افونسو پينيا
افونسو اګسټو موريرا پينيا (30 نومبر 1847 – 14 جون 1909)، چې ډېر ځله د افونسو پينيا په نوم يادېږي، يو برازيلی قانون پوه، پروفيسر او سياستوال و، چې له 1906ز کال څخه په 1909ز کال کې تر خپلې مړينې د برازيل شپږم ولسمشر و. پينيا په 1906ز کال کې ولسمشر شو، چې د ولسمشر «روډريګس ايلوس» منتخب ځای ناستی و. نوموړي د «سلويانا برينډاو» له مړينې وروسته د «روډريګس الويس» (1903–1906) په ولسمشرۍ کې د برازيل د څلورم مرستيال ولمسشر په توګه دنده تر سره کړه. پينيا د سلطنتي نظام پلوی او د برازيل لومړی ولسمشر و چې د خپلې دندې پر مهال مړ شو.
پینيا په 1847ز کال کې د «ميناس ګيرايس» په «سانتا باربرا» کې زېږېدلی و. پلار يې «ډومنګوس هوزي ټيکيسرا پينا» يو پرتګالی کډوال و، چې مريان او د سرو زرو يو کان يې درلود. د «ساو پالو» د قانون له پوهنځي څخه په قانون کې د سند په تر لاسه کولو سره له فراغت او په همدې اداره کې له ډاکټر درجې ته له رسېدو وروسته، پينيا خپل پلرني ټاټوبي ته راستون شو، چېرته چې هغه د څارنوال په توګه کار پيل کړ، وروسته «بارباکينا» ته ولاړ او د مريانو څخه په دفاع کولو مشهور شو. د نوموړي سياسي فعاليت په 1874ز کال کې له ليبرال ګوند سره په يوځای کېدو او د «ميناس ګيرايس» ايالتي شورا ته په ټاکل کېدو سره پيل شو. په 1878ز کال کې، نوموړی د ميناس ګيرايس عمومي مرستيال وټاکل شو. په وروسته کلونو کې، په داسې پړاونو کې چې یو شمېر وزارتونه يې هم تر سره کړل، د قانون جوړولو کارونه يې هم ورسره يوځای پر مخ وړل– د جګړې وزارت (1882)، کرنه (1883-1884) او عدليه (1885).
د جمهوريت له اعلان وروسته، پينيا له ولسي ژوند څخه ووت: په هر حال، له هغه څخه ډېر ژر غوښتنه وشوه چې د ميناس ګيرايس له جمهوري غوښتونکي ګوند سره يوځای شي، او د ايالتي سنا مجلس لپاره ټاکنو کې برخه واخلي، تر څو د نوي ايالتي اساسي قانون جوړولو کې مرسته وکړي. پینيا په 1891ز کال کې د دې دندې لپاره وټاکل شو، او د هغه کميسيون مشري يې وکړه چې د اساسي قانون د مسودې جوړولو دنده ورسپارل شوې وه. له سنا مجلس څخه تر استعفاء وروسته، پينيا د دې ايالت د ګڼو سياسي اړخونو د رايې په اتفاق سره د ميناس ګيرايس رئيس وټاکل شو، او له 1892 څخه تر 1894ز کال پورې يې کار وکړ. د نوموړي په اداره کې «بيلو هوريزونټي» د راتلونکي لپاره ايالتي پلازمينه وټاکل شوه (چې هغه مهال يې نوم اورو پريټو و) او د ميناس ګيرايس د قانون پوهنځی جوړ شو. له 1895 څخه تر 1898ز کال پورې د «بينک اف دی ريپبلک» له مشرۍ وروسته، پينيا په 1903ز کال کې د «روډريګ الوس» مرستيال ولسمشر شو. د مرستيال ولسمشر په توګه، نوموړي د سنا مجلس د رئيس په توګه هم کار وکړ.
پينيا په 1906ز کال کې د سيال له شتون پرته د يوازيني نوماند په توګه له ټاکنو وروسته د برازيل ولمسشر شو. نوموړی لومړی برازيلي ولسمشر و چې د کافي په اقتصاد (د کافي اقتصاد د برازيل په اقتصاد کې یو پړاو و، چې کافي د دې هېواد تر ټولو ستر صادرونکی توليد و) کې د مداخلې ملاتړ يې وکړ، د Taubaté تړون يې پلی کړ، له کوم وروسته چې فدرالي حکومت په نړيوالو بازارونو کې د کافي د لوړ نرخ پر ځای ساتلو لپاره د اضافي توليداتو په رانيولو پيل وکړ. د پینيا حکومت د اورګاډي پټلیو او کډوالو ته پراختيا ورکړه، د برازيلي پوځ د نويو کولو او بيا تنظيم کولو د تيب قانون يې متعارف کړ، او د برازيل سمندري ځواکونه يې بيا په وسله سمبال کړل، کوم څه چې د وزيرانو هر يو Hermes da Fonseca او Alexandrino Faria de Alencar په مټ تر سره شول. پینيا همدا راز د امازون په ځنګلونو کې د Cândido Rondon د اکتشافي سفرونو ملاتړ هم وکړ، کوم چې دا د ټيليګراف په مټ له «ريو ډي جنيرو» سره وصل کړ. په نړيوال ډګر کې، برازيل د 1907ز کال د Ruy Barbosa په مشرۍ د يو پلاوي په توګه د هاګ په کنوانسيون کې برخه واخيسته او له کولمبيا او «پيرو» سره يې د خپلو پولو ستونزې حل کړې. له ارجنټاين سره د «Minas Geraes-class» جنګي بېړيو د تر لاسه کولو له امله کړکېچ اوج ته ورسېد، په کوم سره چې د سويلي امريکا د جنګي بېړيو سيالي پيل شوه، او دواړه هېوادونه د جګړې څنډو ته ورسېدل. پينيا په 1909ز کال کې د سختې نمونيا له امله مړ شو، او ځای يې Nilo Peçanha ونيو.
