تيروتنه وي .                                                                             

پروفيسر براون او لويس د پورته نمونو توپير ته ارزښت نه ورکوي .براون وايي اقتصادي وده((Economic Growth او اقتصادي پرمختيا(Economic Development) دواړه يو شان ته بدلونونو ته اړتيا لري دغه بدلونونه تر پخوا غوره او نوي وي . ليوېس دا هم وايي چې موږ به زياتره اقتصادي وده ليکو، ان داچې يوازې د تنوع لپاره جايزه بولو چې د اقتصادي ودې پر ځاي اقتصادي پرمختيا يا اقتصادي ترقي وليکو او ويې وايو . ددې مانا داده چې نوموړي په دغه دواړو نمونو کې ډير توپېر پلوي نه دي .                                        

په هر حال، اقتصادي پرمختيا څه مانا؟ د اقتصادي پرمختيا اصطلاح په بيلابيلو بڼو ښودل شوې ده .                                                                                            

پروفيسر ماير او پروفيسر بالدوين (Baldwin): اقتصادي پرمختيا يوه پروسه يا پړاو دى چې د هغې په ترڅ کې د ټولنې حقيقي عايد په اوږده موده کې زياتوالۍ مومي. په پورته تعريف کې بايد درې ټکو ته ځير شو پروسه ، حقيقي عايد او اوږده موده، پروسه يا پړاو ځينې ټاکلي ځواکونه راښيي چې په اوږده موده کې اغيزې شندي او بدلون يو شمير متحولين لري . پړاو بايد د پيژندو وړ وي . د پړاو په ترڅ کې بايد په مهارت ، سرچېنو ،عرضه ، پانګه  ، تکنالوژۍ ، اداره او نورو کې بدلونونه راشي .ددې په انډول د عواملو د عرضې په وړاندې بايد محصولاتو په تقاضا کې هم بدلون راشي .پرته له هغه د کوم د بدلون خبره نشو کولاى . له دې سره يو ځاى بايد د خلکو کلتور ، د ژوند کچه ، د ټولينزو اړيکو ، د عايد د ويش څرنګوالى ، د نفوسو اندازه او جوړښت او ورسره ټولو اړخونو کې بدلون راشي خودا تعريف بشپړ ځکه نه دى چې سرانه عايد په کې هير شوى دى . که چېرې د وګړو زياتوالۍ د حقيقي عايد د زياتوالۍ څخه لوړ وي نو سرانه عايد وروسته پاتې کيږي يا په ټيټه کچه کې وي .په پورته تعريف کې د ټولنيز ژوند يو شمير نور اړخونه هم په نظر کې نه دي نيول شوي .

اقتصاد پوه بران ، په يو اوږده موده کې د سرانه مادي محصول زياتوالۍ اقتصادي پرمختيا بولي پروفيسر بوچانان  (Buchanan)او  Ellis  وايي اقتصادي پرمختيا ، په پرمختيايي ټولنو کې د حقيقي عايد د زياتوالۍ له پاره د امکاناتو د پراختيا څخه عبارت ده چې د پانګې اچونې له لارې سرانه د حقيقي عايد د زياتوالۍ لار هواريږي . دغه وروستۍ تعريف چې د سرانه حقيقي عايد پر بنسټ ولاړ دى هم نيمګړى بريښي ، ځکه ممکن د عايد ويش د طبقاتي توپيرونو د ژورتيا سبب شي . زيرمې او پس انداز هم لازم معيار نشي ګڼل کېداى ، ځکه که د ژوند د لګښت په کمولو سره زېرمه رامنځ ته شي . نو د ژوند سطحه هېڅکله نه ده لوړه شوي او همداسې د ژوند نور ډګرونه در واخله .                                                                                              

 اقتصادي پرمختيا ته كليم كلارك(Claim Clark) يو بل تعريف لري . د اقتصادي رفاه ښه والى اقتصادي پرمختيا ده.                                                                                         

پيګو(Pigou)ټول هغه اجناس او خدمات رفاه بولي چې په پيسو سره پلورل پيرودل کېږي. نو په پورته تعريف کې د پانګېزو اجناسو ، مجموعي محصول  او د نورو خبره هېره شوه. مانا دا چې ټولنيزه سوکالي د ښوونځيو ودانول ، روغتونو ، سړکونو ، ټولنيزو آسانتياوو او نورو سره د بدلون وړ ده چې دا يو هم په پيسو سره نه پلورل او نه پېرودل کېږي نه سربېره پردې په اقتصادي رفاه کې ټولنيز عدالت هم هېر شوى دى ، يعنې اقتصادي رفاه له ټولنيزې رفاه جلاء ګڼل شويده ، حال دا چې بايد د ټولنې هر اړخ په پرمختيا کې ورو شمېرل شي .                                                                            

ځېنې پوهان په ډېره اوږده موده کې لازم بدلون راتګ ته پرمختيا وايي، ځېنې نور بيا په ټاکلي وخت کې د ژوند په ټولو اړخونو کې د پرمختيا نمونه کاروي مثلاً په يوه ټاکلي وخت کې د تخنيک پرمختيا ،د ټولنيز محصول د لوړتيا په پنځيزو سرچېنو لاس برى او داسې نور، خو دوى  راتلونکي بدلونونه په نظر کې نه نيسي ، يعنې د دوى تعريف او قضاوت  (Static) اړخ لري او بس . بويه چې په ډيناميکه توګه راتلونکي بدلونونه هم پرمختيا کې ګډ وشمېرل شي، يعنې علمي خبره دا ده چې جاري وضعيت له تېرې او راتلونکې وضع سره وتړل شي او پرتله ايز جاج يې واخيستل شي .۳[3]                                                                                                

داقتصادي پرمختيا تعريف

[سمول]

Definition of Economic Development


داقتصادي پرمختيادتعريف په اړونديوشمير اقتصادپوهانوپه لاندې ډول خپل نظريات څرګند كړيدي پروفيسر ارتر ليوس (A-Lewis) داقتصادي پرمختياتعريف پدې الفاظو

كې بيان كړيدى:((داجناسواوخدماتو په توليد كې زياتوالۍ عبارت داقتصادي پرمختيا څخه دى ))

دپروفيسرهيرولډايف ويلم سن  له نظره:((اقتصادي پرمختيا يوه داسې پروسه ده چې دهغې په ذريعه ديو هيواد ياديو منطقې خلك خپل شته وسايل داجناسو اوخدماتود

سړي سر توليددزياتوالۍ په خاطر په كار واچوي))

داقتصادي پرمختيا جامع تعريف پروفيسر مائر اوبالډون(Meier & Baldwin) داسې كړيدي :

((داقتصادي پرمختيا څخه مطلب داسې پروسه(Process) ده چې دهغې په اساس دهيواد حقيقي ملي عايد په اوږدمهال ډول زيات شي اوكه چېري داقتصادي پرمختيا نرخ دنفوسو دزيا توالي دنرخ نه زيا ت وي نو دسړي سرحقيقي عايد زياتوالۍ مومي))

اقتصادي پرمختيا په پورتني ذكر شوي تعريف كې درې مهمي اصطلاح ګا ني نغښتي دي چې دهغې تو ضيح ضروري ده.

1: پروسه:.اقتصادي پرمختيا ديوې داسې پروسي نوم دې چې دمختلفو تغيراتو په بڼه ښكاره كېږي او دهغې دمجموعي نتيجي په اساس حقيقي عايد زياتوالۍ مومي.

2:.حقيقي ملي عايد:.داجناسو او خدماتو دهغه مقدار څخه عبارت دې چې په يوه خا صه موده كې په يو هيوادكې توليديږي ددې داندازه كېدو په وخت كې دقيمتونو دلوړوالي او ټيټوالي نه علاوه دما شينو نو ،تعميرونو او دموټرونو فرسا يش(Depreciation) هم په نظر كې نيول پكاردي.

3: اوږدمهاله موده (Long Period):.ددې څخه مطلب د شلو كالوڅخه تر پنځه ويشت كالونو پورې موده ده نو داقتصادي پرمختيا (ملي تو ليدكې زياتوالۍ) دادندازه كېدو لپاره ديوكال پرځاي لس كلنه موده په پام كې نيول پكاردي.

كه په ساده الفا ظو ووايو چې داقتصادي پرمختيا نه مطلب لاندېني نكات دي:

×     .داجناسوپه توليد كې بايد د نووطريقوڅخه استفاده وشي

×   .فني مهارت ( Skill ) انرژۍ او په سرمايه كې دزياتوالۍ په اساس داجناسواوخدماتو

په توليد كې زياتوالۍ .

×   په ټولنيز او اداري  ارګانونو كې مثبت بدلون .

×   مجمو عي ملي توليد او دسړي سر ملي عا يد كې زياتوالۍ ،تخنيكې او فني معلومات ،او دطريقو په طرزكې اصلاح او تر قى (وده)

×   دملي تو ليد زيا توالۍ دپس انداز او سر مايګزاري دزياتوالۍ سبب ګرځي

×   دسرمايوي وسايلو دزياتوالۍ په اساس دسړي  سر سر مايه زيا توالي مومي او په نتيجه كې دكارګرانو ، دهقانانو ،كارمندانو ، نجارانو ،داستكارانو ،فني ماهرانو اوداسې نورو دكار كولو صلاحيت او مثمريت(Efficiency) زيا توالۍ مو مي

×   په هيواد كې دبيمي ، مالي او بانكي ادارو كې زياتوالۍ او دپور او كريديت اسانتيا وې زيا توالۍ ومومي .

×   مواصلات ، رسد ، دبار وړلو او خبر رسولو(Communication) دوسيلو زياتوالۍ

×   تعليم ، روغتيا ، تفريح ، تهذيب او تمدن(Civilization) دمعيار بهتروالې.

×    

پس:  امريكايې اقصاد پوه سميلسن اقصادي پرمختيا په لا ندې الفاظوكې بيان كړيده

“Economic growth means an increase in the total output of nation overtime. Economic growth is usually measured as the annual rate of increase in a nation’s real G.D.P” (Samuelson) [4]




داقتصادي پرمختيا دمطالعي ارزښت

The Worth of Economic Development Study


د اقتصاد د پرمختګ په هکله پروفيسر مايېر او باروين وايي چې :

د ملتونو د شتمنيو(ثروت) د مطالعې پر ځاى د ملتونو د غربت مطالعه ډيره ضرور ده! پرمختيايي هېوادونو کې نفوس ورځ په ورځ  زياتيږي ، پانګه يې لږه، سرانه عايد يې لږه او د تکنالوژۍ له پلوه وروسته پاتې دي . له بلې خواد پرمختللو او پرمختيايي هېوادوتر منځ توپير ورځ  په ورځ زياتيږي ، د دوي وروسته پاتې والى يوه لويه سياسي ستونزه باندې اوښتى چې ان د دوي خپلواکي يې له ګواښ  سره مخامخ کړې ، نو دوي ته ډېره ضرور او مهمه خبره ده چې ژر خپلو ستونزو باندې برى ومومي او خپلې زېرمې او شتمنۍ، خپلواکي او ملي هويت  وساتلاى شي سربېره پردې چې خلک د ژوند د لوړې سطحې او رفاه غوښتونکي دي ، ددغو هېوادنو حکومتونه په دى ګروه دي چې د دو سياستونه د همدې معيار يعنې اقتصادي ودې او پرمختيا له مخې څېړل کيږي ، د دوى سياسي برى د دوى د اقتصادي ودې له مخي ارزول كېږي ان داچې دپرمختيايي هيوادو اقتصادي وده  او پرمختيا د پرمختللو هېوادو لپاره هم په زړه پورې ده  ځکه دوي ته د پيرودولو مارکيټ او د ودى د محصولاتو د خرڅلاو بازار پراخيږي د پرمختيايي هېوادو اقتصادي وده او پرمختيا د نړيوالو کړکيچونو او اقتصادي پرمختيا د ثبات(Stability) لامل هم ګرځي پرته له ممکن په نړيواله کچه ګڼ شمير اقتصادي بحرانونه(Crisis)  اضافه توليد او نوري ستونزي پيښي شي . د اقتصادي               

ودې او پرمختيا مطالعه د پراخه اقتصادي ډګرونو سره مستقيماً اړيکې لري.5[5]


د اقتصادي پرمختيا درې ميکانيزمونه

Three Mechanism of Economic Progress

دا چې څرنګه  اقتصادي پرمختيا پيښيږي ، بايد د ملي عايد ،د پانګې د راټوليدو او نفوسو تر منځ په اړيکو پوه شو                                                                  

١: د ملي عايد او نفوسو ترمنځ اړيکه سرانه عايد ښکاره کوي                            

                                                                                                          Y=y/p

دلته                                                                                                              

                                                                                              Y = سرانه عايد

                                                                                                Y =ملي عايد

                                                                                               P = نفوس دى

په سړي سر ګټه کې هر زياتوالۍ او بدلون په ملي عايد او نفوسو کې د بدلون له امله   ليدل کيږي يعنې :                                                                                      

                                                                                       y=∆y/∆p∆

په سرانه عايد کې هر زياتوالۍ د ملي عايد سره  مسقماً اړيکي لري ، خو د نفوسو سره سرچپه اړيکه لري                                                                              

