افغانستان کې د يهوديانو تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د يهوديانو تاریخ لږ تر لږه 2500 کاله پخوانی دی. لرغوني ايراني روايتونه ښيي چې په 587مخزېږديز کې د يهودا د پاچايۍ له سقوط وروسته، يهوديان په بلخ کې مېشت شوي، کوم ځای چې د زرتشتيانو او بودايانو پخوانی پياوړی مرکز و. په ډېرو وروستيو وختونو کې، د کډوالۍ، او په عمده ډول اسرائيلو ته د تګ له امله د يهوديانو ټولنه په بشپړ ډول له منځه ولاړه. په 2021ز کال کې د طالبانو د پراخه بريدونو پر مهال، يوازې دوه يهوديان په هېواد کې اوسېدل: زابلون سيمينتوف او د هغه لېرې تربور «تووا مرادي». د طالبانو له خوا د افغانستان اسلامي امارت له اعلانولو ژر وروسته، دواړه سيمينتوف او مرادي په ترتيب سره د 2021ز کال د سپتمبر په اومه او نهه ويشتمه نېټه اسرائيلو ته ولاړل. اوس د افغان يهودي ټولنې اکثريت يې په اسرائل کې ژوند کوی، له څو سوو جوړه یوه کوچنۍ ډله يې په متحده ايالاتو او انګلستان کې هم مېشت دي.[۱][۲][۳]

په افغانستان کې يهوديانو د څرمنې او قرقل د سوداګرو، د ځمکې د مالکانو او پور ورکونکو یوه ټولنه جوړه کړې وه. د يهوديانو کورنۍ ډېری يې د هرات  او کابل په ښارونو کې اوسېدل، په داسې حال کې چې د هغوی مشرانو په ټول افغانستان کې د سوداګرۍ په موخه تګ راتګ کاوه؛ له چې دوی د ورېښمو لارې په مسيرونو تګ راتګ کاوه، نو خپلې دعاوې يې په عبراني او ارامي ژبو په غره ييزو ډبرو توږلي دي.[۴]

تاريخ[سمول]

ابتدايي تاريخ[سمول]

په افغانستان کې د یهوديانو د شتون شته تاریخچې اومې زېږديزې پېړۍ ته رسېږي، که څه هم د لرغونو ايراني روايتونو پر بنسټ افغانستان کې د اسرائيل او د يهودا له زمانې څخه يهوديان موجود وو. د ځينو پښتنو په منځ کې د اصل او نسب داسې نظريات شته چې ادعا لري د دوی پښت د اسرائيليانو له لس ورکو شويو قبايلو څخه دی. په لرغوني افغانستان کې د بلخ ښارګوټی د يهوديانو د ژوند يو مهم مرکز و؛ د ځينو اسلامي روايتونو پر بنسټ بلخ د حزقيل د خښېدو او د يرمياه کور و، چې دواړه یهودي او مسلمان پيغمبران وو. په هرات کې هم يهوديان مېشت شوي وو، کوم چې د ورېښمو پر لار او په نورو سوداګريزو لارو يو مهم ځای و. په اوسنيو وختونو کې، په دې ښار کې د يهوديانو د کلیو پاتې شونې اوس هم شته، چې په هغې کې د يهوديانو هديره هم شامله ده. د دولسمې پېړۍ عرب ځمکپوه محمد الادريسي ليکي چې د کابل په ښار کې د يهوديانو يوه سيمه وه. په اتلسمه پېړۍ کې، هغه يهوديان په کابل کې د نادرشاه د خزانۍ د ساتونکو په توګه مېشت شول، کومو چې د نوموړي په پوځ کې خدمت کړی و. په 20211ز کال کې، افغان ګنيزا، د افغانستان د غارونو په يوه لړۍ کې وموندل شوه، کومه چې د يوولسمې پېړۍ د يهوديانو د لاسي مخطوطو يوه ټولګه ده، په عبراني، ارامي، يهودي عربي او يهودي فارسي کې ترتيب شوې ده. شا اوخوا نهه ويشت پاڼې يې په 2013ز کال کې، په يروشلم (قدس) کې د اسرائيلو د ملي کتابتون له خوا رانيول شوې وې.[۵][۶][۷][۸][۹]

د شوروي د کډوالۍ بحران[سمول]

د 1930ز لسيزې تر لومړيو پورې تقريباً 60000 کډوال له شوروي اتحاد څخه وتښتېدل او افغانستان ته ورسېدل. په 1932ز کال کې محمد نادرشاه له شوروي اتحاد سره په يو سرحدي تړون لاسليک وکړ، تر څو له شوروي مرکزي اسيا څخه افغانستان ته د سياسي پناه غوښتونکو مخه ونيسي. د همدې کال په وروستیو کې، افغانستان له هيواده د شوروي اصل لرونکو کډوالو په ايستلو پيل وکړ، يا يې بېرته شوروي اتحاد او يا يې په چين کې يوې ځانګړې سیمې ته استول. هغه شوروي يهوديان چې له مخکې څخه په افغانستان کې موجود و، او نيت يې درلود چې لا هم د سويل پر لور لېرې وتښتي په کابل کې ونیول شول، او ټول هغه شوروي يهوديان چې پر پوله نيول شوي وو، په سملاسي ډول له هېواده و ايستل شول. په شوروي يهوديانو تور پورې شوی و چې دوی د بالشويک تبلغاتو د خپرولو په موخه جاسوسي کوي.[۱۰][۱۱]

