افغانستان کې اروپايي اغېز (نفوذ)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې اروپايي اغېز د ويکټوريايي پړاو راهيسې موجود دی، کله چې د لويې لوبې د برخې په توګه د برتانيې او روسيې امراتوري طاقتونو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو لپاره سره سيالي کوله.

د دوست محمد خان راڅرګندېدل[سمول]

په 1823ز کال کې د دراني واکمنې کورنۍ له سقوط وروسته، دوست محمد خان د بارکزيو د واکمنې کورنۍ بنسټ کېښود. دوست محمد د خپلې مور د قزلباش قبيلو د ملاتړ او د خپل ورور فتح خان تر څارنې لاندې د خپلې ځوانۍ د روزنې په مټ د خپلو وروڼو په منځ کې د پام وړ مقام خپل کړ. په هر حال، په همدې کال، افغانانو د نوښار په جنګ کې خپل پخوانی پیاوړی سنګر پېښور د رنجيت سنګ خالصه پوځ په وړاندې وبايله. په جګړه کې عظیم خان د افغان ځواکونو ملاتړ کاوه، څوک چې د دوست محمد خان ناسکه (ميرنی) ورور و.

په 1834ز کال کې، دوست محمد خان د پخواني واکمن شجاع شاه دراني يو بريد مات کړ، خو په کابل کې د هغه نه موجوديت سیکانو ته فرصت ورکړ چې د لوېديځ پر لور مخ پر وړاندې ولاړ شي. د رنجيت سنګ ځواکونه له پېښور څخه د هغه سيمو پر لور وښوځېدل، چې نېغ په نېغه له کابله اداره کېدل. په 1836ز کال کې، د دوست محمد ځواکونو، د هغه د زوی اکبرخان تر مشرۍ لاندې، د پېښور لوېديځ لور ته پنځلس کيلو متره لېرې، د جمرود په جګړه کې سیکانو ته ماتې ورکړه. دا يوه له زيانونو سره مله بريا وه او دوی له جمرود څخه د سیکانو په بشپړ ايستلو کې ناکام شول. افغان مشر د پېښور په بيا نيولو سره دا بريا تعقيب نه کړه، خو د دې پر ځای يې د سيکانو سره د مقابلې په برخه کې د مرستې لپاره، په برتانوي هند کې د نوي برتانوي ګورنر جنرال (Lord Auckland) سره اړيکه ونيوله. دې لیک په افغانستان کې د برتانوي اغېر، او په پايله کې يې د انګريزانو او روسانو سيالي پيل کړه، کوم څه چې  د لويې لوبې په نوم پېژندل کېږي.

لويه لوبه[سمول]

د 1763ز کال د پاريس له تړون وروسته، برتانيه په هندي نيمه لويه وچه کې ستر اروپايي ځواک وګرځېد، او له شجاع شاه دراني سره د 1809ز کال په تړون سره يې په افغانستان کې لېوالتيا پيدا کړه. دا د روسي سترواکۍ پراخېدونکی ګواښ و چې د افغانستان په سيمه کې يې ګټه اخيستل پيل کړل، په برتانوي هندوستان يې فشار زيات کړ، کوم څه چې د لويې لوبې په نوم پېژندل کېږي. لويې لوبې د برتانوي او روسي سترواکيو ټکر په خوځښت راوست، د چا د اغېز دايرې چې په چټکۍ سره يو بل ته نږدې شوې او په افغانستان کې يو له بل سره مخ شوې. په دې کې د برتانويانو له خوا په کابل کې د ګوډاګي حکومت د جوړولو په اړه هڅې هم شاملې وې. د نولسمې پېړۍ په پاتې موده کې افغانستان او د دې هېواد په شا او خوا سيمو کې په ډېره اندازه اروپايي ښکېلتيا وليدل شوه، او د حريصو سیمه ييزو واکمنو په منځ کې شخړې زياتې شوې، ځکه چې د افغانستان برخليک په نړيواله کچه وټاکل شو.

د افغانستان د کورنۍ جګړې ويجاړۍ د هندوکش په سیمه کې يوه تشه پيدا کړه، له کومې چې برتانويانو اندېښنه درلوده، څوک چې په تاریخ کې په تکراري ډول له دې څخه پوره خبر وو چې دا سيمه په سويلي اسيا د بريد د لارې په توګه کارول شوې وه. د نولسمې پېړۍ په لومړيو لسيزو کې، برتانويانو ته روښانه شوې وه چې په هندوستان کې د هغوی ګټو ته ستر ګواښ، د پاشل شوې افغان سترواکۍ، ايرانيانو يا فرانسويانو څخه نه، بلکې له روسانو څخه پېښېدای شي، چا چې له مخکې څخه د فارسيانو او عثمانيانو په وړاندې د پرېکنده جنګونو په ګټلو سره له قفقازه د سويل په لور پياوړی پرمختګ بيل کړی و.

په ورته وخت کې، روسانو په منځنۍ اسيا کې په دايمي ډول د برتانويانو د پېښو کلکولو څخه وېره درلوده، ځکه برتانويانو د شمال پر لور خپرېدو سره پنجاب، سند او کشمير په خپلې سترواکۍ کې داخل کړي وو؛ کوم چې وروسته پاکستان شول. برتانيې د روسيې قفقاز، قرغيز او ترکمني سيمو، د خيوا خانات، او د بخارا امارت ته د هند په نيمه لويه وچه کې د خپلو ګټو لپاره د شک په یوه سترګه کتل.