د ژوند لومړي کلونه او زده کړه
[سمول]نوموړی د 1847ز کال د نومبر په دېرشمه نېټه په «Santa Bárbara do Mato Dentro» کې زېږ.ېدلی و، دا سيمه اوس مهال د ميناس ګيرايس د سانټا باربارا ښاروالۍ اړوند ده، پينيا د «Domingos José Teixeira Penna» او «Anna Moreira Teixeira Penna» په دولسو بچيانو کې اوم بچی و؛ د خپلې مور لومړی اولاد و، ځکه هغه يې د پلار دويمه مېرمن وه. «Domingos» د «São Salvador da Ribeira de Pena» اصلي اوسېدونکی او پرتګالی کډوال و، او هغه په دې نوي هېواد کې ځمکه، د سرو زرو يو کان او ګڼ شمېر مريان درلودل. داسې اټکل کېږي چې د «Domingos» پلار، چې «Manuel José de Carvalho Penha» نومېدو (په 1769 کې زېږېدلی و) لومړی هغه څوک و چې د پينيا نوم يې خپل کړی و.[۱][۲][۳]
په داسې حال کې چې په لومړيو کې په ملي ګارد کې د پوځي مسلک په لټه و، Domingos وروسته دا دنده خوشې کړه؛ د نوموړي ګټې د دې لپاره بسنه کوله چې خپلې کورنۍ ته سوکاله معياري ژوند برابر کړي. د افونسو مور د سانټا باربارا په سياست کې د يوې اغېزناکې کورنۍ غړې وه. په دې ډول د افونسو کورنۍ د ميناس ګيرايس د اشرافيه ټولنې برخه وه. په ماشومتوب کې يوې پېغلې نرسې Ambrosina د هغه پالنه وکړه، چې يوه وينزه وه. پینيا به ډېر ځله په Brumado او «São Gonçalo do Rio Abaixo» کې له خپل پلار سره د سرو زرو کانونو ته تلو. د «José Anchieta da Silva» په وينا، پينيا د مريتوب له لومړيو مخالفينو څخه و، او د خپل پلار د مريانو لپاره يې د ښو کاري شرايطو په موخه مبارزه وکړه؛ په يوه موقع، کله چې هغه يوه حامله وينزه په يو کان کې د کار کولو په حال کې ولیده، پینيا يې په اړه له څارونکي سره خبرې وکړې، له کوم وروسته چې پرېکړه وشوه، حاملې وينزې به د حمل له شپږمې مياشتې وروسته په کانونو کې کار نه کوي، او د دوی يوازينۍ دنده به پخلی يا د کاليو وينځل وي.[۳][۲]
د خپلې مور په کور کې له خصوصي ښوونکو څخه د خپلو لومړيو زده کړو تر بشپړولو وروسته، پینيا په 1857ز کال کې د لس کلنۍ په عمر په Caraça ښوونځي کې د زده کړې لپاره ولاړ. دا ښوونځی له سترو ښاري مرکزونو څخه ګوښه و، د «لازارستي» پادريانو له خوا پر مخ وړل کېدو او د پينيا پلار د دې ښوونځي يو له پیاوړو بسپنه ورکونکو څخه و. په ښوونځي کې نوموړي د الاهياتو، اخلاقياتو، فلسفې، رياضي، هندسې، تاريخ، ويناوالۍ او بهرنيو ژبو مضامين ولوستل. پینيا د 1864ز کال د جنورۍ د مياشتې په شپاړسمه نېټه په Caraça ښوونځي کې زده کړې پای ته ورسولې، او وروسته په 1866ز کال کې د قانون په پوهنځي کې د زده کړې لپاره «ساو پالو» ښار ته ولاړ.[۳][۴][۵][۶]
شخصي ژوند او اندونه
[سمول]د قانون په پوهنځي کې
[سمول]د قانون په پوهنځي کې د زده کړې پر مهال، پينا له «Ruy Barbosa, Bias Fortes, Joaquim Nabuco, Castro Alves» او «Rodrigues Alves» سره ملګرتيا درلوده. له Rodrigues Alves سره نوموړي په شریکه د «Imprensa Acadêmica» په نوم د ژورنال (جريدې) بنسټ اېښی و، چې په اکاډميکو او سياسي موضوعاتو بحثونو يې تمرکز درلود. د دې ژورنال (جرېدې) د ليکنو د څو پاتې نسخو ښکاري چې شونې ده د «وکټور هوګو، انوری ډي بالزاک» او «ايميل زولا» په څېر فرانسوي لیکوالانو پر هغوی اغېز درلود. د قانون په پوهنځي کې، نوموړی همدا راز له «بوچا» سره يوځای شو، کومه چې د محصلينو پوه پټه ټولنه وه، د الماني Burschenschaft ټولنو څخه يې الهام اخيستی و، او د پروفيسر «جوليس فرينک» له خوا يې بنسټ اېښودل شوی و، هغه د بوچا د عمومي انجمن رئیس شو. دې ټولنې له هغو محصلينو سره مرسته کوله چې نه يې شول کولای په پوهنځي کې د زده کړو لپاره لګښت تاديه کړي.[۳][۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lima 2016، م. 2.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Silva 2012، م. 178.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ ۳٫۳ Viscardi، م. 1.
- ↑ Lima 2016، م. 3.
- ↑ Silva 2012، م. 179.
- ↑ Silva 2012، مم. 178–179.
- ↑ Lacombe 1986، م. 29.