د يهوديانو ضد مبارزه[سمول]

په 1933ز کال کې د محمد نادرشاه له وژل کېدو وروسته افغانستان کې ډيری يهوديان له خپلو کورونو و ايستل شول او د دوی شمتنۍ غصب کړای شوې، خو په کار او سوداګرۍ د محدوديتونو لاندې د هرات او کابل په څېر په لويو ښارونو کې اوسېدل.[۱۲][۱۳][۱۴]

په 1935ز کال کې يهودي تيليګرافي ادارې خبر ورکړ چې پر افغان يهوديانو د یهود مېشتې سیمې قوانين تحميل شوي دي، له دوی غوښتنه کوي چې ځانګړی لباس پر تن کړي، له یهودي ښځو غواړي چې له بازارونو بهر و اوسي، له ټولو يهوديانو غواړي چې له مسجدونو په ځانګړي واټن کې ژوند کړي او يهوديان پر اسونو له سپرېدو منع کوي. په 1935ز کال کې، د نړيوال صهیوني کانګريس يو استازي وويل چې د يو اټکل تر مخې 40000 بخارايي يهوديان يا وژل شوي يا له لوږې مړه شوي دي.[۱۵][۱۶]

د 1935ز کال په منځ کې، د دوه هلکانو تر منځ د شخړې له امله، چې يو يهودي او بل مسلمان و، په هرات کې ښار کې بغاوت پيل شو، په کوم ښار کې چې تر ټولو زیات يهوديان مېشت وو. دوه هلکان د نامعلومه لاملونو له امله په شخړه کې ښکېل شول، په کومه کې چې مسلمان هلک له زېنو لاندې راغورځېد. یهودي هلک، ابا بن سايمن، ملامته وبلل شو، او نورو دا اوازې خپرول پيل کړل چې هغه غوښتل مسلمان هلک يهودي کړي. له 1935 څخه تر 1941ز کال پورې، د صدر اعظم محمد هاشم (د پاچا اکا و) د واکمنۍ پر مهال، نازي المان په افغانستان کې تر ټولو زيات نفوذ لرونکی هېواد و. نازيانو ډيری افغانان اريايان بلل. په 1938ز کال کې، راپور ورکړل شوی چې يهوديانو ته يوازې د بوټانو د پاکونکو په توګه د کار کولو اجازه ورکړل شوې وه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د کډوالۍ هڅې[سمول]

ځينو افغان يهوديانو هڅه وکړه چې برتانوي هند ته کډوال شي، خو کله چې پولې ته ورسېدل، نيواکګرو چارواکو دوی د پاسپورټونو پر بنسټ ډلبندي کړل؛ کومو چې شوروي پاسپورټونه درلود پر هغوی د بالشويکي اړيکو تور پورې شو، او د داخلېدو اجازه ورنه کړل شوه. ډيری افغان يهوديان په څرګند ډول د برتانوي هندوستان د سلوکي کړنلارې له اصولو څخه د سرغړونې په تور بېرته د شوروي تر واک لاندې سیمو ته واستول شول، په داسې حال کې چې تاريخپوهانو دا حقيقت په پام کې نيولی چې د کډوالو له خوا به هندوستانيانو کې د سوسيال نظرياتو له خپرولو څخه د نيواکګر حکومت وېرې، او د ازادۍ خوځښت ته د هڅونې وړانديز د دې کډ،الو دبېرته استولو په پرېکړه کې ستره ونډه درلوده.[۲۱]

په هرات او کابل کې د يهوديانو د اوسېدو شرايط مخ په خرابېدو وو. په څرګند ډول ډېر افغان يهوديان، د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د 1940ز لسيزې په اوږدو کې برتانوي هند ته کډوال شول. د جګړې پر مهال زرګونو افغان يهوديانو فلسطين ته هم هجرت وکړ، خو ډېری يې هغه مهال فلسطين ته وکوچېدل، کله چې په 1948ز کال کې د اسرائيلو دولت جوړ شو. ځينې افغان يهيودانو همدا راز متحده ايالاتو ته کډه وکړه، ډيری يې د نيويارک ښار په کوين ښارګوټي کې اباد شول.[۲۲]

کډوالي[سمول]