د برتانيې او روسيې تر منځ پر دې دوښمنيو سربېره، د روسيې د ارادو په اړه برتانيې لپاره د اندېښنې دوه ځانګړي لاملونه موجود وو: لومړی په ايراني دربار کې د روسيې نفوذ و، کوم څه چې روسان د هرات د نيولو په هڅه کې د ايران ملاتړ ته وهڅول، کومه سيمه چې له تاریخي اړخه د افغانستان او شمالي هندوستان لوېديځه دروازه ده. په 1837ز کال کې، ايران د روسي افسرانو په ملاتړ او مشوره د هرات پر لور پرمختګ وکړ. دویم سملاسي لامل په 1837ز کال کې په کابل کې د روسيې د استازي (Yan Vitkevich) موجوديت و، څوک چې په څرګند ډول د سوداګريزو بحثونو لپاره د برتانيې د استازي (Alexander Burnes) په څېر هلته موجود و.[۱]

برتانويانو له دوست محمد وغوښتل چې له ايرانيانو او روسانو سره اړيکې پرې کړې، (Vitkevich) له کابله وباسي، د پېښور په اړه ټولې ادعاوې ومني، او د پېښور تر څنګ د کندهار د خپلواکۍ درناوی وکړي، کومې سيمې چې هغه مهال د نوموړي د ورونو په واک کې وې. د دې په مقابل کې د برتانيې حکومت خبر ورکړ چې له رنجيت سنګ به وغواړي، تر څو له افغانانو سره سوله وکړي. کله چې (Auckland) دې تړون ته د ليکلې بڼې ورکولو څخه انکار وکړ، دوست محمد له برتانويانو سره مذاکرات وځنډول او له (Vitkevich) سره يې مذاکرات پيل کړل.

په 1838ز کال کې، (Auckland)، رنجيت سنګ او شجاع په يو تړون لاسلیک وکړ، په کوم کې چې ويل شوي و، چې شجاع به د برتانويانو او سکانو په مرسته کابل او کندهار بېرته ونيسي؛ او په مقابل کې به د رنجيت سنګ تر واک لاندې په پخوانيو افغان ولايتونو د سکانو واکمني ومني، او هرات به خپلواک پاتې کېږي. په عملي ډول، دې طرحې د دوست محمد پر ځای يو برتانوي راسپوڅی غوره کړ، د چا خپلواکي چې د هغو شهزاده ګانو په څېر وي، کومو چې په برتانوي هندوستان کې په شاهي ايالتونو واکمني کوله.

ډېر ژر برتانويانو ته روښانه شوه چې د سکانو ګډون، د خيبر درې له لارې د کابل پر لور وړاندې تګ، په داسې حال کې چې شجاع او برتانويانو به د کندهار له لارې مخکې تګ کړی وي، به ممکن نه وي. د 1938ز کال د پسرلي په موسم کې د (Auckland) طرحه د سکانو لپاره په دې موخه وه چې د برتانويانو په ملاتړ شجاع د افغانستان پر تخت کېنوي. خو د دوبي تر پای ته رسېدو پورې، دا طرحه بدله شوه؛ اوس به يوازې برتانويانو نرم شجاع شاه پر افغانستان تحميلولو.[۱]

د افغان-انګليس لومړۍ جګړه، 1838-1842[سمول]

د خپل بريد د طرحې د مقدمې په توګه، د هندوستان ګورنر جنرال (Lord Auckland) د 1838ز کال د اکتوبر په مياشت کې د شملې اعلاميه صادره کړه، په کومه کې يې چې په افغانستان کې د برتانيې د مداخلې لپاره اړين لاملونه بيان کړي وو. په دې اعلاميه کې ويل شوي و چې د هندوستان د ښېګڼې د ډاډمنولو لپاره بايد برتانيه د هندوستان په لوېديځو سرحدونو کې د باور وړ اتحادي ولري. برتانويان ادعا کوي چې د دوی پوځيانو د شاه شجاع د کوچني پوځ ملاتړ کولو، تر څو هغه تخت ونيسي، چې يو وخت د هغه و، او هيچاته يې فريب نه دی ورکړی. که څه هم د شملې په اعلاميه کې ويل شوي و، چې په کابل د شجاع له ټاکلو وروسته به برتانوي سرتيري بېرته راوغوښتل شي، خو د شجاع واکمني په بشپړ ډول د برتانيې په ملاتړ متکي وه، تر څو بغاوت وځپي او د برتانيې په پانګو ولاړه وه، تر څو د قومي مشرانو ملاتړ واخلي. برتانويانو دا رد کړه چې دوی پر افغانستان بريد کولو، د دې پر ځای ادعا کوي چې د بهرنۍ لاسوهنې او لانجمن مخالفت په وړاندې يې د شجاع د مشروع حکومت ملاتړ کولو.[۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ * Allen, Charles (2000). Soldier Sahibs. Abacus. د کتاب پاڼې 283. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-349-11456-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)