  په يوپرمختيا يې هيواد كې به ښه وي چې   ∆y›∆p   څخه وي كه چېري  p=∆y∆ددغه هيواد اقتصادي پرمختيا ثابت ،نه بدليدونكې ياولاړ (ستاتيك) حالت كې بلل كېږي خو ډبكېدو(ركود) په حالت كې د    ∆y‹∆p په معني افاده كېږي

۲ _د پرمختيا له پاره دويم ميکانيزم د ملي عايد او د پانګې د راټوليدو يا زيرمه کېدو ترمنځ اړيکه ده د پانګې راټولېدل (Capital Accumulation) په سلنه يا فيصد (%) ښودل کيږي .که چېرې په يو هيواد کې په يو کا ل  کې ملي عايد1000 ميليارده پولي واحده (افغانۍ ، ډالر، ايورو يا کوم پل پولي واحد) وې. او له هغې زر 1000   مليارده يې پانګې اچونې ته بېلې کړو، نو دلته د پانګې د ټولېدو يا زيرمه کېدو بنسټ او سلنه داسې سنجوو                                                                                  

                                100/100.100=100%:

3_کله چې غواړو په مجموعي محصولاتو کې بدلون يا زياتوالۍ وسنجوو، بايد پانګه د هغې پر حاصل وويشو.                                                                                   

                                                                                                                 K/o

دلته هغه د پانګې هر بيلابيل واحدپه نظر کې دى چې هر يو يې د حاصل د يو واحد توليد  رامنځ ته کوي.                                                                                         

پورته نسبت د پانګې په مؤلديت پورې اړه لري ، نو ځکه هغه د يو هېواد په ملي اقتصاد کې په لنډه توګه د پانګې مؤلديت بولي. فرض کوو که چېرې ۳۰۰۰ پولي واحده پانګه اچونه ۱۰۰۰ واحده محصولات لوړ بوځي ، نو پر حاصل باندې د پانګې نسبت او انډول داسې سنجش کېږي:                                                                   

                                                                           3:1 = 3/1   يا3000:1000=3/1    

اوس دوه پورتنى  پايلې سره يو ځاى کوو ، د هغو مجموعي اغېزې مومو کله چې پر حاصل باندې د پانګې د نسبت ۳:۱شرايطوكې  ،دملي عايد ديو فيصد زياتوالۍ لپاره بايد پانګې اچوني انډول په سلوكې كې  درې وي ،اودملي عايد دزياتوالۍ اندازه وغواړودېو پر ځاي په سلوكې دوو ته اوچته كړو نو بايد پانګه اچونه شپږفيصدوته لوړه كړو اوس كولاي شو دپانګې دزيرمه كېدو يا راټوليدو اوملي عايد

اونفوسو ترمنځ خپل منځي اړيكې ومومو اودپانګې اچوني فيصدي وټاكو:

فرض كوو چې پر حاصل باندي دپانګې انډول يا    4/1 =k/o  

دي ،دلته هدف دادي چې كلني ملي عايد درې فيصده لوړ شي نودلته پانګه اچونه داسې ښايو         4/1 (A+3) %   6    [6]

                 

داقتصادي پرمختيا اندازه ګيري


Measurement of Economic Development


اقتصاد پو ها نو پر وړاندي دا يوه ستونزه ده چې داقتصادي پر مختيا داندازه ګيري لپاره كوم يوه ترازو (تله)استعمال شي يا كومه نښه وګڼل شي چې دهغې په اساس معلومه شي چې دقتصادي پر مختيا په لوري قدم اخستل شوي او يا نه او كه چېرته پرمختيا شوي وي نو په څومره اندازي  سره؟

اقتصادپوهانو تر منځ دا ختلاف وړ مو ضوع ده خو بيا هم لاندېني عوامل دپر مختيا

) ګڼل كېږي Indicationنښي(                      

ملي عايد كې زياتوالۍ  .1

.2دسړي سر عايد زياتوالۍ.

دفي كار ګر دتوليد زياتوالۍ..3

  دثانوي كسبونو داهميت زياتوالۍ:..4

دمعادن استخراج،ماهي ګيري (كب نيونه) او داسې نورو زياتوالۍ پر ځاي دثانوي كسبونو مثلاً صنعت، تعميرونو ، مواصلات  او تجارت ته زياتوالۍ وركړل شي .


.5دسرمايوې اجناسوCapital Goods)) توليد زياتوالۍ:


داقتصادي پر مختيا يوه نښه دا هم ده چې

مصرفي اجناسو(Consumer Goods) په نسبت سر مايوې اجنا سو كې زياتوالۍ راشي. مثلاً ماشينونه سړكونه ، بندونه او داسې نور.


6.دپانګې اچوني په مقدار كې زياتوالۍ:


پدې معني چې پانګه اچونه (Investment) كې دپخوا په نسبت زياتوالۍ راغلي .په حقيقت كې داقتصادي پرمختيا داندازه ګيري لپاره دوه معيارونه ډير دپام وړدي

الف. حقيقي ملي عايد كې زياتوالۍ (increase in real national income)

ب . دسړي سر عايد زياتوالۍ (Increase in per capital income)

خو په خقيقت كې اقتصادي پر مختيا دذكر شوو حا لا تو او بدلونو نو دمجموعي نوم دي ، او ديوه هيواد دملي توليد زياتوالۍ په اساس پورته ذكر شوي بدلونونه ليدل كېږي ځكه خو په اساسي ډول ملي توليد داقتصادي پرمختيا علامه(نښه) ګڼل كېږي

اقتصادي پرمختيا داندازه ګيري سا لا نه(كلني) ملي عا يد دنرخ ((Rate of Growth

په اساس كېږي يعنې په يو كال كې ملي عا يد كې زياتوالۍ راغلي او كه كموالي او په كوم نرخ سره دغه زياتولي يا كموالي راغلي، دا اقتصادي پرمختيا دمعلو مولو يو ښه ميتود دي

داقتصادي پرمختيا داندازه ګيري لپاره دوه عمده معيارونه چې په پورتني ډول مو ورڅخه يا دونه وكړه يو لړ خنډونه لري چې هر يو يې په لاندې ډول ذكر كوو:7[7]


.1دحقيقي ملي عايد په اندازه ګيري كې خنډونه:


1.دصحيح اعدادو او ارقامو (figures) په لاس ته راوړلو كې ستونزه:

اكثره وروسته پاتې هيوادونه دصحيح اعدادو او ارقامو په لا س ته راوړلو كې دستونزو سره مخ دي او دهغې په زياتره شعبو كې اټكل غيري يقيني او فرضي وي هغه خلك چې معلومات لاس ته راوړي بي تربي(Unskilled) دي اوخپله دنده په صادقانه ډول سرته نه رسوي نو ځكه دملي عايد اړوند په دقيق  ډول داعدادو او ارقا مو په لا س ته راوړلو كې مشكل لري


.2په دقيق ډول داجناسو دقيمتونو په ټاكلو كې ستونزي:


بعضي وخت داجناسو لپاره بلاعوضه كو مكونه (Subsidy) وركول كېږي او دځيني نورو اجناسو په قيمتونوكې كې مستقيم ټكسونه (ماليه) شامليږي.نو ډير ځلي دولت مجبوريږي چې قيمتونه كنترول كړي نو پدې اساس داجناسو دبازار دقيمت په دقيق ډول ټاكل دمشكل سره مخامخ كېږي.


.3 دخلكو عدم تعا ون:


دملي عا يد په اندازه ګيري كې دټولو نه لوي خنډدادي چې خلك په درست شكل سره دخپل عا يد په اړوند معلومات نه وركوي.په عايداتو باندي ماليات،غلا اودشوكې له ډاره خلك دخپل عايد په اړوند درست معلومات پټوي.



4 . دپيسو عدم استعمال:


بعض پرمختيايي هيوادونه كې اوس هم دبار ټرسيستم (جنس تبادله په جنس) مروج دي داجناسو په عوض اجناس اخستل كېږي داسې شعبي چې په هغې كې دپيسواستعمال نه وي نو په دقيق ډول دهغې اندازه ګيري هم مشكله ده


.5خدمات:

ځيني خدمات داسې دي چې دهغې په عوض عايد نه وركول كېږي لكه څنګه چې په كليو كې ښځي كارونه ترسره كوي همداشان هغه خلك چې خپل كار په خپله كوي لكه موچې چې خپل پيزار په خپله جوړوي ،اوحياط خپل ځان لپاره كپړي جوړوي دداسې خدماتو په مقابل كې عايد نه وركول كېږي نو ځكه داهم په ملي عايد كې نه شا مليږي.


.6تكراراً ديو شي شمارل (Double Counting):


پدې معني چې يو شي څو ځلي شمارل كېږي مثلاًدپنبي نه مالوچ او دمالوجونه تار اودتارنه كپړه جوړيږي يعنې دغه اجناس په څو مرحلو كې شمارل كېداي شي خو بهتره به داوي چې داجناسودقيمت شميرل په اخره مرحله كې تكميل شي.


.7انتقالي تاديات:


ځيني عايدات لكه دبيكاري الاونس ،زكات،خيرات،تقاعدونوفنډ

اوسكالرشپ وغيره دادخلكو په شخصي عايداتوكې شامليږي په داسې حال كې چې له بله اړخه داداولت په مصارفو كې شامل دي نو ځكه ذكر شوي تاديات په ملي عايد كې نه داخليږي

.2 دسړي سر عايدپه اندازه ګيري كې خنډونه:


.1په درست ډول داعدادو اوارقامو كمښت:

دسړي سر عايد معلولولپاره ملي عايد دنفوسوپه شمير ويشو ليكن دنفوسوپه اړونداعدادواو ارقام زياتره په درست شكل نه وي ځكه چې هغه عمله ((Staff  چې په درست شكل اعدادارقام جمعواري كړي تربيه نه لري چې په همدي اساس دسړي سر عايدڅخه داقتصادي پرمختيا اندازه لګول هم غلط ثابتيږي


2 .عدم مساوي عايد:


اكثره دبډايو(مړو) خلكو دسړي سر عايدزيات وي چې په دي اساس هيواد كې دټولواوسيدونكو خلكو ژوند لپاره ښي اسانتياوي موجودې نه وي دزياتره خلكو ژوندسطحه ټيټه وي نو ځكه دسړي سر عايد عدم مساوات په وجه داقتصادي پرمختياپه دقيق ډول اندازه معلومول مشكله ده .


3 .ژوندمهمي شعبي:

دژوند ډير اړخونه داسې دي چه دهغوى دسړي سرعايدتوضيح كول مشكل دي لكه روعتيا،تعليم اوتربيه،خواراك اوداسې نور نوځكه پدې باندي اتكا(تكېه) كول درست نه دي .

4.دسړي سرعايد داندازه ګيرۍ نيمګړتيا:


ديوهيواد دپرمختيا لپاره يواځي دسړي سر عايد اندازه ګيري كافي نه ده ځكه كه دسړي سر عايد دزياتوالۍ سره سره په نفوسو كې هم زياتوالۍ راشي نو اقتصادي پرمختيا په ټپه درېږي اوكه چېرته ديوهيواد دسړي سر عايددطبعي منابعو په بنسټ وي اودغه هيواد په صنعت اوټكنالوجۍ كې وروسته پاتې وي نودسړي سرعايد طريقه مناسبه نده


5 .داجناسو په قيمتونو كې فرق:


  په مختلفو هيوادونو كې هغه شيان او اجناس چې په همغه هيوادونوكې توليديږي دهغې په قيمتو نو كې فرق وي نو په همدي اساس په ټولو هيوادونوكې دخلكو دسړي سر عايد كې هم فرق راځي په وروسته پاتې هيوادونو كې دحقيقي سړي سر عايد دكموالي په اساس دژوند سطحه هم ټيټه وي ددې برعكس په په پرمختللو  هيوادونوكې دډيرسړي سرعايدپه اساس ډير اجناس په لاس راوړلي شي اودژوندسطحه ښه كېداي شي.8[8]


دوهم فصل

د پرمختللو او پرمختيايي هېوادو تر منځ د اقتصادي پرمختيا واټن


تر ټولو د مخه بايد ووايو چې د شلمې پيړۍ په 40-50  لسيزو ګې د اقتصادي پرمختيا او وروسته پاتى والي له مخې دوه ډوله اصطلاحات رواج شول:       

پرمخ تللى اقتصاد  Developed Economy) ( او نه پرمخ تللى اقتصاد               (Undeveloped Economy)                                                

داد کوم نړيوال ټاکل شوي او سل په سلو کې منل شوي معيار له مخې نه وو ، بلکې د دوه اقتصاد يا د دوه ډوله هېوادو د توپير په خاطر دود شوي وي. دا ددې مقصد لپاره کارول کيدي چې په بيړنۍ توګه د پرمختللو او ورسته پاتې هېوادو توپير وشي  دې ته پر مخ وړاندى تللى اقتصاد(Advanced Economy)  او شاته پاتې اقتصادBack Ward Economy نمونې هم کارول کېدې ، ځينو ورته عصري اقتصاد ( (modern economyاو دودېز اقتصاد(traditional economy)هم وايه دا ټول مترادف اصطلاحات وو.په. لومړ‌ۍ ډله هېواد کې ګڼ شمير اروپايې هېوادونه ، امريکا متحده ايالات ،استراليا او جاپان راتلل خو درېمه ډله کې يو شمېر اسيايې او افريقايې هېوادونه شميرل کيدل دويمې ډلې هېوادو دغه نمونه ځان ته له سپکاوي ډکه بلله نو سره له دې چې حقيقت ته لږنژدي نمونه و ، خو د دويمې ډلې هېوادو پر سياستمدارانو ښه نه لګېده، نو ځکه د 1950 کال څخه وروسته د ملګرو ملتونو په ليکنو کې پرمختيا او

