منځپانگې ته ورتلل

افغان کډوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان کډوال د افغانستان هغه اتباع دي چې په دې هېواد کې د پر له پسې جګړو له امله چې د افغان-شوروي جګړو له وخت پیل بیا د افغانستان تر کورنیو جګړو، د افغانستان جګړې (۲۰۰۱-۲۰۲۱) یا هم سیاسي او مذهبي تعقیب له لاسه د خپل هېواد پریښودو ته اړ شوي دي. د ۱۹۷۸ کال د ثور انقلاب، چې ورپسې په ۱۹۷۹ کال کې روسانو پر دې هېواد تېری وکړ، له امله یې په هېواد کې دننه د بې ځایه شوو خلکو او ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته د لومړیو کډوالو لامل شوه. همداشان یو کوچنی شمېر خلک هند یا د شوروي اتحاد پخواني جمهوریتونو ته کډوال شول. له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې، د افغانستان څه باندې ۲۰ سلنه وګړي د کډوالو په توګه له دې هېواد څخه وتښتیدل. په ۱۹۸۹ کال کې د روسانو له وتلو وروسته، زیات شمېر یې بېرته افغانستان ته راغلل، خو په ۹۰یمه لسیزه کې د افغانستان د کورنۍ جګړو له امله بیا یو زیات شمېر خلک کډوال کېدو ته اړ اېستل شول. تر ۲۰۰۰ کال پورې څه باندې شپږ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه اوسېدل. په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې د امریکا د متحده ایالاتو د برید او د طالبانو د حکومت په نسکورولو سره زیاتره کډوال بیرته افغانستان ته را ستانه شول. له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې، ۵.۷ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته را ستانه شول، چې د هېواد د وګړو شمېر یې ۲۵ سلنه لوړ کړ.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

افغانستان په نړۍ کې د کډوالو د تولید له اړخه یو له سترو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. په ۱۹۹۰ کال کې په ایران او پاکستان کې ټولټال ۶.۳ میلیونه افغان کډوال اوسېدل. افغانستان په نړۍ کې د زیات شمېر کډوالو لرونکو څلورو هېوادونو په کتار کې راځي. شاوخوا ۸ میلیونه افغانان د تاوتریخوالي، احتمالي تعقیب او لوږې له امله اړ اېستل شوي چې خپلې سیمې پریږدي، چې په ترڅ کې یې د نړۍ په ۱۰۳ بېلابېلو هېوادونو کې څه باندې ۸.۲ میلیونه افغانان ژوند کوي. له همدې ۸.۲ میلیونه کډوالو څخه یې نږدې ۶ میلیونه وګړي په افغانستان کې د امریکا د جګړې له امله بې ځایه شوي دي. سربېره پر دې، د اټکل له مخې ۳.۲ میلیونه نور افغانان بیا له خپلو سیمو څخه د کورني بېځایه شوو خلکو په توګه بې ځایه شوي دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ځینې هېوادونه چې د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو (ISAF) غړي و، هغوی ځانګړې پروګرامونه ترتیب کړي چې له مخې یې په زرګونو افغانان کولای شي په شمالي امریکا او اروپا کې مېشت شی. د بې تابعیته کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه، هغوی د بېرته نه ستنیدونکي تثبیت شوي اصل او د شکنجې پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کنوانسیون له خوا ساتل کېږي. هغوی د اسټرالیا، کاناډا، جرمني، بریتانیا او د امریکا د متحده ایالاتو په څېر هېوادونو له خوا پراخ امتیازات او دولتي مرستې تر لاسه کوي. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې د 8 U.S.C. § 1159 له مخې ګرین کارت تر لاسه کوي د 8 U.S.C. § 1452(b) قانون له مخې کولای شي سمدلاسه د امریکا یو غیرشهروند تبعه وګرځي، پرته له دې چې د 8 U.S.C. § 1427(a) الزامات پوره کړي. دا کار کولای شي هغوی ته دا زمینه برابره کړي تر څو د امریکا د متحده ایالاتو د یوه بېل پاسپورت په مټ هر چېرته سفر وکړي. اسټرالیا هم منل شوو کډوالو ته ورته امتیازات ورکوي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

