اقتصادي پراختیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عامه سکتور د اقتصادي مطالعې له مخې، اقتصادي او ټولنیزه پراختیا هغه بهیر دی چې له مخې یې د یوه ملت، سیمې، سیمه ییزې ټولنې او یوه شخص اقتصادي هوساینه او د ژوندانه کیفیت د ټاکل شوو موخو او هدفونو له مخې وده کوي.

دغه اصطلاح، په ۲۰مه  او ۲۱ مه پېړۍ کې په پرله پسې ډول کارول کېږي، خو په لویدیځ کې له اوږده مهال راهیسې شته دی. "عصري کېدل"(Modernization)، "غرب ګرایي" (Westernization)، او په ځانګړي ډول "صنعتي کېدل"(industrialization) هغه نور اصطلاحات دي، چې د اقتصادي پراختیا په بحث کې کارول کېږي. په تاریخي ډول، د اقتصادي پراختیا سیاستونو یا پالیسیو په صنعتي کېدو او زیربناوو پام درلود، خو له ۱۹۶۰ مې لسیزې راهیسې په زیاتېدونکې بڼه د بې وزلۍ له منځه وړلو ته پام کوي.[۱]

په داسې حال کې چې اقتصادي پراختیا د خلکو د هوساینې په موخه پالیسي ده، اقتصادي وده بیا د بازار تولیدي وړتیا او په ناخالصو داخلي تولیداتو کې د زیاتوالي ښکارنده (پدیده) ده؛ اقتصاد پوه امارتیا سن (Amartya Sen) اقتصادي وده "د اقتصادي پراختیا د بهیر یو اړخ" بولي. په عامه توګه اقتصاد پوهان د ودې پر اړخ او په ټولیزه بڼه پر اقتصاد تمرکز لري، په داسې حال کې چې، د ټولنې د اقتصادي پراختیا څېړونکي بیا ټولنیزې اقتصادي پراختیا (socioeconomic) ته هم پام کوي.

د لوړو زده کړو ګڼ شمېر مؤسسې (پوهنتونونه)، لکه: مکګېل پوهنتون (McGill University)، د لندن اقتصادي ښوونځي (London School of Economics)، جونیاټا کالج (Juniata College)، د ټولنیزو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ (International Institute of Social Studies)، د بالسیلي د نړیوالو اړیکو ښوونځی (Balsillie School of International Affairs) او د نورمان پیټرسن د نړیوالو اړیکو ښوونځی (Norman Paterson School of International Affairs) د اقتصادي پراختیا د زده کړو او څېړنو د یوې برخې په توګه وړاندې کوي.

تعریف او ترمینولوژ[سمول]

د اقتصادي پراختیا د کره تعریف اړوند بحثونه شوي: هغه مهال چې په ۲۰ مه پېړۍ کې اقتصاد پوهانو پراختیا، یوازې د اقتصادي ودې په توګه ګڼله، ټولنپوهانو بیا د بدلون او عصري کېدلو په پراخه بهیرنو ټینګار درلود. د پراختیا او ښاري مطالعاتو کارپوه کارل سیډمن (Karl Seidman) په لنډو ټکو کې اقتصادي پراختیا:  " په یوه ټولنه یا سیمه کې د پیاوړې او پراخې مشترکې اقتصادي هوساینې او د ژوندانه د کیفیت ښه کولو په موخه د فزیکي، انساني، مالي او ټولنیزو پانګو د جوړولو او له هغو د ګټنې بهیر" بولي. ډافن ګرین وډ (Daphne Greenwood) او ریچارډ هولټ (Richard Holt) اقتصادي پراختیا له اقتصادي ودې بېله بولي، په دې بنسټ چې، اقتصادي پراختیا " په یوه ټولنه کې د هر وګړي لپاره د ژوندانه په معیارونو کې پراخ او تلپاتې بدلون" دی، خو د ودې معیارونه بیا د سړي سرعاید دی، چې د ژوندانه له کیفیت سره اړیکه نه لري. د اقتصادي پراختیا مفهوم پراخ او کیفيتي اړخونه لري. اقتصادي پراختیا، په اقتصادي ودې سربېره، د وګړو د هوساینې په برخه کې په یو شمېر مهمو او ارزښتناکو برخو، لکه: روغتیا او زده کړو په برخه کې پر  له پسې بدلونونو دلالت کوي. د لوا پوهنتون د نړیوالې پراختیا او اقتصاد مرکز څرګندوي چې :[۲][۳][۴]

‘اقتصادي پراختیا' هغه اصطلاح ده چې په ۲۰ مه پېړۍ کې په مکرر یا پر له پسې ډول متخصصینو، اقتصاد پوهانو، سیاستوالو او نورو کارولې ده. له پېړیو راهیسې دغه اصطلاح ، په لویدیځ کې شته. "عصري کېدل"(Modernization)، "غربي کېدل" (Westernization)، او په ځانګړي ډول "صنعتي کېدل"(industrialization) هغه نور اصطلاحات دي، چې د خلکو له خوا د اقتصادي پراختیا په بحث کې کارول کېږي. اقتصادي پراختیا د ژوند له چاپېریال سره مستقیمه اړیکه لري.