وده ځينې نسبي مفهومونه وګڼل شول او لږ څه معتدل اصطلاحات لکه پرمختللي هېوادونه (Developed Countries)او لږ پرمختللى هېوادونه(Less Developed Countries) رواج شول ، خوبيا هم فقيرو هېوادو ته دا نمونې د منلو وړ نه وې وروسته بيا د صنعتي او غير صنعتي هېوادونو اصطلاحات دود شول . په هر ترتيب د دې ټولو څخه موخه دا ده چې د لومړي ډلي هېوادو او دويمى ډلي هېوادو اقتصادي ودې او پرمختيا ترمنځ څه توپير او واټن شته ددې معنى داده چې پرمختللو هېوادو لاله مخکې د پرمختيايي اقتصاد ځيني ټاکلي پړاونه تيرکړي نو ځکه دوي کولاى شي اقتصادي وده لنډه موده کې ترسره کړې، په بله وينا هغو ته مهمه خبره دا ده چې د خپلې اقتصادي ودې بهير همداسې وساتلاى شى ، حال دا چې د اقتصادي ودې او پرمختيا ښه پوره چټک کول د پرمختيايي هېوادو له پاره ډيره مهمه خبره وه چې دوى بايد د فقر دايره يا غربت کړۍ (circle of poverty) ډير ژر له منځه يوسي او په خپل ځان ويسا پړاو ته ورسيږي ، نو ځکه د اقتصادي ودې او پرمختيا اړخونه په پرمختيايي هېوادو کې څو اړخيز او ژور دي . څو اړخيز په دې مانا چې دوى د خپلو پنځيزو (طبيعي ) زيرمو څخه ګټه اخيسته او پر هغو لاس برى ، پانګه اچونه ، ټولنيزو چوپړونو ، پوهې او مهارت ، د ملي عايد ښه ويش ، د اقتصادي جوړښت مثبت بدلون ، د ټول نفوس څخه د اقتصاد فعال نفوس او نورو برخو او اړخونو کې ښه والى راولي چې دا ټول د دوى اقتصادي بعد کې راځي .                                                                                                  

بايد په ياد وساتو چې د اقتصادي نا برابرى سره د مبارزې او اقتصادي ودې او پرمختيا ته د رسېدلو په خاطر نه يوازې د عايد او توليد لوړوالي بلکي ژورو سياسي ټولينزو بدلونو ته هم اړتيا ده يوازې د پانګې اچونې لوړول نه ، بلکې بايد ټولنيز، فرهنګي ، سياسي او نور ټول موسسات بشپړتيا ومومي ، له دې سره يو ځاى ځينې کوچني مسايل چې دومره ظاهراً مهم نه ښکاري . هم زښت  اهميت لري لکه بيمې ، کوپراتيفونه ، د ښوونې او روزنې حق ، د کارګرانو د حقوقو غوښتنه ښه اداره او باکفايته سازماندهي او داسې نور چې د پرمختيايي هېوادو له پاره ضرور دي . حال دا چې پرمختللو هېوادو کې دا ډول خبرې لاپخوا حل شوې دي . اقتصادي  وده او پرمختيا په لږ پرمخللو هېوادو کې يوه چټکه دوامداره پروسه ده ترڅو د هغوى کورنۍ ستونزې لکه غربت ، بې سوادي ، ناوړه صحت ، بيکاري، بي اتفاقي ، خرافات ، دعايد غير عادلا نه ويش او داسې نورحل شي. حال دا چې پرمختللو هېوادو کې دا چټکه پروسه ، نه شو بللاى ، ان دا چې کله کله پکې ځنډ او خنډ ( د بحران له کبله ) پېښداى شي . هلته دا پروسه نه يوازې د هغوى کورنۍ ستونزې حل کوي بلکې بهرنيو ستونزو ته هم اړم دي.9 [9]


د پرمختيايي هېوادو او پرمختيايي اقتصاد مانا، کچه او ځانګړنې:


.1مانا: کوم اقتصاد ته پرمختيايي اقتصاد ويل کيږي ؟

په اقتصادي ادبياتو کې لکه چې پخوا وويل شول هېوادونه په پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو  وويشل شول. د پرمختيايي هېوادونو اصطلاح د پخوانيو وروسته پاتې او بېوزلو هېواو پر ځاى کارول کېږي. وروسته پاتې اصطلاح ممکن دا مانا ولري چې ګواکې د پرمختياامکانات ډير لږ دي او بيوزلي يا فقربه دا مانا ولري چې ګواکې نوموړي هېواد هيڅ هم نلري .پداسې حال کې چې زيات شمير پرمختيايي  هېوادونه پوره زېرمې او طبعي شتمنۍ لري، خو د پانګې ، مهارت او د تحنيک د ټيټې سطحي له امله د کار لا ندې نه دي نيول شوي . د پرمختيايي هېوادو اصطلاح په 1964 م کال کې کينډي وکاروله . بله خبره دا ده چې هېڅ داسې هېواد نه ليدل کيږي چې د خپلې ودې او پرمختيا له پاره يې هڅې نه وي کړي نو ځکه نظر نورو پخوانيو اصطلاحاتو ته " پرمختيايي" اصطلاح غوره برېښي ،نو ناوړه نومونه لکه وروسته پاتې ، فقير ، نادار، او نورو څخه ډده په کا رده . له بلي خوا وروسته پاتې والى او فقر هم نسبي اړخ لري ، کېداى شي د ډېرو پرمختللو هېوادو په کتارکې هم داسې هېواد وموندل شي چې نظر نورو ته وروسته پاتې وې !بايد ووايو چې د پرمختيا يې اقتصاد له پاره غوره منل شوى تعريف په مشکل سره ترسترګو کېږي ، مګر کڼ شمېر نظريات شته چې د پرمختيايي اقتصاد پيژندنه کوي.                                                                                                     

Bauer fyamey هغو هېوادو ته پرمختيايي هېواد وايي چې ګڼ شمېر پرمختللو هېوادو لکه شمالي امريکا ، عربي اروپا اواستراليا څخه يې د حقيقي سرنه عايد او پانګه کمه وي ، د ملګرو ملتونو متحصصينو هم سرانه عايد غوره معيار ګاڼه او هغه يې د متحده ايالاتو ، کاناډا او استراليا سره پرتله کاوه ، خو دا کافي ونه ګڼل شوه چې يوازې سرانه عايد معيار وګرځوو، ځکه سړي سر ګټه يا سرانه عايد يوازې د مسئلې يوه کوچنۍ برخه ده ، ممکنه ده يو پرمختيايي هېواد خپلې طبعيې زيرمې پوره کارولي وي خو د ټيټ سرانه عايد له مخي پرمختيايي هېوادو کې وشمېرل شي ، ممکن يو بل هېواد کې سرانه عايد  ټيټ وي . خو هلته به د ژوند نورې آسانتياوې چمتو وي ، په دې توګه د انسان رفاه څو اړخيزه ښکارنده ده

ملګرو ملتونو په يو راپور کې دا هم ويلي چې هغه هېواد يا اقتصاد پرمختيايي بلل کيږي  چې په ټولنيزي ټول د توليد په پروسه کې له عادي تخنيک او ناچېزه حقيقي پانګې څخه پکې کار اخيستل کېږي .                                                                 

Bernstein   وايي چې هغه هېوادونه پرمختايې بلل کيږي چې د هغه توليدي اغيزمنتوب ډير ورو پرمخ روان وي او سړي سر توليد شوى محصول يې ټيټ وي.    

هندي پوهان دا خبره ضرور بولي  چې بايد سړي سر توليد شوي محصول ، د تخنيک د سطحې او حقيقي پانګې ترڅنګ بايد د کلتور او فرهنګ سطحه هم په نظر کې ونيول شي.                                                                                                         

پروفيسر نرکسي   (Nurkse)هغه هېواد پرمختيايي بولي چې د طبعي زيرمو او نفوس په انډول لږ اندازه پانګېز (سرمايوې) ابزار ولري ، خو بايد ووايو چې نرکسي خپله يا په خپل همدې اثر کې ويلي چې پانګه يو ضري شرط دى ، خوکافي نه ده ، بلکې د ټولنيزو کړو وړو، سياسي شرايط او تاريخي پيښو سره تړاولري پرو فيسر کالين کليرک  (colin clark)  اقتصادي پرمختيا د (O.T) Tertiary Occupation سره انډول بولي ، البته د ژوند د سطحې په لوړيدو سره بيلابيلې بوختياوې او شخصي خدمات (O.T) زياتيږي خو د کلرک دا نظر ډير تايېد نه شو،                                                                     

په هند کې د علمي نظرياتو د ارائه کولو په وخت د هغه هېواد د پلان جوړونې کميسيون هغه هېواد پرمختيايي وباله چې له يوې خوا پکي د بشري کار ځواک په کار نه وي لويدلى او بشپړه استفاده ورڅخه نه وي شوي او له بلې خوا طبيعي سرچېنې ګټې اخيستو لاندې نه وي راغلي چې د دې لامل د تخنيک ټيټه سطحه او يو شمېر ټولنيز عوامل ګڼل کيږي.د طبعيې سرچېنو د لا زياتې کارونې په هکله هم زيات شمير اقتصاد پوهان د نظر يووالئ نه لري ځکه يو شمير ډيرو پرمختللو او صنعتي هېوادو کې طبعيې زېرمې شتمنۍ ډب دي يعنې راکد حالت کې دي او پانګوالي اقتصاد کې هم له ټولنيزه پلوه ځينې بحرانونه ليدل کيږي نو آيا دا هم پرمختيايي وبولو؟ ددې مثال په خپله متحده ايالا ت ، انګلستان او المان دى ، سره له دې د کار د بشري ځواک پوره په کار نه لويدل او په طبعيې سرچېنو نه لاس برى د پرمختيايي اقتصاد مهمه نښه ده .په دې لړي کې Eugere staley ټولنيز فکتورونه د معيار په توګه مني . دى وايي هغه هېواد پرمختيايي ګڼل کيږي چې.                                           

 1: هغه فقر او غربت د کومي ناڅاپي پيښي يا د لنډى مودى لپاره نه وي .        

    : 2هغه غربت د طبيعي سرچېنو د کمښت له کبله نه ، بلکې د توليدي پروسي د نيمګړتياوو له امله وي. هو په پورته معيارونو کې د نفوسو د اهميت او ګڼ شمېر نور اړخونه او اقتصادي نور مسايل نه دي شمېرل شوي.                                             

د  Lacob vinerپه نظر پرمختيايي هېواد هغه دى چې د هغه په مخکې لا د اقتصادي ودې ، ترقۍ او پرمختګ ډير زيات پراخ ډګر وي ، يعنې د پانګې ، د بشري کار ځواک او طبعيې سرچېنو د کارولو ښه زيات امکانات ولري او خپلو موجوده نفوسو ته د ژوند ښه امکانات برابرکړاي شي او د عايد لوړه اندازه  ورته چمتو کړي. دده معيار د سړي سرګټي لوړه اندازه ده. دده په تعريف کې نفوس په نظر کې نيول شوى دي ،  

خود نفوسو وده (زياتوالۍ) د نفوسو کثافت (ګڼوالى) د وګړو بوختيا په کرنه کې ، د هغوى تخنيکي مهارت ښونه روزنه او نور له پامه لويدلى،بيا له پخوانيو تعريفونو غوره بلل کيږي. سره له دى هم د پرمختيا(روبه انکشاف Developing) له پاره يو جامع تعريف چې د ټولو له پاره منل شوى وي ستونزمن دى نو ځکه بايد دغه ټول تعريفونه يو ځاى په نظر کې ونيسو . د دغو ټولو څخه دا پايله ترلاسه کيږي چې پرمختيايي هېوادونه يا پرمختيايي اقتصاد هغه ته ويل کېداى شي چې د بډايېنې ښه امکانات خوځښت ، له پانګې څخه د لازياتى ګټې اخيستنې له پاره د خلکو هيلې ، د کار د ځواک لازيات په کار لويدو، د موجوده طبعيې سرچېنو ډېر ښه ، علمي او اعظمي په کار اچونه پکې وليدل شي ترڅو خپلو وګړو ته د ژوند لوړه سطحه چمتو کاندي او د هغوى د ژوند په ټولو ډګرونو کې ژور مثبت منطقې بدلونونه راشي او داسې آسانتياوې برابرې کړي چې د دوى د ژوند اړتيا وې ډيرې ښې پوره شي.                               