افغان کډوال
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
قومي ډلې
هېواد

کورني بېځایه شوی خلک

[سمول]

د کډوالو د نړیوالې ادارې (IOM) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر وروستیو پورې په افغانستان کې څه باندې پنځه میلیونه کورني بېځایه شوي وګړي ژوند کوي. د جنګي ډلو له خوا پوځي عملیاتو او زورزیاتي معمولاً د همدې بېځایه شوو خلکو په برخه کې ستر رول لوبولی دی، که څه هم یو لړ ستر طبیعي ناورینونه د دې کار لامل ګرځیدلی. د شوروي تېري له امله د اټکل له مخې دوه میلیونه افغانان په هېواد کې دننه بې ځایه شول، چې زیاتره یې له کلیوالي سیمو څخه ښاري سیمو ته راغلل. د افغانستان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶) د کورني بېځایه شوو وګړو د یوې نوې څپې لامل وګرځېده، چې له امله یې زیات شمېر افغانان د هېواد شمال ته وتښتیدل تر څو د طالبانو له استبداد څخه ځانونه بچ وساتي. افغانستان د اوږدې مودې لپاره له ناامنۍ او شخړو څخه رنځ وړی، چې له امله یې په هېواد کې دننه د بېځایه شوو خلکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د بې ځایه کېدو لاملونه

[سمول]

په تېرو پنځوسو کلونو کې بهرنۍ لاسوهنه له هغې ډلې د شوروي اتحاد او بیا د امریکا د متحده ایالاتو له خوا تېری او په دې وروستیو کې د طالبانو د اوسني رژیم کړنې د دې لامل ګرځېدلي دي چې د بې ځایه کېدو کچه دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو جګړه

[سمول]

پر افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو تېری (او همداشان د امریکا له خوا تېر ۲۰ کلن پوځي اشغال) د افغانانو له بېځایه کېدو سره مرسته کړې ده. که څه هم پر افغانستان باندې د تېرې لپاره بېلابېلې توجیې ورکړل شوي وي (د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو له غچ اخیستنې نیولي بیا د افغان ښځو تر دیموکرات کولو و ازادولو پورې)، خو دغې جګړې په هېواد کې دننه او بهر زیات شمېر افغانان بېځایه کړل. د افغان ښځو د انقلابي ټولنې (هغه موسسه چې د طالبانو د افراط او زورزیاتي په ښودلو کې یې پراخ رول لوبولوی دی) په وینا، د امریکا له خوا د افغانستان بمبار ته په سیمه ییزه کچه د «ژغورنې» په سترګه نه کتل کېدل، بلکې تر څنګ یې خلکو دا ډار پیدا کړ چې کېدای شي امریکايي پوځيان ملکي وګړي د طالبانو له غړو سره ګډ نه کړي.[۲۶]

ستر کوربه هېوادونه

[سمول]

د افغانستان اصلي خلک او د هغوی اولادونه لږ تر لږه د نړۍ په ۹۶ هېوادونو کې په قانوني توګه ژوند کوي. له هرو څلورو افغانانو څخه دریو یې په خپل ژوند کې په هېواد کې دننه یا بهر د بېځایه کېدو تجربه کړې ده. د ځینو مشخصو هېوادونو برخلاف، ټول منل شوي کډوال او هغه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې ورته پناه ورکړل شوې ده، د قانون له اړخه د دایمي اوسېدنې (ګرین کارټ) او د امریکا د شهروندي او د امریکا د تابعیت تر لاسه کولو لپاره په شرایطو برابر دي. که چېرې دوی د 8 U.S.C. § 1408(4)، 8 U.S.C. § 1431(a) یا 8 U.S.C. § 1433(a) شرایط پوره کړي وي، نو اولادونه یې په اتومات ډول امریکایي کېږي. په دې سره د هغوی امتیازونه لا ډېریږي او ټولو ته د هر ډول ناقانونه ګواښ یا زیان پر وړاندې اضافي نړیواله ساتنه ورکوي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