سره له دې چې، د دغه مفهوم سرچینه نامعلومه ده، خو یو شمېر پوهان استدلال کوي چې ، پراختیا د پانګوالۍ (capitalism) له ودې او د فیوډالیزم (feudalism) له منځه تلو سره نږدې اړیکه لري. یو شمېر نور یې بیا، له ښکېلاک وروسته هېوادونو سره اړوند بولي.[۵][۶][۷][۸][۹]

د اقتصادي پراختیا موخې[سمول]

د یوه هېواد پراختیا، له ګڼ شمېر مفاهیمو سره اړه لري، خو په عام ډول په کې د زیاتو تولیداتو پر بنسټ اقتصادي وده، هغه سیاسي سیستمونه چې د خپلو وګړو له لومړیتوبونو په بشپړه توګه یا د امکان تر کچې استازولي کولای شي، ټولو ټولنیزو ډلو ته د پراخو حقونو ورکول او د هغو د لاسته راوړو لپاره د فرصتونو برابرول، د هغو بنسټونو او سازمانونو اړوند چې کولای شي، له تخنیکي او لوژستیکي پلوه په پېچلو کارونو کې ونډه واخلي، د سم چلند ترسره کول، (لکه:  د مالیاتو لوړول او د عامه خدمتونو وړاندې کول) شاملېږي. دغه چارې د اقتصاد، سیاست، ټولنې او عامه مدیریت په برخو کې د دولت د مدیریت وړتیاوې څرګندوي. په عمومي توګه، د اقتصادي پراختیا سیاستونه هڅه کوي چې، د دغو مسایلو اړوند ستونزې حل کړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د دغې موضوع په پام کې نیولو سره، اقتصادي پراختیا په معمول ډول په بېلابېلو برخو او شاخصونو، (لکه: د سواد کچې، ژوندانه ته د هیلو لرلو او بې وزلۍ کچې) کې، له ودې سره اړوند ده، چې کېدای شي د اقتصادي ودې د یوه ځانګړي پروګرام د پایلو پر ځای د اقتصادي پراختیا لامل وګرځي، د بېلګې په توګه: د روغتیا او زده کړو په برخو کې ښه والی، له اقتصادي ودې سره نږدې اړیکه لري، خو ښایي په اقتصادي پراختیا کې یې اغیز ښکاره نه وي. په هر حال، دا مهمه ده چې د اقتصادي پراختیا له هر ځانګړي پروګرام نه دا هیله ونه لرو، چې وکولای شي، هم مهاله ګڼ شمېر ستونزې اوارې کړي، ځکه کېدلای شي ،د هغو پر وړاندې ډېرې نه ترلاسه کېدونې موخې رامنځته شي، چې د لاسرسي احتمال به ورته ډېر کم وي. د پراختیا هر سیاست، باید محدودې موخې او په تدریجي ډول هغو ته لاسرسی وټاکی، څو له قرباني کېدو (له منځه تلو) یې مخه ونیول شي، هغه چې پریتچیت (Prittchet)، وولکاک(Woolcock) او اندریوز(Andrews) یې ’له وخته مخکې بار کول‘ (premature load bearing) بولي.[۱۷]

د پراختیا شاخصونه او معیارونه[سمول]

لوی اقتصاد، ټولنې او د کلتور اړوند بېلابېل شاخصونه او معیارونه شته چې د اقتصاد پوهانو او جغرافیې پوهانو له خوا په یوه سیمه او یوه هېواد کې د اقتصادي پراختیا د ارزونې په موخه کارول کېږي. د نړیوال بانک، " د نړیوالې پراختیا شاخصونه" ، هر کال له نړیوالو رسمي سرچینو راغونډېږي، چې په کې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه اټکلونه شاملېږي.[۱۸]

سړي سر د ناخالصو تولیداتو کچه، د کال په نیمايي کې د وګړو پر شمېر د داخلي تولیداتو د ناخالصې کچې وېش دی. د داخلي ناخالصو تولیداتو کچه، په اقتصاد کې د ټولو وګړو د تولید د ناخالص ارزښت او پرهغو د مالیاتو مجموعه ده، چې هر ډول سبسایډي ترې منفي کېږي، کوم چې د توکو په ارزښت کې نه حسابېږي. د لګول شوې پانګې او یا هم د طبیعي سرچینو د تشېدو او یا هم له منځه تلو له منفي کولو پرته محاسبه کېږي.[۱۹]

عصري ترانسپورت[سمول]

د اروپايي پراختیا اقتصاد پوهان استدلال کوي چې د عصري ترانسپورټ د شبکې شتون ، لکه: د لوړ سرعت لرونکي ریل زیربنا، د یو هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم رول لوبوي: دغه نظریه په پام وړ ډول د اساسي ریلي ټرانسپورټ د شاخص (چې د BRTI شاخص په نوم پېژندل کېږي) او د هغو د اړوند موډل (اصلاح شوي) د ریلي ټرانسپورټ زیربنايي شاخص (RTI) په توګه پېژندل کېږي.[۲۰][۲۱]