اوس چې د پرمختيايي هېوادو او پرمختيايي اقتصاد ځيني کچې او ځانګړنې څرګندي شوي دا به ووايو ،چې پرمختيايي هېوادونه  بيا په بيلا بيلو فرعي ګروپو ويشل شوي چې ډير لږ پرمختللي  least Developed لږ پرمختيايي les Developed  او پرمختيايي Developing countries  دي. د دوى له پاره زمونږ په هېواد کې مخ پر ودې ، روبه انکشاف او پرمخ تلونکى هېوادونه اصطلاحات هم مروج دي چې مراد يې همدا دى .                                                                                                                  

د نړۍ هېوادونه  چې شمير يې اوس وخت کې نژدې (200) ته رسيږي په همدغو ډلو ويشل شوي يعنې يو يې پرمختللي صنعتي هېوادونه او بل يې پرمختيايي هېوادونه په خپل وار د ودې د درجې له مخې ، د صنعت والې ، د سواد د سطحې ، سړي سرګټې ، ټولنيزو آسانتياوو او نورو له مخى د ملګرو ملتونو د (DECD) او له دى خواپه ډير لږ پرمختللو ، او پرمختيايي ويشل شوي ډېر لږ پرمخ تللي هېواودنه هغه دي چې ډېر وروسته پاتې دي دغه اصطلاح د ملګرو ملتونو په خپروونو کې له  (1971 ) م څخه رواج شوه په 1995 م کال کې د دسمبرپه مياشت کې د ملګرو ملتونو ددغو هېوادونو شمير 42 وښود چې په هغه کې افغانستان، بنګله ديش، بنين، تايوان ، بوتسوان ، بوتان ، بوروندي ،چاد، يمن ، ګنيا ، ايتوپيا ، ګامبيا ، ګني بيساو ، مالي ، مورتانيا، موزمبيق ، روندا ، سوډان ، سوماليا ، يوګندا ، نيپال ، او يو شمير نور وشميرل شول .دوهمه ډله يعنې لږ  پرمختللي هغه هېوادونه دي چې صنعت يې نسبتاً پرمختللى دي . دوى د پرمختيا په درشل کې وګڼل شول ځکه  GNP کې د صنعت ونډه تر 20% فيصده رسيدله لکه ارجنتاين ، برازيل ، چېلي ، هانګانګ ، اسرايل ، مکسيکو ، سينګاپور ، تايوان ، جنوبي کوريا او داسې نور .                                 

خو درېمه ډله يعنې پرمختيايي Developing هېوادونه هغه دي چې د نفتو زياتي زيرمي لري او د نفتو صادرات يې په لوړه کچه دي لکه صعودې عربستان ، بحرين ،قطر، کويت ، او داسې نور .                                                                                                   

کله چې د هېوادونو د ويشنى او نوم ايښودو خبره کوو لازمه ده چې يو بل نوم ايښودنه هم ذکر کړو:                                                                                                        

د شلمي پيړۍ په نيمايئ بيا د هغه تر پايه پورې په په اكثرو سياسي اقتصادي بحثونو کې هېوادونه په لاندې درېو برخو ويشل شوي وو صنعتي پرمختللي هېوادونه چې اقتصاد يې ازاد مارکيټ په بنسټ وو سوسياليستي هېوادونه چې مرکزي پلان  جوړونه په معمول او درېمه  نړۍ  چې درېمي نړۍ همدا وروسته  هېوادونه راتلل ددغو وروستيو نومونو سره اکثراً سياسي اړخ درلودٌ درېمي نړۍٌ اصطلاح په هکله د چېن هيواد ډيره علاقه درلوده ځکه غوښتل يې د ناټو او وارسا د کمپ په وړاندې دغه درېمه نړۍ ښه برجسته او ورڅخه جلا شي دا هم مطلقاً سياسي مفکوره وه. د دې سربيره يوه بله ډله بندي او نومونه هم چې هغې کې هېوادونه او نړۍ په شمال او جنوب ويشل شوي وو شمال څخه  منظور پرمختللي صنعتي هېوادونه وو او له جنوب څخه اکثراً همدا وروسته پاتې هېوادونه وو، خو هغه اصطلاحات چې د پرمختيايي  ( درېمي نړۍ ) او هېوادو د سياست مدارانو لپاره لږ څه مناسبه بريښيده او هم يې د ودې ديناميکه پروسه تائيد وله او د نسبيت يو ه افاده هم پکي نغښتي وه او اقتصادي ليکنو کې ډيره دود شوه هغه همدا پرمختيايي هېوادونه (Developing countries) او پرمختللي   ( developed countries) هېوادونه وو

د پرمختيايي هېوادو له پاره د دوي د ودې د ښکالو (وينا) ډيره د پاملرنې وړ ده ، خو د اقتصاد د علم په علمي آثارو جهاني پاليسو او علمي څيړنو کې په دې اړه لږ مطالب ليدل کيږي : معمولاً په دې برخه کې د پرمختللو صنعتي هيوادو پوهانو ليکنې او څيړنې کړي چې يو شمېر نظريې نښلونکې دي ، ان دا چې دوي په دي هکله د تېرايستنې چلند غوره کړي او په آثارو کې يې د استعمار دورى تفريق طلبي ليدل کېږي . دوي د وروسته پاتې والي علتونه پوره نه ښکاره کوي ، خو معلول ته يې اشاره کوي لکه چې پورته وشمېرل شول ټول يې د پرمختيايي اقتصاد معلول وو. بيا هم په لنډ ډول وايو چې د پرمختيايي هېوادو د پوره اقتصادي ودې نه کول او وروسته پاتې والى درې علتونه بيان کيدلاى شي : يو يې په تيرو وختونو کې د استعمار تسلط  ، د موجوده نړيوال اقتصادي نظم فعلي چلند او تسلط او درېم يې د دوي داخلي فکتورونه لکه : ناوړه اداره ، استبداد ، بې کفايته سياست ، عدم تحريک ، ټولنيزي ستونزې او يو شمېر نور دي.       

                                                         


دپرمختيايي هيوادوګډي نښي اومعيارونه


اقتصادعلم له نظره داسې نښي او معيارونه شته چې دهغو له مخي يو هيوادته پرمختيايي هيواد اوايو

  1. ديوهيواد ټولي پراختيا په انډول دنفوسو لږوالي:


دي معياركې پراخي ساحي ته ډير ارزښت وركړل شويدي حال داچې په پرمختللو صنعتي هيوادو كې هم ممكن پراخه ډاګونه،وچې دښتي يا سړي پراخه سيمي موجودې وي چې وګړي پكې ژوند نه خوښوي له بلي خوا داسې هيوادونه هم شته چې له ساحي له مخي يې نفوس زښت ډير دي لكه چېن او هند،خوبياهم پرمختيايي ګڼل كېږي سره لدي چې دامعيار يوه موده منل شوي وو خوډير زرورته دعلماوو پام شو نوځكه يې ځيني نور معيارونه غوره او كره وبلل .


2 .دپانګې كمښت:


سرمايه اوپانګه معمولاً هغونغدوپيسوته وايوچې په توليدي پروسه كې يې پكاراچوو اوزيرمه كېدووړ وي ، دعامل په كارولو سره دمحصول دارزشت اطلاق ورته كېږي اوپه بياتوليدكې ورڅخه استفاده كېږي اودغي ته سرمايه ګذاري (Investment) وايو په تيره بيا پرمختيايي هيوادو كې هغه ډول پانګه لږه ده چې دسود لوړه ربح ولري دامشحصه دومره عامه ده چې پرمختيايي هيوادوته دپانګې نه لرونكې اقتصادونه ويل شوي، دپانګې جوړيدنه زياترو پرمختيايي هيوادوكې ددوۍ دملي په سلوكې

8-5 برخه جوړوي ، خوپه صنعتي پرمختللوهيوادوكې دغه سلنه د15-18 ښودل شوي ده .داددې لامل دي چې له يوې خوا پس اندازاوله بلي خواپانګې اچوني ته ددغي هيواد خلك زړه نازړه وي يا په بله وينا وس يې نشي موندلاي.

دسړي سر ګټي دزياتوالۍ له لارې هم دپس اندازلپاره هڅي هاند اوتشويقي ياتحريكوونكې اغيزې(Demonstration effect) لږي دي .ددغو هيوادو خلك كه لږ پس انداز او بچت هم ولري هغه خپلو كورنيو ته په ګاڼو وركوي اوسره زر پري اخلي يعنې خپل پس اندازپه نويواقتصادي تشبثونوكې په كار نه اچوي .په دي ډول دعايد نه برابروالي ،دسروزروساتنه ،بانكې سيستم ته بي پامي ،عنعنوي ډير لوړ لګښتونه او نور هغه لاملونه دي چې پس اندازونه كموي .په دي ډول دپانګې كمښت له يوې خواعلت اوله بلي خوا په خپله يومعلول دي چې مؤلديت په ټيټه سطحه كې پاتې شوي اوكه دوۍ بهر څخه پانگه اخلي دهغې ربح ډيره لوړه ده اوله بلي خوادوۍ د Risk له ويري لوړي پانګې اچوني ته زړه نه ښه كوي .


3 دنورو توليدي عواملو په پرتله دپانګې كموالي:


دلته يو شمير غيري اقتصادي عوامل لكه عدم يې مصؤنيت ، نامناسب حكومتونه ،دوضعي زرزر بدليدل،دقانوني حمايو نشتوالي اوداسې نور لاملونه شته چې په پرمختيايي هيوادوكې دكار دبشري ځواك ، طبعي شتمنيو اومنابعو ، ښه اقليم اونوروسره سره دنوروتوليدي فكتورونو په پرتله پانګه لږه ميسره اوولګول شي چې دادټيټ مؤلديت سبب كېږي .

پدې ډول دپانګې كمښت يوازېني مشخصه نده بلكې دي سره نور لاملونه شته .


4 دټولو مجموعي ملي محصولاتو په پرتله دصنعتي محصولا تو ټيټ انډول:


اكثره پرمختيايي هيوادونه صنعتي سكتور كې وروسته پاتې دي دنه صنعتي كېدو

مشخصه عامل نه دي بلكې دا معلول دي .هغه اضافي عايد اوګټه چې دكرني له سكتور څخه ترلاسه كېږي بايد صنعت ته انتقال شي پدې برخه كې جاپان تجربه ډيره بريالۍ وه ، نو ويلاي شو چې دكرني پراختيا او وده دصنعت دپراختيااو ودې لپاره ضرورده، خودكرني په سكتور كې دګڼ نفوس بوختيا چه كرنيز محصولات چندان نه زياتوي ددې سبب كېږي چې صنعت وده ونه كړي .


5 دپرمختيايي هيوادعمر:


په زړه پورې ده! يوشمير څيړونكې دادليل وړاندي كوي او وايي چې هر څومره چې يوهيوادرامنځته كېدو عمر كم وي هومره پرمختيايي دي!په داسې حال كې چې چېن اوهندوستان ډيرلرغوني هيوادونه دي

خوكانډا اومتحده ايالا ت ځوان هيوادونه دي ،مګر دپرمختګ او ودې ددرجي تو پير يې سرچپه دي دامعيارديوشمير هيوادو لكه دپاكستان په شان هيواد ته صدق كوي ځكه دغه هيواد يواځي 63 كاله مخكې دهندوستان له نيمي وچې زيږيدلي،ګڼ شمير افريقايې هيوادونه هم لرغوني دي خو بياهم دپرمختيايي هيوادو په ډله كې راځي ،نو ځكه دامشخصه هم چندان دمنلو نه ده (وخت ځينو ته ابادي اوځينو ته وراني راولي) .



6 دسړي سر ګټي دزياتولو امكانات:


دغه معيار Riner له خواپه ګوته شوي دي وايي كه چېري يوهيوادخپلو وګړوته دژونددلوړي سطحي دچمتوكولو وس ولري اودنفوسو

ورځ په ورځ زياتيدو سره دوۍ همدا اوچته سطحه لا اوچتوي نو پرمختيايي هيواددې په دي ډول ليدل كېږي چه دژوندټيټه سطحه ،دپانګې اچوني ټيټه سطحه ،دعواملو غيرمطمئينه عرضه چې اقتصادي وده نه چټكوي،نه كار ول شوي طبعي منابع ،ودې او پرمختيا اوپه مجموع كې ژورو ټولنيزوبدلونو سره مينه نه ښودل اوداسې نور

دپرمختيايي هيوادومشخص ،معيارونه او ځانګړتياوي دي خولدي پلوه په پرمختيا

يې هيوادوكې يوتر بله ډير توپيرونه ليدل كېږي دبيلګي په توګه ددۍ دطبعي منابعو ترمنځ توپير،سړي سر حقيقي گټي ،GNP ، دودې درجه اودپرمختيا چټكوالي

دنفوسودزياتوالۍ په سلنه دنفوسو تكاثف (ګڼوالي)،دبهرنۍ پانګې منلوته شرايط،د

كرني څرنګوالي،فرهنګ،عقايدواورواجونو،پاسره (انباشت يا پس انداز) دتكنالوژۍ

په كار اچولو او يو شمير نوروبرخو كې توپيرونه ليدل كېږي نو ځكه مود دوۍ عمومي معيارونه په 6 برخوكې په پورته توګه ذكر كړل جي په دي كې ځيني اقتصادي،ځيني

سياسي ،ځيني تخنيكې اوځيني ټولنيز ؤ خوضرورده يوځل يوازې اقتصادي معيارنه له نظره تير كړو،يعنې هغه معيارونه جي اكثراً اقتصادي اړخ لري (سره له دي چې ځيني اقتصادي عوامل سياسي او اجتماعي مشخصاتو سره ګډيږي )


دپرمختيايي هيوادو اقتصادي مشخصات:


دمشخصاتوله مخي داسې كوم ټاكلي اقتصادنشته چې دپرمختيا يې اقتصاد دبيلګي په توګه ي شرحه كړو اودنموني په توګه يې وړاندي كړو،نوځكه دلته دټولو پرمختيا يې هيواو ګډاقتصادي مشخصات په ډير لنډ ډول راوړو كوم چې تر ډيره حده اقتصادي اړخ لري:


1: ډيره ټيټه سړي سر گټه:


دځينو څيړنو له مخي په دغو هيواوكې سړي سر كالينۍ ګټه تر 200 ډالرو رسيږي په داسې حا ل كې دغه شميره په متحده ايالاتو كې 2500 ،سويډن كې تر 3000،كاناډاكې تر 1700 پورې رشيږي ،نو ددغه علت له مخي يې دژوندسطحه ټيټه دمصرفي اجناسو ډول يې ډير وروسته پاتې ،خواړه يې غير مكفي دكور ډول او اسباب يې لومړني اوغير صححي دي دوي په كورونو كې دڅښلو له صحي اوبو،ګاز ،برښنا ،عصري تشناب او داسې نورو څخه بي برخي دي دبيلګي په توګه په هندوستان كې دشلمي پيړۍ پنځوسمو كلونو كې په 70 ميليونو كورونو كې 440 ميليونو وګړو ژوند كاوه دوي لوزمو دپخلي وسايلو او نورو دپرمختللو هيوادو سره ډير توپير درلود په همدي كال كې دانګلستان سړي سرګټه دهندوستان 14 برابره زياته  اودمتحده ايالا تو 31 ځله ورڅخه زياته وه !