پاکستان

[سمول]

د اټکل له مخې په پاکستان کې ۱۴۳۸۴۳۲ ثبت شوي افغان کډوال او پناه غوښتونکي په موقت ډول د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېسارۍ (UNHCR) تر پاملرنې او ساتنې لاندې ژوند کوي. له دې ډلې ۵۸.۱ سلنه یې په خیبر پښتونخوا، ۲۲.۸ سلنه یې په بلوچستان، ۱۱.۷ سلنه یې په پنجاب، ۴.۶ سلنه یې په سند، ۲.۴ سلنه یې په پلازمېنه اسلام اباد او ۰.۳ سلنه یې په ازاد کشمیر کې کار او ژوند کوي. زیاتره دا کډوال په تېرو څلورو لسیزو کې په پاکستان کې پیدا او را لوی شوي دي، خو لا اوس هم د افغانستان د وګړو په توګه پېژندل کېږي. هغوی ازاد دي و کولای شي د داوطلبانه راستنیدو د پروګرام له لارې افغانستان ته ولاړ شي یا هم نورو هېوادونو ته ولاړ شي او هلته خپل ژوند وکړي. د افغانانو تر ټولو ستر د کډوالو کمپ د دې هېواد په شمال لویدیځ د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په ولسوالۍ کې جوړ شوی و.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

شمارنې

[سمول]

لاندې لښتيال کې ښودل شوې شمارنې او احصايې د لاندې جګړو په دوران کې کډوال راښيي:

