افغانستان په ۲۰۲۰ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۲۰ز کال کې د افغانستان پېښې.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: اشرف غني
  • اجراییه رئیس: عبدالله عبدالله
  • د ولسي جرګې رئیس: عبدالروف ابراهیمي
  • د مشرانو جرګې رئیس: فضل هادي مسلمیار
  • د ولسمشر لومړی مرستیال:  عبدالرشید دوستم
  • د ولسمشر دویم مرستیال: سرور دانش
  • د اجراییه ریاست لومړی مرستیال: خان محمد
  • د اجراییه ریاست دویم مرستیال: دا پوسټ خالي و

پېښې[سمول]

جنوري[سمول]

  • د جنورۍ ۲۷مه – د افغانستان د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د امریکا د هوایي ځواک ګلوبل ایکسپرس E-11A بمبار الوتکه نسکوره شوه.
  • د جنورۍ ۲۹مه – افغان ځانګړو ځواکونو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ او ۶۲ یرغمل یې ازاد کړل. پر کندز ولایت د طالبانو په برید کې هم څو تنو امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

فبروري[سمول]

  • د فبروري شپږمه – کاسا –۱۰۰۰ پروژه د افغان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان په ګډون په یو لړ مراسمو کې پرانیستل شوه.
  • د فبرورۍ اوومه – د پاکستاني طالبانو د تحریک دوه غړي؛ شیخ خالد حقاني او قاري سیف یونس په کابل کې له انټرکانټیننټل هوټل سره نږدې په ډزو ووژل شول.
  • د فبرورۍ اتمه – د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې په داخلي برید کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو دوه سرتیري ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
  • د فبرورۍ ۱۱مه  – په کابل کې د مارشال فهیم پوځي اکاډیمۍ ته څېرمه په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

مارچ[سمول]

  • د مارچ شپږمه – د داعش د خراسان ډلې دوو تنو په کابل کې ۳۲ کسان ووژل.
  • د  مارچ ۲۵مه – داعش ډلې په کابل کې پر ګوادوارا (د سیکانو زیارت) برید وکړ، چې ۲۵ کسان یې په کې ووژل.
  • د مارچ ۲۹مه – طالبانو د اردو او پولیسو شپږ سرتیري ووژل او پینځه نور یې په بغلان ولایت کې ووژل.
  • د مارچ ۳۰مه – په کابل کې موټر بم چاودنې څلور تنه ټپیان کړل. طالبانو خپل لس استازي د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون د څارنې لپاره د بګرام پوځي هوایي ډګر ته ولېږل. د رویټرز په وینا په نښته کې ۲۷ امنیتي ځواکونه او ۱۳ طالبان وژل شوي دي.

می[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په می کې په افغانستان کې بریدونه

  • د می لومړۍ نېټه – په هریرود سیند کې د افغان کډوالو ډوبېدل.

جون[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په جون کې په افغانستان کې بریدونه

  • د جون شپږمه – ۱۱ افغان امنیتي ځواکونه او څلور طالبان په بدخشان ولایت کې ووژل شول. د کابل ولایت په ګلدرې ولسوالۍ کې د وسله والو په نښته کې درې پولیس وژل شوي دي.
  • د جون ۱۲مه – د کابل ولایت په یوه جومات کې چاودنې څلور تنه ووژل او اته نور یې ټپیان کړل.
  • د جون ۱۷مه – د جوزجان ولایت په اقچې ولسوالې کې د طالبانو په برید کې ۱۲ امنیتي ځواکونه ووژل شول او پینځه نور ټپیان شول. په دغه لړ کې څلور سرتیري ونیول شول او پینځه تنه وسلوال طالبان ووژل شول. د جوزجان د والي ویاند تایید کړه، چې د اقچې ولسوالۍ د نیولو په موخه پر دوو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو له خوا له بېلابېلو زاویو بریدونه شوي دي. په دې نښته کې د اوښتو تلفاتو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو کومې ډلې چې دا برید ترسره کړی، په دې اړه یې څه نه دي ویلي.
  • د جون ۲۹مه – د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د څارویو پر یوه بازار د توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ووژل شول، خو حکومت او طالبان دواړه پر یو بل د برید پړه اچوي.