نوځكه په داسې هيواد كې صحي خدمات چمتونه وي ،بي سوادي پكې زياته اوګڼ شمير ناروغۍ پكې موجودې وي .


2: په لومړنيو مصرفي توكېو دGNP زيات لګښت:.


تپرمختيا يې هيوادو يوه بله ګډۀ مخشخصه داده چې ددوي دGNP  زياته برخه يوازې په لومړنيو مصرفي توكېو ،خامو واودو،خوراكې توكېو او نورو لګيږي گڼ شمير وګړي په كرنه بوخت دي خو بيا يې هم مولديت ډير ټيټ وي دبيلګي په توګه په يو شمير اسيا يې او افريقا يې هيوادو كې د ټولو وګړو دوه پر  درېمه برخه وګړي كرنه كې بوخت دي لاتينه امريكا دي درې پر څلورمه برخه وګړي كرنه كې بوخت دي .يوشمير دغه هيوادنه منرالونه استخراجوي خو دخپلو ملي صنايعو دنشتوالي له كبله يې بهر ته صادروي يعنې د دوي خام مواد اكثرا بهر ته ځي


3- دوه ګوني اقتصاد ((Dualistic Economy :


تقريباً دغو اكثرو كې دوه ګوني اقتصاد يعنې يو يې بلكل دطبعي اقتصادسره مشا به د دوي عنعنوي اقتصا وي چې ډير مړ ژواندي بڼه لري دي ته Subsistence Economy هم وايي او بل يې لږ څه پرمختللي اقتصادي وي چې دبازار اقتصاد Market Economy دي ، لري . پدې معني چې لمړي ډول اقتصاد په كرنه متكې دي ځيني حرفي لكه كولا لي،پنبګري، تركاڼي اونور دجنس (غلي داني ) په مقابل كې تر سره كېږي ، بازار سره يې اړيكې ډيري ضعيفي دي دبيو ميكانيزم ډير ابتدايې وي 

خودوهم ډول اقتصاد چې ښارونو كې رواج شوي لږ څه ښه دي  ان داچې بانكې سيستم ،كريدت،بيمي ،ترانسپورت ، سينما،تيليفون ،پاركونه ،عصري ودانۍ ،ښونځي او پوهنتونونه، دسوداګرۍ مركزونه ، فابريكې ،دولتي دفترونه اونور لري او بيو ميكانيزم يې هم  منظم وي . پدې ډول دلمړي ډول اودوهم ډول يعنې ښارونو او كليو ترمنځ زښت زيات واټن ليدل كېږي . له نيكه مرعه په دي وروستيو كې ځينو پرمختيايي هيوادو كې دكانونو ايستلو،نفتو،ګازونواو نوري پروژي پيل شوي چې دكورنيو اوبهرنيو پانګو په واسطه پرمخ ځي په دي ډول ددوۍ اقتصاد درې ګوني بڼه نيولي ده . بيلګي په توګه په مركزي افريقا كې دمسو صنعت ،جنوبي افريقا كې دسروزرو صنعت ، مركزي اسيا كې دنفتو صنايع ،ماليزيا كې دربړ كرنه اوتوليد ،سيلون كې چاي بيلګي راوړلي شو.دهند اوچېن دصنعتي كېدو په پيل كې يواځي درې فيصده پانګه د دوۍ كورنۍ پانګه وه نوره يې بهرنۍ وه . په سيلون كې دكورنۍ پانګې دكمښت له امله 85% پانګه بهرنۍ وه اوپه مالايا كې په سلوكې 70 بهرنۍ پانګې عمل كاو په تيره بيا انګلستان پانګه پكې ډيره وه .دغه لامل تر ډيره وخته دوۍ بهر پو ري تړلي ساتلي ؤ اود دوي اقتصادي خپلواكې ته يې زيان اړولي او د دوي ملي منا بع او ملي پانګې داستثمار اوګټي اخيستني لا ندې وي چې د دوي وروسته پاتې والي يې نور هم اوږد كړ ، خو يوشمير نورو بيا دسړي سر ګټي په زياتيدو ورو ورو بهرنۍ سرمايوې سهم راكم كړ اواقتصادي خپلواكې يې ټينګه وه او خپل طبعي منا بع يې خپله وكارول ، خپل خام مواد يې دبهرنيو صنعتي اقلامو مقا بل كې په ښه بيه بهر ته په صادرولو پيل كړ .

4: په ګڼو طبعي سرچېنو او پنځيزو شتمنيو نه لا س رسي:

ددوي يوه بله اقتصادي مشخصه داده چې ګڼ شمير طبعي سرچېني اوپنځيزي شتمنۍ يې لا س بري لا ندې ندي راغلي . كوم شمير منابع چې كارول كېږي هغه په غيري علمي لاروچارو ،ناوړه اوددوي داقتصاد په زيان كارول كېږي . خو دغو هيوادو كې يو شمير يې دنويو علمي اختراعاتو اووسايلو په مرسته خپل منابع وپيژندل اودهغو كارونه يې پيل كړه دوي يو شمير لګيا دي په علمي ميتود پر خپلوطبعي شتمنيو څيړنه كوي اوهغه بهر برداري لا ندې راولي .دبيلګي په توګه دوي پوره پراخي كرني وړ ځمكې لري چې داوبو رسولو دمجهز سيستم په واسطه يې ورځ په ورځ كار لا ندې راولي ، يوشمير يې ښه منرالونه ،ځنګلونه ،څړځايونه اودانرژۍ پوره امكانات لري . دبيلګي په توګه هندوستان همدا اوس 90 ميليونه ايكړه كرني وړ ځمكه لري !

په برما كې 19 ميليونه ايكړه ځمكه په ډيره اسانۍ سره دكرني لا ندې راتلي شي په عراق كې يواځي 6 ميليونه ايكړه ځمكه كرل كېږي حا ل داچې 20 ميليونه ايكړه نوره هم دكرني وړ ده  تركېه چې تقريبا اقتصاد يې ډير ښه شوي كرنيزي ځمكې يې 25-40 ميليون ايكړه نوري هم پراخيداي شي په افريقاپوره دمسو اوسروزرو زيرمي شته  په اسيايې پر مختيا يې هيوادوكې كافي داوسپني اونفتو كانونه اوپه لا تيني امريكادځنګلي ونو دمحصولا تو اوسپني اوپترولو زيرمي اوامكانات شته ،په دي وروستيو كې دغه ګڼ شمير زيرمي تركار لا ندې نيول شوي . په دغو هيوادوكې دانرژۍ په سلوكې نوي امكانات كار لا ند ندي راغلي ، دوي ګڼ شمير سيندونه دبريښنا دتوليد امكانات لري د دوي ګڼ شمير ځنګلونه دبهرنۍ پانګې په واسطه دنورو هيوادو په ګټه كارول كېږي اودڅړ ځايو نو څخه يې هم كافي اوعلمي استفاده نده شوي .




5: دخوځنده او داينا ميكو تشبثونو او گټورو اقتصادي بوختيا وو نشتوالي

Of Enterprise and Initiative lack


په اقتصادي وده كې دينا ميك تشبث ډير ارزښت لري دا له كلي پيل كېږي بيا لږ څه خوځند تشبثونو پورې رسيږي دبيلګي په توګه په اطرافو نو كې ټولي كرنيزي ځمكې خپلي تشديدي او لوړ استعمال ته نژدي كېږي ورسره كب روزنه ،مچۍ روزنه ،چرګانوروزنه ،پياوړي كېږي دصنعتي بوټو كرنه پراخيږي داپه ښارونو كې صنعت ته خام مواد چمتو كوي له بلي خوا دلومړنيو صنايعو پا خه محصولات همدي برخو كې پيرودل كېږي ورو ورو سوداګري پياوړي كېږي دماركېټ نظم بر قراره كېږي ،كريدت بڼه نيسي په ښاري ماركېټ كې محتكر او دلا ل هم پيا وړي كېږي ،دكورنۍ سوادګري وده بهرنۍ سوداګرۍ كې وده  راولي اودا دوارداتو په پرتله صادراتو كې ښه بدلون راولي يعنې دوارداتو تعويض امكان مومي ،خو لكه چې ليدل كېږي تر اوسه لاهم يو شمير پرمختيا يې هيوادونه داقتصادي ،اجتماعي اوكلتوري مناسبي اومساعدي فضا دنشتوالي له كبله تشبثي اوتحنيكې فعاليتونو كې وروسته پاتې دي او دي برخه كې هڅه،تشويق اوتحرك نه ليدل كېږي ،يوازې يوه كوچنۍ طبقه متشبثين هغه هم پور وركونكې سوداګر اومحتكرين پكې ليدل كېږي چې دماركېټ ځيني برخي يې نيولي ، يوشمير غولونكې غير مولد تشبثونه شته چې په ملي مجموعي توليداتو كې ونډه نشي لرلاي


6: دتكنالوژۍ ټيټه سطحه (يا تكنالوژيكې وروسته پاتې والي) Technological Backwardness):

سره له دي چې پرمختيايي هيوادوكې يو شمير ټولنيز ډګرونوكې دپرمختللي ټكنالوژۍ ځيني بيلګي شته، خو داقتصاد ټول ډګر يې ندي نيولي ،نو ځكه ددغوهيوادو ټول ټولنيز جوړښت په لا زمه توګه بدلون ندي موندلي .په دغو هيوادو كې تخنيك په ډيره لوړه بيه تماميږي ،خو مؤلديت يې كم وي فني ماهرين پكې لږ دي اوكافي پانګه هم نشته نوځكه په نوي اوعصري تكنالوژۍ اوزړي تكنالوژۍ بدلول اوتعويض ستونزو سره مخ دي ، پدې ډول تخنيكې وروسته پاتې والي نه يوازې داچې يو علت دي بلكې دايوه ناوړه نتيجه هم ده .


7:. دنفوسو فشار:


نه يواځي دنفوسو كتله بلكې دنفوسو چټكه وده دپرمختيايي هيوادو مشخصه بلل شوي چې دايوازې هند اوچېن پورې نده تړلي بلكې اكثرو پرمختيايي هيوادو كې ليدل كېږي ، چې دا به راتلونكې كې دوي ته ګڼ شمير اقتصادي ،اجتماعي ،صحي محيطي ،فرهنګي او ان سياسي ستونزي رامنځته كړي ،كه چېري دوي خپل اقتصاد ته په منا سبه توګه وده ورنكړي لكه چې ليدل كېږي په لا تيني امريكا،افريقااو اسيايې پرمختيايي هيوادوكې د15 كلنو څخه دټيټ عمر وګړو سلنه 40 ته رسيږي !

په داسې حال كې چې په متحده ايالا تو كې 25 اوپه انګلستان كې 23 ده . په پرمختيايي هيوادو كې دعمر منځني كلونه يواځي اويواځي 32-40 كلونه ښودل شوي

حال داچې دامريكا متحده ايالا ت ، كاناډا اوناروي كې 69 ښودل شوي ، په دي وروستيو كې چې روعتيا يې چاري ښي شوي په پرمختيايي هيوادوكې داعدد47 اوپه صنعتي شوو پرمختللو هيوادوكې 74 ښودل كېږي دا ارقام دناوړي روعتيا اودناړو شرايطو له امله دومره توپير لري اوله بلي خوا ارقام ښكاره كوي چې پرمختيايي هيوادو كې دعايد ډيره برخه دماشومانو لګښتونو ته پريښودل كېږي چې هغوى هم ګڼ شمير دكار او بهره بردارۍ عمر ته رسيدو دمخه له منځه ځي ،په دي ډول د دوۍ په ټول نفوس كې دكار دځواك سلنه ټيټه ده نو ځكه دغه منفي ښكارنده د دوۍ په ملي عايد منفي اغيزه كوي .