هېواد افغان شوروي جگړه کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز ) طالبان (۱۹۹۶-۲۰۰۱ د افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)
 پاکستان 3,100,000 [۴۴] 1,438,432 [۳۶][۲۷][۴۵][۳۹][۴۰][۵]
 ايران 3,100,000 [۴۴] 780,000 [۲۷][۴۵][۳۹][۴۶]
 جرمني 147,994 [۲۷]
 تورکيه 129,323 [۳۹]
 د امريکا متحده ايالات 132,000[۴۷] 89,500 [۴۸][۴۹][۵۰]
 اتريش 40,096 [۲۷][۵۱]
 فرانسه 31,546 [۲۷]
 سويډن 29,927 [۲۷]
 يونان 21,456 [۲۷]
 هند 60,000[۵۲] 15,806 [۳۹][۵۳]
 سويټزرلينډ 14,523 [۲۷]
 اېټاليا 12,096 [۲۷]
 آسټراليا 10,659 [۲۷]
 برېتانيا 9,351 [۲۷]
 اندونېزيا 7,629 [۳۹][۵۴][۲۷]
 تاجيکستان 1,161 [۵۵] 15,336 [۵۵] 5,573 [۲۷]
 هالنډ 5,212 [۲۷]
 بلجیم 4,689 [۲۷]
 ناروې 4,007 [۲۷]
 فينلينډ 3,331 [۲۷]
 ماليزيا 2,661 [۳۹][۲۷]
 رومانیا 2,384 [۵۶]
 کاناډا 2,261 [۲۷]
 ډېنمارک 2,134 [۲۷]
 پرتګال 883 [۵۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Amstutz, J. Bruce (1994). Afghanistan: The First Five Years of Soviet Occupation. Diane Publishing. ISBN 978-0-7881-1111-2. OCLC 948347893.
  2. "Refugees From Afghanistan: The world's largest single refugee group" (PDF). www.refworld.org. November 16, 1999. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2020-11-11. ترلاسه‌کېدو نېټه December 11, 2021.
  3. "Afghanistan 10 years after Soviet pull-out". UNHCR. February 12, 1999. ترلاسه‌کېدو نېټه November 5, 2013.
  4. "USCR Country Report Afghanistan: Statistics on refugees and other uprooted people". ReliefWeb. June 19, 2001. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-01.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ "Registered Afghan Refugees in Pakistan". UNHCR. December 31, 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-31.
  6. "Over 1.1m Afghans repatriated from Iran, Pakistan last year". Pajhwok Afghan News. January 3, 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-01-03.
  7. "IOM Afghanistan Highlights" (PDF). International Organization for Migration. January 5, 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-01-06.
  8. UNHCR country operations profile – Afghanistan Archived 4 June 2012 at the Wayback Machine. unhcr.org
  9. "More than seven million refugees displaced in 2012". BBC News. June 19, 2013. ترلاسه‌کېدو نېټه 2013-11-05.
  10. "Afghan households in Iran:Profile and impact" (PDF) (in انګليسي). UNHCR. ترلاسه‌کېدو نېټه 2024-04-16.
  11. "Afghanistan Refugee Crisis Explained". www.unrefugees.org (in انګليسي). 2023-07-18. ترلاسه‌کېدو نېټه 2024-03-21.
  12. Vine, David; Coffman, Cala; Khoury, Kataline; Lovasz, Madison; Bush, Helen; Leduc, Rachael; Walkup, Jennifer (September 21, 2020). "Creating Refugees: Displacement Caused by the United States' Post-9/11 Wars" (PDF). خوندي شوی له the original (PDF) on March 14, 2024. ترلاسه‌کېدو نېټه March 20, 2024.
  13. "US Expands Eligibility for Afghan Refugee Resettlement". Voice of America. August 2, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-03.
  14. "US Announces New Refugee Program for Afghans". TOLOnews. August 2, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02.
  15. "Afghan who aided U.S. arrive at Virginia base, but many others remain in peril". Los Angeles Times. July 30, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-30.
  16. "Joe Biden approves $300 million for Afghan refugees". Khaama Press. July 24, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-29.
  17. "House votes to expand and speed up visa process for Afghans who helped the U.S. during war". CNBC. July 22, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-29.
  18. See generally
  19. "Mashiri v. Ashcroft, 383 F.3d 1112". U.S. Court of Appeals for the Ninth Circuit. Harvard Law School. November 2, 2004. pp. 1115–19. خوندي شوی له the original on 2021-08-30. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-01.
  20. See generally 8 U.S.C. § 1427; 8 U.S.C. § 1436; 8 U.S.C. § 1452; 8 U.S.C. § 1503;
    • "Ricketts v. Attorney General, 897 F.3d 491". U.S. Court of Appeals for the Third Circuit. July 30, 2018. p. 494 n.3. خوندي شوی له the original on August 12, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه November 2, 2024. While all citizens are nationals, not all nationals are citizens.