په 1948ز کال کې، په افغانستان کې له 5000 څخه زیات يهوديان موجود وو. دوی ته په 1951ز کال کې اجازه ورکړل شوه چې په خپلواک ډول کډې وکړي، همدا راز اجازه ورکړل شوې وه چې خپل افغان هويت وساتي. افغانستان يوازينی مسلمان هېواد و چې يهودي کډوالو ته يې اجازه ورکړه تر څو خپل هويت وساتي. ډيری افغان کډوال اسرائيلو يا متحده ايالاتو ته وکوچېدل. افغان يهوديانو په 1960ز لسيزه کې په ډله ييزه توګه خپل هېواد پرېښود. د ښه ژوند په لټون کې په نيويارک او تل ابيب کې بيا اباد شول. تر 1969ز کال پورې، د تخمين تر مخې 300 يهويان په افغانستان کې پاتې وو، خو ډيريو يې په 1979ز کال کې پر افغانستان د شوروي له يرغل وروسته افغانستان خوشې کړل، او په 1996ز کال کې افغانستان کې يوازې لس يهوديان موجود و، چې ډېريو يې په کابل کې ژوند کاوه. اوسمهال له 1000 څخه زيات افغان نسل لرونکي يهوديان په اسرائيلو کې ژوند کوي. له 200 څخه زيات افغان يهودي کورنۍ په نيويارک کې اوسېږي. له 100 زیات افغان نسب لرونکي يهوديان په لندن کې ژوند کوي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. "Balkh". www.jewishvirtuallibrary.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Aharon, Sara Y. (2011). From Kabul to Queens : the Jews of Afghanistan and their move to the United States. American Sephardi Federation. OCLC 760003208. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780692010709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 28 February 2012 باندې). The story of the Afghan Jews is one of remarkable tolerance. The Guardian.
  4. "Balkh". www.jewishvirtuallibrary.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Aharon, Sara Y. (2011). From Kabul to Queens : the Jews of Afghanistan and their move to the United States. American Sephardi Federation. OCLC 760003208. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780692010709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Balkh". www.jewishvirtuallibrary.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 3 January 2013 باندې). Ancient manuscripts indicate Jewish community once thrived in Afghanistan. CBS.
  8. Ben Zion Yehoshua-Raz, “Kabul”, in: Encyclopedia of Jews in the Islamic World, Executive Editor Norman A. Stillman. First published online: 2010
  9. Ben Zion Yehoshua-Raz, “Kabul”, in: Encyclopedia of Jews in the Islamic World, Executive Editor Norman A. Stillman. First published online: 2010
  10. Aharon, Sara Y. (2011). From Kabul to Queens : the Jews of Afghanistan and their move to the United States. American Sephardi Federation. OCLC 760003208. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780692010709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Koplik, Sara (2003). "The demise of Afghanistan's Jewish community and the soviet refugee crisis (1932–1936)". Iranian Studies. 36 (3): 353–379. doi:10.1080/021086032000139131. ISSN 0021-0862. S2CID 161841657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Joan G. Roland. The Jewish Communities of India: Identity in a Colonial Era. Transaction Publishers. د کتاب پاڼې 349. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4128-3748-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. On wings of eagles: the plight, exodus, and homecoming of oriental Jewry by Joseph Schechtman pp 258-259
  14. "The Jewish Transcript January 19, 1934 Page 7". Jtn.stparchive.com. 19 January 1934. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Ghetto Code Enacted by Afghanistan | Jewish Telegraphic Agency". Jta.org. 15 May 1935. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Koplik, Sara (2003). "The demise of Afghanistan's Jewish community and the soviet refugee crisis (1932–1936)". Iranian Studies. 36 (3): 353–379. doi:10.1080/021086032000139131. ISSN 0021-0862. S2CID 161841657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "All Trades but Shoe-blacking Closed to Afghanistan Jews | Jewish Telegraphic Agency". Jta.org. 25 August 1938. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The Hunt for the Holy Wheat Grail: A not so 'botanical' expedition in 1935 | Afghanistan Analysts Network". Afghanistan-analysts.org. 20 July 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Tom Lansford: "A Bitter Harvest: US Foreign Policy and Afghanistan" Ashgate 2003 page 62
  20. Koplik, Sara (2003). "The demise of Afghanistan's Jewish community and the soviet refugee crisis (1932–1936)". Iranian Studies. 36 (3): 353–379. doi:10.1080/021086032000139131. ISSN 0021-0862. S2CID 161841657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Koplik, Sara (2003). "The demise of Afghanistan's Jewish community and the soviet refugee crisis (1932–1936)". Iranian Studies. 36 (3): 353–379. doi:10.1080/021086032000139131. ISSN 0021-0862. S2CID 161841657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Aharon, Sara Y. (2011). From Kabul to Queens : the Jews of Afghanistan and their move to the United States. American Sephardi Federation. OCLC 760003208. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780692010709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 19 June 2007 باندې). U.S.: Afghan Jews Keep Traditions Alive Far From Home. RFE/RL.
  24. Aharon, Sara Y. (2011). From Kabul to Queens : the Jews of Afghanistan and their move to the United States. American Sephardi Federation. OCLC 760003208. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780692010709. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 28 February 2012 باندې). The story of the Afghan Jews is one of remarkable tolerance. The Guardian.
  26. (په 19 June 2007 باندې). U.S.: Afghan Jews Keep Traditions Alive Far From Home. RFE/RL.