8: بيكاري (Unemployment):


له بده مرغه په پرمختيا يې هيوادوكې بيكاري نه يوازې اقتصادي منفي ښكارنده ده  بلكې دهغې له امله ګڼ شمير ټولنيزي ،سياسي،كلتوري او نوري ستونزي راولا ړيږي

بله داچې نه يوازې دلته ښكاره بيكاري ليدل كېږي بلكې دبيكارۍ نور ډولونه لكه پټه بيكاري ،ټيټ استخدام او دهغو بيلا بيلو  بڼو لكه موسمي بيكاري ،غولونكې تشبثونه ټيټ مؤلديت اونور هم دي كې شميرل كېږي .بيكاري اوټيټ استخدام Unemployment and Disguised) ) تر ډيره ځايه دهغو پرمختيايي هيوادو ګډه مشخصه ده چې دنفوسو گڼوالي سره مخامخ دي يعنې هغو كې دنفوسو كثافت و،دنفوسو دسن يا عمر ناوړه تركېب او دودې چټكوالي Siz,Denssity,age (Structure and the rate of growth of population ) ښكارنده پكې ليدل كېږي .ددې بيلګه داسېادوچې جنوب شرق هيوادونه ګڼلاي شي .خو موسمي بيكاري اوټيټ مؤلديت يې په ټولو پرمختيا يې هيوادوكې ليدل كېږي سره له دي چې لا تيني امريكا اويوشمير افريقا يې هيوادو كې هم نفوس زيات دي ،خودوزګارتيا پورتنۍ بڼي پكې نشته په پرمختيايي هيوادوكې دغه ډول بيكاري دكرني په سكتور كې ډيره ليدل كېږي ان چې دهغوى مؤلديت اودتوليد طرز صفر بلل شوي! ځكه كرنيزمؤلديت ماركېټ ته ډير لږ محصول عرضه كولا ي شي نو ځكه دوي كه له يوې خوا دصنعتي اقلامو واردونكې دي له بلي خوا غلي ،داني واردونكې هم دي داقتصاد دعمل له پلوه پټه وزګارتيا دنفوسو هغې برخي ته ويلاي شو چې كه چېري هغوي كوم بل سكتور ته بوځو نو دمحصول په توليد كې كموالي رانه شي .دملګرو ملتونو متخصصينو پټه بيكاري په هندوستان ،پاكستان ،فلپين،اواندونيزيا كې په كرني كې دبوختو وګړو په سلو كې 25__20 پورې ښودلي .


9: دعنعنوي سكتور مسلط والي:


په ګڼ شمير پرمختيا يې هيوادوكې لا اوس هم (يوويشتمه پيړۍ كې) په توليدي برخه كې وروسته پاتې توليدي طرز لاسبري دي . په دغو هيوادوكې دودې اقتصادي جوړښت او هغه وده اوپرمختيا دښارونو او كليو دنفوس دانډول څخه اغيزمن دي . په ټول نفوس كې دښاري نفوس كموالي د دوي وروسته پاتېوالي ښيې يا ددې سرچپه،ښاري خدمات ، اسانتياوي اودمعاصرژوندبيلګي هيواد ډيروبرخوته نه دي رسيدلي په تيره بيا دRande دنظر سره سم دوي لا اوس هم دتعصب ، اوهامو اوفتاليزم څپو لا ندې دي.


10: بهرنۍ سوداګري پورې تړلتيا:.


معمولا پر مختيا يې هيوادونه خپل خام مواد بهر ته صادروي ، ددې پرځاي مصرفي توږي لومړني اړتيا(Basic Human Needs) له بهره پوره كوي په تيره بيا دوي خپل يو شمير خام موا اوپيداوار ان پرته له لومړني پروسس لكه ميوه نه كنسرو كېږي او نه بوتل بندي كېږي ،لرګي دغټو كوندو په بڼه ،طبي بوټي په هماغه طبيعي بڼه په ډيره ارزانه بيه بهر ته ليږي په تيره بيا دوي خپل دغه منابع په غير علمي،ابتدايې او ناسنجول شوي بڼه راټولوي اود بهرنيوسوداګرو په لاس يې وركوي ،بالمقابل دوي ته يو شمير توږي دليلام په بڼه، جعلي او دټيټ كېفيت لرونكې صنعتي اقلام دمشهورو كمپنيو تر مارك لا ندې ،له وخت څخه اوښتي مواد په برخه كېږي دغه بيلګي په بهرنۍ سوداګري كې د دوي درېځ خرابوي دپرمختيا يې هيوادودصادراتو سلنه ددوي

دټول ملي عايد له 20 كمه ده .په ځينو پرمختيا يې هيوادوكې د دوي دخارجي اسعارولوي مدرك يو دوه قلمه اجناس دي .دبيلګي په ډول په ايران ،سعودې عرب اوكويټ او وينزويلا كې يوازې همدا نفت د دوي دصادراتو غوره برخه جوړوي ،خو لكه چې ليدل كېږي په دوي كې ايران ديوويشتمي پيړۍ په پيل كې خپل ګڼ شمير نور اقلام لكه فرش،كمپلي ،صابون،پلاستكې مصنوعات اونو هم بهر ته وړاندي كړل . ماليزيا او اندونيزيا اوس هم عمدتا ربړ صادروي ،سيلون يوازې ربړ اوچاي صادروي چلي يوازې سپين زر،يوګندا،تايلنډاورودېشياقهوه صادروي،خپلو نورو اقتصادي محصولا تو ته يې وده نده وركړي نو ځكه يې صادرات محدود دي دغه وضعيت او كار دوي بهرنۍ سوداګرۍ پورې تړلي اونورو سكتوروته يې پام نه دي اړولي ، نو ځكه د تبادلي په نرخ كې دنوساناتو له كبله د دوي اقتصادي بي ثباته اوترينګلي دي اقتصادي كار دغه كاواكې د دوي يو ښكاره اقتصادي نښه ده . له بده مرغه په دوي كې وارداتي ميلا ن دپرختيا په حال كې دي .


11: وروسته پاتې نظم اواداره:


دپرمختيا له پاره ضروري مؤسسات يا اصلا نه شته يا يې هم لا زمه وده نده كړي په كليوكې دمالي اوكريدتي موسساتو نمايندګي نشته بانكې څانګي ندي پراخه شوي كوپراتيفي غورځنګ      ضعيف دي ماركېټ ميكانيزم پكې ډير ساده دي اوداسهامو پلورل اوپيرودل پكې معمول ندي صنعتي بانكونه ،كرني بانكې څانګي ډير وروسته پاتې اوسيمه ايز پس انداز ډير لږ زيرمه كېږي . دبيمي مؤسسو وده نده كړي دپانګې اچوني تحرك نشته ،لا اوس هم فيوډالي سيستم ليدل كېږي ،باوجدانه ماهر اوچټك اداره چېان لږدي ،ټولنيز نظم ډير وروسته پاتې دي اقتصادي برنامي نه جوړيږي او په نهايت كې حاكمه اداره ضعيفه ارزيابي شوي .

12: دبشري پانګې ضعيف كېفيت:


سره له دي چې دكار دبشري ځواك په هكله پخوا يا دونه وشوه خو دهغو اقتصادي اړخه ارزونه بيله خبره ده ، پدې معني چې : لدي كبله چې بشري ځواك دخپل كار ،فعاليت ،مهارت او اداري له مخي داقتصاد په رغونه كې خورا ارزښت لري داقتصاد په علم كې داهم پانګه بلل شوي ، خوپه پرمختيايي هيوادوكې ددغي پانګې مؤلديت ډير ټيټ دي ، چې ددې بيلا بيل لاملونه دي: ناوړه تغذيه ،دځواكمني روغتيا نشتوالي،نالوستي يابيسوادي ،ضعيف تريننګ ،كار ته نه دراناوي اوداسې نور ، پدې ډول هيوادوكې لا اوس هم دقبيلوي سيستم دشتوالي له كبله دشغل غوره كول محدود دي .په زړه پورې خوداده چې دلته دكار پر عرضه دمزد دوركړي په پرتله ځيني كلتوري اورواني فكتورونه ډير اغيزمن دي دبيلګي په توګه زمونږ په هيواد كې به دكلي يو ځوان په ډير مشكله حاضر شي چې داوبدلو صنعت ته مخه كړي يا دنظافت ساتلو تشبث (حمام ،سرخريېل اوسقاوه) پرانيزي . په داسې حال چې داټول هڅونكې اقتصادي ګټور فعا ليتونه اودټولنيزوچوپړونو برخه ده ،داسې ځوانان زمونږ ټولنه كې يوشمير داسې شغلونوته نه حاضريږي ،جولا يا كسبه كار نوم ورته په خپل كلي كې غوره نه كړي! له بلي خوا داسې هيوادونو كې صنفي اتحاديې هم نشته

د دوي قوانينو كې دكار او كار ګر دحمايې مواد نشته اوله بيمو هم يې برخي دي .دمسلكې كورسونو اوزده كړي مركزونو تخنيكې حرفوي ښوونځيو دنشتوالي له كبله د دوي مهارت ټيټ ارزيابي كېږي داټول دبشري ځواك ضعيفوالي ښكاره كوي.


13: دتوليدي عواملو عدم تعادل:


دنيمګړي بازار له امله دتوليدي عواملو خوځښت ډير په ټيټه كچه كې دي ،سر چېني په لوړه سطحه كې تر كار لا ندې نه دي راغلي دمنا بعو لوړ او ښه استعما ل(The highest and best use of Resources  ) هدف ته نه دي نژدي شوي ،پاسري بانك كې نه زيرمه كېږي اضافي عوايد نشته ،كه چېري څه نقده پاسره او بچت برابر شي هغه دنويو تشبثونو دايجاد په پرتله په ګاڼو ژر لګول كېږي دكورني او بهرني ماركېټ په هكله دهغو دامكاناتو ، ماركېټ نه خبر اخيستنه او معلو ماتو په پوهه لږه ده په توليدي څانګو تخصص نشته ،انحصادي وضع د دوي په زيان ده ټولنيز وروسته پاتې سيستم او توليدي تنګ جوړښت دوي ته نيمګړي بازار رامنځ ته كړي نو ځكه دعواملو عدم تعا دل ليدل كېږي 10[10].

دريم فصل


اقتصادي پرمختيا باندې تاثير لرونکي عوامل

Factors Effecting on Economic Development


په اساسي ډول اقتصادي پرمختيا او ترقي په لاندې څلورو پايو(ستنو)ولاړه ده :

1- بشري منابع (Human Resources)                                                                                                2- طبعي منابع (Natural Resources)                                                                                          

3- سرمايې تشکيل (Capital Formation)                                                                                    

4- تکنالوژي (Technology)                                                                                              

چې د نوموړو توضيع په لاندې ډول ده                                                            

1_: د بشري منابعو څخه مطلب د کار نيرو يعنې د کارکوونکو شمير،تعليم ،فني مهارت ،نظم او دسپلين.

2-: د طبعي منابعو څخه مراد تيل ،ګاز،ځمکه ،اقليم.

3-: د سرمايې د تشکيل څخه مراد سامان الات کارخانې سرکونه ابپاشي پلانونه د روغتيا لپاره اقدامات زير بينايې پروژې (Infrastructure) چې په عمومي ډول د دولت له خوا ترسره کيږي.

4-: د تکنالوژي څخه مطلب ساينس او انجينري معلوماتو سطحه ،جديد اختراعاتو او کشفياتو ته سرعت ورکول او د هغوي تشويقول .

د اقتصادي پرمختيا په پروسه باندې اقتصادي او غير اقتصادي عوامل تاثير لري چې لمړى مونږ اقتصادي عوامل د څيړنې لاندې نيسو.





اقتصادي عوامل :.

Economical Factors


د يو هيواد پرمختيا ته سرعت ورکولو لپاره چې کوم اقتصادي عوامل ضروري دي هغه په لاندې ډول دي.


1-:اراده او جرآت(Determination)


د ټولو نه لمړې شرط چې د يو هيواد د پرمختيا لپاره اړين دى هغه د پرمختيا اراده ده .نه يوازې دا چې اراده بلکه جرآت هم د هغې لپآره ضروري ده تر څو د دې مقصد د حاصلولو لپاره خپل ټول قوتونه او صلاحيتونه په کار واچوي او د داخلي منابعو په اساس پرمختيا تامين کړي.

او که يو هيواد په خارجي منابعو او مرستو تکيه وکړي نود هغوي پرمختيا به مؤقتي او د خطر سره مخ وي .


2-: د سالم بازار (Perfect Market) غوښتنې:


داقتصادي پرمختيالپاره داهم ضرور ده چې دبازار سيستم مكمل اودهر ډول نقصانونو څخه پاك كړاي شي داسې حالا ت پيداكول پكاردي چې دتوليد عوامل

آزادانه ډول سره ديوځاي  څخه بل ځاي ته او ديو کسب څخه  نورو کسبونو ته انتقال کړاي  شي انحصاري(monopolistic)حالات ختم کړاي شي .د سرمايې بازار قوي کړل شي او د پور (قرضه)اسانتياوې زياتې کړل شي ،چې د دې په اساس دهقانان،صنعت کاران او سوداګر داخلي منابع په ښه ډول سره د استعمال لاندې راولي.