  21. 22 U.S.C. § 212 ("Persons entitled to passport")
  22. Schmeidl, Susanne (2014). "Sources of Tension in Afghanistan and Pakistan: A Regional Perspective" (PDF). CIDOB Policy Research Project.
  23. "Afghanistan: 270,000 newly displaced this year, warns UNHCR". UN News. July 13, 2021. خوندي شوی له the original on 2021-12-19. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-29.
  24. "Millions of Afghans Displaced After More Than Four Decades of War". Voice of America. December 14, 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-29.
  25. "IOM Afghanistan Highlights" (PDF). International Organization for Migration. January 5, 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-01-06.
  26. Abu-Lughod, Lila (September 2002). "Do Muslim Women Really Need Saving? Anthropological Reflections on Cultural Relativism and Its Others". Ethics Forum: September 11 and Ethnographic Responsibility.
  27. ۲۷٫۰۰ ۲۷٫۰۱ ۲۷٫۰۲ ۲۷٫۰۳ ۲۷٫۰۴ ۲۷٫۰۵ ۲۷٫۰۶ ۲۷٫۰۷ ۲۷٫۰۸ ۲۷٫۰۹ ۲۷٫۱۰ ۲۷٫۱۱ ۲۷٫۱۲ ۲۷٫۱۳ ۲۷٫۱۴ ۲۷٫۱۵ ۲۷٫۱۶ ۲۷٫۱۷ ۲۷٫۱۸ ۲۷٫۱۹ ۲۷٫۲۰ "How the US and the UK accept far fewer Afghan refugees than other countries". New Statesman. August 19, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-20.
  28. "High-Level Segment of the 66th session of the Executive Committee of the High Commissioner's Programme on the Afghan refugee situation". UNHCR. October 6, 2015. ترلاسه‌کېدو نېټه 2017-04-03.
  29. Schmeidl, Susanne (2014). "Sources of Tension in Afghanistan and Pakistan: A Regional Perspective" (PDF). CIDOB Policy Research Project.
  30. See generally 8 U.S.C. § 1427; 8 U.S.C. § 1436; 8 U.S.C. § 1452; 8 U.S.C. § 1503;
    • "Ricketts v. Attorney General, 897 F.3d 491". U.S. Court of Appeals for the Third Circuit. July 30, 2018. p. 494 n.3. خوندي شوی له the original on August 12, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه November 2, 2024. While all citizens are nationals, not all nationals are citizens.
  31. See, e.g., generally 18 U.S.C. § 249; 18 U.S.C. § 876; 18 U.S.C. § 1958; 18 U.S.C. § 2332; 18 U.S.C. § 2441; "United States v. Morin, 80 F.3d 124". U.S. Court of Appeals for the Fourth Circuit. Harvard Law School. April 5, 1996. p. 126. خوندي شوی له the original on 2021-11-12. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02.
  32. See, e.g., generally
    • "Fernandez v. Keisler, 502 F.3d 337". U.S. Court of Appeals for the Fourth Circuit. Harvard Law School. September 26, 2007. pp. 349–50. خوندي شوی له the original on August 30, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه November 2, 2024.
    • "Gomez-Diaz v. Ashcroft, 324 F.3d 913". U.S. Court of Appeals for the Seventh Circuit. Harvard Law School. April 7, 2003. p. 915. خوندي شوی له the original on 2023-05-28. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02. The Child Citizenship Act of 2000, Pub.L. No. 106-395, 114 Stat. 1631, revised the manner in which children of non-citizens born outside the United States are eligible to become U.S. citizens.
    • "Belleri v. United States, 712 F.3d 543". U.S. Court of Appeals for the 11th Circuit. Harvard Law School. March 14, 2013. p. 545. خوندي شوی له the original on 2023-04-05. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02. A child acquires derivative citizenship by operation of law, not by adjudication.
    • "In re Fuentes-Martinez, 21 I&N Dec. 893" (PDF). Board of Immigration Appeals. U.S. Dept. of Justice. April 25, 1997. p. 896 n.4. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02. A person who claims to have derived United States citizenship by naturalization of a parent may apply to the Attorney General for a certificate, but a certificate is not required.
    • "Robertson-Dewar v. Mukasey, 599 F. Supp. 2d 772". U.S. District Court for the Western District of Texas. Harvard Law School. February 25, 2009. p. 779 n.3. خوندي شوی له the original on 2023-05-28. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02. The Immigration and Nationality Act defines naturalization as 'conferring of nationality of a state upon a person after birth, by any means whatsoever.'