د GDI او GEM پېژندنه[سمول]

د دغسې یوه شاخص د جوړولو په موخه د هڅو له امله چې د جنسیتي مساوات کچه معلومه کړي، ملګروملتونو دوه شاخصونه جوړ کړي دي: د جنسیت اړوند د پراختیا شاخص (Gender-Related Development Index)(GDI) او د جنسیتي پیاوړتیا شاخص (Gender Empowerment Measure (GEM)). دغه شاخصونه، د لومړي ځل لپاره، په ۱۹۹۵ ز کال کې، د UNDP د انساني پراختیا په راپور کې معرفي شول.[۲۲]

د جنسیتي پیاوړتیا کچه[سمول]

د جنسیتي پیاوړتیا په کچه(GEM) کې د مختلفو شاخصونو په راغونډولو تمرکز کېږي، چې په اقتصادي، سیاسي او حرفوي ډګرونو کې لاسته راوړنو ته د ښځو په لاسرسي پام کوي. GEM له درېو متغیرونو جوړ شوی: د عاید لاسته راوړلو وړتیا، په حرفوي او مدیریتي دندو کې ونډه او په پارلماني چوکیو کې ونډه.[۲۳]

د جنسیتي پراختیا شاخص[سمول]

د جنسیتي پراختیا شاخص (GDI) د انساني ودې په بریاوو کې جنسیتي توپیر اندازه کوي. دغه شاخص، د درېو متغیرونو له مخې چې روغتیا، زده کړې او د ژوندانه معیارونه دي، د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر په پام کې نیسي.[۲۴]

سرچینۍ[سمول]

  1. Finnemore, Martha (1996). National Interests in International Society. Cornell University Press. د کتاب پاڼي 89–97. JSTOR 10.7591/j.ctt1rv61rh. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Jaffee, David (1998). Levels of Socio-economic Development Theory. Westport and London: Praeger. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780275956585. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Seidman, Karl F. (2005). Economic Development Finance. Thousand Oaks: Sage Publications. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780765628176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Greenwood, Daphne T.; Holt, Richard P. F. (2010). Local Economic Development in the 21st Century. Armonk and London: M. E. Sharpe. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780765628176. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. R. Conteras, "How the Concept of Development Got Started" University of Iowa Center for International Finance and Development E-Book [۱] Archived 2008-10-08 at the Wayback Machine.
  6. Escobar, Arturo (November 1988). "Power and Visibility: Development and the Invention and Management of the Third World". Cultural Anthropology. 3 (4): 428–443. doi:10.1525/can.1988.3.4.02a00060. ISSN 0886-7356. S2CID 55332626. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  8. Mansell, R & and Wehn, U. 1998. Knowledge Societies: Information Technology for Sustainable Development. New York: Oxford University Press.
  9. Schumpeter, Joseph & Backhaus, Ursula, 2003. The Theory of Economic Development. In Joseph Alois Schumpeter. pp. 61–116. کينډۍ:DOI
  10. Simon Kuznets (1966). Modern Economic Growth: Rate, Structure and Spread, Yale University Press, New Haven, Connecticut.
  11. Kenneth Shepsle and Mark Bonchek (2010), Analyzing Politics, Second Edition, Norton, pp. 67 – 86.
  12. G. Bingham Powell (2000). Elections as Instruments of Democracy: Majoritarian and Proportional Views. Yale University Press, New Haven, Connecticut.
  13. C.A. Bayly (2008). “Indigenous and Colonial Origins of Comparative Economic Development: The Case of Colonial India and Africa”, Policy Research Working Paper 4474, The World Bank.
  14. Deborah Bräutigam (2002), “Building Leviathan: Revenue, State Capacity and Governance”, IDS Bulletin 33, no. 3, pp. 1 – 17
  15. Daron Acemoglu and James Robinson (2012), Why Nations Fail, New York: Crown Business.
  16. Lant Pritchett, Michael Woolcock & Matt Andrews (2013). Looking Like a State: Techniques of Persistent Failure in State Capability for Implementation, The Journal of Development Studies, 49:1, 1–18, DOI: 10.1080/00220388.2012.709614
  17. Lant Pritchett, Michael Woolcock & Matt Andrews (2013). Looking Like a State: Techniques of Persistent Failure in State Capability for Implementation, The Journal of Development Studies, 49:1, 1–18, DOI: 10.1080/00220388.2012.709614
  18. "World Development Indicators | DataBank". databank.worldbank.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Callen, Tim. "Gross Domestic Product: An Economy's All". International Monetary Fund. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. (په September 2013 باندې). Transportation Infrastructure and Country Attractiveness. Revue Analyse Financière.
  21. M. Nicolas J. Firzli : ‘2014 LTI Rome Conference: Infrastructure-Driven Development to Conjure Away the EU Malaise?’, Revue Analyse Financière, Q1 2015 – Issue N°54
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. "Gender Development Index (GDI) | Human Development Reports". hdr.undp.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)