3-: دسرمايې تشكېل (Capital Formation)


د اقتصادي پرمختيا لپاره دا هم ضرور ده چې په زيات مقدار سره سرمايه لاس ته راوړل شي  د دې مقصد لپاره درې ميتودونه په پام کې نيول کيږي :


الف: خلک بايد خپل ټول عايد په مصرف ونه رسوي بلکه د خپل عايد څخه پس انداز هم ترسره کړي .

ب: که چېرته د پورتني ميتود په وسيله په کافي اندازه سره سرمايه حاصله نشي نو دولت بايد د مالياتو له لارې سرمايه په لاس راوړي .

ج: که چېرې د مالياتو په اساس هم د ضرورت وړ سرمايه په لاس رانشي نو د خارجي هيوادونو څخه بايد قرضه واخستل شي .

خو دا د پام وړ ده چې د سرمايې د لاس ته راوړلو بهترينه وسيله د هيواد داخلي پس اندازونه دي په هيواد کې د پور راکړې او ورکړې لپاره يو قوي سيستم پکار دى ترڅو عام کاروباري خلک يا دولت دا پس اندازونه تر لاسه کړي او پانګه اچونه ترسره کړي  يعنې دا پانګه اچونه د داسې مقصدونو لپاره استعمال شي چې د هغې نه نور عايد په لاس راشي مثﻻً د نوو کارخانو قايمول يا تجارتي او صنعتي ادارې جوړول . د سرمايې مقدار زياتولو عمل ته د سرمايې تشکيل يا (capital formation)ويل کيږي.


4-:جديده ټيکنالوژي (Modern Technology):


په ماضي زمانه کې پرمختللو هيوادونو په تخنيکي

(فني)پرمختګ کې قدم ډير مخکې اخيستى دى. چې د هغې په اساس د هغوي د اجناسو توليدولو په قوت کې زياتوالې راغلى دى.پداسې حال کې چې وروسته پاتې هېوادونه کې نوې(جديد)  ټيکنالوژي ډيره کمه برخه په لاس کې لري.

وروسته پاتې هيوادونو ته پکارده چې د پرمختللو هيوادونو ټيکنالوژي حاصله کړي او د خپلو ځانګړو حالا تو او غوښتنو مطابق مطلوب بدلون راولي او د صنعتي پرمختيا په لوري قدم واخلي چې په دې سلسله کې د جاپان مثال قابل تقليد دى.

جاپان په صنعتي ډګر کې ډير وروسته شامل شوى وو ليکن د 19پيړۍ په آخر کې هغوي له يوې خوا خپل محصلين غربي هيوادونو ته د فني روزنې لپاره وليږل او له بلې خوا دولت د اقتصادي پرمختګ لپاره مناسب محيط پيدا کړ چې د هغې په اساس يې خارجې ټيکنالوژي د خپلو حالا تو مطابق استعمال کې راوستله چې نن جاپان د نړۍ دويم لوي صنعتي هيواد جوړ شويدى.11[11]


5-:د طبيعي منابعو ذخيرې) (Natural Resources Reserve:


لکه څنګه چې الله تعالى ټول هيوادونه د بې شميره طبعي منابعو څخه برخمن کړي دي ،چې په دغو طبعي منابعو کې ځنګلونه ،سيندونه ،بحرونه،تيل،معادن او داسې نور شامل دي.چې نوموړي منابع د ځمکې د پاسه او هم د ځمکې د لاندې شتون لري چې مختلف هيوادونه يې د خپلې اقتصادي پرمختيا لپاره  استعمالوي ډير هيوادونه منابع لري خو داستعمال وسيلې يې محدودې دي اوهم د روزل شوو خلکو د کموالي سره مخ دي همدغه وجه ده چې د دغو منابعو څخه کامله استفاده امکان نه لري د طبعي منابعو د ذحايرو موجودېت سره سره د هغوي استعمال هم په اقتصادي پرمختيا باندې مؤثره ده او د نوو منابعو استعمال هم ممکن کيداي شي.12[12]


6-:په چټكۍ سره د نفوسو زياتوالې(Over Population):


د يوه هېواد په نفوسو کې زياتوالې د هغې د اقتصادي پرمختيا په لاره کې خنډ جوړيداي شي .په تيزۍ سره د نفوسو د زياتوالۍ په اساس د سړي سر عايد کې اضافه کيداي نشي ،د اقتصادي پرمختيا په پروسه کې دسرمايې په تشکيل رشد بايد چې دنفوسو د زياتوالۍ د رشد څخه ډير دى.

نفوس د اقتصادي پرمختيا لپاره ډيناميک (محرک)حيثيت لري نه يوازې د مصرف په لحاظ اهميت لري بلکه د دې نه زيات دا چې په توليد باندې هم اغيزه لري د نفوسو په زياتوالۍ سره احتياجات هم زياتيږي چې له امله پانګه اچونه هم ګړندۍ کيږي چې په نتيجه کې توليد زياتوالې مومي او بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کيږي .

نو د اقتصادي پرمختيا او د کار قوې په مقدار کې زياتوالې په هغه صورت کې امکان لري چې کله د کارګر د کار خواهش ،د روعتيامعيار، د ژوند سطحه ، دکورنۍ د ژوند طرز،تفريحي مشعلې ،دواده عمر،ټولنيز او کلتوري چلند(رويه)د لوړې درجې د قدرونو درلودونکي وي .که چېرې دا عوامل د اقتصاد له نقطې نظره مثبت تاثيرات ولري نو د بشري منابعو په کيفيت کې بهتري راتلې شي په هره اندازه چې په نفوسو کې زياتوالې راځي په همغه اندازه اقتصادي پرمختيا کې هم بهتري راځي .پداسې حال کې چې په وروسته پاتې هيوادونوكې په تيزۍ سره دنفوسو زياتوالۍ يولړستونزي ايجادوي په ټاكلي شوي حد سره دنفوسو زياتوالۍ اقتصادي وده ګړندۍ كولاي شي خودټاكل شوي حد څخه زيات په نفوسو كې زياتوالۍ اقتصادي وده راكود سره مخامخ كولاي شي داقتصادي پرمختيا لپاره دسړي سر عايد زياتوالۍ ضروري دي،نفوس دمصرف كونكې تقاضا دسرمايې تشكېل اود توليد مولديت په تعينول كې ديو مهم عامل حيثيت لري .13[13]




سيا سي عوامل

Political Factors


ديوهيواد داقتصادي پرمختيالپاره داقتصادي عواملوسره سره سياسي عواملوته زمينه برابرول هم ډير ضروري دي،لدي څخه مطلب دادي چې دولت هيواد ته پرمختيا وركول غواړي اوهيواد دوروسته پاتې حالت څخه صنعتي اواتومي انژۍ ډګر ته راوستل غواړي اوداولتي اداره فعاله اوزياركښه وي،همدارنګه جمهوري دولت چې دخلكو لخوا ټاكل شوي وي اودهغوى دګټي ساتوندوۍ وي داسې پروګرامونه په مخ بيايې چې دهغې دپرمختيا دپروسي درشد له امله ټولنه په مجموعي ډول استفاده وكړي، پداسې حال كې چې استبدادي (Dictatorship) حكومتونه پرمختيا ته لږه پاملرنه كوي ،لكه څنګه چې هغوى بيغير دانتخاباتو څخه قدرت (اقتدار) ته رسيدلي نوځكه دخلكو ترمنځ په عادلا نه ويش كې كومه خواښي نه لري

دپرمختيااتكاٌ په يوجمهوري دولت اودهغې په پرمختيا يې چارو پورې اړه لري

خودې سره سره دهيواد سياسي اپوزيسيون ته هم پكار دي چې د دولت نيګړتياوي په ګوته كړي يوبامسؤليته دولت غواړي چې ريښتني ،قناعت بخشه اومؤثره اداره ولري

يوفعاله اداره دخپلو بهترو فعاليتونو په اساس دټولني دعامه ګټولپاره ګټوره ثابتيداي شي،ددې لپاره چې خلكوته دپرمختياګټي ورسيږي نويوفعاله اومؤثره اداره ضروري ده دټولونه ړومبي پرمختيايي چاروته دزميني مساعدولولپاره په هيواد كې امنيت اوثبات قايمول ضروري دي كه چېري په هيواد كې امنيتي ستونزي نه وي نوخلك دخپل عايدپس انداز په بانكونو كې ږدي چې دغه پس انداز بدلول په سرمايه ګذارۍ لپاره يوباثباته چاپيريال ضروري دي چې ددغه سرمايه ګذارۍ په اساس توليدات زياتيږي اوهيواد دپرمختياپه لاره قدم اخلي .









اداري عوامل

Addministative Factors

ژوندپه هره برخه كې دپرمختيا لپاره اداري عوامل دخاص اهميت درلودونكې دي اداري عوامل دولت اوخلكو ترمنځ اړيكه ساتي كه چېري دپرمختيا ګټي د دولت له طرفه خلكوته انتقال شي اوهمدارانګه په مؤثره توګه اوبي له خنډ څخه دملت غوښتني دولت ته انتقال شي نوپدې صورت كې اداره فعاله وي اوكه چېرته دپرمختيا له ګټوڅخه خلك برخمن نه شي نو پدې صورت كې اداره فعاله نه ګڼل كېږي



مؤثر كاركونكې(Effective Worker) :


يوه اداره تل باسواده ځوانانوته ضرورت لري داچې ځوانان دكار څرنګوالي اودهغې په ښه ډول پيژني او دنوموړي كار په مؤثر ډول سرته رسولولپاره كوښښ كوي نوځكه داداري  چارو سرته رسولو لپاره دعمر يوحد ټاكل ضروري دي ځكه چې په دي ډګر كې دشامليدونكو ځوانانو څخه زهين اوتكړه خلك انتخاب شي دپرمختيا پروسه په برياليتوب سره دسرته رسولولپاره تكړه او دټولو څخه ښه مديران پكاردي


جذب كوونكې شرايط(Interesting Condation):


مؤثره وګړوپه عامه خدمت كې دجذبولو لپاره جذب كونكې شرايط پكاردي دوۍ لپاره بايد چې هر ډول اسانتيا وي اوپه معاشونوكې دزياتوالۍ مكانات موجودوي ترڅوچې په عامه خدمت كې كاركوونكې خپله وظيفه پري نه ږدي اوپه اداري فساد اخته نشي كه چېري داشرايط جذبوونكې نه وي نوپدې صورت كې هغوي دكار دعدم تشويق اوپرمختيايي كار سره ددلچسپي نه درلودوسبب ګرځي په صادقانه ډول سره دخدمت دسرته رسولو لپاره داسې خلكو ته جذبونكې فرصتونه وړاندي كول ډير ضروري دي ځكه چې دخوشحاله اداري دله منځه تلو ويره كمه شي تر څوخپله ټوله پاملرنه په پرمختيايي چاروترسره كړي .


نامشروع وسيلي(Illegal Implements):


ديوقوي حكومت نشتوالي او سياسي كمزورتياوي اداري فسادته په اسانۍ سره لاره هواره وي،بډي (رشوت)، خپلوالي پالل،تنګ نظري،دخپلواختياراتو(صلاحيتونو) څخه ناوړه استفاده اوداسې نور ناخوالي رامنځته كوي چه له امله يې د اداري استقرار اودهغې قوت له منځه وړي اوپرمختياچاري دخنډسره مخ كېږي .

په دوسيوباندي پريكړي كول ځنډيږي اوبي عدالتي زياتيږي كه دنامشروع طريقو استعمال زيات شي نوپرمختيا دخطر سره مخامخ كېږي نوځكه دغه ناخوالي بايد دبيخ څخه له منځه يوړل شي تر څو پرمختيا چاري په سمه توګه ترسره شي


ټولنيز اوكلتوري عوامل:

Social & Cultural Factors


اقتصادي پرمختياپه هغه چاپيريال كې وده كوي چه په هغې كې زياتره ټولنيز اوكلتوري قوتونه خپل رول په ښه طريقي سره سرته ورسوي كه چېرته دغه قوتونه دپرمختيا لپاره مساعد نه وي نواقتصادي پرمختيا ركود سره مخامخ كېږي په اقتصادي پرمختياكې لا  نديني ټولنيز اوكلتوري عناصر په مؤثر ډول خپل رول اداكوي


1 .مذهبي اثر(Religions Impact)  


هره ټولنه ديونه يو مذهب تر تاثير لا ندې وي ځيني مذهبونه داسې دي چې دوخت سره يو ځاي قدم په قدم خپل ځان عياروي ليكن ځيني مذهبونه داخصوصيت نه لري،متحرك مذهبونه دپرمختيالاره ګړندۍ كوي په داسې حال كې چې نورمذهبونه پرمختيايي چاري دناكامۍ سره مواجه كوي ځيني مذهبونه داسې نظرونه اختياروي كوم چې داقتصادي پرمختياپه لاره كې خنډونه ايجادوي په مذهبونوكې دوخت دغوښتنو سره سم بدلون اودپرمختياحمايت په اقتصادي پرمختياكې مهم رول اداكوي .


2 كورني نظام(Familly System):.


