افغان لیکوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغان لیکوال د ژباړې خدمات[سمول]

په افغانستان کې د ژباړې د باکیفیته او معیاري خدماتو د وړاندې کولو په موخه د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز د پیاوړو لیکوالانو او ژباړنانو لخوا جوړه شوې اداره ده چې په افغانستان کې د ژباړې په برخه کې د تجربې، لوړ ظرفیت او کیفیت په برخه کې بې سیاله خدمات وړاندې کوي. افغان لیکوال د ژباړې خدمات د افغانستان د حکومت له ټولو اړوندو ادارو څخه د فعالیت د جوازونو په لرلو سره کولای شي په ډاډ وړ کیفیت او معیار سره رسمي او غیررسمي اسناد د نړۍ په مروجو ژبو کې یوې او بلې ته په پام وړ ظرفیتونو او کیفیت سره په تر ټولو لوړ ممکن مقدار سره وژباړي. افغان لیکوال د مطرح او پیاوړو لیکوالانو او ژباړنانو په درلودلو سره نه یوازې د ژباړل کېدونکو توکو کیفیت تضمینوي بلکه په لوړه کچه د متنونو د اوډون او سمون تضمین کوي. د افغان لیکوال ادارې کار‌ډلې چې له کلونو راهیسې د ژباړې او تحقیق په برخه کې په بېلابیلو ادارو او رسنیو کې خدمت کړی په لوړو ظرفیتونو سره د لیکنۍ او گړنۍ ژباړې، متن اوډنې، دوبلې او طراحۍ په برخه کې په نړۍ‌وال معیار برابر خدمتونه وړاندې کولای شي. د افغان لیکوال کار‌ډلې له ۱۳۸۳ لمريز کال راهيسې په بېلابېلو برخو کې د نړۍ له بډايو ژبو څخه د هېواد رسمي ژبو ته گڼ کتابونه، مقالې، مرکې، مستندونه، فلمونه، دوبلې او رسمي او غیر رسمي اسناد ژباړلي او په دې برخه کې يې د وړتیاوو په روزنه کې برخه اخیستې.

خدمات[سمول]

  • لیکنۍ او گړنۍ ژباړه؛ د هېواد په کچه، د باتجربه مسلکي او تکړه ژباړنانو له خوا، د نړۍ له ژوندیو ژبو، پښتو او دري ژبو ته، او دغه راز، له پښتو او دري ژبو، د نړۍ ژوندیو ژبو ته با کیفیته او معیاري لیکنۍ او گړنۍ ژباړه.
  • متن اوډنه؛ د بېلابېلو متنونو لیکنې، اوډون او سمون، ټایپېنگ، د کتابونو، مجلو او بېلابېلو خپرندویه متنونو ډیزاین، چاپ او خپراوی.
  • د ژبو او ژباړې په برخه کې وړتیا روزنه؛ د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز او نورو علمي بنسټونو او بېلابېلو فرهنگي او علمي څېرو په مرسته، له نړیوالو معیارونو سره سم د ژبو او ژباړې د مهارتونو د روزنې خدمات.
  • فرهنگي خدمات؛ د عمومي پوهاوي ملي کمپاینونه، غونډې، سیمینارونه، ورکشاپونه او نورو روزنیز او تبلیغاتي پروگرامونو مدیرت او طراحي.

برېښنالیک: afghanwriter.af@gmail.com