جولای[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په جولای کې په افغانستان کې بریدونه

  • د جولای ۱۳مه – د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې د یوې دولتي ودانۍ مخې ته موټر بم چاودنه وشوه، چې لږ تر لږه پکې ۱۱تنه ووژل شول او ګڼ نور یې ټپیان کړل. د دغه ولایت د روغتون مشر وایي، په برید کې د ماشومانو په ګډون ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې. د سمنګان ولایت د والي مرستیال هم وایي، چې تر چاودنې وروسته وسله والو د استخباراتو پر ودانۍ برید وکړ او څو ساعته یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه وکړه. چارواکو تایید کړې، چې طالبانو د برید مسئولیت منلی دی.
  • د جولای ۲۳مه – سیمه ییز چارواکي وایي، په هرات ولایت کې پر طالب جنګیالیو د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي برید کې د ملکي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۴۵ تنه وژل شوي دي. د پېښې عیني شاهدان وایي، برید هغه مهال وشو، چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې څو تنه د طالب زنداني، چې له بنده ازاد شوی و، هغه ته د بدرګې په موخه له خپلو کورونو راوتلي وو. نورې ادعاوې ښیي، چې په دغه هوایي برید کې د ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکړی، چې د دغه خونړي برید په اړه به پلټنې وکړي، چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
  • ۲۸ جولای – له لوی اختره مخکې طالبانو د اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ. د واشنګټن ټایمز د راپور له مخې، افغان حکومت د اوربند موافقه منلې او پر خپلو ځواکونو یې غږ کړی، چې اوربند مراعت کړي. ولسمشر اشرف غني دا هم وویل، چې د سولې خبرې به راتلونکې اونۍ پیل شي، په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې که څه هم د دوی ځواکونو ته امر شوی چې د اوربند لپاره جګړه ودروي، خو که د افغان امنیتي ځواکونو له خوا برید وشي دوی به یې ځواب ورکړي.

اګسټ[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په اګسټ کې په افغانستان کې بریدونه

  • ۲–۳ اګسټ – د عراق او شام اسلامي دولت د داعش خراسان ډلې او یوه ځانمرګي بریدګر د افغانستان په ختیځ ولایت جلال اباد کې پر یوه زندان موټر بم برید وکړ. دغه برید چې د اګسټ په دویمه د دوی ترمنځ پیل شو، شل ساعته یې دوام وکړ. د جلال اباد په برید کې د اتو داعش بریدګرو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او شاواخوا ۵۰ نور ټپیان شوي. په پایله کې، ۲۵بندیان وتښتېدل او نور ۱۰۲۵ تنه چې د تیښتې هڅه یې کوله بیا ونیول شول.
  • ۲۶ اګسټ – په پروان ولایت کې ناڅاپي سیلابونو لږ تر لږه ۷۲ تنه ووژل او په سلګونو کورونه یې ویجاړ کړل.

سپټیمبر[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په سپټیمبر کې په افغانستان کې بریدونه

  • د سپټیمبر نهمه – په کابل کې یوې چاودنې لس تنه ووژل او د ولسمشر د مرستیال امرالله صالح په ګډون یې ۳۱ تنه ټپیان کړل، خو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړ.
  • د سپټیمبر ۱۲مه – افغان حکومت او د طالبانو استازي د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره سره ګوري. د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پینسن په دوحه کې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کوي.
  • د سپټیمبر ۱۶مه
  1. د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.
  2. په کابل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست یو کارکوونکی په ډزو وژل شوی او موټر چلوونکی یې ټپي شوی دی.

اکټوبر[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په اکټوبر کې په افغانستان کې بریدونه

  • د اکټوبر ۱۸مه – د افغانستان په لوېدیځ کې د غور امنیه قوماندانۍ مخې ته موټر بم برید وشو، چې ۱۳ تنه په کې ووژل شول او تر ۱۲۰ ډېر نور ټپیان شول.
  • د اکټوبر ۲۱مه
  • د جلال اباد په فوټبال لوبغالي کې د پاکستاني ویزو د اخیستلو پرمهال د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه ۱۲ ښځې وژل شوي دي.
  • د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې پر یوه جومات د هوایي برید له امله ۱۲ ماشومان وژل شوي، خو د ملي دفاع وزارت وایی، چې وژل شوي ټول وسله وال طالبان دي.

نومبر[سمول]

د ۲۰۲۰ز کال په نومبر کې په افغانستان کې بریدونه

  • د نومبر دویمه – په ۲۰۲۰ز کال کې پر کابل پوهنتون د دریوو بریدګرو له خوا په برید کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۵۰ تنه نور ټپیان شول.
  • د نومبر ۲۴مه – شاوخوا ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره د ۲۰۲۰ز کال په کنفرانس کې ګډون وکړ، چې د افغان سولې د پروسې لپاره یې د ۳.۳ میلیاردو ډالرو مرسته وکړه.

مړینې[سمول]

  • د جون دویمه – منیر منګل (په ۱۹۵۰ز کال کې زېږېدلی)، د افغان ملي پولیسو قوماندان         (۲۰۱۰– ۲۰۱۶).
  • د جون ۲۶مه – فقیر نبي (۱۹۵۳ز کې زېږېدلی)، افغان فلمي لوبغاړی.
  • د اکټوبر شپږمه – نجیب تره کی (۱۹۹۱ز کې زېږېدلی)، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی.

سرچینې[سمول]