په زياترو پرمختيايي هيوادونوكې ګډ كورني نظام رواج لري چې نوموړي نظام يولړ ګټي اوتوانونه لري چې دكورنيو غمونه اوخوشحالۍ سره شريكې وي دګټي وړ كسان خپلي پيسي يوځاي جمع كوي اوپه كور كې دهر وګړي ضرورت درفع كولو لپاره په مساويانه ډول پيسي وركول كېږي ،دغه كورنۍ خپلووګړوته تر يو حده پورې داقتصادي اوټولنيزي ساتني لپاره زمينه برابروي مګر داكورني نظام دځينو اقتصادي فعاليتونو دعدم تشويق سبب ګرځي. دګډكورني نظام سره تړنه اودهغې څخه ترلا سه شوي ګټه ديوې كورنۍ وګړي دعنعنوي سكتور څخه نقلول نوي اقتصادي سكتورته كه ناممكن نه وي نوستونزه حتمي جوړوي ،ګډ كورني نظام كې پس انداز تشويقي جنبه نه لري اوددې برعكس انفرادي فاميلونه كه په يوه ټولنه كې زيات وجود ولري نوله امله يې پس انداز زياتوالۍ مومي اودشخصي گټولاسته راوړلولپاره يوه ډيناميكه قوه ثابتيدلا ي شي اواقتصادي پرمختياكې فعال رول لوبوي




3 ملت پالنه(Nationalism) :.

جاپان په 1868 كې دملت پالني په بنسټ په نوو ساحوكې پرمختيا وكړه ملت پالنه يوعمومي محكموالي دي اوبشرپوهان ددې اهميت مني ،دملت پالني په اساس خلك دخپلو ملي ګټو په خاطر دخپل وس څخه هم زيات كار(محنت) كوي.

ملت پالنه خلك په يوه نقطه راجمع كوي او بي اتفاقي يې په يو والي بدلوي اوملت ديوالي له نعمت څخه برخمن كوي همدا ملت پالنه ده چې دملت دپرمختيا لپاره موثره تماميږي


4 ښونه اوروزنه (Education & Trainnig):.


په هره ټولنه كې كه دخلكو ښوونه اوروزنه هر څومره په ښه توګه سره ترسره شي نو په همغه اندزه دپرمختياسرعت زياتوالۍ مومي ځكه چې دتوليد په زياتوالۍ اوپرمختيا ته دانكشاف وركولولپاره ښوونه اوروزنه يو مهم رول اداكوي. په ښه ډول ښوونه اوروزنه دخلكو په ا فهام اوتفهيم،دستونزوعميق شعور،دمسؤليت احساس اودزيات توليد ارزو پيداكوي . محاسب،نجار،ډرائيور،ډاكټر،انجنير،استاذ

ژورنالست،قانون دان ،ټاپست ،برقي وغيره داټول په يو هيوادكې دپرمختيا دلاس ته راوړلو عناصر دي ، دهغوي په ښوونه اوروزنه باندي ځانګړي پاملرنه پكارده ځكه چې دپرمختياد  ټولونه لوي عامل ښوونه ده ،په جاپان اوالمان كې د(19) پيړۍ په اخر كې ښه پرمختيا وشوه كومه چې دښووني له امله رامنځ ته شوه .پرمختيايي هيوادونو كې هم ښوونه او روزنه دپرمختيا دسرعت اندازه ګړندۍ كولاي شي

.

5 . ټولنيزه رويه (Social behavior):


يوه داسې ټولنه چې دهغې كور نيز ملاتړ په ځاي دوګړو قابليت اووړتيا ته اهميت وركړل شي نو هغه ټولنه پرمختيا كولاي شي .كه دوګړو دړتيا سره سم هغوي ته معاش اواسانتياوي وركړل شي نو هغوي تشويق كېږي په هغوي كې دكار جذبه په شدت سره پيداكېږي چې له امله يې هيواد دپرمختيا په لوري قدم اخلي اوددې برعكس كه چېرته يوازې دكورنيز ملاتړ ته په كتو سره وګړي استخدام كړل شي نودكارمولودېت كميږي ځكه چې داړتيا وړكسان له پا مه غورځول كېږي .پس هغه ټولني چې دپرمختيا غوښتوونګي دي دبامسؤليته وګړو درشد لپاره بايد چې مناسب معا شونه وټاكې14[14]



دطبيعي چاپيريال شرايط:


له ډيرپخواراهيسي اقليمي اغيزې دانكشاف اوپه وروسته پاتې كېدو له مهمو عواملو څخه شميرل كېږيMontesquiuien   په كال 1748 پخپل اثر كې داسې ادعا كوي ،چې دكار امادګي په هماغه اندازه زياتوي په هره اندازه چې داستواله كرښي څخه ليري ژوند وكړو همدا مفكوره دجغرافيا دعا لم E.Huntingtonله نظره سره هم سمون لري دهغه له انده ګرم اقليم دانسانانو په فعا ليتونو او هاند او هڅو باند منفي اغيزې لري او برعكس ديخو منطقو اقليم په ودې باند مثبتي اغيزې لري داقليم منفي اغيزې زيا تره په زراعتي توليداتو باندي څيړل كېږي دبيلګي په توګه مرطوب اقليم په ځمكو او دګدام په ذخايرو باندي ډير ناوړه اغيزې لري،پداسې حال كې چې وچ اقليم ډيري دښتي اوبيدياوي مينځ ته راوړي له دي حقيقت څخه انكار نشو كولاي ،چې اقليمي شرايط دانسانانو په فعاليت باندي اغيزمن دي او ډير زيات افراطي حرارت دودې لپاره ناوړه اغيزې لري اما انسانان دنامناسبو شرايطو په مقابل كې په مختلفو ډولو عكس العمل ښي او له متقا بلو وسايلو څخه كار اخلي بيله شكه چې اقليمي شرايط دوروسته پاتې كېدوله ډيروعواملو څخه يو عامل دي اقليمي شرايط دنوروعواملو تر څنګ كولاي شي دودې پرسه تسريع كړي اويا دهغه مانع وګرځي

په وروستيو وختو كې دچاپيريال طبيعي شرايط ځانته زياته پاملرنه دوروسته پاتې كېدو دعامل په توګه اودهغه دپايلي په توګه جذب كړيده له يوې خوا دمعينو طبعي شرايطو اغيزې په ودې باندي څيړل كېږي ، اوله بلي خوا وروسته پاتې كېدو پايلي دطبيعي چاپيريال لپاره څيړل كېږي مخ په ودې هيوادوكې ډير خلك دلرگيو څخه دانرژۍ دمنبع په توګه كاراخلي نوري دانرژۍ منابع لكه پترول او ګاز ورته ډير ګران تماميږي له بلي خوا پدې هيوادوكې دنفوسو شمير ورځ په ورځ زياتيږي ،دنفوسو تقاثف پدې معني ده چې له ځنګلونو اوونو څخه ډير لرګي لاسته راوړل شي اوهغه قطع شي .په داسې حال كې چې دنوو ونو او ځنګلونو ايښودل پدې سرعت نه عملي كېږي دځنګلونو او ونو كموالي دځمكې په اوبو باندي منفي اغيزه لري چې بلاخره په محلي اقليم باندي ناوړه اغيزه كوي دډيرو لرګيو څخه اتفاده كرهڼي دتوليداتو دكميدو عامل ګرځي - [15]


نتيجه ګيري

دخپل مونوګراف دليكني څخه داسي نتيجه اخلم چي په يوهيوادكي داقتصادي پرمختيا لپاره يواځي اقتصادي عوامل پيژندل ضروري ندي بلكي ددي تر څنګ غيري اقتصادي عوامل لكه سياسي ،اداري ، ټولنيزاوكلتوري عوامل پيژندل هم ضروري دي ،پدي مانا چي طبيعي منابع ،بشري منابع ،پانګه ،تشبثونه ،تكنالوژي اوداسي نور چي داټول اقتصادي فكتورونه دي چي په يواځي توګه نشي كولا ي چي په اوږده موده كي اقتصادي پرمختياكي اغيزمن اومؤثر وګرځي بلكي ددي ترڅنګ په ټولنه كي غيري اقتصادي فكتورونه لكه اخلا قي ارزښتونه ،سياسي وضعه ،باكفايته اداره ،ټولنيز اوكلتوري مؤسسات ښه نشي او مثبت او مؤثر بدلون پكي رانشي نواقتصادي پرمختيا به خنډ اوځنډ سره مخامخ شي اوبرعكس ددي اقتصادي پرمختيابه چټكه اوګړندۍ وي ،اوخلك به سوكاله اونيكمرغه ژوند څخه برخمن وي .


وړانديزونه


1.    لكه څنګه چي امنيت اوسياسي ثبات داقتصادي پرمختيا دمهموعواملوڅخه شميرل كيږي نودولت ته پكار دي چي پدي برخه كي جدي پاملرنه وكړي.

2.    دولت بايد ښوونه او روزنه داوسني عصر سره سمه عياره اوعصري ميتودونو پكارولوسره هيوادته دښووني اوروزني له لاري انكشاف وركړي .

3.      داچي زمونږ هيواد زياتره خلك  په كرنه كي بوخت دي نودولت ته پكاردي چي كرني سكتور ته خاصه پاملرنه وكړي او پدي سكتور كي اصلا حات رامنځته كړي.

4.    دولت بايد عصري تكنالوژۍ څخه دګټي اخيستني سره په څنګ كي دمسلكي اوتخنيكي ښونځيوته پوره پاملرنه وكړي ترڅودكار مؤلديت لوړ شي اوهيواددپرمختياپه لور روان شي .

5.    داچي ګران هيواد بډايه طبيعي شتمنۍ لري نودولت ته پكاردي چي دطبيعي منابعوڅخه دګټي اخيستني لپاره زمينه برابره كړي .

6.    دولت ته پكاردي چي اقتصادي زيربنائي پروژو لكه داوبورسولوپروژي ،دكرنيزوفارمونو ،برقي بندونو ،فابريكو، سړكونواوداسي نوروكي پانګه اچونه وكړي.

 









ماخذونه

1.   چيمه، نجمه يونس . معشاشيات ،كال 2010-11 جدران پبلي كيشنز ټاؤن شپ لاهور

2.   دوديال ، پوهنوال محمدبشير . داقتصادي پرمختيا تيوري او پلا ن جوړونه        كال 1381    ختيځ بيارغوني اداره (كور)

3.   شيخ ، پروفيسر محمد منظور علي ،كتاب معاشيات  حصه  دوم   كال    2008-09        علمي كتابخانه لا هور

4.   شهيدي ، پوهاند دوكتور نذير احمد .دمخ پرودې هيوادونو اقتصادي ستونزې    كال   2005   م دافغانستان دكلتوري ودې ټولنه _جرمني



[1] نجمه يونس چيمه ،معاشيات ،كال ۲۰۱۰-۱۱ م  مطبعه جدران پبليكيشن ټاون شپ لا هور،ص ۳۹۶

[2] پروفيسرمحمد منظورعلى شيخ ،كتاب معاشيات حصه دوم ،كال ۲۰۰۹ ،علمي كتابخانه لاهور، ص ۱۹۵


[3] پوهنوال محمدبشيردوديال،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،كال ۲۰۰۸،مطبعه حتيځ بيارغوني اداره(كور) ص ۱۲-۸

[4] پروفيسرمحمدمنظورعلي شيخ،كتاب معاشيات حصه دوم،كال ۲۰۰۹،مطبعه علمي كتابخانه لاهور،ص ۱۹۷-۱۹۶

[5] پوهنوال محمدبشيردوديال،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،كال ۲۰۰۸،مطبعه حتيځ بيارغوني اداره(كور) ص۱۸-۱۷

[6] پوهنوال محمدبشيردوديال،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،كال ۲۰۰۸،مطبعه حتيځ بيارغوني اداره(كور) ص۱۵-۱۳

[7] پروفيسرمحمدمنظورعلي شيخ،كتاب معاشيات حصه دوم،كال ۲۰۰۹،مطبعه علمي كتابخانه لاهور،ص  ۱۹۸-۱۹۷

[8] نجمه يونس چيمه ،معاشيات ،كال ۲۰۱۰-۱۱ م جدران پبليكيشن ټاون شپ لا هور،ص ۴۰۰-۳۹۸

[9] پوهنوال محمدبشيردوديال،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،كال ۲۰۰۸،مطبعه حتيځ بيارغوني اداره(كور) ص ۱۷-۱۵

[10] پوهنوال محمدبشيردوديال،داقتصادي پرمختياتيوري اوپلان جوړونه،كال ۲۰۰۸،مطبعه حتيځ بيارغوني اداره(كور) ص ۳۵-۱۸

[11] پروفيسرمحمدمنظورعلي شيخ،كتاب معاشيات حصه دوم،كال ۲۰۰۹،مطبعه علمي كتابخانه لاهور،ص۲۰۴-۲۰۲

[12] نجمه يونس چيمه ،معاشيات ،كال ۲۰۱۰-۱۱ م جدران پبليكيشن ټاون شپ لا هور،ص۴۰۲

[13] نجمه يونس چيمه ،معاشيات ،كال ۲۰۱۰-۱۱ م جدران پبليكيشن ټاون شپ لا هور،ص۴۰۵-۴۰۴

[14] نجمه يونس چيمه ،معاشيات ،كال ۲۰۱۰-۱۱ م جدران پبليكيشن ټاون شپ لا هور،ص۴۰۹-۴۰۵

[15] پوهانددوكتورنذيراحمدشهيدي،دمخ پرودې هيوادونواقتصادي ستونزي،كال ۲۰۰۵ مطبعه دافغانستان دكلتوري ودي ټولنه-جرمني ،ص۲۳-۲۲

  1. {{cite news}}: Empty citation (help)