    • "Petition for Naturalization of Tubig ex rel. Tubig, 559 F. Supp. 2". U.S. District Court for the Northern District of California. Harvard Law School. October 7, 1981. p. 3. خوندي شوی له the original on 2021-11-12. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-02. A person naturalized under § 1433(a) need not meet many of the requirements for naturalization—such as language, residence, and physical presence requirements—imposed upon those who seek naturalization under other provisions.... Thus, qualifying for naturalization under § 1433(a) can be of substantial importance to applicants for naturalization.
  33. Peter Bergen, Katherine Tiedemann. 2013. Talibanistan: Negotiating the Borders Between Terror, Politics, and Religion.
  34. "PAKISTAN: Tolerance wanes as perceptions of Afghan refugees change". IRIN. February 27, 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه February 28, 2012.
  35. "Registered Afghan Refugees in Pakistan". UNHCR. December 31, 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-31.
  36. ۳۶٫۰ ۳۶٫۱ "UN praises Pakistan for carrying out registration of 1.4m Afghan refugees". Dawn News. January 5, 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-01-06.
  37. "Pakistan concludes 'drive' to issue smartcards to registered Afghan refugees". UNHCR. January 4, 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 2022-01-06.
  38. "How the US and the UK accept far fewer Afghan refugees than other countries". New Statesman. August 19, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-20.
  39. ۳۹٫۰ ۳۹٫۱ ۳۹٫۲ ۳۹٫۳ ۳۹٫۴ ۳۹٫۵ ۳۹٫۶ Onward Movements of Afghan Refugees (PDF), UNHCR, March–April 2021, خوندي شوی له the original (PDF) on 2021-06-30, ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-19 Invalid <ref> tag; name "Onward Movements of Afghan Refugees" defined multiple times with different content
  40. ۴۰٫۰ ۴۰٫۱ "Pakistan: Overview of Afghan Refugee Population". ReliefWeb. February 15, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-21.
  41. "Asylum system in Pakistan". UNHCR. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-30.
  42. "Registered Afghan Refugees in Pakistan". UNHCR. December 31, 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-07-31.
  43. "Pakistan: Overview of Afghan Refugee Population". ReliefWeb. February 15, 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 2021-08-21.
  44. ۴۴٫۰ ۴۴٫۱ United Nations High Commissioner for Refugees 1999
  45. ۴۵٫۰ ۴۵٫۱ "Afghanistan: How many refugees are there and where will they go?". BBC News. 31 August 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 6 January 2022.
  46. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named Refugees in Iran
  47. Batalova, Jeanne Batalova Jeanne (8 September 2021). "Afghan Immigrants in the United States". migrationpolicy.org (in انګليسي). ترلاسه‌کېدو نېټه 21 April 2022.
  48. "At Every Step, Afghans Coming to America Encounter Stumbling Blocks". New York Times. 19 December 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 3 January 2022.
  49. "Where does the world stand on Afghan refugees?". Al Jazeera. 19 August 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 21 August 2021. Prior to the Taliban advance, US officials said 15,000 Afghans had already relocated to the US under the Special Immigrant Visas programme.
  50. "Country of origin: Afghanistan". Great Falls Tribune. 21 December 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه 21 August 2021.
  51. "Bevölkerung nach Staatsangehörigkeit und Geburtsland". Statistik Austria. ترلاسه‌کېدو نېټه 31 March 2017.
  52. "Error" (PDF).
  53. "Afghan refugees in India cast adrift amid coronavirus pandemic". DW News. 10 May 2020. ترلاسه‌کېدو نېټه 29 July 2021.
  54. "Indonesia fact sheet" (PDF), UNHCR, December 2020, خوندي شوی له the original (PDF) on 19 August 2021, ترلاسه‌کېدو نېټه 31 July 2021
  55. ۵۵٫۰ ۵۵٫۱ Erlich 2006
  56. "Romania: Refugee and migrant figures for 2020". 30 March 2021. ترلاسه‌کېدو نېټه 31 July 2021.
  57. "Portugal: New agency for migration and asylum | European Website on Integration". ec.europa.eu (in انګليسي). 21 September 2022. ترلاسه‌کېدو نېټه 28 May 2023.